‘پښتون’، جنوري 1995، مخونه 80-84
مرحوم ذوالفقارعلي بهټو يو داسې چالاک او بې باوره سړے ؤ چې پۀ هېڅ چا ئې يقين او اعتماد نۀ کولو. هغۀ خپل ځان يو خود سره مطلق العنان حکمران ګڼلو. هغۀ کښې دا پخه ناړامي وه چې د هغۀ د فېصلې نه به چا انکار وکړو نو هغه به ئې د مخې نه پۀ هره طريقه چې ؤ يو خوا ته کولو. سره د دې چې هغه يو غټ جاګيردار او د انګرېز نمک خور ؤ، ولې بيا ئې هم د درغلۍ نه کار واخستو. پۀ ډاګه ئې د سوشلزم راوستو نعره ولګوله. د پاکستان بې عمله کتابي کميونسټان او سوشلسټان ئې تېرويستل. پۀ هغه پسې د ګاګړو او تصديق شوي ترقي پسندو يو بهير روان شو چې د سر شا هنواز بهټو زوے به پاکستان ته سوشلزم راولي، خو نمر پۀ ګوته نۀ پټېږي. دغه ناديدو ته زر معلومه شوه چې د هغوي جعلي سوشلسټ ښۀ وچقول. څوک ئې جېلونو کښې بندېوان کړل، څوک ئې پۀ بډو رشوتونو منصبونو او وزارتونو وغولېدل. پښتونخوا صوبې ته ئې سکه بند کميونسټ معراج محمدخان راولېږلو. پۀ دغه ايام کښې هغه د بهټو وزيرمملکت ؤ. هغه سره ئې “د طارق عزيز شو” موجوده کردار طارق عزيز ملګرے کړے ؤ چې د انتهائي چاپلوسۍ نه کار واخلي او د علاقې کسانان او مزدوران ولمسوي چې د صوبې د نېپ او جمعيت مخلوط حکومت خو تاسو له څۀ نۀ درکوي. دا د ذوالفقارعلي بهټو سبق ؤ چې معراج محمد او طارق عزيز ته ئې زوت کړے ؤ. دې دواړو ځاے پۀ ځاے جلسې کولې او د سوشلزم حق ئې خلقو ته ورکولو چې د ملاکنډ ايجنسۍ پۀ تاڼه کلي کښې ئې جلسه جوړه کړه نو پۀ دغه جلسه کښې پۀ دوي ډزې وشوې. قسمت ئې ښه ؤ، د وژلو سازش ئې ناکام شو. د صوبې د نېپ مخلوط حکومت ماتولو د پاره ئې بهانه جوړوله چې د معراج محمد او طارق عزيز د قتل پۀ بنياد به ګورنر ارباب سکندر مات او وزارت ختم کړي. پۀ نېپ به پابندي ولګوي او مشران به ئې جېلونو ته واچوي. ذوالفقار علي بهټو پۀ ملاکنډ کښې دا سازش بې مونډه نۀ ؤ کړے بلکې د دې نه مخکښې د دۀ بادار انګرېز د وخت وزيراعظم جواهر لال نهرو، باچاخان او د صوبې پۀ وزيراعلٰي ډاکټر خان صاحب هم پۀ دغه ملاکنډ کښې حمله کړې وه او هم دغسې حمله ئې پۀ عبدالولي خان پۀ ملاکنډ کښې کړې وه کله چې د پاکستان حکمرانانو د دير رياست ختم کړو او نواب شاهجهان ئې د زوي سره (شهاب الدين مشهور جندول خان) ګرفتار کړو او د پنجاب پۀ لاهور ښار کښې ئې نظر بند ساتل او پښتونخوا ته ئې نۀ راپرېښودل.
هر کله چې پۀ دې صوبه کښې د نېپ او جمعيت مخلوط حکومت جوړ کړے شو نو صوبائي حکومت د جندول خان نه پابندي لرې کړه چې جندول خان پۀ ټوله صوبه کښې ګرځېدلے او خپلې علاقې دير ته هم تللے شي. هغۀ پۀ دولسم اګست د بابړې د شهيدانو د پاره پۀ جلسه کښې پۀ نېپ کښې د شموليت اعلان وکړو. نو پارټۍ فېصله وکړه چې هغه پۀ ډېر درناوي دير ته ورسولے شي او د دير پښتنو سره چې کوم زياتے شوے دے د هغې ازاله وشي. زاړۀ، ځوانان خدائي خدمتګار پۀ موټرونو او بسونو کښې سوارۀ شول، د جلوس يو سر د ملاکنډ د غاښې پۀ سر او بل پۀ درګۍ کښې ؤ. چې جلوس تېمرګرې ته ورسېدو نو هلته کښې يوه عظيم الشانه جلسه وشوه . پۀ زرګونو خلق د جلوس استقبال ته راغلي وو هر کس سره ټوپک ؤ. د جلسې نه پس جلوس جندول ته روان شو. جلوس چې څۀ مزل وکړو نو ناګهانه پۀ جلوس ډزې شروع شوې. دا ډزې د پاس غرونو نه کېدلې. ولي خان پۀ موټر کښې ناست ؤ. جنرال جېلاني چې يو پنشني فوځي افسر ؤ، هغه ورمنډه کړه او ولي خان ئې د موټر نه پۀ منت راکوز کړو. بيا پۀ هغه موټر ګولۍ ورېدې. حقيقت دا دے چې دا ټول سکيم د ولي خان د قتل د پاره جوړ شوے ؤ . پۀ دغه وخت کښې د سرکاري سکاوټ يو افسر راغے او پۀ دستي مېګا فون ئې د ډزو بندولو حکم وکړو. د هغۀ د حکم اورېدو سره ډزې بندې شوې . دغه افسر بيا مشرانو ته ووئيل چې لاره ازاده ده، تاسو بې شکه پۀ وړاندې تلے شئ . پۀ دغه ډزو کښې دوه تنه مړۀ او ګڼ زخميان شوي وو. د هغې نه پس دا ګنګوسي کېدل چې دغه قاتلانو ته وئيلي شوي وو چې تاسو به ولي خان او جندول خان دواړه وژنئ او حکومت به دا خبره مشهوره کړي چې د جندول خان پۀ دښمنۍ کښې ولي خان هم لاړو. دا خو دښمنانو د جندول خان نه بدل اخستو. پۀ دغه سلسله کښې چې څومره خلق نيولي شوي وو د هغوي د ازادولو د پاره ټول کوششونه د بهټو وزيرعبدالحفيظ پيرزاده کول. هغۀ ګورنر ارباب سکندر خان ته د خپله او ذوالفقار علي بهټو له طرفه ډېر سفارشي خطونه ليکل. کله چې د ارباب سکندر خان ګورنري ختمه شوه او اسلم خټک ګورنر مقرر کړے شو نو هغۀ دغه قاتلان او حمله کوونکي د خصوصي اختياراتو پۀ زور پرېښودل.
بله حمله:
دا واقعه هم ولي خان ته پۀ ملاکنډ کښې پېښه شوې وه. هغه سوات ته تلو، د ټرک ډرائيور او نوکر ورسره وو. جيپ ولي خان پۀ خپله چلولو. چې شېرګړهـ ته ورسېدل نو هلته ورته دغه نوکر ووې چې خان! پۀ هواره به دا ډرائيور جيپ بوځي، چرته چې د ملاکنډ غرونه راشي نو بيا به سټېرنګ تاسو ته درکړي. څۀ لږه شېبه پس چې جيپ د مردان ضلعې د حد نه واوړېدو او د ملاکنډ ايجنسۍ حدود ته داخل شو نو دغلته ډزې شروع شوې. ولي خان ډرائيور ته ووئيل جيپ ودروه خو هغه هېبت اخستے ؤ، ولي خان پۀ خپله انجن بند کړو. هلته يو څو کورونه وو، د هغې هلکان راغلل. هغوي د ولي خان جيپ پېژندو. هغوي د “ولي خان زنده باد” چغې وهلې هغوي چې پۀ ډرائيور وينې وليدې نو چپ شول. هغوي پسې مشران هم راغلل او کشرانو ته ئې ووئيل ورشئ! ټوپکې را واخلئ او دې سړو پسې وروځئ! ولي خان هغه زلمو ته ووئيل چې دا زخمي چرته نزدې اسپتال ته يوسئ. هغوي وئيل نزدې اسپتال خو درګۍ کښې دے. ولي خان جيپ ته کښېناستو او چې سخاکوټ ته ورسېدو نو هغه زخمي ساه ورکړه. بل زخمي ئې اسپتال ته ولېږلو او د مړي سره د سخاکوټ د راحت کاکا حجرې ته لاړل. چې زخمي ډرائيور د پټۍ لګولو نه پس د اسپتال نه واپس راغلو نو ولي خان د سخاکوټ نه د ګڼ شمېر وسله والو سره کلي ته راغے. د هغې نه پس د پوليس لوي لوي افسران د ولي خان دېرې ته راغلل او د دعوېدارۍ پوښتنې ئې ترې نه کولې . ولي خان ورته ووئيل چې زمونږ د چا سره څۀ خانداني دښمني نشته خو بيا هم زۀ خپل دښمن پېژنم، نوم او پته ئې راته معلومه ده خو هغه دومره زور ور دے چې پۀ هغۀ تاسو زما رپورټ اخستے نۀ شئ او کۀ د رپورټ درج کولو خامخا خواهش لرئ نو دا کار د پاکستان وزيراعظم ذوالفقارعلي بهټو کړے دے .
وروستو بيا دا خبره پۀ ډاګه شوه کله چې د قامي اسمبلۍ د ممبر رضا احمد قصوري پلار نواب احمد خان د سياسي عناد پۀ وجه قتل کړے شو او پۀ ذوالفقار علي بهټو د هغۀ د قتل پۀ الزام مقدمه چلېدله نو د اېف اېس اېف (فيډرل سيکورټي فورس) کومو افسرانو چې نواب احمدخان قتل کړے ؤ او د ګواهۍ پۀ دوران کښې هغوي دا خبره وکړه چې پۀ ملاکنډ کښې د ولي خان پۀ جيپ قاتلانه حمله هم دغه قاتلانو کړې وه.
درېمه حمله:
متحده جمهوري محاذ (يو ډي اېف) دا فېصله کړې وه چې ټول سياسي ليډران به کراچۍ ته پۀ رېل ګاډي کښې روانېږي او پۀ هر لوے سټېشن به عوامو ته خطاب کوي. مشران به رېل ګاډي کښې را روان شو. ځاے پۀ ځاے لوئې لوئې جلسې کېدې. خلقو کښې جوش او خروش زياتېدو لکه چې ټول خلق د ذوالفقارعلي بهټو د حکومت خلاف پۀ هپه راپاسېدلي. نو بهټو سره فکر پېدا شو چې د دې ليډرانو سمبالے پکار دے. ګجرانوالې د سټېشن پۀ برنډه ئې بمبازان کښېنولي وو. هغوي پۀ دې تاک کښې وو چې کله د ولي خان د تقرير وار راشي او هغه خپل تقرير ختم کړي او د محاذ صدر راپاسېږي نو پۀ دغه وخت کښې به ئې بم ورغورځوو هم دغسې وشوه چې ولي خان تقرير ختم کړو او د محاذ صدر پير پګاړا د ولي خان شا ته راجوخت شو نو پۀ دغه وخت کښې داسې بم چاودنه وشوه چې ولي خان او پير پګاړا دواړه لاندې وغورځېدل. ډېر کارکنان او رضاکار زخميان شول .د مشرانو نه چوهدري ظهورالهٰي ( د چوهدري شجاعت حسين پلار) سخت زخمي شو.
څلورمه قاتلانه حمله:
پۀ دغه ايام کښې زۀ د تپه پړانګ عمومي منشي وم چې د تحصيل د صدر حکمنامه راغلله چې د پېنډۍ پۀ لياقت باغ کښې يوه عامه جلسه کوو. د محاذ د ليډرانو دا خيال ؤ چې دا ذوالفقارعلي بهټو د وړو صوبو سره څومره زياتے کوي. د دې ټوله بدنامي د پنجاب پۀ غاړه کېږي. کۀ دې جلسې ته پښتانۀ وروڼه پۀ ګڼ تعداد کښې راشي نو د پنجاب مشران به ورته دا خبره پۀ ډاګه کړي چې دا څۀ بد چې تا سو سره کېږي دا پنجابيان نه کوي بلکې پنجابيان پۀ خپله د بهټو د لاسه تنګ شوي دي او تا سو سره پۀ شريکه د هغۀ د فسطائي حکومت مقابلې ته ولاړ دي جلسه لا شروع شوې نۀ وه، مشران راغلي نۀ وو خو پۀ جلسه د ګېر چاپېره کورونو، بالاخانو او د باغ د جنګليو نه ډزې شروع شوې . د لياقت باغ مېدان د جنګ مېدان ښکارېدو ډېر مخلوقات وو خو پښتنو زلمو داسې پۀ مړانه پۀ تش لاس مقابله کوله لکه باز چې د ښکار پۀ وينه پنجې سرې کړي . يو کس هم د مېدان نه د وتلو کوشش نۀ کولو. هر څوک لکه د غر پۀ خپل مقام ولاړ ؤ. پۀ دغه عن کښې ولي خان راورسېدو، ورپسې چوهدري ظهورالهي سټېج ته وختلو. ولي خان ته ئې ووئيل مونږ واونۀ رېدل او دستو پته ولګېده چې چوهدري صاحب ولي خان ته د کښېناستو عرض کړے ؤ چې تۀ کښېنه کۀ ولګېدې نو قيصه خلاصه ده ولي خان ورله ځواب ورکړو چې تر کومې پورې پښتون هم پۀ مېدان کښې وي نو نۀ کښېنم او نۀ د مېدان نه ځم . پښتانۀ ئې پۀ ډزو او مرګ ژوبله ونۀ وېرولے شول. بيا ئې پۀ تمبوانو او شاميانو د اور بمونه او هوائي جهازونه نه راخلاص کړل. چې درو او تمبوانو اور واخستو هغه وخت مشرانو د جلسې د خورولو اعلان وکړو. مونږ د تپه پړانګ کارکنان د لياقت باغ پۀ دروازه کښې ولاړ وو چې د پښتنو پۀ بسونو ئې اور پورې کړو خو مونږ خپل بس د سوزېدو نه بچ کړو . د بهټو او مصطفٰي کهر بدمعاشانو زمونږ اتلس بسونه وسېزل. مونږ څو ملګري د بس نه پاتې شو چې ګډ وډ شوي تنانو او زخميانو پسې لټون وکړو. ګڼ پښتانۀ پۀ هسپتالونو کښې پراتۀ هتکړۍ ورته اچولې شوې وې . خېر، د ډېر کړاوون. د قاتلانه حملو برخه او تکل نه پس مو خپل وروستو پاتې ملګري وموندل او چارسدې ته پۀ يو ټرک کښې را روان شو. چې د چارسدې چوک ته راورسېدو د شپې دوه بجې وې ډېر خلق پۀ خپلوانو پسې پينډۍ ته تللي وو. مطلب دا چې د زخميانو هم څۀ سر معلوم نۀ ؤ. چې خداے نۀ کا بنده به ئې څۀ کا؟ عبدالولي خان هم د خداے پۀ فضل حيات دے خو ذوالفقارعلي بهټو د ولي خان د مرګ ارمان قبر ته يوړو.
د قاتلانه حملو پۀ حقله د ولي خان تبصره:
د لياقت باغ د خونړۍ واقعې نه پس پۀ صوبه کښې مونږ د مړو، زخميانو، قېديانو پۀ سلسله کښې سر ګردانه وو. ناګهانه چا ووئيل چې اجمل خټک صاحب نشته. دغه وخت مونږ ته داسې اطلاع ګانې هم رارسېدلې وې چې کله پۀ پېنډۍ کښې د لياقت باغ جلسه خوره شوله او ملګري پۀ خپلو بسونو پسې اخوا ته دې خوا ته ګرځېدل نو ځينې چې به يواځې وو نو هغه د پيپلز پارټۍ بدمعاشانو نيولي او قتل کړي دي . چنانچې يو مړے دغسې موندے شوے هم ؤ. نو مونږ بيا پېنډۍ کښې د اجمل صاحب تکل شروع کړو خو وروستو پته ولګېده چې هغه د ملک نه وتلے افغانستان ته اوړېدلے دے. اجمل صاحب شاعر سړے ؤ، جذباتي ؤ، د انسانانو قاتلان ئې ونۀ زغملے شو. ارباب سکندر ما ته وې چې دا ملک اوس د شريفانو خلقو د اوسېدو نۀ دے. د دې واقعې پۀ حقله بيا داسې بيانونه هم راغلل چې دا کار د پنجاب ګورنر غلام مصطفٰي کهر او د هغۀ ملګرو داېف اېس اېف پۀ ذريعه کړے ؤ. د هغوي د تحفظ د پاره ئې د پنجاب د يو ښار او بل ښار نه بدمعاشان راغونډ کړي وو. پۀ دې سلسله کښې وروستو ما ته بيا حقيقت مخې ته راغے. د پنجاب د صوبائي اسمبلۍ موجوده سپيکر قيصه کوله چې دے دغه وخت کښې د پنجاب وزيراعلٰي ؤ. دۀ وې چې زۀ بهټو صاحب ته لاړم او دا تجويز مې پېش کړو چې صاحب! دا د صوبه سرحد د مزدورکاره خلقو چې دا اتلس بسونه سوزېدلي دي نو مونږ خو هسې هم دا دعويٰ کوو چې مونږ د مزدور کښو ملګري يو، نو کۀ تاسو اجازه کوئ نو دغه خلقو له به تاوان او معاوضه ورکړو. رامے صاحب وې. ما چې دا خبره وکړله نو چئيرمېن بهټو صاحب پۀ جلال کښې راغے. وې چې زۀ ولي خان د اټک نه دې خوا پۀ پنجاب کښې ليدل نۀ غواړم . کۀ نن مونږ د دې بسونو واله تاوان او معاوضه ورکړو نو دوي به سبا له بيا ولي خان او د هغۀ ملګري پۀ اټک پنجاب ته راپورې باسي . دا خبره ما ته رامے صاحب هغه وخت کړې وه چې هغه بيا بهټو صاحب د وزارت نه لرې کړے ؤ او د مصطفٰي کهر ګورنري ئې هم ختم کړې وه.
د دې حملو نه پس چې کله بيا اسمبلي شروع شوه نو ما يوه ورځ بهټو صاحب ته پۀ اسمبلۍ کښې مخ واړوۀ ما وې تۀ خو نن د پاکستان باچا يې، د هر قسم اختيار لرې، هر څۀ کولے شې، څوک ورکولے او څوک شته کولے شې، ټولې محکمې تاسو سره دي . دوه محکمې خداے پاک چا له نۀ ورکوي، هغه هر څوک فرعون او چنګېز لا هيټلر کۀ راغلے دے هغوي له ئې هم ورکړې نۀ دي او هغه تا ته هم پۀ هېڅ قيمت نۀ درکوي. يوه د ژوند او مرګ محکمه او بله د عزت او ذلت محکمه، و تعزو من تشاء و تزل من تشاء، عزت او ذلت خو د خداے پاک سره دے. دغسې د مرګ او ژوند اختيار هم هغۀ سره دے. ما ورته وې دا چې داسې د مرګونو دې پۀ ما څلور قاتلانه حملې وکړې او زۀ هغسې ژوندے ګرځم نو اوس پوهه شه کنه چې دا فېصله به خداے کوي چې تا مخکښې اخلي کۀ ما، نو هسې جامې ولې خيرنوې؟.
خبرې پورې خبره را يادېږي. د تېرو ورځو واقعه ده. يوه ورځ بهټو صاحب پېښور ته راغلے ؤ، د حيات شيرپاو سره دېره ؤ، زۀ ئې هم غوښتے وم. نو زۀ او ارباب سکندر ورغلو دوه تنه هغوي او دوه تنه مونږ ناست وو. ما ته ئې ووې چې تۀ چونکې د حزب اختلاف ليډريې او ستا حېثيت د مستقبل د وزيراعظم کېدے شي نو زۀ مجبور يم چې تا پۀ اعتماد کښې واخلم چې زما موجوده پاليسي څۀ ده او د راتلونکو پنځو کالو د پاره څۀ منصوبې لرم او بيا د مخکښينو لسو کالو د پاره . نو ما ورته وې چې بس نور مخکښې مۀ ځه، د دې ملک دا قاعده او دا ئې روايات دي چې دلته څوک پۀ خپله نۀ راځي بلکې نور قوتونه ئې ر اولي او د اقتدار پۀ تخت ئې کښېنوي نو بيا دغه فېصله به هم هغه قوتونه کوي چا چې تۀ راوستلے او کښينولے يې . تۀ پۀ خپله فېصله نۀ شې کولې. دا خبره پۀ بهټو صاحب ډېره بده ولګېده. ماته ئې وې چې زۀ هېڅ چا هم نۀ يم راوستے او نۀ مې څوک لرې کولے شي او کۀ د چا دا نيت وي نو زۀ به ئې درله برابر کړم. ما ورته وخاندل، ما وې د دې فېصله خو به هله وشي چې کله د هغې قوتونو پۀ حساب ستا ميعاد پوره شي نو بيا کتلے شي چې تۀ هغوي برابروې کۀ هغوي تا برابروي . خېر بهټو صاحب ډېر ګرم شو. ما وې ګوره بحث ئې نۀ کوم يو مثال درته پېش کوم زما خپل ترۀ ؤ ډاکټر خان صاحب نوم به دې اورېدلے وي؟ ډېر مخلص، ايماندار د يوې لارې سړے ؤ. هغه د دې لوبغاړو پۀ لاس ورغے. منصوبه د يو يونټ د جوړولو وه. فېصله دا شوې وه چې د دې اولنے وزيراعلٰي به د وړو صوبو نه وي. پنجاب به پۀ اول کښې يوې خوا ته شا ته غلے ناست وي خو چې کله هر څۀ برابر شي نو هله به پنجاب اختيار پۀ خپل لاس کښې اخلي. کار خو به دغسې د منصوبې مطابق کيدۀ. کله چې د دغې قوتونو پۀ حساب د ډاکټر خان صاحب ميعاد پوره شو نو هغه ئې لرې کړو. ولې هغه خو يوسياسي سړے ؤ او لکه تۀ چې نن څنګه وائې، داسې هغۀ هم ګڼله چې ما هم څوک لرې کولے نۀ شي. نو هغۀ د مقابلې کولو فېصله وکړه او پۀ ډاګه سياسي مېدان ته راغلو او د دغه قوتونو پۀ مخالفت کښې راووت نو چې پۀ سياست ئې د هغۀ مقابله نۀ شوه کولې نو د لاهور پۀ ښار کښې ئې پۀ چاړۀ حلال کړو او پۀ وينو کښې لت پت ئې مونږ له راولېږلو( دې عبرت ترې نه اخلئ). نو ما چې ستا دا خبرې واورېدې او د ارادو نه دې خبر شوم نو زما دا هم واوره چې تۀ به هم لاړکانې ته پۀ خپلو پښو نۀ ځې، جنازه به دې وړې شي . بهټوصاحب ډېر پۀ رعب کښې ما ته ووې چې ستا ترۀ ډاکټر خان صاحب ډېر ساده سړے ؤ. زۀ د اسې نۀ يم. تۀ تسله ساتله، زۀ به درله دا برابر کړم. سکندرخان ارباب ډېره وروستو ما ته خبره کوله چې کله پۀ بهټو صاحب د رضا قصوري سندهے وکيل يو ورځې پېښور ته راغلے ؤ . ارباب صاحب وې چې دغه وکيل ما سره د بار کونسل ممبر ؤ نو دے ما چايو څښلو له کور ته راوستلو. د بهټو صاحب د مقدمې خبرې ئې کولې، ناګهانه ئې ما ته مخ کړو وئيل چې ارباب صاحب! يوه عجيبه خبره به درته وکړم. د مقدمې پۀ سلسله کښې زۀ يوه ورځ د بهټو صاحب ملاقات له ورغلم نو بهټو صاحب ډېر مړاوے او خفه ناست ؤ. ما وې خېر خو دے نن خو ډېر مشوش او بې چروته يې؟ وې بهټو راته پۀ جواب کښې عجيبه خبره وکړه وې چې خفه نۀ يم خو چې نن سحر راپاڅېدلے يم نو د ولي خان هغه خبره مې پۀ دې غوږونو کښې کړنګېږې چې هغۀ راته وئيلي وو چې تۀ به خپل کلي لاړکانې ته پۀ خپلو پښو نۀ ځې بلکې جنازه به دې وړې شي. نو دې وکيل وې چې ما ته ئې مخ کړو، وئيل داسې خو نۀ ده چې دا حراميان به ما پهانسي کړي. وکيل وې، ما ورته تسله ورکړه چې پۀ مقدمه کښې دي څۀ چې تا به دوي پهانسي کوي خو ارباب صاحب وې چې دې وکيل زما نه پوښتنه وکړه نو ما ورته ووئيل هو! بهټو رښتيا وائي، دا خبره ورته ولي خان زما او د حيات شېرپاؤ پۀ موجودګۍ کښې کړې وه.