February 1973
انګرېزي مجلې ‘هېرالډ’ سره د
فخرِ افغان، خان عبدالغفار خان، باچاخان د شوې مرکې ژباړه
پوښتنه: تاسو پۀ دې عمر کښې هم پۀ سياست کښې ډېر فعاله پۀ نظر راځئ؛ د دې څۀ وجه ده؟
ځواب: زۀ سياست کښې نۀ ملوث کېږم، زۀ سياستمدار نۀ يم، زۀ صرف د خپلو خلقو خدمت کوم خو ولې زۀ پۀ دې خبر يم چې زما د قوم او خلقو سره څۀ کېږي؟ زۀ د خپلو خلقو خدمت کوم او دغه زما د فعال کېدو وجه ده.
پوښتنه: ستاسو د خدائي خدمتګارتحريک پۀ شا کومه فلسفه ده؟
ځواب: دا بنيادي طور يو سماجي تحريک ؤ نۀ چې سياسي. د دې مقصد د پښتنو د ټولنې اصلاح کول وو او پۀ دې خلقو کښې شعور بېدارول وو کوم چې نۀ تعليم يافته وو او نۀ د زراعت او تجارت سره بلد وو. دوي به د يو بل سره جګړې کولې او يو بل به ئې وژل ځکه مونږ د پښتنو د ټولنې د اصلاح د پاره ملا وتړله خو انګرېزانو زمونږ خلاف د طاقت استعمال وکړو او دا اصلاحي او سماجي تحريک ئې پۀ سياسي تحريک کښې بدل کړو.
پوښتنه: ايا دا تحريک د برطانوي سامراج خلاف نۀ ؤ؟
ځواب: ما تاسو ته ووئيل چې انګرېزانو پۀ خپله دا تحريک د نو ابادياتو خلاف پۀ تحريک کښې بدل کړو. يو ځل زۀ چيف کمشنر راوغوښتلم او را ته ئې ووئيل چې دا کار ولې کوې؟ ما ورته ووئيل چې حکومت هغه کار ونۀ کړو کوم چې ما کول غوښتل ما ورته ووئيل کۀ تاسو څه نۀ کوئ نو مونږ به څۀ نۀ کوو؟ دوي زمونږ خلاف انتهائي جارحانه قدمونه واخستل د کومې چې مخکښې چا سوچ هم نۀ ؤ کړے. د وي زمونږ زرګونه خلق پۀ جېلونو کښې واچول، دوي به د بهارت نه زمونږ صوبې ته د راتلو د پاره هېچا ته اجازت نۀ ورکولو او نۀ مونږ ته د ازاد ګرځيدو ازادي وه. دوي زۀ د ګجرات جېل کښې بند کړم هلته به زمونږ کارکنان راتلل او دانګرېزانو سره د جنګ جګړې د پاره به ئې مشوره کوله. مونږ پۀ مسلم ليګ کښې نۀ وو. او پۀ دغه وخت کښې پۀ صوبه سرحد کښې د مسلم ليګ هېڅ وجود نۀ ؤ. نو ما خپلو ملګرو ته ووئيل چې هغه مسلمانان دي. نو تاسو لاړ شئ او د انګرېزانو خلاف د مسلم ليګ نه مرسته وغواړئ. هغوي لاهور، پينډۍ او د ملک نورو حصو ته هم لاړل او د مسلم ليګ د ليډرانو سره ئې ملاقات وکړو. او دوه ماشتې پس ما پسې ګجرات ته راغلل او ما ته ئې ووئيل چې مسلم ليګ د هندوانو سره د جنګ د پاره انګرېزانو جوړ کړے دے ځکه دا پارټي د انګرېزانو خلاف جنګ کښې ستاسو هېڅ مرسته نۀ شي کولې. دغه وخت کښې مونږ “خلافت تحريک” کښې شامل شوي وو. ما بيا خپلو ملګرو ته ووئيل چې مونږ د انګرېزانو نه د وطن پۀ ازادۍ کښې ستاسو سره تعاون او مرسته کولو ته تيار يو. زما ملګرو زما نکته نظر هم معلوم کړو. ما ورته ووئيل چې تاسو يو جرګه جوړه کړئ او پۀ هغې کښې پۀ دې مسئلې باندې مشوره وکړئ. جرګې فېصله وکړه چې د انګرېزانو نه د ازادۍ اخستلو د پاره د کانګرس سره تعاون وکړئ. بيا مونږ د مشترکه دښمن سره د جنګ د پاره د کانګرس سره اتحاد جوړکړو. کله چې ګاندهي ” ګول مېزکانفرنس” ته شرکت د پاره لندن ته تلو نو هغه مونږ شمله ته راوغوښتلو او مونږه سره ئې هم صلاح و مشوره وکړه. پۀ شمله کښې ئې يو پروګرام ته را وغوښتلو چې پۀ هغې کښې فېروزخان نون هم شامل ؤ. هغه چې زۀ وليدم نو هغه پۀ ما باندې د هندوانو سره د اشتراک الزام ولګولو او وې وئيل چې پښتنو د هندوانو حمايت وکړو او دا به مسلمانانو له د هغوي حقوق کله هم ورنۀ کړي ما هغه ته ووئيل چې مونږه د کانګرس طرف ته مسلم ليګ ديکه کړي يو او کۀ چرته “پنجاب” زمونږ يو ځاے د انګرېزانو خلاف جنګ ته تيار وي نو زۀ د کانګرس نه استعفٰي ورکولو ته تيار يم. هغه زما پۀ دې تجويز باندې ووئيل چې مونږ به پۀ دې سوچ وکړو بيا به تاسو ته خبر درکړو. بيا چې کله پينځلس کاله پس پۀ بهار صوبه کښې هغه سره ليدل وشو او ما ترې تپوس وکړو نو غلے شو او روان شو.
پوښتنه: ايا تا پۀ باقاعده توګه پۀ کانګرس کښې شموليت اختيار کړے ؤ؟
ځواب: مونږ خدائي خدمتګارو د برطانيې نه د مشترکه خلاصي د پاره مونږ د کانګرس سره تعاون کړے ؤ.
پوښتنه: تاسو د عدم تشدد فلسفې پرچار کوئ عدم تشدد تاسو ته ستاسو پۀ مقصد حاصلولو کښې څومره او تر کومه حده مدد درکړو؟
ځواب: مونږ خپل مقاصد حاصل کړل. مونږ د خپلو اهدافو قابل شو، مونږ د برطانيې د غلامۍ نه خلاص شو خو د ازادۍ نه پس مسلم ليګ هرڅۀ تباه کړل.
پوښتنه: ستاسو ټوله زندګي د جدوجهد نه ډکه ده تاسو اول د برطانيې د نوادبادياتو خلاف جنګ وکړو او د ازادۍ نه پس مو د هر حکومت خلاف جدوجهد جاري وساتلو تاسو د دې دومره جدوجهد نه پس څۀ حاصل کړل؟
ځواب: مونږ څۀ او څنګه حاصل کړو؟ پښتنو د انګرېزانو خلاف جنګ وکړو، پنجاب او سندهـ د ازادۍ جنګ نۀ دے کړے.
کله چې “ماونټ بېټن” بهارت ته راغلو نو د صوبه سرحد ګورنر “کېرو” هغه ته ووئيل چې د بهارت لس کروړه مسلمانانو کښې صرف پښتنو د برطانيې خلاف جنګ کړے دے لهذا دوي ته داسې سبق ورکول پۀ کار دي چې د دوي راتلونکي نسل ئې هم ياد وساتي. انګرېزانو د مسلم ليګ پۀ لاس کښې ډنډا ورکړه او ورته ئې ووئيل چې دا دۀ د پښتنو خلاف استعمال کړئ، هغوي زمونږ د تباه کولو هر ممکن کوشش وکړو يو داسې تحريک کوم چې د خداے د احکاماتو تعميل کولو د پاره پۀ وجود کښې راغلے ؤ هغه ئې تباه کړو، پۀ دې ملک کښې چې څوک د اولس پۀ خلوص خدمت کول غواړي هغوي ته غداران وئيل کېږي، او غدارانو ته وفادارۍ تمغې ورکول کېږي، کومو خلقو چې د انګرېز خدمت کولو هغه د ازادۍ نه پس زمونږ حکمرانان شول، سرفېروزخان نون او سکندر مرزا د انګرېز ملازمان وو او زمونږ حکمرانان شو. پۀ پاکستان باندې سرمايه دار،جاګيردار، سول او فوځي نوکر شاهي حکومت کوي، دا حکمرانان پۀ 1971 کښې د جناح د پاکستان د ماتولوذمه وار دي. جناح صاحب چې کوم پاکستان جوړ کړے ؤ هغه اوس نشته، موجوده پاکستان د سرمايه دارو،جاګېردارو پاکستان دے، دوي پاکستان تباه کړو. جنرل يحيٰي خان کوم چې يو پښتون ؤ . پۀ 1970 کښې پۀ اول ځل ازادانه انتخابات وکړل، که څۀ هم ئې د صوبائي اسمبليو انتخابات ئې اول وکړل هغه هم غېرجانبداره نۀ وو. حکمرانانو د “دهاندلۍ” هره طريقه وازمائيله. د 1971 انتخاباتو کښې بنګاليانو اکثريت واخستلو او د هغۀ وخت صدر مملکت دا اعلان هم وکړو چې شېخ مجيب الرحمان به د مستقبل وزيراعظم وي. ولې چا هغه ته اقتدار منتقل کړو؟ بهټو د مشرق او مغرب مسئله اوچته کړه ولې حقيقت دا ؤ چې بهټو پۀ دوه صوبو کښې کاميابي اخستي وه او پۀ دوه صوبو کښې مونږ کامياب شوي وو. پۀ هغه وخت کښې يحيٰي ولي خان سره وليدل او ورته ئې ووئيل چې د پنجابيانو او بنګاليانو ترمنځه سمجهوته پکار ده. ولي خان پۀ مشرقي پاکستان د فوځي کارروايۍ نه مخکښې زما نه وپوښتل چې زۀ د شېخ مجيب الرحمان سره ليدۀ غواړم . مجيب الرحمان ودرېدو او پۀ سترګو کښې ئې اوښکې وې ولي خان ئې راغاړې ويستو او ورته ئې ووئيل چې د مجيب الرحمان د تقدير فېصله شوې ده، مجيب الرحمان ووئيل چې يوه شپه مخکښې پينځه جرنيلانو سره صدر ملاقات کړے او ورته ئې وئيلي دي چې پۀ پاکستان کښې به اقتدار هغه ځاے وي چرته چې دې جنرنلانو وئيل چې مونږ به مجيب پۀ درې ورځو کښې “فکس” کوو دغسې دوي د جناح پاکستان تباه کړو.
پوښتنه:- د ازادۍ نه پس د مسلم ليګ سره تاسو څۀ د مفاهمت کوشش کړے دے؟
ځواب:- ما تاسو ته مخکښې هم ووئيل چې انګرېزانو مسلم ليګ له پۀ دې شرط اقتدار ورکړے ؤ، چې هغوي به پښتانۀ “فکس” کوي، برطانيې زمونږ د چکڼي کولو د پاره د دوي پۀ لاس کښې ډنډا ورکړه، تاسو ته د مسلم ليګ نه تپوس کول پکار دي چې زمونږ څۀ قصور دے؟ مونږ پاکستان جوړکړے دے، مونږ د انګرېزسره جنګيدلي يو او د دې علاقې نه مو پۀ ويستلو مجبور کړي دي.
پوښتنه: تاسو د پاکستان د وړومبۍ دستورساز اسمبلۍ رکن وئ ايا تاسو پۀ هغه وخت کښې حکومت ته د تعاون کولو پېشکش کړے ؤ؟
ځواب: هو! زۀ دستور سازې اسمبلۍ رکن وم خو خبره کول غواړم چې کله پاکستان جوړ شو نو 15 زره خدائي خدمتګار پۀ جېل کښې وو. پۀ مونږه قسم قسم بهتانونه ولګول شو، اخبارونو هم دغه کار وکړو. اخبارونو زما باره کښې کله هم “رښتيا” نه دي شائع کړي، عن تر دې ورځې زۀ يو څۀ وايم او دوي بل څۀ شائع کوي، د ازادۍ پۀ وخت کښې زمونږ پارټي پۀ صوبه کښې برسراقتدار وه ليکن دوي زمونږ سره څۀ وکړل؟ دوي زمونږ 15000 کارکنان ګرفتار کړل او د هريپور جېل ئې پرې ډک کړو. دوي زمونږ سره د انګرېزانو نه هم سېوا ظلم او سلوک وکړو.
پوښتنه: وډرن پۀ خپل کتاب ” هغه سړے چا چې پۀ انډيا حکمراني کړې” کښې د ازادۍ نه مخکښې د يو واقعې ذکر کړے دے . هغه وخت سکندرمرزا د پېښور اسسټنټ کمشنر ؤ د خدائي خدمتګارو د جلوس منتشرکولو د پاره پۀ اوبو کښې جمال کوټه اچولې وه او پۀ خلقو د څښلو حکم ئې کړے ؤ ايا رښتيا داسې شوي وو؟
ځواب: دا يوه واقعه نۀ ده. پۀ پېښور کښې پۀ هغه وخت کښې چې د سرکاري دفترونو وړاندې زمونږ خدائي خدمتګارو مظاهره کوله نو د انګرېز ډپټي کمشنر به صرف د مظاهرينو د منتشر کولو احکامات جاري کول او هغه به پۀ ذاتي توګه د وهلو ټکولو د پاره مخامخ نه راتلو ليکن يوځل سکندر مرزا يوځل پۀ لاس کښې ډنډا راوړې وه او پۀ مظاهره کښې ئې يو تن داسې ووهلو چې هغه مړ شو. د سکندر مرزا نه علاوه يو انګرېزافسر زمونږ سره داسې سلوک نۀ ؤ کړے . کوم سړے چې ځان ته مسلمان وائي هغه پۀ خپل لاس يو داسې سړے مړ کړو چا چې د انګرېزد راج پۀ ضد مظاهره کوله. او دغه سړے “سکندرمرزا” بيا د پاکستان صدر شو. د برټش انډيا يو اسسټنټ کمشنر چا چې بې حده د ازادۍ سره د انګرېز خدمت کړے او د ازادۍ د تحريکونه ئې چقول هغۀ د ازاد پاکستان صدر جوړ شو، د دې سيوا تکليف ده خبره کېدلے شي؟ زۀ ئې د پنجاب پۀ يو جېل کښې د تنهايۍ پۀ قېد کښې وساتلم. يو ډاکټر چې ډېر ښۀ انسان ؤ روزانه به ئې زما سره يو ګړۍ دوه ګپې کولې، يو ورځ چې ما پۀ اخبار کښې وکتل چې “سکندر مرزا” صدر جوړ شو نو ما ډاکټر ته مبارکي ورکړه چې د انګرېزيو اسسټنټ کمشنر ستاسو “اميرالمومنين” جوړشو . ډاکټر مسکے شو وئيل ئې چې څنګه مومن هم دغسې ئې اميرالمومين.
پوښتنه: اوس چې يو منتخب اسمبلي پۀ وجود کښې راغله او وئيل کېږي چې پۀ ملک کښې جمهوري عمل شروع شو نو تاسو د دې موجوده سياسي حالاتو پۀ حواله څۀ نظرلرئ؟
ځواب: زۀ ستاسو نه خبره پوښتل غواړم. بهارت هم زمونږ سره يو شان ازادي اخستلې ده. ولې هلته يوه ورځ مارشلاء نافذ شوې؟ ولې دلته پاکستان کښې پۀ اتۀ دېرش کالوکښې څلورويشت کاله مونږ فوځي راج وليدو. د مسلم ليګ د سويلين حکومت دور د فوځي حکومت نه هم خراب ؤ ما دوي ته څوڅو ځل ووئيل چې زمونږ سره مرسته وکړئ خو مسلم ليګ هېڅ توجو را نۀ کړه.
پوښتنه: موجوده صورتحال باندې تاسو څۀ رايې لرئ؟
ځواب: تاسو ته معلومه ده چې پۀ اګست 1983 کښې پۀ پېښور کښې د اېم آر ډي د اجلاس نه پس سندهي، بلوڅ او پښتون ليډر شپ يوځاے کښېناستل او دا فېصله ئې وکړه چې د وړو صوبو د حق اخستلو د پاره يو اتحاد جوړ کړئ. حقيقت دا دے چې پۀ هغۀ وخت کښې د سندهي،بلوڅ، پښتون اتحاد جوړولو فېصله وشوه ليکن پۀ هغۀ وخت کښې مونږ د فېډريشن يا کنفېډريشن پۀ باره کښې هېڅ فېصله ونۀ کړه ولې چې زمونږ ډېر لېډران د ملک نه بهر وو. مونږ فکر وکړو چې کله دا خلق راشي نو بيا به کښېنو پۀ شريکه او د خپل مستقبل فېصله به وکړو. ولې مونږ خپل يو اخبار نۀ ؤ ځکه د دې فېصلې خبر شائع نۀ شو، هېچاته د دې باره کښې معلومه نۀ شوه، يوکال مخکښې زۀ خلقو ميانوالي ته وغوښتلم پۀ دغه علاقه کښې پښتانۀ او پنجابيان اباد دي. نزدې ورځو کښې د دې کونسل دا قرارداد پاس کړو چې دا دۀ صوبه سرحد حصه ده او واپس پۀ دې کښې شامليدل غواړي. خو چې کله زۀ د ميانوالۍ سرحد ته ورسېدم نو يو ډپټي کمشنر پوليس او د پوليسو يو لوے لښکر هلته موجود وو نو هغوي ما ته حکم وکړو چې تۀ واپس لاړ شه، ما ورته ووئيل چې تاسو حکومت رالېږلي يئ او زۀ خداے رالېږلے يم. زۀ خدائي خدمتګار يم نو اوس زۀ د خداے و منم کۀ د حکومت؟ زما پۀ انکار دوي زۀ پۀ زوره چارسدې ته راوستم، پۀ حالاتو کښې هېڅ څۀ بهتري رانغله دوي همېشه زما خلاف دا پروپېګنډه وکړه چې هندو دے د پاکستان خلاف دے حالانکې پاکستان مونږ جوړ کړے او غداران هم پۀ کښې مونږ شو.
پوښتنه: پۀ نزدې وختونو کښې پۀ لندن کښې سندهي، بلوڅ، پښتون “فرنټ” پۀ باره کښې ستاسو څۀ موقف دے؟
ځواب: ما چې څنګه تاسو ته ووئيل مونږ داسې يو اتحاد درې کاله مخکښې جوړ کړے ؤ. د فرنټ د ليډرانو سره مونږ نۀ يو ناست البته رابطه ورسره کول غواړو.
پوښتنه: تاسو څۀ نظرلرئ چې وړې صوبې صرف کنفيډرل ډهانچه کښې خپل حقوق اخستے شي؟
ځواب: مونږ پۀ “فرنټ” کښې شموليت نۀ دے اختيار کړے، زمونږ پۀ هر قسمه تګ وحرکت پابندي ده. مونږ يوې صوبې نه بلې صوبې ته نۀ شو تللے، لهذا مونږ د وړو صوبو ليډرانو سره مشترکه پروګرام تيار نۀ کړے شو، چې څنګه حالات بدل شي مونږ بۀ يوځاے کښېنو او د خپل مستقبل فېصله به کوو.
پوښتنه: د افغان انقلاب باره کښې تاسو څۀ رايې لرئ؟ پۀ سيمه باندې ئې اثرات کيدلے شي؟
ځواب: څنګه انقلاب؟ انقلاب د يو قوم د پاره خوشحالۍ راوړي ليکن د افسوس خبره دا ده چې افغانستان ئې تباه کړو. افغانستان د پاکستان به يو داسې جنګ کښې ګېر شو چې دا جنګ د دوي خپل نۀ دے. دا د روس او امريکې جنګ دے. امريکه او روس زمونږ پۀ خاوره د خپلو نظرياتو جنګ کوي او پاکستان او افغانستان د دې جنګ حصه دار شو. مونږ (پاکستان) پۀ حقيقت کښې د امريکې جنګ کوو تاسو د روس د نائب خارجه وزير بيان کتلے دے؟ د امريکې د مفاداتو د پاره زمونږ ملک ئې د تباهۍ پۀ لور روان کړو.
پوښتنه: تاسو ته کابل کښې هم ډېر احترام لري تاسو د دواړو ملکونو ترمنځه پۀ تعلقاتو کښې څۀ کردار ادا کولے شئ؟
ځواب: پۀ دې ملک کښې زما څوک اوري؟ پۀ پنجاب کښې خلقو ته وئيل کېږي چې زۀ هندو يم او غداريم پۀ دې جنګ کښې پاکستان هېڅ نۀ شي کولے دوي صرف هغه څۀ کولے شي کوم څۀ چې ورته امريکه وائي.
پوښتنه: تاسو د مجوزه کالاباغ ډيم خلاف د سرحد خلق متحرک کړل، تاسو د دې ډيم ولې مخالف يئ او د دې به د سرحد پۀ خلقو څۀ اثرات کېږي؟
ځواب: دا زمونږ د صوبې د تباه کولو سازش دے. درياے سندهـ زمونږ پۀ صوبه کښې بهيږي او د دې پۀ دواړو غاړو پښتانۀ اوسېږي، دا اوبۀ زمونږ د صوبې د پاره ډېر اهميت لري . پنجاب خپل زراعت د پاره زمونږ اوبۀ قبضه کول غواړي. ډيم زمونږ پۀ صوبه ډېر بد اثر کولے شي د نوښار او پېښور يو ډېره غټه علاقه ضايع کېدلے شي او د مردان زمکه به هم د “سيم” سره مخ کېږي. پنجاب پۀ حقيقت کښې د سندهـ طاس معاهدې پۀ ترڅ کښې خپل دريابونه پۀ بهارت باندې خرڅ کړل. او اوس د خپلو للمو زمکو اوبۀ کولو د پاره ئې زمونږ اوبۀ پکار دي. د دې ډېم نه پېدا کېدونکې بجلي به هم پنجاب استعمالوي، مونږ دا وخت 3200 ميګاواټ بجلي پېدا کوو. او د دې نه صرف 300 ميګاواټ بجلي سرحد صوبه استعمالوي او نوره بقايه بجلي پنجاب استعمالوي. درياے سندهـ او کابل او داسې نورې اوبۀ زمونږ پۀ صوبه کښې بهېږي خو ولې زمونږ د صوبې زرعي زمکو د پاره به ډېر مشکله اوبۀ مېلاوېږي. کله چې چشمه کينال جوړه شوه . نو زمونږ مطالبه دا وه چې د ډېره اسماعيل د للمو زمکو د پاره مونږ ته لس زره کيوسکس اوبۀ پکار دي خو ولې مونږ ته صرف 2500 کيوسکس اوبۀ راکول کېږي کۀ چرته ډېره اسماعيل خان تۀ پۀ مناسب مقدار سره اوبۀ ورکړل شي نو ټول ملک د غلې ضرورت پوره کولے شي. دوي وائي چې د پنجاب د اوبو او بجلۍ د پوره کولود پاره کالاباغ ډيم پۀ ځاے پۀ تربېلا باندې د بجلۍ مشين پلانټ ولګوئ. چې زمونږ د مردان ، پبو او صوابۍ زرخېزه زمکې د تباهۍ نه بچ شي. دوي بهاشا ډېم ولې نۀ جوړوي؟ کوم چې ښۀ مناسب ځاے دے او پۀ ماحول باندې ئې هم کم اثر وي. خو چې مونږ دا خبره کوو نو پۀ مونږ باندې د غدار او ملک دښمنه الزام لګوي، مونږ د يوې علاقې د ترۍ خلاف نۀ يو خو مونږ د دې خبرې هېڅ کله اجازت نۀ شو ورکولے چې دا کار دې د پښتنو سر پۀ قيمت وشي .
پوښتنه: تاسو ډېر د کوم سياسي ليډر نه متاثر يئ؟
ځواب: زۀ د ګاندهي جي نه متاثره يم ځکه چې هغه هم پۀ عدم تشدد يقين لرلو.
پوښتنه: ستاسو کله د قائداعظم سره ملاقات شوے؟
ځواب: او زما د جناح سره ملاقات شوے دے کله چې زۀ دستورساز اسمبلۍ رکن وم نو جناح صاحب زۀ د ماښام ډوډۍ له غوښتلے وم، پۀ دغه دعوت کښې زۀ يواځې خدائي خدمتګار وم نور ټول مسلم ليګيان وو. د ډوډۍ نه پس چې زۀ روانېدم نو جناح صاحب ايسار کړم. د مېلمنو د رخصتۍ نه پس جناح صاحب زۀ خپل کور ته بوتلم، د خبرو اترو پۀ دوران کښې ما هغه ته ووئيل چې زۀ بنيادي طور سماجي کارکن يم او د سياست سره مې هېڅ واسطه نشته دے؛ دا خو انګرېزان وو چا چې يو سماجي تحريک پۀ سياسي تحريک باندې بدل کړو او ما هغۀ ته دا ووئيل چې زۀ خپل سماجي خدمت جاري ساتل غواړم، جناح صاحب چې دا واورېدل نو ډېر خوشحاله شو او ما ته ئې ووئيل چې پۀ دې سلسله کښې کۀ زما د تعاون ضرورت وي نو زۀ هغه ته تيار يم. ما هغه ته ووئيل چې ما ته د هېڅ قسم مادي تعاون ضرورت نشته صرف ستاسو د اعتماد ضرورت دے. هغۀ ووئيل چې ما د دوه لاکهه د لاس د کنډلومشينونو هدايات ورکړي دي، هغه پۀ پېښورکښې زمونږ “مرکز” ته د راتلو وعده هم وکړه. لکه څنګه چې تاسو ته پته ده چې پۀ هغه وخت کښې زمونږ د صوبې اعلٰي افسران انګرېزان وو کوم چې زمونږ د سر دښمنان وو او بل هلته د قيوم خان غوندې مسلم ليګي هم ؤ .دوي ټولو پۀ شريکه باندې سازش وکړو . دوي زۀ او جناح صاحب يوځاے کېدو ته نۀ پرېښودو، انګرېزافسران حکومت ته مشوره ورکړه چې مونږ ئې بهروسه اواعتماد ونۀ کړو او زمونږ تحريک ئې وچقوو.
پوښتنه: ستاسو زوے ولي خان ستاسو مشن مخ پۀ وړاندې بوځي؟
ځواب: زۀ بنيادي طور يو سياستمدار نۀ سماجي کارکن يم، ولي خان سياستمدار دے؛ زۀ خدائي خدمتګار يم او د عوامو خدمت کول غواړم. زۀ خپل پنجابي وروڼو ته وايم چې زۀ ستاسو د خدمت کولو هم خواهشمند يم، زۀ همېشه خپلو خلقو ته وايم چې زۀ نۀ سياستمدار يم او نۀ “بابا”.
پوښتنه: تاسو پۀ کلي بانډو او خصوصاً پۀ غريبو زميدارو کښې ډېر مقبول يئ، دوي وائي چې ستاسو د وجې اوس دوي زمکې اخستلے شي او ملکيت ئې هم لرلے شي تاسو دوي ته دا حق څنګه ګټلے دے؟
ځواب: د برطانيې پۀ دور حکومت کښې دا قانون چې صرف زميدارو او څۀ اعلٰي او مالدارو خلقو به زمکې اخستلے شوې او خپل ملکيت ئې لرلے شو، او غريبو خلقو د ټيټې درجې خلقو لکه ترکاڼ، جولا، نائي، چميار به قانوناً جائيداد نۀ شو اخستلے پۀ دوي پابندي وه، دې خلقو به خپل بچت د کلي نمبرداروسره جمع کولو او کۀ دوي به زمکه اخستله نو دنمبردار پۀ نوم به ئې اخستله، مونږ د ټيټې طبقې خلقو ته د ملکيت د حق د پاره جدوجهد وکړو او کله چې زمونږ پۀ صوبه کښې اقتدار راغلو نو مونږ دا حق دوي ته ورکړو. مونږ د معاشرې نه طبقاتي امتيازاتو ختمولو د پاره کوشش وکړو د ډېرو خدائي خدمتګارو ليډرانو تعلق د ټيټې طبقې سره ؤ. زمونږ د تحريک سالار زمونږ د کلي نائي ؤ. زۀ تاسو ته يو واقعه بيانول غواړم، مونږ د خان بهادرعلي قلي خان پۀ کلي کرک ضلع کوهاټ کښې يوه غونډه وه “دا د يوسف خټک او اسلم خټک پلار ؤ” د غونډې صدارت د کلي نائي کولو، پۀ دې کلي کښې داسې روايت وو چې کله به خان بهادرعلي قلي خان اختر له کړک ته راتلو نو نائي به اختراماً د هغۀ خوا له نۀ تلو، خان بهادرعلي قلي خان چې خبر شو نو هغه نائي راوغوښتلو او تپوس ئې ترې وکړو چې تۀ پۀ دې اختر ولې سلام له را نغلې، هغه ورته وې چې زۀ اوس د کلي صدر يم نو تاسو به اوس زما سلام له راځئ او زۀ به دوه روپۍ درکوم. مونږ پۀ معاشره کښې خلقو ته عزت او وقار ورکړو او يو شان حقوق مو ورکړل.