د امو دریا او هرات ختیځ نه د سرو وينو رود د څو پېړيو نه روان دے چې د ‘لویې لوبې’ (ګرېټ ګېم) نامه ورکړې شوې ده. د روس او برطانيې پۀ رسه کشۍ کښې د پښتنو بې درېغه وينه وبهیولې شوه او بيا د کميونسټو او سرمايه دارو پۀ جنګ کښې پۀ لکهونو خلق ووژل شول. دې وروستو اسلامي انقلابيانو او د مهذبې دنيا علمبردارو څۀ د غصب بمباري او ورسره ورسره خودکش حملې کوونکو د هر چا د وژلو کوششونه وکړل او پۀ دغه خون رېزۍ کښې د ډېورنډ د سپېرې کرښې دواړو غاړو ته پښتون افغان اولس پۀ نخښه شو.
صاحب شاه صاحب دا ټول منظر دې شعر کښې رانغښتے دے:
وخته! دلته چې قدم ږدې نو پۀ خيال ږده!
د دې خاورې کاڼي بوټي د شهيدان دي
پۀ پېښور پوهنتون کښې د ‘پاک افغان امن کانفرنس’ انعقاد او پۀ هغې کښې پۀ ګڼ شمېر کښې د خلقو ګډون دا يوه خبره خو واضحه کړه چې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته پښتون افغان اولس د نورې خونريزۍ پۀ حق کښې نۀ دي. د پاکستان او افغانستان د تعلقاتو د اړي ګړي قيصه اوږده ده چې سر ئې د سردار داود خان او ذوالفقار علي بهټو د دور سوړ جنګ نه د ډیورنډ معاهدې لاسلیک ته رسي. هر څو کۀ پۀ ډيورنډ کرښه د دواړو ملکونو تر منځه کله هم جوړه نۀ ده راغلې، پۀ افغانستان کښې د لوے پښتونستان معامله د دې دواړو پۀ دور کښې پۀ منظر عام راغلې ده او دې سره پاکستان څو مليانو ته د اوږې ورکولو قسم کړے ؤ.
د ډيورنډ کرښې دواړه اړخ ته پښتانۀ افغانان د زرګونو کالو نه پۀ يو وطن کښې اوسېدل. بيا پۀ 1893ز کښې يوه معاهده کېږي او دغه شان د انساني اصولو پۀ بنياد د وطن او د هغې اوسېدونکي تقسيمېږي. اګرچې د پښتنو تهذيب، کلتور، ژبه، خوشحالي او خفګان يو شان دي؛ ځکه د هندوستان د تقسيم نه وړاندې هم پښتانۀ دانشوران د پښتو ژبې پۀ سکرپټ کښې د جدت راوستو د پاره يو ځاے کېدل او دا سلسله تر اوسه جاري ده ـــ کۀ حالات هر څنګه وي خو د پښتو ژبې د ودې او ترقۍ د پاره د دواړو غاړو دانشورانو د ‘نو کمپرومائز’ فارموله ده. بهر حال د دې ‘امن کانفرنس’ قسم کانفرنسونو افاديت يوه جدا موضوع ده.
پۀ نزدو ورځو کښې د پېښور پوهنتون د وفد افغانستان ته دوره تر پاې ورسېده. هر څو کۀ د دې دورې څۀ کوټلې لاس ته راوړنه مخې ته رانۀ غله، بيا هم د اميد یوې وړانګې څرک وواۀ. اوس خو چونکې د امريکائي پوځ د تلو شوشه هم والوته نو زمونږ د پاليسۍ سازانو ته هم دا احساس وشو چې لۀ دې وروستو به د څۀ ‘امر’ کېږي؟ نو ځکه مجبور دي چې د امن پۀ کاوشونو کښې خپله ونډه واچوي ــــ اوس سعودي عرب سره نورو عرب ملکونو ته د سويلين فورس ضرورت پاتې نۀ دے نو پۀ جنګونو کښې د زېږېدلو جنګياليو غټه مسئله د امن پۀ ورځو کښې پۀ امن اوسېدل وي او د ‘داعش’ پۀ نوم د جوړ شوي تنظيم قابو کول به صرف د پاکستاني ادارو د وس خبره نۀ وي او ځکه د پائيداره امن د پاره ماسکو، اسلام اباد، بيجنګ، ډیلي او کابل سره د نورو طاقتونو کښېناستل ناګزير شوي دي.
پۀ پېښور پوهنتون کښې د افغانستان او د نورو ملکونو پۀ حواله خبره مشکل نۀ ناممکن تصور کېده. د انتظاميې لۀ خوا اجازت نامه کله هم نۀ ورکړې کېده، ځکه چې دا بابوګان هم د يو غټ بابو ماتحت وي. دا بېېله خبره ده چې زمونږ خپلو خلقو پۀ دغه پوهنتون کښې د يو تنګ نظره ډلې يا جماعت پۀ مدد سره د تفريح ټولې ذريعې بندې کړې وې. د دغه پوهنتون جنګ پرسته او کتاب دښمنه عناصرو د ملاله ايسپزۍ کتاب د مخ کتنې دستوره کولو ته نۀ وه پرېښې، حالانکې ملاله اوس پۀ ټولې دنيا کښې د پاکستان او د پښتون قام نمائنده ده.
بهر حال اوس دواړه طرف ته استاذان ، دانشوران او محققين يو ځل بيا پۀ يو صفحه د راوستلو او د لرې والي ختمولو هڅه کېږي.
دا امن کانفرنس د ‘باچا خان ايجوکېشنل ټرسټ’ او د څو غېر سرکاري ادارو پۀ کوششونو ممکن شو. د باچا خان د عدم تشدد رڼا پۀ طوفانونو کښې هم څو امن خوښي مړۀ کولو ته نۀ ورکوي چې ځاے پۀ ځاے د مکالمې د پاره سټېج جوړوي. پۀ دې کانفرنس کښې ‘سرحد پار’ امن خوښو دوستانو هم ګډون وکړو او د ‘سرحد پال’ جنګ خوښو نظر پرې هم ښخ ؤ.
پېښور هغه بدقسمته ښار دے چې د افغانستان د بربادۍ منصوبې د دې ښار محفوظو ګوټونو کښې جوړې شوې دي. د افغان جنګیالو د ‘اووۀ ډلو شوريٰ’ چې د امريکې وسلې او عربو د ريالونو پۀ مدد د هغه وخت د ملحد روس سره جنګېدل چې اوس ئې علاقائي دوستان او خېښان جوړېدونکي دي؛ وروستو د طالبانو او القاعده بنياد تر ډېره حده دلته کېښودے شوے ؤ. اګر چې عوامي نېشنل پارټۍ او ځینو قام پرستو ډلو د دې جنګ مخالفت پۀ ځاے کړے ؤ چې د دوو هاتيانو پۀ جګړه کښې مونږ له منځ ته ورتلل نۀ دي پکار، څلويښت کاله پس زمونږ د مشرانو خبرې ته د ملک ‘اصلي بادارانو’ بیاناً سمه ووئیل او مونږ توقع لرو چې عملاً هم ورته ووائي.
د پېښور د تباهۍ او اولس د دې ښار نه د عوامي رایې د بدلولو د پاره د تعليمي مدرسو، پوهنتونونو پۀ مرسته عالمي لوبغاړي پۀ هر حال کښې د امن د راوستو پۀ خاطر منډې وهي چې پۀ هر لحاظ اعلٰي ترين کوششونه دي. پۀ تېرو څلورو لسېزو کښې د افغانستان معیشت، ثقافت او د ژوند هر رنګ او خوشبو ګاونډيانو او بېن الاقوامي قوتونو تس نس کړي دي. پۀ ژوند کښې د مخکښې تلو نوم مکالمه ده او يو تريخ تاريخ مونږ هېرولے نۀ شو، بلکې د هغې نه مونږ ته سبق زده کول پکار دي.
کله چې سرتاج عزيز پۀ فارن اېفئیرز کښې د نوازشريف مشير ؤ، پۀ هغه ورځو کښې د افغانستان او پاکستان کلیز تجارت شاوخوا پینځۀ بیلیونه ډالره ؤ. د ملک د داخله او خارجه پالیسیو د ‘غېر پارلېماني’ قوتونو د غلطو پاليسيو پۀ وجه اوس دغه تجارت صرف يو څو میلیونه ځکه پاتې شو چې څو ځله د طورخم او سپين بولدک سره ټولې لارې بندې کړې شوې.
پۀ فرورۍ 2018ز کښې ما پۀ کابل کښې د يو صحافي ملګري نه پوښتنه کړې وه چې د تړلو لۀ وجې تاسو د کوم قسمه ستونزو سره مخ شئ نو هغۀ وئيل چې پۀ اول کښې د لارو د تړلو لۀ وجې به د کابل سره پۀ هر ښار کښې د اوړو، سبزۍ، ميوې او هر څيز قيمت سېوا کېدو خو وروستو افغان حکومت د نورو رياستونو سره تجارتي معاهدې وکړې او اوس څۀ قسم ستونزې سره نۀ مخ کېږو، ځکه چې پۀ دغه قيمت مونږ ته د هندوستان، چين او ايران سره د مرکزي اېشياء د رياستونو توکي (پراډکټس) هم ملاوېږي. زوړ افغان سفير عمر زاخېلوال پۀ يو ملاقات کښې وئيلي وو چې تېر کال پۀ فرورۍ کښې چې د پاکستان او افغانستان پوځونو د جګړې وروستو لارې وتړلې شوې نو ما د يو اهم ترين جنرل سره وليدل. هغۀ زما نه سوال وکړو چې کله پۀ افغانستان کښې حمله وشي نو افغان اولس دا د پاکستان سره ولې تړي؟ ځکه چې ستاسو سرحدات خو د نورو هم ډېرو ملکونو سره لګېدلي دي؟
عمر زاخېلوال وائي ما ورته وې چې د دې سوال تپوس خو تاسو پۀ خپله د ځان نه وکړئ چې ولې صرف د پاکستان نوم اخستے کېږي. د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته مېشته اولسونه د وینې، ژبې، کلتور، تاریخ او مذهب شریکې رېښې او رشتې لرې؛ دا رشتې دې د تعلیمي، فرهنګي، کلتوري، تجارتي، دفاعي او نورو معاشي او مصالحتي معاهدو پۀ شکل کښې ولې مضبوطې نۀ کړې شي؟ اوس وخت دے چې کابل او اسلام اباد دواړه د حالاتو د غوښتنې ادراک وکړي، د يو بل د خود مختارۍ او ازادۍ قدر وکړي او د اولس د خوشحالۍ او ترقۍ تګ لارې خپلې کړي.
د صحت او تعليم پۀ ډګر کښې افغانستان سره اشتراک کېدے شي او دواړه ګاونډي هېوادونه ترې ګټې پورته کولې شي. بلها نورې لارې دي چې هغه د تجارت او اقتصاد لړ کښې پۀ کار راوستل امکانات لري خو دې د پاره بنیادي غوښتنه د یو بل د خود مختارۍ احترام او د حقیقي امن خواهش دے. دې د پاره بنیادي غوښتنه د دواړو خواو نه سنجیدګي ده ـــ دا سنجېدګي چې کله هم راغله، د دې سیمې اولسونه به د پُر امنه ژوند ننداره وکړي.
افغانستان کښې د امن د پاره راتلونکي خبرونه ډېر خوش ائند دي خو د امن معاهدو د پاره د ټولو وابسته فریقونو د مذاکرات برخه جوړېدل اولین شرط دے. کۀ څو مشترکه مفادات لرونکي کښیني او وائي چې خپلو کښې مټي کوو خو دا نور نۀ پوښتو نو دا به د افغانانو امن د پاره ورکړې شوې قربانۍ سره نړیوال خیانت وي. دې کانفرنس نه علاوه هم داسې غونډې پکار دي، خبرې ډېرې کېدې شي خو د روښان ايسپزي دا شعر به د ډېورنډ کرښې د دواړو خواو د اولسونو د مطالبې پۀ طور دلته نقل کړم چې:
د زړۀ کابل مې پۀ قلار پرېږده!
چې مې د سترګو پېښور اودۀ شي