جنګ ئې جنوبي پښتونخوا ته راوړو! – اصغر خان اڅکزے

@AsgharAchakzaii

1

د فرروۍ پۀ درېمه نېټه پۀ سبي کښې د عوامي نېشنل ګونند یوې اولسي غونډې ته د صوبائي صدر اصغر خان اڅکزي د اردو تقریر پښتو متن

د ګوند د ملګرو! قافلې د قلعه سېف الله پۀ لور روانې دي،

هلته نن د وطن بچی “ارمان” خاورو ته سپارل کېږي،

لۀ زړونو مو وينې څڅېږي.

د قدرمنو ملګرو، صوبائي کابينې، صوبائي وزيرانو، ضلعي کابينې، د ګوند د جعفر اباد او سبي د ټولو ملګرو پۀ اجازه!

ملګرو! نن هم چې مونږ د خپلو مشرانو (باچاخان او ولي خان) د تلينونو د لمانځلو پۀ غرض دلته يو او بل ته مخاطب يو خو لۀ زړونو مو وينې څڅېږي؛ ځکه چې پۀ نن ورځ به مونږ او تاسو د خپلو مشرانو پر مبارزه او قربانيو او د هغوي د ملګرو پر قربانيو خبره کوله خو نن هم زمونږ د ملګرو قافلې د قلعه سېف الله پۀ لور روانې دي او هلته به د دې وطن د يو بچي، د يو دوست، د يو ځوان او يو پروفېسر ارمان لوڼي مړی خاورو ته سپاري.

باچاخان او ولي خان ته کۀ مونږ لۀ اوسه واخلې تر بله سهاره هم د عقيدت پېروزينې وړاندې کوو نو وخت او الفاظ به راسره خلاص شي خو د هغوي عظمتونه به بيان نۀ کړو ـــ خو يوه خبره مونږ بايد ټول پۀ ياد وساتو، د دې خاورې او دې سيمې د پاره چې د سياست او قربانيو کوم بنياد فخرِ افغان باچاخان او رهبرِ تحريک خان عبدالولي خان ايښی ؤ، نن هم پۀ يويشتمه پېړۍ کښې مونږ د هغه مقصد د تر لاسه کوله د پاره لېواله يو. نن هم زمونږ هغه ارمانونه، هغه هيلې او نن هم زمونږ د تحريک هغه هدفونه پوره شوي نۀ دي د څۀ د پاره چې باچاخان لږ و ډېر پینځۀ دېرش کاله او خان عبدالولي خان لږ و ډېر شل کاله پۀ زندانونو دننه تېر کړل او د څۀ د پاره چې د هغوي ملګرو لۀ جلاوطنيو واخلې تر قېد و بند پورې هر ډول خوارۍ وګاللې او د څۀ د پاره چې د هغوي ملګرو د شهادت جامونه نوش کړل. فرق یواځې دومره راغلی دی چې خلق بدل شوي دي او د واردات طريقې بدلې شوې دي. د پرون لۀ پېرنګي څخه د خپلې خاورې د ازادۍ د کومې مبارزې پېل چې باچاخان کړی ؤ، د نن پۀ مملکتِ خداداد پاکستان چې د جمهوريت او مذهب پر نامه ولاړ دی، نۀ مونږ پکښې د خپلو جمهوري حقونو پۀ حاصلولو کښې بريالي شو او نۀ مو هغه حقونه پکښې حاصل کړل چې مذهب ئې راکوي؛ بلکې زۀ به دا ووايم چې نن هم زمونږ پر خاوره لۀ جمهوريت، مذهب او ارزښتونو څخه لرې ظلمونه روان دي. نن پۀ دې تش پۀ نامه جمهوري دور کښې نور حقونه خو پرېږده، مونږ ته د خپلې خبرې او رايې ازادي هم حاصله نۀ ده.

د پرون پېښه زمونږ پۀ مخکښې ده. يقيناً مونږ به نن ټول د خپل ورور ارمان لوڼي د جنازې پۀ مراسمو کښې شريک وو خو مونږ د باچاخان او ولي خان د تلينونو د لمانځلو پۀ خاطر تېره ورځ سبي ته راغلي يو ـــ خو نن لۀ دې سټېج څخه د سوشل مېډيا لۀ لارې لۀ لورالائي څخه واخلې تر ږوب او قلعه سېف الله پورې د ګوند ټولو کارکنانو او ملګرو ته دا هدايت کېږي چې پۀ ګڼ تعداد کښې دې د ارمان لوڼي پۀ جنازه کښې شرکت وکړي او د سبا هړتال دې کامياب وګرځوي. د ګوند کارکنان او ذمه واران دې د جنازې پۀ انتظامونو کښې پوره برخه واخلي او سبا چې پۀ ټوله صوبه کښې د دې قتل، د دې رياستي ترهګرۍ خلاف کوم هړتال دی، د هغه د کاميابولو د پاره دې خپل ټول وس او صلاحيتونه پۀ کار راوړي. عوامي نېشنل ګوند د سبا د هړتال د مکمل حمايت اعلان کوي.

بله خبره، مونږ داسې اورو چې هغه باچاخان چې ټوله نړۍ ئې د سياست او قربانيو معترفه ده، د دې رياست او ايسټبلشمنټ لاسپوڅي پۀ پېښور کښې د هغه باچاخان پۀ نامه د منسوب انټرنېشنل ائېرپورټ نوم بدلول غواړي، دا نظام داسې نۀ شي چلېدی؛ چې تۀ زما نوم نۀ شې زغملی، زما قرباني نۀ شې زغملې، زما پر خاوره زما نوم نۀ شې زغملی نو تۀ سبا لۀ ما څخه د څۀ شي طمع لرلی شې؟ ايا دا ممکنه ده چې تۀ به زما پر خاوره زما پۀ نامه کوم سړک، کوم هوائي ډګر هم نۀ منې؟ ايا مونږ دا سوال لۀ چا کړی دی چې پۀ لاهور کښې تاسو کوم روډ د چا پۀ نامه نومولی دی؟ پر مونږ دې څوک احسان نۀ اچوي، د دې خاورې د پاره مونږ تر هر چا زيات جدوجهد کړی دی، خلقو پۀ بوټ پالش نوم ګټلی دی او مونږ پر دې خاوره خپلې وينې بهولې دي. کۀ څوک سسټم او نظام پۀ دې توګه چلول غواړي چې مونږ به وژل کېږو بيا به هم خوار يو، زمونږ بچي به در پۀ در وي، وطن به مو وران وي او تۀ به ټول عمر نسل پۀ نسل د بل اېجنټ پاته شوی يې او نن به هم ما ته غدار وايې او کوشش به دي دا وي چې زما خاوره دې ستا پۀ نامه ياده شي؛ نو دا سسټم او دا نظام پۀ دې طريقه نۀ شي چلېدی. مونږ دوي ته وايو چې ساړۀ دې خوري او دا خپل چمچه (عمران خان) دې ور سنبهال کړي. مونږ اورېدلي دي چې د دوي خواهش دی چې د دې حکومت پۀ ذريعه اتلسم ائيني ترميم رول بېک کړي او مونږ اورېدلي دي چې د دوي خواهش دی چې يوه نوې فارموله راوړي چې لۀ لارې ئې مظلوم او محکوم قامونه يو ځل بيا داسې ولوټي چې د اېن ايف سي اېوارډ تر جاري کېدلو مخکښې ئې څنګه لوټل؛ خو يوه خبره پۀ ياد وساتئ! تۀ به ظلم وکړې، تۀ به زور او طاقت لرې، تۀ به مونږ تر خپلو پښو لاندې کول وغواړې خو يوه خبره پۀ ياد وساته چې بنګاليان تر مونږ ډېر پۀ کمزوري حالت کښې وو، لۀ چا سره چې پۀ کښېناستلو به تا شرم محسوسوۀ، پر هغوي چې تا د ظلم غرونه راونړول نو نن د هم هغه بنګال حېثيت تر مونږ انتهائي ښۀ دی. او دا نن چې تۀ پښتون پۀ کومه طريقه ګواښې، هغه پښتون چې پر دې خاوره ئې د پینځو زرو کالو تاريخ دی، مونږ برملا وايو، مونږ پۀ دې فخر کوو چې مونږ اول پښتانۀ يو، لۀ پینځو زرو کالو څخه پښتانۀ يو او لۀ څوارلس سوه کالو څخه مسلمانان يو؛ څوک دې د داسې تاريخ قام نۀ چېلنج کوي؟ تۀ چې نن هم د کوم ميزائل نوم ږدې نو د غوري نوم ورکوې، ولې د يو راجپوت او بټ نوم ورباندې کښېږده! نن هم چې د کوم ميزائل تجربه کوې نو د ابدالي نوم ورباندې ږدې، خو تۀ چې لۀ کوم نسل، کوم قام سره د داسې سلوک سوچ کوې، هغه د ابدالي قام دی، هغه د غوري قام دی، کۀ چېري ستا دا خيال وي چې تۀ به د باچاخان نوم ورک کړې او مونږ ته به د شهيدانو لښکرونه راکوې، مونږ ته پته ده، مونږ ته ستا د يو يو سازش پته ده چې تۀ ئې لۀ کومه ځايه شروع کوې او چېرې به ئې ختموې؛ خو ياد لره! دا اسټېبلشمنټ او د دۀ لاسپوڅي دې دا ياد ولري! پۀ خدای قسم چې پۀ نن ورځ پسې به ارمان کوې. ستا پۀ وهم او خيال کښې به هم نۀ وي، دا قام کۀ پۀ کومه ورځ متحد شو بيا به ئې د چا پلار هم مخ ته و نۀ درېږي او کۀ چېرې د چا دا خيال وي چې مونږ به پۀ حکومت کښې د خپلو څلورو ممبرانو د ناستې لۀ کبله پر هر څۀ سترګې پټې کړو نو دا د هغوي خام خيالي ده. دا شيان زمونږ د پاره هېڅ معنٰي نۀ لري. تۀ هسې هم لۀ لومړۍ ورځې زمونږ خلاف پۀ سازشونو بوخت يې، زمونږ عوامي مېنډېټ تا تر ننه پورې تسليم کړی نۀ دی او زمونږ چې پۀ اوړو کښې د مالګې هومره نمائندګي ده، دا هم لۀ تا څخه نۀ برداشتېږي. مونږ لۀ لومړۍ ورځې دا دسيسې وينو، خو پۀ ياد ولره! تۀ چې زمونږ خلاف د څومره دسيسو مرسته اخلې، مونږ به هغومره پۀ خپل همت کښې جوش او ولوله پېدا کوو او مونږ به هغومره خپل ملګري درته منظم کوو او ستا يوه يوه دسيسه چې تا ته به يې لا هم پته نۀ وي، مونږ به ور رسېږو.

او اوس يوه بله خبره، پۀ دنيا کښې کله هم چا دا نۀ دي ليدلي چې څوک به د چا پاتا (لاسنيوي) ته نۀ پرېښوول کېږي او د چا جنازې ته د تګ اجازت به نۀ ورکول کېږي. دا عجيبه منطق دی! د دې ملک د منتخبې اسمبلۍ نمائندګان نن د ارمان لوڼي جنازې ته راروان دي او تا لارې ورته بندې کړې دي. دا کومه طريقه ده؟ خو پۀ بل طرف مونږ ګورو چې دلته ترهګر د لښکرونو پۀ صورت کښې ګرځي، تا د چا لاس نيولی دی؟ ما ته د خبرې کولو اجازت نشته خو خلقو ته لۀ وسلې سره د ګرځېدلو اجازت دی!!! دا ستاسو پاليسۍ دي چې نن ئې مونږ ډوب کړي يو. تۀ وايې چې بلوڅان د خپلو وسائلو خبره ولي کوي، دا غداران دي، دوی دې د ګوادر خبره نۀ کوي، د سي پېک خبره دې نۀ کوي، د سيندک خبره دې نۀ کوي؛ هلته خو تۀ وايې چې دا ملک زمونږ د ټولو دی خو چې کله مونږ پۀ دې ملک کښې د خپل حق خبره وکړو، د خپلو وسائلو خبره وکړو، بيا مونږ غداران شو!!! مونږ ته وايې چې پۀ سي پېک کښې به مو هېڅ برخه نۀ وي، پر خپلو اوبو او وسائلو به مو هېڅ واک نۀ وي او زمونږ پر وسائلو ماوراء ائين قدم پۀ قدم پۀ زرګونو نۀ پۀ لکهونو نۀ د اربونو روپيو پۀ حساب ټېکس وصولوې. د څۀ شي پۀ نوم؟ کوم تحفظ مونږ ته راکول شوی دی؟ لۀ څلوېښتو څخه تر شپېتۀ اربه روپۍ هره مياشت زمونږ پۀ دې صوبه کښې لۀ مونږه د سيکوريټي پۀ نوم وړل کېږي خو مونږ ټول د عدمِ تحفظ ښکار يو، پۀ مونږ کښې څوک هم محفوظ نشته. خو کۀ سلسله دا پاتې شوه، طريقه کار دا پاتې شو چې زمونږ پر خبره به بندېز وي، زمونږ پر حقونو به بندېز وي، کۀ مونږ خبره وکړه مونږ ته به د چا اېجنټان وئيل کېږي او کۀ مونږ د خپل مړي ښخولو ته هم ځو پۀ لاره کښې به خنډونه راته اچول کېږي نو بيا دې مونږ ته څوک ووائي چې مونږ څۀ وکړو؟ وائي هم چې دا جمهوريت دی او د هر څۀ ازادي ده نو سبا به خدای مۀ کړه داسې ورځ وي چې تۀ به زمونږ پښو ته رالوېږې چې راشئ! لۀ مونږه سره کښېنئ! جمهوريت به وي او د رايې ازادي به وي خو زمونږ بچيان به درته وائي چې نه، لۀ دې ازادۍ سره زمونږ نور هېڅ سروکار نشته، لۀ دې جمهوريت سره زمونږ نور هېڅ سروکار نشته. مونږ وليدل، خدای ګواه دی چې يو انسان نۀ غواړي چې ارام ژوند پرېږدي او غرونو ته وخېژي خو چې ظلم تر حد تېر شي، زۀ چې يوه ورځ د ورور لاش اوچت کړم، بله ورځ د پلار لاش اوچت کړم، زما پۀ يوه کور کښې هم ماتم، زما پۀ بل کور کښې هم ماتم، زما و مخ ته به ماشومان ژاړي او زما تر شا به د يتيمانو چغې وي؛ بيا سېوا لۀ دې بله لار چې مونږ سترګې پټې کړو او کښېنو؟ دې ته خو مونږ بې ننګي وايو، دا کار خو مونږ لۀ نسلونو کړی نۀ دی، نو ښکاره خبره ده چې بل کوم کار به کوو، د هغه به بيا څۀ نتيجه وي؟ هېڅ يو انسان مړ به شي خو د چا د ايجنټۍ د پاره به غرۀ ته و نۀ خېژي، لۀ مجبورۍ خېژي. مونږ دې خلقو ته خواست کوو چې لۀ مونږ سره دې دا سلسله بنده کړي، مونږ دې خبرې ته پرېښوول شو، لۀ مونږ سره دې انصاف وشي ـــ هغه مشهوره خبره ده چې د کفر نظام چلېدی شي خو د ظلم نظام نۀ شي چلېدی، پۀ زور کلي نۀ کېږي، پۀ زور څوک لۀ ځانه سره نۀ شي ساتل کېدی، د ظلم چې دا انتها وي، پرون د ظلم شکل ګرفتاري وه، وارنټ ؤ، مقدمه وه؛ نن د ظلم طريقه کار ډائرکټ پۀ ګولۍ ويشتل دي، اغوا کول دي، د خلقو د لاپته کولو يوه سلسله پۀ دې ملک کښې روانه شوې ده؛ نو پۀ داسې حالت کښې دې مونږ ته څوک ووائي چې لۀ مونږه سره کومه لار پاتېږي؟ چې مونږ د اسمبلۍ پر فلور خبره وکړو نو هم پر خلقو بده لګېږي، چې مونږ لۀ خپلو کارکنانو سره خبرو وکړو نو هم پر خلقو بده لګېږي، مونږ به مرو خو ژړا ته به هم نۀ پرېښوول کېږو، مونږ به د خپل مړي ښخولو ته ځو هم نۀ به پرېښوول کېږو ـــ چې اخر زمونږ د جمهوري، ائيني او اصولي سياست مخ ته داسې خنډونه درول کېږي نو بيا دې دوي مونږ ته ووائي چې بله کومه لاره ده؟ د خپل قام د خدمت کومه لاره مونږ ته پاتېږي؟ بيا دې څوک بل طريقه کار راوښائي.

دا اوس يو روايت جوړ شوی دی چې کله هم مونږ د خپلو شهيدانو او مشرانو د يادولو د پاره راغونډېږو، پۀ هم هغه ورځ زمونږ مخ ته يو نه يو لاش ايښوول کېږي، د ظلم يو نه يو پاڼ زمونږ پر سر راغورځول کېږي، زمونږ اېس پي (طاهر داوړ) يې پۀ کوم ظلم راووژلو او يو قاتل اېس پي راو انوار پۀ کومه طريقه خلاصې تڼۍ ګرځي؟ کۀ اوس مونږ پر دې خبره وکړو نو بيا بده ورباندې لګېږي!!! کۀ مونږ د خپل مقتول د قاتل خلاف خبره وکړه، راته وائي چې نه، پر دې به خبره نۀ کوې. چې مونږ د خپلې خاورې د وسائلو خبره وکړو، راته وائي چې نه، دا زمونږ مشترکه دي. بيا دا بلوڅان څۀ وکړي؟ دا سندهيان څۀ وکړي او دا پښتانۀ څۀ وکړي؟ د خپلو خلقو د خدمت کومه لاره پاتې ده؟

موږ به نن پر بله موضوع خبره کوله خو دا چې پرون زمونږ پۀ لورالائي کښې څۀ وشول، مسلسل لۀ درو مياشتو لورالائي تر يرغل لاندې ده، دلته چاودنه، هلته چاودنه، تر دې حده و خلقو ته پته لګېږي چې پینځۀ کسان لۀ پلاني ځايه راووتل، تر دې پته ولګېږي چې پۀ وردۍ کښې دي، تر دې هم پته وي ورته چې د اېف سي پۀ وردۍ کښې دي، د پوليسو پۀ وردۍ کښې دي خو صرف د چاودلو (پټاوېدلو) د ځای پته ئې ورته نۀ وي. پۀ خدای قسم چې د دې هم ورته پته وي چې د سهار ناشته ئې چېري وکړه، د غرمې ډوډۍ ئې چېري وخوړه او شپه ئې چېري تېره کړه. د دې هر څۀ ورته پته وي خو صرف چې چېري چاودل کېږي، د هغه ځای پته ورته نۀ وي!!!

دا جنګ زمونږ پۀ وطن کښې څرخي راڅرخي. کله پېښور پۀ وينو سور وي، کله سوات پۀ وينو لړلی وي، کله پۀ وزيرستان کښې وينې بهېږي، لۀ يوۀ ځايه چې بل ځای ته جنګ شفټ کړي نو ووائي چې دلته امن راغلو، بيا د بل وار وي او دا جنګ ئې اوس زمونږ جنوبي پښتونخوا ته راداخل کړ ـــ دا جنګ ئې د ږوب پر لاره تر بوري (لورالائي) پورې راورساوۀ، پۀ پښين کښې چاودنې پېل کړل شوې ـــ دا ټول ستا دي، تۀ پۀ زور زبردستي دا طالبان د زلمي خليل زاد د پاره پۀ اسلام اباد کښې تر پینځو ورځو پورې کښېنولی شې نو بيا مونږ څنګه دا ومنو چې دا جنګ ستا لۀ لاسه وتلی دی؟ مونږ څنګه ووايو چې دلته دا څوک څنګه او پۀ څۀ طريقه دا هر څۀ کوي؟ لۀ هوښ څخه دې کار واخستل شي، پۀ خدای مې دې قسم وي چې پۀ دې وطن کښې لۀ اوسېدونکي يو ماشوم څخه هم تپوس وشي چې د دې جنګ ذمه وار څوک دی، هغه به ئې در وښائي. چې کله مونږ ووايو چې د دې جنګ ذمه وار هغه څوک دی چا چې مجاهد تخليق کړ، چا چې طالبان تخليق کړل، چا چې جماعت الدعوه جوړه کړه، چا چې لشکر جهنګوي جوړ کړه، چا چې لشکرِ اسلام جوړ کړ، بيا پرېشان شي چې نه! دا مۀ واياست. باچاخان څلوېښت کاله مخکې وئيلي وو چې دا جهاد نۀ دی، دا فساد دی او د دوي جرنېلانو څلوېښت کاله وروسته د ‘ردالفساد’ پۀ نوم عمليات پېل کړل. پۀ مونږ او دوي کښې فرق دا دی. د کومې خبرې چې مونږ شل څلوېښت کاله مخکې اظهار کوو، دوي شل څلوېښت کاله چې تباهي او بربادي وشي بيا پر هغه خبره سوچ شروع کړي. يقیناً چې د نن حالات سړی ګوري، زړۀ ئې پرې کېږي.

پۀ اخر کښې يو وار بيا باچاخان او خان عبدالولي خان ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې کوم ـــــــــ ډېره مننه.

2

د ارمان لوڼي د پېښې د پلټنې د پاره دې یو عدالتي کمېشن جوړ شي!

پر څوارلسمه فرورۍ د بلوچستان اسمبلۍ اجلاس د ارمان لوڼي د شهادت د پېښې پۀ اړه د عوامي نېشنل ګوند لۀ خوا جمع شوی تحريکِ التوا‌‌‌ء د بحث يوه ايجنډا ګرځولې وه. دغه اجلاس ته چې د ای اين پي صوبائي صدر او پارلېماني ليډر اصغرخان اڅکزي کومه وېنا کړې وه، د هغې مکمل متن مونږ پښتو ته ژباړلی او دلته ئې د “پښتون” لوستونکو ته لوست ته سپارو.

مېډم سپيکر! پرله پسې چې څۀ ډول پېښې وشوې، د درد او کرب لۀ يو کېفيت سره ئې مخامخ کړي يو، د وېرې يو ماحول دی، يو وار پۀ لورالائي کېنټ کښې چاودنه وشوه، بيا هلته د ډي اٰئي جي پر دفتر يرغل او اوس د پروفېسر ارمان لوڼي د شهادت پېښه – کله چې هم داسې حالات جوړ شي نو د هر مکتبِ فکر لۀ خلقو څخه غوښتنه کوي چې پۀ سنجيدګۍ سره د مسائلو ادراک او د هواري د پاره سوچ وکړي.

ما نن غوښتل چې يواځې او يواځې د ارمان لوڼي د شهادت پر پېښه خبره وکړم او پۀ دې حواله چې کوم جدي ګامونه اخستل ضروري وو، پر هغو خبره وکړم. ما نۀ غوښتل چې د تېرو حکومتونو حواله ورکړم، ما پر هم دې موضوع خبره کوله خو دلته يو ملګري د اوسني شپږ ګونديزه اتحادي حکومت پۀ حقله خبره وکړه نو زۀ هم مجبوراً دوې درې دقيقې زيات وخت اخلم او ماضي ته ځم.

مېډم سپيکر! پۀ داسې زړۀ چاودونکو پېښو کښې لويه او وړه نۀ وي؛ هر کله چې داسې کومه پېښه وشي نو پر هغه کور هم داسې حالات وي کوم چې نن د ارمان لوڼي پر کورنۍ تېرېږي. پۀ تېر حکومت کښې پر اتم اګست 2016 يوه زړۀ چاودونکې پېښه وشوه چې لۀ کبله ئې مونږ پۀ حېث د صوبې د بربادۍ کندې ته وغورځول شو. د صوبې کريم د خاورو شومه کړل شو، د دې پېښې زۀ پۀ خپله يو ويکټم يم. کۀ زۀ د خپل ورور مثال ورکړم؛ مونږ پۀ هغۀ دلته مېټرک وکړ، بيا مو لاهور ته واستوۀ، بيا لۀ نړېوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد څخه فارغ شو او بيا چې راغلو دلته ئې پۀ کوټه کښې اېم فل وکړ – پۀ مياشت نيمه کښې به د سپريم کورټ لائسنس ورته ملاوېدۀ. هم داسې لۀ دۀ سره پۀ قطار کښې هغه خلق چې د نن ججان به وو، زۀ د چا چا نوم واخلم، زۀ د داود جان کاسي نوم واخلم، د باز محمد کاکړ نوم واخلم کۀ د قاهر شاه نوم واخلم، زۀ د چا چا نوم واخلم؟ پۀ خپلو بلوڅو وروڼو کښې به د چا چا نوم واخلم؟ دا يوه داسې پېښه وه چې مونږ ئې د تاريخ يوې داسې تورې شپې ته يوړو چې ورځنې راوتل به ډېر زيات وخت واخلي. خو د هغه وخت د حکومت سنجيدګي وګوره، د اګست هغه مياشت چې د يوې تورې مياشتې پۀ توګه لمانځل پکار وو، پۀ هم هغه مياشت کښې چې پر اتمه نېټه دا پېښه وشوه او زمونږ د فاتحې کمبلې لا هوارې وې، پر څوارلسم اګست د هغه حکومت استازي چې ځانونو ته ئې د دې خاورې زامن وئيل او وئيل به ئې چې مونږ د بلوڅ او پښتون قام هغه خلق يو چې پۀ تاريخي لحاظ ئې لۀ پېړيو د دې صوبې د ګټو جنګ کړی دی خو د هم دغه خلقو قداور ليډرشپ ايله يوه اونۍ وروسته لۀ سهاره تر ماښامه ټوله ورځ د جشنِ ازادۍ پۀ تقريب کښې د قومي آزادۍ ترانو اورېدولو ته ناست وو او بيا ئې پۀ هم دغه مياشت کښې پر نولسم اګست هم دغسې څۀ وکړل.

زۀ د ارمان لوڼي کور ته تللی يم، د حکومت پۀ استازيتوب ورته واياست کۀ د عوامي نېشنل ګوند پۀ استازيتوب خو زۀ د ارمان کور ته تللی يم او هلته چې د يو انسان پۀ خاطر، د يو پښتون پۀ خاطر، د يو مسلمان پۀ خاطر يا د هغې غمځپلې کورنۍ پۀ درد د پوهېدونکي يو کس پۀ خاطر چې مې څۀ پۀ وس پوره وو، هغومره ډاډګيرنه ئې ما کړې ده. مونږ ته شايد ډېر څۀ کول پکار وو خو د خپل وس مطابق چې مو څومره څۀ د هغې غمځپلې کورنۍ د ډاډګيرنې د پاره کولی شول، هغه مو کړي دي – چا ته به يا پته وي او يا به نۀ وي. مونږ پۀ دې هم پوهېږو چې يواځې پۀ خبرو کولو مونږ د چا درد او غم ختمولی نۀ شو – زۀ کۀ دا ووايم چې زۀ شايد د حکومت لۀ جانبه يواځينی او لومړنی کس وم چې د لورالائي د پوليسو شهيدانو فاتحه ته تللی وم او هلته مې هم چې څومره پۀ وس پوره وو، پۀ حکومتي لحاظ، پۀ روايتي لحاظ، د انسانيت پۀ لحاظ او د پښتونولۍ پۀ لحاظ چې کوم نوم هم ورکوئ، هغومره ډاډګيرنه مې د غمځپلو کورنيو کړې ده؛ خو چې کله د اتم اګست پېښه وشوه او دې صوبې پۀ يوۀ غږ د يو عدالتي کمېشن غوښتنه وکړه او د جسټس قاضي فائز عيسٰي پۀ مشرۍ کښې يو عدالتي کمېشن جوړ شو، هغه کمېشن مياشتې واخستې او لږ و ډېر ئې د کوتاهيانو نشاندهي وکړه خو چې کله قاضي فائز عيسٰي د هغه کمېشن رپورټ سپريم کورټ ته وړاندې کړ نو زمونږ د هغه وخت حکومت د هغه رپورټ خلاف سپريم کورټ ته لاړ او اپيل ئې وکړ. څومره د شرم خبره ده. پر ځای د دې چې د اتم اګست د شهيدانو د کورنيو پر زخمونو ئې ملهم ايښی وی، دوي څۀ وکړل؟ پۀ سپريم کورټ کښې ئې هغه رپورټ چېلنج کړ. دا کار د هغه وخت صوبائي حکومت او د هغه وخت وفاقي وزيرِ داخله چوهدري نثار وکړ. يواځې دا ونۀ وشول. پۀ تېر حکومت کښې پۀ سپينه ورځ پۀ کړکوچه مستونګ کښې بسونه ودرول شول، خلق ئې ورځنې يو پۀ يو راکوز کړل او وې وژل!!! ټول پښتون بيلټ ته جنازې راغلې يا پۀ قلعه سېف الله کښې خلق پر پاتا (فاتحې) ناست وو يا پۀ قلعه عبدالله کښې او يا پۀ پښين کښې، ځکه چې بسونه د دې سيمې وو خو چا هېڅ هم ونۀ وئيل. د هغه وخت حکومت لۀ ډاره پاتا ته هم نۀ شو تلی. تر دې هم ور ها خوا، ټي ټي سي ټرېننګ سنټر ته ترهګر ورننوتل او خلق ئې پۀ ګوليو سوري سوري کړل، زمونږ ساتندويان ئې حلال کړل، د حکومت تر خولۀ بوڼ هم را ونۀ ووت. مونږ نن هم وايو، مېډيم سپيکر! مونږ نن پۀ حکومت کښې يو، مونږ به پر دې ډول پېښو پۀ ډاګه خبره کوو. مونږ نن پۀ حکومت کښې يو خو دنيا به مو ګوري چې مونږ به د داسې پېښو د مخنيوي د پاره پۀ ډاګه خبره کوو. پۀ دې سلسله کښې چې هر څۀ وشي مونږ ته هېڅ وېره نشته خو دوه مخی معيار نۀ شي چلېدی! يعني چې زۀ کله پۀ حکومت کښې يم نو پر هر ظلم څۀ به سترګې پټوم او وايم به چې هر څۀ سم روان دي خو چې کله بيا پۀ اپوزيشن کښې يم نو د هرې مسئلې مسئوليت به د وخت د حکومت پر غاړه وراچوم. دا به زما پۀ خيال مناسب نۀ وي. مونږ هر يوۀ ته به اول پۀ خپل ګرېوان کښې کتل پکار وي.

مېډم سپيکر! مونږ لۀ کومه وخته دا چغې ووهو، لۀ مونږ سره پۀ حېث د قام دا کومه لوبه وشوه؟ چې کله پۀ دې سيمه کښې د ترهګرۍ او انتهاء پسندۍ د جنګ بنياد کښېښول شو نو زمونږ مشرانو باچا خان او خان عبدالولي خان ووئيل چې دا جنګ زمونږ نۀ دی، پۀ دې جنګ کښې به مونږ وهل کېږو، مونږ به خوارېږو او ګټې به ئې بل چا ته ځي خو دلته به چا وئيل چې دا خلق د اسلام دښمنان دي، چا به وئيل چې دا د ماسکو اېجنټان دي او د پلاني اېجنټان دي. دا پۀ رېکارډ پرته خبره ده چې د دې تش پۀ نامه جهاد تر ټولو لومړی ښکار د هغه وخت د صوبه پښتونخوا ګورنر ارباب سکندر خان خليل جوړ شو – دا تر ټولو لومړی شهيد دی چې کله خان عبدالولي خان ووئيل چې دا جنګ به مونږ غرق کړي، د دې خبرې د سزا پۀ توګه ئې ارباب سکندر خان خليل شهيد کړ، خو بيا چې وخت تېر شو نو حالاتو او واقعاتو دا ثابته کړه چې دا جنګ د کفر او اسلام تر منځ نۀ وو. بيا چې جنرل مشرف راغلو نو پښتانۀ ئې پۀ دې نامه ووهل چې دا خو ترهګر دي، د دوي خو شکلونه د ترهګرو پۀ شان دي، د دوي پر مخونو ږيرې ولې دي؟ جامې او پټکي ئې ولې داسې دي؟ د هغه وخت جرنېل ډکټېټر پۀ ټوله دنيا کښې دا پروپاګنډ وکړ چې د پښتنو حليې، شکلونه او صورتونه د ترهګرو پۀ شان دي – مونږ پۀ دوي او طالبانو کښې فرق نۀ شو کولی. بيا مونږ وهل، ډبول وخوړل، ووژل شو، اوچت کړل شو او نن بيا لۀ يو درېم جنګ څخه مونږ تېرېږو، نن بيا پر مونږ دا الزام دی چې خدای مۀ کړه مونږ د ملک دښمنان يو، زمونږ هر يو کردار ته د شک پۀ سترګه کتل کېږي، مونږ نن هم وايو کۀ څوک پۀ حکومت کښې دي کۀ پۀ اپوزيشن کښې او کۀ هر چېري دي، لۀ هوشه دې کار واخلي. خدای ګواه دی د کوم جنګ محرک چې روس ؤ او مونږ څۀ څۀ نۀ ورته ووئيل، نن پۀ ماسکو کښې مذاکرات روان دي، لۀ دې سيمې چې امريکا وځي نو مونږ ته به د جنت پۀ شان ماحول نۀ پرېږدي، هغوي يو نوي جنګ ته زمونږ د غورځولو سوچ کوي – دلته څۀ نورې نورې منصوبې روانې دي، نو چې زمونږ ګېر چاپېره داسې صورتحال دی چې زمونږ پر سرونو د يوۀ نوي جنګ وريځې ګرځي نو پۀ داسې حال کښې بايد لۀ هوش څخه کار واخستل شي.

يو غېر مسلح شخص، يوه غېر مسلح ډله چې د خپلو مطالباتو د پاره سوله ايز احتجاج کوي، لۀ هغۀ سره کۀ داسې رويه خپله شي کومه چې مونږ وينو نو لۀ خلقو سره به لۀ دې وروستو کومه لاره پاتېږي؟ مونږ پۀ اوله ورځ دا خبره کړې ده، کله چې د ارمان لوڼي پېښه وشوه مونږ پۀ هغه ورځ پۀ سبي کښې وو، مونږ پر دې خبره وکړه، وزيراعليٰ جام کمال پۀ خپله د دې نوټس واخست، زۀ نن هم وايم چې د دې پېښې دې داسې غېر جانبدارانه تحقيقات وشي چې نۀ يواځې د ارمان لوڼي کورنۍ ته پرې تسکين ورسېږي بلکې د دې پېښې پۀ نتيجه کښې چې پر نړېواله کچه کوم غبرګونونه راغلي دي چې زمونږ پر مستقبل ئې ډېرې منفي اغېزې کېدې شي، داسې پلټنې پکار دي، داسې پرېکړې پکار دي چې پر دې هر څۀ اوبۀ تېرې کړي. پر دې اور د اوبو پاشلو ضرورت دی، خو کۀ بيا هغه سلسله شروع شي چې څوک هم د خپل حق خبره کوي او د ظلم خلاف خبره کوي هغه به ملک دښمن او وطن دښمن ګڼل کېږي نو زۀ به تاسو ته ووايم چې زمونږ خو ټول ژوند پۀ دې کښې تېر شو، پۀ مونږ کښې ئې څوک هم ونۀ بخښۀ. پۀ حقيقت کښې مونږ څۀ داسې خبره نۀ پرون کړې ده، نۀ ئې نن کوو او نۀ به ئې سبا وکړو چې خدای مۀ کړه د چا دښمنۍ پۀ زمره کښې به راځي خو کۀ مونږ د خپل حق خبره کوو، مونږ د صاف ګویۍ خبره کوو او وايو چې دا نظام پۀ دې توګه نۀ شي چلول کېدی او کۀ نظام تاسو پۀ دې توګه چلوئ نو پۀ مستقبل کښې به مو تاوانونه پۀ برخه کېږي.

ارمان لوڼی يو پروفېسر ؤ، د خپلي کورنۍ پۀ مالي او هر لحاظ والي، وارث هر څۀ هم دی ؤ، کۀ نن مونږ لۀ دې فلوره د دې خاندان د تسلۍ او تسکين دپاره څۀ ونۀ کړل، کۀ خدای مۀ کړه پۀ خپلو اقداماتو مو نور هم زړۀ ماتي کړل او نور مو هم لۀ غم او خفګان سره مخامخ کړل نو دا به مناسبه طريقه نۀ وي ـــ مونږ دا مطالبه کوو چې د دې پېښې د پلټنې د پاره دې د هائي کورټ د جج پۀ سربراهي کښې يو داسې کمېشن جوړ شي چې تور تور او سپين سپين ثابت کړي. مونږ دې خامخا د چا پر تېروتنه پرده نۀ اچوو او نۀ دې د داسې يو چا نوکري د ملک لۀ مستقبل سره تړل کېږي چې کۀ پۀ دې سړي څۀ وشول نو خدای مۀ کړه د مملکت خدادادِ پاکستان به څۀ کېږي! دنيا وليدل چې پر راو انوار د پردې اچولو ډېرې زياتې هڅې وشوې چې راو انوار هېڅ نۀ دي کړي خو د دنيا پۀ سترګو کښې راو انوار يو تر ټولو لوی ملزم دی بلکې مجرم ثابت شوی دی او دا زمونږ پۀ مخ کښې دي چې څنګه هغه ګواهان انکار کولو ته اړ ايستل کېږي، خو د دې يو راو انوار لۀ کبله مونږ نن څۀ څۀ نۀ وينو، کۀ سبا مو د ارمان لوڼي شهيد لۀ پېښې سره هم دغسې برخورد وکړ نو مېډم سپيکر! بيا تاسو راته وواياست چې بيا به څۀ کېږي؟

مونږ پر دې خاوره اوسېدونکي ټول خلق يو ګڼو. د دنيا جهان يو ډول اسائش او کشش ما لۀ خپلې خاورې ځان ته نۀ شي وړلی. زۀ د دې خاورې مالک يم، لۀ ننه نۀ يم، لۀ پینځو زرو کلونو يم. دا خاوره چې زۀ ورته د خپل پلار نيکۀ هډونه وايم، دا به زۀ پرېږدم او د بل چا د ګټو به نذر کېږم؟ دا ممکنه نۀ ده. زمونږ ژوند او مرګ لۀ دې خاورې سره دی، لۀ خپلو خلقو سره دی، زۀ به د خپل پلار نيکۀ ټاټوبی چې پۀ چمن کښې د مرده کارېز پۀ نوم يادېږي، د دنيا پر يو هېڅ ډول اسائشونو او مفاداتو قربان نۀ کړم. د خپلې خاورې اصليت او اهميت زمونږ پۀ رګونو کښې دی.

مېډم سپيکر! زۀ پۀ اخر کښې دا خبره کول غواړم چې باچاخان پۀ 1979 کښې وئيلي دي چې دا څۀ کېږي دا فساد دی او د نن جرنېل اوس د ‘رد الفساد’ پۀ نوم اپرېشن شروع کړی دی، خو کاش کۀ د دې شي مخنيوی پۀ 1979 کښې شوی وی نو نۀ به مونږ لۀ دې در پۀ درۍ سره مخامخ شوي وو او نۀ به د اتم اګست لۀ غميزې او نۀ به لۀ داسې نورو غميزو سره مخامخ شوي وو – نو پکار ده چې پر داسې پېښو د سنجيدګۍ مظاهره وشي. داسې نۀ ده پکار چې اصغر څۀ ووئيل زۀ به تر دې د زيات څۀ وئيلو هڅه کوم، مونږ ته د خپلو تېروتنو هم احساس پکار دی او دا خبره زۀ يو وار بيا تکرارول غواړم چې کۀ مونږ پۀ حکومت کښې يو کۀ پۀ اپوزيشن کښې يو، چې چېري هم څۀ راته غلط ښکاره شي، مونږ به ئې نشاندهي کوو او چې چېري راڅخه پۀ خپله تېروتنه وشي، اعتراف ئې کول پکار دی؛ لکه څنګه چې ما ووئيل چې د اتم اګست پر پېښه چې د پرون حکومت کوم کردار ادا کړ، دا خو قام دی، خبرې هېرې کړي، کۀ د دې قام د پرون پۀ حواله حافظه لږه هم مضبوطه وه نو زما ايمان دی چې پۀ هغه حکومت کښې ناستو خلقو ته به ئې پۀ ټول ژوند سلام هم نۀ وو اچولی. چې څۀ هغه حکومت وکړل، پۀ سپريم کورټ کښې ئې څۀ وکړل، پر څوارلسم اګست ئې څۀ وکړل او پر نولسم اګست ئې څۀ وکړل، چې څۀ د هغه وخت د حکومت قيادت وکړل هغه زمونږ پۀ مخ کښې دي، تصويرونه ئې تر ننه پر سوشل مېډيا پراتۀ دي – خو انشا‌ء الله مونږ به پۀ تاريخ کښې پر خپله لمن داسې داغ نۀ پرېږدو چې سبا به د دې قام مجرمان ګڼل کېږو! مونږ به خپله خبره کوو، پۀ ډاګه به ئې کوو او خواهش او کوشش به مو دا وي چې هر مظلوم ته انصاف ورسېږي او د هر ظالم لاس ونيول شي نو بيا به د دې نظام پۀ چلولو کښې مونږ بريالي کېږو.

پۀ اخر کښې زۀ يو وار بيا دا مطالبه کوم چې د هائي کورټ د يو جج پۀ سربراهي کښې د دې پېښې اصل حقيقت ته د رسېدلو د پاره دې يو کمېشن جوړ شي. يو داسې کمېشن چې حق پۀ حقدار ورسوي.

پۀ اخره کښې زۀ يو وار بيا لۀ دې فلوره د لورالائي د پوليسو شهيدانو او ارمان لوڼي ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې کوم. خواست او هڅه به مې دا وي چې سبا شايد لۀ مونږ سره دا وخت نۀ وي چې بيا څۀ سوچ وکړو ځکه چې زمونږ ګېرچاپېره د يو داسې ماحول د رغولو هڅې کېږې چې مونږ د نورې ترهګرۍ، انتها‌ پسندۍ او تقسيم در تقسيم کندې ته ورټېل وهي او بيا کۀ مونږ ډېر څۀ هم کول وغواړو خو هېڅ به کولی نۀ شو ــــــ ډېره مننه.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …