پینځۀ اویا کاله مخکښې د پښتو یوه رساله – اسرار د طورو

د باچاخان پۀ ادارت کښې د پېښور نه د “پښتون” پۀ نوم مياشتنۍ رساله د مۍ 1928ز مطابق ذيقعده 1346هـ قمري کښې شائع شوه. دا اولنۍ مجله پۀ څلورڅلوېښت مخونو خپره وه. پۀ دې مخونو کښې څلور مخه د رسالې د پاڼو نه راتاو د غټ کاغذ دوه دوه اوراق وو. د مجلې پۀ سرپاڼه سپوږمۍ او ستوري وو. پۀ دغه سپوږمۍ کښې د يو عمارت ګنبد او منارې وې چې د يو درسګاه ګمان پرې کېدو. د دغې عمارت ښي او کيڼ لاس ته دوه بېرغونه وو. د دې د لاندې پۀ غټ قلم لفظ د “پښتون” ليک ؤ او د چلوونکي نوم عبدالغفارخان پۀ غټ قلم ليکلے ؤ.

باچاخان د پښتون قام د غريبۍ نه خبر ؤ نو د کاغذ استعمال ئې پۀ ډېر احتياط کولو نو پۀ سرپاڼه ئې د افغان نومې شاعر د منظوم کلام پينځه شعرونه ليکلي وو. اولنے بيت ئې دا ؤ:

نور قومونه چې څنګ دي پۀ ترقۍ کښې

علم وفن زده کړه کۀ داسې کېدۀ غواړې

دوېم شعر ئې دا ؤ:

تۀ پۀ خپله د ځان قدر وکړه پاڅه!

کۀ دنيا کښې پۀ عزت اوسېدۀ غواړې

درېم شعر ئې ؤ:

ځان مېده پۀ ګټه کړه لکه نکرېزې

پۀ تلي کۀ د اشنا لګېدۀ غواړې

څلورم او پينځم شعر به ئې هم وليکم:

سر اره کړه د ږمنځ پۀ شان سل ځايه

تورې زلفې د صنم کۀ ليدۀ غواړې

وار خطا دې خطرې د لارې نۀ کړي

کۀ منزل ته د مقصود رسېدۀ غواړې

دا اشعار د ابو سعيد فضل احمد افغان ابن عبدالله مسافر صحرائي رحمة الله علېه د پربهني دکن وو چې ايډيټر پرې تعريفي نوټ ليکلے دے او پۀ مخ څلورم ئې د “خوږنصيحت” د سرخط لاندې راوستے دے.

پۀ سرپاڼه د پرنټر پبلشر الله بخش يوسفي نوم دے او دا چې د پېنډۍ پۀ مطبع “لکشمي ارټ سټيم پرېس” کښې دا رساله چاپ شوه. دا خبره پۀ فارسۍ ژبه کښې ليک ده.

دا “سرپاڼه” پۀ ساده معمولي کاغذ ده او چې ورته وګورې نو دا تاثر به درکړي چې پښتون اولس ته د ترقۍ لار او محنت او قربانۍ تعليم ورکوي. پينځۀ اويا کاله وشو چې باچاخان د قرطاس او قلم نه پۀ عمومي ډول نا بلده پښتنو ته د قلم پۀ ژبه غږ وکړو.

پۀ دوېم مخ د “پښتون” مجلې د مقصد پۀ حواله قوم ته د دې د خپرولو اواز دے او بيا ئې قيمت اعلان کړے دے. څلور روپۍ د کال چنده. د طالبانو د پاره دوه نيمې روپۍ دکال___ پۀ مخ درېم د سرخطونو او ليکوالو فهرست دے. د افغان صحرائي نه علاوه ميا احمد شاه بېرسټر پېښور، محمد اکبرخادم، يو بې نومه ليکوال چې د “رايې” پۀ عنوان يو چټک مضمون دے. دا مضمون د ښکلي عالمانه شګفته نثر نمونه ده چې د ليکوال پۀ علم او قوت بيان ګواهي کوي. دا “بې نومه” مضمون وائي :

“د رايې د استحکام او مضبوتيا يوه ښۀ ذريعه اعلٰي تعليم او اعلٰي تربيت دے، مګر د اعلٰي تعليم نه د هندوستان اېم اے يا بي اے مطلب نۀ دے (دغه وخت لا ملک نۀ ؤ تقسيم شوے) ځکه چې د دې نتيجه صرف د ژبې زده کول يا د انګرېزي مشين پرزې سازېدل دي. برخلاف د دې نه چې د کومو خلقو حکومت نۀ وي، د هغوي د رايې نۀ څۀ استحکام وي او نۀ څۀ وقعت. هر فرد بشر د باران زده چېلو پۀ شان د يو بل د حال نه ناخبر يو خوا بل خوا ځي، نۀ چرې عروج حاصلولے شي، نۀ متفق کېدے شي او نۀ د جامعيت جامه زيب تن کولې شي. الغرض پۀ هغوي دې بغېر د افتراق نه بل شے د “ط” ټکے شي.”

دا اقتباس کۀ پۀ غور ولوستے شي نو د غلام هندوستان دا بې نومه مضمون نن د “ازاد” پاکستان عوامو او خواصو ته ائينه ښائي. دلته ډېر زيات تعليم يافته خلق هم صحيح رايې نۀ لري. پۀ غلطه ټينګ ولاړ پښتانۀ خو خپل موقف ته پښتو وائي. ورته ښکاره باره وائي چې فلاني ګوند پۀ اسلام، فلاني ګوند پۀ سوشلزم، فلاني ګوند پۀ شريعت مسلسل قام سره دهوکه وکړه خو بيا هم دے پۀ ضد ولاړ وي او خپله “رايې” پۀ غلطه کاروي.

دا غلطه رايه وه چې وطن ئې د تقسيم نه پس بيا نيم کړو او ګټلے عزت ئې پۀ خړ سېلاب لاهو کړو. بې اتفاقۍ ووهل، اوس هم بې اتفاقه دي.

د دې بې نومه ليکونکي نه علاوه سيد راحت زاخېلي د “زبور عجم” ترجمه پۀ شعر کښې مخې ته راوړې. محمد شاه خيال کاکاخېل “د هنرمندې ښځې او د خوار مېړۀ قيصۍ ليکلې ده چې د ښځې پۀ هنر او مشوره لاړ د دنيا موړ تاجر شو. د ښځو پۀ مرسته اولني “پښتون” د نن نه 75 کاله اګاهو د خورشيد جي دا قيصه شائع کړه. د ميا ګړۍ يوې خور (پۀ 1938ز کښې) د ښځو پۀ حال ژړلي دي او د بې علمۍ وير ئې کړے دے او د يو اخبار د اجراء سوال ئې کړے دے، د تعليم بند بناء ئې غوښتې ده. د باچاخان خو دا مشن ؤ چې پښتانۀ نر او ښځې دې علم او هنر زده کړي او د ټسه ئې دې کار ته لاس اچولے ؤ. پۀ 1921ز کښې هندوستان کښې امن ؤ د عدم تشدد تحريک خو ؤ، ولې اړے ګړے نۀ ؤ. باچاخان پۀ اتمانزو کښې د يو ازاد هائي سکول اجراء کړې وه نو دا خبره غاصب پېرنګي حکمران ونۀ زغمله او هغه ئې پۀ 9-12-1921 د جمعې پۀ ورځ ونيولو او د پېښور پۀ جېل کښې ئې درې کاله بندېوان وساتلو. ناروا سلوک به ئې ورسره کولو. د دې ناروا سلوک حال باچاخان د اګست، ستمبر، دسمبر1938ء او جنورۍ، فرورۍ او مارچ 1929 پۀ مجلو کښې د “شلمې صدۍ تهذيب او جېلخانې! زۀ پۀ جېل خانه کښې” د سر خط لاندې چاپ کړے دے.

د مۍ 1928 دا پرچه د نواب شاه ميا صاحب عرائض نويس د پړانګ چارسدې دا شعر به ولولو.

ځان دې د بل کړو مال دې د بل کړو

څوک دے چې وائي وطن دې خپل دے

تجويز به څۀ کړې تشې خبرې

عمل پرې نشته هسې چل ول دے

تاسو فکر وکړئ دا چل ول نن هم ښۀ پۀ زور کښې دے. او دا بېت

د خداے پۀ ملک کښې هر ځاے پردېسي

عاجز امت د فخر الرسل دے

روغ لاس ؤ پښې وو سترګې د مسلم

د حياء د لاسه ړوند ګوډ دے شل دے

او پۀ دې وجه د نواب شاه ګوګل جلبل دے خو دا نواب شاه ميا ملا دے. هغه اصلي نوابان خو خپل ګوګل د پېرنګيانو پۀ غلامۍ او نوکرۍ کنګل ساتي. يخ پخ بې حسه د قام وطن او اسلام پۀ درد نه پخوا پوهېدل او نۀ اوس پوهېږي.

ابو سعيد خليل الرحمان د سعد زاغلول پاشا(مرحوم) حکيمانه اقوال ليکلي دي يو قول ئې دا دے.

“د قوم روح نه پۀ جنګي قوانينو مغلوب کېږي نه پۀ ظلم” بيا د مردان د لوے شاعر عمردين عمر(مرحوم) اشعار عطيه ګل دراز پۀ لوستونکو پېرزو کړي دي. وائي

محبت مې لوغړڼ کۀ درون يو خوا بيرون بل خوا

د جنګ خبرې خوږې ساعت ئې تريخ دے

د سر خط لاندې د انسان د حرص او هوس او ملک ګېرۍ داسې قيصې دي چې نن هم پۀ “مهذبه” دنيا فټ ده. د جنګ او زار جوړېږي، وينې بهېږي او ظلم ګډېږي، دا د 1928 مضون پۀ 2003 کښې هم تازه پۀ تازه دے ليکي. ” هرکله چې برطانيې ته د امريکې د بحري طاقت پته ولګېده نو خيال ئې وکړو چې دوستي ورسره ډېره ضروري ده. البته جاپان سره ئې هم پۀ دوستۍ کښې فرق نۀ راوستلو. الغرض د اېشيائي ملکونو د همېشه قبضې د پاره دا تجويز وشو چې درې واړه طاقتونه د عهد نامې نوې کولو د پاره پۀ واشنګټن کښې را جمع شول او ډېر بحث مباحثه وشوه” پۀ اخري کرښو کښې وائي

“کۀ چرې جنګ جوړ شي نو افغان قوم به سراسربرباد شي، زراعت به تباه شي، ابادي به فناشي، خلق به هلاک شي، ملک به کنډ کپرشي، زهر دار ګيسونه به هوا خرابه کړي، پۀ زمکه د وينو لختي روان شي، هر يو ذي روح به پۀ خپل خپل حال کښې تنګ شي، خپل وروڼه به د يو بل سره جنګيږي، پۀ ډېرو به خوېندې مېندې بورې شي”

د ګل رخ بېګم قيصه ابو سعيد خليل الرحمان ليکلې ده. دا د اکبر ثاني باچا کړوسۍ وه. دا د غم پۀ وينو لړلې قيصه ده. د ډيلي د باچاخان لور وه چې انقلاب پرې لوبې وکړې. دا لوبې نن هم پۀ مسلمانانو او پښتنو کېږي. ډېرې ګلرخانې د اختر مياشت ته پۀ وينو ژاړي.

“اسلام او د سرحد پښتانۀ” بې نومه مضمون دے خو د دوي يعنې د پښتنو پۀ غفلت ئې ژړا کړې ده او پښتنو ته ئې د اسلام اخلاقي سبقونه را پۀ ياد کړي دي چې پۀ دې به د ذوال نه اوځي او دا شکر ئې کړے دے چې .

“د پښتنو پۀ خپله ژبه کښې “پښتون” رساله جاري شوه چې د اسلام حقيقي احکام د قران مغز، د خداے او رسول صحيح لاره د هر پښتون غوږو ته رسوي چې هر پښتون د اسلام پۀ صحيح لاره روان شي او د الله د وعدې به خپل ځان اهل ثابت کړي….. د هرچا د پاسه دے. د دنيا او اخرت فائدې به پۀ ښۀ شان حاصل کړي. امين”

باچاخان پۀ خپله رساله کښې دا مضمون د پښتنو د اصلاح د پاره چاپ کړے ؤ. ورپسې د مشن کالج پېښور د عبدالحميد افغاني مضمون دے چې “د افغان ملکه او يورپي لباس” د سرخط لري. د غازي امان الله خان د قوم دوستۍ تذکره ده. د هغۀ د يورپ د دورې پۀ حقله خبرې دي. غازي امان الله خان او ملکه پۀ يورپ کښې د خپل کړۀ وړۀ او کردار په بنا خوښ کړے شو. خو دلته پۀ افغانستان کښې غليم دوي پسې د بې پردګۍ پروپېګنډا وکړه (دا مضمون نېمګړے دے) بيا د غني خان طالب علم سوکړې دي. پۀ صفحه 43 د شتهار نرخ او هدايات دي. پۀ بل مخ “د بشير سټور” اشتهار دے.

دا مضمون ما پۀ کال 2003 کښې ليکلے ؤ. نن د جنورۍ د کال 2019 يو دېرشمه نېټه ده. زما د دې ليک شپاړس کاله وشو. د وطن حالات د امن ترقۍ او سوکالۍ پۀ انتظار دي. د پنځلسم اګست 1947ز هغه دوه څانګې وطن د حاکمانو او ليډرانو د سپېځلو پاليسيو او پۀ سياسي مفروضو مبني تدبر او حکمت عملۍ څانګې وانګې شو. وينې توې شوې. ککرۍ ماتې شوې، شملې ټېټې شوې. پۀ دې پاتې ژوبل وطن د فسادونو، جنګونو، ترهه ګرۍ وباء راغله، د پښتونخوا سيمه او د د ې سيمې واړۀ زاړۀ د مرګونو وباء سره مخ شو. نن هم وېره ده، امن ته د اولسونو سترګې دي .

د 1928 دا “پښتون” مجله نن هم هغه شان اهميت لري. مونږ ته د علم، د هنر، د اتحاد، د ورورولۍ او د امن ضرورت دے. هله به ترقي، خوشحالي او اطمينان راځي.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …