افسانه مرحوم – همایون مسعود

د تېرو څوارلس ګهنټو نه هغه پۀ مسلسل سفر کښې ؤ _ دا ئې څلورم بس ؤ چې بدل ئې کړو خو د ستړي والي هېڅ اثار د هغۀ پۀ مخ نۀ ښکارېدل. د منزل تعيّن ئې لا تر اوسه نۀ ؤ کړے خو د داسې ځاے، د داسې ګوشې پۀ تکل کښې ؤ چې خپل پاتې عمر، د وينو د رشتو نه لرې د ګمنامۍ پۀ حالت کښې تېر کړي. غټ غټ ښارونه ډېر وو، د استوګنې د پاره هغۀ د لوے ښار انتخاب کولے شو. پۀ لوئې ښار کښې هغۀ د خلقو پۀ هجوم کښې ځان ورکولے شو خو پۀ لويو ښارونو کښې بيا هم د اشنا مخ، د يار دوست، د يو شاګرد د ناڅاپه ليدو امکان موجود ؤ او دا هغۀ ته پۀ يو صورت کښې هم منظور نۀ وو چې د چا شناسا پۀ هغۀ نظر ولګي او د مړ او د ژوندي حال ئې افشان شي. هغه د خپلې ماضۍ نه لرې تښتېدو _ ډېر لرې _ د خپلې ايرې ايرې ماضۍ د سيوري نه هم لرې. رشتې تعلق د هغۀ د پاره د کږو لرګو بار ؤ او دغه پېټے هغۀ د تېرو څو کلونو نه پۀ اوږو بار وړے ؤ؛ لاندې ئې ترې روح زخمي زخمي ؤ، د وجود هر هر اېټم ئې ورله رېنجې رېنجې کړے ؤ. هغۀ ډېر وړاندې د خپل کور د حبس زده ماحول نه وتل غوښتل خو خپله مېرمنه الفت جان ئې د پښو بېړۍ جوړې وې. هغه ئې يواځې د بچو پۀ اسره نۀ شوه پرېښودې.

بس د نامعلوم منزل پۀ لور روان ؤ او د ماضۍ پۀ يادونو کښې ډوب او مستغرق د دنيا او جهان نه بې پرواه ؤ. يوه يوه واقعه، لويه او وړه ئې پۀ ذهن نقش وه. پۀ اول ځل ئې الفت جهان د کشرې خور کوثر پۀ کوېژدنه کښې ليدلې وه. دغه وخت عمر ئې اووۀ ويشت کاله ؤ _ نوے نوے استاذ شوے ؤ _ د سکول د نورو جينکو ملګرو سره الفت جهان هم کوثر خپلې کوېژدنې ته رابللې وه. پۀ وړومبي نظر ئې پرې د روح او زړۀ دنيا شيندلې وه. پۀ ډېرو جرګو مرکو او منتونو سنتونو چې ئې اخر اخر وادۀ وشو نو زړۀ ئۍ قرار وموندو. د الفت جهان د نوم “جهان” ټکي نه ئې د “هـ” تورے خارج کړو او بيا د همېشه همېشه د پاره الفت جهان هغۀ د پاره الفت جان وګرځېده.

د څلور دېرشو کالو د استاذۍ نه خو رېټائرډ شو خو د الفت جان سره ئې د مينې پۀ شدت کښې کمے رانۀ غے. مينه ئې ورسره د يوې ورځې نه تر بلې نوره هم سېوا کېده. سکول، کور او جومات؛ ټول ژوند ئې تر دغه ځايونو تاوېدو. کۀ الفت جان به ورته ووئيل چې د چهټۍ ورځ دې ده، د ملګرو سره سېل له ووځه، ساه به دې ازاده شي نو همېشه به ئې ورته دغه جواب ؤ چې زما ساه خو تۀ یې! چې تۀ مې د سترګو نه پناه یې نو جهان راباندې تنګ لنډ وي. داسې راته ښکاري لکه څۀ چې رانه ورک شوي وي. الفت جان به پۀ زړۀ کښې خوشحاله شوه خو پۀ خندا به ئې ورته ووئيل چې استاذ صاحب! عمر دې د شپېتۀ کالو نه پۀ پورته شو، رېټائرډمنټ دې واخستو، ځامن دې زلمي شول؛ اوس د لېونتوب دغه شدت درسره خوند نۀ کوي خو د هغۀ جواب به ورته دا ؤ چې الفت جان! ما ستا مينه د اولې ورځې نه، د زړۀ او روح پۀ کېنوَس داسې پۀ شوخو او پخو رنګونو نقش کړې ده چې اوس ئې د وختونو بې رحمه باران او د موسمونو يلغار هېڅ کله هم دغه پاخۀ رنګونه پيکه کولے نۀ شي. د الفت جان سره به ئې جواب نۀ ؤ. رخسارونه به سرۀ شول، تورې غټې سترګې به ئې نورې وغزېدې. د خبرو پۀ هنر پوهه وه خو د خاوند بې کرانې مينې به لاجوابه کړه، بس دغه قدرې به ئې وئيل چې د استاذۍ پۀ غلطه پېشه کښې دې عمر خوار کړو؛ پکار وه چې چرته شاعر وې. “شاعر خو زۀ يم.” وئيل کوم دے ما خو دې غزل و نۀ ليدو!! “تۀ مې ديوان ئې کنه!” _ “پۀ درست جهان کښې ما ته بل داسې ديوان وښايه؟” الفت جهان به لاجوابه شوه.

هغه د پلار نيکۀ د لوري شتمن نۀ ؤ _ کۀ د پټي جائیداد خاوند نۀ ؤ خو د علم پۀ رڼا منّور ؤ. پلار ئې هم د خپل وخت يو معتبر استاذ تېر شوے ؤ او دۀ هم د ځان د پاره دغه پېشه غوره کړې وه. د درې دېرشو کالو د استاذۍ نه پس ئې ريټائرمنټ اخستے ؤ. د زرګونو ماشومانانو تربيت ئې کړے ؤ. د خپلې خوش اخلاقۍ، حلم، نرمۍ، صبر او تحمل پۀ وجه پۀ معاشره کښې ئې لوے احترام تر لاسه کړے ؤ. هر چا به ورته د عزت پۀ سترګه کتل خو د خپل اولاد پۀ تربيت کښې هغه بیخي ناکامه پاتې شوے ؤ. مشره خور چې ئې ژوندۍ وه نو هر وخت به ئې ورته دا وئيل چې څومره خدمت چې تا د مور او پلار کړے دے، د مور او پلار د دعاګانو څومره خزانې چې تا لوټ کړې دي، تا به خداے چرته نۀ سپوروي؛ پۀ ژوند کښې به چرته هم زهير نۀ شې _ خو د مور او پلار يوه دعا د هغۀ پۀ حق کښې نۀ وه قبوله شوې. چې زامن ئې رالوي شول، د ملا د تير د جوړېدو پۀ ځاے ئې ورله د ملا تير مات کړو. کۀ هغۀ استاذ نۀ وے نو شايد چې دومره د اذيت سره به نۀ وے مخ شوے خو د اولې ورځې نه پۀ حېث د يو استاذ هغه د زرګونو ماشومانو د احترام عادي پاتې شوے ؤ. پۀ معاشره کښې، چم جمات او ګاونډ کښې د با ضميره او با اصوله انسان پۀ حېث ئې د احترام مقام تر لاسه کړے ؤ. د لويو وړو “سرجي” ؤ خو د خپلو بچو پۀ حقله يو ناکامه پلار ثابت شوے ؤ. دغه اذيت د هېڅ سره برابر نۀ ؤ. دې خبرې ډېر ملال کړے ؤ چې د بچو تربيت ئې پۀ دې خطوطو نۀ ؤ کړے چې د مور او پلار عمرونه چې کله پۀ زيړه پاڼه کښې شي نو بيا د بچو رول يکسر الټ شي؛ بيا مور او پلار، مور او پلار پاتے نۀ شي _ دوي ماشومان شي او بچي د مور او د پلار ځاے ونيسي، د مور او د پلار ذمه واريانې سنبال کړي _ څنګه چې دوي واړۀ وو او د مينې، رحم او شفقت محتاج وو، دغسې پۀ تېر عمر کښې مور او پلار د بچو د مينې او شفقت محتاجه شي _ څۀ رنګې چې مور او پلار دوي پۀ غېږ کښې ګرځول، پۀ خولۀ کښې به ئې ورله تياره او غوړه نمړۍ ورکوله، د دنيا د جهان قسماقسم سودونه به ئې پرې کول؛ کۀ بيمار به شول، شپې به ئې ورسره روڼولې، پۀ يوه ډډه به ورته قرار نۀ پېرزو کېدو؛ دغه شان چې بچي را لوي شي نو د والدېنو همسا جوړه شي _ د هغوي د ضعف اميد او سهاره شي _ د هغو د سترګو د بائیللې شوې بينايۍ رڼا وګرځي _ د هغو د کمزورو شوو زړونو تازه دم درزار جوړ شي. بچو ته پۀ دغه رول زده کولو کښې هغه بیخي پاتې راغلے ؤ.

بس د نامعلوم سمت پۀ لار روان ؤ _ د ګاډي د شور او د نورو مسافرو پۀ پردۍ ژبه کښې د خبرو اترو نه بې پرواه، هغه پټې سترګې پۀ خپله ماضۍ کښې ورک ؤ _ د تېرو څلورو کالو د اذيت ناک دور لمحه لمحه د هغۀ د ذهن پۀ کېنوس نقش وه _ د کور پۀ حبس زده زندان کښې هغه او الفت جان لمحه لمحه د ځنکدن د سختيو نه تېروتي وو. الفت جان د هغۀ ساه وه خو چې د بچو د لاسه د هغې اذيت ته به ئې کتل نو پۀ خوارو او بې وسه سترګو به ئې د هغې پزوهلې ګونې ته وکتل، خپل کرب به ئې هېر شو _ پۀ زړۀ زړه کښې به ئې ورته ووئيل، الفت جان! تۀ يوه بې مثله مور او ښځه یې! تۀ د دې اذيت او کرب او تکليف پۀ هېڅ شان هم مستحقه نۀ یې! پۀ زړۀ زړۀ کښې به ئې ورته ووئيل، تۀ اوس مړه شه! ستا کرب بس يو مرګ ختمولے شي، ستا د ټولې بې ارزۍ علاج پۀ مرګ کښې پوشيده دے _ بس يو مرګ دے چې ستا د کربناکو زخمونو مداوا کولې شي _ تۀ مړه شه! تۀ زما د پښو زولنۍ هم جوړه شوې یې! تۀ مړۀ شه چې زۀ ازاد شم! تۀ مۀ غمژنه کېږه! هېڅ فکر مۀ کوه! ستا مرګ، ستا مينه زما د زړۀ نه ذره برابر هم نۀ شي کمولې، خو تۀ اوس مړه شه! د بچو د خرابو او تضحيک اميزو رويو او برتاو د وړلو همت خو لرم خو ستا اذيت مې روح نور ژوبل ژوبل کوي. الفت جان چې به ډېره خفه شوه نو کله کله به ئې ورته ووئيل چې ډېر ښۀ سړے یې، هره خوشحالي دې راله راکړې ده خو د اولاد د لاسه مونږ ډېر بدقسمته وو _ يو زوے خو ئې نشئي شوے ؤ، د ډېرو علاجونو نصيحتونو نه پس چې هم پۀ لار نۀ شو نو بيا ترې نه مايوسه شول. د ازل ليک ته ئې توره او ډال وغورځول، پۀ خپل حال ئې پرېښودو. پۀ موده نېټه پس کۀ کور ته به راغے هم نو د کور لوښي لرګي به ئې پۀ غلا وويستل، خو کله چې بل زوي پلار ته ووئيل چې تا مونږ له څۀ کړي دي؟ پۀ ايله ايله خبره چې ئې د مور او پلار بې مخي شروع کړه نو بيا هغه خبر لوڅې الفت جان، د تورانۍ پۀ شان خوږ ژبې چغېدونکې الفت جان بيا خپلې شونډې وګنډلې _ شاذ و نادر به ئې يوه خبره نيمه وکړه. هغه به کله کله فکر واخست چې د هغه والدېنو د بدقسمتۍ به څۀ انتها وي چې د خپل اولاد نه پۀ مستقله وېره کښې اوسي.

بس روان ؤ او د هغۀ سر د منتشر خيالاتو د هجوم نه پېمانه، يوه يوه واقعه ئې پۀ روح لکه د ويشېدلے لاوې داغونه ښودل. د الفت جان پۀ سينه چې دړد راغے، ټوله شپه ئې پۀ اذيت کښې تېره کړه؛ د شپې ئې څوک خبر نۀ کړل. سحر چې ترې نه نور تکليف برداشت نۀ شو نو حال ئې ووې. هغۀ چې زوي ته د کوټې دروازه وټکوله، چې لۀ کوټې راووتو نو د مور پۀ ابتر حال ئې خبر کړو _ پۀ جواب کښې ورته زوي ووئيل چې څوک بابو ورله راوله، زۀ واړۀ د ورځ دوو د پاره واورو له بيايم، د وړاندې نه مو پروګرام جوړ کړے دے. ننداره قدرې ئې هم ونۀ کړه.

بس روان ؤ. هو! د هغۀ الفت جان مړه وه _ هغۀ ازاد ؤ _ د صحرائي مارغه پۀ دود ازاد _ پۀ غرونو، سمونو، سيندونو، ښارونو الوتے شو _ خو نه! هغۀ لرې، ډېر لرې يوه داسې ګوشه کتله چې باقي ژوند د وينو د رشتو نه لرې د ګمنامۍ پۀ حالت کښې تېر کړي _ د الفت جان مرګ پرې د خداے تنګ لنډ جهان اوس ډېر پراخه کړے ؤ خو هغه د داسې ګمنامۍ خوګر ؤ چې د جنازې بازوګان ئې زامنو نۀ وي نيولي _ د دې خبرې پۀ ارمان ؤ چې خاورو ته د غېرو پۀ لاسو وسپارلے شي _ د بې څوکه مسافر پۀ شان د قبر درک ئې هم چا ته معلوم نۀ شي.

بس روان ؤ _ هو! الفت جان مړه وه_ الفت جان پۀ تلو تلو کښې د زوي نه ټول بدل اخستے ؤ _ هغې د خپل مرګ ورځ داسې ټاکلې وه چې زوے ئې سره د بچو لرې، ډېر لرې د واورو نندارې له تلے ؤ _ هغۀ ئې مړے د هغوي راتلو ته ايسار نۀ کړو. د تدفين نه پس چې خلق د قبر نه رخصت شول نو هغۀ ئې د قبر سر ته پوره ساعت ناست ؤ _ غلے _ بغېر اوښکه توې کړې _ د رخصت پۀ وخت کښې ئې دغه قدرې ووئيل، ‘زما ستړې ستړې الفت جان! خداے دې کروټ پۀ کروټ دمه کړه! ستا نه بغېر زۀ هم ژوندے لاش يم’. جېب ته ئې لاس کړو، بټوه ئې راوويسته، د هغې نه ئې خپل شناختي کارډ او پنشن کارډ راوويستل _ د الفت جان د قبر خاورې لا اوپره وې، پۀ سينه ئې ورله دغه کارډونه ژور ښخ کړل، خاورې ئې پرې دوباره هموارې کړې _ د الفت جان سره ئې خپل شناخت هم د همېشه همېشه د پاره دفن کړو او د محلې د جومات چې درې ورځې تعزيت پکښې کېدونکے ؤ، پۀ ځاے د غټې اډې پۀ لار روان شو.

لويه اډه د مسافرو نه ډکه وه _ د بابو کړکۍ ته د ټکټ راخستو د پاره پۀ قطار کښې ودرېدو _ پۀ خپل وار بابو ترې نه تپوس وکړو، ‘کاکا! چرته او ټکټ پۀ څۀ نوم پرې کړم؟’ هغۀ ورته ووئيل، ‘ورارۀ! ښار ته روان يم او ټکټ د مرحوم پۀ نوم پرې کړه.’ بابو پۀ حېرانۍ تپوس وکړو، ‘کاکا!! پوهه نۀ شوم _ پۀ څۀ نوم؟ هغۀ بيا جواب ورکړو، “جي د مرحوم پۀ نوم ئې پرې کړه!”_ بابو وخاندل، ‘کاکا! نوم دې څۀ ډېر عجيبه غوندې نۀ دے؟’ دواړو وخاندل _ ټکټ ئې سنبال کړو او د بس پۀ لور پۀ تېز تېز قدمونو روان شو.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …