زۀ او زما ورور چې کله ماشومان وو، یعني پۀ شپږم اوووم کښې به مو سبق وئیلو؛ نو داجي دې خداے وبخښي، د قمر کاکا ټانګه ئې راله ټهېکه کړې وه. سحر به ئې سکول ته بوتلو او ماسپښین به ئې کور ته راوستلو. د قمر کاکا ټانګه هم نو خداے دې وبخښه؛ خو چې دوه کلومیتره لاره به وه نو د قمر کاکا نېستمنې اسپې او ټانګې به پۀ درې نیمې ګېنټې کښې وهله. او لا کله کله خو چېې به بې بې دوي چرته مړي ژوندي له یا چرته عذر ومبارک له تلل د خپلوانو کره، نو داجي به د قمر کاکا ټانګې ته وېنا کړې وه ـــ نو چې کله به زمونږ چهټي وه او لۀ بده مرغه به چرته غم ښادي وه، نو مونږ به وئیل چې یه الله! پوره هفته مو د قمر کاکا د ټانګې نه زړۀ وچوي چې لا د چهټۍ پۀ ورځ هم سحر وختي د کوڅې مخې ته ولاړ وي او چغې وهې چې نازکې بې بې! راوځئ کنه! هغه مړي له نۀ ځئ؟
نازکه ابۍ دې خداے سره د خاورو وبخښي، چې چرته به هم تله نو زۀ به ئې د ځانه سره مخکښې کولمږ هغه د چا خبره، بس سم د لاس غرګے ئې وم، کۀ ما به ورته شل کرته ووئیل چې ابۍ! د قمر کاکا تانګې نه خو لا مونږه دمه شوي نۀ یو چې تۀ مو پکښې اوس بیا شاربې!!! مسلم خان ځان سره بوځه کنه!
د نازکې ابۍ پۀ خولۀ به زما د پاره ټول عمر یوه دعا وه، ‘بچې! الله دې راته “ارضي نویس” کړه!’ پته نشته چې هغې ما ته دا دعا پۀ کوم نیت کوله؟ یا به هغه وخت کښې هسې دا نوم دروند ؤ ـــ عهده وړه خو نازکې ابۍ خوارې ته دا څۀ پته لګېده چې عرضي نویس پۀ کچهرو کښې سټامونه لیکي. پوهانو ته به کېدے شي چې دا ښېرې ښکارېدې خو د نازکې ابۍ غوندې ساده او یو ډبیزې ښځې ته دا داسې دعا ښکارېده لکه نن سبا چې څوک چا ته وائي، ‘بچې! خداے دې باچا کړه!’
ښه رښتیا! نو ما د اتوار پۀ ورځ هم د قمر کاکا د ټانګې نه سر ټکاوۀ. سر به درله څۀ خوږوم خو ورځ به پۀ تلو راتلو کښې ووته. د قمر کاکا د اسپې به درته څۀ وایم، د شرافت نه پرې ختمه وه. داسې شریقه لکه څنګه چې قمر کاکا شریف ؤ. د دواړو داسې د مینې ررشته وه چې تا به وئیل ګنې دا اسپه او قمر کاکا بیخي ورور خور دي. کۀ پۀ لاره به خټې وې کۀ کاڼي ګټې، سیلۍ به وه کۀ باران؛ خو چې قمر کاکا به ورته ‘ځه توکل پۀ خداے کړه’ ووې نو بس مجال شته کۀ اسپې به د واګې چک ته هم انتظار کوۀ!!!
کله کله به مزل اوږد شو، کله به ئې ساز وشلد او یا به ترې چابک لړه شو، یا به د اسپې توګره پرېوته ـــ نو چې کله به هم ورسره مونږ یا چرته نورې سورلۍ کښېناستې نو دۀ به روانېدو سره سورلیو ته قیصه شروع کړه او سورلۍ به ئې داسې مشغولې وساتلې چې هغو ته به دا پته هم ونۀ لګېده او منزل ته به ئې رسولي وو. دې ته د قمر کاکا د اسپې کمال ووایم او کۀ کمزوري؟ چې پۀ ټانګه کښې به سورلۍ دوو نه درې کېدې او یا به د څلورو نه پینځۀ کېدې نو اسپې به داسې نري نري شان اوازونه شروع کړل. ستاسو د مخه دې حیا وي، اسپې به سترګې د کاڼي کړې وې خو قمر کاکا د دغه اواز ستر ماتېدل کله د یو پښتون پۀ حېث زغملے شول؟ بس پۀ یوه ساه به ئې ټپې شروع کړې. نۀ به سورلۍ د اسپې پۀ دغۀ پوهه شوې او نۀ د مزل پۀ اوږدوالي.
وختونه تېرېدل او یوه ورځ ارشد پۀ روسپیکل (لاوډسپیکر) غاړه تازه کړه، ‘خداے مو وبخښه یو ضروري اعلان واورئ! د ګلتوت کلي قمر کاکا ټانګیوال پۀ حق رسېدلے دے، نن دوه بجې به ئې پۀ خپل کلي کښې جنازه وي.’
ارشد اوس هم ژوندے دے. د څو سوه مړو اعلانونه به دې انسان کړي وي. اوس خو ورسره د شاوخوا کلو زنانه هم بلدې شوې دي. چې د اعلان ګاډے ګرځي نو دے به روسپيکل کښې غږ وکړې چې ‘کشمیرۍ ابۍ!’ یا ‘کونډې ترور! مرۍ مې اوچه شوه، چاے مۀ نۀ دي څښکلي’، چاے ورله هم راشي. د مړو اعلانونه کول اوس د هغۀ روزګار دے. مخکښې به ورله خلقو روسپیکل پۀ کرایه راوړو، اوس ئې مال د خداے دے خپل رروسپیکل ئې اخستے نو د هغې کرایه ورته هم پۀ جېب پاتې کېږي. ما له چې مخې له راشي او تپوس ترې وکړم نو ډېر پۀ خوشحالۍ سره وائي، ‘شکر دے، ګزاره کېږي.’ اوس خو د خېره سره زمونږ د امین کنډي نه لږ زیات او د فرمان کسکر نه لږ کم مشهور هم دے. دا ترقي ئې هم شوې ده چې جنازه کښې مُلا پسې دوېم تکبیر هم کوي او جنازې نه مخکښې دا اعلان هم کوي، ‘خداے مو وبخښه موبائیلونه بند کړئ، مخکښې راشئ وروره! ځاے ډېر دے.’ کېدے شي چې څۀ وخت پس ورته بله څۀ عهده هم ملاو شي او کۀ پۀ دې رفتار ترقي کوي نو زر ده چې د رستم شاه مهمند سره بۀ سکېل کښې ډغره ووهي.
قمر کاکا خو تېره کړې ده، خو د هغۀ د اسپې وفاداري به رانه هېره نۀ شي ـــ یعني څلور ورځې پس! جي بالکل! پوره څلور ورځې پس د قمر کاکا مرحوم نېستمنې مګر وفادارې اسپې هم د هغۀ د جدایۍ غم برداشت نۀ کړو او د دې فاني دنیا نه ئې سترګې پټې کړې.
اوس خو زمونږ خپل بچي پۀ شپږ اووم کښې دي. د ټانګو مانګو ځاے چنګچیانو منګچیانو او د بسونو مسونو، سوزکو موزکو، ډاټسنو ماټسنو ځاے پلېنکوچونو (فلائنګ کوچونو) نیولے دے. پلېنکوچ د دې خبرې ضمانت وي چې دا به مونږ نیمه ګېنټه درې پاوه مخکښې خپلو ځایونو ته رسوي او ځکه تر دې دمه د روډ تېز ترینه سورلي پلېنکوچ دے.
یوه ورځ د پېنډۍ نه پلېنکوچ ته وختم او پېښور ته راتلم. هرې سورلۍ پۀ څنګلو ځان له لاره ویسته چې شیشې ته څېلمه ځاے ونیسي او یا پۀ زنان سیټ پسې چې کوم سیټ وي، دغه سیټ قبضه کړي او لږ پۀ ارام مزل وکړي. زۀ چې راوختم نو یوه سورلۍ لاندې ولاړه وه. ما ورته وئیل، ‘ملګري کښېنه کنه!’ ما ته ئې وئیل، ‘اٰئي اېم سوري! تۀ کښېنه! ما ځان له ګېټ ته جوخت ځاے نیولے، ګورې نۀ چې رومیال مې پرې ايښے دے؟’ ما پۀ یوه سترګه هغه رومیال ته شیش واخستو او زړۀ کښې مې ووې، ‘کوپار ماله! پۀ رومیال دې ځاے نیولے دے!!! زمونږ تربېله خان خو توپې لچې کړې دي خو ځاے ئې ونۀ نیوۀ.’
خو بس پلېنکوچ روان شو. خلقو د ډرائیور استاد پۀ وېنا د سفر دعا وکړه. زما ترې پېریان هم نۀ وو خبر چې پۀ دې درې څلور ګېنټې سفر کښې به څۀ څۀ حالات مخې ته راځي او داسې خلقو سره به مې دا درې څلور ګېنټې سفر تېرېږي چې بیا کۀ راله څوک د پیربابا پۀ سر لاس کېږدي نو هم به پلېنکوچ ته زړۀ ښۀ نۀ کړم.
چې څنګه پلېنکوچ اډې نه ووتو او جي ټي روډ ته سم شو نو ما سره چې پۀ خوا کښې کوم سړے ناست ؤ، د مونګ پلو ګوتۍ ورسره لاس کښې وه، یو یو پلے به ئې ماتوۀ او د چغجۍ نه به ئې یو ټق ویستو. چغجۍ به ئې خولې ته داسې ویشته لکه مونږ چې به پۀ ورکوټوالي کلي کښې قوتي ته بیلوري ویشتل. تاسو پۀ خداے یقین وکړئ او چې پۀ کامرېډ خو ئې بیخي ونۀ کړئ، کۀ د دې بنیادم نه به یوه چغجۍ لاندې غورځېدلې وي؛ نېغه به ئې لکه د مندڼي د خورشید عالم استاذ ډوغلي ته ورشغوله. دا لا څۀ کوې، کله کله به ئې درې څلور پلي مات کړل نو چغجۍ به ئې یو موټي کښې جمع کړلې، نو بیا به ئې ګوتۍ خپله غېږ کښې کېښودله و چغجۍ به ئې د دواړو لاسو پۀ تلو کښې ومږلې او پوکے به ئې ورکړو؛ هغه پک به نیم زما پۀ لمن کښې راپرېوتو او نیم به به پۀ نورو سورلیو ورباد شو؛ نو تاسو پۀ خپله کۀ مسلمانان یئ نو سوچ وکړئ چې ستاسو پۀ خوا کښې څوک ناست وي او ډکه ګوتۍ پلي ئې راخستي وي او دا یوه ټقا ئې پرې جوړه کړې وي، او بیا داسې د کوډاخېلو شومپړق انسان چې نۀ درته د پلي ست کوي او نۀ درته ګوري چې دا خوا کښې مې ناست دے نو د دۀ به هم غاښونه چغچیو ته خارښتېږي!!! نو رښتیا وایئ چې تاسو له به غصه درځي کۀ نۀ؟ ما خو پرېږده پۀ شړق مې مۀ ووله، خو زما نه چې کوم مخکښې سړے ناست ؤ، د هغۀ سره پۀ غېږ کښې بانګي ؤ. د بانګي مالک شیشې ته داسې پۀ غور کتل چې تا به وئیل کۀ د پلېنکوچ ډرائیور دے؛ خو بانګي چونکې د هغۀ پۀ غېږ کښې ؤ نو د بانګي مخ وروستو سورلیو ته ؤ. بانګي پۀ یو یو کس بې غرضه نظر ساتلو خو د کوم سړي سره چې پلي وو، دۀ ته خو ئې بیخي پۀ غرضي سترګو کتل. زۀ وېم دې بانګي به خامخا زړۀ کښې دا ګیله اړولې راړولې وي چې یه د پلو واله د نۀ سړي زویه! پۀ پک خو دې راله سترګې ړندې کړې، چغجۍ نیمه خو هم راوشغوه کنه!!! شومپړقه لا خو!!! بانګي چې به پۀ ناخواله سترګو ما ته راوکتل نو زما به پرې د خپل لنګوټ یار دوست محمد بحر مینه ماتېده، ځکه چې د دوست محمد بحر او د بانګي د سترګو مشابهت ډېر ؤ. بس دومره ده چې د دوست محمد بحر سترګې ځاني سرې لمبې دي او د بانګي سترګې د پلو واله ته د قهره سرې ښکارېدې.
د بانګي ججوره کښې پلو واله ته اوبۀ راغلې وې او د بانګي مالک سړک ته کتلو کښې سترګو رپ نۀ ورکولو خو ما ته یوه بله راپېښه وه ـــ زما نه مخکښې یو پهلوان شان ناست ؤ چې خېټه ئې بې نېټې د بډې نه ښکته خوئېدلې وه لکه زمونږ د کلي د روحیدي؛ سپینې جامې او د وکیلانو تور کوټ ئې پۀ ګرمۍ کښې پۀ غاړه کړے ؤ سره د تورو بوټانو، خړ وېښتۀ ئې پۀ تور تندي اوړېدل راوړېدل. داسې ښکارېد لکه چې ښۀ تنګ شوے ؤ او پۀ پلېنکوچ کښې سفر باندې پښېمانه ؤ ـــ دغه پښېماني ئې پۀ خپل ځاے خو چې کله ئې خبرې وکړې نو راشه کۀ تودېږې؛ کلېنډر (کنډکټر) ته ئې پۀ دروند اواز ووئیل، ‘کنډېکټر! دا ګېټ لږ لوک کړئ’ـــ بس ما ته پته ولګېده چې اواز ئې دۀ پۀ زور دروند کړے ګنې نور هسې وۍ کنه دے ــــ کلېنډر ئې پۀ خبره پوهه نۀ شو، مخ ئې پسې راواړوۀ چې څۀ وایې وروره؟ دۀ بیا ووې چې ‘دا ګېټ لږ لوک کړئ پلیز!’ ما چې د کلېنډر مخ ته وکتل نو پوهه شوم چې پۀ ‘لوک’ (lock) ئې پوهه نۀ شو نو زر مې ورته ووې، ‘دے وائي دا ور جرنده کړه چې بېرته نۀ شي.’ کلېنډر بد بد هغۀ ته وکتل، بیا ئې سر له څنډ ورکړو او د دغه سړي خوا ته ئې لاس راوغځولو چې د لاک نه ټک وباسي. ما ته ئې هم یو نظر وکتل او د اشارې نه ئې دومره پوهه شوم چې دا مسټر لوک خو پۀ خپله د ور سره خوا کښې ناست دے، هلکه خو څنګل پورته کړه او دغه بټن ښکته کړه نو کار سم دے!!! خو بس نو.
ما له د کلېنډر ټک ته سوچ کوۀ چې دې کښې وروستي سیټ کښې موبائیل وټنګېدو. مړه نو! بس چائینه موبائیل ؤ او ښۀ تېز سپیډ کښې ئې دا ټنګ ټنګ پۀ ټول پلېنکوچ کښې خوارۀ شول. خو چې دۀ د بنېن د جېب نه موبائیل راویستو راویستو نو ټلۍ سر خوړلے ؤ. د ظالم جېب کښې لکه د صاحب ګل محال د ساجد دوه فرلانګه مزل پروت ؤ ـــ چې د مرۍ نه ئې جېب شروع شي نو هاغه بډې ته ورسي ـــ لکه سړے چې مومندو کښې ټیوبېل (ټیوب وېل) ته کوزېږي.
بهرحال، موبائیل چې بیا پۀ ټنګ ټنګ شو نو دۀ ورله بټن وزورله او بیا دۀ کښې هم چائینه روسپیکل لګېدلے ؤ نو؛ بس یوه چغه شوه ‘خیلو! خیلو! خیلو! څوک خبرې کوې؟ یا هلکه تا ته وېم کنه څوک یې؟ خیلو! خیلو! خیلو! زۀ پۀ ګاډي کښې ناست یم، خیلو! خیلو! اواز دې نۀ راځي. یه هلکه پۀ تېزه ووایه څوک یې؟ خیلو! خیلو! خیلو!’ ــــ لکه چې د ترېشل (تهرېشر) ورځو کښې اشریان پۀ زوره زوره یو بل ته خبره کوي، داسې ئې ځان له مرۍ کښېنوله. بیا ځان سره لګیا شو ‘تۀ به ورته خیلو خیلو کوې او د دۀ د خولې نه به اواز نۀ راخېژي، سړے خو لږ پۀ تېزه خبرې وکړي کنه مړه! بېخ دې ووځه.’
دۀ به نورې ښېرې هم کولې خو دې کښې بیا ټنګ ټنګ شو؛ ‘خیلو! یه هلکه دا تۀ یې؟ خوار مۀ شې! بخت فقیره تۀ یې؟ د خداے ظالمه! نو خلق خو خبرې لږې تېزې کوي کنه! او زما درباندې څۀ؟ تاوان خو ستا کېږي. ښه نو وایه کنه! څنګه چل دے؟ واړۀ ځاږۀ دې څنګه دي؟ پلار دې ښۀ دے؟ هلکه رښتیا خبره مې درته لا کوله، غنم خو قابو دي لۀ خېره ښه، ګورے بل چا ته د لو ونۀ وایې ـــ خو زیان نه زیات پکښې یوه میاشت ده کنه! زۀ، خېر ولي او متولا استاذ یو، مونږ درې واړه به درله لو کوو ښه! ښه! نه نه! هو کنه! نه یاره! زۀ خو لږ پنجاب ته تلے ومه، هو کنه! هغه قیادم الدین او طعام الدین دوي دلته دي کنه! مړه هره ورځ به ئې وئیل تۀ نۀ راځې او نۀ راځې نو هغه بله هتفه کښې ورغلو ـــ زۀ، متولا استاذ او خېرولي وو. بس څلور پینځۀ شپې مو ورسره وکړې. پۀ قران چې ډېره مزه ئې وکړه نو، ایله مو ورسره دا هوا بدله شوه مړه! خیلو! خیلو! یه هلکه اواز دې بیا کټ کټ کېږي! دا ولې؟ خیلو! بس اوس ټیک شو. اوس در روان یو کنه! بس چې درشو هلته به بیا خبرې وکړو ښه! او رښتیا هغه ګل پک لالا څنګه شو؟ کار مار له ځي کۀ نۀ؟
زۀ اوس پۀ زړۀ کښې وایم چې یه پروردګاره! دې پلېنکوچ نه جهاز جوړ کړه او پۀ پېښور ئې راکوز کړه خو چې د دې کم عقل انسان دا موبائل بند شي. ما خو دواړه ګوتې پۀ غوږونو کښې کېښودې او نورو سورلیو هم سرونه پۀ سیټونو ایښي وو. پوره نیمه ګېنټه پس ئې پۀ موبائل کښې بېټري ختمه شوه نو هله غلے شو. ما چې غوږونو نه ګوتې لرې کړې نو دۀ لا پۀ تېز اواز ووې، ‘یاره بېګا مې ټوله شپه د قیام الدین پۀ نري پن واله چارجر باندې چارج کړے دے خو الله دې بېخ د چائنه موبائلو وباسي، لا دوه خبرې به دې نۀ وي کړې چې کړپ بند شي.’ مړه نو دا څۀ انسانیت دے؟ پۀ دې کښې یوې سورلۍ اواز وکړو، ‘استاجي! یو کېسټ خو ورولګوه کنه یار! بس تشې د موبائلو خبرې دي وروروه نو.’
ډرائیور سره چې کوم دوه کسان مخکښې سیټ کښې ناست وو، هغوي خو پلېنکوچ ته د ختو سره خپل سرونه مبارک وروستي سیټ ته تکیه کړي و او اودۀ شوي وو، لکه چې ښه لویه شوګیره ئې کړې وي، حالانکې پکار خو دا ده چې مخکښې سیټ کښې کوم څوک کښیني چې ویخ او تازه وي، ځکه چې یو خو به ډرائیور ځان سره مصروف ساتي او چې کله خوب ورځي نو ورته وائي چې استاجي! مخ ته لپه نیمه اوبۀ واچوه چې خوب درنه وتښتي، یا یوه پیاله چاے وڅښکه چې تازه شې. باید چې مونږ د دې خبرو خیال وساتو، دې سره به نورې سورلۍ ههم د حادثې نه بچ وي او ډرائیور هم.
دې کښې خوا کښې سیټ باندې ناست یو مولانا صاحب اواز وکړو ‘لا حول و لاقوة ـــ یه د الله بندګانو! د الله نه ووېرېږئ! پۀ جنازه کښې روان یئ او تاسو ډرائیور ته وایئ چې ټنګ ټکور ولګوه!!!’
‘مولانا صاحبه! ستاسو خبره پۀ ګل بدله خو د هر څۀ خپل خپل وخت وي’، یو کس پۀ غلي اواز ووئیل. د ذکر خپل ځاے او د ټنګ ټکور خپل ځاے. ‘استغفرالله! توبه وباسه! کافر کېږې.’
‘پۀ څۀ کافر کېږم؟’ سورلۍ بحث شروع کړو. ‘تۀ پۀ دې خپل ګرېوان کښې سر دننه کړه، دا تا څۀ ووئیل؟ څۀ بکواس دې وکړو؟ د دین نه خلاف خبر دې وکړې. پۀ اسلام کښې هډو ټنګ ټکور روا نۀ دے، دا منع دے او قطعاً منع دے.’ مولانا صاحب لهجه ترخه کړې وه. ‘اسلام کښې به منع وي خو پۀ پښتو او پښتنو کښې نۀ دے منع ـــ او بیا هغه تا نۀ دي اورېدلي چې حجره او جومات سره ورور خور دي.’ سورلۍ هم اواز تېز کړو. ‘خو تا دا نۀ دي اورېدلي چې وروري خوري به کوو خو حساب کتاب تر منځه؟’ نو تا به هم دا اورېدلي وي چې
ملا ته وایه مونږ د ذکر فکر خلق نۀ یو
زمونږ د زړونو تسلي خو پۀ سندره کېږي
مولانا: ‘استغفرالله! پۀ جاهلانو مې سر دے.’
بلې سورلۍ اواز وکړو، ‘مولانا صاحب! خېر دے، بحث پرې مۀ کوئ، لا هلک دے؛ چې وې وئیل نو وادې وري کنه!.’
‘دا هلکان کۀ مونږ نۀ پوهوو نو لوبه ورانه ده، څۀ بیان ورته ولګوئ چې واوري ئې.’
دا ځل هلک نور هم تېز شو، ‘لوبه ولې ورانه ده؟ ولې ما چا ته کنځل وکړل؟ سپکه مې ووئیله؟ او پۀ بیانونو راله نور غوږونه مۀ خورئ؛ ساسو خبرې خو ټول عمر مونږ واورېدې ـــ پۀ جوماتونو کښې، پۀ مېلادونو کښې، پۀ روژو کښې، پۀ کوژو کښې، پۀ دستاربندیو کښې، پۀ جمعو کښې، پۀ چوکونو کښې، پۀ رېډوانو کښې، پۀ ټېپونو کښې ــ لا اوس رِنګ ټونونه هم شروع شوي دي. نور څۀ وکړو؟ پټکي پۀ سر کړو؟
کۀ پۀ دې باندې جنت وي، مونږ بائیللے
چې دا ټول پټکي پۀ سر کړي او ملیان شي
مولانا صاحب! کۀ جنت پۀ پټکو او تسبو کښې وي نو بیا زمونږ نه پاتې دے، بیا دې ستاسو مبارک شي.’
دا خبرې به نورې هم اوږدې شوې وې چې دې کښې ‘قق قق! قو قو’ بانګي بانګ وکړو او ټول مسافر پۀ خندا شول چې چا دې بانګي ته غوږ کښې وئیلي وي چې اشنا! پۀ بانګ ورچغه کړه چې دا ماحول بدل شي. دې کښې د یوې سورلۍ د خولې نه ووتل ‘راشه کنه وروره! دۀ هم بانګ وکړو.’ مولانا صاحب مخ واړوۀ او غلي شان ‘استغفرالله’ وئیلو باندې ئې اکتفاء وکړه.
دې کښې بلې سورلۍ د وروستي سیټ نه خپلې غړانګه را اوږده کړه، ‘یه وروره! دا پلېنکوچ دے څۀ راجواړه خو نۀ ده چې تاسره پکښې داسې بې مهاره لګیا یئ؟’ بلې سورلۍ ځواب ورکړو ‘مړه تۀ غلے شه یار! خو چې څومره کرایه تا ورکړې، دومره مونږ هم ورکړې کنه! او هم دومره کرایه دې بانګي واله هم ورکړې ده؛ پلېنکوچ مو څۀ پۀ بیعه نۀ دے اخستے چې یو وائي سندره ولګوه، بل وائي مۀ لګوه.’ بلې سورلۍ پکښې ووې ‘قربان شم پۀ دې ګاډي کښې زنانه هم ناستې دي او اوسنۍ څۀ سندرې دي خو ‘پتاسه یې پتاسه’، ‘خودکشه دهماکه یم’، ‘آگے پیچهے جاؤ خپلې زلفې دې لهراؤ’ او ‘سترګې دې سرې شوې دي د پړانګ پۀ شان : زۀ دې پرې خوړلے یم بلا یې’ او یا ‘ما سره پیار وکړه’ ـــ د مولانا خبره تر ډېره حده ټیک ده، تاسو ووایئ دا اوس د اورېدو سندرې دي قربان دې شم؟ پخوا به ښائسته سندرې وې د احمد خان بابا، سبز علي استاذ، ګلنار بېګم، خیال محمد استاذ، هایت الله، کشور اپا، فضل رپي استاذ او بیا داسې ورپسې راځه نو وحید ګل، زرشاد، احمد ګل استاذ، ظاهر استاذ ـــ دا ټول استاذان وو، دا سندرغاړي وو. اوس خو پۀ کمپیوټر سندرې وائي، اواز ورله لږ سم راسم کړي، وائي زۀ سندرغاړے یم. دغه موسیقۍ ښائسته وې، شاعري مزېداره وه؛ اوس خو کۀ راباندې رښتیا وایې نو د هارون باچا نه بغېر هډو سندرغاړي پۀ چا لګي نۀ قربان دې شم ـــ کۀ څنګه مولانا صاحب؟’ هغۀ خپل سر د پټکي سره را اوچت کړو او پۀ سر خوځولو سره ئې ښه ووې، ‘زمکه د مکې به ځنګېدله لکه ټال’، او یا ‘کۀ صورت د محمد نۀ وے پېدا’ یا لکه ‘وګوره دبدب زما’ یا د یوسف خان شېربانو قیصۍ؛ دا څنګه قیصۍ وې، واقعې ښائسته اوازونه وو هغه وخت کښې. د مولانا صاحب پۀ دې خبرو یو زلمي اواز وکړو ‘د مولانا صاحب د پاره ټول لاسونه وپړقوئ! پۀ والله ټولې سندرې ئې اورېدلي، د هر څۀ نه خبر دے خو بس هسې هغه د شوملو او ایندوانې خبره ده نو.’ مولانا صاحب بیا غلي شان لا حول و لا قوة ووې. ما زړۀ کښې وئیل چې مولانا صاحب به شل کاله پس دا پتاسه او آگے پیچهے جاؤ هم ومني خو د دوي دا مسئله ده چې نن نۀ سندره پبلک کښې اوري او نۀ ئې زغمي.
‘استاجي ته دې خېر وي، ځه کنه استاذ! اوس خو د سورلیو روغه وشوه، څۀ خو راباندې واوره کنه’. کېسټ کړپ وکړو او د هدایت الله استاذ سندره شروع شوه:
پېدا دے پۀ دنیا کښې هر بشر جدا جدا
منزل د ټولو یو دے خو سفر جدا جدا
دې سندرې چې کوم خوند وکړو، تاسو یقین وکړئ چې داسې ښکارېده لکه امیر غلام صادق صاحب دا سندره هد نن نه دېرش کاله وړاندې هم دې حالاتو د پاره لیکلې وي. یا خو هغه چرته پۀ ګاډي کښې ناست ؤ او د هم داسې حادثې ښکار شوے ؤ د کومې حادثې یعني د پلېنکوچ د دې سفر چې نن زۀ ښکار شوے یم.
د ډېرې خاموشۍ نه پس چې ډرائیور پسې کوم سیټ کښې ښځې ناستې وې، ګنګوسې شروع شوې، ګنګوسي سره سم د ماشوم د ژړا اواز پۀ پلېنکوچ کښې خور شو. خلق ټول غلي وو او یا د ډېر بحث نه ستړي شوو وو او د نورو خبرو توان پکښې نۀ ؤ. یوې زنانه پکښې اواز وکړو چې خورې! دې ماشوم دې پرتوګ کښې ګل وکړل. دا خبره څۀ وه چې ما خو سم د لاسه خپله پوزه پۀ لاسونو پټه کړه. چا به وئیل دا شیشه بنده کړئ، چا به وې بېرته ئې کړئ. ماشوم خوار د څۀ نه خبر ؤ چې زما واړۀ شان ګل به د پلېنکوچ د سورلیو پوزې پۀ بندولو مجبوره کړي. یو کس پکښې پټ شان بل ملګري ته ووې، ‘د خداے نېکبختو! دا خو ماشومان دي، چې سړے ئې چرته بوځي نو ښۀ ئې تش کړي او بیا ورته چرته پېمپر مېمپر واچوي؛ ماشوم خو پۀ خپله نۀ شي وئیلے چې ما ته دا مسئله ده. دا اوسنۍ لا څنګه میاندې دي مړه!’ دې نه مخکښې چې بل بحث شروع شي، پۀ مخکښي سیټ کښې پۀ اودو کسانو کښې یو تن سترګې وغړولې او غزونې ئې وکړې او د غټ اسوېلي نه پس ئې ډرائیور ته ووې، ‘استاجي! کوم ځاے ته راورسېدو لۀ خېره؟’ ‘هلکه بس قابو یو، اودۀ شه!’ ما ورله اواز ورکړو. ‘اشنا! ښه ده چې اودۀ وې، هډو څۀ نه خبر نۀ شوئ؛ نۀ تۀ او نۀ دې دا بل ملګرے، ښۀ بې غمه اودۀ وئ او سم خوب مو وکړو.’ ‘ولې څۀ وو څۀ؟’ ‘نه نه! بس د ډالر قیمت لږ کم شوے دے نور خېر دے.’ ما وې چې اوس به دې نیکۀ ته څوک دا ټوله الیف لېلا وائي ـــ هغه پۀ خپله ګویا شو، ‘یره جي بس والله مونږ دلته پېنډۍ کښې د یو فوجي افسر سره کار کوو، اخلے پخلے ورله کوو؛ نو بېګا ئې پۀ بنګله کښې بلها مېلمانۀ وو، تر سحره مو پۀ کار اوږې وپړڅېدې. دا پینځۀ ورځې چهټي ده نو پۀ توره تیارۀ راووتو چې ځان کور وړو ته ورسوو.’ یوې سورلۍ پکښې ووې، ‘ملک خو د فوجیانو دے، مونږ دله ګان خو ئې ټېکسونو ادا کولو او د لوډ شېډنګ پۀ وخت واپډې خوارې ته کنځلو له پکښې ساتلي یو. دا فوجیان او د جنګ منګ نه ووتل، داسې پۀ حق حرام ژوند راواوړېدل چې اوس نو بس توبه توبه! څۀ وئیلے هم نۀ شو، سبا به ورک یو.’ یوې سورلۍ دا خبره بده وګڼله چې تۀ پۀ پاک فوج پسې خبره څنګه کوې؟ خو دا شکر دے چې مخکښې پۀ ټول پلازې فوجیان ولاړ وو او دغه سړي ټولو نه وړومبے اشناتيکاټ لاس کښې نیولے ؤ.
زۀ خو ترې د چارسدې اډې د پاره پۀ پُل د پاسه کوزېدم خو یوه خبره مې پکښې بیا هم کول غوښتل. ما او هغه مولانا صاحب پۀ یو ځل خبرې ته خولۀ سمه کړه خو بانګي دې چار ښۀ وي زمونږ دواړو نه ئې مخکښې قق قو قو قو شروع کړو. خداے شته خندا هم راغله. زۀ چې ګاډي نه کوزېدم نو روانه روانه کښې مې بانګي ته ووې، ‘مزې پکښې تا وکړې یاره! نۀ اشناتیکاټ ساتې، نۀ پېمپر، نۀ د پلو چغجې او نۀ دې ډالر پرېوتو سره زړۀ پرېوځي. مزې دې وکړې نو.’
ما وکتل چې د پلېنکوچ هرې سورلۍ ما ته نېغ نېغ کتل او بیا ئې یو ځل بانګي ته وکتل. هغه ګل کولو واله ماشوم چې د چا ؤ، د هغې مخ برقعه کښې پټ ؤ خو هغې هم مخ ما ته راړولے ؤ. پلېنکوچ روان شو او ما سره سودا شوه چې دا ټولو داسې پۀ غور ما ته ولې وکتل؟ بیا چې مې پام شو نو ما وې هۍ ظالمانو! تاسو ټول بې بې اشناتیکاټه، بې پېمپره، بې چغجو او د ډالر نه بې نیازه بانګي ته پسخېدلي یئ. زۀ ورته خپله هم لږ وپسخېدم. د پلېنکوچ دې سفر کښې د بانګي دعا د ډېر خېر خبره وه.