مولانا عنایت الله د طورو
د برټش (پېرنګي) حکومت پۀ دور کښې راقم الحروف د ازادۍ پۀ تحريک کښې شامل ؤ. د خدائي خدمتګار تنظيم پۀ سلسله کښې امير محمد (موچي) د هوتي مردان د خدائي خدمتګارو جرنېل منتخب شوے ؤ. جرنېل صاحب به څپلۍ جوړولې او وخت تېرے به ئې پرې کولو. د جرنېل صاحب پۀ کور کښې دوه نفره وو – والد صاحب ئې ؤ او دے پۀ خپله ؤ – خو د عبدالقیوم خان پۀ وزارت کښې ټولو ناکړدو لۀ پۀ خندا مخامخ مقابلې له ورتلو.
غالباً پۀ 1951-52ز کښې جرنېل صاحب پۀ دفعه 40 سرحدي قانون کښې ګرفتار شو. راقم الحروف (مولوي عنايت الله) پۀ دفعه 4 کښې ګرفتار شو او هري پور سنټرل جېل ته بوتلے شو. پۀ جېل دننه احاطه نمبر 3 د سياسي قېديانو د پاره مخصوص وه. جرنېل صاحب او نور سياسي قېديان پۀ دغه احاطه کښې بند وو. زۀ بارک کښې بند وم او جرنېل صاحب پۀ احاطه کښې بند ؤ. روزانه به زما کډۍ ته د خبرو اترو د پاره راتلو. د ګرمۍ موسم ؤ، چې هوا به نۀ وه نو قېديان به د ګرمۍ نه تنګ وو. ما به ليدل چې جرنېل امير محمد به خپل ټول بدن پۀ څادر کښې پټ کړے ؤ. جرنېل صاحب سره زما خاص تعلق پۀ دې ؤ چې زۀ د تپه کمالزئ د جرګې صدر وم او هغه د تپه کمالزۍ د خدائي خدمتګارو جرنېل ؤ. يوه ورځ ترې ما څادر راښکلو چې پۀ دې سخا ګرمۍ کښې دې دا څادر ولې د بدن نه چاپېره کړے دے؟ جرنېل شور جوړ کړو، “مه مه!” د څادر نه معلومه شوه چې جرنېل صاحب دا د قميص پۀ ځاے “زېب تن” کړے ؤ چې پۀ نېشت حساب ؤ.
د جرنېل صاحب دا حوصله او استقامت به زما هېر نۀ شي او د هېرولو هم نۀ دے. دا راز پۀ احاطه کښې د جرنېل صاحب د کډۍ ملګرو ته هم معلوم نۀ ؤ. جرنېل صاحب (امير محمد خان) هېچرې مرکز سر درياب ته نۀ ؤ تللے. باچاخان (مرحوم) چې پۀ دوره هوتي مردان ته راغے، د جرګې ممبران او د خدائي خدمتګار افسران به ترې نه چاپېره وو او هر څوک به ورته نزدې نزدې کېدل خو جرنېل امير محمد خان به ترې نه لرې ولاړ يا ناست ؤ. يوه ورځ فدا عبدالمالک استاذ د مرکز د پاره د چندې پېغام راوړو چې باچا خان حکم کړے دے چې هره تپه دې چنده وکړي چې د هرې تپې د پاره پرې کمره جوړه کړې شي. کله چې ممبران د مشورې د پاره مرکز ته راشي يا پۀ بل څۀ غرض راشي نو د ارام د پاره به ئې خپل ځاے وي. د دې چندې د پاره باچا خان دا شرط مقرر کړے ؤ چې چنده به د خدائي خدمتګار افسر راوړي. مونږ چنده ټوله کړه او تقريباً پنځوېشت زره روپۍ مونږ جمع کړې. جرنېل امير محمد خان صاحب ته ما ووئيل چې د باچا خان د حکم پۀ رڼا کښې دا چنده پۀ خپله مرکز ته ورسوه. جرنېل صاحب انکار وکړو چې مرکز ما ليدلے نۀ دے. “باچا خان” ما پېژنې نۀ نو زۀ به ئې څنګه وړم؟ زۀ هرګز دا چنده نۀ وړم. نو ما جرنېل صاحب ته ووئيل چې څوک به ئې رسوي؟ جرنېل امير محمد صاحب ووې چې دا چنده به تۀ پۀ خپله وړې او بغېر زما نه هر څوک چې غواړې، هغه به درسره ملګرے لاړ شي.
مجبوراً چنده ما او د ګوجروګړهۍ دراني صاحب مرکز ته ورسوله. پۀ مرکز سر درياب کښې يو جومات او يو څو کمرې او د سيند پۀ غاړه يوه ښکلې برامده پۀ دغو چندو اباده کړې وه. پۀ دغه جومات او ښائسته رونقداره ابادي قيوم خان پۀ خپل دور وزارت کښې پۀ بمونو او بلډوزو والوزولو او تالا ترغه ئې کړه.