03 اکتوبر 1927ز ـ 10 ستمبر 2017ز
د افغان کلتور او تاريخ مخلصه پالونکې، امريکنۍ مؤرخه، نېنسي هېچ ډوپري د يولس کم سلو کالو پۀ عمر کښې د کابل پۀ روغتون کښې د مرګ سره د سخت جدوجهد پس ته پۀ حق ورسېده چې شا ته ئې يوه خور او پینځۀ ناسکه اولادونه پرېښودل. د هغې د خواهش مطابق هغۀ د خپل دوېم خاوند لوئس ډوپري (Louis Dupree) سره د باغ بالا پۀ غونډۍ خاورو ته وسپارلې شوه. اروا دې ئې ښاده وي.
ارواښادې نېنسي ډوپري چې څومره پۀ اخلاص او بې سارې مينې سره د افغان څېړنکارانو او هغو ته د تاريخ او کلتور پۀ برخو کښې د اسانتیاو برابرولو د پاره د يو غېر سرکاري تنظېم ACBAR پۀ ذريعه خدمات وړاندې کول، دغه خدمات به افغان اولس کله هم هېر نۀ کړي. د هغې نۀ ستړې کېدونکې هلې ځلې او زيار به تل د قدر او حيا حق او عزت د يوې تلپاتې څهرې پۀ حېث د افغان ځوان کهول پۀ زړونو کښې بالخصوص او د مشرانو یادونو کښې بالعموم د يو عالي مثال پۀ توګه ژوندۍ وساتي لکه چې د کابل پۀ عجائب ګهر کښې پۀ يو ډبره باندې دغه وېنا چې:
"يو قوم تر هغې ژوندے وي چې تر څو پورې د هغوي کلتوري ميراث ژوندے وي."
نېنسي ډوپري د افغان کلتوري ميراث پۀ خوندي کولو نۀ صرف قوم د ژوندي او فعال ساتلو د پاره اسباب او مضبوط بنيادونه ورکړل بلکې پۀ دغه لړ کښې د هغې د اقداماتو د پاره به همېش افغان اولس ځان د ارواښادې مقروض ګڼي.
څو کاله پس کابل کښې د لرغونو اثارو د یو ماهر لوئس ډوپري او د دې تر منځه مینه پېدا شوه، دواړو خپلو کښې وادۀ وکړو.
کله چې افغانستان کښې د اسلام پۀ نوم د افغانانو وینې تویولو د پاره اشرګندي راټول کړے شول او د افغانستان تاریخي اثار د منځ نه وړلو او د افغان تاریخ ختمولو د پاره منظم تخریب ته دوام ورکړے شو نو نېنسي پېښور ته راغله. پۀ کابل کښې د خپلو پاتې اثارو او کتابونو د بيا لاس ته راوړلو د پاره ئې د افغان لاس نيوي پۀ نوم د هم اهنګۍ ايجنسي جوړه کړه چې "اېکبر (ACBAR)" (Agency Co-Ordinating Body for Afghan Relief) نومېده. د دې ایجنسۍ ذمه واریو کښې د افغان تاريخ، کلتور، جنګي انځورونو او طالبانو پۀ حقله سرکاري او غېر سرکاري دستاوېزات راټولول او خوندي کول شامل وو. بيا هم چې کله اتحادي ځواکونو پۀ 2001ز کال کښې کابل ونيولو نو دې تر کال 2005ز انتظار وکړو. یاده دې وي چې پۀ1999 ز کښې د دې ایجنسۍ سره پۀ پښتو، دري، فرانسیسي، جرمني او نارویجن او سویډش ژبو اووۀ زره اووۀ سوه یو کم څلوېښت دستاوېزات وو. پۀ کال 2005ز کښې هغه کابل ته ستنه شوه او بیا ئې د دستاوېزاتو راټولولو پروسه مخ پۀ وړاندې بولته. هغې پۀ کابل پوهنتون کښې د افغان حکومت پۀ مرسته د "افغان کلېکشن" پۀ نوم د دوه ميلينو ډالرو پۀ ارزښت پۀ کال 2012ز کښې يو عمارت تعمير کړو چې د "اېکبر" ځاے ئې ونيو.
دې نه وړاندې پۀ کال 2007ز کښې هغې د "لوئس اېنډ نېنسي هېچ ډوپري فاونډېشن" پۀ نامه د یوې داسې ادارې تاده ايښې وه چې د څېړنو د ترویج او د افغانستان د تاريخ او کلتور پۀ حقله ئې د بېدارۍ او اګاهۍ زیاتولو د پاره هلې ځلې کولې. دې ادارې د افغان کلتوري ميراث د پالنې د پاره هم زیار باسلو او د دې مقصد لاس ته راوړلو د پاره ئې د افغانستان پۀ هغو ځايونو کښې لائبرېرۍ پرانستې چرته چې د لائبرېرۍ تصور هم نۀ ؤ او ګڼو سکولونو ته ئې درسي کتابونه هم ورکول. د علاقائي عدم استحکام لۀ وجې دا غېر حکومتي اداره (NGO) د زړۀ پورې حده پورې خپلو اهدافو ته د نۀ رسېدو پۀ حقله د خپلو خواشينۍ اظهار کوي. دا اداره د ژوند پۀ هر ډګر کښې افغان ځوانانو ته بالخوص د خپل ملت د بيا رغونې پۀ لړ کښې پۀ ستونځو د بري موندلو د پاره نۀ صرف معلومات ورکوي بلکې هغوي پۀ کار وراچولو د پاره تحريک او ترغيب هم ورکوي. اولسمشر اشرف غني د نېنسي ډوپري پۀ مرګ د ډېر غم او درد اظهار کړے دے. اولسمشر د لوئس او نانسي دا جوړه د ډېر وخت نه پېژنده او دې خاورې د پاره د هغوي د خدماتو ارزښت نه واقف ؤ.
ښاغلي اولسمشر مادام ډوپري د افغان تاريخ او کلتور يوه بې مثاله خدمتګاره ياده کړه. پۀ کابل کښې د امريکې يو ستر سفارتکار هوګو لارينز پۀ دې موقع ووئيل چې "دې ملک د پاره مينه او د دې ملک کلتور او تاريخ سره د هغې وابستګي د هغې د عظمت نخښې دي."
د نېنسي ډوپري د افغان کلتوري اثارو سره بې کچه مينه د هغې د افغان اولس او تاريخ سره د بې کچې مينې اظهار دے. د افغانستان د نېشنل ميوزيم د ډائرېکټر ښاغلي عمرزاده مسعودي لۀ خوا د هغې پېغام پۀ کاڼي باندې د کيندلو عمل د هغې د خدماتو د تل د پاره د فېض او الهام د اخستنې زړۀ پورې اعتراف دے چې مېرمن نېنسي هيچ ډوپري ئې پۀ حقيقي توګه حق لري. دغه پېغام داسې دے:
"يو قوم تر هغې ژوندے وي چې تر څو ئې کلتوري ميراث ژوندے وي."
ارواښادې نېنسي ډوپري د دغه یاد ميراث پۀ خوندي کولو افغان قوم ته يو نوے ژوند وبخښۀ.