شکیل احمد خان امریکا کښې ووژلے شو – اتل افغان، سوات

 

د عوامي نېشنل پارټۍ د مرکزي جائنټ سېکرټري خان نواب نمسے او د اېم پي اے وقار احمد خان ورارۀ شکیل احمد خان د نامعلومه کسانو لۀ خوا د امریکې لوے ښار نیویارک کښې وژلے شوے دے. یاده دې وي چې دې نه مخکښې هم د ترهګرو لۀ خوا دا کورنۍ د سوات پۀ ناورین کښې پۀ نخښه وه. د شکیل احمد خان پلار اقبال احمد خان 14) فروري 1946 – 25 اګست (2008 او دوه وروڼه جمیل احمد خان 1972)-25 اګست (2008 او عباس احمد خان 25-1985) اګست (2008 شهیدان شوي دي. د دوي حجره چې ‘د خانانو بنګله’ پۀ نامه مشهوره وه، هم سوات کښې د ترهګرو لۀ خوا راغورځولې شوې وه او پکښې د دوي پینځۀ خدمتګار هم وژل شوي وو.

د دې کورنۍ د اے اېن پي سره تقریباً د دېرشو کالو تعلق دے. خان نواب او وقار احمد خان فعال سیاسي غړي دي.

شکیل احمد خان د څو کالو راهسې د خپل نور خاندان سره پۀ امریکا کښې مېشته ؤ چې څو ورځې وړاندې هلته د نامعلومه کسانو د ګولیو ښکار شو. د هغۀ درې بچیان یتیمان پاتې شو.

شکیل احمد خان پۀ کال 1970ز کښې د اقبال خان پۀ کور کښې زېږېدلے ؤ. د هغۀ مړے پۀ څلورم اپرېل سوات ته راوړے شو. پۀ کتیاړ )شاه ډهېرۍ – کبل، سوات( کښې د هغۀ جنازه ادا شوه.

د هغۀ نیکۀ خان نواب او وقار احمد خان د دې پېښې پۀ اړه وائي، دا زمونږ لپاره ډېر خفه کوونکے او دروند غم دے خو زمونږ حوصلې پۀ ځاے دي. مونږ خپلې نظریې، سیاست او پارټۍ د پاره دا رنګه قربانۍ مخکښې هم ورکړې دي او د ترهګرۍ د مخنیوي د پاره به تل پۀ خپ موقف ولاړ یو.

وقار احمد خان زیاته کړه چې زما ورارۀ ؤ، بچے مې ؤ خو همځولے مې ؤ – لکه د یارانو دوستانو به مو ګپ لګوۀ. ډېر خوږ بنیادم ؤ. د هر چا به ئې ډېر خیال ساتو او زمونږه ټوله کورنۍ پۀ دې غم ډېره غمژنه ده.

ښاغلے امیر حېدر خان هوتي جنازې او ښاغلي میا افتخار حسېن او اېمل ولي خان شاه ډهېرۍ کبل ته لاسنیوې لپاره راغلي وو. د نورو سیاسي پارټیو اهم غړي او د اسمبلۍ غړي هم د خان نواب او وقار خان سره د تعزیت لپاره راغلي وو.

مونږ لېونو د خپلې خاورې د ناموس پهــ خاطر

هاغه قرضونه هم ادا کړل چې راپورې نهــ وو

د دې خاورې د ناموس او د دې خاورې د حقونو پهــ جنګ کښې چې څومره قرباني د خدائي خدمتګار تسلسل عوامي نېشنل پارټۍ ورکړې، دا د تاریخ حصه ده. د یو یو کور نه درې درې جنازې ووتې – زامن د پلار د سترګو وړاندې ووژلے شول – کورونه او حجرې، جوماتونه او سکولونه، لارې او بازارونه وران کړے شول. پهــ لکهونو خلقو ته کډې ور پهــ سر کړې شوې – جنت جنت وطن نه دوزخ جوړ کړے شو. د قام او وطن د مینې تور کښې کومې لوبې وې چې پهــ قام پرستو ونهــ شوې. د وقار احمد خان او خان نواب کور ته راغلې جنازه یوه بله قرباني ده. پهــ دې موقع د وقار احمد خان او خان نواب حوصله او د خپل سیاست او خپلې پارټۍ سره د ودرېدلو د عزم تجدید یو لوے ثبوت دے. کوم قوتونه چې غواړي چې قام پرست د خپلې لارې نه، د خدائي خدمت ګارانو د میراث نه، د قامي سیاست نه، د باچا خان د نظریې نه پهــ شا کړې؛ ایا هغه قوتونه اوس هم نهــ پوهېږي چې دا د خپلو غرونو غوندې کلک او دنګ خلق ماتول او ټیټول ممکن نهــ دي. چې د بمونو پهــ ډزا او د خودکشو پهــ لښکرونو هم مات نهــ شول نو خپل شکست دې ومني.

خداے دې د شکیل احمد خان کورنۍ له د دې دروند غم د زغملو توفیق ورکړي. خداے دې شکیل احمد خان لهــ د خپل مغفرت ځولۍ کښې ځاے ورکړي.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …