توحید خان داودزے

پۀ انساني معاشره او سياسي تاريخ کښې داسې موړ او وخت هم راغلے دے چې اقليت پۀ اکثريت باندې زور ور شوے دے او د جبر او زور پۀ ذريعه ئې خپل استعماري حکومت قائم کړے دے. دا استعماري نظام حکمراني او با اقتداره خاص طبقه د خپل استعماري اقتدار قائم ساتلو د پاره او د خپلو عزائمو پوره کولو لپاره نۀ يواځې پۀ ټولو وسائلو ګټو وټو قبضه دار شي بلکې د خپلو مفاداتو د تحفظ او د اقتدار اخلاقي بنياد قائم ساتلو د پاره ثقافت او تهذيب هم د خپل انجنئيرنګ پۀ ذريعه ضعيف کړي او پۀ معاشره کښې د اخلاقي قدرونو پۀ نوم داسې قسمه روايات، خيالات او نظريات رامنځ ته کړي چې خپلو استعماري عزائمو پوره کولو له پرې دوام ورکوي لکه ــــ حب الوطني او غداري، مسلماني او کافري، ديانتداري او خيانت؛ د دې نعرو او فتوو پۀ ذريعه با اقتداره طبقه خپل استعماري عزائم پوره کولو ته دوام بخښي او تاريخ وائي چې هم پۀ دې يادو اخلاقي قدرونو باندې د قرون وسطيٰ (Middle Ages) د استعماري حکمرانۍ او معاشرې بنياد او اساس جوړ شوے ؤ او هم دا قسمه تصورات او قدرونه به ئې پۀ هغه وخت کښې مقتدرې او حکمرانې طبقې پۀ داسې موقع کښې پۀ کار راوستل او د خپل استعماري نظام حفاظت به ئې پرې کولو چې کوم ځاے کښې به ئې مذهب هم د دوي پۀ کار نۀ شو راوستلے ځکه چې پۀ دغه وختونو کښې به اکثر د خانداني اقتدار انتقال، د جانشينۍ او د خپلو سلطنتونو پۀ مدبرارۍ کښې زياتوالے او پۀ ډېرو وسيلو او ګټو وټو د قبضې کولو پۀ علت به جنګونه کېدل. مذهب به ئې پۀ هغه صورت کښې پۀ کار راوستو چې کله به د مخالف ډلې مذهب بدل ؤ او کۀ چرې د دواړو ډلو به د يو مذهب سره تعلق ؤ نو بيا به ئې ورته څۀ نور قسمه حالات او نظريات لټول (لکه چې پورته ئې ما ذکر وکړو).

پۀ هندوستان کښې مسلمانانو پۀ ابتدائي وختونو کښې د هندوانو ضد مذهب کارولے ؤ خو چې کله د مسلمانانو حکمرانانو پۀ خپل منځ کښې د اقتدار او سلطنت تر لاسه کولو پۀ علت جنګونه کول نو پۀ دغه صورت کښې دوي د مذهب استعمال نۀ شو کولے ځکه چې دواړه ډلو به د يو مذهب سره تعلق درلودو او بل دا چې د دوي پۀ رعايا او ملازمتونو کښې هندوان او مسلمانان يو شان راغلل نو پۀ دې صورت کښې به بيا مذهب نۀ شو پۀ کار راوستلے. لکه د مثال پۀ توګه محمود غزنوي به چې کله پۀ منځنۍ اېشياء او افغانستان کښې جنګونه کول نو دا به خالص د سياسي او معاشي غرض لپاره وو خو چې کله به ئې پۀ هندوستان حمله کوله نو دغې ته به ئې د مذهب رنګ ورکولو او مذهب به ئې ورکښې کارولو او دې جنګ ته به ئې جهاد وئيلو. پۀ دې جنګونو کښې به چې څوک مړۀ شول نو هغوي ته به ئې شهيد او چې کوم به ژوندے واپس شو نو هغۀ ته به ئې د غازي خطاب ورکولو. هم دغه شان هم پۀ هندوستان کښې بابر پاني پت کښې د ابراهيم لودهي سره جنګ کړے ؤ خو مذهبي عقائدو او جذباتو باندې ئې څۀ نۀ وو وئيلي. خو چې کله پۀ خانوه کښې د رانا سانګا سره ئې مقابله راځي نو پۀ خپلو سپاهيانو کښې د مذهبي جذبې را پارولو د پاره ئې نۀ يواځې د شرابو پيالۍ ماتولې بلکې د يو زورداره او جذباتي تقرير پۀ ذريعه به ئې سپاهيانو ته د مړ کېدو پۀ صورت کښې د شهيد او د ژوندي پاتې کېدو صورت کښې د غازي کېدلو خوشخبري او زېري ورکول. بيا داسې جنګ کښې د بريا موندو نه پس خپل نوم سره د غازي خطاب هم لګوي. بیا د مغلو تاریخ خو د خپلو وروڼو وژلو او ړندولو واقعاتو نه برجق دے.

اسفندیار خان!

دوي درته غدار وائي

مونږ درته غرور وایو

کله چې پۀ هندوستان کښې د يو مذهب او عقائدو لرونکو تر منځه د اقتدار او معاشي وسيلو تر لاسه کولو د پاره جنګونه کېدل نو دې حالاتو کښې د مذهب د کارولو خيال او صورت د منځ نه ووتو نو هم دا هغه خاص حالات وو پۀ هندوستان کښې چې اوس د مذهب پۀ ځاے د کوم بل خيال نظر لټون وکړے شي چې د با اقتداره استعماري طبقې د حکمرانۍ قائم ساتلو د پاره پۀ څۀ راتلے شي نو هم پۀ دې حالاتو کښې د وخت با اقتداره استعماري حکمرانانو د اخلاقي قدرونو نظريه او خيال معاشرې ته را دننه کړو او ډېر پۀ چالاکۍ ئې پۀ کار راوستل ځکه چې پۀ يو داسې وخت کښې چې معاشره پۀ اقتصادي او معاشي توګه پۀ مختلفو طبقو کښې وېش وي، پۀ مال دولت او هر قسمه ګټه وټه باندې د با اقتداره امراء حاکمانو قبضه وي او عام عوام غريب او بې وسه وي او ټولې روپۍ، پېداوار، وسائل صرف يو خاص حکمرانې طبقې لاندې کړې وي نو داسې معاشره کښې بااقتداره حکمرانه ډله د مال، دولت او وسيلو پۀ سهاره د غريبو رعاياو سوداګري کوي. دوي ته د دولت او اقتدار پۀ اساس ملازمتونه ورکوي خو پۀ دې طمع چې دوي به د دې پۀ بدله کښې يواځې صرف هم د دوي وفادار اوسي او يو وارې چې ئې د کوم حاکم مالک نمک وخوړو نو بس بيا به ټول ژوند کښې د دۀ وفادارۍ کښې وي. د خپل ژوند هېڅ قسمه خواهش او مفاد به ئې نۀ وي. هر خواهش او مفاد به د خپل مالک او حاکم د مفاداتو نه قربانوي. پۀ هر حال کښې به د مالک مفاداتو تحفظ به کوي او د هر څۀ نه به ئې مقدم ګڼي. مطلب دا چې دلته د بااقتداره طبقې او د غريب عوامو ترمينځۀ د يو تجار او د يو ګاهک سودا کېږي! بااقتداره حاکم (تاجر) د يو څو روپیو او ملازمت پۀ بيعه د غريب عوام (ګاهک) نه د هغۀ خپل ټول خواهشات، مفادات، مال وسائل او تر دې چې د هغۀ خپل ژوند او ځان هم به د خپل حاکم د پاره وي چې پۀ وخت د ضرورت به ئې د قربانولو نه هم مخ نۀ اړوي. کۀ چا پۀ دې وفادارۍ او نمک حلالۍ د جعلي خيال نه منع وګرځولو او د شعور پۀ اساس به ئې انساني تکريم او يا د خپل ژوند د مفاداتو خيال به ئې وکړو نو هغه سړے به پۀ معاشره کښې د نمک حرام او غدار پۀ نومونو مشهور کړے شو او پۀ ټوله معاشره کښې به ورته د ذلت او شرم پۀ سترګه کتل کېدل. يا کۀ ملازم رعايه به د مالک د بدسلوک، بې رحمۍ، استحصال، جبر او ظلم نه پۀ مجبورۍ او لا چارۍ ملازمت پرېښودو خو بيا به هم ټول قصور او ملامتيا پۀ رعايه او ملازم ورتپلې شوه ځکه چې د رعايا او ملازم نه به صرف يوه طمع کېدې شوه چې بس د دۀ ژوند وي نو دے به بغېر د څۀ اخ ټوخ نه د مالک او اقا پۀ خدمت کښې وي. پۀ هرحال کښې به د هغۀ وفادار اوسي. کۀ يو ځل به د کوم مالک،حاکم اقا پۀ در او دولت کښې راغلې نو بس بيا به ټول عمر هم د هغۀ وفادار یې او ژوند به دې د هغۀ لپاره وي، ګنې نو پۀ معاشره کښې به دې بيا هېڅ ځاے نۀ وي.

هم پۀ دې قسمه قدرونو او نظرياتو باندې د دې پۀ ذريعه به بااقتداره طبقې حاکمانو بادشاهانو د خپل وخت لوي لوي بغاوتونه ختمول او د خپل استعماري اقتدار قائم ساتلو او د خپلو مفاداتو حفاظت به ئې پۀ دې قسمه چالونو کولو. داسې قسمه اخلاقي قدرونه به د مذهب نه هم زيات وسيع وو او پۀ کار به را وستلے شو ځکه چې وفادارۍ او نمک حلالۍ کښې د مذهب باونډري نشته. پۀ دې کښې د هر مذهب خلق راوستلے کېدے شو. کۀ څوک به د هر مذهب وو خو چې د اقا غلام به ؤ نو هغه به وفادار او نمک حلال ؤ او کۀ څوک به د هر مذهب ؤ خو چې دوي ته به ئې مخ وګرځولو نو بس رزيل او ذليل به ؤ، معاشره کښې به ئې ځاے نۀ ؤ. لکه د مثال پۀ توګه پۀ هندوستان کښې امير رومي خان چې پۀ يو وخت کښې د ګجرات د باچا بهادرشاه نه لاړو او د همايون سره ملګرے شو نو پۀ دې باندې امير رومي ته د هرې خوا نه د غدار او نمک حرام نومونه واخستل شول او پۀ نمک حرام باندې به پۀ دغه معاشره کښې ياد شو او تر دې پورې چې د بهادر شاه ظفر طوطي به هم چې دے وليدو نو د “نمک حرام رومي خان” نوم ئې رټه کړے ؤ.

چې کوم خلق به پۀ جنګونو او مصيبتونو کښې د مالک او اقا حاکم وفادار پاتې شو نو هغوي به ئې پۀ تاريخ کښې د لویو لویو اتلانو او بهادرانو پۀ توګه وړاندې کول. لکه وائي چې اورنګ زېب چې کله پۀ ګولکنډه حمله وکړه نو د دغه ځاے د بادشاه ابوالحسن د فوځ جرنېل چې نوم ئې “عبدالرزاق” ؤ، د مغلو مقابله ئې ډېره پۀ مړانې سره وکړه خو چې کله زخمي حالت کښې ونيولے شو نو اورنګزېب د دۀ د مړانې نه ډېر متاثره شوے ؤ او ورته ئې د مغلو پۀ فوځ کښې د غټې څوکۍ (عهدې) وړاندیز کړے ؤ خو هغۀ ورته پۀ ځواب کښې وئيل کۀ چرې ما له دوباره بيا ژوند ملاو شي نو زۀ به بيا هم د خپل مالک او اقا خدمت کښې اوسم او هم د هغۀ وفادار به يم ځکه چې ما د هغۀ نمک خوړلے دے.

پېرنګيانو چې کله پۀ هندوستان کښې د خپل فوځ ځواک بنياد کېښود او د هندوستان پۀ ټولو وسائلو قابض شو نو د هندوستان خلقو د ژوند او ځان پۀ قيمت پېرنګي پۀ خپل فوځ کښې شامل کړل نو هم يوه نظريه وه؛ د نمک حلالۍ او نم حرامۍ؛ چې هندوستانيان به د خپلو وطندارو سره جنګېدل، پۀ دې کښې به هندو هم ؤ او مسلمان هم خو د نمک حرامۍ نظريه دومره غالبه وه چې نۀ مذهب، نۀ ملک او نۀ قوم خو د خپل ژوند تېرولو وسیله ئې د پېرنګي سره وفادارۍ کښې ښکارېده او د خپل وطن، ملک، قوم او مذهب سره به ئې هم د نمک حلالۍ پۀ نظريه جنګ کولو. پېرنګي به دوي ته لوي لوي خطابات ورکول، د بهادرۍ تمغې ا و پګړۍ به ئې ورته پۀ غاړه کولې او پۀ خپل تاريخ کښې به ئې د اتلانو پۀ نومونو يادول او چا چې به د پېرنګي خلاف د هغۀ د استعماري سوچ او عزائمو خلاف اواز کولو نو هغوي ته به ئې غدار، نمک حرام او باغي وئيل او پۀ خپل تاريخ کښې به ئې د غدار او باغي او کم ظرف پۀ نومونو يادول. د ازادۍ جنګ 1958 نامه هم انګرېز پۀ دې وجه ‘غدر’ ايښې وه – مطلب دا چې د پېرنګي غلام به ؤ، د ژوند تېرولو وسيلې د پاره به ئې د پېرنګيانو سره نوکري کوله او د هغې قيمت به د دۀ ټول مفادات او خواهشات او تر دې چې د دۀ ژوند او ځان به هم د پېرنګي د پاره وو. خو کۀ څوک به د دې استعماري لار نه د وتلو او د ازادۍ فکر به ئې لرلو، د خپلې خاورې د ازادۍ او د خپلو وسيلو باندې د اختيار خبره به ئې کوله نو هغه به غدار ګڼلے کېدو او غټې غټې سزاګانې به ئې ورته ورکولې، لکه مثال ئې د خدائي خدمتګارو دے چې انګرېز پۀ خدائي خدمتګارو څومره ظلمونه کړي چې پۀ مړو ئې هم قېدونه تېر کړي دي؛ وهلي ټکولي، وژلي، جائيدادونه، د ژوند تېرولو هره وسيله ئې ترې اخستې او بل خوا چا چې ئې غلامي منلې وه او د ځان لپاره ئې د ارام ژوند خوښ کړے ؤ؛ هغوي ته به ئې غټې غټې عهدې، انعامونه، وسيلې ورکولې او ورته به ئې د خپل اړخ نه د بهادرۍ تمغې او خطابات ورکول او پۀ معاشره کښې به ئې عزت ورکولو. لکه خان بهادران، سران.

وروستو چې کله پېرنګيان لاړل او د هندوستان وېش وشو، پاکستان جوړشو نو هم هغه د مغل خېلو او پېرنګيانو روايات او نظريات ګډ پۀ نوي جوړ کړے شوي مسلمان رياست کښې نور هم ډېر زور سره دوامداره روان او خپل کړے شول. د رياست پۀ حکومت باندې يوه خاص استعماري، مکاره، چالاکه او استحصالي طبقه قابضه شوه چې د خپلو ذاتي مفاداتو او حکمرانۍ قائم ساتلو د پاره ئې پۀ ډېره چالاکۍ او مکارۍ باندې نۀ يواځې د رياست د قومونو پۀ ټولو وسيلو او پېداوار قبضه ګیري کړې ده بلکې پۀ ټوله معاشره باندې د چالاکۍ او زور جبر او زبردستۍ ئې داسې قسمه جعلي نظريات، روايات او اخلاقي قدرونه رامنځ ته کړي دي، جعلي مفکورې بيانيې ئې تراشلې دي او پۀ قومونو (پښتون او بلوچ) باندې ئې پۀ زور ورتپلې دي. د دې لپاره ئې پۀ خاص توګه باندې د تعليم نصاب د دغه جعلي نظرياتو او عقائدو د لاندې پۀ يو خاص کليه او خپلو منتري کرښو کښې ښکېل کړې ده چې نۀ پۀ کښې د بنيادي انساني حقونو څۀ خيال شته او نۀ جمهوري رواياتو ته دوام وربخښلو څۀ سوچ فکر او نۀ پۀ کښې د معاشرې، سماجي، معاشي او سياسي مسائلو د حل لاره. پکار خو دا وه چې تعليمي نصاب دې داسې ترتيب شي چې پۀ معاشره کښې چې کوم سماجي، معاشي او سياسي مسئلې وي چې د هغې تقاضو پوره کېدو د پاره ترتيب شي خو دا ئې صرف د خپلو مفاداتو د تحفظ د پاره جوړ کړے دے چې دې سره ئې طبقې او قومونه پۀ روحاني توګه باندې مفلوج کړي دي، د دې د کردار او شخصيت ئې بېخ کني کړې ده او بې حسه (بې احساسه) بې ضميره او بې ساه کړې ئې دي؛ د شعور، احساس او بېدارۍ سوچ او فکر ئې ورله ختم کړے دے (دغه د قامي بې حسۍ ښکېل ډله چې د خدائي خدمتګارو موده کښې ‘ټوډیان’ او اوس مهال ‘ګل خانان’ یاد شول)> د دې نه علاوه پۀ ميډيا او تاريخ کښې هم دا قسمه جعلي فارمولې استعمالوي او خپلو استعماري عزائمو پوره کولو له دوام ورکوي. بيا د دې ټولې جعلي ډرامې پۀ ضد چې کله باشعوره خلق را پورته شي او د انساني حقونو خبرې کوي، د انساني دستور جمهوري نظام خبرې کوي، د انساني مساوات خبرې کوي، د رياست د قائم ساتلو د پاره د رياست د دستور د لاندې د خپلو وسيلو او پۀ هغې د اختيار خبرې څوک کوي، د محکومو قومونو د حقونو خبرې څوک کوي، د شعور او بېدارۍ خبرې څوک کوي نو بيا دا مکاره استعماري طبقه او د هغۀ خپلو جوړ کړے شوو جعلي نظرياتو، عقائدو او اخلاقي قدرونو پۀ ذريعه پۀ داسې خلقو باندې فتوې لګوي. کافر، غدار، نمک حرم او اېجنټ او د ملک دښمن ئې بولي او دا قسمه خطابات ورته ورکوي. هر قسمه ظلم او جبر پرې کوي. جېلونو کښې ئې اچوي يا پابندۍ پرې لګوي او داسې قسمه خلق د خپلو ذاتي مفاداتو او د اقتدار او استعماري حکمرانۍ پۀ لار کښې خنډان ګڼي او عن تر دې چې پۀ وژلو ئې هم سرپه نۀ کوي.

پۀ پاکستاني تاريخ کښې د دې مثال هم د باچاخان او د هغۀ د ملګرو خدائي خدمتګارو دے چې د پاکستان د جوړېدو کال هم نۀ ؤ پوره شوے چې د استعماري طبقې لۀ خوا پۀ بابړه کښې د پښتنو کربلا جوړه کړې شوه. پۀ سوونو خدائي خدمتګاران وويشتل شول، مړۀ کړے شول، لاشونه ئې پۀ سيند لاهو کړے شول. تر دې پورې چې پۀ کومو کارتوسو ئې وژلي وو، د هغې روپۍ ئې هم ترې واخستې.

هم دا سلسله د بااقتداره استعماري طبقې او د باچاخان د باشعوره سوچ و فکر لرونکو وارثانو ترمينځ د حېدراباد ټریبونل د مقدمو او لیاقت باغ ډزو نه راروانه تر اوسه جاري ده. داسې لوبې ئې ولي خان او د هغۀ ملګرو سره هم کړې وې. ګولۍ ئې پرې ورولې دي، کافر، غدار، نمک حرام او اېجنټ ئې ورته وئيلي دي.

حیات روغاني صاحب وائي چې د ریاستي غلامانو اولادونو ته د هغوي د پلارانو نیکونو نه وراثتونو کښې مراعات، حکومت او خان بهادرۍ پاتې کېږي؛ زمونږ وراثتونو کښې جېلونه، د کورونو جائیدادونو لېلامۍ، پېغورونه، کنځلې او خودکش بمباران رسېږي – د ریاست د دغه زامنو د کورونو او حجرو پۀ بلۍ هره جنډه رپېږي خو زمونږ سرخپوش پلاران د خپلو زامنو او زامن د خپلو پلارانو سوري سوري لاشونه راخستي هر حال کښې د سرې جنډې لاندې ولاړ وي.

د باچا خان او ولي خان د سیاست وراثت هم چې زمونږ د ملي مشر اسفندیار ولي خان سر له راغلے دے نو د الزامونو، قېدونو، ټارچر سلونو، پېغورونو او کرېکټر اسیسینېشن نه تر خودکش بمبار پورې هر څۀ ئې پۀ سر او زړۀ تېر شول او لا تېرېږي.

دغه شان پۀ اسفنديار ولي خان باندې هم ځانمرګي چاودنې وکړې شوې. ملګري ئې ورله ووژل. بشيراحمد بلور، هارون بلور، ميا راشدحسېن، مشال، ارمان او پۀ زرګونو پښتانۀ ئې مړۀ کړل او د غدارۍ، نمک حرامۍ او اېجنټۍ خطابات ئې هم ورته پۀ نوم کړل.

لنډه دا چې څوک د انساني حقونو د انسانيت د جمهوريت د ائين، قانون او لساني مساواتو خبره کوي نو هغه غدار وي، هغه اېجنټ وي او جعلي جوړ کړے شوي اخلاقي قدرونه او نومونه پۀ معاشره کښې د هغوي پۀ نصيب وي خو پۀ حقيقي تاريخ کښې داسې قسمه خلق اتلان وي. دوي د يو قسمه اذيت، تکليف او الزامونو پرواه نۀ کوي او پۀ حقه لار کښې د خداے د مخلوق د خدمت د پاره د خداے د اړخه د وربخښلي مقام تحفظ کوي او پۀ ځان واجب د قامي خدمت او لارښودنې فریضه تر سره کوي.

د باچا خان بابا لاره اسانه لاره نۀ ده. پۀ دې لاره مزل کول انګار باندې تګ دے. تش پۀ نامه سیاسي تجزیه کارانو به دا خبره ډېره شاربله چې د باچا خان او ولي خان لار د تحریک نه خطا شوې ده. دې پراپېګنډو او براے نام تجزیو سره به د تحریک خلق هله اندېښمن کېدل چې کله د باچا خان او ولي خان د سیاست وارثان غداران نۀ بللے کېدل. د باچا خان بابا او ولي خان بابا جدوجهد چې زمونږ د ملي مشر اسفندیار ولي خان پورې راورسېدو نو د اوږد جدوجهد د مېوو شوکولو وخت ؤ او دغه وخت کښې ذمه وارۍ زیاتې وې.

تحریک د مشر اسفندیار ولي خان پۀ قیادت کښې د باباګانو د اوږد جدوجهد نتیجې لاس ته راوړلې. د ریاست لۀ خوا د هغۀ مخه نیولو د پاره د ریاستي مشینرۍ ټولې پرزې پۀ یوه ساه ولګېدلې او دې سره د غېر ریاستي عناصر پۀ نوم دهشت ګرد تنظیمونو د اټک نه رادېخوا اور بل کړو خو تحریک داسې پۀ استقامت او سیاسي بلوغت سره دغه لاس ته راوړنې وکړلې چې نۀ ئې د خودکش دهماکو ټېکنالوژي پۀ کار راغله او نۀ ئې د مذهب کارډ – نۀ ئې د کرپشن کرپشن وظیفې څۀ لار وویسته او نۀ ئې د ائیني پېچیدګیو د پېدا کولو مشق څۀ نتیجې ورکړې. اتلسم ائیني ترمیم پاس شو. د فاټا مرجر منظور کړے شو او اوس یو نوے سفر روان دے. دغه لاس ته راوړنې عملي کول دي. اوس هم لۀ هرې خوا کوششونه کېږي چې قامي تحریک مات کړے شي، د دې لاره کښې خنډان ودرولے شي، د قامي تحریک کریډیبلټي مشکوکه کړې شي او تحریک د نوو چېلنجونو سره مخ کړے شي. خو ریاست پۀ دې خبره پوهه دے چې د قامي تحریک مشرتابه د اسفندیار ولي خان قیادت کښې یو اواز د قامي حقونو د جنګ د پاره تیار ولاړ دے.

د کفر ټېکنالوژي ئې د عمران خان او کابینې د ‘اسلامیت’ شوې مظاهرې سره ساه ورکړې ده – د تحریک لبیک استعمال ریاست له مذهبي کارډ خولۀ کښې ورکړے دے. د دهشتګردۍ کومه بې رحمه او غېر انساني ټېکنالوژي چې ریاست پۀ ډاګه کاروله، هغه اوس د تحریک د منظمې سیاسي بیانیې او د سیاسي شعور د ترویج د پاره د شوي محنت نه پس د نېشنل اېکشن پلان ډغرې او د نړیوال فشار پۀ وجه ‘ګرے لسټ’ کښې ګېره ده. د ریاست مسلط کړي صوبائي او مرکزي حکومتونه د خپل نا اهلیت پۀ سبب د شرمناک شکست سره مخ دي. سیاست داسې کېږي لکه چې ملي مشر اسفندیار ولي خان وکړو.

اسفندیار خان!

دوي درته غدار وائي

مونږه دې غرور ګڼو

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …