Cognitive Dissonance د ‘اظهار کېفیت’ او فکري بڼه – وصال بغدادوال

پۀ شعر کښې د يو کېفيت درک موندل، د متن وجدان ته کوزېدل او پېژندل دي – د بېلګې پۀ توګه يو شعر راخلم:

د اسمانونو د وسعته راشه!

د زمکې حال وګوره! ښکته راشه!

توقير ابشار

د خپلې تجزیې نه وړاندې پۀ دې شعر ښاغلي افتاب ګلبڼ خپله یوہ جامع تجزيه وړاندې کړې ده چې هغه تجزيه، زما پۀ اند يوه غېر مطمئن او غېر فېصله کن تجزیه ده؛ هغۀ پۀ داسې تناظر کښې چې د دې شعر پۀ حواله د خداے د تصور پۀ حقله دوه بنيادي نظریې راوړې دي: تهي ازم او ډي ازم – او تر منځه پکښې د تهي ازم پۀ ضد نظريه اېتهي ازم هم چېړلې شوې ده او پۀ اخره کښ پرې يوه بله فلسفيانه اصطلاح اېګنوسټیسزم هم اپلائي شوې – دا درې واړه به هم د هغۀ پۀ طبعیت کښې وضاحت کړم:

  1. تهي ازمThiesm/

خداے شته او پۀ کائنات ئې کمانډ هم شته.

  1. ډي ازمDeism/

خداے شته خو پۀ کائنات کښې ئې کار نشته.

  1. اېتهي ازمAtheism/

دا دواړه نۀ مني – لکه هېڅ نۀ مني. نۀ وجود نۀ کمانډ.

  1. اېګنوسټیسزمAgnosticism/

دا درې واړه مني خو کۀ هر يو ترې تپوس کوي نو جواب ئې وي ‘ما ته پته نشته’ – یاده دې وي چې دا د کانټ پۀ مضبوط منطق رد شوې نظريه ده.

  1. ددې نه علاوه د قران ايتونه.
  2. د خداے د موجودګۍ پۀ حواله د هندوانو د خدائیګوټو ذکر.
  3. د صوتي رمزیت soundsymoblism لۀ وجی پۀ دې شعر کښې د خود ساخته ملائيت عنصر هم غالب دے.
    په يوه تجزيه کښې دومره غېر ضروري د خدایۍ تصوراتو نظرئيو برمار، حوالې پکارول او نتيجه صفر ښودل د تجزيه نګار د شعر متن ته پنځوس پنځوس رسائي سوالونه راولاړولو سره سره پۀ شعر د خدائي تصوراتو مشکوک منفی ګمان پرېښودل يو ناکام کوشش هم دے.

خپلې خبرې ته د راتلو نه وړاندې دا خبره ضروري ګڼم چې دلته زما اېنګل او اپروچ د فیزيالوجي سائنټفک ډسپلن (Physiology Scientific Dicipline) د يو منفرد اړخ ‘کوګنېټېو ډسونېنس’ او د هغې نه تشکيل شوي د اظهار کېفيت او بيا د دغې نه تشکيل شوې فکري بڼه.

د دې شعر پۀ متن کښې فيلنګز د ټولنيز ماحول د حال حالت پۀ زمکه اډاڼه محسوس ګرځي. ولې چې شعر د تخليقکار پۀ زمکه مسلسل د يو محکوم قوم يا د يو مظلوم قوم يا د يوې ټاکلې شوې ټولنې پۀ انسانانو او د دغې انسانانو د وجودونو استحصال، هم د دغې وجودونو سودا، هم د دغې وجودونو پۀ مختلف قسمه وژنه، هم د دغې وجودونو د قربانۍ ټاکنه، هم د دغې وجودونو پۀ شا د طاقتور سلطنت مخې ته لکه ډهال پناه اخستل، مفاد لټول د شاعر د نظر وړاندې “مسلسل” بار بار تېرېدلو کښې د اظهار کېفیت د تنافر معرفي نه وجود اخستے دے. پۀ اعصابو هم دغه کېفيت ځان ځاے کړے، لفظونه پېوند شوي او شعر د تخليق د عمله تېر شوے، د يوې لوړې مخاطبې پۀ لور دوام شوے دے.

لوړ مخاطب څوک دے؟

‘د اسمانونو د وسعته راشه!’

د اسمانونو پۀ وسعتونو کښې څوک دے؟ اووۀ واړه اسمانه چې وسعت شي، عرش ته رسي چې خالق واحد ته اشاره ده – اهمه او مهمه خبره دلته دا ده چې پۀ دې لوړه مخاطبه کښې د شعر د اظهار يا بيان پېمانه د جذباتو ائينه داره هم ده او د “کنفيوژن” هم – هغه داسې چې پۀ دوېمه مصرعه کښې وائي:

‘د زمکې حال وګوره! ښکته راشه!’

وړومبۍ مصرعه کښې شاعر خداے طرف مائله دے چې بالکل يو مناسب او ممکن عمل نه تېرېږي چې پۀ سانحاتو کښې حادثاتو کښې مشکلاتو کښې انسان ارو مرو خالق کائنات طرف ته مائله کېږي، خو پۀ دوېمه مصرعه کښې:

  1. ايا د خالق ذات صرف د عرشه پورې محدود کړے شوے لګي؟ او خداے ته وائي چې د زمکې پرسانِ حال وکړه! زمونږ پوښتنه وکړه!
  2. ګويا لګي داسې چې خالق د زمکې نه بې خبره دے؟
  3. خو ولې د شاعر رسائي د اسمانونو د وسعتونو عرش پله څنګ شوې ده؟

تقريباً پۀ تمامو څيزونوکښې يو تر منځه فطرتاً يو ربط او تعلق وي – مثلاً کۀ پۀ يو څيز زما سر خلاصېږي نو هغې سره تعلق لرونکي پۀ دوېم څيز به هم زما سر خلاصېږي. هر کله چې مونږ د نمر د شتون سره مخ کېږو نو ورسره لازم ده چې د ورځې د شتون سره هم مخ شو؛ دا يو منطقي ربط او تعلق شو او پۀ دې منطقي تعلق کښې چې کوم وړومبے حقيقت مخې ته راځي نو دې ته “دال” وائي او بيا چې د دې حقيقت پۀ بناء د دوېم حقيقت سره اشنا کېږو نو هغې ته “مدلول” – لږ کۀ نور وړاندې لاړ شو نو دلته د علت او معلول ائینه هم لېدې شو، “وجه” يعني “سبب” کۀ زۀ لږ پرېکټيکل مثال راوړم چې ‘ارسلان بټن ووهله او بلب بل شو’ – بټن وهل علت شو او بلب بلېدل معلول – اکثر مونږ د ابلاغ خبره چېړو او دغه ابلاغ پۀ قاري پرېښودے شوے وي. اوس کۀ چرې د اظهار بيان نېغ پۀ نېغه شوے وي نو بيا خو هېڅ مشکل نۀ لري خو کۀ ابهام لري نو شاعر پۀ دائمي اثر کښې ځاے بيا موندو. خو دلته ابهام ګوئي نۀ بلکې/ علت مشکوک يا علت سواليه (Questionable Cause) د شعر شعريت دے او بيا کۀ د دغې علت سواليه فرع يعني د علت مشکوک څرانګه علت معکوس سکېپ کړو او علت الثالث یعني سبب الثالث وچېړو پۀ کومه کښې چې د دوو څيزونو ترمنځه ربط د درېم علت نه راجوړ وي او هغه علت دلته تنافر معرفي(Cognitive dissonanc) دے.

[The mental conflict that occurs when believes or assumptions are contradicted by new information. The unease or tension that the conflict arouses in people is relieved by one of several defensive maneuvers they reject explain away, or avoid the new information persuade themselves that no conflict really exists; reconcilethe differences or resort to any other defensive means of preserving stability or order in their conceptions of the world and of themselves. The concept was developed in the 1950s by American psychologist Leon Festinger and became a major point of discussion and research.]

دا د انسان هاغه نفسياتي حالت وي چې پۀ هغې کښې د انسان دماغ پۀ يو وخت د دوو تصوراتو پۀ منځ کښې د کشمکش ښکار وي. پۀ داخلي بڼه د انسان دماغ پۀ يوه عقيده کښې پۀ پرسکونه حالت کښې وي خو هر کله چې هغه د فکري مغالطو د يو متضاد حقيقت سره اشنا شي نو هغه د خپل داخلي حالت او د نوي حقيقت تر منځه د تړون پېدا کولو مثالي کوشش کوي. د زوړ او نوي حقيقت تر منځه د نزاع پۀ کشمکش کښې مصروفه وي. د انسان دا کشمکش يا دې کنفيوژن بې چېنۍ ته تنافر معرفي (Cognitive Dissonance) حالت وائي. زما پۀ اند دې هنداره کښې به مونږ د يو انسان د دماغو حالت څنګ لټوو يا څنګه به د دغې حالت پېژندګلو کوو نو دا انسان سره وابسته پۀ هره شعبه کښې نغدولې کېدې شي – چې کوم فيلډ سره کوم سړے اشنا وي هم پۀ هاغه فيلډ کښې پېژندے شي – دا حالت انساني نفسياتو ته څۀ زيان رسولے شي يا مطلب څۀ سائېډ ايفکټ زېږولے شي؟ نو کۀ دا خبره دلته د دې شعر د اخري حد پۀ متن اډاڼه کړو نو تاسو ئې ننداره کولې شئ. مطلب د شاعر نفسياتو ته د وړاندې نه دCognitive Dissonance اېفکټ رسېدلے دے او رسا د زمکنیو حادثاتو لۀ کبله د کېفيت اظهار کولو کښې کۀ يو خوا پۀ زمکه د قدرت نۀ لرلو لا يقينيت او بل خوا مخاطب هم دے؛ دا لا یقينيت پۀ ماډرن لاجک کښې یقینیت دے. پۀ وړومبۍ مصرعه کښې حقيقت دا دے چې خداے ته مخاطبه ده او هم د دې حقيقت پۀ بناء دوېم حقيقت دا دے چې د زمکې ربط او تعلق هم دغې مخاطب سره دے او دغه وړومبے او دوېم حقيقت د يو درېم حقيقت نه راجوړ دے چې هغه ‘تنافر معرفي’ دے – دا علت د کېفيت پۀ اظهار کښې ضم شوے او پۀ فکري بڼه بيا د فن پۀ خارجي لوازماتو حمله شوے کمپلکس شوے – دا پۀ داسې رنګ کښې هم ممکن ده چې يو انسان فِډ اپ شي، مايوسه شي، نا اميده شي او د ژوند پۀ هر ډګر ورته د کشالو مسائلو حل پۀ لاس نۀ ورځي.

شر او خېر د انساني وجود سره هغه بنيادي راپېښې دي چې د عقل مظاهره پکښې پېش پېش وي او پۀ حقيقو معنیو کښې د انسان پۀ لاسو کښې د خداے نه پۀ مدد د عقيدې او ايمان هم. ژوند د ازمېښتونو نوم دے خو دا ازميښتونه د عرش نه پۀ امېد د امکاناتو د پرانستو لارو نوم دے. دا شعر کۀ يو خوا د میټا فزکس )ماورائے طبيعیات( معيار ټاکلے هم شي نو بل خوا د “کوګنېټېؤ ډسونېنس” “اظهار کيفيت” کښې ضم کېدلو نه پس پۀ “فکري بڼه” د شعر فرنټ لېول جمپ د Sudden bad Appealing د وجې د شعر لوړ متن برقرار نۀ دے ساتلے.

حواله: کوګنېټېو ډسونېنس، انسائېکلو بریټانيکا،

ماډرن لاجک،

فزیالوجي

یادګیرنه: وصال بغدادوال زمونږ ‘نیم ادبي’ مافیا کښې د ‘ادیب’ پۀ نامه پېژندلے شي. ‘فاران’ چې د تنقید کوم بې لحاظه، سفاک او مستند روایت جوړ کړے ؤ – ‘ارمان’ چې ورته علمي کړۀ وړۀ او د استناد هیئت ورکړو – ‘ادیب’ هم لکه پۀ دغه لار تګ غواړي!!!

دا ئې زما تر پامه ‘پښتون’ کښې وړومبۍ لیکنه ده – بس کۀ مونږ غوندې لوستونکو ته ئې لږه اسانه کړي، لږ د مؤاخذې کولو او ‘خپله’ نتیجه راویستو نه ډډه وکړي او پۀ متن د معنون تر مخه یو څۀ ‘تشریحي’ شي نو ښه به وي.

مونږ ورته ‘پښتون’ کښې هرکلے وایو. کۀ څوک ورسره د اختلاف کولو ځیګر لري نو هغوي ته هم هرکلے وایو.

باید توقیر ابشار پرې ځان پوهه کړي.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …