پۀ پښتونخوا وطن د دهشتګردۍ ناورین – نظام الدین کاکړ

کله چې پۀ پینځویشتمه جولایۍ 2018ز پۀ ملک کښې الېکشن کېدلو نو د دې الېکشن د مخه هم او وروستو هم د ملک ټولو سیاسي پارټیانو مشرانو او نورو لیکوالانو دا خبره پۀ ګوته کړه چې دا قومي الېکشن به صرف د یوې پارټۍ پي ټي اٰئي د پاره کېږي او دې ګوند ته به اکثریت ورجوړوي. چې کله ملکي ریاستي ادارې انټیلجنس ادارې ټولو پۀ دې الېکشن صرف یوې پارټۍ ته اکثریت ورکړو، عمران احمد نیازي او د دۀ ګوند تر الېکشن مخکښې هم او وروستو هم یوه نعره وکړه چې نوی پاکستان به جوړوو، ملک کښې به امن راولو او د پاکستان ګاونډي هېوادونو سره به ښۀ تعلقات جوړوو او ملکي معیشت به فعاله کوو او ځوانانو ته به روزګار ورکوو او پۀ ملک کښې چې کومو حکمرانانو کرپشن کړی دی، د پاکستان څومره دولت چې د ملک نه بهر د یورپ او نورو هېوادونو پۀ بېنکونو کښې پروت دی، هغه پۀ زرګونه اربه روپۍ به بېرته ملک ته راوړو، پنځوس لکهه کورونه به جوړوو او د نړیوالو مالیاتي ادارو څخه د مزید قرض اخستو پۀ ځای به خودکشۍ کولو ته ترجیح ورکوو – دغسې وئیل به ئې چې پۀ وزیرستان او نورو ‘قبائیلي’ علاقو کښې چې کوم نقصانونه شوي دي، هغو ته به امداد ورکوو او بېرته به هلته د ترقۍ کارونه کوو.

نن عمران نیازي صرف د نېب پۀ ذریعه د حزب اختلاف ګوندونه پۀ نخښه کړي دي. یواځې نواز شریف او زرداري ئې پۀ مخه کړي دي – صرف پۀ هغو کسانو باندې کېسونه جوړوي او د ریاستي ادارو پۀ دباو د نېب پۀ ذریعه دا خلق پۀ عدالتونو کښې پېش کوي – د ملک نه بهر ئې تر دې دمه نهه میاشتو کښې نۀ یوه ادېله راوړې ده او نۀ ئې خپلو کړو وعدو کښې یوې وعدې باندې عمل درامد کړی دی – بلکې دا خبره به زیاته غوره وي چې ډېرې بې ضمیرۍ او بې شرمۍ سره ئې د ‘یو ټرن’ اصطلاح دغه انتخابي وعدو د پاره کارولې ده چې نېغ پۀ نېغه مطلب ئې هم دا دی چې مونږ انتخاباتو نه وړاندې کومې وعدې هم کړې وې، هغه وعدې صرف انتخابي نعرې وې – مطلب ئې هم دا دی چې د عمران احمد نیازي او د هغۀ د پارټۍ تحریک انصاف الېکشن د پاره ورکړی شوی منشور د دروغو نه پرته هېڅ وقعت او حېثیت نۀ درلود.

ډېرو نورو دعوو سره ئې دا دعويٰ هم کړې وه چې مونږ به د باندې ملک څخه د معاشي او اقتصادي ماهرینو یو ټیم راولو چې هغه به زمونږ معیشت راجوړ کړي. پۀ دې حقله یو سړی هم لا د باندې څخه نۀ دی راغلی. د حفیظ شېخ صورت کښې یو خوا کۀ د اٰئي اېم اېف یو ملازم د خزانې د امورو مشیر مقرر کړی شو نو ورسره د سټېټ بېنک مشري هم د اٰئي اېم اېف یو ملازم ته سپارلې شوې ده. د ریوینیو زیاتولو د پاره د شبر زېدي صورت کښې هم داسې یو کس ته ذمه وارۍ سپارلې شوې دي چې هغه خپله ټېکس نۀ ورکوي – دې ټوله سیناریو کښې د ملک معیشت د نا اهله وزیرانو لۀ وجې نور خراب شو. کومې قرضې چې د نواز شریف پۀ کلونو کښې اخستې شوې وې، هغه قرضې پي ټي اٰئي دې نهه میاشتو کښې یو نیم سل فیصده (150%) زیاتې واخستې. دا وخت ډالر یو نیم سل روپیو ته رسېدلی او پټرول، ډیزل او سي اېن جي تر سل روپیو واوښتل. د اٰئي اېم اېف لۀ خوا د نوي بېل اٰوټ نتیجه کښې به د پینځۀ سوه اربه روپیو نه زیات ټېکسونه پۀ غریب، بې وزله او خوار اولس وتپل شي – د روزمره ضرورتونو اجناس به اسمان سره لا خبرې وکړي.

د پاکستان کرنسي دې موده کښې د تاریخ تر ټولو لاندې کچې ته پرېوتې ده. ډالر پورته شوی او پۀ ملک کښې ګراني اسماني شوې ده. نن هغه ټول خلق چې د عمران احمد نیازي سره ئې امیدونه تړلي وو، هغه ټول وېزاره او ناراضه دي. کۀ خوشحاله وي نو هغه قوتونه او ادارې به خوشحاله وي چې پۀ ډالرونو اموخته شوي دي او د بارکونو څخه پالیټکس باندې زیات وخت تېروي.

امن هم پۀ ملک کښې نۀ دی راغلی. نن پۀ ملک ډېره دهشت ګردي د ایران پۀ باډر ده. د ایران خلق پۀ چاه بهار کښې مړۀ شول، ایران هم الزام پۀ پاکستان ولګاوۀ. د ایراني انقلابي ګارډز الزام هم پۀ پاکستان دی. دلته کله چې پۀ ‘اورماړه’ کښې د نېوي او هوائي فورس کسان لۀ بسونو څخه لاندې راښکته کړی شول او پۀ ګولیو مړۀ کړی شول، دا الزام پاکستان پۀ ایران ولګاوۀ. لېکن د دې واقعې درې ورځې وروستو عمران خان د ایران پۀ دوره تهران ته لاړو.

عمران احمد نیازي غوښتل چې لۀ ایران سره خپلې معاشي تجارتي معاهدې وکړي لېکن ایران دوي څخه سخت ناراضه دی ولې چې یو خو دهشت ګردي د دوي پۀ علاقه کښې کېږي او دوېم پۀ کوئټه کښې چې کوم شیعه مسلک خلق قتل کېږي، پۀ هغې هم ایران خفه دی – درېم پاکستان د سعودي سره نېغ پۀ نېغه داسې مختلفو معاهدو کښې پابنده دی چې د هغې مقصد ایران ته سیاسي او اقتصادي نقصان رسول دي. عمران نیازي کۀ هر څو پۀ ایران کښې د کېدونکې دهشت ګردۍ پۀ شا د پاکستان د کردار یوه غېر ذمه واره شوشه هم پرېښودله چې بادي النظر کښې ئې دنیا ته وښودل چې مونږ یواځې افغانستان کښې نۀ بلکې ایران کښې هم دفاعي اثاثې او د هغوي کارنامې لرو – خو ایران دغه بیان هم مطمئن نۀ کړو.

د ایران او سعودي عرب اړیکې بیخي خرابې دي. ایران باندې امریکې معاشي بندېزونه لګولي دي نو پۀ دې حقله مونږ دا وئیلی شو چې د عمران خان د ایران دا دوره نتیجه خېزه نۀ شي ثابتېدلی. عمران نیازي کۀ هر څو اوږې وڅنډي او اٰئي اېس پي اٰر هم ووائي چې حکومت داخله او خارجه پالیسیو کښې ازاد دی خو د پاک ایران پائپ لائن منصوبې نه دغه ټوله ازادي او خود مختاري ثابته ده. پاکستان خپلو پالیسیو کښې پۀ یوه نقطه هم ازاد نۀ دی. پاکستان کۀ څۀ خود مختاري لري نو هغه دا ده چې خپل ملک کښې دننه د جنګ ماحول جوړ کړي، څۀ خلق ووژني، څۀ خلق مسنګ پرسنز کړي او سیاسي پارټیو باندې د الزامونو صورت کښې د هغوي کرکټر اسېسینېشن وکړي.

عمران چې څنګه د ایران نه ځوړنده سر واپس کړی شو، دغسې چین ته دوره کښې هم هغۀ ته د بیجنګ د میونسپلټۍ د نائب سېکرټري لۀ خوا هرکلي وئیلو نه ثابتېږي چې د اسلامي جمهوریه پاکستان د فوج د نازولي وزیر اعظم حېثیت څۀ دی. چین پۀ سي پېک ډېر زیات تحفظات لري. دا وخت چین پاکستان ته بلیونه ډالره ورکړي دي. چین غواړي چې ګوادر زر تر زره جوړ کړي او مغربي روټ هم زر جوړ کړي. د چین خواهش ؤ چې پاکستان باید مغربي روټ جوړ کړي لېکن د پنجاب او پنجاب فوج دا نۀ غوښتل نو هغه ئې ‘سي پېک پنجاب’ له یوړو. ولې د پنجاب لاره باندې ډېره خرچه هم راځي او بل دا لاره ډېره اوږده ده – د دوي فائده صرف غربي روټ وه. چین پۀ دې هم ناراضه دی.

دا وخت پاکستان ته چین د مرۍ غور شوی دی. چین کۀ یو خوا د خپلو بلیونو ډالرو انوسټمنټ د پاره د اقوام متحده پۀ پلېټ فارم د پاکستان لمن سپینولو ته ناست دی نو بل خوا ئې خپل دغه انوسټمنټ هم پۀ داو لګېدلی دی. د چینیانو پوزې به نۀ وي خو د باتۍ پۀ بوي پوهېږي – سترګې به ئې نۀ وي خو نظر ئې تېرۀ دی او دا ویني چې پاکستان تر څو پورې د امن ضمانت نۀ وي ورکړی، د چین انوسټمنټ به خطره کښې وي. اوس اوس ګوادر کښې پۀ شوي هوټل د درېو ترهګرو برید چین ته ثابت کړل چې لوبه یو طرفه نۀ ده. چین پۀ دې هم پوهه دی چې پاکستان څنګه سعودي عرب سي پېک منصوبې ته راکاږي او پۀ دې هم پوهه دی چې د پنجاب تر لارې د سي پېک تګ به هندوستان ته کوم مهم رول ورکوي چې چین دغه رول ته پۀ یو صورت کښې هم تیار نۀ ښکاري.

دا وخت پاکستان پۀ ‘ګری لسټ’ کښې هم راغلی دی. ولې پۀ تېرو ورځو کښې د اېف ای ټي اېف یو وفد پاکستان ته راغلی ؤ او دې وفد پاکستان ته اتۀ ویشت نقطې ورکړې وې چې د دې ځواب راکړي – ولې چې دا وفد بېرته پاکستان ته راځي او ځواب غواړي چې ستاسو د دهشت ګرد قوتونو خلاف پالیسي څۀ ده؟ اٰیا تاسو پۀ ملک کښې دهشت ګرد او انتهاپسند قوتونه ختموي کۀ نۀ؟ او یا کۀ دا پالیسي تاسو جاري ساتئ نو بیا امکان لري چې امریکه اېف ای ټي اېف بیا پاکستان پۀ بلېک لسټ کښې واچوي. د اېف ای ټي اېف لۀ خوا د پاکستان نه دهشت ګرد تنظیمونو ته د مالي مرستو او د فنانس کوونکو بېنکونو معلومات هم مطلوب دي. پوهېدونکي پۀ دې پوهېږي چې کۀ پاکستان دغه مطالبه مني نو د ‘دفاعي بجټ’ یوه لویه برخه به هم د اٰډټ لاندې راځي او ځکه لا پاکستان دغه مطالبې ته غاړه نۀ ږدي او د کوم مالي اصلاحاتو پۀ ځای ئې قرضونو اخستو ته کار وئیلی دی.

د اېف ای ټي اېف او اٰئي اېم اېف تر لارې امریکا او څۀ نور لوي هېوادونه پۀ ګوادر باندې د چین سره د شوو معاهدو شرائط او دستاوېزات هم غواړي او چین سره چې د اسلحې پۀ باره کښې کومې معاهدې شوې دي، د هغې تفصیلات هم.

د افغانستان څخه د اتحادي فوځونو د انخلاء شالید کښې امریکا پاکستان ته وائي چې کۀ یو ځل د افغانستان څخه د اتحادي فوځونو انخلاء کېږي نو بیا به مونږ دلته یو ټک هم نۀ برداشت کوو. امریکا د پاکستان لۀ خوا پۀ ډبل ګېم هم پوهه ده او د چین سره د زیاتېدونکو تعلقاتو پۀ حواله تحفظات هم لري. امریکا پۀ پاکستان غږ کوي چې یا خو به ما سره یې او یا د چین سره – د چین څخه د اېټمي ري اېکټر پاکستانۍ سودا هم امریکا پارولې ده. دې سره افغانستان او هندوستان هم لۀ پاکستانه ناراضه دي. د پاکستان د غلطو پالیسیو لۀ کبله اوس افغانستان خپل تجارت لۀ ایران، چین او هندوستان سره شروع کړی دی. د ګوادر مقابله کښې چاه بهار بندرګاه فنکشنل شوې هم ده. لۀ دې مخکښې افغانستان د پاکستان سره د څلور اربه ډالرو تجارت کولو چې اوس دا یو نیم ارب ډالر پاتې شوی دی. د افغانستان ښارونو کښې کېدونکې دهشت ګردۍ د پاکستان پۀ حواله د افغانستان اعتماد او باور بیخي ختم کړی دی.

دې ټول شالید کښې باید یوه خبره تر پامه وساتلې شي – کۀ روان وخت کښې پۀ هند کښې بیا د مودي حکومت راغی او کۀ چرې د ‘پلوامه’ غوندې واقعه وشوه نو حالات به لا زیات کړکېچن او خراب شي. پاکستان کښې د فوج د کنټرول لاندې میډیا کۀ هر څو چغې وهي چې د هند سره د تېرو میاشتو پۀ تاو تریخوالي کښې د کشمیر مسئله د نړۍ مخې ته راوړې شوه خو حقیقت دا دی چې پۀ سفارتي کچه هند بریا موندلې ده. اوس طالبانو له د دفترونو ورکولو او اقتدار کښې د شراکت خبره کوونکی عمران احمد نیازي او د هغۀ کابینه هم پۀ نېشنل اېکشن پلان د عمل درامد خبرې کوي – دا هر څۀ د بېن الاقوام د فشار لاندې دي. کۀ د کولن پاول لۀ خوا یو فون باندې جنرل مشرف د امریکا وړاندې سرنډر شوی ؤ نو د خپل پائلټ پۀ حقله د مودي یو فون ته عمران احمد نیازي هم سر ټیټ کړی دی او د څلیریشت ګېنټو پۀ ځای ئې دولس ګېنټو کښې دننه دننه اوي نندن پرېښی ؤ.

لا خو روژې دي – ټولې بلاګانې پۀ خپل خپل ځای پرتې دي. کۀ د ګرانۍ مقابله کښې غریب سړي د پاره څۀ د ریلیف لاره ونۀ ویستلې شوه او د ملک معاشي او تجارتي حالات هم دغه شان مخ پۀ ښکته روان وي نو دا امکان شته چې د اختر وروستو د عمران احمد نیازي د جعلي جمهوري حکومت پۀ ضد اولسي پاڅون وشي او سیاسي تحریک شروع شي.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …