د افغانستان پۀ استقلال کښې د پښتنو قبائیلو ونډه – څېړنپوه عبدالرحیم بختاني خدمتګار

 

 

 

 

کله چې پۀ 1919ز کال کښې د غازي امان الله خان لۀ خوا د افغانستان د استقلال اعلان وشو، پۀ دې وخت کښې د هند برطانوي حکومت د افغانستان پر ضد جګړه پېل کړه چې د غه جګړه پۀ تاریخ کښې د افغان او انګلیس د درېم جنګ پۀ نوم یادېږي. د افغان او انګلیس پۀ درېم جنګ کښې د افغانستان د شپېتۀ زره منظم پوځ تر څنګ پۀ زرګونه د پښتنو د مختلفو سیمو قومي وسله وال پوځونه د انګرېزانو پر ضد د خپلو افغان وروڼو ترڅنګ ولاړ وو او د استقلال پۀ جګړه کښې ئې فعاله ونډه واخستله.

د دوي دغه وسله وال پا څون نۀ يواځې د افغانستان د استقلال پۀ برخه لویه مرسته وکړه بلکې د افغانستان د استقلال نه وروسته د هند پۀ استقلال کښې هم دوي ډېر مهم رول ولوبولو.

پۀ دې مقاله کښې لومړی به پۀ افغانستان کښې د امیر امان الله خان د باچا کېدو پۀ اړه معلومات وړاندې کېږي او بیا به د افغانستان د استقلال پۀ جګړه کښې د پښتنو قبائیلو د فعالې ونډې اخستنې پۀ اړه څېړنه تر سره کېږي.

“امیر حبیب الله خان د 1919ز کال د فرورۍ پۀ میاشت کښې د ‘لغمان’ ولایت د ننګراج پۀ کله ګوش کښې د سیند پر غاړه د خپلو محافظینو لۀ خوا ووژل شو.”1

“پۀ جلال اباد کښې ئې ورور د باچاهۍ غږ پورته کړو خو د افغانستان خلقو د خپلواکۍ او زمکنۍ بشپړتیا د ګټلو لپاره د اتلولۍ غورځنګ پېل کړو، افغان خپلواکۍ غوښتونکو د 1297هـ.ل = 1337هـ.ش = 1919ز د مارچ پر لومړۍ نېټه د امیر حبیب الله خان دوهم زوی سردار امان الله خان د باچاهۍ پر تخت کښېناوۀ او د خپلواکۍ جګړه پېل شوه.”2

“کله چې امیر امان خان د باچاهۍ پر تخت کښېناست، ملت او پوځ ته ئې وعده ورکړه چې زۀ به ډېر ژر دوه خبرې عملي کوم – یو د خپل پلار قاتل به پېدا او سزا به ورته ورکړم او دوهمه خبره د افغانستان د استقلال تر لاسه کول دي.”3

نو لۀ هم دې کبله کله چې ئې خپله لومړۍ خبره عملي کړه نو د افغانستان د استقلال اعلان ئې وکړو چې د نوموړي اعلان نه وروسته انګرېز انو د افغانستان پۀ سرحداتو کښې خپلو پوځي عملیاتو ته زور ورکړو او د دواړو هېوادونو تر منځ جګړه پېل شوه.

د استقلال جګړه د انګرېز انو پر ضد پۀ څلورو لاندې جبهو کښې پېل شو:

(1 د ختیځو ولایتونو جبهه، (2 د چترال جبهه، (3 د پکتیا جبهه او (4 د کندهار جبهه.

“د افغان – انګلیس د درېم جنګ پۀ پېل کښې د افغانستان د منظم اردو شمېر نژدې شپېتۀ زرو ته رسېدل ؛، پۀ داسې حال کښې چې د برطانوي هند د عسکرو شمېر درې سوه څلوېښت زرو ته رسېدل چې هغوي منظم جنګي مهمات او جنګي الوتکې درلودلې. د افغانستان پوځي قوتونه د انګرېزانو د دغه ماډرن او قوي لښکر پۀ مقابل کښې پۀ مېړانې سره وجنګېد. پۀ دې جګړه کښې د پښتنو قبائیلو قومي وسله وال پوځونه د انګرېزانو د حملو پۀ شنډولو کښې د افغانستان پۀ ګټه مهم رول ولوبولو او پۀ ټولو قبائیلي سیمو کښې د انګرېزانو پر ضد عمومي پا څون پېل شو. د افغانستان د استقلال نه وروسته هم پۀ ځینو قبائیلي سیمو کښې دغه پاڅونونو جریان درلود.”4

د انګرېزانو پر ضد د پښتنو پۀ قبائیلي سیمو کښې د افغانستان د استقلال نه مخکښې کلونو یعني د امیر عبدالرحمان خان او امیر حبیب الله خان د باچاهۍ پۀ مهال کښې هم مبارزې او جنګونو جریان درلود او د استقلال نه وروسته دغه جنګونو او پاڅونونو شدت واخست. پۀ دې برخه د وزیرستان د پیاوړي مجاهد بریالي غازي او نامتو مباز یار محمد خان وزیري هغه خاطرات وړاندې کوم چې د غازي امان الله خان د باچا کېدو نه وروسته د پښتنو قبائیلو د امیدونو او تدبیرونو پۀ اړه بیان شوي دي:

“مونږ د ډیورنډ او امیر عبدالرحمان خان د تړون پۀ پوله کښې د افغانستان څخه د بېلې کړې شوې سیمې د پښتنو قومونو او قبیلو مشران، خانان، ملکان او ملایان پۀ دې سوچونو او فکرونو کښې ډوب تللي وو چې د امیر حبیب الله خان زوی او د امیر عبدالرحمان خان لمسی اعليٰحضرت امان الله خان چې پۀ کابل کښې د پلار د شهادت نه وروسته د افغانانو بادشاه ګرځېدلی دی، هغه به پۀ افغانانو باندې د پېرنګیانو د تېري او تجاوز پۀ وړاندې څۀ لاره او چاره غوره کوي؟ د پلار او نیکۀ پۀ څېر به د پېرنګیانو تر حمایت او سیوري لاندې د ذلت او خوارۍ ژوند اختیاروي او کۀ به د افغانانو د یوۀ خپلواک اولو الامر پۀ څیر د جهاد جنډه وچتوي.

زمونږ سره دا امیدونه او اندېښنې وې. د مشرانو پۀ غونډو او جرګو کښې دا خبره ګرځېدله او راګرځېدله؛ دا مونږ لره ډېره مهمه او حیاتي خبره وه. د نر او ښځې، د زاړۀ او واړۀ ورباندې بحث ؤ. د مشرانو پۀ خپل منځ کښې ورباندې مشورې او جرګې کېدلې او د هر چا د خولې نه هغه وخت دا اورېدل کېدل چې کۀ د څښتن تعاليٰ د ننګیالي او مسلمان اولس د خپلواکۍ پۀ لور رضا او اراده وه او کۀ اعليٰحضرت امان الله د پېرنګیانو پۀ وړاندې د ازادۍ او جهاد اواز اوچت کړو نو پۀ دې عظیم جهاد کښې به زمونږ د سیمو اسلامي او افغاني دنده او ونډه څومره وي؟ او هم د دې عظیم جهاد پۀ نتیجه کښې به زمونږ د اولس برخلیک څۀ وي؟ او اوس چې ځوان شهزاده امان الله خان د خپل نیکۀ او پلار پر تخت باندې ناست دی، د هغۀ پرېکړه او خیالات زمونږ د ازادۍ پۀ اړه څۀ دي؟

مونږ د وزیرستان، ږوب او کندهار اوسېدونکي چې د امیر عبدالرحمان خان د امارت د شېبو نه بیا د امیر حبیب الله خان د شهادت تر ګېنټو پورې پېرنګیانو پۀ خپله پلرنۍ خاوره کښې سخت ځوولي او کړولي وو، کورونه ئې راته وران کړي وو او مالونه ئې ر اته د باروتو پۀ سرۀ اور کښې وریت کړي وو؛ هره شېبه او هره ګنټه مو د خپل ازاد برخلیک پۀ اړوند فکرونه او سوچونه وو او پۀ کابل کښې چې به هر بدلون را مخکښې کېدو، د هغۀ سره به امیدونه او اندېښنې راته پېدا کېدې؛ هغه وخت چې پۀ نړۍ کښې ستر جنګ ونښت او پېرنګیان د ترک او جرمن سره پۀ جګړه بوخت وو، د امیر حبیب الله خان نه زمونږ دا هیلې او امیدونه وو چې دا ګړۍ او دا ګېنټه به د خپل ځان او زمونږ د ازادۍ لپاره د پېرنګیانو پۀ وړاندې د جهاد اواز پورته کوي او مونږ لره به مالي او معنوي مرسته او قومانده را کوي چې د پېرنګي او ګورکا پوځونه د افغان پښتون لۀ خاورې نه تر بنګال پورې وترټو او پۀ پنجاب، لاهور او کشمیر کښې هم خپله جنډه هسکه کړو نو ځکه مو اوس هغه هیلې او امیدونه د ځوان شهزاده اعليٰحضرت امان الله خان څخه وو. د هم دې هیلو او امیدونو پۀ څنګ کښې دا وېره او اندېښنه هم زمونږ پۀ زړونو کښې رالوېدله چې خدای دې نۀ کړي چې ځوان شهزاده د خپل پلار او نیکۀ پۀ قدم باندې قدم اوچت نۀ کړي او زمونږ د سیمو اولس بیا هم د پېرنګیانو پۀ منګولو کښې راښکېل پاتې وي.”5

غازي امان الله خان د 1919ز کال د اپرېل پۀ دیارلسمه نېټه پۀ خپل دربار کښې خپل وزیران، لوړ رتبه مامورین او د بهرنیو هېوادونو ځینې استازي راټول کړل او د دوي پۀ مخکښې ئې د افغانستان د استقلال اعلان وکړ. پۀ دې برخه کښې د امان الله خان د وېنا ځینې برخې وړاندې کوم:

“زۀ خپل هېواد او خپل ځان پۀ ټولیز ډول پۀ کورنيو او بهرنیو چارو کښې ازاد، مستقل او ناپیلې اعلانوم. هېڅ بهرني قدرت ته اجازه نۀ ورکوم چې د یو وېښتۀ پۀ اندازه د افغانستان پۀ کورنیو او بهرنیو چارو کښې مداخله وکړي، کۀ چرې کوم هېواد پر مونږ باندې تېری وکړي، زۀ حاضر یم تر څو پۀ خپله دغه توره د هغۀ سر پرې کړم. بیا ئې خپل مخ د برېطانیا استازي خوا ته واړول او وې وئیل، ای سفیره! څۀ چې ما ووئیل پۀ هغۀ باندې پوه شوي کۀ نه؟ د برېطانیا استازي ځواب ورکړ او وې وئیل، هو! پوه شوم.”6

کله چې غازي امان الله خان پۀ کابل کښې د انګرېزانو پۀ مقابله کښې د خپلواکۍ او جهاد اعلان وکړ ، پۀ قبائیلي سیمو کښې د دغه اعلان د مېشتو پښتنو افغانانو لۀ خوا تود هرکلی وشو او د انګرېزانو پر ضد د جګړې لپاره تیاري ونیول شوه. پۀ قبائیلي سیمو کښې د امان الله خان د دغه اعلان پۀ اړه جنرال یار محمد خان وزیري داسي وائي:

“د 1297هـ.ل 1919)ز( کال د حوت پۀ میاشت کښې زمونږ سیمو ته احوال راغی چې اعليٰحضرت امان الله خان د افغانستان د علماو او مشائخو څخه د پېرنګیانو پۀ وړاندې د جهاد فتويٰ تر لاسه کړې ده او خپله اعليٰحضرت امان الله د پېرنګیانو سره د غزا کالي پۀ تن کړي دي. دا اوازه زمونږ پۀ سیمو کښې پۀ ډېره بیړه خپره او وګرځېده.

وزیرستان، ږوب او کندر ته د اعليٰحضرت امان الله خان لۀ لوري د جهاد د خبر پۀ رارسېدو سره بیا هم زمونږ د مشرانو، خانانو، ملکانو او ملایانو شک او اندېښنه وه او بشپړ یقین او بار مو نۀ شو کولی؛ پۀ دې چې د امیر عبدالرحمان خان او امیر حبیب الله خان د امارتونو پۀ وخت کښې مونږ دا رنګ زیات خبرونه او اوازې اورېدلې وې. نو د پوره یقین حاصلولو لپاره زمونږ د سیمو غازیانو او مجاهدینو شېبې او ګېنټې شمېرلې او د دې پۀ انتظار کښې وو چې کۀ رارسېدلی خبر واقعیت ولري نو نن او سبا به د اعليٰحضرت امان الله خان استازي زمونږ د مرستې غوښتلو لۀ پاره زمونږ سیمو ته د پیغام سره راځي او د اعلان شوي جهاد او خپلواکۍ پۀ اړه به مونږ مشرانو ، ملکانو ، ملایانو او خانانو ته خبر او معلومات را کوي”.7

د افغانستان د استقلال د اعلان نه وروسته د غازي امان الله خان پۀ امر پۀ مختلفو جبهو کښې دیني عالمان د استقلال د اهدافو د تبلیغ لپاره ولېږل شو. “مولوي ترم زی او مولوي چکنور مشرقي محاذ ته، مولوي صالح محمد خان او اخوندزاده عبدالحمید الکوزی د کندهار د مبارکې فرقي متولي، حضرت فضل محمد او حضرت فضل عمر جنوبي محاذ ته د تبلیغ لپاره ولېږل شو. هم دا رنګه قاضي عبدالشکور خان بارکزي او مولوي عبدالرزاق خان اندړ د مبلغینو او لیکوالو لۀ جملې څخه ؤ چې د جګړې پۀ مختلفو جبهو کښې پۀ تبلیغ باندې بوخت وو”.8

څۀ رنګه چې مخکښې یادونه وشوه چې غازي امان الله خان دیني عالمان د جګړو پۀ مختلفو جبهو کښې د تبلیغ لپاره ولېږل؛ پۀ دغه دیني عالمانو کښې عبدالرزاق خان اندړ هم شامل ؤ چې د وزیر ستان خلقو ته د امان الله خان فرمانونه او پېغامونه ئې وړي وو. پۀ دې برخه کښې جنرال یار محمد خان وزیري پۀ خپلو خاطراتو کښې داسي لیکلي:

“مونږ ټولو د قومونو مشرانو، خانانو، ملکانو او علماو پۀ وزیرستان، ږوب او کندر کښې د جهاد او خپلواکۍ د اعلان د خبر پۀ اړوند د اعليٰحضرت امان الله خان د استازي انتظار ویستو چې د 1298هـ.ل کال د حمل پۀ میاشت کښې ناڅاپي د لمر پرېوتو پۀ مهال نور فضیلت ماٰب حاجي ملا عبدالرزاق خان اندړ د دوو نورو ملګرو سره زما مېلمستون ته راننو تل او هغه دوه تنه یو ملا عبدالغني د ښرني او بل ادم خان وو. ما د حاجي عبدالرزاق سره د ډېر پخوا نه پېژندګلوي او معرفت درلود. دا هغه حاجي صاحب ؤ چې د امیر حبیب الله خان د امارت پۀ زمانه کښې ئې زمونږ د مجاهدینو د جهاد خواخوږی ؤ او ملاتړ ئې کاوۀ او د امیر حبیب الله خان ورور سردار نصرالله خان خپلې مرستې او امداد زمونږ مجاهدینو سره د ده پۀ لاس کاوۀ.
د مېلمه پالنې او پښتني دود سره مې سم پۀ هم هغه تیارۀ کښې حاجي صاحب او د هغۀ دوو تنو ملګرو ته پسه حلال کړ، د ماسخوتن ډوډۍ مو سره وخوړله، لمونځ مو پۀ جومات کښې پۀ ګډه سره ادا کړ، پۀ مسجد کښې حاجي صاحب ملا عبدالرزاق خان د کلي د خلقو سره لیدنه وکړه او بېرته زما مېلمستون ته راستانۀ شو. د ماسخوتن چای مو سره وڅښکه، ولې د چای څښکلو پۀ اوږدو کښې چې د حاجي صاحب پیاله پۀ لاس کښې وه، پۀ موسکۍ خندا او ورینه ټنده سره راته ئې ووئیل، د مریاڼو خان او مشره! و دې نۀ پوښتل چې زۀ د څۀ لۀ پاره پس لۀ کلونو کلونو ستاسو سیمې ته راغلی یم. ملا صاحب او ادم خان پۀ لاره کښې زما د سفر ملۀ شول، دوي ته مې پۀ ښرنه کښې څرګنده کړې ده چې زۀ د څۀ لۀ پاره کندر ته را روان یم. د پښتني دود او رسم پۀ نظر کښې نیولو سره پۀ هغه شېبه کښې د حاجي صاحب عبدالرزاق خان نه پوښتنه کول ګران راته معلوم شو ولې پس لۀ څۀ سکوت نه مې حاجي صاحب ته د هغۀ د پوښتنې ځواب پۀ دې څېر سره ورغبرګ کړ، مېلمانۀ او عزیزان د څښتن تعاليٰ دا د غرونو او رغونو سېمو ته هر کله راولي. ستاسو جناب او خواږۀ عزیز نه به زما د پښتنې څۀ حاجت وي – ولې حاجي صاحب ملا عبدالرزاق خان چې پوهه او عالم سړی ؤ، پۀ هم هغه ګېنټه ئې پۀ سپینه او ډاګ سره زما د وېنا ځواب دا رنګ را غبر ګ کړ،:تاسو مشرانو ته به احوال راغلی وي او ضرور چې راغلی خو به وي چې اعليٰحضرت امان الله خان د پېرنګیانو پۀ وړاندې د افغانستان د خپلواکۍ او جهاد اعلان کړی دی او ما لره ئې وظیفه سپارلې ده چې پۀ سرحد کښې مېشته مشرانو، خانانو، ملکانو او مشائخو ته د اسلام د باد شاه فرمانونه ورسوم او څنګه چې زما پۀ څېر یو فرد ته سخته ده چې د انګرېزانو پۀ ولقه کښې د پښتنو پۀ خاوره کښې پۀ ازاده وګرځم او هغه وخت چې د کابل نه راوتلم، دا مې پۀ نظر کښې وو چې د وزیر ستان او ږوب مشرانو خانانو، ملکانو او علماو ته به دا دا فرامین د یار محمد خان مریاڼي پۀ لاس رسوم؛ پۀ ښرنه کښې عبدالغني ملا صاحب هم زما دا پرېکړه راسره خوښه کړه – اوس دا درنه اسلامي وجیبه ستا پر اوږو ږدم چې د اعليٰحضرت امان الله خان دا فرمانونه پۀ وزیرستان او ږوب کښې د ټولو قومونو او قبیلو مشرانو، خانانو، ملکانو او ملایانو ته چې د هر یوۀ کلی او کور تا لره معلوم دی، ورسوې او زۀ انشاءالله چې پۀ سبا به درنه د کابل پۀ لور روانېږم، هلته هم زما مسئولیت زیات دی، د جهاد نه به وروسته کۀ ژوند وفا وکړه، سره ګورو.

نور فضیلت ماٰب حاجي ملا عبدالرزاق خان صاحب پۀ هم هغه شپه د اعليٰحضرت امان الله خان فرمانونه ما لره وسپارل، څو ئې پۀ وزیرستان او ږوب کښې د قومونو او قبیلو مشرانو، خانانو، ملایانو او ملکانو ته لاس پۀ لاس ورسوم او هم ئې یو د اعليٰحضرت امان الله خان فرمان پۀ ځانګړې توګه ما لره راکړ. حاجې صاحب پۀ سبا د سهار د چای څښکلو نه وروسته د خپلو دوو ملګرو سره د کابل پۀ لور ما نه رخصت واخست او د روانېدو پۀ وخت کښې ئې لاسونه اوچت کړل او دا دعا ئې پۀ اه کښلو سره وکړه، ‘ستاسو غازیانو او مجاهدینو دې پۀ دې عظیم جهاد کښې الله ملګری او مرستندوی واوسي. ای الله! د وزیرستان، ږوب او کندر مجاهدین پوره پنځوس کاله ستا د د ین د دښمنانو سره پۀ مجاهده بوخت دي، تۀ ئې نصرت وکړې’.
د حاجي صاحب ملا عبدالرزاق خان د تلو نه وروسته ما هم بې لۀ کوم ځنډ او درنګ څخه د اعلیٰحضرت امان الله خان فرمانونه چې زیات شمېر وو، پۀ ډېره خوشحالۍ او بې لۀ کومې ستړیا څخه پۀ یوه اوونۍ کښې د ږوب پۀ علاقه کښې شیرک خان کاکړ، سردار حسن خان کاکړ، قائم خان کاکړ، اختر محمد خان مندوخېل؛ د ګوملې پۀ سیمه کښې نواب خان سلېمان خېل، ملک فتح خان سلېمان خېل، شېر جان خان خروټي، نعمت خان خروټي او پۀ وزرستان کښې ملا همزالله اخند، قاضي صاحب شکي، عصمت خان، شېر محمد خان انګور خان، ملک هفتي خان، دلباز خان، اختي جان خان، ملک دند خان، عبدالله خان، مشرف خان، زنګي خان، عبدلي موسٰي خان، قطب خان، امیر شاه خان، قاضي صاحب میرا جان خان، شاه بهرام خان او ملا فضل الدین اخند )شهزاده اخند( ته ورسول.

اعلیٰحضرت امان الله خان پۀ هغو فرمانو نو کښې چې ما د وزیر ستان او ږوب د قومونو او قبیلو مشرانو، خانانو، ملایانو او ملکانو ته ورسول، لیکلي وو، ما د افغانستان د دیني علماو، مشائخو او روحانینو څخه د انګرېزانو پۀ مقابل کښې د افغانستان د خپلواکۍ او د جهاد فتويٰ اخستې ده؛ هلته ستاسو غېرتي قومونو مشرانو څخه زما دا هیله او امید دی چې خپل قوم او قبیله پۀ ځان او مال باندې د جهاد لۀ پاره وهڅوئ، انشاء الله و تعاليٰ چې د جهاد لۀ مورچل نه ازادي نژدې د”.9

کله چې د غازي امان الله خان پېغامونه وزیرستان او د پښتونخوا نورو سیمو ته ورسېدل، د انګرېزانو پر ضد پۀ ټولو قبائیلي سیمو کښې عمومي پاڅون وشو. “دغه شان حالا تو کښې چې هر کله د انګرېزانو پۀ خلاف پۀ ټولو قبائیلي علاقو کښې د جهاد عام اعلان وشو او پۀ یو وخت کښې د محکوم مرکزي پښتونستان پۀ شپږ سوه میله اوږد سر حد باندې قبائیلي غازیانو حملې شروع کړلې نو د وزیرستان قبائیل د ډاډ وړ وو. بیتڼو، وزیرو، مسیدو، شیرانو او نورو هم پۀ انګرېزانو حملې شروع کړلې. پۀ شمالي اوجنوبي وزیر ستان دواړو علاقو کښې چې د انګرېزانو هر څومره کیمپونه او فوجې قلعه ګانې وې، پۀ هغې ور وختل، غزاګانې ئې پرې وکړلې او انګرېزي فوجونه ئې تباه او برباد کړل.

پۀ دې سلسله کښې چې غازیانو پۀ کومو انګرېزي کېمپونو حملې کړې وې او هغه ئې پۀ جنګ نیولې وې، دلته لاندې د هغه قلعه ګانو صرف نومونه لیکو. پۀ 1919ز کال کښې د پېرنګیانو پۀ شمار اتیا قلعه ګانې سوي دي. پۀ هغې کښې د یو څو مشهورو قلعو نومونه دا دي:

سپین وام، کجوري، بویه، توت نرۍ، شپانۀ حیساري، شوه، ایشا، دته خېل، امات خېل، ټل، ټوچي، زیړکی کمر، شنګي کېمپ، واڼه، سورکاوی، تنائی، خجوره، سپین کڅ، تورماند، مغل کوټ، ګلوګڅ، پوزي، درګۍ، ومیژه، مرتضٰی، توی خولۀ.10

پۀ دې مقاله کښې د غازي امان الله خان د باچاهۍ د لومړیو ورځو پۀ اړه لنډ معلومات وړاندې شو، بیا د افغان – انګلیس د درېم جنګ د پېل پۀ اړه او پۀ دې جګړه کښې د پښتنو قبائیلو د ونډې پۀ اړه څېړنه تر سره شوه. د افغان او انګلیس پۀ درېم جنګ کښې د پښتنو قبائیلو د ونډې او مرستو پۀ اړه پۀ دې لیکنه کښې ډېر لنډ معلومات وړاندې شوي دي. دا یوه ډېره پراخه موضوع ده؛ د یوې مقالې پۀ لیکنه کښې دا موضوع نۀ تمامېږي. دا ډیره مهمه تاریخي موضوع ده – زۀ کوښښ کوم چې پۀ دې اړه یوه رساله او یا یو څېړنیز کتاب ولیکم. زما وړاندیز درنو افغانانو لیکوالو او مؤرخینو ته دا دی چې پۀ دې اړه نورې څېړنې وکړي تر څو چې د افغانستان د معاصر تاریخ دغه حساسه او مهمه دوره نوره هم روښانه شي.

پۀ هم دې هیله.

منابع او مأخذونه:

  1. پوهاند عبدالحئ حبیبي، ژباړن: عبدالرؤف بېنوا، د افغانستان لنډ تاریخ، دانش خپرندویه ټولنه، 1282هـ.ل، مخ 328
  2. اورنګزېب ارشاد، افغانستان پېژندنه، دانش خپرندویه ټولنه، 1384هـ.ل، مخ 70
  3. ظفر حسن اېبک، ترجمه و تحشیه: فضل الرحمان فاضل، افغانستان از سلطنت امیر حبیب الله خان تا صدارت سردار محمد هاشم خان، بنګاه اشکارات مېوند، کابل، 1382هـ.ل، مخ 173
  4. د افغانستان د خپلواکۍ اونجات تاریخ، تدوین: فدا محمد نومیر، د جنرېل یار محمد خان وزیري خاطرات، ملت پرېس لاهور، 1379هـ.ل، مخونه 37-36
  5. امین الله دریځ، افغانستان در قرن بیستم، دانش خپرندویه ټولنه، 1379هـ.ل، مخ 93
  6. هم دغه اثر، مخ 91
  7. د افغانستان د خپلواکۍ او نجات تاریخ، مخ 39
  8. امین الله دریځ، افغانستان در قرن بیستم، مخ 29
  9. د افغانستان د خپلواکۍ او نجات تاریخ، مخونه 41-40
  10. میا خان اپریدی، پښتانۀ، دوهم ټوک، 1350هـ.ل، مخ 224

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …