د افغانستان علومو اکاډمي تاریخچه – پۀ مننه د ښاغلي ډاکټر ظاهر شکېب )رئیس علوم اکادمي، افغانستان(

 

 

 

 

د افغانستان د علومو اکېډمۍ دا تاریخچه مونږ د هاغه علمي، تعلیمي، فرهنګي او څېړنیزې ارتقاء تر پامه راوستلو د پاره د ‘پښتون’ دې ځانګړې ګڼه کښې ځایوو چې د جنګونو، ګړنګونو، ناتارونو او شاتارونو پۀ بهیر کښې تر دې ورځ شوې ده. نن علوم اکېډمي یوه ګڼه، ګُوره، بار داره او ښېرازه اونه ده او پۀ ډېرې چټکتیا او بېدارۍ سره د علم، تعلیم، فرهنګ او څېړنې پۀ بېلابېلو څانګو کښې لاس ته راوړنې کوي.

یقیناً چې د افغانستان د علومو اکېډیمۍ ته پۀ سر د ریاست لاس پروت دے او داسې اکېډیمۍ کله هم بې د ریاست د مرستې او ملاتړ خپل تاریخي رول نۀ شي تر سره کولے.

مونږ شکرونه وباسو چې د پښتو ژبې ودې او پرمختګ د پاره د علوم اکېډیمي کابل، پښتو اکېډیمي پېښور پوهنتون او پښتو اکېډیمي کوئټه سره د یو شمېر فعاله ټولنو موجودګي یوه ډېره غوره او غوړه فرصه ده چې د ژبې د پاره شریک اهداف او دغه اهداف تر لاسه کولو د پاره یو بل سره شراکت او اشتراک له لارې راوباسي. دا درې واړه اکېډيمۍ او یو شمېر فعاله ټولنې د کوم جمود ښکار نۀ دي، خو دې باندې سترګې نۀ شو پټولې چې د شریک کار کولو د پاره ئې هېڅ سنجیده ګام نۀ دے پورته کړے. سپینه خبره خو دا ده چې د کرښو وېرې هر څۀ باندې خپسه کښېنولې ده او دا وېره ماتول به جرأت غواړي. دا باید ووایو چې د سیمینارونو د ‘تکلف’ او ‘راشه درشه’ سره سره دې د ژبې اړتیاوې چې څرګندې دي، د پاره یو ځاے د عمل لائحه وټاکلې شي او یو بل سره دې د اشتراک لارې وڅارلې شي. اوس کۀ د یوې ژبې یو پیڅکے درې لاسونه ځان ځان ته راکاږي نو خبرې به نورې ګنجلکېږي، نورې به تاوېږي او نورې به ګواټه کېږي. هم داسې ده ځکه خو لا پۀ ‘موژ’، ‘موږ’، مونږ’ کښې د ‘غونډې ی’ او ‘پرتې ے’ سره “غونډ پراتۀ” یو.مونږ هیله لرو چې د افغانستان د علومو اکېډیمي به دې لړ کښې د دولت لۀ خوا د پېښور او کوئټې د اکېډمیو سره د اشتراکِ عمل لارې راوباسي او دا هیله هم کوو چې دا عملي کولو کښې درې واړه اکېډیمۍ خپل قامي، تاریخي او ادارتي کردار ادا کوي.

د دې علمي- څېړنیزې ادارې اساس او بنسټ شاوخوا لس اتیا (90) کاله مخکښې وخت ته رسېږي چې پۀ دې ډول دی:

‘پښتو مرکه’ یا ‘مرکه د پښتو’ د 1301ش کال د عقرب پۀ میاشت 1922)ز( کښې د شاه امان الله خان د واکمنۍ پۀ دوره کښې د مولوي عبدالواسع پۀ ریاست د کابل د ارګ پۀ شمالي برج کښې پرانستل شوه او پۀ 1302ش. کال 1923)ز( ئې د درېم ریاست پۀ توګه د پوهنې وزارت پۀ اډانه کښې فعالیت کاوۀ او پۀ هېواد کښې د لومړني علمي او اکاډمیک مرکز پۀ توګه پېژندل شوی دی. دا مؤسسه د 1303ش کال پۀ اړودوړ کښې لۀ منځه لاړه.

  • کابل ادبي انجمن:

د ایجاد فرمان ئې د محمد نادر خان د واکمنۍ پر مهال 1309ش صادر او پۀ 1310ش 1931)ز( کال د ‘کابل’ مجلې پۀ خپرېدو سره ئې رسماً کار پېل کړ او لومړنی رئیس ئې محمد نوروز خان ؤ. د ‘کابل ادبي انجمن’ پۀ 1311ش کال یعني د خپل فعالیت پۀ دوهم کال ئې ‘سالنامۀ مجلۀ کابل’ هم خپره کړله. د څلورمې ګڼې پۀ خپرېدو سره د ‘سالنامۀ مجلۀ کابل’ نوم پۀ ‘سالنامۀکابل’ واوښت او تر نهمې ګڼې پورې پۀ هم دې نامه خپرېدله. کله چې پۀ 1361ش کال ‘کابل ادبي انجمن’ پۀ ‘پښتو ټولنه’ بدل شو، تر اتلسمې ګڼې پورې د سالنامې خپرېدل د پښتو ټولنې لۀ لارې څخه ‘د کابل کالنۍ’ پۀ نامه دوام درلود، خو پۀ 1329ش )1950ز( کال د کالنۍ د خپرېدو لړۍ د مطبوعاتو پۀ مستقل ریاست پورې اړونده شوه. ‘کابل’ مجله تر اوسه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت پۀ علومو اکاډمي کښې د ژبو او ادبیاتو د مرکز لۀ خوا خپرېږي.

  • کندهار ادبي انجمن )پښتو ادبي انجمن(:

د 1311ش کال پۀ مني) 1932ز( کښې ئې د محمد عثمان خان بارکزي پۀ ریاست فعالیت پېل کړ او د دې انجمن خپرنیز ارګان ‘پښتو’ مجله وه. اوس د ‘پښتو’ پۀ نامه مجله د علومو اکاډمي پۀ اډانه کښې د پښتو څېړنو د نړیوال مرکز لۀ خوا د یونیسکو پۀ رسمي ژبو خپرېږي.

  • ‘پښتو ټولنه’:

د 1316ش کال د غويي پۀ میاشت 1937)ز( کښې د پورته یاد شوو انجمنونو لۀ یوځای کېدو څخه ‘پښتو ټولنه’ د یوې علمي او اکاډمیکې ادارې پۀ توګه رامنځ ته شوه او د وخت د پوهنې رئیس سردار محمد نعیم خان ئې افتخاري رئیس ؤ. ‘پښتو ټولنه’ چې د ‘پښتو اکاډمي’ او ‘افغان اکاډمي’ پۀ نومونو هم یاده شوې ده، پۀ 1318ش کال د مطبوعاتو د مستقل ریاست تر ایجاد وروسته پۀ دغه نوي تشکیل شوي ریاست پورې اړونده شوه. دا مؤسسه لۀ 1330ش.کال وروسته پۀ نړیواله سطحه یوه علمي اکاډمي ومنل شوه، فعالیتونه ئې د نورو علمي او اکاډمیکو ادارو غوندې معیاري شول او هم دا رنګه لۀ هم دغه کاله ئې لۀ نورو اکاډمیو سره د اړیکو ټینګول پېل کړل. پۀ 1333ش کال ئې اساسنامه ترتیب او پۀ 1334ش )1955ز( کال د اعليٰحضرت محمد ظاهر شاه تر منظورۍ وروسته چاپ او خپره شوه. د یادونې وړ ده چې پۀ 1335ش )1956ز( کال ‘پښتو ټولنه’ د مطبوعاتو لۀ مستقل ریاست څخه جلا او د پوهنې پۀ وزارت پورې وتړل شوه. پۀ دې توګه ‘پښتو ټولنه’ د یوې علمي- څېړنیزې مؤسسې پۀ توګه وپېژندل شوه. خپرنیز ارګانونه ئې ‘کابل’ مجله، ‘زیری’ او ‘هېواد’ جریدې وې. ‘کابل’ مجله او ‘زیری’ جریده تر اوسه پورې د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو د مرکز لۀ خوا چاپ او خپرېږي. پۀ 1365ش کال کښې د وزیرانو د شوريٰ د پرېکړې پر بنسټ د ‘زیری’ جریدې چاپ ودرېد خو پۀ 1381ش کال ئې خپرېدل بیا پېل شول.

‘هېواد’ جريده لومړی ځل پۀ 1328ش )1949ز( کال خپره شوه او د امتیاز څښتن ئې عبدالرؤف بېنوا ؤ. دا جريده پۀ 1333ش )1954ز( کال لۀ پښتو ټولنې څخه جلا شوه.

کوم مهم کارونه چې پښتو ټولنې هغه مهال تر سره کړي دي، ځینو ته ئې پۀ لاندې توګه اشاره کېږي:

– پۀ پښتو ژبه کښې د لیکنې واحده لار دودول.

– د یوې مجلې او دوو جریدو چاپول.

– د کتابونو چاپول.

– د دائرة المعارف چاپول.

– د کالنیو چاپول.

– د سیمینارونو جوړول.

– نوبتي او پلان شوې مشاعرې جوړول.

– د شخصي او دولتي مؤسسو نومول د هغې د رسمي صلاحیتونو یوه برخه وه چې لۀ علومو اکاډمي سره د پښتو ټولنې تر یوځای کېدو وروسته څو ځلې دا کار د علومو اکاډمي لۀ خوا تر سره شوی دی.

  • د ‘اریانا دائرة المعارف’ انجمن:

پۀ 1320ش )1941ز( کال د پښتو ټولنې پۀ تشکیل کښې چې دغه مهال پښتو ټولنه د مطبوعاتو پۀ مستقل ریاست پورې تړلې وه، تأسیس شو. لومړنی مدیر ئې میا حسن خان ؤ. پۀ 1325ش کال ئې عمومي مدیریت ته ارتقاء وکړه او محمد هاشم پردېس )مېوندوال( د دې انجمن لومړنی عمومي مدیر ؤ.

پۀ 1328ش کال کښې د پښتو ‘دائرة المعارف’ لپاره جلا مدیریت جوړ شو. پۀ لومړۍ دوره کښې د ‘اریانا دائرة المعارف’ د چاپ لپاره یو پروګرام جوړ شوی ؤ چې هر ټوک ئې باید 1000 مخه وي او د بشپړېدو تر مهاله هر ټوک ئې پۀ پینځو 200 مخیزو جزونو کښې چاپ او خپور شي. پر دې بنسټ لۀ پلان سره سم د ‘اریانا دائرة المعارف’ لومړي ټوک لومړی او دوهم جز پۀ 1327ش کال پۀ 200،200 مخونو کښې چاپ او درېم، څلورم او پینځم جز ئې پۀ 1328ش کال چاپ شول. پۀ دې توګه د ‘اریانا دائرة المعارف لومړی’ ټوک پۀ دري ژبه پۀ 1328ش کال بشپړ او پۀ 1000 مخونو کښې چاپ او خپور شو.د دوو لومړنیو جزونو یعني لومړي او دوهم جز د چاپ پر مهال میرعلي اصغر هاشمي د ‘دائرة المعارف’ د عمومي مدیریت کفیل ؤ او بیا وروسته عمومي مدیر وټاکل شو.

د دې دورې وروستی )شپږم( ټوک پۀ 1348ش )1969ز( کال بشپړ شو. پۀ 1329ش کال پۀ پښتو ژبه لومړی ټوک ئې د غلام جېلاني جلالي پۀ مدیریت چې د پښتو برخې لومړنی مدیر ؤ، چاپ شو او وروستی )اووم( ټوک ئې پۀ 1355ش )1976ز( کال چاپ او خپور شو.

پۀ لومړۍ دوره کښې ‘اریانا دائرة المعارف’ پۀ پښتو ژبه اووۀ ټوکه او پۀ دري ژبه شپږ ټوکه درلودل. د یادونې وړ ده چې دې انجمن پۀ پښتو او دري ژبه پر ‘اریانا دائرة المعارف’ سربېره، د افغانستان جغرافیائي قاموس پۀ پښتو ژبه پۀ شپږو ټوکونو او پۀ دري ژبه پۀ څلورو ټوکونو کښې هم چاپ کړی دی. اوس د ‘دائرة المعارف’ مرکز د علومو اکاډمي پۀ اډانه کښې فعالیت کوي.

  • د تاریخ انجمن:

پۀ 1321ش )1942ز( کال د مطبوعاتو د مستقل ریاست پۀ چوکاټ کښې د عمومي مدیریت پۀ بڼه جوړ شو او لومړنی مدیر ئې احمد علي کهزاد ؤ. د دې انجمن خپرنیز ارګان ‘اریانا’ مجله وه چې میاشتنۍ چاپېدله او لومړنۍ ګڼه ئې د 1321ش کال د سلواغې پۀ لومړۍ نېټه خپره شوه. هم دا رنګه دې انجمن د خپلو فعالیتونو د ځلولو او خپرولو لپاره د ‘افغانستان’ مجله د یونیسکو پۀ دوو ژبو انګلیسي او فرانسوي پۀ 1325ش )1946ز( کال افتتاح کړه چې ربعواره چاپېدله. اوس د ‘اریانا’ او ‘افغانستان’ مجلې پۀ علومو اکاډمي کښې د ټولنیزو علومو د مرکز لۀ خوا چاپېږي.

  • د لرغونپوهنې امریت:

پۀ 1345ش )1966ز( کال د لرغونپوهنې د انستیتوت پۀ نامه د اطلاعاتو او کلتور وزارت پۀ اډانه کښې تأسیس شو. مؤسس ئې دکتور شاهي بای مستمندي ؤ. دې مرکز دوه انستیتوتونه؛ ‘د لرغونپوهنې انستیتوت’ او ‘کوشاني انستيتوت’ او درې خپرونې ‘باستانشناسي’ مجله، ‘هرات باستان’ مجله او ‘کوشاني’ مجله درلودې. ‘هرات باستان’ مجله د لرغونپوهنې د امریت خپرنیز ارګان ؤ چې پۀ 1358ش کال ئې خپل فعالیت پېل کړ. دا مجله پۀ 1365ش )1986ز( کال د وخت د وزیرانو شوريٰ د پرېکړې پر بنسټ ودرېده، خو ‘باستانشناسي’ او ‘کوشاني’ مجلې تر اوسه د علومو اکاډمي لۀ لارې خپلو خپرونو ته دوام ورکوي.

  • د کوشاني څېړنو نړیوال مرکز:

پۀ 1966ز کال د یونیسکو د عمومي مجمع د څوارلسمې غونډې او پۀ 1968ز کال د یونیسکو د عمومي مجمع د پنځلسمې غونډې د 323 او درېمې ګڼې پرېکړه لیکونو لۀ مخې، چې پۀ منځنۍ اسیا کښې د کوشاني مطالعاتو او د لرغونپوهنې د مطالعاتو د انسجام لپاره وو، د 1970ز کال د مۍ پۀ دولسمه نېټه پۀ کابل کښې یوه نړیواله غونډه جوړه شوه. دا نړیوال سیمینار د منځنۍ اسیا د مدنیت د پروژې پر بنسټ د کوشاني څېړنو پۀ برخه کښې د یو کاري چوکاټ د جوړېدو او انکشاف پۀ موخه د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت لۀ خوا تنظیم او علامه حبیبي ئې د رئیس پۀ توګه ټاکل شوی ؤ. د کابل پۀ دې نړیوال سیمینار کښې د منځنۍ اسیا پینځو هېوادونو پۀ افغانستان کښې د لرغونپېژندنې د پلاوي رئيسانو، د فرانسې، د المان د اتحادي جمهوریت، انګلستان او امریکا یو شمېر پوهانو ګډون کړی ؤ. پۀ سیمینار کښې پۀ کابل کښې د کوشاني څېړنو د مرکز د فعالیتونو او د لرغونپېژندنې د کار پۀ اړه راپور د دکتور شاهي بای مستمندي لۀ خوا وړاندې شو. هم دا رنګه د سیمینار د ګډونوالو هېوادونو استازو د لرغونپېژندنو د کيندنو پۀ اړه لنډې بیانيې واورولې.

پۀ دې سیمینار کښې ځينې پرېکړې هم وشوې لکه چې پرېکړه وشوه، د کوشاني څېړنو پۀ اړه دې پۀ افغانستان کښې پۀ کال کښې یوه خپرونه خپره شي، د هغې پښتۍ دې پۀ کابل کښې د نړیوال کوشاني سیمینار پۀ ځانګړې نخښه باندې ښکلې شي او پۀ هغې کښې دې د نړۍ د کیندنو، اکتشافاتو او څېړنو پایلې خپرې او د کوشاني څېړنو اړوند کتابونه دې پۀ دې خپرونه کښې معرفي شي. هم دا رنګه پرېکړه وشوه چې د کوشاني هنر او معمارۍ پۀ اړه دې یو البوم چمتو شي او البوم ته چمتو شوي مواد باید نۀ یواځې د انځورونو درلودونکي وي چې یواځې لوړ هنري ارزښت لري، بلکې د خلقو د عامه هنرونو یوه تشريح هم باید وي او زیار وویستل شي هغه مواد پۀ البوم کښې ځای کړل شي چې کم معرفي شوي وي او اهمیت ولري. سربېره پر دې پرېکړه وشوه چې پۀ هرو دوو کلونو کښې دې د پروژو د انکشاف د څېړنې او د راتلونکي خط و سیر د ټاکلو پۀ منظور یو ځل سیمینار جوړ شي، لۀ یونیسکو څخه دې د غونډو د تمویلولو غوښتنه وشي او کوشاني مرکز دې دا موضوع تعقیب کاندي.

پۀ دې ترتیب د کوشاني څېړنو د نړیوال مرکز د رامنځ ته کېدو لپاره پۀ 1354ش )1975ز( کال د اطلاعاتو او کلتور وزارت پۀ اډانه کښې د یوې اړتیا پۀ توګه زمینه برابره شوه.

د دې مرکز خپرنیز ارګان د ‘تحقیقات کوشانی’ مجله ده چې لومړۍ ګڼه ئې پۀ 1357ش کال خپره شوه او تر اوسه د علومو اکاډمي پۀ چوکاټ کښې خپل خپرنیز فعالیت ته دوام ورکوي.

  • د پښتو څېړنو نړیوال مرکز:

دا مرکز هم پۀ 1354ش )1975ز( کال جوړ شو او د 1355ش )1976ز( کال د لړم پۀ میاشت کښې ئې تشکیل منظور شو. د دې مرکز د ایجاد پۀ اړه، سربېره پر دې چې پۀ تاجکستان کښې پۀ 1968ز )1347ش( کال د یونیسکو د عمومي مجمع د نړیوال کنفرانس پۀ ترڅ کښې د کوشاني څېړنو د نړیوال مرکز د ایجاد تر څنګ پرېکړه وشوه، د یونیسکو پۀ مرکز پاریس کښې د1973ز کال د جولائي پۀ درې ویشتمه نېټه )د 1352ش د زمري میاشت لومړۍ نېټه( د منځنۍ اسیا د مدنیت د مسائلو د څېړنې پۀ درې ورځنۍ نړیواله غونډه کښې د افغانستان د استازي د وړاندیز پۀ اړه، چې پۀ افغانستان کښې د پښتو څېړنو د نړیوال مرکز د ایجاد پۀ اړه ؤ، هم موافقه وشوه او پرېکړه وشوه چې دا مرکز د یو نړیوال سیمینار پۀ ترڅ کښې پرانستل شي. سیمینار د 1975ز کال د نومبر پۀ 22- 29 نېټه )د 1354ش لیندۍ میاشت( د یونیسکو پۀ مرسته پۀ کابل کښې جوړ شو او پر کورنیو پوهانو سربېره بهرنیو پوهانو پۀ کښې هم ګډون درلود. پروفیسر مورګنسټیرنه د نورو بهرنیو پوهانو پۀ استازیتوب خبرې وکړې او پۀ افغانستان کښې ئې د پښتو څېړنو د نړیوال مرکز پۀ جوړېدو خوښي او هیله مندي څرګنده کړه. پۀ دې ترتیب سره د پښتو څېړنو نړیوال مرکز د پښتو ټولنې پۀ اډانه کښې پرانستل شو. پۀ 1356ش کال د هم دې مرکز لۀ خوا ‘پښتو’ مجلې خپلې خپرونې د یونیسکو پۀ ژبو پېل کړې. دا مرکز پۀ 1357ش کال د نورو علمي-څېړنیزو ادارو تر څنګ د افغانستان علومو اکاډمي کښې مدغم شو او نشراتي ارګان ‘پښتو’ مجله ئې تر اوسه د علومو اکاډمي پۀ چوکاټ کښې فعالیت کوي.

دې ټولو مؤسسو مستقلې تګلارې درلودې چې پۀ جلا چوکاټونو او ادارو کښې ئې فعالیت کاوۀ او حتٰي ځینو ئې پۀ تګلارو کښې ورته والی هم درلود.

پۀ پورتنیو یادو شوو علمي مؤسسو سربېره، د هېواد د پوهانو لۀ لوري هم پۀ افغانستان کښې د یوې اکاډمیکې لوړې علمي- څېړنیزې مؤسسې د ایجاد پۀ لار کښې هڅې روانې وې.

معتبر اسناد پۀ ډاګه کوي چې د ‘افغان اکاډيمي’ پۀ نامه د یوې اکاډمي طرحه د 1346ش کال د تلې پۀ دوه ویشتمه د محمد ظاهر شاه )د ملت بابا( د زوکړې پۀ مناسبت تر کار لاندې ونیول شوه چې مرامنامه او اداري تشکیلات ئې هم درلودل او د سلطنتي کورنۍ یو شهزاده د هغې افتخاري ریاست ته او د اطلاعاتو او کلتور وزیر ئې د عمومي مدیر پۀ توګه ټاکل کېدل خو دا اکاډمي د وزیرانو شوريٰ د مصوبې او د سلطنتي مقام لۀ ملاحظې سره سره د کار پۀ پېلولو باندې توانېدلې نۀ وه.

وروسته د وخت د اطلاعاتو او کلتور د وزیر دکتور محمود حبیبي د پاملرنې او پۀ هغه غونډه کښې د سلطنت د مقام د موافقې د اخستلو پۀ اثر، چې پۀ کابل کښې جوړه شوه او پۀ هغې کښې د صدارت پۀ مرستیالانو عبدالله یفتلي او دکتور عبدالقیوم سربېره د اطلاعاتو او کلتور لوړ پوړو چارواکو لکه د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین محمد خالد خان روشان او د هېواد د پوهې او ادب د ډګر اکثرو مخکښانو لکه د تاریخ انجمن رئیس عبدالحئ حبیبي، د راډیوافغانستان رئیس دکتور عبدالطیف جلالي، د خپرونو رئيس حبیب الرحمان جدیر، د ‘اصلاح’ ورځپاڼې مسئول سید فقیر علوي، د ‘هېواد’ ورځپانې رئیس میر سعید بریمن، د ‘انیس’ ورځپاڼې مسئول مدیرکریم روهینا، د ‘باختر اژانس’ رئیس عبد الحمید مبارز او نورو پوهانو لکه محمد کریم نزیهي، محمد ابراهیم صفا، دکتور سید بهاء الدین مجروح، خال محمد خسته، غلام محمد نوید، سید محمد قاسم رشتیا، محمد اسماعیل مبلغ، صالح محمد پرونتا، عبدالوهاب طرزي، محمد صدیق روهي، میر محمد صدیق فرهنګ، محمد حسن کاکړ، محمد رسول امین، حبیب الله تږي، محمد ابراهیم ثابت او محمد هاشم رحیمي هم ګډون درلود. د غونډې د ګډونوالو تر بشپړ تائيد او موافقت وروسته پۀ دې برخه کښې یو نهائي وړاندیز د وزیرانو مجلس او سلطنتي مقام ته وړاندې شو.

پۀ دې ترتیب سره د طلاعاتو او کلتور وزارت ‘د افغانستان اکاډيمي’ د ملي فرهنګ او د افغانستان د تاریخ پر بنسټ ولاړه د علم او ثقافت د یو مرکز پۀ توګه د 1349ش کال د وري میاشتې د دوهمې نېټې د لسمې ګڼې فرمان لۀ مخې تأسیس کړه او شاه محمود خان ئې د افتخاري رئيس پۀ توګه وپېژندل شو.

د افغانستان اکاډیمي، یوه عالي شوريٰ او لاندې څانګې درلودې :

1. د تاریخ او ادب د انجمن ریاست

2. د اریانا دائرة المعارف ریاست

3. د ملي ژبې پښتو د پیاوړتیا او پراختیا امریت.

هم دا رنګه لۀ اداري امریت او د بودجې لۀ منظورۍ سره یو ځانګړی کتابتون.

پۀ یاده غونډه کښې پوهانو دا نظریات هم وړاندې کړي او مطرح کړي وو:

      • پوهاند عبدالحئ حبیبي وئیل لۀ افغانستان اکاډمي سره دې د طبیعي علومو د مطالعاتو مرکز ایجاد او یو ځای شي.
      • سید قاسم رشتیا، محمد ابراهیم صفا، میر محمد صدیق فرهنګ او حبیب الله تږي د افغانستان اکاډمي پۀ داخل کښې د ښکلو هنرونو د اکاډمي د جوړېدو د اړتیا پۀ برخه کښې نظر درلود او پۀ هغې کښې ئې د کابل پوهنتون د څېړنیز مرکز او هم دا رنګه د پښتو ټولنې د مؤسسې ادغام غوښت؛ خو حبیب الله تږي پۀ داسې حال کښې چې د افغانستان پۀ اکاډمي کښې ئې د بېلابېلو علومو د پوهانو مجمع پېشنهادوله، لۀ اکاډمي سره د پښتو ټولنې د انضمام پۀ نفي کولو کښې لۀ محمدصدیق روهي سره همغږی ؤ.
      • محمد صدیق فرهنګ د افغانستان د اساسي قانون د دیباچې د لومړي بند د محتويٰ پر بنسټ د افغانستان اکاډمي د ایجاد پر اړتیا باندې مکرر تأکید او هغې ته ئې اشاره کوله: “د افغانستان د ملي ژوند د تنظیم پۀ منظور، د عصر لۀ غوښتنو سره سم او د تاریخ او ملي فرهنګ د واقعیتونو پر بنسټ…”

تر دې وروسته د افغانستان د اکاډمي پۀ علمي رتبو پورې اړوندې لائحې چمتو شوې چې لۀ ‘اکاډمي یار’ څخه تر ‘اکاډيمي پال’ او ‘اکاډمیسین’ پورې رتبې پۀ کښې وې او د پورتنیو دوو علمي رتبو واجدین نۀ تقاعد کېدل، د استادۍ او علمي مقام معرف او مؤید نښان ئې درلود او هم ئې د هغوي د ملي، تشریفاتي او شخصي حېثیت او شأن ساتنه کوله.

د یادې غونډې لۀ پرېکړې سره سم، اکاډمي د اکایمي د رئیس )فوق رتبه( تر نظر لاندې دنده اجراء کوله او عالي شوريٰ ئې د اطلاعاتو او کلتور د وزیر پۀ ریاست، خپل غړي د اعزازي )انتصابي( غړو لۀ منځه او د اکاډمي مسلکي غړي د جلا لائحې پۀ ذریعه انتخابېدل.

د افغانستان اکاډمي غړي پۀ دوو برخو وېشل کېدل:

  1. د اکاډمي اعزازي غړي )اکاډمیسان( پینځویشت تنه وو چې ارزښتمند علمي اثار او تألیفات ئې درلودل او یا هغه فاضلان وو چې عمر ئې د ادیب او مربي پۀ توګه پۀ فرهنګي خدمتونو کښې تېر کړی ؤ. دې غړو د عمر تر پایه یو ټاکلی او مناسب معاش درلود او د اکاډمي لۀ پروګرام سره سم د اثارو پۀ تألیف او ترجمه، د فرهنګي، علمي او ادبي متونو پۀ توضیح، تحشیه او تعلیقاتو باندې بوخت وو. د اکاډمي اعزازي غړي، د اکاډمي د رئيس پۀ وړاندیز د اطلاعاتو او کلتور د وزیر پۀ موافقې او د عظميٰ صدارت پۀ تصویب د باچا پۀ فرمان سره ټاکل کېدل.
  2. د اکاډمي مسلکي غړي لۀ رسمي مامورینو څخه تشکیل وو، لوړې زدکړې او علمي رتبې ئې درلودې چې د جلا لائحې پۀ ذریعه ټاکل کېدل.

د اکاډمي نور مأمورین د دولت د مأمورینو د استخدام د مقرراتو تابع او د مأموریت د صلاحیت او حقوقو پوره کوونکي وو.

د افغانستان اکاډمي دندې او موخې چې پۀ هم دغه غونډه کښې تائيد شوې:

  • د متونو علمي تحلیل، کره کتنه او خپرول، د ملي ژبو پۀ رېښو او مبداء او د هېواد پۀ عمده پوهانو باندې چې د افغاني ټولنې د فرهنګي او طبیعي پدیدو ښکارندوی دي، علمي او بنسټيزه څېړنه کول.
  • د ارزښتمنو ټولنیزو، علمي او ادبي اثارو تألیف.
  • د بشري ټولنو د ټولنیزو، فکري، ادبي او معنوي بدلونونو د ممثلو اثارو ژباړه او تحلیل او د لرغونپېژندنې او د تاریخي نوو پلټنو پۀ ساحه کښې د تر لاسه شوو نوو معلوماتو تحلیل او خپرول.
  • د عصر د غوښتنو او د پښتو ژبې د علمي انکشاف او اختصاصي دائرة المعارفونو پۀ پام کښې نیولو سره د ‘اریانا دائرة المعارف’ د تګلارې تعقیبول او پراخول او پۀ دې برخه کښې بشپړې او پرله پسې خپرونې.

څومره چې پۀ کار وه، نوموړې اکاډیمي پرمختیا ونۀ کړې شوه او یا به لۀ مؤقتي خنډ او ځنډ سره مخامخه وه. سره لۀ دې ځینې کتابونه لۀ دغه ادرسه تر سترګو شوي دي؛ لکه پۀ 1349ش کال ‘د خلقوسندرې’، پۀ 1350ش کال ‘د پښتو پخوانۍ تذکرې’ او پۀ 1352ش کال ‘ابدالۍ توره’، چې د نوموړو کتابونو پۀ پښتۍ باندې د ‘د افغانستان اکاډيمي’ لومړی واحد او اړوند انجمن )د تاریخ انجمن او د پښتو د تعمیم او انکشاف امریت( دوهمی واحد ښودل کېږي.

کلونه وروسته د تاریخي پېښو پۀ تعقیب او د علمي بهیر پۀ پام کښې نیولو سره، د علمي او څېړنیز ماهیت پر بنسټ د ‘د افغانستان اکاډمي’ پۀ مخبنا او تشکیلاتو کښې تعدیلات راغلل او د افغانستان د علومو اکاډمي د یو رښتیني خلف پۀ څېر د یوې اړتیا پۀ توګه د ‘د افغانستان اکاډمي’ ځایناستې شوه.

پۀ دې توګه د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو ټولنې پر بنسټ د تاریخ د انجمن، اریانا دائرة المعارف او د پښتو څېړنو د نړیوال مرکز لۀ یو ځای کېدو څخه منځ ته راغله.

د افغانستان د علومو اکاډمي د ایجاد فرمان د 1357ش کال د زمري میاشتې پۀ پینځلسمه )1978ز( پۀ دوو برخو کښې صادر شو:

1. طبیعي علوم

2. بشري علوم

پۀ اوسنۍ بڼه د افغانستان د علومو اکاډمي د تأسیس پۀ اړه د وزیرانو شوريٰ د ‘دار الانشاء’ لۀ لوري د تعلیم او تربيې وزارت ته پۀ دې مضمون رسمي لیک استول شوی و:

“د وزیرانو د مجلس تر 987 فېصلې لاندې پۀ دیارلسمه غونډه، نېټه 15/ 5/ 1357ش کښې د ښوونې او روزنې د وزارت 15/ 5/ 1357ش نېټې د عرضپاڼې پۀ اساس پرېکړه وشوه چې:

پۀ افغانستان کښې دعلومو د تکامل پۀ مقصد د علومو د اکاډمي تشکیل چې د یوې لوړې علمي سویې کمیسیون پۀ واسطه ترتیب او تنظیم شوی دی، د وزیرانو د عالي مجلس لۀ خوا د عظميٰ صدارت پۀ چوکاټ کښې تائید او منظور شو.”

د افغانستان د علومو اکاډمي د هم دغه کال د کب د میاشتې پۀ دوهمه د عظميٰ صدارت پۀ چوکاټ کښې د یو مستقل ارګان پۀ حېث پرانستل شوه او د علومو اکاډمي د رئيس تر نظر لاندې ئې کار پېل کړ. د علومو اکاډمي لومړنی رئيس لۀ رتبې څخه د باندې بست کښې د ‘پښتو ټولنې’ رئیس پوهندوی دکتور ګل محمد نورزی ؤ.

د یادونې وړ ده، د دې ادارې د قانون تر انفاذ د مخه د علومو اکاډمي ټولې کړنې د پښتو ټولنې، چې د یوې اکاډمیکې ادارې پۀ توګه منل شوې وه،د اساسنامې او لوائحو پر بنسټ تر سره کېدې.

  • د علومو اکاډمي رئيسان:

1. پوهندوی دکتور ګل محمد نورزی

2. اکاډمیسین غلام مجدد سلیمان لائق

3. پوهنمل ګل داد

4. کاندید اکاډمیسین څېړنپوه د علومو دکتور عبدالکبیر رنجبر

5. قانونپال عبدالاحد عشرتي

6. څېړنپوه محمد محسن فورملي

7. ملا محمد حسېن مستسعد

8. مولوي خلیل الله فېروزي

9. څېړنوال عبدالباري راشد

10. څېړنپوه ثریا پوپل

11. څېړنوال دكتور عبدالظاهر شكيب

  • د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د علومو اکاډمي:

د هېواد پۀ سطحه د علمي څېړنو لوړه اداره ده او د یوې مستقلې دولتي ادارې پۀ توګه فعالیت کوي. لۀ منظور شوي تشکیل سره سم د اسلامي، بشري او طبیعي علومو برخې، علمي شوريٰ 83 دپارتمنتونه، 41 انستیتوتونه او 14 علمي مرکزونه؛ لکه د پښتو څېړنو نړیوال مرکز، د کوشاني څېړنو نړیوال مرکز، د لرغونپوهنې مرکز، د ټولنیزو علومو مرکز، د ژبو او ادبیاتو مرکز او د سیمه ایزو مطالعاتو مرکز د بشري علومو پۀ اډانه کښې؛ د کیمیا، بیولوژي او زراعت مرکز، د ریاضي، فزیک او تخنیک مرکز، د زمکپوهنې مرکز او د طبي علومو مرکز د طبیعي علومو پۀ برخه کښې؛ د تفسیر او حدیث مرکز، د فقهې او قانون مرکز او د عقیدې او ثقافت مرکز د اسلامي علومو پۀ برخه کښې؛ د دائرة المعارف مرکز، مالي او اداري معاونیت، د دفتر ریاست،د پلان او پالیسۍ ریاست، د فرهنګي او بهرنیو اړیکو ریاست، د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست، د اتنوګرافۍ تحقیقاتي موزیم، کتابتونونه، لابراتوارونه، د طبي څېړنو تشخیصیه کلینیک، مجلې، جریدې او وړوکتون لري.

د یادونې وړ ده چې د نړۍ د فلسفې ریاضي څېړنو ریاست هم د دې ادارې پۀ څنګ کښې فعالیت کوي.

د علومو اکاډمي پۀ سر کښې رئيس )لۀ رتبې څخه د باندې بست( واقع دی او د هغو پوهانو لۀ منځه چې اکاډمسین، کاندید اکاډمسین او څېړنپوه رتبه ولري، د علومو اکاډمي د علمي غړو پۀ پټو او مستقیمو رایو انتخاب او د علمي شوريٰ پۀ وړاندیز او د جمهور رئیس پۀ منظورۍ د څلورو کالو لپاره ټاکل کېږي. د علومو اکاډمي مرستیالان، د مرکزونو رئيسان، د انستیتوتونو او ډيپارټمنټونو امرین پرته د علومو اکاډمي لۀ علمي منشي )مافوق رتبه( او نورو علمي منشیانو څخه انتخابي دي.

د علومو اکاډمي علمي غړي پۀ خپلو فعالیتونو کښې علمي-څېړنیز میتود، د اسلام د سپېڅلي دین احکام او معتقدات او د اساسي قانون احکام د خپل عمل ملاک کړي او د دې موخو د تحقق لپاره د علومو اکاډمي لۀ قانون څخه پۀ پېروۍ فعالیت کوي.

موخې:

  • د هېواد د ټولنیزې وضعې د ښۀ والي، فرهنګي بډاینې او د ملي اقتصاد د ودې پۀ منظور د اسلامي، بشري او طبیعي– تخنیکي علومو پۀ برخه کښې د علمي څېړنو تر سره کول او د هغو څېړنوانسجام او همغږي، چې پۀ پورته یادو شوو برخو کښې د هېواد د لوړو زدکړو د مؤسسو او نورو علمي او څېړنیزو مؤسسو لۀ خوا تر سره کېږي.
  • د طبیعي سرچینو، زیرمو او لۀ هغو څخه د اغېزمنې ګټې اخستنې د لارو چارو مطالعه، څېړل، انسجام او ارزول.
  • د ملي اقتصاد د ودې پۀ چار کښې د سائنس او تکنالوژۍ د ډېرو نوو بریاو د کارولو د مناسبو لارو چارو موندل.
  • د هېواد د فرهنګي، ټولنیزې او اقتصادي ودې د جاري او لرلیدو پلانونو پۀ طرحه، تدوین او ارزونه کښې لۀ بېلابېلو دولتي ارګانونو سره د مرستو او همکاریو تأمینول.
  • پۀ هېواد کښې لۀ نورو ادارو او مؤسسو سره د علمي او څېړنیزو اړیکو ټینګول.
  • پۀ هېواد کښې د علم او پوهې د سطحې لوړول او د هغو کميت او کېفیت ته ښه وده ورکول.
  • د علومو اکاډمي پۀ علمي څېړنو کښې د غېر اسلامي فرهنګ د یرغل مخنیوی.
  • د پوهانو د حقوقو او امتیازاتو د تأمین ننګه او ملاتړ چې د علمي او ابتکاري څېړنو، اختراع او کشف پۀ ترڅ کښې مستحق کېږي.

د افغانستان د علومو اکاډمي تشکیلاتي جوړښت

پۀ 1357ش کال د یوې مستقلې ادارې پۀ توګه د علومو اکاډمي لومړنی تشکیلاتي جوړښت:

1. عمومي مجلس

2. عمومي ریاست

3. مرستیال

4. سکرتریت

لۀ پورتني تشکیل سره سم اکاډمي دوه برخې؛ علمي او اداري درلودې:

  1. د علومو اکاډمي علمي برخې:

1. د ژبو او ادبیاتو پۀ انستیتوت کښې لاندې برخې شاملې وې:

الف – پښتو ټولنه، چې دا لاندې مدیریتونه ئې درلودل:

  • د ادب او فولکلور عمومي مدیریت
  • د ژبپوهنې عمومي مدیریت
  • د ټولنیزو علومو عمومي مدیریت
  • د ‘کابل’ مجلې عمومي مدیریت
  • د ‘زيری’ جریدې عمومي مدیریت

ب– د دري ژبې او ادبیاتو عمومي مدیریت

ج– د ورونو قومونو د ژبو او ادبیاتو عمومي مدیریت

2. د ټولنیزو علومو انستیتوت:

الف– د ‘افغانستان’ مجلې عمومي مدیریت

ب– د ‘اریانا’ مجلې عمومي مدیریت

ج– د فلسفې عمومي مدیریت

د– د اقتصاد عمومي مدیریت

هـ – د تاریخ او اتنوګرافۍ عمومي مدیریت

و– د ارکیالوژي عمومي مدیریت

3. د پښتو څېړنو نړیوال مرکز:

الف- د ‘پښتو’ مجلې عمومي مدیریت

ب- د تألیف او ترجمې عمومي مدیریت

ج- د ریسرچ عمومي مدیریت

4. د طبیعي علومو انستیتوت:

الف– د نباتاتو برخه، چې لاندې څانګې ئې درلودې:

  • د نباتاتو موزیم
  • تحقیقاتي بڼ

ب- د زولوژي عمومي مدیریت

ج– د جیولوژي او کیمیا عمومي مدیریت

د– د سیسمولوژي عمومي مدیریت

هـ – دکمپیوټر مرکز

5. د دائرة المعارف عمومي مدیریت )پۀ دوو ژبو پښتو او دري( او

  • د قاموس لیکنې برخه:

الف– پښتو پۀ پښتو

ب– پښتو پۀ نورو ژبو او نورې ژبې پۀ پښتو

  1. اداري او علمي کومکي برخې:

1. د کادرونو د روزنې عمومي مدیریت

2. د خپرونو او مطبعې عمومي مدیریت

3. د مرکزي کتابتون عمومي مدیریت

4. د مرکزي آرشیف عمومي مدیریت

اداري ریاست:

1. د مأمورینومدیریت

  • د اداري آرشیف مدیریت
  • د استخدام مدیریت
  • د سوانح مدیریت

2. د خدماتو مدیریت

  • د ترانسپورت مدیریت
  • د تحویلخانې مدیریت
  • د تهیې او تدارکاتو مدیریت

3. د جنسي محاسبې مدیریت

4. د نقدي محاسبې مدیریت

  • د معاشونو مدیریت
  • د دفتردارۍ مدیریت
  • د حواله جاتو مدیریت
  • تحصیلي مدیریت

5. د کنترول مدیریت

د افغانستان د علومو اکاډمي قانون:

د 1360ش کال د سلواغې میاشتې پۀ دېرشمه 1981)ز( پۀ څلورو فصلونو او 34 مادو کښې پۀ دوه ویشتمه ګڼه پرله پسې 502 ګڼه رسمي جریده کښې تر خپرېدو وروسته نافذ شو چې د مقررو او لوائحو پۀ طرح او تدوین سره، د کار د بهبود او د هغې د علمي مقام د لوړاوي لپاره د علومو اکاډمي او کابل پوهنتون ترمنځ د علمي رتبو پۀ توأمیت، پۀ 1360ش کال تطبیق او عملي شو او د سرڅېړونکي رتبه پۀ کښې د پوهنتون د پوهاندۍ د مقام همردیفه وپېژندل شوه. دا تفاهم د افغانستان د علومو اکاډمي او د هېواد د لوړو زدکړو د مؤسسو تر منځ لۀ هر اړخیزو خبرو اترو وروسته تر لاسه شو او پۀ هغه کښې د پوهنتون شپږو علمي رتبو ‘پوهیالی، پوهنیار، پوهنمل، پوهندوی، پوهنوال او پوهاند’ د علومو اکاډمي لۀ څلورو رتبو ‘د څېړونکي مرستیال، څېړونکی، د سرڅېړونکي مرستیال، سر څېړونکی’ سره معادلت حاصل کړ او دواړو مؤسسو ومانۀ.

د دې غوښتنې د عملي کېدو پۀ موخه یوه مقرره نافذه او پۀ 1366ش )1987ز( کال پۀ 656 ګڼه رسمي جریده کښې خپره شوه.

د ذکر شوي قانون پۀ نافذېدو او خپرېدو سره د 1360ش کال د غبرګولي د میاشتې قانون چې د علومو اکاډمي لومړنی قانون ؤ، لغوه اعلان شو.

پۀ 1361ش کال د لرغونپوهنې انستیتوت او د کوشاني څېړنو نړیوال مرکز، چې تر دغه مهاله د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند ؤ، هم پۀ علومو اکاډمي کښې مدغم شول چې پۀ تشکیل کښې کله یواځې د لرغونپوهنې د مرکز پۀ نامه او کله هم د لرغونپوهنې او د کوشاني څېړنو مرکز پۀ نامه ثبت شوي دي.

پۀ لومړي سر کښې د علومو اکاډمي تشکیلاتي جوړښت داسې ؤ چې یواځې د پښتو څېړنو نړیوال مرکز چې د تأسیس لۀ پېله )1354ش( مرکز نومول شوی ؤ، د مرکز پۀ توګه او نورې درې برخې د انستیتوت پۀ توګه ثبت او فعالیت ئې کاوۀ خو د علومو اکاډمي د قانون تر تصویبېدو وروسته د طبیعي علومو، بشري علومو او ژبو او ادبیاتو انستیتوتونه پۀ مرکزونو تبدیل شول؛ لکه چې د طبیعي علومو انستیتوت پۀ 1360ش کال، د ژبو او ادبیاتو انستیتوت لۀ 1360ش کال وروسته او د ټولنیزو علومو انستیتوت پۀ 1361ش کال :

1. د پښتو څېړنو نړیوال مرکز

2. د طبیعي علومو مرکز

3. د ژبو او ادبیاتو مرکز

4. د ټولنیزو علومومرکز

د يادونې وړ ده چې د پښتو څېړنو د نړيوال مرکز رياست د يوې لنډې مودې لپاره لومړى د پوهاند دکتور مجاور احمد زيار او بيا د څېړنپوه دکتور دولت محمد لودين، د طبيعي علومو د مرکز رياست د پوهاند دکتور بلبل شاه جلال، د ژبو او ادبياتو د مرکز رياست د څېړنوال دکتور سيدال شاه پولاد او د ټولنيزو علومو د مرکز رياست د څېړنوال عبدالحکيم هلالي پر غاړه ؤ.

وروسته د دې علمي او اکاډمیکې مؤسسې پۀ تشکیل کښې د اړتیا پر بنسټ بدلون راغی او لۀ 1365ش کال وروسته د طبیعي او بشري علومو مرکزونو معاونیتونو ته ارتقاء وکړه:

1. د بشري علومو معاونیت

2. د طبیعي علومو معاونیت

پۀ داسې حال کښې چې علومو اکاډمي د تأسیس پر مهال یواځې یو مرستیال درلود.

پۀ 1365ش کال د طبیعي علومو معاونیت پۀ څلورو مرکزونو کښې علمي څېړنیز فعالیت کاوۀ:

  • د کیمیا، بیولوژی او زراعت مرکز؛ د پوهاند دکتور بلبل شاه جلال پۀ رياست
  • د ریاضی، فزیک او تخنیک مرکز؛ د دکتور احمد لقاء نجم پۀ رياست
  • د زمکپوهنې مرکز؛ د دکتور عبدالله شارق پۀ رياست
  • د طبي علومو مرکز؛ د علومو د دکتور محمد موسٰي وردګ پۀ رياست

د شمسي کال د شپېتمې لسیزې پۀ وروستیو کښې د طبیعي علومو تشکیل پراخه شو؛ لکه چې د فضائي مطالعاتو مرکز، د سیسمولوژۍ او د زلزلې سنجولو د دستګاه د چمتوکولو او نصب انستیتوت، د اوبو د ستونزو انستیتوت،د لمر لۀ انرژۍ څخه د استفادې او د لمر او باد لۀ انرژۍ څخه د استفادې د لارو چارو ډيپارټمنټ، د جنیټکس، بیوتکنولوژي او جن انجینئیرنګ او خاورې پېژندنې ډیپارټمنټونه او هم داسې نور انستیتوتونه او ډيپارټمنټونه د علمي اکتشافاتو پۀ موخه د طبیعي علومو پۀ برخه کښې پۀ ځانګړې توګه پۀ زراعت، فزیک، ریاضي، کیمیا، بیولوژي، تخنیک، زمکپوهنې ، طب او فارمسي کښې ایجاد او پۀ فعالیت ئې پېل وکړ. د طبیعي علومو د معاونیت پۀ چوکاټ کښې ‘طبیعت’ مجلې د دغه برخې د خپرنیز ارګان پۀ توګه پۀ 1368ش کال پۀ خپلو خپرونو پېل وکړ.

  • د زراعتي څېړنو انستیتوت:

لۀ اداري پلوه د کرنې او مالدارۍ وزارت پورې اړوند دی خو علمي رهبري ئې د افغانستان د علومو اکاډمي پۀ غاړه ده. علمي رتبې د 15/ 6/ 1366 نېټې د مقررې تر توشېح او پۀ 646 ګڼه رسمي جریده کښې تر خپرېدو وروسته د څېړنیزو کارونو، د کار د مودې او د تحصیل د درجې پۀ پام کښې نیولو سره د دې انستیتوت غړو ته پۀ 1367ش کال ورکړل شوې. تر هغې وروسته د نوموړي انستیتوت د پوهانو علمي ترفیعات د علومو اکاډمي لۀ قانون او د علمي کادر لۀ مقررې سره سم اجراء کېږي. پۀ دې انستیتوت کښې جدید التقرر غړي هم د علومو اکاډمي د قانون او مقررې پر بنسټ پۀ علمي کادر کښې شاملېږي خو د علمي کادر امتیازات، معاش او د هغوی نورې اړتیاوې د کرنې او مالدارۍ وزارت لۀ خوا تأمینېږي.

د بشري علومو برخه هم د طبيعي علومو د برخې غوندې ورو ورو پراخه شوه او د انستیتوتونو شمېر ئې زیات شو. د دري ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ ‘انستیتوت’ ته لوړ شو او د ‘خراسان’ مجلې مدیریت پۀ 1359ش کال د ژبو او ادبیاتو پۀ چوکاټ کښې تأسیس او پۀ خپلو خپرونو ئې پېل وکړ. پۀ 1365ش کال کښې پوهاند محمد رحيم الهام د ژبو او ادبياتو د مرکز رئيس و ټاکل شو. د لرغونو ژبو ډيپارټمنټ پۀ 1367ش کال ایجاد شو. د ازبکي او ترکمني ژبو ډيپارټمنټ د ورونو قومونو لۀ انستیتوت څخه جلا او د مستقل انستیتوت پۀ توګه پۀ دوه جلا ډيپارټمنټونو پۀ تشکیل کښې منظور شو. د ورونو قومونو پۀ انستیتوت کښې د دې ژبو لپاره بست او د څېړنې زمینه برابره شوه:

  • بلوچي ژبه او ادبیات، د فعالیت پېل ئې1357ش کال
  • ترکمني ژبه او ادبیات، د فعالیت پېل ئې 1358ش کال
  • ازبکي ژبه او ادبیات، د فعالیت پېل ئې 1358ش کال
  • پۀ پامیري ژبو باندې څېړنې، د فعالیت پېل ئې1363ش کال
  • پشه يي ژبه او ادبیات، د فعالیت پېل ئې1363ش کال
  • نورستاني ژبه او ادبیات، د فعالیت پېل ئې1363ش کال
  • شغني ژبه او ادبیات، د فعالت پېل ئې 1369ش کال
  • اورمړي ژبه او ادبیات، د فعالیت پېل ئې1370ش کال

جلا کمیسیونونو د پشه يي او نورستاني ژبو الفبا ترتیب کړه او پۀ 1367ش او 1368ش کلونو کښې چاپ او خپره شوه.

د ټولنیزو علومو انستیتوت پۀ 1361ش کال عملاً د ټولنیزو علومو مرکز ته لوړ شو او هم دا رنګه د انستیتوتونو شمېر ئې هم زیات شو.

پۀ 1374ش )1995ز( کال د اسلامي علومو څېړنېزه برخه د علومو اکاډمي پۀ تشکیل کښې د یو معاونیت پۀ سطحه زیاته شوه چې پۀ لومړي سر کښې ئې یو مرکز درلود خو نن ورځ درې مرکزونه لري. پۀ 1379ش کال ‘تبیان’ مجله د اسلامي علومو د معاونیت د خپرنیز ارګان پۀ توګه پۀ خپرونو پېل وکړ.

د ژورنالیزم او حقوقو انستیتوت پۀ 1381ش کال دوه جلا جلا انستیتوتونه شول.

پۀ 1381ش کال د علومو اکاډمي پۀ وړاندیز او د جمهور رئیس پۀ منظورۍ د ژبو او ادبیاتود مرکز د ورونو مليتونو )اوس وروڼو قومونو( پۀ انستیتوت کښې د پامیري ژبو د ډيپارټمنټ تشکیل منظور شو چې یو کال وروسته د تشکیلاتي کمیسیون لۀ خوا د علومو اکاډمي د تشکیل د تنقیصاتو پۀ لړ کښې دو باره لۀ منځه ولاړ خو د شغني ژبې چوکۍ لا تر اوسه شته دی.

  • د اتنوګرافي علمي-څېړنيز موزيم:

پۀ 1381ش کال د دولت لۀ انکشافي بودجې څخه د ‘شاه ببوجان’ د تاریخي قصر )د علومو اکاډمي مرکزي ودانۍ( د بیا رغونې او د اتنوګرافۍ د څېړنیز موزیم د ایجاد لپاره پۀ 15/ 3/ 1381 نېټه 45 ګڼه فرمان د افغانستان د اسلامي انتقالي دولت د رئيس لۀ خوا ورکړل شو. دا موزیم پۀ 1390ش کال رسماً ‘د اتنوګرافۍ علمي-څېړنیز موزیم’ پۀ نامه پرانستل شو.

د دې موزیم اثار د پښتون، تاجیک، هزاره، ازبک، ترکمن، نورستاني او پشه يي پر اتنیکونو باندې مشتمل دي. تر اوسه 891 قلمي اثار، چې نایابه ګڼې هم پۀ کښې شاملې دي، دې موزیم ته تدارک شوي دي. د موزیم د بډایه کولو کار د اړوندې برخې د پوهانو او د دې ادارې د مسئولینو لۀ خوا روان دی. څېړونکي، د پوهنتونونو محصلین، د ښوونځیو زده کوونکي او نور علاقه مندان کولی شي موزیم وویني.

د هېواد نامتو مجسمه جوړوونکي او انځورګر پوهاند امان الله حېدر زاد خپل سلګونه اثار پۀ 3/10/1393 نېټه د علومو اکاډمي د پوهانو، فرهنګیانو، استادانو او د خپلو دوستانو پۀ محضر کښې د علومو اکاډمي د اتنوګرافي څېړنیز موزیم ته ډالۍ کړل، چې موزيم ئې بډاى کړى دى.

  • د دائرة المعارف مرکز د کار د پېلېدو پۀ اړه د افغانستان د اسلامي انتقالي دولت د رئيس فرمان :

لۀ څو لسیزو ځنډ وروسته د افغانستان د اسلامي انتقالي دولت د رئيس جلالتماب حامد کرزي د 14/ 5/ 1381 نېټې د 116 ګڼه فرمان پر بنسټ مجدداً فعالیت پېل کړ. د دائرة المعارف مرکز چې مخکښې د بشري علومو د برخې پورې تړلی ؤ، لۀ 1391ش کال څخه را پۀ دې خوا پۀ علومو اکاډمي کښې د یو مستقل مرکز پۀ توګه فعالیت کوي. دې مرکز لۀ فرمان سره سم،لومړی د ‘دائرة المعارف د ارټیکلونو د تثبیت او ارزونې کمیسیون’ پۀ نامه د علومو اکاډمي د پوهانو، د کابل پوهنتون، طبي پوهنتون او پولیتخنیک پوهنتون د استادانو او د نورو ادارو لۀ کارکوونکوڅخه جوړ یو باصلاحیته علمي کمیسیون تشکیل کړ او بیا ئې د اریانا دایرة المعارف د دوهم دور د تدوین پلان، هممهاله پۀ دوو ژبو پښتو او دري پۀ جلا جلا ټوکونو کښې پۀ 1385ش کال تر کار لاندې ونیو. د اریانا دائرة المعارف د دوهم دور لومړی ټوک پۀ 1386ش کال، دوهم ټوک پۀ 1387ش کال، درېم ټوک پۀ 1389ش کال، څلورم ټوک پۀ 1390ش کال او پینځم ټوک پۀ 1392ش کال پۀ پښتو او دري ژبو چاپ شو او شپږم ټوک تر کار لاندې دى . د اریانا دائرة المعارف دوهم دور پۀ شپږو ټوکونو کښې بشپړېږي.

  • د لرغونپوهنې د انستيتوت ادغام:

پۀ 1381ش )2002ز( کال د افغانستان د اسلامي انتقالي دولت د رئيس د 14/5/1381 نېټې د 118 ګڼه فرمان پۀ واسطه د لرغونپوهنې انستیتوت د علومو اکاډمي لۀ چوکاټه جلا او لۀ اداري پلوه دوباره د اطلاعاتو او فرهنګ پۀ وزارت پورې وتړل شو، خو علمي رهبري ئې د افغانستان د علومو اکاډمي پر غاړه وه.

د 1390ش کال پۀ وري میاشت کښې د لرغونپوهنې ریاست یو ځل بیا پۀ علومو اکاډمي پورې وتړل شو.

د یادونې وړ ده چې پۀ 1384ش کال د علومو اکاډمي یو شمېر چوکۍ لۀ تشکیل څخه حذف شوې، پۀ داسې حال کښې چې د علومو اکاډمي د تأسیس پر مهال پۀ پام کښې وه، تر 1370ش کال پورې د دې ادارې د علمي غړو شمېر 600 تنو ته ورسېږي.

  • پۀ 1394ش کال کښې د علومو اکاډمي تشکیلاتي جوړښت:

1. د علومو اکاډمي رئیس ، لۀ رتبې څخه خارج بست

2. د علومو اکاډمي علمي منشي )علمي معاون(، ما فوق رتبه بست

3. د بشري علومو د برخې معاونیت، ما فوق رتبه بست

4. د طبیعي- تخنیکي علومو د برخې معاونیت، ما فوق رتبه بست

5. د اسلامي علومو د برخې معاونیت، ما فوق رتبه بست

6. مالي او اداري معاونیت، فوق رتبه بست

7. د مشاوریت دوه بستونه، فوق رتبه بستونه

8. د دائرة المعارف د مرکز ریاست، اول بست

9. مرکزي ریاستونه

10. د داخلي تفتیش امریت

.11 د نړۍ د فلسفي ریاضي څېړنو د مرکز ریاست، مافوق بست )د علومو اکاډمي ترڅنګ(

اوس د علومو اکاډمي ریاست لۀ علمي غړو او د ملکي خدمتونو لۀ کارکوونکو )حمایوي غړو( څخه تشکیل دی چې د عمومي تشکیل لۀ 498 بستونو څخه 291 بستونه د معاونیتونو، مرکزي ریاستونو، علمي مرکزونو، انستیتوتونو او ډیپارټمنټونو علمي غړي او د مجلو مدیران او مهتممین دي چې د نافذو قوانینو، مقرراتو اولوائحو او د موجودو امکاناتو پۀ پام کښې نیولو سره، د علمي مرکزونو لۀ طرحه شوو پلانونو سره سم پۀ اړونده برخه کښې د تحصیلي او تخصصي رشتې مطابق پۀ انفرادي بڼه د علمي- څېړنیزو پروژو پۀ تر سره کولو بوخت دي چې 17 سلنه ئې خوېندې تشکیلوي.

پۀ دې اداره کښې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو او د خدماتي پرسونل شمېر 207 بستونو ته رسېږي چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ریفورم د پروسې لۀ لارې جذب شوي او پۀ اداري خدمتونو بوخت دي او لۀ دې جملې څخه 11سلنه مأمورین او 10سلنه خدماتي پرسونل خوېندې تشکیلوي.

د افغانستان د علومو اکاډمي علمي غړي پۀ درېو برخو کښې پۀ علمي څېړنو بوخت دي:

1. بشري علوم

2. طبیعي علوم

3. اسلامي علوم

د هرې برخې پۀ سر کښې د علومو اکاډمي یو مرستیال واقع دی او هره برخه پۀ علمي مرکزونو، انستیتوتونو او ډيپارټمنټونو وېشل شوې ده:

د علومو اکاډمي علمي غړي پۀ درې ډوله دي:

1. علمي غړي

2. افتخاري غړي

3. اکاډمیسینان اوکاندید اکاډمیسینان

چې د علومو اکاډمي د قانون، مقرراتو او لوائحو پۀ پام کښې نیولو سره جذب او ټاکل کېږي.

علمي برخه:

د علومو اکاډمي علمي منشي )علمي معاون(

  • دوه علمي غړي

I. د بشري علومو د برخې معاونیت

علمي منشي

الف- د ژبو او ادبیاتو د مرکز ریاست:

  • علمي منشي
    • د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتوت
  • علمي منشي
  • د ادبیاتو او متنپوهنې ډیپارټمنټ
  • څلور علمي غړي
  • د فولکلور او شفاهي ادبیاتو ډیپارټمنټ
  • څلور علمي غړي
  • د ژبپوهنې ډیپارټمنټ
  • د ‘کابل’ مجلې مدیریت
  • د ‘کابل’ مجلې مهتمم
  • د ‘زېری’ جریدې مدیریت
  • د ‘زېری’ جریدې مهتمم
    • د دري ژبې او ادبیاتو انستیتوت
  • علمي منشي
  • د ادبیاتو او متنپوهنې ډیپارټمنټ
  • درې علمي غړي
  • د فلکلور ډیپارټمنټ
  • دوه علمي غړي
  • د ژبپوهنې ډیپارټمنټ
  • د کره کتنې او ادبي تهیورۍ ډیپارټمنټ
  • د ‘خراسان’ مجلې مدیریت
  • د ‘خراسان’ مجلې مهتمم
  • د وروڼو قومونو د ژبو او ادبیاتوانستیتوت
  • علمي منشي
  • د لرغونو ژبو ډیپارټمنټ
  • د پامیري ژبو ډیپارټمنټ
  • د ترکمني او ازبکي ژبو انستیتوت
  • د ترکمني ژبې ډیپارټمنټ
  • د ازبکي ژبې ډیپارټمنټ

ب- د ټولنیزوعلومو د مرکز ریاست:

  • علمي منشي

د تاریخ او اتنوګرافۍ انستیتوت

  • علمي منشي
  • د افغانستان د پخواني تاریخ ډیپارټمنټ
  • دوه علمي غړي
  • د افغانستان د معاصرتاریخ ډیپارټمنټ
  • دوه علمي غړي
  • د اتنوګرافۍ ډیپارټمنټ
  • یو علمي غړی
  • د اقتصاد انستیتوت
  • علمي منشي
  • د تصدي اقتصاد ډیپارتمنټ
  • دوه علمي غړي
  • د ملي اقتصاد ډیپارټمنټ
  • د احصائیې ډیپارټمنټ
  • دوه علمي غړي
  • د ارواپوهنې او روزنیزو علوموانستیتوت
  • علمي منشي
  • د ښوونې او روزنې ډیپارټمنټ
  • د ارواپوهنې ډیپارټمنټ
  • یو علمي غړی
  • د فلسفې او ټولنپوهنې انستیتوت
  • علمي منشي
  • د فلسفې ډیپارټمنټ
  • یو علمي غړی
  • د ټولنپوهنې ډیپارټمنټ
  • یو علمي غړی
  • د حقوقو او سیاسي علومو انستیتوت
  • علمي منشي
  • یو علمي غړی
  • د نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ
  • د عامه حقوقو او سیاسي علومو ډیپارټمنټ
  • د جزا ډیپارټمنټ
  • د خصوصي حقوقو ډیپارټمنټ
  • د ژورنالیزم انستیتوت
  • علمي منشي
  • د تحقیق او مطالعاتوډیپارټمنټ
  • د ډله ایزو رسنیو ډیپارټمنټ
  • یو علمي غړی
  • د ‘اریانا’ مجلې مدیریت
  • د ‘اریانا’ مجلې مهتمم
  • د ‘افغانستان’ مجلې مدیریت
  • د ‘افغانستان’ مجلې مهتمم

ج- د لرغونپوهنې د مرکز ریاست:

  • علمي منشي
  • د لرغونپوهنې انستيتوت
  • علمي منشي
  • د ماقبل التاريخ ډيپارټمنټ
  • د يونانو باختر ډیپارټمنټ
  • د سکه پېژندنې او تېکر پېژندنې ډيپارټمنټ
  • د اسلامي دورې ډیپارټمنټ
  • د مهندسۍ ډيپارټمنټ
  • د )د افغانستان لرغونپېژندنه( مجلې مدیریت
  • د )د افغانستان لرغونپېژندنه( مجلې مهتمم

د- د کوشاني څېړنو د نړیوال مرکز ریاست:

  • علمي منشي
  • د کوشاني څېړنوانستیتوت
  • علمي منشي
  • د کوشاني دورې د اثارو او اسنادو ډیپارټمنټ
  • د مدیترانې حوزې ډیپارټمنټ
  • د اثار د ترمیم ډیپارټمنټ
  • یو علمي غړی
  • د ساحوي څېړنو ډیپارټمنټ
  • دکوشاني مجلې مدیریت
  • دکوشاني مجلې مهتمم

د اتنوګرافۍ د علمي ـ څېړنیز موزیم امریت چې د موزیم امر، اداري پرسونل، عکاس، لار ښودونکي او یو علمي غړی پۀ کښې شامل دي.

هـ د پښتو څېړنو د نړیوال مرکز ریاست:

  • علمي منشي
  • د پښتو څېړنوانستیتوت
  • دوه علمي غړي
  • د خوشحال څېړنې انستیتوت
  • دوه علمي غړي
  • د پښتنو قبائلوانستیتوت
  • دوه علمي غړي
  • د تألیف اوترجمې ډیپارټمنټ
  • یو علمي غړی
  • د ‘پښتو’ مجلې مدیریت
  • د ‘پښتو’ مجلې مهتمم

و- د سیمه ایزو مطالعاتو د مرکز ریاست:

  • علمي مرستيال
  • علمي منشي
  • سلاکار
  • کارپوه
  • د هند او پاکستان د مطالعاتو انستیتوت
  • د هند ډیپارټمنټ
  • د پاکستان ډیپارټمنټ
  • د ایران اوترکیې انستیتوت
  • د ایران ډیپارټمنټ
  • د ترکیې ډیپارټمنټ
  • د عربي هېوادونو انستیتوت
  • د سعودي عربستان ډیپارټمنټ
  • د منځنۍ اسیا انستیتوت
  • د تاجکستان ډیپارټمنټ
  • د ترکمنستان ډیپارټمنټ
  • د قزاقستان ډیپارټمنټ
  • د ازبکستان دیپارتمنت
  • د روسیې او قفقاز انستیتوت
  • د روسیې ډیپارټمنټ
  • د قفقاز ډیپارټمنټ
  • د چین ډیپارټمنټ
  • د محمود طرزي د فکري بنسټ امریت
  • یو علمي غړی
  • د بین المللي اړيکو د مطالعاتو انستیتوت
  • د)سیمه ایزمطالعات( مجلې مدیریت
  • د)سیمه ایزمطالعات( مجلې مهتمم

II. د طبیعي- تخنیکي علومو د برخې معاونیت:

  • علمي منشي
  • د طبیعت مجلې مدیریت
  • د طبیعت مجلې مهتمم
  • د سائنس او تکنولوژۍ د ملي کمیسیون سکرتریت
  • د سائنس او تکنولوژۍ د اخبار مدیریت

الف- د کیمیا، بیولوژي او زراعت مرکز ریاست:

  • علمي منشي
  • د کیمیا انستیتوت
  • علمي منشي
  • د عضوي کیمیا ډیپارټمنټ
  • د غېرعضوي کیمیا ډیپارټمنټ
  • د کلوئیدي فزیکي کیمیا ډیپارټمنټ
  • د بیوشیمي ډیپارټمنټ
  • د بیولوژي انستیتوت
  • علمي منشي
  • د نباتپوهنې ډیپارټمنټ
  • د جنټیک ډیپارټمنټ
  • د زراعت انستیتوت
  • علمي منشي
  • د اګرونومي ډیپارټمنټ
  • د خاورې پېژندنې ډیپارټمنټ
  • د نباتاتو د اصلاح ډیپارټمنټ
  • د سبزیجاتو او میوه جاتو ډیپارټمنټ
  • د کرنیزماشین الاتو ډیپارټمنټ
  1. د زمکپوهنې د علومو د مرکز ریاست:
  • علمي منشي
    • د جیولوجي انستیتوت
  • علمي منشي
    • د هایدرومیتئورولوژي انستیتوت
  • علمي منشي
    • د طبیعي جغرافیې ډیپارټمنټ
  • یو علمي غړی
  • د جیوفزیک انستیتوت
  • د کاني موادو ډیپارټمنټ
  • د نفت وگاز ډیپارټمنټ

ج- د ریاضي، فزیک او تخنیک مرکز ریاست:

  • علمي منشي
    • د ریاضي او فزیک انستیتوت
  • علمي منشي
    • د ریاضي ډیپارټمنټ
    • د فزیک ډیپارټمنټ
    • د انرژي انستیتوت
  • علمي منشي
    • د برېښنائي سټېشنونو ډیپارټمنټ
    • د برېښنائي شبکو ډیپارټمنټ
    • ساختماني انستیتوت
  • د مدني او صنعتي ودانیو ډیپارټمنټ
    • د تخنیک او تکنولوژۍ انستیتوت

– علمي منشي

    • د فلزاتو د تکنولوژۍ ډیپارټمنټ
    • د ماشینرۍ او ترانسپورت ډیپارټمنټ
    • د معلوماتي تکنولوژۍ انستیتوت
  • علمي منشي
    • د معلوماتي تكنالوژۍ ديپارتمنت
  • یو علمي غړی
    • د راډیو او مخابراتو ډیپارټمنټ
  • یو علمي غړی
    • د انټرنټ د شبکو ډیپارټمنټ
  • دوه علمي غړي

د- د طبي علومو د مرکز ریاست:

  • علمي منشي
  • د معالجوي طب انستیتوت
  • علمي منشي
    • د عمومي جراحي ډیپارټمنټ
    • د داخلې ډیپارټمنټ
  • د فارمسې انستیتوت
  • علمي منشي
  • د طب د تشخیصیه او تحقیقاتي کلنیک امریت
  • علمي مرستیال
  • سونولوجست

III. د اسلامي علومو د برخې معاونیت:

  • علمي منشي
  • د ‘تبیان’ مجلې مدیریت
  • د ‘تبیان’ مجلې مهتمم

الف- د تفسیر او حدیث مرکز ریاست:

  • علمي منشي
  • یو علمي غړی
  • د تفسیر انستیتوت
  • علمي منشي
    • د تفسیر ډیپارټمنټ
  • یو علمي غړی
  • د حدیث انستیتوت
  • علمي منشي
    • د حدیث ډیپارټمنټ
  • یو علمي غړی
  1. د فقهې او قانون مرکز ریاست:
  • علمي منشي
  • د فقهې انستیتوت

– علمي منشي

    • د فقهې ډیپارټمنټ
    • د فقهې د اصولو ډیپارټمنټ
  • د قانون انستیتوت
  • علمي منشي
    • د قانون ډیپارټمنټ
  1. د عقیدې او ثقافت مرکز ریاست:
  • علمي منشي
  • د عقیدې انستیتوت
  • علمي منشي
    • د عقیدې ډیپارټمنټ
  • دوه علمي غړي
    • د تصوف ډیپارټمنټ
  • یو علمي غړی
  • د ثقافت انستیتوت
  • علمي منشي
  • دوه علمي غړي
    • د ښځې او کورنۍ ډيپارټمنټ

د دائرة المعارف مرکز ریاست:

  • علمي منشي
  • د دایرة المعارف انستیتوت
  • اووه علمي غړي

د نړۍ د فلسفي ریاضي مرکز ریاست:

– علمي مرستیال

– علمي منشي

– د اقتصادي چارو علمي کارپوه

– د فلسفي دیني علومو علمي کارپوه

– د ریاضياتو د علم علمي کارپوه

– د بین الدول حقوقو علمي کارپوه

مرکزي ریاستونه:

  • د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

– د ویب سایټ عمومي مدیریت

  • د فرهنګي او بهرنیو اړیکو ریاست
  • د پلان او پالیسۍ ریاست
  • د دفتر ریاست

اداري برخه:

مالي او اداري معاونیت

  • اداري ریاست
  • مالي او حسابي ریاست
  • د بشري منابع آمریت
  • د جندر د واحد آمریت

دا ټول ریاستونه، امریتونه او عمومي مدیریتونه پۀ مدیریتونو او بېلابېلو څانګو وېشل شوي دي چې د دندو د لائحې پر بنسټ د اداري اصلاحاتو د پروسې لۀ لارې توظیف شوي دي.

  • د علومو اکاډمي کتابتونونه:

د علومو اکاډمي مرکزي کتابتون:

د انجمنونو او هغو مؤسسو د کتابتونونو لۀ ادغام څخه چې علومو اکاډمي لۀ هغو څخه ایجاد شوې ده، تشکیل شوی دی او درې برخې لري:

1. د توزیع برخه، چې پۀ ملي ژبو او د یونیسکو پۀ ژبو 18081 عنوانه کتابونه پۀ 24045 ټوکونو کښې لري.

2. د رېفرنس برخه، چې 8743 عنوانه کتابونه پۀ 10414 ټوکونو کښې او 375 قلمي نسخې لري.

3. د مجلو او جریدو برخه، چې پۀ دې برخه کښې استفاده کوونکي د 594 عنوانه جریدو او ورځپاڼو کلکسیونونه او 1202 عنوانه مجلې پۀ واک کښې لري.

د دائرة المعارف د مرکز کتابتون: د علومو د بېلابېلو څانګو1097 ټوکه کتابونه لري.

د سیمه ایزو مطالعاتو د مرکز کتابتون: د علومو د بېلابېلو څانګو 1089ټوکه کتابونه لري.

پۀ 1393ش کال کښې اهداء شوي کتابونه او کتابتونونه:

  • 5740 ټوکه کتابونه د بهرنیو چارو د وزارت لۀ خوا
  • 142 ټوکه کتابونه د ښځو چارو وزارت لۀ خوا
  • د ارواښاد پوهاند محمد اکبر پوپل کتابتون، چې پۀ ملي او انګلیسي ژبو د زراعت د برخې اړوند 684 ټوکه کتابونه پۀ کښې شامل دي، د هغۀ د کورنۍ لۀ خوا د علومو اکاډمي کتابتون ته اهداء شوي دي.
  • د هېواد نامتو عالم حبیب الله رفېع خپل شخصي کتابتون، چې سلګونه ټوکه کتابونه او د جریدو او مجلو کلکسیونونه پۀ کښې شامل دي، علومو اکاډمي ته اهداء کړي دي او دغه کتابونه، جریدې او مجلې پۀ دوو لاندینیو برخو کښې ټولو علاقمندانو ته د استفادې لپاره پۀ واک کښې ورکړل شوي دي:

– رفیع کتابتون

– د رفیع د ژورنالیزم نندارتون

  • د علومو اکاډمي خپرونې:

اوسمهال 13 موقوتې خپرونې چې 10 مجلې، دوه جریدې او د سائنس او تکنولوژۍ یو اخبار پۀ کښې شامل دي؛ پۀ پښتو، دري او د یونیسکو پۀ ژبو د دې ادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو د ریاست لۀ لارې خپرېږي. سربېره پر دې د مالي امکاناتو پۀ پام کښې نیولو سره پۀ کال کښې د پوهانو لسګونه مستقل کتابونه هم لۀ هم دې لارې چاپ او خپرېږي.

د وقفو او خپرنیزو پړاوونو پۀ پام کښې نیولو سره د علومو اکاډمي موقوتې خپرونې:

ګڼه د خپرونې نوم په هجري لمریز ئې د تأسیس کال د خپرنیزو وقفو او د بیا پېل پۀ ذکر سره خپرنیزه ژبه د خپرېدو موده خپروونکی
1 کابل مجله 1310 -1371 پښتو میاشتنۍ د ژبو او دبیاتو مرکز، د پښتو ژبې او ادب انستیتوت
1376یوه ګڼه(1-3)
د1380کال پای
2 آریانا مجله 1321- 1371 پښتو او دری درې میاشتنۍ د ټولنیزو علومو مرکز
1375 یوه ګڼه
1378 یوه ګڼه
1380 یوه ګڼه
1381
3 افغانستان مجله 1325ش.(1946م.)- 1371 انگلیسي درې میاشتنۍ د ټولنیزو علومو مرکز
1382ش.(2003م.)
4 تحقیقات کوشاني مجله 1357ش.- تر لږ ځنډ وروسته له60موکلونوڅخه تر1370پورې ئې خپرونې درلودې. دري، پښتو او انگلیسي درې میاشتنۍ د کوشاني څېړنو نړیوال مرکز
1381
5 د افغانستان لرغونپېژندنه مجله 1358- 1366 ژمی دري، پښتو او انگلیسي درې میاشتنۍ د لرغونپوهنې مرکز
1368- یوازې 15 او 16ګڼه
1384
6 پښتو مجله 1311-1316 د یونیسکو ژبې درې میاشتنۍ د پښتو څېړنو نړیوال مرکز
1356- 1370
1381
7 خراسان مجله 1359 تر42ګڼې پورې دري درې میاشتنۍ بیا دوه میاشتنۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز، د دري ژبې او ادب انستیتوت
1370-تر43، 44او45ګڼو پورې پۀ درې میاشتنۍ بڼه
1381
8 طبیعت مجله 1368 یواځې یوه ګڼه دري او پښتو درې میاشتنۍ د طبیعي-تخنیکي علومو د برخې معاونیت
1374 یواځې یوه ګڼه
1381
9 تبیان مجله 1379لومړۍ دوره

1382 دوهمه دوره دوه ګڼې

1383درېمه دوره

دري او پښتو درې میاشتنۍ د اسلامي علومو د برخې معاونیت
10 سیمه ایزمطالعات مجله 1385 دري او پښتو درې میاشتنۍ د سیمه ایزو مطالعاتو مرکز
11 زیري جریده 1316-1320 پښتو اونیزه

فعلاً 15ورځنۍ

د ژبو او ادبیاتو مرکز، د پښتو ژبې او ادب انستیتوت
1331-1366
1381
12 تفکر جریده 1386 دري ، پښتو او د ورونو قومونو ژبې میاشتنۍ د ژبو او ادبياتو مرکز،د ورونو قومونو د ژبو او ادبياتو انستيتوت
13 د ساینس او تکنولوژۍ اخبار 1386 پښتو، دري او د یونیسکو ژبې شپږمیاشتنۍ د طبیعی-تخنیکي علومو د برخې معاونیت
  • د علومو اکاډمي تقنیني اسناد:

د افغانستان د علومو اکاډمي قانون: علومو اکاډمي یو قانون لري چې:

لومړی ځل د 1360ش کال پۀ غبرګولي کښې او دوهم ځل پۀ لږو تغيراتو سره د 1360 کال د سلواغې مياشتې پۀ دېرشمه پۀ 502 ګڼه رسمي جریده کښې خپور شو او څلور فصلونه او 34 مادې ئې درلودې.

درېم ځل د علومو اکاډمي قانون، تر تعديلاتو وروسته د 1387ش کال د چنګاښ پۀ درېمه پۀ 949 ګڼه رسمي جریده کښې خپور شوی، څلور فصله او39 مادې دي، دا قانون یوه ضمیمه هم لري.

د علومو اکاډمي قانون څلورم ځل د مؤظف کمېسيون تر نظر لاندې دى او پۀ غور سره به پۀ کښې د لازمو تعديلاتو تر راوستلو وروسته د نهائي کېدو لپاره اړوندو مراجعو ته وړاندې شي.

علومو اکاډمي پینځۀ مقررې او څو لائحې لري چې د علومو اکاډمي د قانون او مقررو پۀ رڼا کښې جوړې شوې دي.

  • د علومو اکاډمي مقررې:

1. د افغانستان د علومو اکاډمي د علمي کادر مقرره

2 . د افغانستان د لوړو زدکړو لۀ مؤسسو سره د افغانستان د علومو اکاډمي د علمي رتبو د معادلت مقرره

3. د افغانستان پۀ علمي– څېړنیزو مؤسسو کښې د علمي څېړنو مقرره

4. د افغانستان د علومو اکاډمي د انتخاباتو مقرره

5. د افغانستان د علومو اکاډمي د رئیس، مرستیالانو او علمي منشي د دندو مقرره

6. د علومو اکاډمي او د لوړو زدکړو د مؤسسو د علمي-څېړنیزو او نشراتي فعالیتونو مقرره.

پۀ دې مقرره کښې د علمي-څېړنیزو او نشراتي فعالیتونو اړوند موضوعات راغلي او د تألیف، تدوین، ژباړې، تقریظ، اهتمام، لارښوونې او حق الزحمې ټاکل شوې دي. د یادونې وړ ده چې مخکښې علومو اکاډمي او د لوړو زدکړو وزارت پۀ دې برخه کښې جلا جلا مقررې درلودې خو دا مقرره د وخت د اړتیا لۀ مخې پۀ 1381ش کال د جمهور رئیس د فرمان پر بنسټ د بیا غور کولو لپاره عدليې وزارت ته واستول شوه. د نوموړي وزارت تر نظر لاندې یو کمیسیون توظیف شو چې تر لازمو تعدیلاتو، د قانوني پړاوونو تر وهلو او د منظورۍ تر اخستلو وروسته د 1382ش کال د لړم د میاشتې پۀ اتلسمه توشیح او نوموړې مقرره د ‘د علمي– څېړنیزو مؤسسو د علمي، څېړنیزو او نشراتي فعالیتونو د حق الزحمې مقرره’ پۀ نامه یاده شوه.

د علومو اکاډمي لائحې:

1. د افغانستان د علومو اکاډمي د نوو علمي غړو د جذب لائحه

2. د علومو اکاډمي د علمي غړو د علمي ترفېعاتو لائحه

3. د علمي کارکوونکو د دندو لائحه

4. د لارښود استادانو د فعالیت لائحه

5. نشراتي لائحه

6. د کتابتون لائحه

7. د انسجام د کمیسیونونو لائحې

پۀ ذکر شوي قانون، مقررو او لائحو کښې د رئيس، مرستیالانو، علمي منشي، د مرکزونو د رئيسانو، د انستیتوتونو او ډيپارټمنټونو د امرینو او علمي غړو واکونه، مسئولیتونه او دندې تشریح، توضیح او تنظیم شوې دي.

د افغانستان د علومو اکاډمي د علمي کارکوونکو علمي رتبې:

د تحصیلي درجې او علمي سويې پۀ پام کښې نیولو سره د علمي کارکوونکو علمي رتبې پۀ لاندې ډول تنظیم شوي دي:

    • څېړنيار – معاون محقق (Junior Asssistant Professor/ Research Assistant)
    • څېړندوی – محقق (Researchaer/ Assistant Professor)
    • څېړنوال- معاون سرمحقق (Associate Professor/ Research Fellow)
    • څېړنپوه – سرمحقق (Professor/ Senior Research Fellow)

پر دې سربېره د علومو اکاډمي پۀ قانون کښې د ‘کاندید اکاډمیسین’ او ‘اکاډمیسین’ لوړې علمي رتبې هم تسجیل شوې دي چې پۀ لومړي ځل د ځانګړو مراسمو پۀ ترڅ کښې د 1365ش کال د لیندۍ میاشتې پۀ شپږمه )1986ز( لۀ بېلابېلو ادارو او د علومو لۀ بېلابېلو څانګو څخه منتخب شوو اشخاصو ته د جمهور رئيس لۀ خوا ورکړل شوې چې نهه تنه اکاډمیسینان، 32 تنه کاندید اکاډمیسینان او یو تن بهرنی اکاډمیسین پۀ کښې شامل وو.

. I اکاډمیسینان:

1. سلېمان لائق، د علومو اکاډمي رئیس ، د ادبیاتو څانګه

2. پوهاند عبدالشکور رشاد، د علومو اکاډمي غړی، د ادبیاتو څانګه

3. پوهاند دکتور عبد الاحمد جاوید، د علومو اکاډمي د دري ژبې او ادبیاتو ډیپارټمنټ امر، د ادبیاتوڅانګه

4. عبدالواحد سرابي، د اقتصادڅانګه

5. عبدالله شارق، د جیولوژي څانګه

6. غلام دستګیر پنجشیری، د ادبیاتو څانګه

7. پوهاند دکتور غلام فاروق اعتمادي، د تاریخ څانګه

8. فقیر محمد یعقوبي، د اتومي فزیک څانګه

9. دوکتور محمد موسيٰ وردک، د طب )اورتوپیدی( څانګه

10. محمدعاصمي د تاجکستان د علومو اکاډمي رئیس

. II کاندید اکاډمیسینان:

1. پوهاند دکتور احمد شاه جلال، د کابل پوهنتون استاد

2. پوهندوی دکتور اسدالله حبیب، د کابل پوهنتون استاد

3. پوهاند دکتور بلبل شاه جلال، دعلومو اکاډمي د کیمیا، بیولوژي او زراعت مرکز رئیس

4. دکتور حېدر مسعود

5. دکتور سامیه عبادي روشنګر، د علومو اکاډمي غړې

6. عبدالرحمان پهوال، د علومو اکاډمي غړی

7. عبدالرحیم خوشدل، د کابل پوهنتون استاد

8. عبدالرشید رؤف، د پلان د دولتي کمېټې د زراعت و انکشاف رئیس

9. عبدالسمیع غفاري، پۀ علومو اکاډمي کښې د اوبو د ستونزو د انستیتوت امر

10. پوهنوال عبدالصمد سلیم، دکابل پوهنتون د زمکپوهنې د پوهنځي رئیس

11. عبدالغفور باهر، سلاکار وزیر

12. د علومو دکتور څېړنپوه عبدالکبیر رنجبر، د علومو اکاډمي علمي غړی

13. عبدالمجید نباتي، د لوړو زده کړو وزارت معین

14. دکتور علي احمد، د طب د دولتي انستیتوت استاد

15. پوهاند شاه علي اکبر شهرستاني، د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس.

16. غلام ابوبکر، د زراعت او ارضي اصلاحاتو وزارت د مالدارۍ معین

17. پوهنوال دکتور غلام محمد بهرام، د زراعت وزارت د زراعتي څېړنو د مرکز رئیس

18. پوهاند فقیر محمد زمری، دکابل پوهنتون استاد

19. ګل احمد خالدي، د زراعت وزارت د زراعتي څېړنو د انستیتوت مرستیال

20. محمد ابراهیم عطائي، د علومو اکاډمي غړی

21. محمد اعظم سیستاني، د علومو اکاډمي د ټولنیزو علومو د مرکز رئیس

22. محمد اکرم عثمان، د علومو اکاډمي د تاریخ او اتنوګرافۍ انستیتوت امر

23. محمد انور نومیالی، د علومو اکاډمي غړی

24. محمد امین امام، دکابل پوهنتون استاد

25. محمد حسېن هلالي، د کابل د پولیتخنیک انستیتوت رئیس

26. پوهاند محمد رحیم الهام، د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز رئیس

27. څېړنپوه محمد صدیق روهي، د علومو اکاډمي غړی

28. محمد ظاهر افق، د علومو اکاډمي مرستیال

29. دکتور محمد یعقوب واحدي، د علومو اکاډمي غړی

30. دکتور محمود حبیبي، د ژورنالستانو د اتحاديې مرستیال او د علومو اکاډمي غړی

31. دکتور مهر محمد اعجازي، دکابل د طب انستیتوت رئیس

32. پوهاند میر حسېن شاه، دکابل پوهنتون استاد

  • د علومو اکاډمي رئيس )1367ش کال( پوهنمل ګل داد لپاره د اکاډمیسینانو پۀ 10/6/1367 نېټه غونډه کښې د اکاډمیسینۍ د رتبې ځانګړی وړاندیز وشو او د جمهور رئيس تر تائید او منظورۍ وروسته ورکړل شوه.
  • د علومو اکاډمي رئیس )1372ش کال( عبدالاحد عشرتي ته د علومو اکاډمي پۀ وړاندیز او د جمهور رئيس پۀ منظورۍ د اکاډمیسینۍ رتبه ورکړل شوه.
  • استاد برهان الدین رباني، افتخاري اکاډمیسین
  • اآیت الله العظميٰ شېخ محمد اصف محسني، افتخاري اکاډمیسین

د علومو اکاډمي د قانون پر بنسټ، د اکاډمیسینانو او کاندید اکاډمیسینانو شمېر او ترکیب د علمي شوريٰ پۀ تصویب او د وزیرانو شوريٰ پۀ منظورۍ تحقق مومي.

د اکاډمیسین رتبې ته د انتخابېدو لپاره کم تر کمه 50 خپارۀ شوو تخصصي اثارو، چې لۀ دې جملې څخه 10 اثار ئې ابتکاري او ابداعي وي او د کاندید اکاډمیسین لپاره کم تر کمه 40 خپارۀ شوو تخصصي اثارو، چې لۀ دې جملې څخه پینځۀ اثار ئې ابتکاري او ابداعي وي، اړتیا ده.

د اکاډمیسینانو او کاندید اکاډمیسینانو د علمي اثارو تائيد او ارزونه د علمي شوريٰ پۀ وړاندیز د واکمن علمي کمیسیون لۀ خوا کېږي. اکاډمیسینان او کاندید اکاډمیسینان د شرائطو تر بشپړولو او د ارزوونې د کمیسیون تر تائيد وروسته د علومو اکاډمي د عمومي مجمع لۀ خوا د پټو او مستقیمو رایو لۀ لارې د رایو پۀ اکثریت انتخاب او د جمهور رئيس تر منظورۍ وروسته لۀ خپلې تخصصي څانګې سره سم پۀ یو علمي مرکز کښې فعالیت کوي.

د تشې چوکۍ د شتون پۀ صورت کښې د علومو اکاډمي عمومي مجمع لۀ هرو درېو کالو وروسته غونډه کوي.

اکاډمیسین او کاندید اکاډمیسین لۀ 75 کلنۍ عمر وروسته تقاعد ته سوق کېږي. د وسې او غوښتنې پۀ صورت کښې، د علمي شوريٰ پۀ وړاندیز او د جمهور رئيس د منظورۍ پر بنسټ د ژوند تر پایه علمي- څېړنیزو فعالیتونو ته دوام ورکولی شي.

د علمي کادر د غړو او اکاډمیسینانو مادي حقوق او امتیازات پۀ لاندې حالاتو کښې قطع کېږي:

– پۀ علمي چارو کښې ناکامي، د علمي شوريٰ پۀ تشخیص او د جمهور رئيس پۀ منظورۍ.

– د دې قانون لۀ احکامو سره د مغایرو فعالیتونو تر سره کول، د علمي شوريٰ پۀ تشخیص او د جمهور رئيس پۀ منظورۍ.

– د واکمنې محکمې لۀ خوا د ملي خیانت پۀ جرم محکومېدل.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …