ښځه: د ورکې عاطفې پته – څېړنوال عبدالغفور لېوال

هستي یو ښکلی ګل دی او ښځه ئې عطر

پۀ افغانستان کښې چې د )انسان( حقونه تضمین نۀ شي، د )ښځو( حقونه به و نۀ پېژندل شي.

ستونزه دا ده چې مونږ خدای مۀ کړه، ښځې لۀ انسانیته ویستلې دي او تر انسانیته بهر ئې د حقونو لپاره د شعارونو چغې وهو.

د مصري ډاکتر )سینوهه( د ژوند بهیر یوې ښځې بدل کړ. څلور زره کاله پخوا سینوهه یو لوی کتاب ولیکلو. پۀ کتاب کښې ئې ډېرې خبرې وکړې؛ هڅه ئې وکړه چې ځان لۀ ښځې څخه پټ کړي. کوشش ئې کړی چې ښځه هېره کړي، لۀ خپل کتابه ئې وشړي بلکې لۀ خپل ژونده ئې وباسي، خو پۀ پای کښې ګورو چې هغۀ ټوله خواري د ښځې لپاره کړې ده او د دۀ د ژوند، شخصیت او هویت تر مخې )نۀ تر شا( ښځه روانه ده. سینوهه ئې پټوي خو هوښیار لوستونکی پایله اخلي چې “د بشریت برخلیک ښځه ټاکي”.

دا سینوهه ؤ چې تر )نیچه( ئې زرګونه کاله پخوا وئیلي وو، )کله چې یو سړی یوې ښځې ته ورځي، باید لۀ ځان سره یو لرګی هم یوسي او د ښځې کور ته لۀ ننوتو سره سم هغه پر سر پۀ لرګي ووهي(. خو هم دا سینوهه، لۀ ښځې ژوند پېلوي، ښځې ئې لکه څپې د ژوند بې کښتیوانه بېړۍ یوې خوا بلې خوا وړي او بالاخره پۀ پای کښې لیکي:

“د مور کرار غږ به داسې ویدۀ کړم چې تر سهاره به مې سترګه نۀ رپوله او نن هم کله چې هغه غږ اورم د ډاډ او ارامښت احساس کوم.”

او نیچه هم تر دې وړاندې چې ووائي:

“ښځو ته ورځې؟ نو متروکه مۀ هېروه!”

د ښځو پۀ اړه ئې وئیلي وو:

“نارینه باید هغه وخت تر ټولو ډېر لۀ ښځې ووېرېږي، کله چې ښځه مئینه )عاشقه( وي، ځکه دا وخت نو ښځه د هر څۀ قربانولو ته چمتو ده او بل هېڅ څۀ ورته )د ارزښت وړ( نۀ ښکاري.”

تر دې هم زمونږ د دغه تهیسس لپاره د نیچه دا وېنا د یوۀ تریخ حقیقت پۀ توګه د پام وړ ده:

“رښتینی نارینه دوه غوښتنې لري؛ ګواښ )خطر( او لوبې – لۀ هم دې امله ښځه د یوۀ ګواښمن )خطرناکه( لوبتوکي )بازیچې( پۀ توګه غواړي.”

نارینه باید د جګړې لپاره وروزل شي او ښځینه د جګړه مارو د بیا پیاوړتیا لپاره!”

)داسې وویل زردښت(

***

زما لپاره دا خبره د منلو نه ده چې “د هر بریالي نارینه ترشا خامخا د یوې ښځې لاس شته” – بلکې زما لپاره سمه خبره دا ده چې “د هر بریالي نارینه تر مخې خامخا یوه ښځه روانه ده”.

)خو د هر وژونکي او ناکام نارینه تر شا خامخا د یوې ښځې د مینې، عاطفې او روزنې ځای تش دی.(

پۀ دغه تهیسس کښې، زۀ د ښځو د حقونو پۀ ورکې پسې نۀ ګرځم. زما ورکه بل څۀ ده. زما ورکه د ښځې هغه مینه او عاطفي ځواک دی چې تشه او ‍)نیشت( ئې زمونږ د هم دومره لویو بدمرغیو لامل ګرځېدلی دی. زۀ غواړم دلته د افغانې ښځې پر حال د ژړا او ساندو پرځای هغه راوننګوم، پېغور ورکړم او هغه ورک ځواک او پټ قدرت ته ئې پام ور واړوم چې پۀ دې کښې شته، خو دا ورڅخه خبر نۀ ده.

کۀ زما وس وی نو ما به د نوي تاریخ )یا لږ تر لږه د روانې پېړۍ( پر تندي دا پوښتنه لیکلې وی، چې:

“هغه نارینه چې (انسان) وژني، ژوبلوي ئې، لوټي ئې او جنایت کوي؛ وګورئ چې د مور، مېرمنې یا لور پۀ مینه او عاطفه کښې ئې څۀ کمی شته؟”

زما پۀ ټولنه کښې ښځې د نارینه لۀ تاو تریخوالي، ظلم او تعصب څخه سرټکوي خو دې پوښتنې ته ځواب نۀ شي وئیلی چې هم دغه نارینه چا زېږولی، روزلی او لوبولی دی؟ ایا نیمګړتیا خو به پۀ هغې زورورې کښې نۀ وي چې د دۀ مور، خور، مېرمن یا لور یادېږي؟

دا سمه ده چې د یوۀ شخصیت پۀ روزلو کښې تر مور او کورنۍ وروسته چاپېریال او ټولنه لویه ونډه لري او هېڅ مور به و نۀ غواړي چې وژونکی زوی وروزي، خو دا استدلال مو نۀ شي قانع کولی.

ما د ښځو لۀ خوا ډېر داسې ادبیات لوستي یا اورېدلي دي چې خپل زامن ئې تورې، وژنو او د )غیرت( داسې مفهوم ته هڅولي دي چې بیا وروسته پۀ خپله هم دا مور یا لور د )غیرت( د هم دې مفهوم پۀ لمبو کښې لولپه شوې ده.

د افغانستان پۀ جګړو کښې جګړه مارو د پېغلو لۀ لاسونو څخه د سرو زرو د بنګړو د ویستلو هڅه کوله خو بنګړي پۀ اسانه نۀ وتل، جګړه مار بېچاره (!) اړ شو چې د پېغلې لاسونه پرې کړي او بنګړي ترې وباسي. بنګړي ئې کورته یووړل، پۀ وینو ککړ وو؛ خپلې مېرمن، لور یا خور ته ئې ورکړل خو هغوی و نۀ پوښتل چې دا بنګړي د چا دي او ولې پۀ وینو ککړ دي؟

وسلوالو غلو پۀ خپلمنځي جګړو کښې هغه کورونه لوټ کړل چې کورنۍ ئې د سر ساتلو لپاره تښتېدلې وې. پۀ کورونو کښې ئې د ښځو جامې ولوټلې، کورونو ته ئې یوړې خو خپلو ښځو و نۀ پوښتېدل چې دا لۀ کومه او ولې؟

د یوۀ قوم نارینو د بل قوم، ژبې یا مذهب خلق ووژل، ښځې ئې بې پته کړې او ماشومان ئې ورته قتل کړل خو د وژونکي قوم ښځو او پېغلو خپل وژونکي د اتلانو پۀ توګه وستائیل.

کۀ ځینو ښځو د خپلو نارینه اتلانو د کړنو لپاره دلائل جوړول نو باید پر دې پوهې شوې وې چې پر دوي ظلم کوونکو هم خامخا د خپلو جنایتونو د توجیه لپاره دې ته ورته دلائل جعل کولی شول.

د دې منطق پربنسټ چې )کورنۍ جګړه اتل نۀ لري(، زمونږ خوېندو مېندو څومره اتلان وپالل او د نورو خوېندو مېندو عزیزان ئې پرې ووژل؟

حېراني دلته ده چې ولې ښځو د نارینو د ځناورتیا مخه و نۀ نیوله؟ و ئې نۀ غوښتل کۀ و ئې نۀ شوکړی؟

کۀ ئې و نۀ غوښتل، بیا خو پۀ جنایت کښې شریکانې دي او لۀ جنایته پۀ ډکه ټولنه کښې خو د هېڅ چا حقونه خوندي نۀ وي. کۀ ئې و نۀ شو کړی، بیا دې نو خپله نیمګړتیا او کمزوري ومني.

پۀ عراق یا سوریا کښې یوۀ داعشي خپله مور پۀ دې تور د ټولو تر مخ ووژله چې خپل زوی ئې جګړې ته نۀ پرېښودو. زما لپاره د یویشتمې پېړۍ تر ټولو لویه اتله هم دغه مور ده.

د )مرګ( پر تراژیدي تر نورو ډېر ښځې ځورېږي. تراژیدي دا نۀ ده چې یو انسان ومري، بلکې تراژیدي د مرګ استمرار دی چې د پاتې شوو عزیزانو لپاره ئې دوام کوي.

ښځې ولې خپل نارینه د جګړې لۀ ډګره نۀ شي راګرځولی؟

لۀ عاطفې پرته انسان تر ځناورو بتر دی او د عاطفې زېرمه و خزانه لۀ ښځو سره ده. زما د هېواد ښځې ولې خپلو کورنیو ته دومره ډېره عاطفه نۀ شي ورکولې چې پر بل ئې تبه هم نۀ شي پېرزو؟

هر کله چې د تاو تریخوالي پۀ اړه خبرې کوو، داسې ډېرې پوښتنې شته چې باید د پېړۍ پر وچولي ولیکلې شي او ځواب ئې هم د پېړۍ ښځې ووائي.

زۀ د هېڅ ستر سیاسي ارزښت لپاره د یوۀ انسان قتل نۀ شم زغملی. زما پۀ دې ځانګړتیا کښې زما هېڅ کمال نشته، هر څۀ چې دي زما د مور پۀ روزنه کښې دي. زما مور زما د عاطفې اتله ده. هغې راته وئیلي وو، “تر ټولو لویه ګناه چې خدای ئې نۀ بخښي، د بل انسان ځورول دي” – زما ټولې ښېګڼې زما لۀ موره دي خو نیمګړتیاوې مې ځکه خپلې دي چې مور مې زما د سمې روزنې لپاره خپله مورولي بشپړه کړې وه.

زمونږ )انسانیت( تر هغو نیمګړی دی چې یو بل وژنو، یو بل ژوبلوو او یو بل لوټوو. نو پۀ هغې ټولنې کښې چې )انسانیت( لا نیمګړی وي، د ښځو حقونه به څوک وپېژني، څنګه به پلي شي او څوک به ئې پوښتنه وکړي؟

د ښځو حقونه خو پۀ انساني ټولنه کښې د بحث وړ وي. پۀ هغه ټولنه کښې چې انسانیت قتلېږي، دښځو د حقونو شعارونه پۀ تجارت او د ګټې پۀ وسیله بدلېږي.

ټولنې ته انسانیت راستون کړئ! دښځو حقونه پۀ خپله پلي کېږي، ځکه ښځه د )انسانیت( روزونکې )مربي( ده.

اوس راځم د تهیسس معرفۍ ته:

نړیواله ټولنه د ښۀ نیت لۀ مخې او یا هم د خپلو سیاسي-ستراتيژیکو موخو پۀ پار د ښځو لپاره د ټولنیزو پروژو پراخ ملاتړ کوي. سرکار هم پۀ دې برخه کښې د خپل نوم ښۀ کولو لپاره د هڅو تمثیل کوي، د مدني ټولنو بازار هم ګرم دی، د ښځو وزارت هم لرو او رسنۍ هم تر لوستونکو، اورېدونکو او لیدونکو ډېرې دي.

لۀ بلې خوا کۀ دېرش میلیونه افغانان یو او نیمائي افغانانې مو پینځلس میلیونه وي، پۀ دوي کښې خو به لږ تر لږه یو میلیون ښځې د دې وړتیا ولري چې دغې ملې هڅې ته کار ووائي.

اوس نو یومیلیون بشري ځواک، لۀ پراخ نړیوال او ملي ملاتړ سره یوځای باید افغانستان ته د عاطفې او انسانیت د راستنولو تاریخي هڅه پېل کړو.

کۀ زوړ زنګ وهلی، ایډیولوژي ځپلی، سیاست شرمولی نسل د اصلاح وړ نۀ وي، بلا ورپسې – هسې هم د مرګي ورته مخه ده، کۀ نن نۀ وي سبا به لۀ مخې لرې شي.

مهمه ځوان او نوی راټوکېدونکی نسل دی، کۀ دوي مو سم وروزل او د دوي پۀ ذهن و زړۀ کښې مو د انسان قتل د تر ټولو لوی جنایت او ضد انساني کار پۀ توګه ثبت کړی شو. مونږ به یو داسې سبا پۀ خپلو لاسونو جوړه کړی وی چې بیا د هېڅ ښځې زوی، مېړۀ، پلار یا ورور د هېڅ ښځې خپلوان و نۀ وژني. سبا به یواځې هم دا نسل حق ولري چې د ښځو د حقونو پۀ اړه بحث او کار وکړي، ځکه دوي به ایله یوه انساني ټولنه جوړه کړې وي.

زۀ، خو د ښځو پر هم دغومره ځواک باوري یم خو چې دا بالفعله ځواک عمل ته راشي.

پر ښځوناورین، د ښځو غم او غمیزه به هلته پای ته ورسېږي چې ښځې ئې د پای ته رسولو اراده وکړي – دا اراده پۀ شعارونو نۀ، بلکې پۀ پوهه او ژمنه پېلېږي. هر څه لۀ کوره او لۀ خپلې غېږې راپېلېږي.

زۀ دې ته حېران یم چې د یوې مور پۀ غېږ کښې د ې لوی شوی وي، د یوې مېرمنې پۀ غېږ کښې دې مینه ورکړل شوې وي او د یوې ښځې د عاطفې لۀ ډنډ څخه دې ئې د ژوند اوبۀ څښکلې وي، او بیا به پر بله ښځه ناروا کوي او انسان به وژني؟

دا نو رښتیا چې ناشونې ده!

زما ورکه د عاطفې، مینې او انسانیت ورکه ده، دا ورکه لۀ ښځو سره ده او زۀ ئې لۀ ښځو څخه غواړم، چې دوي دغه ورکه را پېدا نۀ کړي، مونږ د انسانیت دعويٰ نۀ شو کړی.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …