د باچا خان د تقريرونو پۀ رڼا کښې د پاکستان حکومت او باچا خان: اسرار د طورو

باچا خان پۀ يو پېغام کښې پۀ مارچ 1948ز کښې فرمائيلي )دا پېغام هغوي د پاکستان دستور ساز اسمبلۍ ته ورکوي( –

  1. پۀ ما دا الزام لګولے شي چې زۀ او زما جماعت د پاکستان دښمنان دي –
  2. زما ديانتدارانه رايې دا وه چې هندوستان دې تقسيم نۀ شي، خو اوس چې دا تقسيم شوے دے نو د دې سره متعلق تنازعه ختمه شوه.
  3. مونږ د پېرنګي پۀ شان د طاقتور قوم مقابله کړې ده. د پېرنګيانو حکومت يو خارجي حکومت ؤ خو اوس د مسلمانانو خپل حکومت جوړ شوے دے؛ ما د پاکستان حکومت ته بيا بيا ووئيل چې مونږ تا سو له د حکومت کولو پوره پوره موقع درکوو.
  4. باچا خان يو ريښتونے مشر ؤ. د غلام هندوستان د ازادۍ جهاد ئې کولو. هغۀ د پاکستان د تحريک مخالفت پۀ دې وجه کولو چې پۀ نړۍ کښې د جمهوريت انقلاب راغلے ؤ؛ پۀ حقيقي جمهوري طرز نظام کښې د رنګ، نسل او مذهب نه بالا تر هر چا ته د حق ورکولو تصور ؤ. بله دا چې د مذهب پۀ تش نوم سياسي غورځنګ نفرت له وده ورکوي او نفرت د فساد بنياد شي. کله چې عوام را وپارېدل نو د فساداتو لوبه ګرمه شوه. د عدم تشدد نظريه د بني ادمو د وينو پۀ سېلاب کښې غرقه شوه. لکهونه واړۀ، زاړۀ، ځوانان، نارينه او زنانه قتل شو. د قرة العېن حېدر “آگ کا دريا” پۀ خپلو پاڼو کښې دا سرۀ موجونه تصوير کړي دي او د نفرتونو دا اور نن اويا کاله پس هم هغه شان تازه دے. د تقسيم نه پس دواړو غاړو ته د لوږو، تندو او غريبۍ پۀ لمبو کښې تر غړۍ غړۍ ډوبو قومونو د پنډونو روپیو پۀ لګښت اېټم بمونه جوړ کړي دي. کله چې د نړۍ “ابليس” خپلو شېطانانو ته اشاره وکړي نو عالمونه به د جهنم پۀ غرغنډو سوي سکور کړي – خو د متحده هندوستان نظريه ناکام شوه. ګاندهي جي او مولانا ابوالکلام ازاد پاتې راغلل. د مسلم ليګ نعره کاميابه شوه. يو نوے نوم “پاکستان” د دنيا د ملکونو پۀ نومونوکښې اضافه شو. دا يوه کارنامه وه. باچا خان دا ملک تسليم کړو او خپل سياسي نظر ئې د پاکستان حاکمانو ته وړاندې کړو.

شکونه:

باچا خان او د هغۀ ګوند د پېرنګي غوندې طاقتور قوم سره مقابله کړې وه. هغوي د پښتنو د ازادۍ او اتحاد پۀ ذريعه قام له خوشحالي ګټل غوښتل. د پاکستان د جوړېدو نه پس د باچا خان او د هغۀ د ګوند پۀ حقله حکومت شکونه وپالل. د دې شک د لرې کولو باچا خان پرله پسې کوشش وکړو خو کومو ليډرانو چې سياست (Dirty Game) ګڼلو، هغوي د خپل غليظ کردار پۀ ګندونو د پاکستان فضاء پاکولو ته پرې نۀ ښوده او پۀ منفي رويه ئې دا د کار خلق پۀ تعذيب خانو کښې نظر بند کړل؛ کورونه ئې ورله لوټ کړل، جائيدادونه ئې ورله ضبط کړل او ځان ته ئې د نفرت يوه فضاء جوړه کړه.

د تعمير سړي:

باچا خان پۀ دغه پېغام کښې حکومت ته واضحه کړه، “حقيقت دا دے چې زۀ د تعمير سره مينه لرونکے انسان يم. تخريب سره زما هېڅ کار نشته” – دا عملي پښتون د خدمت او ترقۍ کارونو ته څېلمه کول پکار وو. پۀ جېلونو کښې د قام خدمتګاران ساتل ښه حکمت عملي نۀ ده. هغوي د پینځم مارچ 1948ز پۀ دغه پېغام کښې پۀ دستور ساز اسمبلۍ کښې حکومت ته ووې،

“کۀ تاسو د ملک او قوم د پاره تعميري کار کول غواړئ، صرف پۀ خبرو نۀ پۀ عملي توګه، نو زۀ د دې معزز ايوان پۀ مخکښې دا اعلان کوم چې زۀ او زما خلق به ستاسو پۀ خدمت کښې حاضر وي.”

د وزيراعظم نوابزاده لياقت علي خان پۀ وړاندې د تعاون دا اعلان کۀ د هغه وخت مشرانو قبول کړے وے نو نن به د پاکستان نقشه بدله وه. چين او جاپان ترقي وکړه، پاکستان به هم د بام سر ته رسېدلے ؤ. د مشرقي پاکستان )موجوده بنګله دېش(، پنجاب، سندهـ، بلوچستان او پښتونخوا ترقي سل پۀ سلو کښې ممکن وه. کۀ چرې پۀ صوبو کښې د اتحاد د پاره علمي کار شوے وے نو امن به قائم شوے ؤ. امن د ترقۍ د پاره لازم دے. پۀ جبر، پۀ قېدونو، وهلو ټکولو او پۀ وژلو مستقل امن نۀ قائمېږي. د پاکستان د جوړېدو سره دننه پۀ ملک کښې پينځو قومونو او پينځو صوبو سره سياسي او معاشي انصاف پکار ؤ. د يو ملک يوه صوبه کۀ چرې د نورو صوبو د خلقو د ژبې، کلچر او دين سره سره د هغوي د اقتصادي حقونو پۀ وهلو چړ راځي نو دا خو د ملک د هلاکت حکمت عملي ده؛ دا خو د نفرت اور ته لمن وهل دي. پۀ دې اقداماتو استحکام نۀ راځي.

الٰهي سوغات:

باچا خان نۀ پېغمبر ؤ نۀ زيات عالم ؤ، خو پوهه او نظر انسان له الله ورکوي. د دنيا لوي لوي پوهان، مؤجدان او مصلحان پۀ رواجي علومو کښې د خپل دور د ډېرو اشخاصو نه کم وو خو الله پاک به ورله پۀ ذهن کښې يوه شمع بله کړه نو لقمان حکيم به ترې جوړ شو؛ دا الٰهي سوغات دے.

ملک به زمونږ د لاس نه وځي:

باچا خان پۀ دغه پېغام کښې حکومت ته وائي، “مونږ له د پېرنګيانو چلونه او فرېبونه پرېښودل. پکار دي کۀ مونږ پۀ دې طريقه عمل پيرا پاتې شو نو ياد ولرئ چې دا ملک چې مونږ پۀ ډېرو سختو او تکليفونو حاصل کړے دے، به زمونږ د لاس نه وځي.”

پۀ پینځم مارچ 1948ز کښې دستور ساز اسمبلۍ ته د نوابزاده لياقت علي خان وزيراعظم پاکستان پۀ مخ کښې دا خبره د يو مجنون بړ نۀ ؤ، دا د يو ذي عقل عملي مسلمان او ساده پښتون د تجربې او تېز عقابي نظر رڼا وه. دا پېش ګوئي هغۀ د هغه وخت سياسي غړو ته کړې وه.

د يو دانشور خيال:

د طورو سيد عبدالعلیم باچا پۀ خپله ډائرۍ “آپ بيتى جگه بيتى” )قلمي نسخه، مخ (55 پۀ شپاړسم اکتوبر 1951ز د نوابزاده لياقت علي خان د قتل افسوسناک خبر ليکلے دے. د کرايې قاتل خو پۀ موقع قتل کړے شو؛ هغه ليکي، “ان کا قتل ايک ډراونى سازش کا نتيجه تها” – هغۀ زياته کړې ده، “يه حقيقت سب پر عيان هے که مرحوم غلام محمد کوا پنى کابينه سے نکالنے والے تهے جب اسے مستعفٰى هونے کے لئے کها گيا تو اس نے چند دن کى مهلت طلب کى اور اسى مهلت کے دوران ان کى شهادت کا واقعه پيش آيا.”

سازشي ټولے:

دا سازشي ټولے پۀ کرسو قابض ؤ. ائين ئې نۀ جوړولو، د کار خلق ئې بدنامول، قېدول ئې. وژل ئې. دا تش پۀ نوم ليډران او د حکومت پۀ چوکیو قابضان د اسلام نه عملاً کافي بېرته وو او د اسلام پۀ نوم ئې عوام پۀ دهوکه کښې ساتل. نۀ ئې جمهوريت خوښ ؤ، نۀ ئې عوامو سره رابطه وه، نۀ ئې اسلامي فکر ؤ، نۀ ئې بې د اقتداره بله څۀ نظريه وه.

نن زمونږ ملک د جناح صاحب هغه لوي د پينځو صوبو پاکستان نۀ دے، دا د څلورو صوبو پاکستان دے. د پښتونخوا نوم ائيني حېثيت “خېبر پښتونخوا” موندلے دے. پۀ ائين کښې د صوبائي خود مختارۍ ګنجائش شته. د پښتنو د “فاټا” او “پاټا” پۀ نوم علاقې خېبر پښتونخوا کښې ضم کول د قامونو مطالبه ده. وسائل شته، صحيح استعمال ئې پکار دے. اوبۀ اوچو علاقو ته پۀ اخلاص او هنر مندۍ رسول پکار دي چې د وطن زمکه غله دانه، ګيا، مېوې، لرګے او ګلونه زرغن کړي. د هوا، کوئلې او نمر نه توانائي حاصلول د صوبائي او مرکزي حکومتونو فريضه ده ]د ښاغلي مشر د رایې سره مؤدبانه اختلاف لرو؛ حقیقت خو دا دے چې د توانایۍ بشپړولو د پاره تر ټولو اسانه او ویړیا وسیله د اوبو نه بجلي جوړول دي – هر څو دې لړ کښې پښتونخوا فطري زېرمې لري نو ځکه د یو سازش پۀ توګه بجلي د هائیډرو سورسز پۀ ځاے بائیو ماس، نمر، قولې، سیلۍ او تهرمل وسیلو ته اړولې کېږي. د قامونو تر منځه د اتلسم ائیني ترمیم لاندې شوې نوې عمراني معاهده کښې هم پښتونخوا ته د بجلۍ د نظام اختیار ورنۀ کړے شو[ پکار دي چې زلمي هلکان چين، جاپان، روس، يورپ او امريکې ته د علم و هنر د زدکړې د پاره ولېږلے شي. کرپشن د سلو کالو زوړ مرض دے. ټولو سياسي ګوندونو ته پکار دي چې کرپشن پۀ ځان حرام کړي او قام ته د پاک لېن دېن نظريې او عملي تربيت ورکړي ]کرپشن پاکستان کښې د یو رنځ نه زیات د ریاست مرغوبه ټېکنالوژي ده[.

ضابطه اخلاق:

کوم سياسي ليډران چې عوامي جلسو ته خطاب کوي، هغوي تۀ اخلاقي ضابطه کېښودل پکار دي چې پوچه وېنا به نۀ کوي، چا ته به کنځل نۀ کوي، پۀ چا به پۀ عامه جلسه کښې بې بنياده الزام نۀ لګوي. مونږ مسلمانان يو؛ قران زمونږ د پاره لارښود کتاب دے، دا د الله کلام دے. قران د ښکلي اخلاقو او ښائسته الفاظو د استعمال هدايت کوي. پۀ غېبتونو، کنځلو، بهتان لګولو، الزام تراشو او نازېبا او ازاري لب و لهجه ليډران او عالمان يادول د مهذب انسان صفت نۀ دے. دا د ذلت نخښه ده. دا د فخر کار نۀ دے چې پۀ ټي وي يو بل ته بد رد ووئيلے شي. چې کوم خلق بل ته ګوته نيسي، هغوي دې خپل ځان پاک کړي نو د قام ستونزې به کمې شي. پۀ خپل کور دننه د سکولونو، کالجونو او پوهنتونونو بچي وژل نۀ بهادري ده، نۀ دين داري ده، نۀ انسانيت دے – هره سرکاري مسلح او غېر مسلح محکمه بايد چې پۀ خپله دائره عمل کښې اوسي. د ملک هر حکومت له پکار دي چې ګاونډي ملکونو سره د امن معاهده وکړي. تجارت ته د تګ راتګ ته لار پرانزي. د يو بل پۀ کور کښې تخريب، دهماکې او قتلونه کول ملکونه هلاکوي.

پاکستان سره يو:

هغوي حکومت ته وئيلي وو، “پاکستان کښې دننه پښتانۀ دې یوه صوبه کښې یو ځاے کړے شي، دې سره به ملک لا مضبوط شي. د پښتنو د يووالي نۀ پاکستان ته خطره نشته، پاکستان ته د عدم مساوات نه خطره شته. يوه صوبه چې حرمان محسوس کړي نو بېلتون ته تياره شي. عدل د دې بېلتون مخ نيوے کوي؛ سياسي، معاشي او معاشرتي عدل د حکومتونو کاميابي ده.

عام تعليم:

تعليم عام کول د ترقۍ او تهذيب علامه ده. ديني او دنياوي ټول علوم و فنون د انسان د پرمختګ لوازمات دي. د بجټ مناسب حصه تعليم او هنر ته وقف کول پکار دي. قران پۀ اولنۍ وحي کښې د ليک لوست او قلم حکم کړے ؤ. پۀ دوېمه وحي کښې ئې د صفايۍ هدايت کړے ؤ. پۀ لارو، کوڅو، بازارونو او پارکونو کښې د صفايۍ ساتلو تعليم، پۀ کور حجره، جومات او سکول کښې ورکول لازماً پکار دي. د انسان د کردار، اخلاقو، سوچ فکر، عقيدې او عمل نه هر قسم غلاظتونه لرې کول د قران او د پېغمبر محمد رسول الله صلي الله علېه وسلم تعليمات دي. د حضرت ابوبکر، د حضرت عمر فاروق او حضرت علي رضي الله عنهم د طرز حيات او طرز حکومت نه استفاده پکار ده. حضرت عثمان غني رضي الله عنه خپل ځان او خپل مال د قامه ځار کړے ؤ. د قام او ملک ترقي ايثار غواړي. دا ايثار چې خاص و عام کوي نو د عروج اثار ښکاره شي.

برېکټونو [ ] کښې لیکلې ملاحظې د “پښتون” لۀ خوا دي.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …