افغانه ښځه: لۀ پټي تر بازاره – میر احمد یاد

د افغانو ښځو پۀ اړه لۀ ډېر پخوا راهسې تر ټولو ستره اندېښنه دا ده چې دوي لۀ خپلو لومړنیو حقونو بې برخې دي. پۀ لومړنیو حقونو کښې پر پېدائش لۀ خفګانه واخله تر جبري نکاح او د تعلیم د حق نه محرومیت پورې ټولې ناخوالې راځي.

دا برخه د یوۀ حقیقت په توګه منل پۀ کار دي چې افغانې ښځې اوس هم پۀ ډېرو ځایونو کښې لۀ خپلو لومړنیو حقونو محرومې دي، پۀ دې اړه لا هم ډېر کار او ډېرې مبارزې ته اړتیا ده. خو دې ته هم کتل پۀ کار دي چې پښتنې ښځې د کورنیو اقتصاد نه واخله، د ملکونو پۀ اقتصاد کښې څۀ ونډه لرلې ده.

افغانې ښځې د خپل کور د کارونو تر څنګ پۀ پوله پټي کښې هم خپله برخه کار کوي، خو کۀ ئې یواځې د کور خبره کوو نو هم لۀ پخوا نه زمونږ پۀ کلتور کښې د ښځې پۀ اقتصادي ونډې یو نه یو ډول اعتراف شوی دی او د دې اعتراف ښکارندوی زمونږ د ځینو متلونو نه ډېره ښه کېږي:

“د کور ګټه د لاهور ګټه ده”

“کۀ سړی ئې پۀ راشپېل راننباسي، ښځه ئې پۀ جارو وباسي”

د لومړني متل یو ډېر ښۀ تفسیر پۀ کورنیو لګښتونو کښې د افغانو ښځو سپما او پۀ اقتصادي پرمختګ کښې د هغوي ونډه ښائي. یعني ښځه چې پۀ خپله د خپل کور چارې سمې پرمخ یوسي او د کور لګښتونه داسې مدیریت کړي چې سپما پۀ کښې وشي، هم دا د خاوند لپاره تر دې غوره ده چې هغه دې بهر پۀ نورو ګټو پسې وګرځېږي. دلته کۀ سړی د پېسو ګټیالی ښودل شوی دی نو ښځه د هم دې پېسو د مدیریت مسئوله ګڼله شوې ده او پۀ یو ډول مهارت ورته قائل شوي دي.

دوېم متل کښې د هم دې اپوټه خبره ده چې کۀ چېرې ښځه د خپل کور لګښتونه سم اداره نۀ کړي نو کۀ سړی هر څومره ډېره ګټه وکړي، ښځه ئې هغه ګټه ورو ورو ختمولې شي. دلته هم پۀ کورني اقتصاد کښې د ښځو پر ونډې باندې ډېر ټينګار شوی دی.

لۀ دې دواړو متلونو ښکاري چې لۀ اقتصادي پلوه د ښځې حېثیت پۀ افغاني ټولنه کښې هډو ورک شوی نۀ ؤ، بلکې دومره لوړ ارزښت ورته قائل شوی چې مونږ ئې پۀ ماډرن منجمنټ کښې د )مېډل یا ټاپ منجمنټ( کار ګڼلی شو. دا ځکه چې کله ښځه د کور لګښتونه ټيټولی او جیګولی شي، نو معنٰي دا چې د لګښتونو پۀ اړه پرېکړې هم د ښځو کار او پرېکړې ټول عمر د )لوور منجمنټ( کار نۀ وي.

دې نه وروسته تاریخ د دې ګواه دی چې ښځو د کر او پټي پۀ چارو کښې تل د سړي مرسته کړې ده او تاریخي شواهد دا هم ښائي چې د غلو دانو د ساتلو او خوندي کولو لوښي او وسائل هم پۀ لومړي ځل ښځو ساز کړي دي. ‏منګی، کندو، کټوۍ او نور د کور اړین شیان د ښځو اختراعات دي؛ لۀ دې بیا هم دا ښکاري چې ښځه د نر سره پۀ ټولو اقتصادي چارو کښې اوږه پۀ اوږه روانه وه.

تر دې ځایه خبره وشوه، خو نیوکه دا وه او ده چې ښځه خو د پلار یا خاوند د کور پۀ اقتصاد کښې مهم ونډه لري، خو دا ونډه به بهر د ټولنې او هېواد کچې ته څنګه پراخېږي او د هېواد پۀ اقتصاد او کاروبار کښې به د ښځې ونډه څنګه رابرسېره کېږي.

لۀ ښۀ مرغه پۀ افغانو ښځو کښې لۀ تېرې لسیزې راهسې دغه ذهنیت هم پۀ پېدا کېدو دی چې ښځه دې خپله مدیریتي وړتیا یواځې د کور پۀ اقتصاد کښې نۀ کاروي، بلکې خپله دغه وړتیا دې بهر د مارکیټ پۀ اقتصاد کښې هم وکاروي چې د ټول هېواد او د ټولنې پۀ کچه ئې اغېز ښکاره شي.

پۀ افغانستان کښې لۀ تېرو اتلسو کالو راهسې 1150 کاروباري ښځو پۀ بېلابېلو برخو کښې نزدې 77 میلیونه ډالر سرمایه کاري کړې ده او تر ټولو ښۀ ټکی پکښې دا دی چې پۀ خپله، د کورنۍ د نارینه غړو لۀ مرستې پرته، پۀ خپله وړتیا ئې دا کاروبارونه لومړی ځل پېل کړي دي.

دې 1150 ښځو پۀ بېلابېلو سیمو کښې د نورو 77000 افغانو ښځو لپاره د کار زمینه برابره کړې ده او هغوي د کور د کارونو تر څنګ اوس پۀ مارکیټ کښې هم کار کوي.

پښتنو کښې د کاروباري ښځو د پیاوړتیا او د کاروباري ذهنیت د خپرولو ډېرې ګټې او اړتیاوې دي. لومړی خو دا چې د انسان پۀ توګه هره ښځه د خپلې شخصي پېژندګلوۍ حق لري چې کاروبار او مالي استقلال هرې ښځې ته دا حق ورکوي.

دوېمه دا چې ښځې پۀ مدیریتي برخه کښې کومې وړتیاوې لري، کۀ چرې لۀ کوره بهر پۀ لږه پراخه پیمانه کښې وکارول شي نو ګټه او تاثیر به ئې ډېر زیات پراخه وي او خېر به ئې ډېرو خلقو ته ورسېږي. پۀ پورته بېلګه کښې مونږ ولیدل چې یواځې د 1150 ښځو کاروباري او مدیریتي وړتیا 77000 ښځو ته د کاروبار زمینه برابره کړې ده.

درېمه او تر ټولو لویه اړتیا ئې دا ده چې یواځې لۀ کاروباري برخې د ښځې محرومولو افغانه ټولنه نیمه فلج کړې ده. کۀ هم دا اوس وګورو پۀ لویو ښارونو کښې د افغانانو او خصوصاً پښتنو ژوند تر نورو خلقو سخت او لۀ ډېرې مالي تنګسې سره مخ دی. دا ځکه چې افغانه کورنۍ د خپل روایت لۀ مخې یواځې د یوۀ کس ګټې ته ناسته وي. هغه کس کۀ خپل کاروبار کوي او کۀ پۀ ښار کښې نوکري کوي؛ يوازې دومره به ګټي چې د خپل کور د سهار او ماښام خرچه ترې وکړي. ځکه خو پۀ لویو ښارونو کښې افغان زلمي د مزدروۍ لپاره مسافر اوسېږي او هلته ځان سره د خپلې کورنۍ د وړلو توان هم نۀ لري. د دغه حالت د بدلولو لپاره پۀ اوسني وخت کښې ممکنه، اسانه او مناسبه لار هم دا ده چې د ښځو د اقتصادي، کاروباري او مدیریت وړتیاو اعتراف وشي، درناوی ئې وشي، وستائیلې شي او پۀ دې برخه کښې ورته د فعالیت عملي زمینه برابره شي.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …