د فنکارانو پۀ خاصیتونو د غور کولو پۀ وخت زمونږ ذهن سم لۀ واره د فن او شخصیت پۀ دوو بېلو بېلو لیکو تقسیم شي – بیا نو مونږ هڅه کوو چې د فنکار شخصیت بېل او د هغۀ فن پۀ بېل ډول د بحث لاندې راولو یا بیا زیات نه زیات دا کوشش کوو چې د فنکار شخصیت د هغۀ د فن او د هغۀ فن د هغۀ د شخصیت لۀ لارې ثابت کړو.
د تنقید د دې روایت پۀ تقلید کښې چې زۀ د ګران اکرام الله ګران فن او شخصیت ته نظر ور اړوم نو زما ذهن پۀ اولني فرصت کښې د یو اپوټه صورتحال سره مخ کېږي او ما ته داسې محسوسېږي چې اکرام الله ګران د شاعرانه هنر خاوند ضرور ؤ خو هغه د کوم شخصیت مالک نۀ ؤ بلکې ما چې د هغۀ پۀ ناسته پاسته او کړو وړو څومره غور کړے دے نو ما ته پۀ هغۀ کښې د شخصیت برعکس د ‘لا شخصیت’ عنصر زیات محسوس شوے دے؛ یعني پۀ لږ ګنجلک انداز کښې مونږ دا هم وئیلے شو چې اکرام الله ګران ګویا ‘د لا شخصي شخصیت خاوند’ ؤ.
د هغې وجه شاید دا وي چې شخصیت زمونږ د متمدن ژوند مګر د تقسیم در تقسیم مېدانونو نوم دے. هم دغه وجه ده چې د ډاکټر شخصیت د انجنئیر د شخصیت نه او د پروفېسر شخصیت د ډاکخانې د بابو د شخصیت نه پۀ متفرق ډول مخې ته راځي. ګویا شخصیت یو داسې رنګ دے چې دا د انساني سماج وېشلے شوي ماهیت له اشاره کوي. اکرام الله ګران کۀ څه هم زمونږ د متمدن ژوند پۀ وېشلے شوي کېفیت کښې ژوند کړے دے خو د هغۀ وجود د کومې مخصوصې دائرې یا ادارې رنګ نۀ دے اخستے بلکې ما چې هغۀ ته کله هم کتلي دي نو د رومانئینو پۀ خصوصیت سره د ورډز ورتهـ د فطري انسان پۀ روپ کښې مې تر سترګو شوے دے.
کۀ لږ نور ور تېر شو نو وئیل به وغواړي چې د ورډز ورتهـ فطري انسان هم د روسو د “شریف وحشي” (Noble Savage) تسلسل دے او د دې شریف وحشي کوم شریفانه او غېر متشدد کړۀ وړۀ چې د رومانیت پۀ صفحاتو کښې لیکل شوي دي، هغه پۀ خپل ځاے ډېر اهم دي مګر بیا هم د تصوراتو مصداق دي دغه تصورات چې کله د یو مجسم پېکر پۀ شکل کښې ولیدلے شي نو هله د یو شفاف معنویت حامل وګرځي او کۀ رښتیا ووایم نو ما دغه شفاف معنویت د اکرام الله ګران پۀ ‘لا شخصیت’ کښې ډېر پۀ روڼ شکل کښې محسوس کړے دے. پۀ دې اساس مونږ وئیلے شو چې د ګران پۀ شاعرانه هنر کۀ د کوم شخصیت اثر جوت دے نو هغه ئې خپل د ‘لا شخصیت’ اثر دے.
مونږ چې پۀ کوم سماج کښې پېدا شوي او رالوي شوي یو، کۀ چرې مونږ د تاریخ پۀ هنداره کښې مخ پۀ بېرته سترګې ونۀ غړوو نو مونږ ته هر دم داسې محسوسېږي چې مونږ پۀ حال کښې کوم څۀ وینو، هم دغه به د انسان د ماضي حقیقت هم وي مګر مونږ د حېرت انتها ته هغه وخت ورسو کله چې د تاریخ پۀ صفحاتو کښې مونږ د انساني ژوند بېلا بېل پړاوونه ووینو او پۀ دغو پړاوونو کښې د ماضي انسان د حال د انسان نه ډېر پۀ بدلو شکلونو کښې مطالعه کړو – مثلاً څنګه چې زمونږ پۀ حال کښې پۀ سیکې یو همه ګیر انحصار مونږ ته ښکاري نو زمونږ ذهن هډو دې خبرې ته منتقل کېږي نۀ چې ګنې پۀ انساني ژوند کښې یو وخت داسې هم تېر شوے کله چې د سیکې اجاره داري نۀ وه مګر د انسان ژوند تېر شوے دے او پۀ خپلو بدلو ډولونو تېر شوے دے.
د تېر انساني ژوند دغه بدل ډولونه پۀ ځاے د دې چې پۀ یوه بې جانه سیکه انحصار وکړي، د انسان انحصار پۀ انسان ؤ او دغې انحصار انسان د تل د پاره د بل انسان پۀ نظر کښې د رغبت او محبت وړ ګرځولے دے. ګویا دا انحصار به اجتماعي، )پۀ نورو الفاظو( د ‘لا شخصي’ نوعیت ؤ.
مونږ چې اوس اوس کوم کېفیت له د ګران باچا د ‘لا شخصیت’ نوم ورکړو، دا کېفیت او دا خاصیت پۀ حقیقت کښې د کوم شخصي حقیقت نوم نۀ دے بلکې دا د انسان پۀ ماضي کښې د یو لوے انساني دور د حقیقت نوم دے. پۀ دې ډول مونږ ته ګڼل پکار دي چې ګران باچا زمونږ پۀ دې دور کښې د انسان د ماضي د یو شریف دور یو شریف یادګار ؤ. زۀ دې دور ته شریف دور ځکه وایم چې څنګه د روسو پۀ ‘شریف وحشي’ کښې د دې روغ دور ګویا تفرد شوے دے، هم دغه شان د ګران باچا شریف فطرت او مفرد ذات مونږ ته هماغه دور را یادوي کوم چې پۀ خپل ما فیه کښې ساده او د هر رنګه تصنع او بناوټ نه پاک او بې باک دور ؤ. روسو دا دور د ما قبل تمدن پۀ نوم زمونږ سره متعارف کوي. چونکې روسو پۀ انساني سرشت کښې د هر رنګه انتشار او جنګرېزونو د پاره تمدن ذمه دار ګرځوي، ځکه پۀ متقابل ډول هغه د فطري انسان پۀ نورو لفظونو د ما قبل تمدن د ساده ژوند او سپېځلي انسان وکالت کوي. دې ضمن کښې ځینې رومانئین بیا د ماشوم معصومیت د سمبول پۀ توګه وړاندې کوي او پۀ بشري ژوند او سرشت کښې د جنګونو او مرګونو برعکس د ماشوم د فطري معصومیت نه د معمور ژوند او ژواک خواهش څرګندوي.
زما پۀ نزد ګران باچا کۀ چا هم د نزدې نه لیدلے وي نو زۀ پۀ اعتماد سره وایم چې د ګران باچا پۀ مزاج کښې د موجود او محسوس فطري معصومیت پۀ اړه به ما سره هېڅ کله اختلاف و نۀ کړي. یواځې دا نۀ، بلکې د ګران صاحب شاعري هم پۀ خپل ما فیه کښې د دغه فطري معصومیت ښکارندویه ده:
څوک کۀ مې وژني زۀ ئې لاس نۀ نیسم
زما پۀ یو حالت کښې شر نۀ لګي
څنګه چې هر انسان پۀ ابتداء کښې محض د احساساتو حامل وي، بیا وروستو ډېر پۀ قلار قلار د ژوند د تجربو پۀ لار د ترکیب نه د تعمیم او تجرید دنیا ته ورګډېږي؛ ګویا د خالص عقلیت خاوند جوړېږي مګر دا هم ثابت حقیقت دے چې انسان څومره څومره د عقلیت د غلبې لاندې راځي، معصومیت ئې ختمېږي او پۀ وجود کښې ئې سخت ګیري او سخت دریځي ځان له ځاے پېدا کوي. بني نوع انسان پۀ هم دغه مصداق پۀ تاریخي لحاظ هم د احساساتو لۀ دورونو را تېر شوے او د عقلیت سخت ګیرۍ ته ورننوتے دے. د انساني تاریخ د دغې سخت ګیرۍ خلاف پۀ اتلسمه پېړۍ کښې غبرګون پېدا شو او رومانئین د کلاسیک او عقلیت د سخت ګیرو پېمانو او پابندیو مخالفت ته ودرېدل؛ ځکه نو هغوي چې پۀ خپل رد عمل کښې د عقلیت پۀ ضد د احساس او عاطفې کومه تخلیقي دنیا منکشفه کړه، هغه د شاعرۍ د پاره پۀ دې اساس هم زیاته موزونه وه چې خپله شاعري هم د انسان د احساساتو ژبه او د ما قبل تمدن د بشري ژوند یادګار دے. پۀ داسې صورت کښې مونږ ته وئیل پکار دي چې د ګران صاحب ‘لا شخصیت’ د هغۀ د خالص شاعرانه شخصیت مترادف دے او هېڅ یو شاعرانه شخصیت فطري طور متشدد، سخت ګیر او سخت دریځ نۀ شي کېدے؛ البته معصومیت ئې خاصه او لازمه وي.
مونږ کتلے شو چې ګران صاحب پۀ خپل پورتني شعر کښې د شرافت او معصومیت پۀ کوم عروج ولاړ دے، دا عروج د عصري شخصیتونو د وړو وړو سوچونو د وس کار نۀ دے؛ ځکه چې عصري شخصیتونه د عصري تعصباتو د خپلو خپلو مېدانونو پابند وي – هم دغه وجه ده چې عصري شخصیتونه به د ګران صاحب د دې شعر سره د خپل اختلاف د پاره جوازونه هم لټوي خو کۀ هغوي ته مونږ ور یاده کړو چې د نړیوال کلي د قیام او اعلان باوجود زمونږ پۀ سرونو کښې د عالمګیر انسانیت سوچ ولې نۀ زرغونېږي؟ مونږ د ازاد خیالۍ د دعوو باوجود د تعصباتو د غلامۍ نه ولې ازادېدلے نۀ شو؟ زمونږ د نن وخت د عملیت سره سره زمونږ رویې دومره پر تشدده ولې دي؟ زۀ ئې صرف دا سبب ګڼم چې مادي سود و زیان مونږ د یو بل پۀ ضد داسې ودرولي یو، پۀ دومره وړو وړو ټولګیو او ډلو ټپلو کښې ئې وېشلي یو او د دې ډلو ټپلو سره د جدید انسان سوچ دومره محدود شوے او مانوس شوے هم دے چې مونږ پۀ خپلو ذهنونو کښې د انسان عالمګیر معنویت هډو مرتب کولے نۀ شو. معنویت خو لویه خبره ده، زمونږ پۀ زړونو کښې د دې نوعیت خواهش قدر له نۀ شي زېږېدلے ځکه چې د هغې سره بیا پۀ فطري ډول د خپلو جذباتو د قربانۍ ستونزه تړلې وي او د جذباتو دا قرباني یواځې د ‘لا شخصیت’ خاوندان ورکولے شي:
د ګران زړګیه! ټق چاودلے ښۀ یې
خو چې خفه د ښکلو زړونه نۀ شي
ګران صاحب پۀ خپل دې شعر کښې د ښکلا پۀ خاطر د خپل زړۀ او خپلو جذباتو د قربانۍ ورکولو حد کړے دے. د نن دور انسان چې د خپلو مفاداتو نه د متعین شوو منفي جذباتو خاوند دے، ایا هغه به د ښکلا پۀ خاطر د خپلو دغو جذباتو پۀ نورو الفاظو د عصري تعصباتو قرباني ورکړي؟ پۀ نورو الفاظو د نن دور انسان به پۀ خپل وړوکي غوندې زړۀ او محدود شخصیت کښې د عشق دومره پرېمانه جذبه راغونډه کړلې شي؟ مونږ پوهېږو چې عشق د وړو زړونو او محدود شخصیتونو پۀ وړو وړو ظرفونو کښې ځان نۀ راغونډوي؛ د هغې د پاره باطني طور د دې کائنات او د دې پراخو زمکو او اسمانونو هومره پراخ زړۀ پکار دے:
زۀ قارون د مال دولت نۀ یمه ګرانه!
زۀ د مینې سرمایه یم، چې چا یوړم
دا شعر به ګران باچا هسې د کوم شاعرانه روایت پۀ توګه نۀ وي لیکلے – د شعر اخري کلمه، “چې چا یوړم”، پۀ بشپړه انداز د ګران صاحب د خپلو معصومو او غېر مدعیانه جذباتو برخه ښکاري. پۀ دې ډول دا شعر د ګران د ‘لا شخصیت’ پۀ باره کښې زمونږ پۀ ادعا د تائید ټاپه لګوي. یعني دلته یواځې د مال دولت د قربانۍ خبره نۀ ده شوې بلکې شاعر یا د شعر کردار د خپلې هستۍ باره کښې هم د مدعیت نه دستبرداره شوے دے. هم دغه د شاعر ‘لا شخصیت’ دے او د شاعر دا ‘لا شخصیت’ پۀ خپل ځان کښې د لویو لویو شخصیتونو څۀ چې د لویو دورونو نه هم لوے او بې پایانه دے. پۀ دې لحاظ ګران باچا او د هغۀ شعریت کۀ څۀ هم نېغ پۀ نېغه د رومانیت مترادف نۀ دي خو د رومانیت د ائیډیل ژوند ژوندي تجسیمات او مهیجات ضرور دي:
مصلحت له چې د جبر در له نۀ ځم
ګرانه! عقل له دشمن شوم زړۀ له خېر شوم
ګران صاحب ته
2019/12/11 – 1941/01/15
لۀ تشدده لۀ نفرته او لۀ جنګه لاړې
څومره خاموش د امن لوري ته ملنګه! لاړې
دا چې د ټول پښتون ملت پۀ خولۀ دې راغله نامه
دا دې د تګ عجب انداز دے، دا نو څنګه لاړې
وي د مرګي پيکه څهرې کښې به هم سرۀ راغلي
چې ورسره د اشنغر د غزل رنګه! لاړې
څۀ شوې د فقر د عظيمې بې نيازۍ وارثه !
لاړې د خپل شاعرانه غرور اورنګه! لاړې
ګرانه پۀ تلين به دې ممتاز هم دومره ووائي چې
د ژوند د غاړې وې ښائست توره لونګه! لاړې
ممتاز اورکزے
زما د زړۀ پۀ کور دې ور نۀ لګي
چې ستا د دنګې ځوانۍ سر نۀ لګي
کۀ څوک مې وژني، لاس ئې هم نۀ نیسم
زما پۀ یو حالت کښې شر نۀ لګي
ستا پۀ راتلو شوم لۀ دیدنه محروم
لۀ خوشحالۍ نه مې نظر نۀ لګي
هغه دهقان یم کۀ د لوږې مرمه
بغېر لۀ مینې مې بل کر نۀ لګي
ستا د وعدو د اونې سیوری ته ناست
ګرمي د هجر ده، خو نمر نۀ لګي
پېغلې پۀ بڼ د ادیرو بندې شوې
پکښې مېلې اوس د اختر نۀ لګي
پۀ بړق خندا دې داسې پورته کړله
د مینې پښې پۀ سمه غر نۀ لګي
د زړۀ سودا پۀ ګودر څنګه وکړم؟
لنډے بازار پۀ ماذیګر نۀ لګي
ګرانه! مجرم د زمانې کۀ شومه
خو انسانان مې لر او بر نۀ لګي
اکرام الله ګران