باچا خان، رهبرِ تحريک او “پښتون سټوډنټس فيډرېشن” – ميا افتخار حسېن

هغه يادونه چې کله هم افسانې نۀ ښکاري

نيازبين ميا صاحب دغه ليکنه زمونږ د ليکلے شوو تپوسونو د ځوابونو صورت کښې کړې ده. لوستونکي دې د دې د لوستلو پر مهال دغه نکته پۀ پام کښې ونيسي.

د ټولو نه اول خو به زۀ د “پښتون سټوډنټس فيډرېشن” پۀ باره کښې دا ووايم چې پۀ کومو حالاتو کښې چې د پي اېس اېف د جوړولو ضرورت پېښ شوے ؤ او د دې د پاره ائين او منشور جوړېدو نو د باچا خان بابا فکر د دې اساس او روحِ روان ؤ. د پي اېس اېف د منشور اجزاء او دفعې د باچا خان بابا د فکر پۀ بنياد اډاڼه وې. دغه وخت کښې د رهبرِ تحريک شخصيت پۀ سياست کښې ډېر فعال او څرګند ؤ، نو د پي اېس اېف چې کوم سياسي ائيډيل جوړېدو، هغه ولي خان بابا ؤ، ځکه خو د قوم پرست سياست پۀ حواله ځوانان د ولي خان بابا نه متاثره کېدل.

  • باچا خان او پي اېس اېف:

“پښتون سټوډنټس فيډرېشن” سره د باچا خان بابا او رهبرِ تحريک خان عبدالولي خان تعلق، رويه او تعامل ډېر د مينې او شفقت نه ډک ؤ. څومره چې ورسره زمونږ ناسته شوې ده، څومره چې مونږ هغوي اورېدلي دي او څومره چې مو ليدلي دي؛ هغوي دواړه د پي اېس اېف پۀ حواله ډېر خوش بينه وو. د هغوي دا خيال ؤ چې د خدائي خدمتګارانو هغه بچي چې سبقونه وائي، او دوي سره نور پښتانۀ زلمي چې تعليم حاصلوي، دا د قامي تحريک بزغلے دے. پۀ دې وجه هغوي پي اېس اېف يوه داسې نرسري ګڼله چې د قامي تحريک د پاره به د تحريک ملګري، کارکنان او ليډران دلته نه مخې ته راځي.

د باچا خان بابا دا خبرې به کله هم زما د یاد نه و نۀ وځي چې هغوي به وئيل،

کۀ مونږ غواړو چې دا قام دې د مشکلاتو نه بهر وځي او دوي دې يو پُر امن او ښۀ ژوند تېر کړي نو پکار ده چې زمونږ بچي تعليمونه حاصل کړي. دا د تعليم نه بغېر نۀ شي کېدے. داسې تعليم چې د نور علم حاصلولوسره دوي خپل قام هم وپېژني، قامولي هم وپېژني، خپلو حقوقو نه هم خبر شي او د قام د تعليم يافته زلمو پۀ حېث د خپلو ذمه واريو نه هم خبر شي.

هغه ورځو کښې افغانستان کښې انقلاب راغلے ؤ. باچا خان به ټولو پښتنو ته دا خبره کوله خو د پي اېس اېف ځوانانو ته به ئې ډېر تاکيد سره پۀ ډېره اسانه پېرايه کښې وئيل چې،

د انقلاب مثال د يو سېلاب دے – کوم قامونه چې شعور نۀ لري، پوهه نۀ لري، پۀ روانو حالاتو ئې نظر نۀ وي او د خپلو ذمه واريو نه خبر نۀ وي نو دغه سېلاب ئې يوسي – دغه سېلاب د يوې تباهۍ پۀ شکل کښې د هغوي وطن وران کړي، کورونه ئې يوسي.

خو کوم قامونه چې بېدار وي، شعور او پوهه لري، پۀ خپل چاپېرچل ئې نظر وي او د خپلو ذمه واريو احساس وي ورسره؛ هغه خلق دغه سېلاب ته بندونه وتړي او پۀ خپله ښه ئې راولي، د خپلو راتلونکو نسلونو پۀ ښه ئې راولي.

بابا دا خبره هسې نۀ کوله – افغان انقلاب پۀ يو داسې وخت کښې راغلو چې امريکې او د دې ملګرو قوتونو د دې خلاف کار کولو او پۀ دې د پاسه د انقلابي ليډرشپ اندروني اختلافات داسې وو چې پۀ انقلاب ئې ډېر غټ سوالونه پېدا کړل. د دې عواملو پۀ وجه انقلاب د مشکل سره مخ شو – دې خبرو نه دا نتيجه راوتله چې انقلاب د مناسب وخت نه بغېر pre-mature راغلے ؤ. بابا چې دا خبره کوله نو دا ئې پۀ شعوري طور د ډيورنډ کرښې نه دې خوا پښتنو ته وئيل چې پۀ افغانستان کښې د انقلاب سره کومه هوا را الوتې ده او کوم حالات ئې پېداکړي دي او يو انتشار او تشدد ورسره پېدا شوے او د ډيورنډ کرښې نه اخوا ئې افغانان انتشار او تشدد سره مخ کړي دي، نو د دې اثرات به د کرښې دې خوا هم راځي – نو د “سېلاب” سره د انقلاب دې مثال ورکولو دغه سوچ د عامو خلقو ذهنونو ته هم کوز کړو او زمونږه هم دا دے تر اوسه پورې دغه خبرې يادونو کښې محفوظې دي.

لکه څنګه چې ما د هغه وخت د حالاتو خبره وکړه چې د افغانستان دننه حالاتو سره يو قسم تشدد او انتشار پېدا شوے ؤ، نو ځکه به بابا وئيل چې ځوانانو ته د خدائي خدمتګارۍ او عدم تشدد د پرچار ډېر ضرورت ځکه دے چې د دې ځوانانو وينه ګرمه ده او کۀ دوي پۀ وخت د حالاتو پۀ چال ډهال پوهه نۀ شي نو ممکنه ده چې جذباتيت کښې د تشدد او انتشار طرف ته لاړ شي. بابا به وئيل چې کۀ زلمو کښې د خدائي خدمتګارۍ جذبه او عدم تشدد پېدا شول نو دوي به د تحريک د ټولو نه اول دسته وي.

دې سلسله کښې ما ته پۀ “تارو” کښې د پارټۍ د يوې جلسې واقعه را ياده شوه. هغه وخت زۀ د پي اېس اېف صدر وم. د سټېج نه اعلان وشو چې د پي اېس اېف صدر ميا افتخار حسېن دې تقرير له راشي. باچا خان بابا پۀ خپله دغه جلسه کښې موجود ؤ. دا د ضياء دور ؤ – نو زۀ چې راغلم، ما ډېر جذباتي تقرير وکړو. زۀ هم ځوان وم او داسې د ډکټېټرشپ سره مونږ ډېر ښکر پۀ ښکر وو نو زما دغه جذباتي تقرير ځوانانو کښې ډېر جوش پېدا کړو او ټوله جلسه سمه بلوه شوه.

مونږ چې واپسۍ کښې د “تارو” نه پېښور ته راتلو )مونږ د غلام بلور صاحب کور ته راتلو(، نو فريد طوفان ما ته ووې چې بابا تا نه خفه دے – زۀ حېران دريان شوم – ما وې چې بابا خفه دے نو بيا پاتې څۀ شو؟ سوچ مې ځغلوۀ چې بابا به پۀ څۀ خفه وي؟ خېر، خو څۀ داسې خبره مې پام کښې نۀ راتله )خپل جذباتي تقرير ته مې ځکه پام نۀ تلو چې هغه زمانه کښې به زمونږ تقريرونه هم دغسې د جوش او جذباتيت نه ډک وو(.

چې د بلور حاجي صاحب کور ته راغلو نو زۀ ورغلم او د بابا پښو ته کښېناستم. پۀ مزه مزه مې ورله پۀ پښو لاسونه کېښودل. بابا څۀ نۀ وئيل. لږ ساعت پس ترې ما تپوس وکړو چې بابا! تاسو ما نه خفه يئ؟ بابا ووې چې دا تا پۀ سټېج څۀ وئيل، نو پۀ دې پوهه وې چې دا تۀ څۀ وايې او د دې به څۀ نتيجه وي؟ ما ووې چې بابا! زمونږ خو د مارشل لاء خلاف تقريرونه دي او پۀ هر ځاے کښې دغسې تقريرونه کوو، اخر داسې څۀ ما ووئيل چې تاسو پرې خفه شوي يئ؟ بابا ووئيل چې تا خو پۀ جذباتي تقرير دا ځوانان جنګ ته تيار کړل، خو زۀ تا نه تپوس کوم چې ملک کښې د چا حکومت دے؟ ما ووې چې بابا! د جنرل ضياء مارشل لاء ده. نو بابا ووې چې تۀ پۀ دې پوهه يې چې پۀ ملک د يو جرنېل حکومت دے، يعني د فوج حکومت دے؛ نو زما خو عدم تشدد عقيده ده، زۀ خو پۀ هېڅ حالت کښې د تشدد او جنګ حمايت نۀ کوم، خو کۀ ستا د دې تقرير پۀ ردعمل کښې ځوانان را پاڅي او خبره تصادم ته لاړه شي، نو څۀ به کېږي؟ هغه خو فوج دے، اختيار دے ورسره، ټوپک نه تر توپ او ټېنک وسلې دي ورسره، زور دے ورسره – د دې تصادم نتيجه به څۀ وي؟ )بابا خبرې کولې او زما ذهن کښې دغه خبرې لکه د يو منظر ګرځېدې( – بابا وئيل چې کله تۀ سټېج ته خبرو له وغوښتے شې نو لاندې چې کوم خلق ناست وي، هغه تا مشر ګڼي، ستا خبره پۀ هغوي تاثير کوي. نو کله چې هم پۀ سټېج خبره کوې نو ذمه وارۍ سره خبره کوه. د قوم د مشرۍ کولو خپلې ذمه وارۍ وي، دا ذمه وارۍ پۀ جذباتي تقرير نۀ پوره کېږي. ما ووې چې بابا! زۀ معافي غواړم، بيا د پاره به خيال کوم. بابا مسکے شو او وې وئيل چې ما خو هم دا غوښتل چې تاسو ځوانان پۀ خبرو کښې هم او پۀ عمل کښې هم ذمه واري قبوله کړئ او قوم اشتعال کښې نۀ راولئ.

  • ولي خان بابا او پي اېس اېف:

ولي خان بابا ډېر Dynamic شخصيت ؤ. هغه د زلمو ائيډيل ؤ. زمونږ دور کښې چې کوم ځوانان وو او ولي خان بابا ئې نزدې نه ليدلے ؤ، دغه ځوانانو د باچا خان فکر د ولي خان بابا د شخصيت نه اخستے ؤ. د ولي خان بابا کمال د هغۀ خبرو او تقريرونو کښې ؤ. داسې في البديهه جوابونه به ئې ورکول او تاريخي شعور سره، چې خامخا به ترې متاثر کېدې. د بابا دا کمال ؤ چې حجره کښې به ناست ؤ نو خپله مدعا به ئې پۀ متل، ټپه، حکايت او لطيفه کښې کوله، کۀ پۀ جلسه کښې به ؤ نو د وېنا انداز به ئې بيخي د يو عام کليوال غوندې ؤ او کۀ پۀ بېن الاقوام حالاتو به څۀ خبره راغله نو د هغۀ تبصره او تجزيه به دومره علمي او سائنسي وه چې سړے به حېران شو. هغۀ به ځوانانو سره د ځوانانو پۀ ژبه او انداز کښې خبره کوله. مطلب دا چې د هغۀ علمي وسعت دومره زيات ؤ چې د مشرانو پۀ ژبه هم پوهېدو، د خپلو همځولو هم، د ځوانانو هم او د ښځو هم – هغه د علم يو سمندر ؤ.

د “پښتون سټوډنټس فيډرېشن” پۀ حقله د ولي خان بابا نظر ډېر څرګند ؤ. هغۀ به وئيل چې باچا خان سره کوم خلق وو، هغه ډېر ايماندار، سپېځلي، غريب، محنتيان او پۀ قام مئين خلق وو، خو تعليم ئې کم ؤ. هغوي ته خپل دښمن معلوم ؤ چې انګرېز دے. انګرېز د هغوي قام، خاوره، وسائل او اختيار لاس کښې اخستي وو او دغه اختيار او ازادي واپس اخستلو د پاره به د تحريک مرکز کښې پۀ جمهوري طريقه يوه بيانيه او لاره منتخب کېدله او دغه بيانيه پۀ ټول وطن کښې خدائي خدمتګارانو ته رسولو د پاره د انفارمېشن يو ډېر Hand-to-Hand نظام ؤ چې د دغه نظام تر مخه به فکر د مرکز نه د وطن نورو برخو ته ډېر پۀ منظم انداز رسولے کېدو. سوچ وکړئ چې پۀ هغه وخت کښې چې د ابلاغ ذريعې ډېرې کمې وې، يو خدائي خدمتګار چې به چرته هم ؤ، د بل خدائي خدمتګار نه به ئې خبره کښې بدلي نۀ وه. يو فکر ؤ، يوه خبره وه او يو ردعمل ؤ. دغه خدائي خدمتګاران د هر ډول لالچ او حرص نه پاک وو. سړے چې اوس هم د هغوي واقعات ګوري نو حېران شي چې دا خو د دې زمکې خلق نۀ وو – دومره سوچه او خالص خلق. ولي خان بابا وئيل چې کله پاکستان جوړ شو نو سياسي ماحول يکسر بدل شو. د پاکستان جوړېدو سره يو خو د ژوند پۀ هره معامله کښې يو قسم ماده پرستي او مفاد پرستي ننوتې وه او بل دا چې لکه د انګرېز پۀ شان ښکاره دښمن هم مخې ته نۀ ښکارېدو؛ نو پۀ دې صورتحال پوهېدل او پوهول ډېر ګران کار ؤ. پاکستان چې جوړ شو نو پۀ مونږ باندې سختۍ د مخکښې نه سېوا شوې. زمونږ اسمبلۍ ختمول، زمونږ پۀ پُر امن جلسو او جلوسونو ګولۍ ورول، تر دې پورې چې زمونږ مرکز پۀ بمونو الوځول، زمونږ د جائيدادونو ضبط کول او د حکومت د طرف نه لالچ، بډې او رشوتونه ورکول؛ پۀ داسې ماحول کښې زمونږ ملګرتيا کول د هر چا د وس کار نۀ ؤ. دې وخت کښې د سوچ او فکر پۀ بنياد د خلقو نظرياتي تړون هغسې پاتې نۀ شو، څنګه چې د باچا خان پۀ وخت کښې ؤ. بابا وئيل چې اوس زۀ ګورم چې د باچا خان د ملګرو پۀ شان کلک او پۀ نظريه پوهه ملګري پېدا شي نو دا امکان زۀ پۀ پي اېس اېف کښې وينم، ځکه چې د سياسي او تنظيمي تربيت نه پس به دا ځوانان پۀ علم او نظريه پوره وي، د قامي ستونزو نه به خبر وي، د لالچ او غرض نه به پاک وي او لويه خبره دا چې بې وېرې به وي. ځوانان تحريکونه نتيجه خېز کوي، ځکه چې پۀ هر تحريک کښې د تعليم يافته ځوانانو فعال کردار ډېر اهميت لري. هم دا وجه وه چې ولي خان بابا به پي اېس اېف ته هسې هم توجه کوله، خو يو قسم خصوصي مينه به ئې ورسره کوله چې دغه مينې سره به د پي اېس اېف مورال ډېر اوچت ؤ.

نه! مونږ کله هم پي اېس اېف کښې ازاد او پابند نۀ دي کړي – لکه چې ما مخکښې وئیلي دي چې “پښتون سټوډنټس فيډرېشن” د باچا خان د فکر پۀ رڼا کښې جوړ شوے ؤ نو پۀ مونږ امتحانونه راغلي دي، اختلافات هم د ملګرو تر منځه راغلي دي، څۀ ملګري چې کميونسټ يا سوشلسټ نظرونه ئې لرل او قامپرستي ئې د خپل عالمګيريت لاره کښې خنډ ګڼلو، جدا شوي هم دي؛ خو مونږ د خدائي خدمتګار تحريک د فکر سره ولاړ پاتې شوي يو او دا مو منلي وو چې عوامي نېشنل پارټي د دې فکر تسلسل دے؛ ځکه خو چې کله هم داسې څۀ خبره راغلې ده نو مونږ د پارټۍ سره ودرېدلي يو. زۀ خو کله هم دا نۀ منم چې د پي اېس اېف غوندې تنظيم يا د پارټۍ يو بل ذيلي تنظيم دې دا ووائي چې زۀ “ازاد” يم. دا تاريخي واقعات دي، تاسو ئې کتلے شئ؛ پۀ کومو خبرو چې ملګرو اختلاف کړے ؤ، وخت ثابته کړه چې د پارټۍ د مشرانو پۀ دغه خبرو موقف هم پۀ حقيقت مبني ؤ او د مشرانو فېصلې هم هغه معروضي حالاتو کښې سمې وې. زمونږ جرړه باچا خان، د باچا خان سوچ او خدائي خدمتګاري ده او دا خبره راته پۀ تجربه ثابته شوې ده چې تر څو تا ځان د جرړې سره تړلے نۀ وي، تۀ کاميابېدے نۀ شې.

ولي خان بابا به د پي اېس اېف پۀ فکري او سياسي روزنه ډېره توجه ورکوله او خصوصي ناستې به ئې ورسره کولې. ما ته پۀ دې حقله يوه واقعه را یادېږي. يو وخت داسې ؤ چې لنډي کوتل کښې د پارټۍ جلسه وه. هغه وخت د منطقې د روانو حالاتو پۀ حواله ولي خان بابا څۀ خبرې مخې ته راوړل غوښتل خو لکه چې بابا نۀ غوښتل چې پۀ خپله ئې وکړي. بابا دغه خبرې ما ته وکړې او مطلب ئې دا ؤ چې زۀ دغه خبرې جلسه کښې وکړم. هغه وخت افغانستان کښې جنګ ؤ او دلته پۀ ډېره ډاګيزه طريقه د اسلامائزېشن پۀ نوم سياست کښې د قام پرستو او مترقي ګوندونو مخه وهلې کېده. ما ته چې بابا کوم پوائنټونه راکړي وو، هغې کښې يو دا ؤ چې پۀ ملک کښې د هرې محکمې پۀ سرګرميو نظر ساتلے کېږي او د مالي امورو ئې اٰډټ (Audit) کېږي؛ خو د مذهبي مدرسو اٰډټ ولې نشته؟ دغه ورځو کښې پۀ يو درز سره مدرسې جوړېدې او ډېر فنډونه راتلل چې جنرل ضياء به د زکات اوقاف فنډونو نه دېوبنديانو ته، سعودي حکومت به وهابيانو ته او ايران به شيعه ګانو ته مالي تعاون ورکولو. د دې ټولو فنډونو چېنل د پاکستان حکومت ؤ. دې پوائنټ کښې دا خبره هم را اوچته کړې شوه چې حکومت دې ښکاره کړي چې دې مدرسو د پاره فنډونه چرته نه راځي، څومره راځي او خرچ کېږي څومره؟ ما ته خو پوره هغه رپورټ ياد نۀ دے خو پۀ 1947 کښې دوه سوو (200) نه هم کمې مدرسې وې چې 1971 کښې تقريباً نهه سوو (900) ته دغه تعداد رسېدلے ؤ – خو 1988 پورې د دې مدرسو افيشل (Official) تعداد اتۀ زرو (8000) ته او unofficial تعداد پينځويشت زره (25000) ته رسېدلے ؤ.

بل پوائنټ تعليمي ادارو کښې د وسلې راتګ ؤ. د افغانستان د حالاتو سره پاکستان او امريکې غوښتل چې هر چا نه “مجاهد” جوړ کړي او دغه انتهاپسند سوچ د پاره تعليمي ادارو ته هم وسلې ننويستلې شوې. نو پوائنټ دا ؤ چې ایا تعليمي ادارو ته د وسلې د راتلو حکومت ته علم نشته؟ کۀ حکومت ته علم وي او بيا ئې هم مخنيوے نۀ کوي نو د دې خو دا يو مطلب راوځي چې حکومت دا سپانسر (sponsor) کوي.

بابا پۀ تعليمي ادارو کښې د وسلو ننوتل لا زيات خطرناک ګڼل. هغۀ به وئيل چې کۀ پۀ ځوانانو کښې خبره تېزه شي او وسله ورسره وي نو دا خو به ډېره لويه تباهي راولي!!!

مونږ چې کله د جلسې نه پس د نادر خان اپريدي حجرې ته راغلو نو ټولو خلقو زما د تقرير ډېره ستائينه کوله او وئيل به ئې چې ميا صاحب خو نن کمال وکړو. ولي خان بابا ناست ؤ او چې څوک به راتلل نو زما د تقرير صفت به ئې کولو. ما ته عجيبه ښکارېده. اخر کښې مې ورته ووئيل چې دا خو د بابا راکړي پوائنټونه وو او ما پرې خبرې وکړې.

زۀ اوس سوچ کوم چې دا د بابا پۀ پي اېس اېف اعتماد ؤ چې دومره سنجيده خبرې ئې پۀ مونږ کول غوښتل او دومره ژور سوچ ئې مونږ له راکول غوښتل.

د افغانستان انقلاب سره دلته هم نظرياتي او فکري تضادات منځ ته راغلل. پۀ نظرياتي تنظيمونو او پارټيو کښې د ټوټ پهوټ يو عمل شروع شو. سټوډنټس سياست ډېر تېز شو. پي اېس اېف دغه وخت کښې ډېر فعال ؤ او د پارټۍ جلسو جلوسونو کښې به لوے تعداد د پي اېس اېف ؤ. پۀ دغه دوران کښې پۀ پښتون اېس اېف کښې خپله هم اختلافات پېدا شول. يو ځل بابا وې چې د شپېتو شي نو خلق رېټائرډ شي، نو سياست هم څۀ اسان کار نۀ دے چې د شپېتو نه پس به کېږي، لهٰذا زۀ هم رېټائرډ کېږم. پۀ مونږ نوره شوه چې دا بابا څۀ ووې – مونږ چې به کله دغه موده کښې د بابا خوا له ورغلو نو هغۀ به مونږ سره پۀ ملکي، علاقائي او بېن الاقوامي سياست ډېرې ژورې خبرې پۀ ډېر عاميانه انداز کښې کولې. مونږ به ئې ډېر پۀ اسانه پوهولو. د افغانستان حالات، د انقلاب حقيقت، څوک حقيقي انقلابيان دي او څوک د چا دياړيمار دي؛ دا ټولې خبرې به ئې را ته وکړې. بيا دې پس منظر کښې به ئې راته د قامي تحريک نقطه نظر هم بيان کړو. دا هر څۀ به ئې داسې ووې چې مونږ به ئې clear کړو او ډېرو مايوس کن حالاتو کښې به ئې هم مقابلې ته تيار کړو. هغۀ به مونږ له ګائيډ لائن سره سره يو قسم اعتماد هم راکولو. بابا کښې دا خبره وه چې هغه به کله هم مايوسه کېدو نۀ، نۀ به ئې مونږ مايوسه کېدو ته پرېښودو. مونږ چې ئې د رېټائرډ کېدو د خبرې نه پس خوا ته ورغلو نو راته ئې ووې چې کله ضرورت شي نو بيا رېټائرډ خلق هم مېدان ته راوځي، کۀ ما محسوس کړه چې ضرورت دے نو زۀ به هم مېدان ته راشم؛ خو في الحال تاسو ماتېږئ مۀ، نا اميده کېږئ مۀ او پښې ټينګې لګوئ.

هم دغسې وشول او يو وخت داسې راغلو چې بابا پۀ سياست کښې بيا د خپل فعاليت اعلان وکړو.

تر څو چې زما د ذات خبره ده نو زۀ به دومره ووايم چې کله زۀ د پي اېس اېف صدر وم نو زمونږ اېډوائزر شهيد ارباب سکندر خان خليل ؤ. د هغۀ د شهادت نه پس مور بي بي زمونږ اېډوائزره وه. کله چې پۀ 1983 کښې پۀ سټوډنټ يونينو پابندي ولګېده نو ټولو تنظيمونو کښې پي اېس اېف د ټولو نه مؤثر تنظيم ؤ او د ټولو نورو تنظيمونو نه ئې زياته نمائندګي پۀ تعليمي ادارو کښې لرله.

1988 کښې چې د باچا خان بابا صحت ډېر زيات خراب ؤ او هغوي د هندوستان نه پېښور ته راوړے شو، زۀ د پارټۍ اٰفس سېکرټري وم، نو دغه وخت کښې د ټولې دنيا اخبارونو کښې به د بابا د صحت پۀ حقله خبرونه لګېدل. سياسي تناو هم ډېر زيات ؤ. ما د بابا د ناروغتيا پۀ دغه اخرنيو ورځو کښې د بابا د صحت او سياسي حالاتو پۀ حواله څلور شپږ اداريې هم “شهباز” اخبار کښې ليکلې وې. دې سره به چې زمونږ خلاف کوم پراپېګنډه مضامين چاپ کېدل نو د هغو جواب به هم ما پۀ “شهباز” کښې کولو او دې سره به مې “آج”، “مشرق” او “جدت” اخبار کښې هم ليکل کول چې دغه )جدت( هاغه زمانه کښې لوے اخبار ؤ.

باچا خان بابا چې پۀ حق ورسېدو نو توره جړۍ وه، بارانونه وو – مونږ کننګهم پارک، دا اوس چې ورته جناح پارک وي، کښې ټول انتظامات کول. جنازې نه پس چې بيا تدفين د پاره جلال اباد ته تګ ؤ نو مونږ ټول ډېر پۀ تنظيمي طور دغه جنازه کښې تلي وو. هلته بيا دهماکې هم وشوې. د پېښور ميډيکل کالج الېکشن “پښتون سټوډنټس فيډرېشن ليکلے ؤ او هغه وخت کښې دغه کالج ته څۀ نوي بسونه راغلي وو؛ اګرچې کالج اجازت نۀ ورکولو خو دغه لس اتۀ نوي بسونه او دې سره د نورو کالجونو بسونه هم مونږ روان کړل او د بابا د جنازې سره لاړو.

کله چې د باچا خان بابا وړومبۍ کليزه وه نو زۀ امريکا کښې وم. هلته ملګرو غوښتل چې زۀ ايسار شم، د کېليفورنيا حکومت اعلان کړے ؤ چې څوک راغلي او دلته پاتې کېدل غواړي، بس اوولس سوه (1700) ډالرې دې جمع کړي. ما دې نه مخکښې الېکشن بائيللے ؤ – ملګرو ته مې وئيل چې زۀ خو نېشنلټي نۀ اخلم، زۀ خو به ځم او د خپل قام د پاره به سياست کوم. زۀ د بابا د وړومبۍ کليزې پۀ ورځ را ورسېدم. هغه وخت کښې افضل خان لالا صوبائي صدر ؤ او ارباب همايون ورسره جي اېس ؤ؛ ارباب صاحب د سټېج نه اعلان وکړو چې ميا صاحب د بابا کليزې د پاره ځان د امريکې نه را ورسولو.

د ولي خان بابا پۀ مرګ دوه ورځې کننګهم پارک کښې لاسنيوه کېده. دا دوه ورځې د سټېج ذمه واري زما وه. چې کوم مېلمانۀ به را ورسېدل نو د هغوي نامې به مې اناونس کولې او د انتظاماتو ټول کار به د سټېج نه چلېدو.

زۀ پۀ ژوند کښې پۀ دې خبره مطمئن يم چې د دواړو باباګانو سره مې د هغوي تر مرګه خپل عقيدت پاللے دے او انشاء الله چې تر خپله مرګه به دغه پت او پښتو پالم. د باباګانو سياسي لاره کښې مې د خپل وس نه زيات کوشش کړے دے چې کردار ادا کړم. ډېر وزورلے شو، ډېر وزمائيلے شو خو دا د باچا خان د لارې او د رهبرِ تحريک د لارښودنې برکت دے چې چا مات نۀ کړے شو. چې تر اوسه پورې پۀ دې دومره هر څۀ کولو ئې مات نۀ کړو نو اوس خو ډېره تېره ده او لږه پاتې ده، اوس خو د خېره سره نور هم کلک شوي يو.

پۀ تلو تلو کښې دلته يوه بله واقعه د “تارو” د جلسې را يادېږي. د قاسم کلي خدائي خدمتګار چې عبدالحليم جرنېل نوم ئې ؤ، د جلسې ځاے کښې ؤ. ما سپينې د کالج جامې اغوستې وې او لاس کښې مې فائل ؤ. هغه بابا چې زۀ وليدم نو تپوس ئې رانه وکړو چې بچې! تۀ نېشنلے يې؟ ما ورته ووې چې هو بابا! زۀ کالجي نېشنلے يم. هغۀ ووې چې بچې! تا خو داسې سپينې جامې اغوستې دي، نو کۀ سخته راغله، برداشت به ئې کړې شې؟ هغۀ خپلې پېنڅې اوچتې کړې او چې ما وليدل نو دواړه پښې ئې سوې وې. هغۀ ووې چې د پکټنګ زمانه وه او د پبو د سټېشن سره پکټنګ ؤ. باچا خان حکم کړے ؤ چې پۀ شا کېږئ به نۀ. زۀ پۀ سړک ولاړ وم چې تارکول ئې پۀ سړک واچول او زما دا پښې وسوزېدې، خو د هغه ځاے نه و نۀ خوځېدم. کۀ دغسې سخته راشي نو برداشت کولې ئې شې؟ ما د بابا هغه پښو ته کتل چې سوزېدلي هډوکي وو. زړۀ مې څړيکې وکړې. ورته مې ووې چې بابا! دعا کوئ چې کۀ هر څنګه مشکلات راځي نو چې خداے استقامت راکړي.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …