د افغان بربادۍ څلوېښت کاله – رؤف يوسفزے

د 2019 د دسمبر اووۀ ويشتم تاريخ باندې د افغان جنګ څلوېښت کاله پوره شو. پۀ دې وخت کښې پۀ لکهونو خلق ووژلے شو. پۀ افغان زمکه سړک، سکول، هسپتال او کتابتون د بارودو پۀ برکت پۀ ايرو کښې باد شو. د دې نه علاوه پۀ لکهونو خلقو خپل سرونه بچ کولو د پاره د افغانستان نه د وتلو هڅې وکړې او نن هم د پاکستان او ايران سره سره اروپا، کنېډا، امريکا او برطانيه کښې مېشت دي؛ بلکې يو پوره نسل خو د خپل خوږ وطن نه بهر پېدا او لوے شو. د څومره د بدقسمتۍ وخت وي چې کله پۀ خپل وطن کښې انسان بي وطنه وي او مسئله خو دا ده چې د افغانستان دا شخړه د ختمېدو نۀ ده، بلکې نن هم علاقائي او بېن الاقوامي طاقتونه دې ډېر ښکلي، سپېځلي، تاريخي، تهذيب يافته او د انساني ارتقاء لرونکي افغان وطن کښې ګوتې وهي چې د کبله ئې د کابل، جلال اباد، هرات او ننګرهار شان ښارونو کښې د ډار هوا ده. يو وخت داسې هم ؤ چې دې وطن به دنيا ته د انسانيت تعليم ورکولو. نن هم د دې وطن خونړے تصوير دنيا ته پېش کولے شي.

دسمبر نولس سوه يو کم اتيا (1979) کښې شوروي عسکر افغان وطن ته د افغان دولت پۀ بلنه رادننه شول چې د خپل نظرياتي دوست پيپلز ډېموکرېټک اٰف افغانستان د دولت کومک کوو او د انتهاپسندو خلاف به ئې فوجي او اخلاقي مدد هم کوو. دغه وخت پۀ افغانستان کښې د مليانو او ترقي پسند فکر سوچونو جګړې شروع شوې وې. يوه خبره د يادونې وړ ده چې پخواني سوويت روس د افغان حکمران ظاهر شاه هم ډېر نزدې دوست ؤ او هم پۀ دغه وجه ئې ورله فوجي او سول امداد منظور کړے ؤ، کوم چې د سويت روس تر ختمېدو پورې جاري ؤ. هم پۀ دې وجه د دواړو ملکونو ډېر خوږ تعلق ؤ او پۀ دغه سخت وخت کښې يو روس غوښتل چې پۀ افغانستان کښې مترقي پسند حکومت بچ کړے شي.

د سردار داود وخت کښې د پاکستان او افغانستان تر منځه پۀ ډېر خبرو مسئلې جوړې شوې. دغه الزامات تر ننه پورې لګي چې د ګرېټر پښتونستان سوچ پۀ دغه ورځو کښې د سردار داود پۀ تعاون سره ډېر تېز شو. سردار داود اصل کښې يو ازاد خيال او سيکولر افغانستان پۀ حق کښې ؤ خو د مذهبي ګوندونو او خاص کر د کالجونو او يونيورسټو طالب علمانو د حکومت خلاف مظاهرې شروع کړې؛ لۀ دې کبله ګلبدين حکمتيار، احمد شاه مسعود او داسې نور کسان پۀ ګڼ تعداد کښې پاکستان ته وتښتېدل، پناه ئې واخستله او وروستو ئې جنګي ټرېننګ هم حاصل کړو. پۀ دغه ورځو کښې “کافر” روس يو مسلمان وطن ته را دننه شو، د چا خلاف چې جهاد فرض شو، خو د دې جنګ شروع کېدو نه مخکښې هم ګلبدين خپل ملګري اخستي وو او پۀ سرحدي علاقو کښې ئې پۀ افغان فوځيانو حمله کړې وه.

پاکستاني وزيراعظم ذوالفقار علي بهټو هم دا کسان پۀ دې غرض ساتلي وو. دوي د هغه وخت “ګُډ طالبان” وو، څنګه چې نن پۀ پاکستاني رياست کښې د کوئټې شوريٰ پۀ حواله نيوکې کېږي.

جنوري نولس سوه نهه اويا (1979) کښې شوروي فوځيانو تقريباً سلو (100) غټو ښارونو کښې د افغان حکومت واکداري واپس واخسته. مترقي طاقتونو “پرچم” او “خلق” پۀ خپل منځ کښې د نظرياتي شخړو پۀ وجه ټول تحريک ناکام کړو. بايد چې دوي دغه وخت د افغان ملت فکر درلود. پۀ اندروني جنګونو چې ډېر کمزور شول نو بيا بهرنو طاقتونو ته پۀ افغان وطن کښې ګوتې وهل څۀ ډېر ګران کار هم نۀ ؤ. دغۀ وخت کښې يوه بله ډېره غټه غلطي وشوه، هغه دا چې حکومت خو پۀ اشتراکي نظريې باور لرلو او پۀ افغان وطن تر دغه دمه فيوډل سسټم ؤ، د خان او غريب منځ کښې تفريق ډېر زيات ؤ او د ترقي پسند جماعتونو هم دغه دستور ؤ چې پوره وي کۀ سپوره وي، پۀ شريکه به وي؛ نو کله چې د خانانو نه زمکې اخستل شروع شو نو بيا دغه ستونزه ډېر خطرناکه ثابت شوه. بايد چې اول رياست خپلي زمکې پۀ غريبانانو کښې تقسيم کړې وې خو داسې و نۀ شول او جاګيردارو د دې فېصلې خلاف محاذ جوړ کړو – اول ئې د “اشتراکيان سرۀ کافران دي” نعره پۀ لويه کچه پراپېګنډه کړه او بيا ئې د ګاونډي هېوادونو پۀ مدد سره پۀ سرحدي علاقو او ورسره پۀ وړو او لويو کلو کښې مهم شروع کړو. د جنګ د پاره زمکه برابر وه او څنګه چې روسيانو پۀ “افغان لېنډ” قدم کېښودو نو جنګ خوښو خپلو کښې غاړې ورکړې. د مفاداتو جنګ “جهاد” شو، د کميونسټانو او سرمايه دار ملکونو سوړ جنګ (Cold War) پۀ تود کښې بدل شو خو د بده مرغه د جنګ مېدان افغان وطن او د جنګ خشاک افغان ملت ؤ. نن دغه تالي څټي جاګيردار او د بل جنګ ته جهاد ويونکي مليان هم نشته. د دې جنګ د پاره د اشتراکي فکر مخالفينو ته څۀ غټ کارونه نۀ وو کول پکار، بس دغه مذهبي کارډ پسې د ډالرو زور او د تېلو تاو پکار ؤ؛ او هم پۀ دغه بنياد څۀ ډېر پۀ بهتر انداز اور شا ته څلوېښتو کالو نه لګولے شوے ؤ.

څو ورځې مخکښې مې د يو پخواني جنګسالار سره ملاقات شوے ؤ چې ډېرې عجيبه خبرې ئې راته کړې وې. هغه پۀ خپله پۀ دې جنګ کښې د ثواب د پاره شامل شوے ؤ. هغۀ راته ووئيل چې پۀ زړۀ مې د يوې زمانې راهسې بوج دے – اول خو دا چې زما مور او پلار چې کله مړۀ شول، ما ورپسې نۀ دي ژړلي، خو چې کله جنرل ضياء الحق د جهاز پۀ حادثه کښې مړ شو نو ما ورپسې پۀ بړق بړق ژړلي وو، ځکه چې هغه ما د ټول امت يو لوے مجاهد ګڼلو. زۀ پۀ دغه ژړا ډېر ستومانه او شرمنده يم، ځکه چې وروستو ما ته معلومه شوه چې دغه افغان زمکه باندې اصل اور خو جنرل ضياء لګولے ؤ. نو دغه ژړا هر وخت پۀ ما باندې د توره بوره د غرونو غوندې بوج وي.

دوېمه خبره باندې زۀ ټول پښتون اولس ته مختورے يم. د جنګ ورځو کښې چې به چا هم د روسيانو يا افغان دولت ملګرتيا کوله، زمونږ د پاره به هغه سمدستي کافر ؤ. د پښتنو پۀ مشرانو باندې هم مونږ بدقسمته خلقو داسې غلط تهمتونه ولګول. باچا خان او ولي خان د جنګ سخت خلاف وو او پۀ هر ځاے کښې به ئې وئيل چې “دا جهاد نۀ فساد دے” او “اے قامه! تاسو د دې اور نه ځان بچ ساتئ”؛ نو مونږ جنګ خوښو دغه عظيم ليډران هم نۀ دي بخښلي. بهرحال، وخت مونږ ته ټول دروغژن او هغه سپېځلي مشران رښتوني وښودل. زۀ وايم چې څنګه او د چا نه معافي وغواړم؟ او هم دغه خبرې مې کله کله ډېر وژاړي، خو افسوس چې مونږ يو بل سره ډېر ظلم کړے دے، کوم چې مونږ له نۀ ؤ پکار. دغه زمونږ د ټول قام مسئله ده چې وطن فروشه او د وينو سوداګر مونږ ته اتلان وو او خپل فکر لرونکي خلق راته سپک او غداران لګېدل – هم دغه د ګرېټ ګېم حصه وه چې مقامي او ځائي مشران به کمتر او ترهګر ئې راته رهبران کړي وو.

افغان ملت يو تاريخ لري او يو ارتقائي عمل نه تېر شوے ؤ. اشتراکي نظريه د مذهب پۀ ضد کله هم نۀ وه او نۀ به داسې وشي، خو بس د سرمايه داره وطنونو مشرې امريکې د وېتنام بدل اخستو د پاره دا يوه ډېر غوره موقع وګڼله. امريکائي سنېټر چارلي ولسن چې د افغان جنګ منصوبه ئې جوړه کړې وه، او هم دا مشوره ئې ورکړې وه چې د عام اولس پۀ زور به شوروي اتحاد له شکست ورکوو کۀ چرې پاکستاني جرنېل ضياء دوي له جنګي ټرېننګ او مونږ ورته جديد اسلحه ورکوو. ډېوډ لائن خپل کتاب کښې ليکلي دي چې چارلي ولسن شرابي او د داشتو ساتلو ډېر شوقي ؤ، او بل خوا د جهاد لوے علمبردار ګلبدين هم علېک سلېک ورسره ډېر ښۀ وو. وائي چې يوه ورځ پېښور پرل کانټننټل کښې چې ګلبدين ورته ملاقات له راغلو، پۀ دغه وخت ورته هم پۀ مېز د شرابو بوتل پروت ؤ.

يو څو کلونه مخکښې هم دې ګلبدين حکمتيار د دې ټولو خبرو خلاف پۀ کابل پوهنتون کښې مظاهرې کولې او کومو جينکو چې به مخونه نۀ پټول، هغوي ته به ئې دهمکۍ ورکولې چې پۀ تاسو به تېزاب اچوو.

ترقي پسند سوچ لرونکو حکومتونه پۀ ښکلي انداز کښې نۀ شو چلولے، خو لۀ يوې خبرې ئې خپل او مخالفين هېڅ څوک انکار نۀ شي کولے چې د “پرچم” يا “خلق” ګوند افسر يا سپاهي باندې د يوې کالدارې د کرپشن الزام هم نشته. د دې خبرې نه داسې معلومېږي چې دا خلق د زمکې رښتوني بچي وو او دې وطن سره ئې د زړۀ نه مينه لرله.

د پاکستان زېر انتظام سيمې د هغه وخت د مجاهدينو)کوم خلق چې نائن الېون نه پس هم دغه خپلو ملګرو دهشت ګرد وګرځول( د پاره لانچنګ پېډ شو او د “ملحد” کافر روس خلاف د امريکا غېږ کښې کښېناستو. د چارلي ولسن پۀ مدد پۀ امريکا کښې پښتون سکولونو د پاره د جنګ نصاب تيار شو او يو پوره نسل جنګي نفسيات سره لوے شو. جنګي نفسيات نه زياته خطرناکه خبره دا شوه چې قوم سخت دريځه شو او خپل ځان ورته د ټول جهان خلقو نه بهتر ښکاره شو.

خو پۀ اصل کښې داسې کله هم نۀ وه، بلکې ټول قام يو قسم له د نرګسيت پۀ مرض کښې اخته شو چې د کومې علاج پۀ دوايانو کم او پۀ رښتياو ليکلو او اورېدلو ډېر وي، او بد قسمتۍ نه دا دواړه کارونه دلته شجر ممنوعه دي. پېښور کښې د عرب، چيچن، ازبک، پنجابي او هر قام او رنګ جنګ خوښي دېره شول. د پېښور يونيورسټي ټاون پۀ بنګلو کښې جنګي اقتصاد پۀ بشپړه توګه لګېدل شروع شو. د اسامه بن لادن استاد عبدالله عزام هم دلته د خپلې ښځې او بچو سره اوسېدو او افغان جنګ پېنډۍ د پېښور نه کنټرول کول شروع کړل.

جنګ چې تېز شو، افغان کډوال هم د ګاونډو پاکستان او ايران طرفونو ته واوړېدل. پۀ لکهونو خاندانونه پۀ مهاجرين کېمپونو کښې اوسېدل شروع شول.

افغان کمشنرېټ هم جوړ شو خو کېمپونه د طاقتور خلقو پۀ اختيار کښې ورکړے شول او صرف هغه کسانو له ازاد اختيار ورکړے شو کوم مشران چې د جنګ پۀ حق کښې وو. قام پرست او د جنګ مخالف خلق د دې ټولې پروسې نه بهر کړے شول. بيا راشن کارډز، نغدې يا نور اختيارات ئې د “پشاور سېون شوريٰ” پۀ نوم اووۀ کسانو کښې تقسيم شول.

پشاور سېون به خېراتونه هغې خاندان له پۀ ترجيح ورکو چې پۀ جنګ کښې به ئې پۀ ذاتي طور باندې حصه اخسته. ډېره د بدقسمتۍ خبره ده چې د نفرت او جنګ خلاف يا غېر جانبدار پاتې کېدونکو ته به پۀ بد نظر کتل کېدل.

مرحوم يوسف شاه، څوک چې د اخبار فروش يونين مشرانو کښې ؤ، راته وئيلي وو چې د افغان جنګ وخت کښې به ما پۀ روزانه حساب پۀ سوونو پښتو، اردو او انګرېزي اخبارونه او مجلې خرڅولې؛ ځکه چې پۀ يونيورسټي ټاون او د پېښور نورو علاقو کښې به جنګي مشران پاتې کېدل او روزانه به ئې د افغان جنګ پۀ حواله خبرونه شائع کول. دغه ميډيائي پراپېګنډا هم د جنګ حصه وه چې پښتانۀ پۀ ګڼ تعداد کښې جنګ طرف ته راشي او هم داسې به پۀ جماعتونو کښې د جنګ اعلانونه هم کېدل.

يوه خبره واضحه ده چې يونيورسټي ټاون ډېر بې وفا ځاے هم دے – مجاهدين او بيا د نائن الېون نه پس به د امريکائي بلېک واټر جاسوسان هم پۀ دې علاقو کښې پاتې کېدل.

کله چې د ډاکټر نجيب قتل او د هغۀ د لاش بې حرمتي وشوه، چې مړي سره داسې کول د افغان ثقافت برخه نۀ وه، د هغې ورځ نه وروستو بيا اتحاد او د يو والے کله هم ښکاره نۀ شو او نۀ بيا قام پۀ يو ليډر داسې متحد شو.

افغان جنګ د انساني تاريخ يو اوږد او خونړے جنګ دے پۀ کوم کښې چې تاوان او صرف تاوان دے. دې څلوېښت کاله کښې پته نشته چې څومره ځوانان د خاورو لاندې شوي وو.

څلوېښت کاله مخکښې د شديد جنګ د ورځو قصه راته يوې مشرې ښځې کوله، وئيل ئې چې مونږ سره د خاندانه د لوګر ولايت نه خوست سرحد ته راتلو، پۀ لاره کښې واورې هم وې، پۀ يو ځاے کښې افغان فوځي ټېنکونه خراب ولاړ وو او فوځيان ورسره مړۀ پراتۀ وو او لږ مخکښې نور لاشونه هم پراتۀ وو. قاتلان او مقتولان دواړه افغان وو. مونږ د وطن نه بې کوره شوي وو، ډېر زيات خفه وو؛ بس چې دغه بچيان مو وليدل چې پۀ ګرانه به ئې عمرونه شل نه پنځويشت کاله وو، بس مونږ ټولې د خاندان ښځې ورته سرونو ته کښېناستو او پۀ اوچت اوازونو مو ورته وژړل. بيا راته نارينو ووئيل چې راپاڅئ، پۀ تاسو باندې څۀ وشو؟ ما ورته ووئيل چې دا به هم د کومې مور بچي او د کومې خور وروڼه وو، د دې ځوانانو به هم څۀ خيالونه او خوبونه وو –

دغه جنګ د ختمېدو نۀ دے؛ هم دغه افغان ځوان د مرګونو او پېغلې ژړاګانو له پېدا شوي دي. بايد چې انسان د انسان پۀ کار راشي او باقي دې افغان قام پۀ خپله مرضۍ ژوند ته پرېږدي.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …