انسانيت، قوميت او پاکستان – ډاکټر خورشيد عالم

د ادم جنم د اخرت او ‘يوم الحساب’ د پاره يو جواز (relevance) پېدا کول وو، ادم د جنت د پاره جوړ نۀ ؤ. کۀ د هغۀ خواهشات او ضروريات ته وګورو نو هغه د دې دنيا د پاره پېدا ؤ. جنت ته د هغۀ بوتلل او راويستل د دنيا د ابادلو د پاره يو FIR جوړولو نه زيات څۀ نۀ وو چې ‘اتمامِ حجت’ وشي او هغه دنيا ته را ولېږلے شي.

د هغۀ د زامنو نومونه ‘قابيل’ او ‘هابيل’ د هر يو د ځانګړي حېثيت غمازي کوي. د يو بل قتلول د مفاداتو د ټکراو وجه وه. ځانګړي احساسات او ضروريات، ‘ښېشم’ او ‘بديشم’ د انشان پۀ فطرت کښې د تغيراتي عنصر وجه وه.

زما پۀ خيال دا د قام پرستۍ د زېږون اوله رده وه. انفرادي معارفت د وخت سره پۀ اجتماعي معارفت کښې بدل شو او ګروپونه او قبيلې جوړې شوې. يعني د انسانيت د راتلو سره سم د لاسه د پېژندګلنې احساس او ضرورت پېدا شو. زما پۀ خيال انسانيت او قام پرستي غبرګوني وروڼه دي – يو د بل نه بغېر نا مکمل دے. د افاقيت دعوېدار د قام پرستۍ رد پۀ دې کوي چې “انسانيت يو لوے مذهب دے، دا پۀ ګروپونو کښې تقسيمول يو ظلم دے، ګناه او تنګ نظري ده.”

دې کښې شک نشته چې انسانيت يو همه ګير مذهب دے. مذاهب انسانيت ته د لارښودنې د پاره راغلي دي. قام پرستي د انسانيت ټوټې کول نۀ دي، بلکې دا لوے انسانيت داسې تقسيم کول دي چې د دې نه داسې يونټونه جوړ شي چې هغه د انسان د پاره قابل نظم و نسق وي او د ګروهونو خپل ځانګړي معاشي، معاشرتي، جغرافيائي خدوخال پۀ کښې محفوظ کړے شي.

زما پۀ خيال انسان پېدائشي قام پرست دے – د هر فرد خوي، نفسيات جدا دي؛ پۀ لږه لويه سطح ګروهونه ترې جوړ شي څوک چې جغرافيائي معاشي تړون لري. انسانيت manageable نۀ دے. د دې واړۀ يونټونه پۀ دې بنياد جوړول چې پۀ دوي کښې فطري او معاشرتي څۀ مشترک دي، دا د قاموالۍ او قام پرستۍ بنياد دے. د قام پرستۍ مخالفين چې دا پۀ کوم انداز کښې پېش کوي، هغه فاشزم دے چې يو قام د بل نه لوړ، جګ او غوره دے او د حاکميت حق پۀ نورو لري. لکه د ونسټن چرچل سپين پوستکه پۀ تور پوستکو باندې حکمرانۍ لۀ پېدا دي.

قام پرستي يوه داسې مفکوره ده چې يو قام د بل سره سيال کړي. د سيالو قامونو تړون ته “بېن الاقواميت” وئيلے شي. د دوي د يو بل سره سيالي د ملتونو پۀ ترقۍ تمامېږي. برټ رانډ رسل هم دې ته بېن الا قواميت او “افاقيت” وئيلے دے. هغه خو تر دې حده تلے دے چې فطري تړون ته د نزدې کولو د پاره کۀ پۀ بعضې ملکونو جغرافيائي حدونو کښې بدلون راوستل ضروري وي نو دا دې هم وشي چې فطرت ته نزدې يو بېن الاقوامي سماج پۀ وجود کښې راشي.

باچا خان به وئيل چې قام پرستي کله د انسانيت پۀ فرېم کښې وي نو دا يو لوړه او ښائسته مفکوره ده خو چې د انسانيت د فرېم نه ئې وباسئ نو بيا يو بدبودار بوټے “فاشزم” دے.

د قام پرستۍ مخالفين پۀ دې حجت خپله مفکوره ودروي چې د انسانيت غوندې لوے او همه ګېر مذهب پۀ قامونو کښې تقسيمول يو غېر ا نساني عمل دے. دوي د انساني نفسياتو نه بې خبره دي. دوي د نړېوال تنظيمې ډهانچې د ودرولو هم ادراک نۀ لري.

“دا بچے د تغير دے هېڅ حالت کښې نۀ صبرېږي”

پۀ همه ګېر انسانيت کښې به يو فرد يا ګروه ځان معارفي کوي څنګه؟ د ځان معرفت پۀ قام پرستۍ کښې کېدے شي او پېژندګلنه د شعوري ترقۍ او پرمختګ بنيادي نکته ده چې مونږ د ځان د پېژندګلو سره بل وپېژنو نو د پرمختګ احساس به را زرغون شي. دې کښې د انساني معاشرې وده کېږي. مونږ دې د انسانيت او قام پرستۍ نه د چرګې او د هګۍ قيصه نۀ جوړوو چې کوم مخکښې پېدا شوې وه خو دا لازم ملزوم دي. پۀ انساني بهير کښې د يو بل پېژندنه او د يو بل زغمل پۀ قام پرستۍ کښې دي. کثيرالقومي ملکونو کښې دا اکثر د سياسي تضاداتو او د کمزوري سياسي نظام وجه ګرځي. ناقص سياسي عمل د خون خرابيو وجه ګرځي. ښۀ جمهوريتونه خپلو قومونو له هغه مقام ورکوي چې د هغۀ د شناخت او ملکيت د “انا” تسکين پرې وشي. د خپل ځانګړي حېثيت د برقرار ساتلو باوجود پۀ يو کاله کښې پۀ ګډه اوسي. هندوستان د خپلو ټولو تضاداتو باوجود يو مستحکم او فعال جمهوري حکومت دے. تضادات شته خو د اودرېدو حوصله هم لري. پۀ کشمير کښې موجوده ګړ بړ د دې مفکورې د نفي کولو نتيجه ده. بهرني لاسونه به پۀ کښې وي خو موقع ورله د مودي حکومت ورکړه.

بل اړخ ته پاکستان دے چې د تضاداتو ډک پرېشر ککر دے. چوي خو به ضرور، خو کله؟ د دې پته نشته. پۀ کالۀ دننه مستحکم حکومت جوړ نۀ شو. چيکواکيه او يوګوسلاويه د مستحکم سياسي حکومت او د زور او د لوړ د طاقت شاندار مثالونه دي. د يو ماتېدل خون رېزي وه، د بل جدا کېدل د سياسي شعور د پختګۍ غماز ؤ. Diversity نه Strength جوړښت شي خو چې سياسي عمل پۀ مضبوطو اډاڼو ولاړ وي (نهرو). پۀ زور کلي نۀ کېږي او نۀ پۀ زور قام جوړېږي. قام فطري بوټے دے، دا پۀ لېبارټرۍ کښې نۀ کېږي. داسې قام پرستي يو وجداني کېفيت دے. تر څو چې يو کس د خپلې خاورې بوي نۀ پېژني او د هغې پۀ خوشبو پۀ يو وجداني کېفيت کښې نۀ ځي نو هغه قام پرست نۀ شي جوړېدے. کۀ هر څومره بنيادم پېدائشي قام پرست وي خو کۀ دۀ شعوري “وده” نه وي کړې چې د خپلو کوڅو شور ورله سکون او قرار راولي نو دے شعوري قام پرست نۀ دے.

د بېن الا قواميت د ټکي معنٰي قوم بنيادي ګټه ګرځوي. انسانيت مذهب له نۀ دے راغلے بلکې مذهب انسانيت له راغلے دے. دا زما د تصوره بهر ده چې مذهب دې د انساني تباهۍ باعث شي. ولې د بده مرغه تېرو درېو صديو کښې مذهب د تورې او ټوپک دوېم نوم شوے دے او د انسانيت وينه ئې بهيولې ده. پاکستان کښې هر تور د مذهب پۀ نوم سپين کولے شي. ټول مسلم ملکونو کښې مذهب سره بې درېغه ظلم کېږي. د انسان وينه ئې د اوبو نه ارزانه کړې ده. پښتنې خاورې خو د مذهب پۀ نوم هغه څۀ ليدل چې تصور ئې سړے لېونے کوي.

مفاد پرستو انسانيت مذهب لۀ پۀ ټکر را وستے دے. هم دې فرقې مذهب او انسانيت قام پرستۍ له په جګړه را وستے دے. انتظامي ټول انسانيت سمبالول ګران کار دے. د دې لار هم دا ده چې انسانيت دې هم پۀ داسې يونټونو کښې تقسيم وي چې فطرت ته نزدې وي، هغه قام کېدے شي. د بنګاليانو پۀ شان يو Homogenous قام ممکن نۀ دے خوڅۀ نزديکت ورته پکار دے.

زمونږ بعضې وروڼه وائي، دنيا ګلوبل وېلج اړخ ته روانه ده او زۀ د قام پرستۍ ډولکے وهم!!! دې وروڼو ته زما عرض دے چې د ګلوبل وېلج څوک خلاف دي؟ خو کۀ نړيوال کلے جوړ شي نو کورونه خو پۀ کښې به نۀ ړنګېږي؟

د کورونو نه کلے جوړېږي. زۀ پۀ خپله د ګوبل وېلج پۀ حقله تحفظات لرم. دا چغه چې د کومو ملکونو نه راوتې ده، هغه د دې غمازي کوي چې دا به د يو کمپيوټر سامراجيت وي. خداے دې وکړي چې زۀ غلط يم.

د سياسي کارکن پۀ حېث زۀ هم څۀ د پاسه پنځوس کاله د شعوري، سياسي، قامي تحريک د مېچنې نه وتلے يم. ما سياست د اخبارونو نه نۀ دے زده کړے خو د تاريخ سازو عالمانو نه مې زده کړے دے. زما پۀ سياسي سفر کښې زما ذهن کښې هدف پۀ وريځو کښې نۀ دے پټ شوے. Strategy کښې به ضرور داسې حالت راغلے وي خو زۀ پۀ سماجي انصاف ولاړه قومي مفکوره يو مقدس سياسي فکر ګڼم. هره تېره ورځ زما عقيده مضبوطوي او فکر مې روښانه کوي. تر دې چې سيکولر فيډرالي جمهوريت هم د خپلو قومي رنځونو درمان نۀ ګڼم. د دې يوه وجه خو دا ده چې پاکستان يو داسې پرېشر ککر دے چې زما پۀ خيال دې کښې څۀ چل نۀ وينم!

بله وجه ئې د سويت يونين، يوګوسلاويه او چيکوسلواکيه ماتېدل زما فکر نور قوي کوي. مغرب کښې کثيرالقومي فکر هم اخري سلګۍ وهي. د برطانيې غوندې رول ماډل جمهوريت کښې سکاټش قوم پرستي د خپل هدف نه يو څو قدمه لرې ده. داسې نور ملکونه لکه اسټريا، فرانس او سپېن قومي مفکورې خپلوي. دا بله خبره ده چې د ښي لاسيزۍ عنصر پۀ کښې زيات دے او دا د فکر لمحه ده. سانحه کېدې شي.

زمونږ ملګري چې ځان قام پرست بولي خو دې لۀ د بېن الاقواميت پۀ مقابله کښې قانوني حېثيت ورکوي، هغه چې کله پۀ تحريک کښې وي نو خپل علمي صلاحيتونه د خپل علم مطابق نۀ استعمالوي خو چې کله د تحريک نه وځي نو نقصان ډېر را رسوي. دا فروعي سلسله ده چې د قام پرستۍ دې خلاف يو او د بېن الاقواميت ډهول دې وهو!!!

پاکستان کښې خو بله ناروا لوبه ده. پښتون، بلوچ او سندهي قام پرستي ګناه ده او “پاکستاني قوم پرستي” د دين منځنۍ ستن ده او بل اړخ ته د سعودي عرب او د خليج خانداني رياستونه د تبرک کورونه ګڼو. سعودي عرب کښې خو شاهي خاندان هم د مور د حېثيت پۀ بنياد پۀ دوو ګروپونو کښې تقسيم دے: لکه “صاحب السمو الملکي الامير” او “صاحب السمو الامير” – او د تحت وارثان به ضرور امير يا ملک وي.

افاقيت خو د ډېرو قامونو پۀ يو ديني مسلک کښې را غونډېدلو ته وئيلے کېږي. نقطه يو عملي ټکے دے. “نقطه نظر” پۀ علمي بنياد يوې جائزې ته وئيلے کېږي او “زاويه نظر” د يوې مشاهدې پېداوار دے. زۀ پۀ جار وايم چې زما نقطه نظر او زاويه نظر دواړه پۀ دې مرکوز دي چې زمونږ پۀ سماجي انصاف ولاړه قومي مفکوره يوه صحيح نظريه ده.

پۀ موجوده پاکستان کښې افاقيت کښې به اسلام اباد ‘مکه’ او لاهور ‘مدينه’ وي او مونږ به چرته ‘جيزان’ کښې اوسېږو او مترقي به اسلام اباد ‘لېنن ګراډ’ کړي او لاهور به ‘ماسکو’ او مونږ به بيا ‘سمرقند’ او ‘تاشقند’ کښې اوسېږو.

مونږ دې پۀ دې ځان پوهه کړو چې تر څو مونږ سياسي محور خپلې خاورې ته نۀ وي را وړے، زمونږ لار د خلاصي نشته او دغې محور ته لاره پۀ شعوري قام پرستۍ کښې ده.

ټولو اهمو مورچو او سرونو باندې فوج ناست دے. دا د يو څو خلکو فکر خو دے چې قومي تحريک د تېرې صدۍ مفکوره وه او پۀ هغې کښې دفن شوه؛ قومي مفکوره ډېرې ژورې تاريخي، معاشي او معاشرتي ذېلې لري. نۀ دا د بېن الاقواميت سره متصادم ده او نۀ د مذهب سره. دا د درامده فلسفو خيرے دے چې پۀ مونږ پورې تپلے شوے دے.

د بېن الا قواميت او افاقيت د پاره د قوميت ضرورت دے. د دواړو بنيادي (Corner stone) قوميت دے. ملکونوکښې غټ اوکچ کېدے شي خو قومي پرېشر د ټولو قامونو يو شان وي. عددي اکثريت معنٰي نۀ لري. د اسټونيا(Estonia) حېثيت پۀ ملګري ملتونو کښې هم هغه دے کوم چې د سويت يونين (USSR) ؤ. قومي افتخار پۀ کښې محفوظ وي.

پښتانۀ کۀ د سيال سره سيال کېدل غواړي نو صرف خپل قومي فکر به خپلوي. قوم يو پوخ مضبوط مونډ دے چې چاپېره ترې اشرې کېږي. زۀ چې پۀ پاکستان کښې لار نۀ وينم، وجه دا ده چې “نظريۀ پاکستان” د قومونو د وجود نه د انکار دوېم نوم دے. زۀ دا نۀ وايم چې دا فکر د ټولو مرضونو مداوا ده، خو لکه څنګه چې فيډرالي او سيکولر جمهوريت پۀ مروجه نظامونو کښې بهتر ګڼلے کېږي، نو دا مفکوره هم يوه بهتره مفکوره ده. د قامولۍ بوټے دومره مضبوط دے چې مذهب بدلېدے شي خو قوميت نۀ شي بدلېدے.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …