رياست د خپلو مخالفينو د مټ لاندې ساتلو د پاره بلها وسلې او وسيلې لري. د جاګيرونو او مراعاتو سره د حب الوطنۍ او مذهب پۀ نوم داسې کاڼي د رياستونو پۀ لاس کښې وي چې هر وخت پرې خپله تله درنوي او د اولس د حق خبره کوونکي پۀ دغه کاڼو سپکوي هم او زخمي کوي هم.
عوامي نېشنل پارټي د خدائي خدمتګار تحريک د سياسي او نظرياتي وراثت دعوېدار ګوند دے. د دې پارټۍ د مټ لاندې ساتلو د پاره کۀ انګرېزانو مختلفې هتکنډې استعمالولې نو د پاکستان د جوړېدو نه پس هم د دوي مخالفت کېدلو کښې څۀ کمے ځکه را نۀ غلو چې د هندوستان د تقسيم نه وړاندې پۀ 1937 او بيا 1946 کښې د دوي حکومت داسې فېصلې کړې وې چې هغه نۀ خو د پېرنګي د پاره د زغم قابلې وې او نۀ به بل کوم قبضه ګر طاقت دغه سياست او نظريه برداشت کړي.
د انګرېز د غلامۍ نه د ازادۍ حاصلولو د پاره چې خدائي خدمتګارو کله خپله مبارزه شروع کړه نو د فخرِ افغان باچا خان اولين مقصد پښتانۀ پۀ يو داسې جمهوري، سياسي او اخلاقي تنظيم کښې منظم کول وو چې هغه د عدم تشدد پۀ سوچ عمل کوي، تنظيمي فېصلې ئې جمهوري وي او د قام د پاره بې د څۀ غرض نه هرې قربانۍ ته تيار وي.
باچا خان خدائي خدمتګار تحريک منظم کړو او دې تنظيم کښې چې کومو خلکو برخه واخسته، هغوي د خپل ژوند قرباني ورکوله خو د خپل حلف خلاف ورزي ئې پۀ هېڅ صورت او قيمت نۀ کوله. دا وجه ده چې د انګرېز غوندې طاقت له ئې د دې عدم تشدد پۀ لار شکست ورکړو.
د دنیا پۀ سياسي تحريکونو کښې د داسې تحريک مثال ډېر پۀ مشکله موندے شي. د دې بنيادي وجه د خدائي خدمتګارو پاکه او رښتينې جذبه وه چې خپل قوم او وطن د انګرېز د غلامۍ نه ازاد کړي او چې کوم ژوند د انګرېز بچے د دوي د وطن پۀ وسائلو تېروي، چې هغه ژوند د پښتون بچے د خپلې خارې پۀ وسائلو تېر کړي.
د انګرېز بې پناه طاقت، وسائل او ورسره د قوم يوه با اثره طبقه چې پۀ يو خوا سران، نوابان، خانان، خان بهادران ورسره پۀ بل خوا د وخت پۀ پېسه خرڅ مليان، پيران او استانه دار او ورسره پۀ بل خوا هغه خلک چې د انګرېز د مفاداتو د پاره به ئې هره جائزه او نا جائزه کوله او د دې پۀ بدل کښې به ورله انګرېز انعامونه، جاګيرونه او مراعات ورکول.
د خدائي خدمتګارو خلاف د انګرېز د بربريت داستان د 1930 د قصه خوانۍ د واقعې نه شروع کېږي. دغه وخت چې ګړوالي فوجي دستې پۀ پُر امن خدائي خدمتګارو د ګوليو چلولو نه انکار وکړو او د انګرېز فوج چې ځان ته ډېر مهذب وائي، پۀ خدائي خدمتګارو نا ترسه ګولۍ وچلولې او پۀ سوونو خدائي خدمتګاران ئې شهيدان کړل. د دې واقعې نه پس د تشدد يوه سلسله روانه شوه چې د ټکر، سپين تنګي، ګوجر ګړهۍ، اتمانزو او کوهاټ سره د پښتونخوا پۀ مختلفو علاقو خوره شوه او پۀ زرګونو خدائي خدمتګاران د خپلې خاورې د پاره د پېرنګي سامراج پۀ ګوليو د خپل وطن د ازادۍ نه ځار شول. دا د تشدد سلسله پۀ تاريخ کښې د انګرېز د تهذيب پۀ لمن تور داغ دے.
بل طرف ته به د انګرېز مراعات يافته طبقې او نمک خوارو پۀ خدائي خدمتګارانو ظلمونو کول، جائيدادونه به ئې ورله ضبط کول، د کورونو بې عزتۍ به ئې ورله کولې او پۀ پښتون قوم کښې د ازادۍ جذبه کمزورې کول د دوي غټه ذمه واري وه. چا چې به دغه ذمه واري پۀ ښه طريقه پوره کوله، یعني پۀ خدائي خدمتګارو به ئې ظلمونو کښې د يزيد او شمر شان بې ترسي ښودله نو انګرېز بادار به ئې ورله پۀ سوونو مربعې زمکې پۀ انعام کښې ورکولې.
دې سره سره به انګرېز د خپلو پېسه خرڅه مليانو پۀ ذريعه پۀ خدائي خدمتګارو او باچا خان مختلفې فتوې لګولې. پۀ باچا خان او خدائي خدمتګارو د هندوانو اېجنټان دي، د دوي جنډه او وردي د روس پۀ رنګ سره ده، دوي د روس ياري کوي، کفر کوي او د ملک غداران دي پۀ شان الزامونه لګېدل.
د دې ټول هر څۀ باوجود خدائي خدمتګار پۀ خپله لاره لکه د تاترې د غر پۀ شان پۀ خپله عقيده ولاړ وو او د هر قسمه حالاتو مقابله ئې کوله. د باچا خان پۀ مشرۍ کښې خدائي خدمتګار پۀ خپل مقصد ازادۍ کښې کامیاب شول او انګرېز نور خپل وطن ته رخصت شو.
د پېرنګي فتوې، ظلمونه، جېلونه، ډزې، د جائيدادونو لېلام او الزامونه د خدائي خدمتګارانو د عزم پۀ وړاندې تشې توقې ثابت شوې او پښتنو د پېرنګي د غلامۍ نه ازادي حاصله کړه.
خو!!!
د بد قسمتۍ نه انګرېز چې د باچا خان او خدائي خدمتګارو خلاف کومې پاليسۍ خپلې کړې وې، د انګرېز د تلو نه پس د پاکستان حکمرانانو هاغه لارې خپلې کړې. د انګرېز دوست د پاکستان دوست شو او د انګرېز دښمن د پاکستان دښمن شو. ظاهره خبره ده چې خدائي خدمتګار او باچا خان انګرېز دښمنان ګڼل نو باچا خان او خدائي خدمتګاران پاکستان د دوستانو پۀ ځاے د دښمنانو فهرست کښې واچول او د ظلم او جبر يو نوے داستان شروع شو.
د دې باوجود هم د پاکستان د جوړېدو نه بعد باچا خان د جناح صاحب سره ملاقات کښې د ملک د خدمت کولو او ابادولو پېشکش وکړو او ورته ئې ووئيل چې مونږ نه څۀ وزارتونه او نۀ څۀ مراعات غواړو، خو د ملک پۀ فلاحي رياست جوړولو کښې کردار ادا کوو.
د خدائي خدمګارو پۀ قربانيو انګرېز خپل وطن ته رخصت شو، ملک او قوم ازاد شو. د ټول قوم اميدونه ډېر زيات وو چې اوس به خوشحالي او ابادي راشي خو ولې د افسوس مقام هغه وخت را پېدا شو چې د ازادۍ نه بعد د ملک حکمرانو د انګرېز پاليسۍ خپلې کړې او د دې پاليسۍ پۀ نتيجه کښې د انګرېز دوست د پاکستان دوست شو او د انګرېز دښمن د پاکستان دښمن شو.
پاکستان چې د انګرېر پاليسۍ خپلوله نو هم پۀ دې وجوهات خان عبدالولي خان پۀ خپل کتاب ‘رښتيا رښتيا دي’ کښې پۀ تفصيل سره بيان کړي دي او اغاز ئې د ډاکټر خان صاحب د اکثريتي حکومت د بحث نه کړے دے چې د رياستي طاقت پۀ زور او ذريعه ئې خاتمه وکړه او پۀ دولسم اګست 1948 ئې پۀ بابړه کښې پۀ پُر امن خدائي خدمتګارو د پاکستان رياست ګولۍ وچلولې او پۀ سوونو خدائي خدمتګار ئې شهيدان کړل. د انګرېز د تلو نه پس پۀ اسلامي جمهوريه پاکستان کښې دا د خدائي خدمتګارانو وړومبے رياستي قتلِ عام ؤ.
د خدائي خدمتګارو تور سرو چې لاسونو کښې به ئې قرانونه نيولي وو، ئې هم ګولۍ بندې نۀ کړې او قرانونه ئې هم شهيدان کړل. پۀ يوه ورځ څۀ د پاسه شپږ سوه خلک قتل کړے شول.
د پاکستان پۀ رياست د خدائي خدمتګارو قرض دے. رياست پۀ خدائي خدمتګارانو د انګرېز نه زيات ظلمونه کړي دي. د ظلمونو دغه داستان چې انسان بيانوي نو پۀ رګونو کښې ئې د وينې رفتار تېز شي.
بيا د خدائي خدمتګارو او خدائي خدمتګار تحريک تسلسل خان عبدالولي خان او د هغۀ د سياسي جماعت (NAP) خلاف د پاکستان رياست خپل زور ظلم شروع کړو.
خان عبدالولي خان چې ملک کښې د جمهوريت او د ورکوټو قاميتونو د حقوق د پاره کوم جدوجهد کړے دے نو نن هم کۀ څوک د ولي خان بد ترين مخالفين هم دي، د هغۀ د جمهوري او پارلېماني کردار ستائينه کوي او د دې مقصد د لاس ته راوړلو د پاره هغه څو څو ځله جېلونو ته غورځولے شوے دے، هر قسم الزامونه پرې لګولے شوي دي او څلور قاتلانه حملې پرې هم شوې دي.
بيا چې پۀ ملک کښې د 1971 انتخابات وشول او عوامي ليګ اکثريت حاصل کړو خو د بدقسمتۍ نه پنجاب او اسټېبلشمنټ شېخ مجيب له اقتدار نۀ ورکولو نو ذوالفقار علي بهټو صاحب د ‘اُدهر تم اِدهر هم’ نعره ووهله. پۀ دې وخت کښې هم خان عبدالولي خان خپل پوره کوشش وکړو چې د عوامي ليګ او پيپلز پارټۍ تر منځه يوه معاهده وکړي خو د پاکستان وفادارانو دا فېصله کړې وه چې شېخ مجيب له د هغۀ د اقتدار ګټلے اولسي او جمهوري حق نۀ ورکوو او اخر مشرقي پاکستان د ‘بنګله دېش’ پۀ نوم د پاکستان نه جدا شو.
دا د تاريخ جبر دے چې نن پۀ اتۀ ويشتمه مۍ چې د ټکر د شهيدانو ورځ ده، پاکستان د اېټمي پټاخو د ډزولو د پاره ‘يوم تکبير’ نمانځي او پۀ کومه ورځ چې د بنګله دېش د بېلېدو الميه ده، پۀ هغه ورځ د اٰرمي پبلک سکول ورځ کېږي. يعني پۀ تاريخ کښې دا مهم واقعات پۀ هغه واقعاتو اړولے کېږي چې د دې ملک د غېر جمهوري او غېر ائيني ادارو او رويو نه پېدا شوي او پېښ شوي دي.
د شپاړس دسمبر 1971 واقعه هم عجيبه ده. چا چې د ملک د بچ کولو کوشش کولو نو هغه غداران ياد شول او چا چې د ملک پۀ ماتولو کښې کردار ادا کړے نو هغه هيروګان شول!!!
بيا نن چې د پاکستان د ټولو نه غټه مسئله مذهبي انتها پسندي او د دې پۀ نتيجه کښې پېدا شوې دهشت ګردي ده، خان عبدالولي خان پۀ 1974-75 کښې د پاکستان رياست ته وئيلي وو چې تاسو کومه لوبه جوړوئ، دا به دې خطې د پاره د تباهۍ سبب وګرځي. بيا چې 1979-80 کښې دغه خبره رښتيا شوه او پاکستان نېغ پۀ نېغه پۀ افغانستان جنګ کښې ملوث شو نو هم ولي خان بابا دا خبره پۀ څو کرته کړې وه چې تاسو د دې جنګ نه ځان وساتئ، د دې حصه مۀ جوړېږئ، دا د دوو عالمي طاقتونو روس او امريکې جنګ دے – پۀ دې کښې به پاکستان د دغه قوتونو تر منځه دل شي او چې کوم اور تاسو پۀ افغانستان کښې بل کړئ نو د دې اور نه پاکستان هم نۀ شي بچ کېدے.
فخرِ افغان باچا خان د افغانانو پۀ کېمپونو وګرځېدو او ورته ئې ووئيل چې د روس او امريکې جنګ دے، تاسو د دې جنګ نه ځان بچ وساتئ. پۀ دې خبره د پاکستان حکمرانانو باچا خان نظربند کړو چې اخرکار بابا پۀ جلاوطنۍ مجبوره شو.
نن چې د پاکستان څۀ حالات دي، دا پۀ افغانستان جنګ کښې د يو داسې کردار ادا کولو پۀ وجه دي چې کله هم پکار نۀ ؤ. خو ډالرو ريالونو د پاکستاني اسټېبلشمنټ پۀ سترګو لاس ايښودي وو. دغه حالات نن ستاسو د مخه دي. نن د خان عبدالولي خان مخالفين هم د هغۀ د موقف تائيد کوي چې پۀ افغانستان کښې جهاد نۀ ؤ بلکې فساد ؤ. د پاکستان فوج چې پۀ دغه جنګ کښې ئې مرکزي کردار ادا کړے ؤ او د ملک فلاحي ائيني تصور ئې يو سيکېورټي سټېټ ته اړولے دے، هغوي هم نن د دغه جهاد پۀ ضد ‘رد الفساد’ اپرېشنونه کوي.
د دې جنګ پۀ نتيجه کښې د رياست سياست، اقتصاد او سماجي رويې هر څۀ نن د تباهۍ سره مخ دي. د دې هر څۀ باوجود عوامي نېشنل پارټي وفاداره پارټي نۀ ده؟ يعني دا ورته عوامي نېشنل پارټۍ وئيلي وو چې تاسو د دوو عالمي طاقتونو تر منځ د جنګ مورچه شئ؟ پاکستان چې نن اېف اے ټي اېف ګرے لسټ کښې اچولے، دا نېشنل پارټۍ؟ دا چې د پاکستان روپۍ د ډالر مقابله کښې 170 ته رسي، دا نېشنل پارټۍ؟ دا کورونا هم نېشنل پارټۍ دلته راوستې ده؟
پاکستان کښې دهشتګردي او د دې پۀ شا عوامل د پاکستاني ملټري اسټېبلشمنټ او پېرنګي باقيات بېوروکرېسۍ د فېصلو پۀ وجه دي. کۀ مونږ د دې جنګ پس منظر کښې وګورو نو عوامي نېشنل پارټي د باچا خان او بيا د ولي خان بابا شکل کښې د دې جنګ پۀ مقابله کښې لکه غر ودرېدلې ده او پۀ خپل موقف کښې ئې پۀ هېڅ قيمت څۀ بدلون نۀ دے راوستے او هره قرباني ئې ورکړې ده. تر دې چې د ګوند بې شماره کارکنان او د پارلېمنټ غړي، عهدېداران او مشران شهيدان شول خو هغوي د ظالم پۀ ضد او د ظلم خلاف د ودرېدلو هغه د خدائي خدمتګارۍ لار پرېښې نۀ ده. پۀ دوي د کفر فتوې ولګېدلې، بهرني اېجنټان ورته ووئيلے شول او د دوي پۀ مېنډېټ د ډاکې پۀ ذريعه د دوي د پارلېمنټ لارې بندې کړې شوې خو بيا هم عوامي نېشنل پارټۍ هغه لار پۀ يو قيمت نۀ ده بدله کړې چې خدائي خدمتګارانو نه ورته پۀ وراثت کښې پاتې ده. د ګوند د عام کلي تپې د کارکنانو نه تر د مرکزي مشر اسفنديار ولي خان پۀ ولي باغ کښې خودکش حملې وشوې چې د هغۀ څلور نزدې ملګري پۀ کښې هم شهيدان شول خو بيا هم عوامي نېشنل پارټۍ خپله لاره بدله نۀ کړه.
ګوند پۀ خپل دورِ حکومت کښې چې شريک حکومت ؤ، د فخرِ افغان باچا خان او خدائي خدمتګارانو هغه ارمانونه پوره کړل چې هغوي د ځانونو سره قبرونو ته وړي دي.
هغه پاکستان چې د انګرېزانو د پښتنو نه اخستے قامي شناخت ئې هم دغسې متنازعه ساتلو او د پاکستان د وړومبۍ قانون سازې اسمبلۍ پۀ اجلاس کښې د باچا خان بابا د مطالبې نه تر د 2009 پورې رياست پۀ خپل ضد ولاړ ؤ، عوامي نېشنل پارټۍ د پښتنو هغه تاريخي شناخت وګټلو او نن د پښتنو خاوره پۀ خپل تاريخي نوم پښتونخوا يادېږي. نن د اتلسم ائيني ترميم پۀ ذريعه پښتانۀ د خپلو وسائلو پۀ خپله مالکان شوي دي. دا حق پۀ ائين کښې ګټلے شوے دے او څوک به څومره زورور وي چې ائين کښې ګټلے شوے حق به خوري؟ کۀ خوري ئې هم، نو د څومره وخت پورې به ئې خوري؟ دا څوک هم هضمولے نۀ شي. پاکستانے اسټېبلشمنټ به ګوډاګي پښتونخوا کښې کښېنوي خو اخر به اولس را پاڅي، دغه ګوډاګي به پۀ اباسين لاهو کوي او د دې خاورې اختيار چې چا ګټلے دے، هغوي ته به ئې سپاري.
نن کۀ پۀ عوامي نېشنل پارټۍ الزامونه لګي نو دا څۀ نوې خبره نۀ ده!!! دا الزامونه، دا فتوې او دا رياستي جبر هم دې ګوند ته د خپل مورث اعليٰ خدائي خدمتګار تحريک نه پاتې دي. کۀ څوک وائي چې عوامي نېشنل پارټۍ لاره بدله کړې ده نو دا لاره ئې د څۀ د پاره بدله کړې ده؟ عوامي نېشنل پارټي نن هم د ‘خپلې خاورې خپل اختيار’ سياست کوي او د اسټېبلشمنټ سترګو کښې لکه د ازغي غړېږي. مونږ فخر کوو چې د خدائي خدمتګارانو د تاريخ، نظريې او سياست وارثان يو. چې د کفر فتوو، د غدارۍ الزامونو، د رياستي مشينرۍ پراپېګنډو او خودکش حملو بدل نۀ کړو نو بل به داسې څۀ وي چې مونږ به زمونږ د تاريخي، نظرياتي او سياسي لارې نه واړوي!!! د ممتاز اورکزي دا شعرونه به بس وې:
چې وايم نور مې مۀ وژنه باداره! نو غدار يم؟
زۀ وياړمه چې يم
چې نۀ وينځمه لاس لۀ خپل اختياره نو غدار يم؟
زۀ وياړمه چې يم
زۀ وايم پېروکار د باچا خان يم! نو غدار يم؟
زۀ وايم چې پۀ هغه لار روان يم! نو غدار يم؟
زۀ وياړمه چې يم
پۀ شلمه صدۍ کښې چې کوم تحريک د هشنغر د خاورې نه را پورته شو او د پښتنو پۀ خاوره ئې یو داسې انقلاب راوستو چې یو عظیم انقلاب بللے شي. کۀ د دې انقلاب پۀ بېلابېل اړخونو نظر واچولے شي نو پۀ یو یو اړخ کښې ئې ډېرې ګټې تر نظره تېرېږي.
دې تحریک کۀ یو خوا د برصغير پاک وهند د محکومو قامونو د غاړو نه د غلامۍ زنځيرونه مات کړل نو بل خوا ئې د پښتون قام يو داسې حقيقي تاريخ رقم کړو چې پښتون قام به پرې تل تر تله وياړ کوي. دې تاريخ پۀ خپله لمنه کښې هغه پياوړي هم ځاے کړل چې کل وقتي به د تاريخ پۀ پاڼه پاڼه کښې ځلېږي. پۀ دې پاڼه کښې يو نوم د خدائي خدمتګار زېن محمد کاکا هم دے چې د صوابۍ پۀ تاريخي کلي مرغز کښې ئې د جنورۍ پۀ وړومبۍ نېټه کال 1931 د خدائي خدمتګار ملک شېر محمد خان پۀ کور کښې سترګې وغړولې.
د خدائي خدمتګار تحریک پۀ اغاز کښې مرغز کلي ډېر غټ رول لوبولے دے. د باچا خان بابا نیا هم د مرغز کلي وه. ابتدائي تعليم ئې د خپل کلي سکول نه او لسم جماعت ئې د ګورنمنټ هائي سکول صوابۍ نه پاس کړو. د مخکښې تعلیم د پاره اسلاميه کالج پېښور ته لاړو. دولسم جماعت نه پس خپل کلي ته واپس راستون شو او د خدائي خدمتګارانو خپل ترۀ شاد محمد کاکا او د خپل ماما یار محمد کاکا سره ئې د اولس خدمت ته ملا وتړله چې پۀ ډېر لږ وخت کښې ئې نوم تر لرې لرې خور شو. د خدائي خدمتګارو پۀ ټولګي کښې د زېن محمد کاکا داسې روزنه وشوه چې وروستو پۀ خپله د ‘خدائي خدمتګار’ پۀ نوم یاد شو او خپل ټول ژوند ئې د باچا خان د فلسفې لاندې تېر کړو. نۀ ئې خپله لار بدله کړه، نۀ مایوسه شو، نۀ زړۀ ماتے شو او نۀ ئې لنډمهاله لاره خپله کړه.
د ایوب خان پۀ دور کښې ئې پۀ عملي سياست کښې پۀ 1966 کښې برخه واخسته. بلدیاتي انتخاباتو کښې ئې د خپل کلي د مسلم لیګو صدر له شکست ورکړو. خدائي خدمتګار زېن محمد کاکا تل د خوار غريب اولس د خدمت د پاره ورځ شپه پۀ ځان يو کړي وو. هر قسمه تکليفونه او سختې ئې پۀ ځان تېرې کړې وې خو کله هم دل برداشته شوے نۀ دے.
د بهټو پۀ دور کښې چې د نېشنل عوامي پارټۍ مرکزي او صوبائي مشران او کارکنان پۀ جېلونو کښې بندي شول، پۀ دغه دوران کښې زېن محمد کاکا هم د هري پور پۀ جېل کښې بندي شو چې د بهټو پۀ باچاهۍ کښې ورسره قسم قسم ظلمونه روان وو.
کۀ يو اړخ ته د سرو جنډو مئينانو سره ظلمونه کېدل نو بل خوا د دوي حوصلې نورې هم اوچتېدې. خپل سرونه ئې د خپلې پښتواو پښتون اولس د خدمت د پاره پۀ تلي کښې نيولي وو. د باچا خان او ولي خان پۀ کاروان کښې پۀ ډېرو اوچتو سترګو د خپل مرام پۀ طرف روان وو. د جېل د تورو تیارو نه پس لکه د نورو خدائي خدمتګارو پۀ شان زېن محمد کاکا هم پۀ کور کښې پښه نۀ ده لګولې او د پښتنو پۀ لارو او کوڅو کښې ئې هم هغه شان د پښتنو خدمت ته ملا تړلې وه. د غريب او بې وسه، خوارانو، مزدورانو پښتنو خدمت ته لاس پۀ نامه ولاړ ؤ. پۀ دې عظيم او خاکسار انسان کښې داسې اهمې او لويې خوبۍ وې چې تل به ئې خلک مثالونه ورکوي. د ژوندانۀ هره لمحه ئې د وئيلو ده، هره واقعه ئې د لېکلو ده. تر دې چې خپلو سیاسي مخالفينو سره به هم ډېر پۀ مينه محبت ملاوېدو او ښۀ پۀ درنو سترګو به ئې ورته کتل. پۀ خپلو پښتنو اصولو دومره کلک ودرېدل د يو تکړه پښتون د بچي نخښه ده.
د مرغز کلي د پارټۍ د تنظيم ټولو مشرانو د خپلو جرګو مشر ټاکلے ؤ. پۀ ضلع کښې به ئې هم د پارټۍ د ټولو ملګرو فېصلې کولې. چرې ئې هم د فېصلې نه چا مخ نۀ دے اړولے، هر چا به ورته ډېر قدر او احترام لرلو. دغسې پۀ پارټۍ کښې ئې هم ډېره لوړه عهده لرله، نۀ ئې چرته پۀ ژوند کښې د عهدې لالچ کړے دے او نۀ د وزارت. د باچا خان بابا د نظريې دومره سوچه پېروکار او د پارټۍ د ملګرو سره دومره رېښتونے چې د ولي خان به پۀ وېنا چې “زما د پاره د ټولو نه قابل اعتماد او قابل قبول زېن محمد دے.”
د پارټۍ د تهنک ټېنکس پۀ اهمو خصوصي شخصياتو کښې هم دا پښتون فعاله او د لوړې مرتبې خاوند شامل ؤ. دې نه علاوه کاکاجي د سېنټ، صوبائي او قومي اسمبليو د ټکټ ورکولو کمېټيو ممبر ، درې ځله صوبائي نائب صدر او د ژوند تر اخري سلګۍ د باچاخان ټرسټ ممبر پاتې ؤ. د اصولو دومره پابند چې د خپل وخت نه به مخکښې غونډې ته حاضرېدو. د پارټۍ د فېصلو نه ئې چرې هم سر غړونه نۀ وه کړې.
پۀ کال 1985 کښې ئې پۀ خپل کلي مرغز کښې يو ډېر تاريخي کلتوري ماښام را جوړ کړے ؤ. پۀ دې ماښامي کښې د پښتو ژبې سندر غاړي ګلزار عالم او سردار علي ټکر مېلمانۀ وو. پۀ دې کښې د عوامي نېشنل ګوند مشرتابه خان عبدالولي خان، بېګم نسیم ولي خان او د ټولې صوبې ګوټ ګوټ نه د پارټۍ ټولو مشرانو حاضري کړې وه او ډېره ستاينه ئې هم کړې وه.
پۀ کال 1986 کښې ئې د حج سعادت هم حاصل کړو. د کال 1988 پۀ ټول ټاکنو کښې چې د عوامي نېشنل ګوند د صوبې نه کوم ديارلس اميدوارانو ګټه تر لاسه کړه، پۀ هغې کښې کاکاجي هم د صوبائي اسمبلۍ ممبر منتخب شو چې پۀ مرکز کښې د بېنظيرې حکومت جوړ شو او پۀ کال 1990 کښې دا حکومت بېرته مات شو.
پۀ هم کال 1990 کښې پۀ ملک کښې د نواز شريف حکومت جوړ شو چې پۀ دغه کال عوامي نېشنل ګوند پۀ خپله صوبه کښې درې ويشت سيټونه تر لاسه کړل. پۀ دغه ځل بيا زېن محمد کاکاجي د صوبائي اسمبلۍ ممبر منتخب شو. دغه دوران کښې ورته د جېلخانه جات وزارت هم وسپارلے شو چې ډېر پۀ ایماندارۍ ئې خپلې ذمه دارۍ تر سره کړې. د صوبې ټولو جېلونو ته ئې دورې وکړې او د قېدیانو د پاره ئې پۀ جېلخانو کښې دننه ضروريات پوره کړل. دې نه علاوه د صوبو پۀ جېلخانو کښې چې کوم مشکلات وو، هغه ئې ختم کړل او ډېر زړۀ پورې اصلاحات ئې راوړل.
پۀ خپله حلقه کښې ئې سکولونه، کالجونه، هسپتالونه، د زراعت دفترونه، بائي پاس روډونه، پُلونه او داسې ګڼ شمېر ترقياتي کارونو کښې خپل خدمات تر سره کړل؛ خو چرې ئې هم پۀ دې کارونو د خپل نوم تختۍ نۀ وه لګولې او نۀ ئې پۀ خپل ژوند کښې د بنګلو، ګاډو، نوکرانو، مالي فائدو او ذاتي شهرت د پاره سياست کړے دے. د سرکار د خزانې يوه روپۍ ئې هم بې ضرورته نۀ وه خرچ کړې. د خپل پلار نيکۀ پۀ جائيداد ئې پۀ خپله هم ګزاره کړې ده او د خلکو خدمت هم.
خدائي خدمتګار زېن محمد کاکا کۀ یو خوا کوڅه پۀ کوڅه د اولس خدمت کولو نو بل خوا ئې د ځوانانو پۀ فکري روزنه کښې هم ډېر لوړ کردار ادا کړو. د هغوي ذهنونو ته ئې د باچا خان بابا د عدم تشدد فلسفه او نظریه ورسوله. تل به ئې دا کوشش ؤ چې هر چا ته د خدمت موقع ملاو شي. خپلې ټولنې ته ئې هغه شعور لرونکي زلمي ورکړل چې نن هم د مینې او امن علامت دي. پۀ سياست کښې ئې چې کوم د بنيادي نوعيت کار کړے دے، د هغې پۀ برکت ئې پاتې نسل ته يو مضبوط بنياد ورکړو. تل ئې د خپلو لوړو صلاحيتونو پۀ بنياد خلک پۀ ځان مئين کړي دي.
د دې ستر شخصيت پۀ ژوند چې پوره پوره نظر واچولے شي نو دا حقيقت څرګندېږي چې کاکاجي پۀ صحيح معنيو کښې د باچا خان بابا د نظريې سوچه او رښتونے پېروکار ؤ. د يو اعليٰ او سوچه پښتون نخښې پۀ کښې څرګندې وې. د هغوي مرام او ارمان يو خپلواکه پښتون خوا وه او تل به ئې د دې د پاره خپل جدوجهد جاري ساتلو.
کله چې د ملي مشر اسفنديار ولي خان پۀ مشرۍ کښې پۀ نولسم اپرېل 2010 کښې اتلسم ائيني ترميم پاس شو، د صوبه سرحد پۀ ځاے دپښتنو د صوبې تاريخي نوم ‘خېبر پښتونخوا’ وګرځېدو او صوبې ته خپل اختیارات ورکړے شول چې دا هر څۀ کاکاجي پۀ خپل ژوند وليدل؛ د هغوې د پاره د دې نه غټه خوشحالي بله نۀ وه.
کاکاجي ته دا ډېر غټ اعزاز حاصل شو چې د فخر افغان باچا خان نه پس د هغوي فرزند رهبر تحریک خان عبدالولي خان سره او بيا د باچا خان نمسي ملي مشر اسفنديار ولي خان سره د ژوند تر اخري ورځې هم پۀ دغه کاروان کښې ډېر پۀ جګه شمله او اوچتو سترګو روان ؤ. د خېبر پښتونخوا د پخواني وزير اعليٰ اميرحېدرخان هوتي لۀ طرفه ورته پۀ 2009 کښې ډېر پۀ فخر او احترام د خدائي خدمتګارۍ اېوارډ ورکړے شو. هم د دې مشرانو پۀ جدوجهد او ستړو پښتنو ډېرې ګټې تر لاسه کړې.
خدائي خدمتګار زېن محمد کاکاجي د يوې ډېرې اوږدې سیاسي مبارزې نه پس د رنځ ښکار شو او پۀ اوولسمه فرورۍ 2012 د يو اتيا (81) کالو پۀ عمر کښې ئې د دې فاني دنیا نه همېشه د پاره سترګې پټې کړې او د خپل کلي پۀ اديره کښې خاورو ته وسپارلے شو.
د خدائي خدمتګار زېن محمد کاکاجي ژوند مونږ ته ډېر څۀ راکوي او ډېر څۀ ترې زده کولے شو. کۀ څوک د دې خداے بخښلي پۀ پلونو پلونه کېږدي نو دا به د پښتون قامي تحریک د پاره ډېر ګټور وي. پۀ نړۍ کښې داسې خلک ډېر کم پېدا کېږي چې هغوي د انسانيت خدمت د پاره خپل ټول عمري ژوند وقف کړے وي. هم داسې خلک پۀ دنیا کښې تل تر تله یادېږي.
مړۀ هغه چې نۀ ئې نوم نۀ ئې نشان وي
تل تر تله پۀ ښۀ نوم پائي ښاغلي
ــــــــــــــــــــــــــــ
- د مرغز قديم کاکا سره مرکه، ډهېرۍ سر، د خدائي خدمتګار زېن محمد کاکا نزدې ملګرے
- د مرغز شېر مست بابو کاکا سره مرکه، د خدائي خدمتګار زېن محمد کاکا ملګرے
- انجنئير منصورخان یوسفزي سره مرکه، د خدائي خدمتګار زېن محمد کاکا د لور د طرفه نمسے
- راشد سهېل اېډوکېټ سره مرکه، تحصيل کونسلر مرغز، د مسلم ليګ ضلعي اطلاعاتو سېکرتر او د GIK قانوني مشير.
- اکمل خان سره مرکه، د صوبائي مرکزي کونسل ممبر، عوامي نېشنل پارټي، مرغز.
- ارشد احمد سره مرکه، سېکرټري يونین کونسل مرغز، اکاخېل قمرال.