ميا محمد سرير چې د عوامي نېشنل پارټۍ د مرکزي جنرل سېکرټري ميا افتخار حسېن مشر ورور ؤ، انتهائي شريف او لۀ مينې ډک انسان ؤ.
هغۀ سره زما وړومبے ملاقات پۀ پېښور صدر کښې شوے ؤ. هغه ورځو کښې دهشتګردي ډېره زياته وه او ميا افتخار حسېن ته به هم د دهشتګردو لۀ خوا ډېرې دړکې راتلې. ميا سرير صدر بازار کښې پياده روان ؤ او ما دا وګڼل چې لکه دا ميا افتخار حسېن دے. ما لۀ ورايه اواز ورکړو، ‘ميا صاحب! سلام علېکم!’
هغۀ ډېر پۀ مينه زما سلام واخستو او ډېر پۀ روڼ تندي راسره ملاو شو. هغۀ زۀ نۀ پېژندم او چې کله ئې رانه تپوس وکړو او ما ورته ووئيل چې زۀ د خداے بخښلي ادريس کمال ورارۀ يم نو يو ځل بيا ئې خپلې سينې ته را جوخت کړم او راته ئې ووې چې کۀ څۀ خدمت هم وي نو ما ته وايه. دغه زما د هغوي سره وړومبي ليدل وو.
پۀ دوېم ځل زما د ترۀ تېمور کمال پۀ وادۀ کښې زۀ هغۀ سره ملاو شوم. ما هغوي ته ووئيل، ‘ميا صاحب! زۀ مو وپېژندم؟’ هغه پۀ خندا شو، وې ‘تۀ عاصم يې او مونږ صدر کښې ملاو شوي وو.’ منځ کښې لوے وخت تېر شوے ؤ. ما چې وليدل چې ميا صاحب ته زۀ اوس هم ياد يم نو ډېر خوشحاله شوم.
دې نه پس به اکثر د ميا صاحب سره ليدۀ کاتۀ کېدل.
پروسکال زمونږ کورنۍ کښې يو بزرګ او لوے عالم مولانا انوار الحق پۀ حق رسېدلے ؤ نو د هغۀ څلوېښتمې د پاره ما تنوير ته زنګ وهلے ؤ چې تاسو به هم راځئ او ميا سرير او ميا مومن ته به هم زما لۀ خوا بلنه ورکوئ. کله چې ميا صاحب راغلو نو ما ته ئې ووئيل چې تا تنوير ته فون کړے ؤ خو ګوره هغۀ درسره وفا و نۀ کړه او ما ته دې د بل پۀ خولۀ بلنه راکړې وه او زۀ راغلم!!!
کله چې هغوي واپس تلل، ما ئې د راتګ مننه وکړه او چې غېږ مې ورکړه نو غوږ کښې ئې راته ووې، ‘تۀ او تنوير پۀ ما ډېر ګران يئ! يو خو تا تنوير ته وئيلي وو نو هغۀ ته انکار ګران ؤ، بل دا چې بلنه ستا د طرفه وه نو ټول مصروفيتونه به مې پرېښودل او ستا خوا له به راتلم.’ زۀ پۀ هغه ورځ ډېر خوشحاله شوے وم.
څو ورځې وړاندې مونږ )سلېمان ايسپزے، تنوير احمد، ميا زبېر، صفدر علي او زۀ( د ‘راشد حسېن فاونډېشن’ پۀ دفتر کښې د راشن تقسيمولو پۀ حواله غونډه (meeting) کښې ناست وو چې ميا سرير صاحب هم راغلو. هر څو ميا افتخار حسېن )د فاونډېشن چئيرمېن( مونږ ته يوه سپارښتنه کړې وه چې د کورونا نړوبا لۀ وجې کوم بې وسه او بې وزله خلک ستونزو سره مخ دي، د هغوي کورونو ته د راشد حسېن فاونډېشن لۀ خوا راشن رسول دي، نو دغه وخت زۀ او تنوير احمد د راشن وېشلو د پاره وتونکي وو. ميا سرير پۀ مونږ غږ وکړو. مونږ ورته ووې ‘جي ميا صاحب!’ هغۀ مونږ ته ووئيل چې ‘بچو! کله تاسو ته يو سړے معلوم وي او باوري يئ چې هغه غريب او بې وسه دے نو د هغۀ کور ته راشن رسول ستاسو صرف کار نۀ دے بلکې فرض دي.”
زۀ او تنوير پۀ دې خبره اورېدو رخصت شو او چې ګاډي کښې کښېناستو نو ما ځان سره ووې چې ميا افتخار حسېن خو د دې قام او خاورې د پاره د هېڅ قربانۍ نه مخ نۀ اړوي، خو د هغۀ مشر ورور هم پۀ سينه کښې د خپل اولس د پاره دغه درد لري. دغه زما د ميا سرير سره اخري ملاقات ؤ.
د مشر ميا صاحب د ناروغۍ نه زۀ څو ورځې وړاندې غوږېدلے وم او هره ورځ به مې پۀ موبائل د تنوير نه د هغۀ پوښتنه کوله. تنوير به د ميا مومن سره رابطه کښې ؤ نو ځکه به ما تنوير نه تپوس کولو. پۀ نهه مې د شپې يوه بجه تنوير ته فون وکړو او د ميا صاحب د صحت تپوس مې وکړو نو هغۀ راته ووې چې شکر دے د ميا صاحب ډېره ګزاره شوې ده. ما ورته ووې چې زۀ ئې ليدو له درتلل غواړم نو تنوير ځواب راکړو چې دلته ورسره ليدل ګران دي، چې کور ته راشي نو بيا چې کله راځې. خو ما نه کور ته د راتګ انتظار نۀ کېدو. اخر تنوير غاړه کېښوده چې سبا به ورځو. شل منټه مونږ خبرې وکړې، ځکه چې ميا افتخار حسېن صاحب د کورونا پۀ وجه خلک د راتګ نه منع کړي وو، نو مونږ ووې چې ميا افتخار به د ارام د پاره کور ته ولېږو او مونږ به د مشر ميا صاحب سره شپه وکړو.
پۀ سبا څۀ کم دولس بجې تنوير زنګ را ووهۀ او پۀ ډېر مړ او مړاوي غږ ئې راته ووې چې ميا سرير پۀ حق ورسېدو او دوه بجې ماسپښين به ئې جنازه وي. نۀ هغۀ نور څۀ وئيلے شول او نۀ ما څۀ بله خبره کولې شوه.
جنازې له لاړم او هلته خبر شوم چې ميا افتخار صاحب کورونا ګېر کړے دے – بس دا يو بل د غم خبر ؤ. دې حالاتو کښې څۀ ګورم چې هغه ميا افتخار حسېن چې د دهشتګردۍ خلاف جنګ کښې ويستلې سينه ولاړ دے، دې جنګ کښې ئې خپل يکي يو ځاے هم د دې خاورې د پاره قربان کړے دے، ناڅاپه را پرېوتلو. زما د پښو لاندې نه خو زمکه وتښتېدله. مونږ ډېر بد حاله شوي وو چې دې کښې ميا صاحب ساه واخسته او وې وئيل چې زۀ ښۀ يم. مشرانو ميا صاحب د اديرې نه رخصت کړو.
دا څو يادونه مې زړۀ غوښتل چې تاسو سره شريک کړم.
خداے دې ميا محمد سرير له خپلو ښکلو جنتونو کښې ځاے ورکړي او خداے دې ميا افتخار حسېن هم زر د کورونا نه ښۀ کړي[1] او اوږد ژوند دې ئې د برکت سره نصيب کړي! امين.
- د دې ليکنې د راتلو نه پس، د خداے پۀ فضل سره ميا افتخار حسېن د کورونا نه ښۀ شوے دے. ↑