د افغان پالیسۍ پۀ نوم د امریکائي صدر ډونلډ ټرمپ تقریري اعلان بیخي روایتي ؤ. تمهید نه نېغ موضوع ته راتلو د پاره هغۀ د دې تقریر مقصد مقصد دا بیان کړو،
“زۀ نن دلته راغلم چې د افغانستان او جنوبي اېشیاء پۀ حقله زمونږ د پالیسۍ کرښه راکاږم” ـــ
او بیا د هغۀ د تقریر وړومبۍ حصه بیخي داسې شروع شوه لکه چې څوک د “دفاعِ پاکستان کونسل” د یو مشر تقریر پۀ انګرېزۍ ژبه او لهجه کښې اوري ـــ
د خداے کومک ـــ عظیمې قربانۍ ـــ لوے جنګونه ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ
د امریکې صدر هم لکه د پاکستان د افغان وطن د بربادۍ پۀ اسبابو کښې د کرښې سر د یوولسم ستمبر (9/11) نه شروع کړو. اصل کښې د سوړ جنګ نه پس د اسلام پۀ نامه د روس خلاف چې کله د جنګي خشاک افغانستان ته راوړلو فېصله شوې وه، د افغان وطن د بربادۍ وړومبے سر د هغه ځاے نه شروع کېږي.
ټرمپ چې صرف د امریکې نۀ، “نړیوال صدر” دے ، ووئیل چې د امریکې د ټولو نه اوږد جنګ کښې شپاړس کاله پس هم مونږ پۀ هغه ځاے ولاړ یو، چرته نه چې مو اغاز کړے ؤ ـــ
مونږ د خداے ډېر شکر ادا کوو چې دومره زر نړیوال صدر ته احساس وشو. د ډېورنډ کرښې دواړو اړخونو ته مېشته افغان ملت د نړیوال جنګ نه هم اوږده موده د اور ورین جنګ پۀ حالت کښې تېره کړه او لا ترې تېروي.
ټرمپ افغانستان نه د فوجي انخلاء امکانات د عراقي تجربې پۀ بنیاد رد کړل. هغۀ نېغ پۀ نېغه د پاکستان لۀ خوا ترهګرو او متشدده قوتونو له د امکاناتو پېدا کولو او مکانات ورکولو تور هم ولګوۀ. هغۀ د هند او پاکستان د نیوکلیائي قوت کېدلو او د ترهګرو او متشدده قوتونو سره د پاکستان د نرمۍ پۀ وجه دا اندېښنه هم څرګنده کړه چې دغه نیوکلیائي وسلې هم د ترهګرو لاسونو ته رسېدلې شي ـــ هغۀ ووئیل چې زمونږ وضع کړې ستراتیژي هم دا اوس شروع شوه ـــ زمونږ دښمن به زمونږ د حکمت عملۍ نه نۀ خبرېږي ـــ مونږ به دا نۀ وایو چې کله او کوم ځاے حمله کوو، خو حمله به کوو.
هغۀ د مشترکه دښمن خلاف د پاکستان سره د مشترکه پوځي عملیاتو، تعاون او د پاکستان د اولسونو د قربانیو اعتراف نه پس ووئیل چې مونږ د اربونو ډالرو ورکولو نه پس هم دا وینو چې د پاکستان لۀ خوا مشترکه دښمن سره نرمي کېږي. اوس به پاکستان نه د زیاتو واضحه او څرګنده اقداماتو غوښتنه کوو.
امریکائي صدر د هند سره د خپلو ستراتیژي اړیکو لا ټینګولو اعلان سره سره د افغانستان ودانۍ کښې د هند نه د زیاتې مرستې غوښتنه هم وکړه.
د مرستو پۀ مد کښې امریکائي صدر د ناټو ملګرو نه د اضافي ځواکونو او نغدو مرستو غوښتنه هم پۀ دې باور وکړه چې هغوي به خپل لاسونه امریکې له ورکوي.
پۀ دې پالیسۍ بیان کښې یو ځاے دا ذکر هم وشو چې امریکه به لرې پرتو هېوادونو کښې پۀ پوځي زور د جمهوریتونو لپاره کار نۀ کوي، بلکې د ملګرو پۀ مرسته به هلته د مشترکه ګټو خوندي کولو هڅه کوي. هغۀ زیاته کړه چې افغانستان کښې جنګ ختمولو د پاره به یواځې پوځي قوت کافي نۀ وي او هم دې ترڅ کښې ئې ترهګرو سره د خبرو اترو د امکاناتو اشاره هم ورکړه.
د امریکائي صدر د دې وېنا پۀ مابعد التقریر صورتحال لنډې خبرې کولو نه وړاندې پۀ “ما قبل التقریر” صورتحال یو ځغلنده نظر پکار دے ـــ
پۀ ډېره لږه موده کښې یورپ کښې څو ځایه د ترهګرۍ مختلف واقعات وشول چې د هغې د پاره پۀ فټپاتهـ تلونکو خلقو باندې د ګاډي ورخېژولو پورې اقدام هم وشو، د لوبو پۀ مېدانونو او د یوې سندرغاړې پۀ کنسرټ کښې هم وژنې وشوې ـــ دغه ذمه وارۍ داعش پۀ خپل سر واخستې. د بېن الاقوام لۀ خوا مرستو د پاره د امریکائي صدر د باور پۀ شا به دغه واقعات هم رول لوبوي.
ما قبل التقریر صورتحال کښې سعودي عرب ته د ټرمپ دوره، دغه دوره کښې د خلیج ملکونو د شاهانو حاضري او د پاکستان سره د شوې رویې نه یو اړخ ته د کهربونو ډالرو د وسلې معاهده هم د پام وړ ده. د پاکستان لۀ خوا د پخواني اٰرمي چیف د “اسلامي” فوج سالاري، د پاکستان سروسز رولز کښې د استثناء ګنجائش پېدا کولو د پاره سیاسي داو پېچ )اسلام اباد لاک ډاون( او بیا د پاکستان لۀ خوا خلیج ته د پوځ نۀ لېږلو سرکاري اعلامیه هم د پام نه ویستل نۀ دي پکار.
پۀ وړومبي ځل د ایران سره پۀ سرحد باندې د کلېش کېدلو او ایراني ډرون غورځولو واقعه هم پۀ ماقبل التقریر پس منظر کښې د نظر انداز کولو نۀ ده.
“امریکه چې کله هم وغواړي، چرته هم وغواړي نو د خپلو دښمنانو پۀ ځایونو به حمله کوي” ـــ کهــ دې بیان کښې د پاکستان پۀ حواله خبره وشي نو د دغه لفظونو پۀ ماقبل التقریر صورت حال کښې د پاکستان د کاکول اکېډمۍ ګاونډ کښې د اسامه بن لادن پۀ مبینه کمپاونډ د امریکائي یرغل نه د دې لفظونو د مضر کېدو اندازه کېدې شي.
“ماقبل التقریر صورتحال” لپاره پۀ شلمه جنورۍ د ډونلډ ټرمپ د تقریر نه دېخوا د کېدونکو واقعاتو یو اوږد فهرست دے خو مونږ ترې دغه د سر ټکي مخې ته ږدو.
ما بعد التقریر تر ټولو وړومبے خو پاکستان کښې دا پته ولګېده چې دې ملک کښې وزیر خارجه هم شته ـــ خو د زرها کوششونو باوجود چې د مختلفو ملکونو ژورنالستانو ئې د مخې ته راوړو هڅې وکړې، هغه د پاکستان نه پۀ دولتي کچ د یو اٰفیشل رد عمل یا پالیسۍ بیان راتلۀ وو، چې رانغلو.
د چین د وزارت خارجه لۀ خوا د ترهګرۍ پۀ ضد جنګ کښې امریکې نه د پاکستان د قربانیو د اعتراف ذکر مطالبه نۀ، بلکې یادګیرنه ښکارېده. دغه چينۍ مطالبه د پاکستان میډیا خپل تاثر سره خلقو ته وړاندې کړه او د اردو اخبارونو کښې ئې مطلوبه سرخیو کښې ځاے کړه. خو څو ورځې پس د چین د هم دغه وزارت خارجه بیان کښې امریکې سره د تعلقاتو مخ پۀ وړاندې بوتللو خبره پۀ ډاګه شوې وه.
ما بعد التقریر صورتحال کښې پاکستان د فوراً ردعمل نه پۀ دانشمندانه طریقه غېر روایتي څنډه وکړه. کله چې هم پاکستان کښې د ترهګرۍ واقعه شوې ده نو نېغ پۀ نېغه ئې پۀ هند او افغانستان تور لګولي دي. داسې واقعات هم شوي چې لا د بم بلاسټ زخمیان هم هسپتالونو ته رسېدلي نۀ دي او پاکستان بیا د دهماکه کوونکي تنظیم نومونه، د ترهګرو فهرست او درکونه، چرته چې د دهماکې پلاننګ شوے د هغه ځاے معلومات او څومره خرچه چې پۀ دغه دهماکه شوې، ټول تفصیلات مخې ته راوړي دي.
بیا هم، کله چې د امریکائي صدر پۀ تقریر د رد عمل پالیسي وضع کړې شوه نو یو خوا خو د اربونو ډالرو د امداد نه انکار وشو او بل خوا دا خبره هم پۀ جار وکړې شوه چې پاکستان دا جنګ د چا د پاره نۀ کوي، بلکې د خپل ملک د خوندي کولو د پاره ئې کوي. پاکستان د ترهګرۍ پۀ ضد جنګ کښې د خپلې خوا د فضائي او زمکنۍ لارې ورکولو کومک هم وزبادلو او د امریکې لۀ خوا کېدونکے امداد ئې د دغه لارو ایجاره کښې حساب کړو. پاکستان دا هم ووئیل چې د ترهګرۍ پۀ ضد جنګ کښې خپله د زرګونو خلقو او امنیتي ځواکونو مرګونو او د شپږ شلې اربه روپیو پورې تاوان سره مخ شوے دے.
ما بعد التقریر صورتحال کښې پاکستان د چین او روس سره سره ایران ته هم سترګې اړولې دي ـــ د ایران لۀ خوا هر څو کۀ ما قبل التقریر کښې د جنرال راحیل شریف پۀ “اسلامي” لښکر کښې کردار باندې تحفظات وو، د خپلو دغه تحفظاتو لرې کولو د پاره پۀ پاکستان اخلاقي دباو غورځولو د پاره به هم ایران د پاکستان سره ودرېږي. د امریکې سره د ایران ښکاره تعلقات هم د دې تقاضه کوي. پۀ دې مابعد صورتحال کښې د افغانستان دننه هم فکري وېش مخې ته راغلے دے. د امریکائي صدر لۀ خوا د افغان جنګ نتیجه خېز کولو د پاره د کوم میعاد مقررولو پۀ ځاے د غېر معینه وخت پورې د جنګ کولو خبره ده ـــ
د امریکائي صدر د افغان پالیسۍ بیان پۀ نړیوال سیاست کښې شور پورته کړو، دومره شور د کلنټن او موینکا سکېنډل هم پورته کړے ؤ. نتیجو د پاره به انتظار کول غواړي ـــــــــــــــــــ