د باچاخان ژوندلیک نه د حجاز او بېت المقدس منتخب رپورتاژ او د یروشلم موجوده صورتحال – عبدالغفار

باچاخان خپل ژوندلیک ‘زما ژوند او جدوجھد’ کښې پهٔ کال 1926ز کښې خپل د بېت الـمقدس د سفر دوران کښې مشاهدات نقل کړي دي. د مۍ پهٔ څوارلسمه نېټه 1948ز چې کله د اسرائیل ریاست اعلان کېدلو، د باچاخان د بېت الـمقدس د سفر او دغه تاریخ تر منځه دوه یشت (22) کلونه تېر شوي وو. نن د باچاخان د بېت الـمقدس د سفر دوه نوي (92) او د اسرائیل ریاست د قیام اویا (70) کلونه کېدونکي دي.

د یروشلم پهٔ حواله د امریکائي صدر ډونلډ ټرمپ بیان او دې بیان باندې د مختلفو هېوادونو ردعمل د فخرِ افغان د دې لیکنې پهٔ پس منظر کښې یو نظر کتل غواړي، مونږ ئې هم پهٔ دغه هیله ‘زما ژوند او جدوجھد’ نه نقل کوو.

پۀ مکه کښې مې مولوي محمد اسماعيل غزنوي صاحب وليدو. هغه خو زما د جېل خانې ملګرے ؤ. د جېل خانې دوستان ډېر خواږۀ وي. پۀ خبرو خبرو کښې ورته ما ووې چې مونږ مدينې منورې ته ځو. راته ئې ووې چې راځه ما سره جدې ته لاړ شه. د جدې نه هم مدينې ته لاره تلې ده. ما ورته ووې زۀ پۀ بله لار مدينې ته ځم خو هغۀ مجبور کړم او ورسره جدې ته لاړو. چې جدې ته ورسېدو هلته يو لوے امير سړے د دۀ اشنا ؤ، هغۀ کره دېره شو. پۀ دې ورځو کښې د سعودي بادشاه جدې ته راغے او هم دې کور ته راغے او مونږ سره يو ځاے پۀ هغه کور کښې دېره شو. هغه ډېر ښۀ سړے ؤ، مونږ سره به ئې يو ځاے ډوډۍ خوړله، يو ځاے به ناست پاست وو، يو ځاے به مو سره مجلس کوۀ. ما پۀ دۀ کښې د يو ملک او خان هومره غرور نۀ ليدۀ بلکې يو فقير او دروېش سړے ؤ. حالانکې دے بادشاه ؤ. څو ورځې پس مونږ مدينې منورې ته روان شو. د سعودي بادشاه سېکتر مونږ له د لارې د مرکزونو پۀ نامه يو خط راکړو چې د دوي د ارام خيال وساتئ. زمونږ ټوله قافله پينځۀ اوښان وو. څلور يا پينځۀ ښځې، درې يا څلور نارينه وو. کوم اوښ چې زما د پاره ؤ، يوه کجاوه ئې زما د ټبر او بله ئې زما وه؟ کجاوې لنډې وې او زۀ پکښې تنګېدم. د شپې به اکثر د اوښ نه کوزېدو او د عربستان پۀ هغو نرمو شګو به مو پياده مزل کوۀ. دې مزل ډېر خوند کوۀ. پۀ دې قافله کښې چې دا نور عرب مونږ سره وو، دا هغه کسان وو چې د پېرنګي د راتګ پۀ وخت کښې ئې د شريف مکه پۀ دور کښې د مدينې نه تر کوېته هجرت کړے ؤ. اوس واپس راغلي وو او مدينې ته تلل. چې مونږ مدينې ته ورسېدو نو پۀ دوي کښې د يو کره دېره شو. زۀ پۀ مسجد نبوي کښې د لسو ورځو د پاره معتکف شوم. هغه جماعت کښې يوه ستن وه، د هغې سره به ناست وم. يوه ورځ پۀ دې مسجد کښې مې حاجي محمد امين وليدو. روغ جوړ مو وکړل. ما ترې تپوس وکړو، هغۀ راته ووئيل چې دلته پۀ دې مسجد نبوي کښې ما يوه کوټڼۍ پېدا کړې ده او اراده لرم چې دلته به يو کال چېله وباسم. ما ورته ووې چې د څۀ د پاره؟ وې چې د رسول الله صلي الله علېه وسلم د خوشحالۍ د پاره. نو ما ورته ووئيل چې رسول صلي الله علېه وسلم پۀ دې نۀ خوشحالېږي. ما ورته ووې چې داسې وکړه چې تۀ بېګا له د رسول الله صلي الله علېه وسلم پۀ زيارت کښې د قراٰن شريف تلاوت وکړه، بيا دعا او بيا استخاره وکړه چې رسول الله صلي الله علېه وسلم پۀ دې خوشحالېږي چې تۀ دلته هغۀ سره پۀ کوټڼۍ کښې ناست ئې او کۀ پۀ دې خوشحالېږي چې تۀ لاړ شې او د هغۀ پيغام خلقو ته ورسوې. چې د شپې اودۀ شوے دے نو سحر وختي ما له راغے چې ستا خبره سمه ده، سبا وطن ته ځم او خدمت به کوم او کۀ خېر وي تۀ چې پۀ خېر راغلې نو بيا به تاسره يو ځاے کار کوم. ما ورله څۀ حساب هم ورکړو. دے خو لاړو مونږ څو ورځې دلته تېرې کړې. بيا بيت المقدس ته روان شو.

د حجاز د يو واړۀ بندر (رابغ) نه مصر ته لاړو. کله چې زمونږ جهاز د سويز پۀ بندرګاه ودرېدو او مونږ ترې کوز شو نو زما اراده وه چې د قاهرې او سکندريې ښارونه هم وګورو. پۀ دې اراده زۀ رو غوندې يو مصري افسر ته ورنزدې شوم او دا خبره مې ورته وکړه او دا مې هم ورته ووې چې مونږ ستا د اسلام وروڼه يو. اميد دے چې تۀ به مونږ سره پۀ دې کښې امداد وکړې. د مسلمان د ټکي د اورېدو سره هغه موسکے شو او ماته ئې ووې چې نن ستا ضرورت دے نو زما مسلمان ورور ئې او چې سبا پېرنګيان پۀ مونږ حمله کوي بيا نو مسلماني او ورورولي چرته لاړه شي؟ تاسو د هندوستان خلق مسلماني څۀ پېژنئ؟ ستاسو اسلام خو پېسه ده. تاسو داسې قوم يئ چې د پېرنګي د يو اتانيز د پاره مو ټوله دنيا د پېرنګي غلامه کړې ده او دا مونږ هم چې د پېرنګي غلامان يو، دا هم ستاسو د لاسه. کۀ زمونږ اختيار وے نو دا ستاسو ناپاک او منحوس قدم به پۀ دې خاوره پرې نۀ ږدو. د دې پۀ اورېدو زۀ چپ شوم. دلته مونږ لس ورځې پۀ کورانټين (قرنطين) کښې تېرې کړې او د هغې نه پس فلسطين بېت المقدس او شام ته لاړو. پۀ بېت المقدس کښې مونږ ته يوه دردناکه حادثه راپېښه شوه. دلته زما ټبر د بېت المقدس د جماعت د پوړو نه راپرېوته، زخمي شوه او څو ورځې پس مړه شوه. “اِنَّا ِللهِ وَ اِنَّا اِلَيْهِ رَاجِعُوْنَ” او بيا هم هلته دفن کړې شوه.

پۀ فلسطين کښې يهوديانو ښکلي ښکلي نوي کلي، ښارونه او باغونه جوړ کړي دي او لګيا دي جوړوي ئې، خو مسلمانان ئې لا هغه شان پۀ غفلت کښې پراتۀ دي او امام مهدي صاحب ته پۀ انتظار ناست دي چې مونږ به پۀ خپله څۀ نۀ کوو، هغه به راشي او هغه به راله هر څۀ وکړي. دوي دومره بې علمه او بې خبره دي چې امام خو پرېږده کۀ پېغمبر راغلے دے او خپل قوم ورسره ملا نۀ ده تړلې نو پېغمبر کامياب شوے نۀ دے.

پۀ بېت المقدس کښې زما د مسلمانانو وروڼو عربو سره پۀ دې ډېرې خبرې شوې وې. زۀ چې به د بېت المقدس نه بهر ووتم، کومه زمکه چې به مې وليده چې شاړه او رېګ دے نو چې تحقيق به مې وکړو نو معلومه به شوه چې د عربو ده او کومه زمکه چې به اباده وه، پۀ هغې کښې به يوه وړه غوندې بنګله او باغ ؤ، نو چې تپوس به مې وکړو نو وې دا د يهودي ده او دغه شان د کلو حال ؤ. د يهوديانو ښکلي ښکلي اباد او پاک کلي او ښکلے ژوند ؤ او د عربو به درته څۀ ذکر کوم او بله دا چې سحر به ووتم نو يهوديان به ښځې او نر لګيا وو کارونه به ئې کول او پۀ بېت المقدس کښې چې به سحر هوټل ته لاړم، څوک به پکښې نۀ وو، چې غرمه به لاړم څوک به پکښې نۀ وو، چې مازيګر به لاړم نو هوټل به ډک ؤ. ښکلي ښکلي مېزونه به لګېدلي وو. خلقو به ښکلې ښکلې پاکې او صفا جامې اغوستې وې. چا به چاې څښکله، چا کافي او چا د انګورو اوبۀ؛ او چې د عربو هوټل ته به لاړم نو کۀ سحر به ؤ هم به خلق پکښې ناست ؤ.کۀ غرمه به وه هم به د خلقو نه ډک M او کۀ مازيګر ؤ هم به خلق پکښې وو. غټ غټ چيلمونه به پراتۀ وو. چيلم به هلته اوړېدلے ؤ. سر به ئې يو ځاے پروت ؤ. د دوي پۀ هوټل کښې هغه صفائي نۀ وه کومه چې د يهوديانو پۀ هوټل کښې وه او لګيا به وو لوبې به ئې کولې. زۀ پرې نۀ پوهـېدم چې څۀ لوبې ئې کولې. يوه ورځ مې دې عربو وروڼو ته ووې چې دا تاسو پۀ کومه دنيا کښې يئ؟ لږې سترګې خو وغړوئ. زۀ چې ستاسو پۀ دې ملک کښې ګرځم نو چې چرته شاړه زمکه وي او رېګ وي نو چې تپوس وکړم چې دا د چا زمکه ده؟ نو وائي چې د عرب ده او چې ښکلې اباده زمکه او باغ او بنګله ووينم نو تپوس وکړم چې دا د چا ده؟ نو وائي چې دا د يهودي ده. تاسو دې خپل ژوند ته وګورئ او د هغوي ژوند ته وګورئ. کۀ علم مو نشته نو سترګې خو مو شته. نو پۀ هغوي کښې يو تن جواب راکړو چې مونږ دا شاړې زمکې پۀ يهوديانو خرڅوو چې ابادې ئې کړي او اوس اخري صدۍ ده. امام صاحب به راشي او دا هر څۀ به زمونږ شي. زما خيال ؤ چې ملا صاحب ګنې يواځې مونږ پښتانۀ امام صاحب ته کښېنولي يو خو عرب غريبان ئې هم ورته کښېنولي دي. اوس مې کله نا کله خيال پېدا شي چې فلسطين ته لاړلے او د عربو نه مې تپوس وکړے چې هغه زمکې ستاسو شوې او کۀ د يهوديانو شوې؟ څوارلسمه صدۍ خلاصه شوه.

يوه ورځ زۀ د بېت المقدس نه بهر سېل له ووتم. يو ځوان عرب راسره ملګرے شو. ما له لږه لږه عربي راتله. هغۀ سره مې خبرې شروع کړې. ورته مې ووې چې بېت المقدس خو ډېره ترقي کړې ده. نوي نوي سړکونه پکښې پېرنګيانو جوړ کړل او نوې نوې ابادۍ ئې پکښې وکړې. هغۀ ما ته وکتل، څۀ ئې وئيل خو چپ شو او ما له ئې هېڅ جواب رانۀ کړو. ما ورته ووې چې ولې چپ شوې؟ نو هغۀ رانه پوښتنه وکړه چې تۀ هندے ئې؟ خو ما ورته ووې چې اخر ستا مطلب څۀ دے؟ هغۀ راته ووې چې هنديان ډېر خراب خلق دي. د هغوي کار بغېر د مخبرۍ نه نور هېڅ نشته. پۀ دې ټول ملک کښې خلق هندوستاني ته پۀ ډېر نفرت ګوري. دوي ته ډېره ګناه نۀ وه ځکه د دنيا پۀ لوے جنګ کښې دې خلقو سره هندوستانيانو او د هندوستان فوج چې څۀ کړي دي، د هغې سزا دې دوي له خداے ورکړي. د دې هندوستان فوج اکثريت د مسلمانانو ؤ. ما ورته ووې چې زۀ تاته کم از کم دومره وئيلے شم چې زۀ مخبر نۀ يم. هغۀ راته ووې چې مونږ به سړکونه او ابادۍ څۀ کړو؟ مونږه او زمونږ ملک ورځ پۀ ورځ پۀ پرېوتو او د غربت طرف ته روان دے، ځکه چې ترکو به د قسطنطنيه د خزانې روپۍ دلته لګولې او پېرنګيان لکه د جورو پۀ مونږ لګيا شوي دي. زمونږ مال خوري او ولايت ته ئې لېږي او بيا ئې يو سوړ اسوېلے وکړو چې مونږ څۀ ترکو سره وکړل، اوس الله تعاليٰ مونږ له د هغې ناشکرۍ سزا راکوي. اوس مونږ ترکو پسې ډېر ارمانونه کوو خو وخت تېر دے. الله دې مونږ ته عفو وکړي او د دې ظالمانو د پنجې نه دې مونږ خلاص کړي.

دغه حال د شام هم دے. د شام ملک پۀ دوو حصو تقسيم دے. د يوې حصې چې (اوس ورته لبنان وائي) دارالخلافه بېروت دے. دا د سمندر پۀ غاړه يو مزېدار ښار دے. دلته د علومو او فنونو د زده کولو د پاره امريکې يو لوے دارالعلوم قائم کړے دے. د شام پۀ دې حصه کښې د اوبو کمے دے. غرونه هم پکښې ډېر دي خو خلق پکښې دومره تکړه دي چې غر او سمه ئې ټوله اباده کړې ده او اکثر غرونه ئې د انګورو باغونه کړي دي. کلي او باغونه ډېر پۀ اعليٰ طريقه جوړ دي. خلق ئې ډېر ښۀ او اسوده دي. پۀ کومه علاقو کښې چې د مسلمانانو ابادي زياته ده، د هغې دارالخلافه دمشق ښار دے. دمشق هم يو ډېر مزېدار ښار دے. کور پۀ کور او کوڅه پۀ کوڅه اوبۀ بهېږي. اوبۀ پکښې ډېرې زياتې دي. زمکې ئې ډېرې ښې دي خو خلق ئې هغه شان محنت کش او ابادکار نۀ دي او نۀ ئې خلق هغه شان ترقي يافته دي او نۀ ئې هغه شان پاخۀ کلي دي. پۀ دې ملک کښې د فرانس حکومت دے. دلته مې پۀ دې خلقو کښې دا د صفت يوه خبره وليده چې پۀ عيسايانو او پۀ مسلمانانو کښې مينه او محبت دے او پۀ دوي کښې هغه بې اتفاقي او نفرت نشته لکه چې څنګه د فلسطين پۀ مسلمانانو او يهوديانو کښې ما ليدلے دے. زما پۀ خيال پۀ فرانسيانو کښې لکه د پېرنګيانو پۀ شان دا بد عادت نشته چې د خپل مطلب د پاره پۀ خپل رعايا کښې نفاق او نفرت پېدا کوي. د پېرنګيانو پاليسي خو د (divide and rule) ده. خلق بې اتفاقه کړئ او بيا پرې پۀ مزه مزه حکومت کوئ.

د بېروت پۀ يو هوټل کښې مې د يو مسلمان عرب سره خبرې وشوې. هغۀ راته وې چې زۀ دلته د يوې کمېټۍ د پاره راغلے يم چې هغه کمېټي د فرانس حکومت د دې د پاره مقرر کړې ده چې پۀ دې خبره غور وکړي چې تش تعليم د رعايا د پاره مفيد نۀ دے. دې سره صنعت او حرفت هم پکار دي. زۀ حېران شوم چې د فرانس پۀ دې ملک لس کاله لا د حکومت شوي نۀ دي او بيا د دوي د صنعت او حرفت ورسره فکر او خيال دے او پۀ هندوستان د انګرېزانو د باچايۍ تقريباً دوه سوه کاله وشو. غريب رعايا هره ورځ د صنعت او حرفت چغې وهي خو څوک ورته غوږ قدرې نۀ ږدي. د شام نه زۀ عراق ته لاړم. پۀ موصل کښې مو دوه ورځې تېرې کړې. دا يو وړوکے مزېدار ښار دے او سيند پکښې بهېدلے دے. خلقو کښې شراب خوري او عياشي زياته شوې وه. کۀ چرې د پېرنګيانوحکومت پۀ دې خلقو ډېره موده پاتې شو نو زما پۀ خيال به بالکل تباه او برباد شي. د موصل نه بغداد ته لاړم. بغداد کښې مې کافي ورځې تېرې کړې. پۀ دې ښار کښې هم بې شماره شراب خانې وې. د شرابو اکثر دکانونه د هندوستانيانو دي چې د پېرنګيانو قبضه کېدو سره هلته تللي دي. د دې ښار اخلاقي حالت ښۀ نۀ ؤ او پېرنګيانو ډېر ارمينين هم دلته اباد کړي دي. بغداد يو ډېر مزېدار ښار دے او د ښار پۀ مينځ کښې يو لوے سيند بهېدلے دے. د بغداد نه کربلا ته او نجف ته لاړم. دا دواړه ډېر متبرک ځايونه دي او د لرې لرې ملکونو نه مسلمانان خصوصاً شيعه ګان د حضرت علي او د امامانو زيارتونو له راځي. دا زيارتونه پۀ يوه لويه پېمانه ډېر مزېدار جوړ دي. پۀ ليدو ئې د سړي زړۀ خوشحاله شي. شيعه ګان غريبان تر اوسه پورې هغه شان هلته ځانونه ټکوي او جنګلو سره ډغرې وهي او پۀ ځار ځار ژاړي. د دې پۀ ليدو سړي ته هغه پخوانے حالت رامخکښې شي. د نجف نه بيا زۀ کوفې ته لاړم. کوفه نجف ته نزدې ده. کوفه يو وړوکے غوندې ښار دے او د سيند پۀ غاړه اباد دے. د نۀ ترقي وجه ئې خلق دا بيانوي چې د دې ښار د هغه وخت اوسېدونکو حضرت امام حسېن صاحب او د هغۀ اولاد سره غداري کړې وه نو الله تعاليٰ د دې ښار اوسېدونکو له دا سزا ورکړه. کۀ چرې دې خلقو حضرت امام حسېن سره وفاداري کړې وه او هغوي کاميابه شوي وے نو د دې ښار به دا حالت نۀ ؤ او دا ښار به د بغداد پۀ ځاے د عراق دارالخلافه وے. پۀ دې ملک کښې پېرنګيانو ډېر نهرونه جاري کړي دي او چې کومو زمکو ته د نهرونو پۀ ذريعه اوبۀ نۀ شي رسېدلې نو هلته ئې پۀ سيند مشينونه لګولي دي، د هغې پۀ ذريعه اوبۀ خور کېږي.

يو ځوان عرب ما سره پۀ رېل کښې سفر کولو. هغۀ ته مې ووې چې د پېرنګيانو پۀ راتلو خو ستاسو ملک ښۀ اباد شو او تاسو ته ډېرې فائدې ورسېدې. هغۀ زما دې خبرې پورې وخندل او وې وئيل چې بې شکه دا د يو قوم د غافلولو د پاره ډېر ښۀ ترتيب دے. دا تۀ چې څۀ ته ترقي وائې، دا د يو قوم او ملک د پاره اصلي ترقي نۀ ده او نۀ دا پېرنګيانو زمونږ د ترقۍ د پاره کړي دي. د دې مطلب د هغوي زمونږه اودۀ کول او غافله کول دي چې مونږ پۀ دې مشغول شو او هغوي پۀ مزه زمونږ پۀ ملک کښې حکومت کوي. دا خو پۀ حقيقت کښې د غلامۍ يو جال دے چې زمونږ د غلامۍ د پاره هغوي خور کړے دے. پۀ عراق کښې يهوديان او عيسايان خو نشته خو هلته پېرنګيانو شيعه او سني پۀ جنګ کړي دي. چې پۀ کومو ښارونو کښې سنيان زيات دي او شيعه ګان پکښې لږ دي نو هلته دوي د شيعه ګانو ملګري دي او چې پۀ کومو ښارونو کښې شيعه ګان زيات دي او سنيان کم دي نو هلته د سنيانو ملګري دي خو د دوي دا پاليسي کاميابېدې نۀ شي، ولې چې پۀ عراق کښې د شيعه ګانو ابادي ډېره کمه ده. بيا زۀ بصرې ته راغلم او د څو ورځو د قيام نه پس پۀ جهاز کښې سور شوم او پۀ کراچۍ کښې کوز شوم.

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …