موټے خاورې څنګه پټ د حسن لوے جهان کړي؟
يو پوکے د باد ټول چمن څنګ بيابان کړي؟
باور مې نۀ شي چې کريم مړ دے او زما د عمرونو هغه تړون زما پۀ پښو کښې شلېدلے ځانګي. اګرچې د ناروغتيا د اولې ورځې نه هغه ماسره ؤ او د رنځ دا درې واړه کاله هغۀ مونږ سره پۀ شهي باغ کښې وويستل، ماسېوا د دې اخري دوه دوه نيمو مياشتو نه چې هغه پۀ ډاډر او پېښور هسپتال کښې ؤ. ښۀ مې ورته کتل چې هغه غټ کټ، سور سپين او لوبغاړے ځوان رو رو ويلې کېدو او بيا
زۀ پۀ کمر ورته ولاړ وم
د جانان سپين مخ ئې قبلې ته وګرځوۀ نه
ما کتل چې باچا خان د خپله لاسه هغه بکس ته کوز کړو، پۀ خپله ئې وسپارلو او ما ليدل چې خاورې ئې پرې واړولې. پۀ هغه کچه قبر مې هغه بې شمېره نرګس وليدل چې زما پۀ شان د نورو ډېرو خلقو سره د هغوي سترګې هم د اوښکو ډکې وے، خو زۀ وايم دا خوب دے، ماسټر چرته پۀ قامي کار پسې تلے دے، رابه شي. دے چې راياد شي نو زړۀ مې یو ټق نعرې کړي:
خولۀ مې نۀ جوړېږي چې ظالم ووايم رحمان ته
خو مرګ چې د جهان بادشاه کړم څۀ ووايم ځان ته
هسې خو مرګ او ژوند سره برغوني وروڼه دي، ډېر مري، هره ورځ مري، پۀ چا خپل کور وران شي پۀ چا ټبر او پۀ چا ګاونډ خوار شي، پۀ چا کلے او پۀ چا علاقه نيمګړې شي؛ ولې بعضې پکښې داسې وي چې هغوي ځان سره د قام بنيادونه وجړقوي. نن قام پۀ کريم وير کوي. پرون چې پۀ ملک د پېرنګيانو قبضه وه، يواځې د پښتون خاوره نۀ بلکې د هغۀ ازادئ پښتو، ننګ، رمبے او لور څۀ چې د هغۀ د بچو د خولې نمړۍ هم ترې نه اخستې ده، نو هم دا کريم ؤ چې پۀ اوله مورچه کښې ؤ. نۀ ئې پۀ قلم ايله کړې وه او نۀ پۀ خولۀ، نۀ ئې د سر د قربانۍ نه غاړه غړولې وه او نۀ د مال نه، چې داسې د مورچې تورزن سپاهي او د کور د حيا او عزت پۀ څوکيدار پسې زړۀ ونۀ دړدېږي نو چا پسې به دړدېږي؟ منم چې کريم يواځې نۀ ؤ، پۀ زرګونو، لکهونو مخلصو ايماندارو او پۀ قام مئینو پښتنو پۀ دغه دښمن پسې ملا تړلې وه، ولې کريم پۀ هغه څو رسېدلو مشرانو کښې ؤ چې نن هم پۀ ګوته شمېرلے شي. ډېر ګړندي راغلل او چې څومره ګړندي راغلي وو، هم داسې ګړندي لاړل ـــ چا د وېرې نه مېدان پرېښود، څوک د دنيا لالچ او حرص وښويول، څوک هسې ستړي شول. پۀ خصوصيت سره هغه څوک چا چې دوه جماعته سبق وئېلے ؤ. زما تعليم يافته وروڼه به خفه کېږي نۀ کۀ زۀ دا ووايم چې زمونږ د ازادۍ د جنګ يو تريخ حقيقت چې د هر يو پښتون پۀ سترګو کښې غړېږي، هغه د تعليم يافتو اجتماعي بې رُخي ده، د قام سره بې مروتي ده او ډېره زياته د افسوس خبره دا ده چې د قام د پورته کولو دا پاک فرض ټول عمر د پوهانو او تعليم يافته خلقو پۀ غاړه وي؛ ولې چې د هغوي سترګې د علم او عرفان پۀ ذريعه بينا شوې وي نو د دې نه زياته د قام بدنصيبي او بدقسمتي به څۀ وي چې دغه بينا او ويښه حصه د قام نه ځان راونغاړي او نۀ يواځې دا چې د قام پۀ تکليف او مصيبت کښې ملاتړ نۀ شي بلکې اپوټه د جابر او ظالم حکومت مټې مضبوطې کړي. هر کله چې پۀ يو ملک سېلاب او نيز راشي نو د کشتۍ او شناز د خاوندانو نه دا توقع کېږي چې هغوي د سېلاب ځپلو مرستې له ور وځغلي، ولې کۀ دغه ټول پۀ لوړه ډېرۍ کښېني او دا خېر وګڼي چې د خپلو کورونو دروازې بندې کړي چې نۀ نيز ويني او نۀ د خلقو چغې سورې اوري، نو تاسو ووايئ چې پۀ دې حالاتو کښې کوم خواخوږي خپل کورونه پرېږدي، د قام نيز راخستي بچي ترې نه خپل ګلالي بچي پاتې کړي او پۀ دې سېلاب او اوښانو اوښانو چپو خېټه واچوي او د نيز د زور او تباهۍ نه خلق بچ کوي نو د دغسې پۀ قام مئېن ماڼکي پۀ مرګ به قام ځان لاهو نۀ ګڼي.
دا خو د پېرنګي د زمانې واقعات وو، پۀ زرګونو لکهونو پښتنو نرو ښځو هغه قربانۍ ورکړې، د بهادرۍ، مېړانې او ننګ داسې نمونې وليدې شوي چې هر څوک ورته پسخېږي. زۀ خو ځاني پۀ دې ډېر زيات خوشحاله يم چې داسې وخت کښې پېدا شوم چې د پښتنو د تاريخ يو ډېر رنګين او ځلاند دور مې وليد او د پښتنو د ورورولۍ او اجتماعي قامولۍ د سپېځلي او پاکيزه تحريک پلوشې مو پۀ ملک خورې وليدې او بيا هغه څۀ مو وليدل چې پۀ صدیو کښې ئې څوک نۀ ويني، يعني د خپلو غرزو پرزو پۀ نتيجه کښې مو د هغه غاصب او جابر حاکم ګډه هواګيره وليده. عقل وائي چې د پردي ملک نه راغلے حاکم لاړ نو ورسره به د دې ملک نه هغه د زور ظلم، جبر او تشدد او افلاس او غربت هغه همه تيرې هم لاړې شي او د دغې غلامۍ د جنګ هغه سټري او ځپلي شازلمي به اوس د ازادۍ او خپلواکۍ پۀ رڼا کښې د اطمينان او اوچتو سترګو ژوند تېروي، ولې درېغه چې دغسې وے، مونږ خو وې چې:
زۀ او تۀ او بس د قدرتونو رنګينۍ وے
نۀ وے د دې نو رڼا دا نوې تيرې
پېرنګے لاړ، ولې دلته ئې وروستو يوه د نفرت، کرکې او دښمنۍ فضا پرېښوده او زۀ تر اوسه پورې نۀ يم پوهه چې اخر ولې د هغه وخت د مسلم ليګ مشرانو د پېر نګيانو سره کړې دښمني ځان سره وګڼله او دښمني څۀ وه خو صرف د دې ملک او خاورې د ناموس او عزت د پاره جدوجهد ؤ، او چې څوک د پېرنګي پۀ نظر کښې مجرم ؤ نو هغه دوي خپل دښمن وګڼۀ. پښتون ټول عمري د اونې پۀ شان لکه د تبرګي د لاسکي د خپل تنه ټوټې ټوټې شوے دے او دا ګنې يواځې دا يوه خبره ده چې مونږ پرې پوهه نۀ شو. کۀ چا کړې وي او کۀ نۀ، ما له خو چې کله موقع پۀ لاس راغلې ده نو د جوډېشل کمشنر د کچرۍ نه واخله تر د سپريم کورټ پورې او د پاکستان د وزيرانو او وزيراعظم نه واخله تر ګورنر جنرل او صدر مملکت پورې مې دا تپوس کړے دے چې اخر دا مونږ ټول چې دا شپږ کاله ووهلے شو، ووژلے شو، تالا شو، خاورې ايرې شو او هغه څۀ راسره وشو چې هغه پردي پېرنګي هم راسره نۀ وو کړي، هغۀ سره دوه درې جنګه د دې پښتنو شوي وو، خو نۀ ئې د بابړې پۀ شان بې درېغه او بې وجهې پۀ نرو ښځو زړو او بچو ګولۍ ورولې وې او نۀ ئې د پښتنو نه حيا ټولوله، نۀ ئې بربنډ کړي سړي خپلو لوڼو خوېندو ته کورونو ته ننوستي وو، او دلته خو نۀ جنګ او نۀ جهګړه، نۀ تحريک ؤ نۀ احتجاج، نو دا د پېرنګي نه خپل حق اخستل ګنې دومره لوے جرم ؤ؟ زۀ نن وايم چې څوک خو چپ پاتې شو او چا چې جواب کړے دے نو پۀ کوزو سترګو ئې کړے دے. هر چا هر څۀ د دې صوبې پۀ وزير بېرسټر عبدالقيوم ورتپلي دي او دې کښې شک نشته چې دغه خونړے دور به چرې هم د قام پرستو پښتنو نه هېر نۀ شي، هغې د پښتنو د ازادۍ د جنګ لوے او نامتو جرنېلان وخوړل، هغې زمونږ غازي قاضي عطاء الله خان پۀ تورو تمبو دننه خاورې ايرې کړو. هغې خان لالا امير محمد خان نيمګړے نيمه خوا رخصت کړو. عبدالمالک فدا استاد ما سره پۀ ډېره اسماعيل خان جېل کښې ؤ هغه څۀ وخوړ؟ نجو بائي د مانېرۍ، عجب بابا د شېوې او عبادت کاکا د رځړو او عبدالغفار د رزکۍ (کوهاټ) چا ګور ته کوز کړل؟ او داسې بې شمېره نور او زۀ خو کريم هم د دوي پۀ حساب کښې ليکم، ځکه چې دا شپږ کاله قېد داسې ؤ چې دې څوک مړۀ کړل هغه خو ئې مړۀ کړل، د باقي خلقو د عمر نه ئې لس لس او پنځلس پنځلس کاله ووژل.
ماسټر ما ته د ډېره اسماعيل خان جېل نه مۍ 1953 کښې ليکي:
“زۀ د 1950 راهسې کوشش کوم پۀ ليکلو مې د پارکر-51 مښوکه وسولېده، چې نظر مې خراب دے، غاښونه مې غونډ لکه د هاتي د غاښونو دي، ټول د ليدو دي، د کار نۀ دي. پېښور جېل قدرې ته چا د علاج د پاره پرې نۀ ښودم.”
لږ فکر وکړئ! څوک چې قتل، زنا، ډاکه، غلا کښې جېل ته تلي وو د هغوي حال هم مونږ پۀ قيوم شاهي کښې ليدلے ؤ او دېخوا د ماسټر غوندې سړي دغه حال دے چې هغه سرکاري علاج څۀ چې پېښور جېل ته ئې علاج قدرې له نۀ چالانوي!! ولې د دې مقابله کښې خو لږ د هغۀ د ايمان زور هم وګورئ کنه! ما ته د بلوچستان جېل ته ليکي:
“ولي! باور وکړه چې زما د ژوند د کتاب پۀ دې شپږ څلوېښت پاڼو کښې هډو د مايوسۍ ټکے د سره شته نۀ، دا خو هسې لکه د غني مې زړۀ ډک شوے ؤ او دغه دے د يو خوږ ورور مخکښې مې تش کړو.
ولي! يتيم هسې هم د ژړا عادت وي، ګنې د شلو کالو د سياسي ژوند پۀ دې ژوره غولۍ کښې مې بس هم دغه يوه لامبو زده کړې ده چې
موجیم کہ آسودگئ ما عدم ِ ماست
ما زندہ ازانیم کہ آرام نگیریم”
اوس تاسو پۀ خپله اندازه ولګوئ چې کريم د سړيتوب پۀ کوم پاټکي ولاړ دے!!! کريم ته دا معلومه وه چې هغه به جېل ته لاړ نو هغه د خټک خبره چې کته باندې کټوۍ باندې. د هغۀ بچي به پۀ هم پردو کوڅو کښې لوغړېدۀ او د قپ ډوډۍ د پاره به د نورو موتازه وو، ولې قرباني وائي هم دې ته. ما به د مچ (بلوچستان) پۀ جېل کښې قاضي صاحب او خان لالا سره خندل چې دا ځلې به زمونږ مشران شايد چې د زرګونو غريبو خلقو د قربانۍ او مېړانې انداره ولګولې شي ولې چې جائېدادونه ترې نه قيوم اخستي دي نو هغوي ئې هم د کور او د بچو پۀ غم اخته کړي دي. قيوم به وئېل چې بچي ئې پۀ پردو کوڅو کښې سوال له وګرځي نو د قام د خدمت پۀ خوند به پوهه شي، ولې د فرعوني او موسوي طاقتونو مقابله هرکله پۀ هر مقام او هر وخت شوې ده او کريم ئې څرګنده نمونه ده. د هغۀ بعضې يارانو به هغۀ ته لېونے وې، ولې زما پۀ نزد هغه د سړيتوب پۀ ډېر اوچت پاټکي ولاړ ؤ او زۀ وايم چې هغۀ ته دغه لوړ مقام نه دا د کچه او نابغ دماغ خاوندان څنګه واړۀ ښکارېدل چې پۀ يو کار کښې ئې هم استقلال، کلکوالے، تسلسل او ټينګار نۀ ؤ. د هغوي دې غرور، تکبر او بې ځايه د اوچتو خلقو پېښې کولو به پۀ هغۀ څومره ساه ډوبي راوسته چې دوي دنيا کښې لکه د خاورو صرف خېټه ډکول او تشول، بال بچ راوړل او لويول د اشرف المخلوقات خاصه ګڼلې ده. دغه ئې د ژوند مقصد ګڼلے دے او د دغه خېټې او بال بچ د خاطره ئې د دنيا همه بې غېرتو، بې ننګو او د کوزو سترګو ذليل او سپک ژوندون ته غاړه غزولې ده او پۀ همت او شرافت پورې خنداګانې کوي. کۀ دا خلق د سړيتوب پۀ تول وتللے شي نو چې دوي به څومره اوبو کښې وي؟ ما يو ځل کريم ته د سړيتوب د تول پۀ حقله د مچ جېل نه 1951 کښې ليکلي وو:
“زۀ د سړي پۀ سړيتوب پسې يم. زۀ وايم چې هغه د بنګلې نه راوباسم، د موټر نه ئې راکوز کړم، نوکران او خوشامند ګر ترې نه وشړم، دستار ئې د سر نه ګزار کړم، قبا ترې نه وباسم، جامې څۀ چې دا توره سپينه څرمن هم ترېنه وکاږم او بربنډ لغر ئې ځان ته ودروم چې صرف د دۀ اندروني ښائست او جوهر معلوم کړم ـــ دا خاندان، دا وينه، دا نسب، دا کورنۍ، دا دولت، دا شان، دا شوکت، دا ذات، دا مذهب، دا عهده، دا حکومت هر څۀ ترې نه يو خوا ته کېږدم او دا معلوم کړم چې دې ټولو څيزونو د دۀ پۀ سړيتوب څومره اثر کړے دے او دے ئې څومره پورې سړے کړے دے.”
چې پۀ دې ګز ئې کچ وکړم نو کريم ډېر لوړ دے او ځکه خو هغۀ د قام پۀ دې اولسونو کښې ځان ته د سالارۍ مقام پېدا کړے ؤ. چې څنګه ئې خلق ژوند ته پسخېدل داسې ئې مرګ ته هم ډېر درانۀ زهيرېدل. قامونه ټول عمري داسې “لېون څارو” ننګيالو ګټلي دي. چا چې د دې خود غرضه او نفس پرسته سپۍ دنيا نه ځان شوکولے دے او د قام ټولو بچو ته ئې خپل وئېلي دي چې هغه اوږو سره ځان وږے کړي او د بربنډو سره ځان سرتور کړي.
پۀ کريم به هر څوک پۀ خپل خپل ځاے خوار شوي وي، د قامي تاوان تالا کېدو سره زۀ خو بېخي داسې محسوسوم لکه چې د تن يوه حصه رانه شوکېدلې وي. مونږ ټولو څۀ چې زمونږ ماشومې ګلالۍ پۀ خپل کاکاجي پسې پۀ واز کومې چغې وهلې دي او يوې سلګۍ نيولې وه، ولې چې کريم يواځې د قام يو ننګيالے مشر يو بېباکه او زړۀ ور ليکوال، يو پتي او خوږمن دوست، يو مئېن استاد، يو تورزن جرنېل، يو بې غرضه ليډر، يو غېرتي ملګرے او يو خوا خوږے ورور نۀ ؤ بلکې د ګلالۍ همځولے مينه ناک کاکاجي هم ؤ.
موټے خاورې څنګه پټ د حسن یو جهان کړي
یو پوکے د باد ټول چمن څنګه بیابان کړي