پښتو ادب کښې ډېر قلندران تېر شوي او درې څلور زمونږه پۀ وختونو کښې هم شته او هر يو قلندر څۀ نه څۀ نامه ګټلې ده خو پۀ دې ټولو کښې قلندر مومند لوے نوم لري. د خوشحال خان خټک پۀ زمانه يا د هغۀ نه لږ وړاندې هم يو قلندر ؤ چې د هغۀ باره کښې ئې وئيلي وو:
څوک پاوي څوک نېم پاوي دي
قلندر پکښې نيم سېر
خو قلندر مومندپوره سېر دے. هغه د پښتو متل دے چې هر کاڼے سېر نۀ وي خو دا پوره دے. د مردان عبدالواحد قلندر خپله ځان ته ۴؍۱قلندروائي. د بډﻫ بيرې هم يو سلطان محمود قلندر ؤ چې د يو شاعر پۀ حېث ښه نامه لري او د قلندر مومند تقريبًا کليوال جوړېږي، ځکه خو ما يوه ورځ د قلندر مومند نه تپوس کړے ؤ، هرکله چې ستاسو نه وړاندې قلندر ؤ نو تاسو ولې ځان له دا تخلص ايښودلو؟ نو هغۀ ووې، پۀ هغه زمانه کښې اولسي ادبي جرګه کښې يو زۀ قلندر وم او سلطان محمود به ځان سره ‘محمود’ ليکلو، البته دوست محمد خان کامل صاحب به ورته ‘قلندر’ وئيلو ځکه چې د هغۀ رنګ ډنګ داسې ملنګانو ته نزدې ؤ. کله کله به ئې ورته ملنګ او اکثر به ئې ورته قلندر وئيلو ځکه نو هغه زيات خلق د ‘قلندر ملنګ’ پۀ نامه پېژني. دا قلندر نامه د قلندر مومند دومره خوښه وه چې رو رو ئې ورته خپله نامه پرېښې وه او کمو خلقو ته به معلومه وي چې د هغۀ خپل نوم صاحبزاده حبيب الرحمن او قلندر ئې تخلص دے چې ورسره ئې د قبيلې نوم ملګرے کړے او قلندر مومند ترې جوړ شوے دے.
قلندر مومند چې د کومې علاقې سره تعلق لري نو خصوصًا د هغۀ د ځوانۍ پۀ زمانه به هغه چا ته ډېر د قدر پۀ نظر کتلے شول چې يو تن دوه به ئې پۀ نۀ څۀ خبره بې وخته ګور ته لېږلي وو او يا به ئې د پلار نيکۀ دشمني مخ پۀ وړاندې بوتلله، اوس البته دا سلسله د ځينو حالاتو لۀ کبله پۀ کمېدو ده، خو ختمه نۀ ده، بيا هم قلندر د خپل سليم فطرت لۀ وجې د دې هر څۀ نه لرې ؤ، شايد وجه ئې دا وه چې د ماشوموالي نه علم ته نزدې شوے ؤ ځکه خو ئې د هر قسمه وسلې نه نفرت ؤ. ما کله هم د وسلې پۀ حقله پۀ بحث يا صفت نۀ دے ليدلے، تر دې چې يوه ورځ پۀ پيش قوزه (چاړۀ) بحث کېدو نو قلندر مومند ووئيل، ورکه ئې کړئ دا بحث پرېږدئ، کۀ پېش قوزه ډېره ښه شي نو هم انسان به وژني، او زما د هر هغه څيز نه نفرت دے چې د انسان او انسانيت پۀ ښېګڼه نۀ راځي، هغه کۀ اېټم بم ولې نۀ وي. خو دې کښې چا بيا د وسلې او چاړې صفت شروع کړو، ډېر پۀ جوش کښې ئې ووئيل، د وزيرۍ چاړې نه مې د نائي چاړۀ خوښه ده. دې سره بحث ختم شو. بيا ئې ووې، د نائي چاړې ته مونږه ‘پاکي’ وايو ولې چې د دې صفت د انسان پاکول دي او پۀ دې ئې يو داسې ليکچر ورکړو چې يقين نۀ کوم کۀ د ملک ټولو نائيانو ته د پاکۍ دومره صفات معلوم وي. دا ئې هم ووئيل چې مشرانو نه مو اوريدلي دي چې د نائيانو لاسونه نۀ خاورې کېږي. ورسره ئې دا اضافه هم وکړه چې اوس د نايانو لاسونه ډېر نرم وي. دې کښې چا بيا د وسلې تعريف وکړو، وې ګوره قلندر صاحب! پۀ وسله خلق ځان ساتي. ډېر پۀ جوش کښې ئې ووې، ما دا دومره تقرير دې له وکړو چې د وسلې بحث ختم شي او تۀ بيا وسله وسله کوې!!! ګوره کۀ وسله ډېره ښه شي نو صفت به ئې دا وي چې انسان به پرې وژلے کېږي او دړدمند کېږي. زۀ خو د ښۀ کلاشنکوف نه د ګنډلو ستن غوره ګڼم چې د انسان حيا ٔ راولي. خو د وسلې نه د دومره نفرت باوجود يو ځل د مردان نوموړے شاعر او ليکوال پير ګوهر سُر کښې راغلے ؤ او وئيلي ئې وو چې پۀ ما ئې ډز کړے دے . پير ګوهر دې خداے وبخښي چرتي سړے ؤ او قسم قسم ټوقې به ئې کولې. هغۀ دعويٰ کړې وه چې زۀ مردان کښې پۀ شمسي روډ روان وم چې دې کښې راباندې د سړک د بلې خوا نه ډز وشو او چې ما وکتل نو قلندر مومند د يو څو بړيڅو سره روان ؤ.
پير ګوهرخو د دعوې نه وروستو پۀ قلاره کېناستو او قلندر مومند به بيا هر چا ته وضاحتونه کول چې څو مياشتې کېږي زۀ هډو مردان ته تلے نۀ يم او د پير ګوهرسره زما د ډزو څۀ کار دے؟ کله به ورته غصه شو، کله به ئې وئيل پير ګوهر له وادۀ پکار دے چې ورسره مشغول وي، ځکه چې ځان له ناست سړے بس تش سوچونه فکرونه کوي، هسې نۀ چې لېونے شي. يو ځل د ساهو ليکونکو مرکه کښې اکرام الله ګران يو غزل اورولے ؤ چې پۀ هغې کښې يو شعر داسې وو:
کۀ څوک مې وژني لاس ئې هم نۀ نيسم
زما پۀ یو حالت کښې شر نۀ لګي
دا شعر ترې قلندر مومند څو څو ځله اورېدلے ؤ او پۀ پنځم يا شپږم ځل چې ګران صاحب دا شعر ووې نو قلندر مومند ووئيل دا ئې زما د زړۀ خبره کړې ده او ګران هم لکه زما بې ازاره بنده دے.
د قلندر مومند کړۀ وړۀ پۀ پوخ عمر کښې هم ډېر ښکلي وو. ما چې کله ليدلے ؤ نو شپېتو ته ورنزدې به ؤ. دغه وخت ئې پۀ مخ وړه فېشني ږيره او لوي وېښتۀ وو. سر او ږيره به ئې داسې پۀ هنر تورول چې بيخي به دا پته نۀ لګېده چې دا ئې ګنې رنګ ورکړے دے، ولې چې پۀ ږيره کښې به ئې يو خوا بل خوا دوه درې پټې سپينې پرېښې وې، د سر وېښتۀ ئې غټ او ګڼ وو چې پۀ يو خاص انداز به ئې اړول او پۀ منځ کښې به ئې ورله لاره ويسته. رنګ ئې غنم رنګے ؤ. وائي چې پۀ ځوانۍ کښې سور سپين ؤ، سترګې ئې غټې وې چې هسې به ئې تورې او د لوست پۀ وخت د نظر چشمې پۀ سترګو کولې، د هغۀ پوزه ډېره مثالي وه چې نۀ صرف لوړه او معتدله وه بلکې ډېره مضبوطه او کلکه هم وه. هغه تر اخره پۀ خپل ځاے کلکه ولاړه وه ګنې نو پۀ پوخ عمر کښې د اکثر خلقو پوزې خورېږي، خو د دۀ پوزه چې څنګه وه نو هغه شان پۀ ځاے ولاړه وه، نۀ غټه شوې وه نۀ پلنه شوې او خوره شوې وه، او د رحمان بابا د دې شعر پۀ مصداق پۀ ځاے ولاړه وه:
لکه اونه مستقيم پۀ خپل مقام يم
کۀ خزان راباندې راشي کۀ بهار
د قلندر مومند د پوزې پۀ حقله نورې هم ډېرې خبرې کېدے شي لکه دا چې هغه ډېره حساسه وه. يو ځل زۀ او يو ملګرے مازيګر ملاقات له ورغلي وو نو ما ته ئې د ټکه ووې، ظالمه! چې کباب دې خوړل نو ما له به دې هم راوړي وو!!! زۀ ډېر حېران شوم، ما ورته وې کباب خو ما يوولس بجې خوړلي وو او اوس دا دے څۀ د پاسه پينځۀ بجې دي،پۀ اوبو مې لاسونه هم وينځلي دي نو پۀ تا څنګه بوي ولګېدو؟ پۀ خندا کښې ئې ووې، کباب زما ډېر خوښ دي او زما پۀ پوزه د دې بوي لګي. اکثرې خبرې پۀ کبابو وشوې خو صرف د دې فائدې ئې بيانولې؛ د پېښور، مردان، چارسدې او صوبې د نورو ټولو ځايونو د کبابو مشهورو دوکانونه او د هغې خواص ئې بيان کړل.
ما سره تلي ملګري ووې چې کبابو والا اکثر د صفايۍ خيال نۀ ساتي او پۀ قېمه ئې مچان بنګېږي، پکار ده چې دوي جالۍ لګوي. قلندر مومند پۀ دې خپله يوه واقعه بيان کړه چې يو ځل زۀ او يو ملګرے بازار کښې روان وو، فېصله مو وکړه چې کباب به خورو. نو هغۀ به دوکان سهي کړو چې راځه دغه ته به ورشو خو ما به منع کړو ځکه چې هلته به مچان نۀ وو. اخر مو داسې يو دوکان پېدا کړو چې سم ډېر مچان ورته راجمع شوي وو. ما ورته ووې، راځه چې دلته کباب وخورو. هغۀ ووې دا خو دوکان د مچانو ډک دے او ټول د قېمې نه تاوېږي. ما ورته ووې، دا قېمه اصلي ده ځکه ورله مچان راغلي دي او د دۀ کباب به يقينًا ښۀ وي، او واقعي چې کباب ښۀ وو. نورې هم ډېرې خبرې وشوې. ټولې د کبابو، قېمې پياز، ټماټرو، مرچکو او مصالحو پۀ حقله ووې لکه چې ټول عمر دۀ پۀ خپله کباب پاخۀ کړي وي. د کبابو پۀ حقله دومره تفصيلي معلومات بيا ما د چا نه نۀ دي اورېدلي. ما ترې هسې د دلچسپۍ د پاره تپوس وکړو چې تاسو به جي څومره کباب وخوړلے شئ؟ هغۀ ووې چې هر څومره وي. ما پۀ حېرانۍ ووې چې هر څومره وي ؟ هغۀ ووې، هو! دا تپوس ما نه څو کاله وړاندې هم چا کړے ؤ. ما ورته پۀ جواب کښې وئيلي وو چې مړ به شم خو بس به نۀ کړم، هن کۀ کباب خلاص شي او يا را له څوک لاس ونيسي. دې نه پس زۀ او دا ملګرے ترې رارخصت شو. ما ملګري ته ووې، نن خو بس ټولې خبرې پۀ کبابو وشوې. هغۀ ووې هر څۀ مې واورېدل، دا خو دے د قصابانو نه زيات معلومات لري. بيا ئې ووې ماسره بل غم دے او هغه دا چې د دۀ پوزه دومره تېزه ده نو دا خو ډېره د خطرې خبره ده. ما وې هغه څنګه؟ وې وئيل چې دۀ له پۀ اودس کښې ورتلل پکار دي، ګنې نو دۀ ته خو به ډېر تکليف وي، ځکه بدبوي به پرې هم لګي. قلندر مومند ډېر لوړ نۀ ؤ خو ټيټ هم نۀ ؤ، البته تر ملا اوږد ؤ او پښې ئې لږې لنډې وې. کۀ پښې ئې هم ورسره دومره اوږدې وې نو يقينًا چې بيا به ډېر لوړ ؤ. غاښونه ئې ولې او کله وتلي وو، دا پته راته نشته خو ډېر خاص قسمه غاښونه ورله چا جوړ کړي وو او چې تر څو به دۀ پۀ خپله دواړه ژامې نۀ وې راويستلې نو هېڅ پته به نۀ لګېده چې غاښونه ئې اصلي دي او کۀ نقلي؟ جامې به ئې اکثر سپينې اغوستې. د ځوانۍ پۀ زمانه به ئې پتلون هم اغوستو خو بيا به ئې بس قميص پرتوګ اغوستل. د تګ انداز ئې څۀ خاص انفرادي نۀ ؤ خو د پښو د تکليف پۀ وجه به ئې همسا لاس کښې وه او پۀ عام چال به روان ؤ. نۀ ډېر تېز او نۀ رو. د هر قسمه تکبر نه بيخي پاک ؤ. د سحر نه واخله تر ماسخوتن هر وخت او هر کله کۀ چا غوښتل نو ورسره ئې ملاقات کولے شو.
يوه ورځ ئې وئيل، علم او تکبر پۀ يو وجود کښې نۀ شي جمع کېدے. د بدني ښکلا سره پۀ اخلاقي لحاظ هم پوره سېر ؤ.
مالي حالت ئې تر اخره بس د ګزارې والا وو. يو وخت خو داسې ؤ چې سحر به کالج ته تلو، هلکانو ته به ئې انګرېزي ښودله. ماښام به اخبار ته تلو، اردو به ئې ليکله او ځان له به ئې شاعري پۀ پښتو کښې کوله. دې نه علاوه پۀ فارسۍ، عربۍ او هندکو ئې هم مکمل عبور لرلو. د لا ٔ کالج پرنسپل هم پاتې شوے ؤ. د يو صحافي پۀ حېث ئې هم ښۀ شهرت حاصل کړے ؤ او دا لوے اعزاز هم ور پۀ برخه شوے ؤ چې د خېبر يونين اٰف جرنلټس وړومبے صدر پاتې شوے ؤ چې نن ئې هم نامه پۀ پېښور پريس کلب کښې د يونين پۀ تختۍ درج ده.
ډېرو د انګرېزي، اردو، پښتو ورځپاڼو او رسالو کښې د رپورټر، سب ايډيټر او ايډيټر پۀ توګه پاتې شوے دے او هر ځاے کښې ئې خپل ښۀ نوم پرېښے دے. دلته هم پوره سېر ختلے ؤ. د صحافتي ژوند سره تړلې يوه دلچسپه واقعه ئې دا ده چې يو ځل د نوموړي ليکوال ډاکټر محمد اعظم اعظم پۀ پېښور کښې څۀ کار ؤ نو پۀ دې خيال د چارسدې نه پېښور ته د قلندر مومند خوا له راغلے ؤ چې شپه به دلته تېره کړي او سبا له به پۀ وخت خپل کار وکړي. ماښام د هغۀ ځاے ته ورسېدو او قلندر مومند سره د اخبار دفتر ته لاړو. د شپې تر دولسو بجو د ‘شهباز’ اخبار دفتر کښې ؤ. اعظم صاحب پۀ طمع ؤ چې اوس به ګنې د کار خلاصېدو نه وروستو اودۀ شو خو داسې چې راووتل نو فردوس سره يو هوټل کښې کښېناستل، د نورو اخبارونو نه هم صحافيان راغلل او تر سحره ناست وو. کله چې د سحر بانګونه وشول نو قلندر مومند او نور صحافيان د خوب د پاره خوارۀ شول او اعظم صاحب خوب دومره بې کوره کړے ؤ چې د کار پۀ ځاے ئې ځان خوب له بېرته کلي ته ورسولو. هغۀ بيا يو مضمون هم ليکلے ؤ چې پکښې ئې ليکلي وو، د قلندر مومند سره شپه تيرول د چيلي پۀ ښکر اودۀ کېدل دي، ځکه چې ټوله شپه ئې د خوب نه ټالۍ وهلې وې خو اودۀ شوے نۀ ؤ.
پۀ يارانه دوستانه او تعلق کښې هم قلندر مومند پوره سېر ؤ، ځکه د هر دوست او تعلق دار به ورسره د ځان نه زيات غم ؤ. د دوي د ښېګڼې او فائدو فکرونه به ئې کول. سيد تقويم الحق کاکاخېل له به کۀ څوک ورغلو او ورته به ئې ووئيل چې زما دا کتاب وګوره، اصلاح پکښې وکړه او يا پرې راله څۀ ليک وکړه؛ نو هغۀ به ورته پۀ خپل مخصوص انداز کښې وئيل، ځوانه! کۀ پېسې پکښې وي نو تۀ ډېر صحيح ځاے ته راغلے ئې، ما سره وخت هم ښۀ ډېر دے او د دې کار د پاره ډېر موزون سړے يم، خو کۀ روپۍ پکښې نۀ وي نو نۀ خو ما سره وخت شته او نۀ دا کار کولے شم؛ البته يو سړے به درته وښایم چې هغه قلندر مومند دے، هغۀ له به ورشې، هغه د پښتو ادب خدمتونو ته وزګار دے، وخت هم ورسره ښۀ ډېر وي، خپل کارونه اکثر د شپې کوي او حال ئې دا دے چې د کرايې پۀ يو ورکوټي شان کور کښې اوسي. تقويم الحق کاکاخېل صاحب يو ځل دا ارمان هم کړے ؤ چې خولۀ زما وے او علم د قلندر مومند وے نو ټوله دنيا به مې پۀ سر اخستې وه او هېڅوک به مې د جواب نۀ وو. خبره ئې تر ډېره حده سمه وه ولې چې قلندر مومند د ليک څومره مړنے ؤ، د باقاعده تقرير دومره نۀ ؤ او تقويم الحق کاکا خېل صاحب د خولې نه ډېر تېز ؤ خو داسې هم نۀ وه چې ګنې قلندر مومند له ګنې خبرې نۀ ورتلې؛ خو باقاعده ليک ئې د باقاعده تقرير نه تر ډېره غوره ؤ. خپله به ئې وئيل ځينې ليکونه د اورېدو او ځينې د لوستو سره تعلق لري او د دۀ د اکثرو ليکونو تعلق به د لوستو سره ؤ. نور هسې پۀ ګپ شپ او مجلس کښې ډېر مثالي ؤ. تر دې چې ډېرې داسې خبرې ئې مشهورې دي چې د ليکلو نۀ دي. يوه ورځ ورته ما ووې د پلاني ليکوال تاريخ پېدائش هم لکه ستاسو 1930 دے خو هغه ستاسو پۀ مقابله کښې ډېر ځوان ښکاري. سمدستي ئې جواب راکړو چې خر نۀ زړېږي. ما ورته وې هغه خو انسان دے، پۀ جواب کښې ئې راته ووې، پۀ علمي توګه خر دے. دې ته ‘معنوي خر’ وائي. هم داسې څو خبرې ئې د پښتو ډرامې نوموړي ليکوال او د ريډيو پاکستان پېښور پخواني ډائريکټر عمرناصر صاحب اوريدلې وې چې قلندر مومند د تقويم الحق کاکاخېل سره کولې نو ډېر حېران شوے ؤ او ماته ئې وئيلي وو چې دواړو مشرانو زۀ نۀ وم ليدلے او خپلو کښې ئې داسې خبرې کولې چې زما پۀ خولۀ نۀ راځي. ما ورته وې دا به تاسو د پاره نوې وي خو ما د پاره هېڅ نوې خبره نۀ ده ځکه چې ما د دواړو عالمانو عمومًاداسې خبرې آوريدلي دي، البته قلندر مومند به داسې کول چې کله به څوک ناشنا بنده مجلس کښې ناست ؤ نو پۀ اشارو کښې به ئې ځينې خبرې کولې چې دې سره به د هغه خبرې خوند نور زيات شو او مېلمه به پوهه نۀ شو چې دوي څۀ وائي.
د تعلق دارو او شاګردانو به ورسره د کار روزګار ډېر غم ؤ. زۀ ئې هم چې کله هم ليدلے وم نو وړومبے تپوس ئې رانه د کار کړے دے. د خپلو تعلق دارو د پاره به ئې تل سفارشونه کول، تر دې چې دې سلسله کښې به هر ځاے ته تلو او کوشش به ئې کولو چې تعلق داران ئې څۀ کار ومومي ګنې نو نور اکثر خلق خپل غم کوي خو دۀ سره به د نورو غم ؤ. تر دې چې د دوه درېو تنو د پاره ئې د ‘پټې خزانې’ پۀ سر خپل مخالف همېش خليل صاحب ته د کار د پاره سفارشونه کړي وو. همېش خليل صاحب ئې هم دغه سفارشونه منلي وو او پۀ ورځپاڼه ‘باګرام’ کښې ئې ورله کارونه ورکړي وو. پۀ دوي کښې يو د نوموړي ليکوال مشتاق مجروح صاحب کليوال ؤ، بل نوموړے شاعر خان باتور باتورصاحب او د درېم تن نوم رانه هېر شوے دے. لنډه چې پۀ دوستۍ او تعلق کښې هم پوره سېر ؤ. د ډاکټر زبېر حسرت پۀ ليکچرر کېدو او اېم فل ډګرۍ کولو ډېر خوشحاله شوے ؤ او مشتاق مجروح چې کله څوکلونه نۀ ؤ نو ډېر به ئې يادولو.
قلندر مومند د خپل وخت يو ښۀ او منلے شوے شاعر ؤ چې د ډېرو لويو لويو شاعرانو پۀ موجودګۍ کښې ئې ښه نامه پېدا کړې وه. د هغۀ شاعرانه عظمت د خپل وخت ټولو باباګانو منلے ؤ. کۀ څۀ هم هغه پۀ يو شعر کښې د کامل صاحب ذکر پۀ دې الفاظو کښې کړے دے چې :
د کامل هم نشينۍ برکتي کړم
تجربې مې پۀ غزل کښې روايات شي
حالانکې د شعر پۀ مېدان کښې هغه د کامل صاحب نه ډېر وړاندې ؤ، دا ئې محض د دوست محمد خان کامل صاحب د تعظيم پۀ وجه وئيلي دي. کله کله به ئې دا هم وئيل، مونږه د ميا سيد رسول رسا د شاعرۍ پۀ لوستو لوستو شاعران شوي يو، حالانکې پۀ دې حقله هم دغه وړنداينۍ خبره ښۀ پۀ ډاډه زړۀ کېدې شي. معلومه شوه چې د شاعرۍ پۀ مېدان کښې هم پوره سېر ؤ.
د ادبي شاعرۍ سره سره ئې اولسي شاعري هم کړې ده چې پکښې دا سندره ئې ډېره مشهوره ده :
لېلو باغ د باغوان دے
مونږ لکه طوطيان يو نن دلې سبا به ځونه
د يو افسانه نګار پۀ حېث هم د هغۀ مقام ډېر اوچت دے او پۀ پښتو کښې د دۀ د معيار افسانې پۀ هغه وخت کښې خو پرېږده چې تر اوسه به ډېرو کمو خلقو ليکلي وي. دلته هم سېر ؤ. د رېډيو پاکستان د پاره ئې د پښتو دوه درې ډرامې هم ليکلي دي او يوه ډرامه ئې د انګرېزي ناول نه پښتو ته د ‘تورګلاب’ پۀ نامه تلخيص کړې ده. د انګرېزۍ او پښتو څو سټېج ډرامو کښې ئې د اېکټر پۀ توګه هم کارونه کړي وو چې اکثرو ډرامو کښې ئې د ولن کردار ادا کړے ؤ، ولې چې داسې کردارونو ته به نور پۀ مشکله تيارېدل او د پرفارمنس پۀ لحاظ هم خواري غواړي. دې نه علاوه د يو محقق او نقاد پۀ حېث ئې چې کوم مقام د خپل خداداد صلاحيت او خوارۍ محنت لۀ کبله حاصل کړے دے، هغې ته رسېدل د هر چا د وس کار نۀ دے. د هغۀ سره اتفاق او اختلاف کېدے شي خو چې کوم دلائل د يو څيز پۀ اثبات يا رد کښې هغۀ راوړي دي نو د هغې نه پۀ اسانه پته لګي چې دا سړے پۀ دې مېدان کښې څومره برلاسے ؤ، اګرچې دې سلسله کښې پرې ځينې الزامونه لګېدلي دي چې سخت دريځه دے او پۀ اسانه خپل موقف نۀ بدلوي خو ما ورنه يو ځل تپوس کړے ؤ چې کۀ څوک داسې دلائل پېدا کړي چې ‘پټه خزانه’ اصلي کتاب دے نو تاسو به ئې ومنئ؟ نو پۀ جواب کښې ئې راته وئيلي وو، ضرور به ئې منم. بيا مې ترې د اصف صميم او زرين انځور صاحب د شريک کتاب ‘د پټې خزانې ميزان ريښتيا ميزان دے’ پۀ باره کښې تپوس کړے ؤ چې پۀ دې حقله مو څۀ خيال دے؟ نو وې وئيل چې ما ته ئې پۀ کتاب کښې د پروف ريډنګ غلطۍ پۀ ګوته کړې دي، بل ځل له ئې چې چاپ کوم نو د پروف ريډنګ د غلطو سمولو سره به د دوي دواړو شکريه ادا کوم خو د دوي د جوابونو پۀ حقله ئې هېڅ ونۀ وئيل. د محترم همېش خليل او نورو د پټې خزانې د حمايت کوونکو د جواب پۀ سلسله کښې ئې د دوي نومونه هم پۀ خپل کتاب کښې نۀ دي ليکلي او پۀ جواب کښې ئې همېش خليل صاحب هم داسې کړي دي. ما د قلندر مومند نه پۀ دې حقله تپوس کړے ؤ چې تاسو ولې د همېش خليل د جواب ورکولو پۀ وخت نامه نۀ ليکئ نو وئيلي ئې وو، همېش صاحب پرې خفه کېږي، او همېش خليل هم د دې پۀ جواب کښې راته دغسې وئيلي وو. همېش خليل صاحب ته خو ما دا هم وئيلي وو چې کۀ د قلندر مومند خفګان ته ګورې نو بيا خو پرې تنقيد مۀ کوه، نو هغۀ وئيل پۀ تنقيد نۀ خفه کېږي ګنې نو پۀ نورو به ئې څۀ له کولو. د همېش خليل صاحب دا خبره سمه وه چې پۀ تنقيد نۀ خفه کېدو او د هغې مثال دا دے چې ما خپله د ساهو ليکونکو مرکه کښې دوه تکلونه د ‘پټه خزانه في الميزان’ پۀ موضوع اورولي وو چې ډېر پۀ سړه سينه ئې اورېدلي وو او د هغو جوابونه ئې کړي وو، تر دې چې دا ئې هم راته وئيلي وو دا چرته کومه رساله کښې چاپ کړه او د هغې د چاپ نه وروستو ئې ترې يوه حواله هم ورکړې ده، يعني د يو نقاد او تنقيد زغملو پۀ سلسله کښې هم سېر ؤ.
تر ډېره حده پۀ سياست هم پوهېدو. کۀ څۀ هم پۀ وروستو کلونو کښې د عملي سياست نه پۀ څنډه ؤ خو د باچاخان او خان عبدالولي خان سره تر ډېرې مودې د نزدې پاتې کېدو پۀ وجه د هغوي د مزاج او سياست سره تر ډېره حده بلد ؤ. يو ځل خو زۀ پۀ دې خبره ډېر حېران پاتې شوم چې کومه خبره ما ته قلندر مومند کړې ده، نو لس ورځې پس راته ولي خان هم هغه خبره وکړه. قيصه داسې وه چې ما پۀ يو اخبار کښې کار کولو او ګورنر فضل حق پۀ اے اين پي الزام لګولے ؤ چې دوي کراچۍ ته وسلې لېږي او هلته د دې پۀ وجه حالات خرابېږي. د دې پۀ جواب کښې ولي خان يو پريس کانفرنس کړے ؤ او دا حقيقت ئې پۀ ډاګه کړے ؤ چې کراچۍ ته وسلې څوک او څنګه رسوي، خو دا خبر د دې صوبې د يو انګرېزي اخبار نه علاوه هېچا نۀ ؤ چاپ کړے . ما اخبار کتو چې دې کښې د هغه اخبار د مالک زوي رانه تپوس وکړو. ما ورته صورت حال ووې. هغۀ وې دا ترجمه کړه مونږ به ئې د دغه اخبار پۀ شکريه چاپ کړو. ما ورته ووې دا تاسو نۀ شئ چاپ کولے. خو هغۀ وې ولې ئې نۀ شو چاپ کولے خو تۀ دومره تُوره وکړه چې دا ټول خبر ترجمه کړه. خېر، د اوږد بحث نه پس ما خبر ترجمه کړو خو چې وې لوستو نو واره ئې پرې رانۀ غله، وې دا به مشر ته وښايو. مشر ئې چې خبر وکتو نو هغۀ ووې، ګورنر صاحب مونږه نۀ شو خفه کولے ځکه چې مونږ سره ډېرې مهربانۍ کوي. ما ورته ووې نو بيا مو ولې پۀ ما ترجمه کولو. خېر خبرې مو سره ورانې شوې او پۀ سبا له زۀ اخبار ته لاړ نۀ شوم بلکې کار مې پرېښودو. چې خبره داسې رو رو خوره شوه نو انورخان ديوانه پرې پۀ ‘جدت’ اخبار کښې کالم وليکلو او قلندر مومند خبر شو. ما ته ئې ووې تا له داسې کول نۀ وو پکار چې کار دې پرېښودو. د هر اخبار خپله پاليسي او مجبورۍ وي. ما ورته تېر شوے صورتحال ټکے پۀ ټکے ووې خو بيا هم هغۀ ووې چې تا له داسې جذباتيت نۀ ؤ پکار. لس ورځې پس ولي خان د چا پۀ ذريعه سوال جواب وکړو چې ما سره ووينه او چې ورغلم نو راته ئې ووې، ځوانه دومره جذباتيت ښۀ نۀ وي، د هر چا خپلې خپلې مجبورۍ وي، زۀ يو سياسي ليډر يم څوک به زما حمايت کوي او څوک مخالفت، او دا هر څۀ پۀ اخبارونو کښې چاپ کېږي، بلکې ډېر راباندې غلط الزامونه د زمانو نه لګوي، څوک راته غدار وائي او څوک نور څۀ، خو مونږه دا هر څۀ برداشت کوو نو تا له هم برداشت پکار دے.
حافظه ئې هم ډېره مثالي وه. خپل د اووۀ کلني ژوند نه راواخله تر اخري وخته اکثر واقعات ورته ياد وو. يو ځل مونږ د حمزه شينواري صاحب سره يوه انټرويو کړې وه چې پکښې هغۀ د خپلو مزاحيه ډرامو ذکر کړے ؤ خو هغۀ ته يادې نۀ وې. پۀ سبا له زۀ قلندر مومند له ورغلم او ورته مې دا خبره ياده کړه. د حمزه صاحب دوه درې ډرامګۍ ئې راته ووې او چې دغه بيا حمزه شينواري صاحب ولوستې نو ورته ډېر خوشحاله او حېران شو. ځينو ليکوالو به وئيل چې د دې دواړو مشرانو يعني حمزه شينواري او قلندر مومند خپلو کښې نالګي ده خو ما چې تل د دواړو نه د يو بل ذکر اورېدلے نو پۀ ډېرو ښو الفاظو کښې ئې کړے دے او يو ځل دوه خو زما پۀ وړاندې قلندر مومند د حمزه شينواري کور ته هم ورغلے ؤ. بيا د ساهو ليکونکو مرکې يو اجلاس هم د حمزه شينواري پۀ ځاے کښې شوے ؤ چې پکښې حمزه صاحب خپل تازه غزل تنقيد ته وړاندې کړے ؤ. پۀ دغه ورځ ما قلندر مومند ډېر خوشحاله ليدلے ؤ او حمزه شينواري هم د دۀ پۀ ليدو من من غټېدو. دې سلسله کښې راته ډاکټر يارمحمد مغموم يوه دلچسپه خبره هم کړې وه. هغۀ وې زۀ به دې دواړو له تلم راتلم او د حمزه شينواري صاحب او قلندر مومند صيب تر منځه به مې د رېبارۍ ډيوټي تر سره کوله. تر دې چې يوه ورځ راسره قلندر صاحب د حمزه شينواري کور ته لاړو، هلته مو ډوډۍ وخوړه او خبرې اترې وشوې. بيا څو ورځې پس حمزه صاحب وئيل چې اوس به زۀ هم د قلندر صاحب دفتر ته ورځم، نو زۀ او هغه د پښتو ډکشنري پراجيکټ دفتر ته ورغلو. ما، حمزه صاحب او قلندر صاحب خپلو کښې خبرې کولې. ځلان مومند دغه موده کښې ماشوم ؤ. هغۀ چې د حمزه صاحب نوم بيا بيا واورېدو نو ناڅاپه ئې پۀ زوره ووې ‘داجي! دا هغه حمزه صاحب دے چې دا وخت د پښتو د ټولو نه لوے شاعر دے؟’،دې سره قلندر صاحب ووې، حمزه صاحب کۀ ما پۀ کور کښې دا خبره څوڅو ځله نۀ وے کړے نو دې ماشوم زوي ته به مې څنګه پته لګېدله چې حمزه صاحب د پښتو د ټولو نه لوے شاعر دے. حمزه صاحب د قلندر پۀ وادۀ يوه قطعه هم وئيلې وه چې هغې کښې ورته کلک قلندر وئيلي وو چې د شعر د وروستۍ مصرعې نه د هغۀ د وادۀ تاريخ هم راوځي :
غر غوندې سختيو د حالاتو ته محکمه
کلکه قلندره! عروسي دې مبارک شه!
د پښتو ژبې د املا ٔ، انشا ٔ او لغت پوهنې اندازه ئې د ‘درياب’ ډکشنرۍ نه کېږي چې څومره پۀ محنت او خوارۍ ئې دا محض پۀ څو کلونو کښې تياره کړې وه. د پښتو ژبې پۀ صحيح توګه د ليکلو او وئيلو د پاره ئې ډېر کړاو کړے ؤ، ځکه خو به د هغۀ نزدې دوست سيد تقويم الحق کاکاخېل صاحب وئيل کۀ قلندر مومند مو چرته خفه او بې سُره وليدو نو دا به د دۀ د خپل درد او غم نۀ وي بلکې چا جاهل ليکوال به جک وهلے وي او د هغې پۀ لوستو به وير کوي. يوه نمونه خو ئې ما پۀ خپله هم ليدلې وه چې يو ځل څوک مېلمه د پښتو ډکشنري پراجيکټ دفتر ته راغلے ؤ، بيا بهر ووتو او څۀ وخت تېر شو. قلندر مومند ئې تپوس وکړو چې هغه مېلمه څۀ شو؟ دې کښې چا ووې ‘پۀ نمونځ ولاړ دے’. سمدستي ئې ورته ووې داسې وايه چې “پۀ نمانځۀ ولاړ دے.’
ما د هغۀ د معيار پۀ ژبه پوهېدونکے سړے نۀ ؤ ليدلے. کله کله به ئې چې کومه رساله کښې غلط عنوان يا داسې نور څۀ وليدل نو سخت به پرې غصه کېدو او کله به ئې د ټوقې پۀ انداز کښې د هغې پۀ ذکر کولو خپله غصه سړوله. يو ځل ما سره يوه د پښتو رساله وه چې هغه ئې رانه واخسته. داسې ئې چې څو پاڼې واړولې نو پۀ خندا کښې ئې ووې چې دا اشتهار دې پکښې وئيلے دے کۀ نه؟ ما ترې پۀ حېرانۍ تپوس وکړو نو راته ئې ووې، پلانۍ صفحه راواړوه. ما هغه صفحه راواړوله وې، وګوره پېغله، پلانۍ او ورسره ئې پته وه. پۀ خندا کښې ئې ووې دا اشتهار نۀ دے نو څۀ دي، خو بيا هم تاسو نۀ پوهيږئ نو زۀ څۀ وکړم.
يوځل عبدالکافي اديب د اردو يو پروفېسر له د پي اېچ ډي ډګري برابر کړې وه. ليکل ورته ځکه نۀ شم وئيلے چې يو ځاے بل ځاے نه ئې مواد راجمع کړي وو، خپلو کښې ئې لنک کړي وو او روپۍ ئې ترې اخستې وې. قلندر مومند ترې خبر شوے ؤ نو تپوس ئې ترې کړے ؤ چې ولې دې دا کار کړے ؤ. عبدالکافي اديب ورته وئيل بس هغه پروفېسر مجبوره کړے وم او روپۍ ئې هم ښې ډېرې راکړې وې. د دې پۀ جواب کښې چې قلندر مومند څۀ وئيلي وو هغه ليکلے نۀ شم خو دومره وئيلے شم چې ډېر بد الفاظ ئې ورته وئيلي وو. ما او د نورو اکثرو ليکوالو د پاره هغه يوه اعتباري ډکشنري او لائبرېري وه چې کوم ګران ټکے به رامخې ته شو او يا به د څۀ حوالې ضرورت پېښ شو نو پۀ يو ټيلي فون او يا کور ته ورتګ به مسئله حل شوه، البته هر ځل به ئې ورسره دا هم وئيل چې ما نه ډکشنري او لائبرېري مۀ جوړوئ، پۀ خپله هم څۀ کوئ، دا علمي انداز نۀ دے. ورسره به ئې يوه خوندوره قيصه هم کوله خو د ليکلو نۀ ده. بيا هم چې هر چا به ترې تپوس وکړو نو جواب به ئې سره د حوالې اکثر پۀ موقعه ورکولو.
قلندر مومند پۀ ريښتيا ‘قلندر’ ؤ چې د دنيا مال و زر ئې نۀ لرل، البته د علم او پوهې سيند ؤ، د علم د تږو تنده به ئې ماتوله، بلکې پۀ بې طلبو کښې به ئې هم د ليک لوست شوق پېدا کولو. د دې نه علاوه يو خاص صفت ئې چې ما ليدلے ؤ نو هغه دا ؤ چې هر تعلق دار ته به ئې دا احساس ورکولو چې د دۀ خاص تعلق او مينه ګنې صرف ما سره ده. دا صفت پۀ هر لوے سړي کښې وي چې ورسره هم مجلس هر يو تن دا ګڼي چې ګنې هم زۀ ئې منظورِ نظر يم؛ ځکه نو کۀ سيد محمود ظفر، ډاکټر راج ولي شاه خټک، ډاکټر يار محمد مغموم، مجيدالله خليل، روښان ایسپزے، ډاکټر زبېر حسرت، مشتاق مجروح او نور ئې د نزديکت دعويٰ کوي نو زۀ او نور ئې هم کولے شو. نن کۀ خوشحال خان خټک ژوندے وے نو زما يقين دے چې قلندر مومند ته به ئې ضرور ‘سېر’ وئيلے وے ولې چې هغۀ دا زيرے ډېر وړاندې کړے ؤ:
پس له قرنه به پېدا شي
چې پۀ سرائې کښې پوره سېر
.
او قلندر مومند هم وئيلي دي:
ځکه دروند شو چې تا سترګو کښې ځاے ورکړو
قلندر کۀ نيم سېرے ؤ، پوره سېر شو