ژباړه: پښتون
د وېرې ولقه کښې د ګېر پښتون وطن بې زړۀ شوي پښتانۀ چې څو لسیزې د ریاست د زور او چل خاوندانو د ‘خپلو’ جنګونو ناتارونو کښې ښکېل کړي وو، اخر د وېرې ولقې نه ووتل او راپاڅېدل.
پۀ شپږیشتمه جنورۍ د ډېره اسماعیل خان نه روان شوے ‘پښتون’ لاریون چې پۀ وړومبۍ فرورۍ اسلام اباد ته ورسېدو او هلته ئې لس ورځې د پرېس کلب مخې ته پرلت وهلے ؤ، د هاغه ټولو پرهرونو چې نزدې ماضۍ کښې ورته د ملک د دفاع پۀ نوم د قربانۍ پۀ بهانه ورکړے شوي وو، پۀ ضد د پښتنو د یو والي نکته وګرځېده.
د بدنام پولس افسر راو انوار پۀ لاس د مسید قبیلې د زلمي نقیب الله مسید ماوراي عدالت قتل د ‘مسید تحفظ مومنټ’ وزیرستان کښې د ریاست او پوځي چارواکو پۀ ضد وړاندې نه ترتیب شوي ‘پښتون لاریون’ ته یو مضبوط جذباتي جواز ورکړو. د نقیب مسید د مرګ نه پس پۀ هغۀ ترهګرۍ کښې د ککړ کېدو بې بنیاده تورونو او د نقیب د قتل د ملزم راو انوار کلک سترګې رویې دا اور نور هم غرغنډه کړو. د وړاندې نه وراتۀ شوو پښتنو او خصوصاً مسید چې د ترهګرۍ پۀ ضد دې جنګ کښې لۀ هر چا زیات ځپلے شوي دي، د نقیب مسید د وحشیانه قتل پۀ ضد ټول ملک کښې احتجاجونه او مذمتونه وکړل.
نقیب مسید وړومبے پښتون ځوان نۀ دے چې ماوراي عدالت دغه توره لاره کښې وژلے شوے، د داسې پښتنو زلمو اوږد فهرست شته خو پۀ فېسبوک د نقیب مسید پروفائل او د یو ماډل پۀ حېث د خپل پېژندګلو جوړولو ارمان ئې مخې ته راتلو سره د هغۀ پۀ ضد د راو انوار ټول الزامونه دروغژن کړل او وروستو د اٰئي جي سندهـ لۀ خوا تحقیقاتي کمېټۍ هم هغه بې ګناه ثابت کړو. پۀ ټول ملک کښې ځاے پۀ ځاے مظاهرو نه پس مسید قبیلې پرېکړه وکړه چې وړومبۍ فرورۍ نه اسلام اباد کښې احتجاج پېل کړي.
‘مسید تحفظ مومنټ’ چې وروستو ‘پښتون تحفظ مومنټ’ وبلل شو، پۀ شپږویشتمه جنورۍ د ډېره اسماعیل خان روان شو. دوي دا تګلاره وټاکله چې پۀ وړومبۍ فرورۍ به ځان اسلام اباد ته رسوي او هلته به ورسره د مسید قبیلې نورې څانګې او نورې ډلې هم پرلت کښې ملګري کېږي. د بنیادي انساني حقونو مطالبې او د خپلو بچو د ژوند ضمانت د پاره پورته شوي دغه غږ سره هغه ټولو خلقو د دې لاریون مرسته وکړه کومو سیمو نه چې دا کاروان تېر شوے ؤ.
د جنوبي وزیرستان د زلمي سندرغاړي شوکت عزیز سندره ‘دا څنګه ازادي ده؟’ د دې لاریون او پرلت رسمي سرود شو. دې سرود د پرلت د شرکاء جذبې راپارولو او نور اولسونه د پرلت پۀ مرسته ودرولو کښې مؤثر کردار ادا کړو.
لاریون د لکي مروت، بنو، کرک، کوهاټ او دره ادم خېل پۀ لاره پېښور ته ورسېدو چرته چې ئې دوه ورځې ناستے وکړو. زۀ پېښور کې دې لاریون سره ملګرے شوم او هلته نه مونږ د چارسدې، مردان او صوابۍ پۀ لاره پۀ وړومبۍ فرورۍ اسلام اباد ته ورسېدو چرته چې اسلام اباد کښې مېشته پښتنو د وړاندې نه پرلت د پاره تمبوان ټک وهلي وو.
‘پښتون لاریون’ پۀ ‘پښتون پرلت’ بدل شو چې د مختلفو سیاسي او سماجي پس منظر سره تعلق لرونکي پکښې شامل شول. دا پرلت د یو خاص سیاسي ګوند یا تنظیم تر انتظام لاندې نۀ ؤ، ځکه کله کله د څۀ بد انتظامۍ مخې ته راتلل فطري وو. پۀ اسټېبلشمنټ د ټکونه کوونکو او د اسټېبلشمنټ د سر وینځونکو دواړو ډلو تر منځه څرګنده کرښه د هغوي پۀ تقریرونو کښې ښکاره وه. د اسلام اباد مختلفو پوهنتونونو څخه پۀ سیاسي توګه بېدارو زلمو د پرلت ‘ژوندي’ او ‘غږور’ ساتلو کښې کردار ادا کولو سره سره بې وېرې بې ترهې پۀ خلاص مټ د پوځ او نورو ریاستي ادارو لۀ خوا زیاتي او ظلم باندې نیوکې کولې. د مسید قبیلې د زلمو جرګې سره د پرلت د دوېمې ورځې نه مذاکرات شروع شوي وو چې وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره پۀ اخیرۍ ناسته کښې راونغښتې شوې. وزیر اعظم سره ناستې نه پس د پرلت ختمولو د پاره د مسید قبیلې د مشرانو او زلمو تر منځه هشخړه راپورته شوه. ملکان پۀ نیمه کښې پرلت نه ولاړ شول او زلمي ایسار شو. دغه زلمو د پوځي ‘واکمنو’ نه ضمانت غوښتلو ځکه چې د دې پښتون پرلت زیاتره غوښتنې هغو سره متعلقه وې.
مختلفو سیمو نه دې پرلت ته د پښتنو د راتلو لړۍ دوامداره وه او دغسې د ملکانو پښې سپکولو د شمېر پۀ حواله پۀ پرلت څۀ اثر ونۀ کړے شو. بهر هېېوادونو کښې مېشته پښتنو د پرلت ډاډ او اخلاقي مرسته کولو سره سره مختلفو ملکونو کښې د دې پرلت تائید کښې ناستې او غونډې وکړې. ملاله ایسپزئ او افغان اولسمشر اشرف غني هم د دې پرلت ملاتړ د پاره د #PashtunLongMarch پۀ اړه ټویټونه وکړل.
روانو دوو ورځو کښې مونږ د ملټري او اٰئي اېس اٰئي چارواکو سره بشپړه مرکې وکړې چې د راو انوار د نیولو، بارودي سرنګونه لرې کولو، ‘ورک’ کړے شوي خلق عدالت ته څېلمه کولو، بې ځایه او بې ضرورته کرفیوګانې ختمولو او پۀ سیمه کښې د کومې بدې پېښې مخې ته راتلو نه پس د ځائي اولس د اجتماعي سزا مخنیوي د پاره غوښتنې شوې وې. مونږ چې کومو ستونځو او کړاوونو سره مخ یو، پۀ هغو مو بشپړه خبرې وکړې. د ‘ښۀ طالبانو’ سرپرستي کوونکي ریاست او د هغې پۀ سیمه او ځائي اولس اثراتو باندې خبرې وشوې. پوځي چارواکو ته مزغو کښې دا خبره کښېنولې شوه چې اولس کښې د پوځ خلاف کرکه زیاتېږي او د سیمې سیاسي صورت حال دا ثابتوي چې یوه سپرغۍ دا سیمه د لویې تباهۍ سره مخ کولې شي.
د پوځي اتهارټیز لۀ خوا ژمنه کېدو باندې مونږ د لیکلي ضمانت غوښتنه وکړه خو د خادم حسېن رضوي سره پۀ لیکلې معاهده عدالت کښې د روانې کاروایۍ پۀ سبب هغوي دې باندې زړۀ نۀ کولو. وفاقي حکومت خو کومه تحریري معاهده نۀ کوله او پۀ یو لحاظ ئې پلازمېنه )دار الخلافه( کښې د اسټېبلشمنټ پۀ ضد روان پرلت نه خوند اخستو. د وفاقي حکومت لۀ خوا لیکلې معاهده کښې هغه خبرې ټول پۀ ټوله نۀ دي ځاے شوې چې مونږ سره ئې ژمنه شوې وه.
چې زمانه وه اسلام اباد کښې د شوو تېرو احتجاجونو پرتله دا یو ډېر پُرامنه پرلت ؤ. مونږ لسو ورځو هلته ناست وو او چا یو توتنکے هم مات کړے نۀ ؤ. ما خپل سیاسي ژوند کښې داسې پوهه او پۀ سیاسي توګه بېدار خلق نۀ وو لیدلي چې هر وېناوال به ئې پوره پۀ توجه اورېدو خو کۀ چا به هم د پرلت بنیادي اېجنډې نه پام اړولو یا د خپلو ګونګړو د خرڅ کوشش کولو نو مخه به ئې ورله نیوله.
زمونږ پښتون وطن دا وخت ډېر شخړو او ستونځو سره مخ دے او پۀ یو پرلت کښې دغه هر څۀ باندې خبره نۀ شي کېدې. دا پښتون پرلت به زمونږ څو بنیادي غوښتنو پورې وي خو دراصل دا زمونږ مخې ته د پروت یو اوږد مهال جدوجهد تمهید دے. لږ نه لږ مونږ دا زده کړل چې خپلو حقونو د پاره به څنګه ودرېږو. بل ځل چې مونږ پرلت د پاره راځو نو زیات منظم به ځکه یو چې دې ناستې نه مونږ ډېر څۀ زده کړل.
د دې پښتون پرلت لۀ هر څۀ لویه لاس ته راوړنه د وېرې هغه زور شلول وو چې د د ریاستي ادارو د ظلم پۀ ضد اواز پورته کولو کښې مخې ته ولاړه وه. دې پرلت د خپلو حقونو د پاره د اواز اوچتولو جرأت پېدا کړو.
ارباب سکندر خان خلیل پۀ 21 مارچ 1912ز برتهکال کښې د خدائي خدمتګار ارباب سعادت علي خان کره زېږېدلے ؤ. لا ئې لسم کښې سبق وئیلو چې پۀ 22 دسمبر 1932ز ئې پلار د هري پور جېل کښې د پېرنګي استعمار د ظلمونو د لاسه شهید شو.
ارباب سکندر خان خلیل د مختلفو ازمېښتونو او کړاوونو نه پس یو داسې مقام ته ورسېدلو چې خپله سیاسي پېژندګلو ئې ولرله. نېب کښې د فاطمه جناح او ایوب خان تر منځه د دوه ډلو منځ ته راتلو سره ارباب صاحب د رهبرِ تحریک خان عبدالولي خان سره خپله سیاسي همکاري جاري وساتله.
پۀ 29 اپرېل 1972ز هغه د دې صوبې ګورنر وټاکلے شو چې تر لسو میاشتو پورې پۀ دغه منصب پاتې شو. د ذو الفقار علي بهټو ‘سول مارشل لاء اېډمنسټرېټر’ لۀ خوا د سیاسي ترهګرۍ نتیجه کښې هغه د خپل منصب نه بې دخله کړے شو.
پۀ اووم مارچ 1982ز خپل کلي کښې د محمد طاهر نومې سړي پۀ رڼا ورځ وویشتلو. دا هغه زمانه وه چې د پاکستان ریاست د جنرال ضیاء پۀ اٰمریت کښې د افغانستان دننه فساد ته د جهاد حېثیت ورکړے ؤ او د جنګي تربیت د پاره ئې ځاے پۀ ځاے تربیتي مراکز پرانستي وو. ارباب صاحب د دغه تربیتي مرکزونو د قیام خلاف خپل غږ پورته کړو او دغه رنګ پۀ دې جنګ کښې دا د پښتون قامي تحریک د شهادت د وړومبي دور شهیدانو څخه دے.
محمد طاهر چې نیولے شوے ؤ، عمر قېد سزا ورته اورولې شوې وه، وروستو پرېښودے شو او بیا سوات کښې د ملا فضل الله سره ملګرے شو. د سوات پۀ تېر اپرېشن کښې ووژلے شو.
ارباب سکندرخان خلیل یو متحرک او پۀ خپله سیاسي عقیده ولاړ ژوند تېر کړے ؤ. د ‘ګلونه او ازغي’، ‘قوم او قومیت’، ‘فلسفه زړه او نوې’، ‘د اقتصادیاتو خلاصه’، ‘اوسنۍ فلسفه’، ‘ژور فکرونه’ او ‘Other side of the Picture’ د هغۀ علمي او فکري خدمات دي چې پۀ کتابي بڼه چاپ دي.
ارباب سکندر خان خلیل به پۀ هره حواله د پښتون سیاسي تحریک پۀ تاریخ کښې پۀ ویاړ سره یاد ساتلے شي.