د اسماعیل سواتي پهٔ کتاب ځان ته زمانه مې ژړولې ده – فېض الوهاب فېض
تاثر
د شعر ګويۍ عمل عام طور د نوخېزه ځوانۍ پۀ دور کښې شروع کېږي. دا پۀ نفسياتي لحاظ ډېر نازک وخت وي. د نوې ځوانۍ جذبات پۀ غورځنګونو وي او بنيادم ډېر متحرک وي، خو کۀ دغه جذباتي غورځنګ د خپل اظهار د پاره سمه لار ونۀ مومي نو نتائج ئې پۀ ذاتي توګه هم او پۀ معاشرتي توګه هم ښۀ نۀ راوځي. پۀ نوخېزه ځوانۍ کښې د جذباتي تطهير او ارتفاع د پاره شاعري د بهترينو ذريعو نه يوه ده. شاعري پۀ ابتداء کښې صرف د جذباتو اظهار وي خو رو رو ورسره فکر ملګرے کېږي او جذبات اعتدال ته راځي. ښه شاعري هغه وي چې د جذباتو او فکر امتزاج وي پکښې.
اسماعيل سواتے د عمر پۀ لحاظ د نولسو او شلو پۀ منځ کښې دے او هم پۀ دې منځ کښې ئې خپله شاعري د “ځان ته زمانه مې ژړولې ده” پۀ نوم د چاپ د مرحلو نه راتېره کړې ده. ما د اسماعيل سواتي دا کتاب ټول ولوستو او کومه وړومبۍ ښه نکته چې مې محسوس کړه هغه دا ده چې کۀ څۀ هم پۀ دې ټول کتاب کښې جذباتيت غالب دے او شاعر چې د کومو جذباتي صدمو سره مخ شوے دے نو د هغې اظهار ئې د شعر پۀ ژبه کړے دے، خو اظهار ئې پۀ ډېره نفيسه پېرايه کښې کړے او پۀ ټوله شاعرۍ کښې د اظهار سادګي او بې ساختګي ډېره جوته ده. اسماعيل سواتے د سوات دے او اوسېږي پۀ نوښار کښې؛ او سوات چې د دهشت، وېرې او قبضه ګردۍ د کوم ناورين سره مخ دے، هغې پۀ کم عمر کښې د دۀ د احساس تارونه ټنګولي دي. دغه شان د ټولې پښتونخوا مجموعي حالات ئې هم پۀ نظر کښې دي. پۀ روان عمر کښې د پښتونخوا دردوونکي حالات د پښتو شاعرۍ غالبه او جالبه موضوع ده او يو شاعر هم لۀ دغه حالاتو صرف نظر نۀ شي کولے، خو مونږ خو چې د شاعرۍ جاج اخلو نو د موضوع سره سره د فن کنډه هم پکاروو او د شاعر د قدر ټاکنه هم د فن پۀ دغه کنډه کوو.
تر کومې چې د اسماعيل سواتي د فن خبره ده نو کۀ څۀ هم فني خامۍ پکښې شته؛ چرته د وزن، چرته د بندش، د روزمرې، محاورې ـــ خو پۀ مجموعي توګه ددۀ شاعري د فن پۀ تول پوره ده او ډېر شعرونه پکښې داسې دي چې لوستونکے ځان ته بې اختياره متوجې کوي او دا خوبي د اسماعيل د راتلونکي ښۀ فني ژوند غمازي کوي.
د دې کتاب لوستو پۀ دوران کښې ډېر ځايه زما غرېو راډک شوے دے چې د عشق د کوم درد او کرب اظهار شاعر پۀ کوم انداز کښې کړے دے، هغه ډېر موثر دے. کۀ څۀ هم ددې ليک د پاره دا ضروري وه چې زۀ دې دا کتاب پۀ هر حال کښې ټول ولولم خو چې ما کتاب شروع کړو نو بيا ئې زما دلچسپي او توجه کيپه نيولې ده او د سر نه تر اختتامه هر غزل او هر نظم ما ډېر پۀ دلچسپۍ لوستے دے او دا کمال د اسماعيل د بيان د حسينې پېرايې دے.
د هر انسان ډېر احساسات، جذبات، خيالات او تجربات د عامو انسانانو سره شريک وي، دغه حال د شاعر هم وي چې د مضامينو او موضوعاتو تکرار سره مخ کېږي. دغه تکرار څۀ خو د اورېدلې يا لوستې شاعرۍ تقليد وي يا چې د شاعر جذباتي دائره تنګه او د فکر کچه ټيټه وي نو هم هغه خيالونه راوړي کوم چې د سوونو کالو راهسې زرګونه ځله تکرار شوي وي، خو لۀ دې نقطه نظر چې زۀ د اسماعيل سواتي شاعرۍ ته ګورم نو کۀ څۀ هم د هغۀ د شاعرۍ ډېر مضامين او خيالات د شاعرۍ عمومي مضامين او خيالات دي خو پۀ دغه ټوله شاعرۍ کښې چې ما کومه خاص خبره محسوس کړه هغۀ د شاعر خپل وارداتي ټچ دے او دغه ټچ د هغۀ مضامين او خيالات د عام نه خاص کړي دي.
د دې کتاب د شاعرۍ نه دا اندازه ښه پۀ اسانه کېدې شي چې د شاعر د داخل زمکه د خارج د حالاتو د تخم رېزۍ د پاره ښه وتر ده بس شرط دا دے چې د هغۀ ذاتي درد د اجتماعي درد سره هم اٰهنګ شي او د فکر ليتکي هغه ټولو تيارۀ ګوټونو ته بل ونيسي پۀ کومو تيارۀ ګوټونو کښې چې پښتون قام وهل خوري.
د کتاب د لوستې پۀ دوران کښې ډېر شعرونه ما د ښو شعرونو پۀ حېث پۀ نخښه کړي دي چې يو څو ترې دلته رانقلوم او بيا رخصت اخلم.
بې امني مې پۀ وطن ده زۀ ويدۀ کور کښې وېرېږم
خلک وختل سپوږمۍ ته، زۀ ساده کور کښې وېرېږم
چې مئېن وۀ پۀ ښکلا سړے ئې مړ کړو
بس پۀ دې يوه ګناه سړے ئې مړ کړو
چې ژړل ئې نو د چا ورته خيال نه وۀ
خو چې لږ شۀ پۀ خندا سړے ئې مړ کړو
رېباره مۀ ئې کړه تپوس چې دواړه څنګ جدا شو
بس د دنيا رسم و رواج پکښې حصه واخسته
ما وئېل ولې اسماعيله دې چينار ته ژاړې
دۀ وئېل دلته کښې بيل شوې له جانانه ومه
دغه رديف او قافيې به شوې يو ځاے پۀ خپله
خدائېګو ستم نه به دې سم ښکلے غزل جوړېدۀ
غريب ومه د رزق وسيله مې بله نه وه
حکمونه به د خان مې واړه وړل خو څۀ مې نه وې
بيا اسماعيله غم ئې نه ژړوي
مينه چې وکړي زورور شي سړے
مسلمانۍ کښې هغۀ نه شمارمه
چا چې د مينې عبادت ونه کړو
د ساز او د اواز او د خمار خبرې پرېږده
خفګان مو مېمله شوې موسيقي رانه خفه ده
اوس هغه نه دے اوس بلها بدل دے
اوس خزان شوے دے سپرلے اسماعيل
پۀ زړۀ کافر ئې اسماعيله جوړې
جانان دې تلو او ستا نه ساه نه وته
څۀ وۀ ژوند خو بس دغه کښې تېر شو نو
خان وۀ بيګارونه وو نور هېڅ نه وو