اسلام اباد پرلت: د پښتنو د مهذبتوب ننداره – ایاز الله ترکزئ

د اسلام اباد پرلت کښې چې د پښتنو کومه غوښتنه وه د هغې ذکر پۀ پرلت کښې بار بار کېده. پۀ اصل کښې د دې پرلت خاص مقصد د نقيب الله شهيد د ماورا عدالت قتل خلاف او د مجرم راو انور د نيولو او سزا ورکول وو خو چې …

نور ولولئ »

[نظم توکنه] د حسېن احمد صادق د نظم “پوډري” – فېصل فاران

  حسېن احمد د پښتو يو پېژندلے شاعر دے. د شاعرۍ درې ټولګې ‘سوراړا’، ‘روښانه سحر’ او ‘غندلې’ چاپ کتابونه دي. پۀ وړومبنۍ مجموعه ئې د متنازعه کېدو يوه هڅه هم شوې ده او امريکه کښې مېشته يو ګمنامه شاعر دا دعويٰ کوي چې دا ئې زما نه تروړلې ده. …

نور ولولئ »

د اجمل خټک بابا دوه خطونه – رحمت شاه قرېشي

  رحمت شاه قرېشي د ټانک د سیمې یو تکړه او متحرک ملګرے دے. هغه یو کلک باچاخانے او پوخ نېشنلے دے. د خپل ګوند، خپلې نظریې، خپل بېرغ او خپلو مشرانو سره بې کچه سُوچه مینه لري. هغه د باچاخان مرکز او ‘پښتون’ مجلې سره د خپل وس نه …

نور ولولئ »

سټوډنټس یونینز: مارشل لاء، عدالت او جمهوریت – سلېمان ایسپزے

  اٰوټ ډېټډ نصاب، د فيسونو زياتوالے، د هاسټلو غېر معياري او ناکافي سهوليات، د پِک اېنډ ډراپ سروس ختمېدل، د ضروري ورکشاپونو عدم موجودګي، د استاذانو خپلو کلاسونو ته نۀ راتګ او لو کمټنټ ليول، د سېل او لوبو فيسونو اخستو باوجود نیشتوالے، هم نصابي سرګرمۍ او د کالجونو …

نور ولولئ »

پاکستان د نوو تجربو نه تېرېږي – شمس بونېرے

د دنیا د موجوده ملکونو پۀ تاریخ کښې د پاکستان هغه تاریخي حېثیت نشته چې دا پرې لکه د بعضې تاریخ دانانو لۀ خوا دعويٰ کېږي، د زرګونو کلونو تاریخ لرونکو ملکونو سره یو صف کښې ودروي. دا نۀ چا قبضه کړے او نۀ د دې د ازادۍ د پاره …

نور ولولئ »

پښتون پرلت او پاکستانۍ میډیا – مشتاق درانے

  د دهرنې )پرلت( نامه اورېدو سره پۀ ذهن کښې عجيبه شان عکسونه او انځورونه مخې ته راځي. لکه چې ښۀ ډېر خلق راغونډ شوي دي او اولسي لارې او سړکونه ئې بند کړي دي، خلق او د هغوي څۀ پۀ نوم مشران پۀ )اے سي او بلټ پروف( کنټېنرو …

نور ولولئ »

پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

د نوازشريف پۀ حق کښې د سپريم کورټ د فېصلې اثرات او د عومي نېشنل پارټې موقف سپريم کورټ ميا محمد نوازشريف د خپل ګوند د صدارت کولو نه هم منع کړو. د دې نه مخکښې هم دغه عدالت د پارلېمان غړي توب او د نورو حکومتي څوکیو د پاره …

نور ولولئ »

رابندرا ناتهـ ټېګور او غني خان: مفروضات او حقائق – سمیع الدین ارمان

ټېګور پۀ کال اتلس سوه او یو شپېتم 1861)ز( کښې پېدا شوے ؤ او پۀ کال نولس سوه او یو څلوېښتم 1941)ز( کښې وفات شوے ؤ. پۀ کال دوه زره او یوولسم 2011)ز( کښې د هائډل برګ د مشهورِ زمانه پوهنتون ساوتهـ اېشیاء انسټیټیوټ د ټېګور د زېږون یو نیم …

نور ولولئ »

د ارواښاد پروفېسر (څېړنپوه) عبدالله بختاني خدمتګار – محمد اصف احمدزے

ژوندليک او چاپ شوي کتابونه استاد عبدالله بختاني خدمتګار پهٔ بر کلي کښې هغه اخیرے خدائي خدمتګار ؤ چې پهٔ شنه شونډه د باچاخان پهٔ لاس کړے بېعت ئې تر مرګه پوره ایمان او بشپړ اعتقاد سره وپالهٔ. باچاخان خپل ژوندلیک ‘زما ژوند او جدوجـﻬـد’ کښې د اجمل خټک، فضل …

نور ولولئ »