روښانیت او د ښځو مقام – اکبر کرګر

 

 

پښتون اولس د يوې ځلاندې او روښانې ماضې څښتن دى. د دې اولس پۀ فرهنګ او دود دستور كښې داسې ډېر څۀ شته چې پرې حساب كېدى شي. يوه هغه مسئله چې بيا او بيا غور او فكر كولو ته اړه لري، هغه د پښتون پۀ فرهنګ كښې د جنسيت يا د نرينه او ښځينه موجوديت مسئله ده. لۀ دې به سترګې نۀ پټوو چې د پښتون اصيل فرهنګ تاړاكګرو او حمله كوونكو دښتيانو او صحرانشينو د حملو پر اثر ويجاړ او عن وينځل شوى دى او هغه شيانو اويا فرهنګي توكو او عناصرو پكښې ځاى نيولى دى چې د پردو مال ؤ، نۀ چې دپښتنو د فرهنګ. د پښتنې ټولنې پۀ جمعي تحت الشعور كښې داسې ډېرې بېلګې او زړبېلګې شته چې روښانوي چې د دې سيمې “پښتون” اولسونو مېرمنو او ښځو ته پۀ درنښت قائل ؤ او د هغو موجوديت ورته د وياړ جوګه ؤ – نۀ دا چې د زيږون نه پس ئې ژوندۍ پۀ خارو ومنډي.

مونږ پۀ معاصر خو نۀ، ډېر لرغوني تاريخ كښې د خپلې ادعاء د اثبات لپاره دوه څرګندې حادثې د مثال پۀ توګه لرو چې را ښائي د ښځو رول او ونډه هېڅ كله پښتنو لۀ پامه نۀ ده غورځولې – يو روښاني غورځنګ دى چې پۀ واقعيت كښې سوچه او نګه پښتون غورځنګ دى، او بل د خدائي خدمتګارو غورځنګ يا باچا خاني لار ده. پۀ دواړو رېفورمستي )اصلاحي( جريانونو كښې مېرمن او ښځه، مور او لور د درناوي وړ او د كارنامو او حماسو هستوونكې وې او دي. د پاچا خاني رېفورمستي غورځنګ پۀ باب به بل وخت خبرې كوو؛ خو دلته پۀ دې ليكنه کښې د روښاني غورځنګ پۀ باب او پۀ غورځنګ کښې د مېرمنو د ونډې پۀ اړوند څۀ وايو.

د پښتون اولس پۀ تاريخ کښې د روښاني غورځنګ يو ستر امتياز پۀ دې کښې دی چې هغه څۀ يا هغه عناصر چې متحجرو مذهبي فرقو ته د منلو وړ نۀ وو او يا ئې تل ورسره مخالفت کړی، د روښاني غورځنګ پۀ متن کښې ورته پاملرنه شوې ده؛ دا دوه توکي يو موسيقي او بل د ښځو د شخصيت او موجوديت مسئله وه. پۀ موسيقي باندې څۀ وئيل اوږد بحث دی چې پۀ دې برخه کښې نۀ ځائېږي خو دلته يواځې د ښځو پۀ مقام او د هغو د ازادۍ پۀ ارزښت خبرې کول غواړو. د روښاني غورځنګ پۀ رواياتو او کردار کښې هغه د عربۍ وروسته پاتې فرهنګ بر خلاف د يوۀ انسان پۀ توګه ارزول کېږي او خپل مقام او دريځ پېدا کوي.

پۀ دې معنٰي چې روښاني غورځنګ د پردو د زړو سننو او ميراثونو پر ضد د يوۀ عصيانګر جريان پۀ توګه د ښځو د پراخې انساني کتلې پۀ باب هم بې توپيره نۀ دى پاتې شوى، بلکې پۀ دې برخه کښې ئې هم ډېر څرګند او روښانه دريځ درلود.

کله چې د ښځو پۀ باب د روښانيانو چلند وينو او لۀ بلې خوا د بايزيد روښان د سر سخته مخالف اخوند دروېزه تورونه او تومتونه لولو، پۀ ډاګه جوتېږي چې بايزيد روښان پۀ پوره زړورتوب د ښځو د ازادۍ او د هغوي د درناوي پۀ برخه کښې ګامونه اوچت کړي دي. د بايزيد روښا ن د سر سخته مخالف اخوند دروېزه پۀ دې برخه کښې هم پر روښان او د هغۀ پۀ مريدانو تورونه لګوي او د هغۀ د تومتونو پۀ لړ کښې دا داسې تور دى چې د هغه “اسماعيليه فرقې” د پېروانو پۀ باب هم ارايه شوى دى، خو پۀ دې برخه کښې د دوو ټکو معلومول ضروري دي – يو دا چې اخوند دروېزه او د هغۀ پۀ څير وچ مذهبي او پۀ اصطلاح د اهل شريعت پلويان دروښانيانو پۀ باب څۀ فکر لري او بله دا چې خپله بايزيد روښان او د هغۀ پېروان ښځو ته پۀ کوم ټولنيز ارزښت او دريځ قائل دي. دغه دوه مسئلې اساسي اختلاف لري، پۀ دې معنٰي چې اخوند دروېزه ليکي:

“زهى سفاهت اين مردم شخص که بازنان بيگانگان تنها در خلوت نشيند و زنان را خليفه سازد و صاحب دعوت نموده شهر به شهر بانواع حيله اراسته بگرداند به قصد ان که جميع لوندان و شهوت پرستان محض از براى شهوت تبعيت او خواهد گرفت.”

تذکرة الابرار و الاشرار، مخ 148

د اخوند دروېزه هدف پۀ دې برخه کښې پۀ مشخص ډول بايزيد روښان يا د هغۀ پۀ اصطلاح پير تاريک دى چې څو کرښې د مخه د هغۀ نوم اخلي او بيا دغه يادې شوى مسئلي طرح کوي – خو پۀ ناخبره توګه د اخوند دروېزه لۀ قوله دا ټکى هم جوتېږي چې روښانيان يا بايزيد روښان ښځو ته د خلافت پۀ مرتبه قائل ؤ. دا هغه مطلب دى چې د روښانيانو پۀ باب څو ځايه وئيل شوي، خو د هغۀ مخالف ئې پۀ ناخبره توګه يادونه کوي. دروېزه پۀ بله برخه کښې زياتوي،

“روزى يکى از اصحاب و احباب اين فقير در مجلس او حاضر امده ديد که باجمعي زنان متمردان نشسته گفت: اى ملعون! شنيدم که شما هر کدام از اتباع خود را به مرتبه منصور حلاج رسانيده ايد و از عدد برګ درختان و ريگ بيابان آگاه گردانيده ايد؟ ګفت ارى…”

هم هاغه اثر، هماغه مخ

اخوند دروېزه پۀ ډېره بې باکه او پوچه خولۀ پر بايزيد دا تور هم لګوي، وائي چې يوه شپه ورسره پۀ هشنغر کښې يو ځاى ميلمه وم، پۀ ډېر تظاهر سره وائي چې ‘دا زما عادت ؤ چې ټوله شپه به ويښ وم. پۀ هغه شپه هم تر سهاره ويښ پاتې شوم. د دې لپاره چې پلټنه وکړم. زمونږ د خوب پۀ کوټه کښې يوه نرۍ پرده وه خو زۀ پوهه شوم چې بايزيد ټوله شپه لۀ خپلې ناوې سره يو ځاى ؤ او سهار چې پاڅېد او جامې ئې واغوستې، نۀ ئې غسل وکړ او نۀ ئې اودس – راغى پۀ جومات کښې کښېناست:

“بعد اتباع اودر رسيده و به نماز بامداد مشغول گشتند و اين فقير تنها نماز را به جا اورده.”

هماغه اثر، مخ 150

لۀ يوې خوا ښځې د خلافت درجې ته رسول او لۀ بلې خوا پر بايزيد روښان داسې تور لګول چې ګويا بې اودسه نمونځ ئې کاوۀ او يا دغه ډول خبرې سړى پۀ شک کښې اچوي چې ايا پۀ رښتيا فقير )اخوند دروېزه( لۀ روښان سره دومره نزدې ؤ چې د هغۀ د خوب پۀ کوټه کښې ئې د نرۍ پردې تر شا شپه سبا کړې او کۀ څنګه؟ د دروېزه خبره لږه شکمنه او د اوسنيو ملايانو د پلار پۀ توګه ښکرورو دروغ برېښي.

خو پۀ دې کښې شک نشته چې روښان يو سنت شکنه او عصيانګر شخصيت ؤ. هغه دښځو د ازادۍ هم پلوى ؤ. هغه څۀ چې وروسته پرې رڼا اچوو، خو لۀ دې هم انکار نۀ شو کولى چې هغه هم انسان ؤ او “هېڅ انساني څيزونه او خويونه لۀ هغۀ پردي نه وو.”

پۀ دې کښې هم شک نشته چې بايزيد روښان د ښځو لۀ فکتور څخه د خپل نفوذ د ساحې پۀ پراختيا کښې هم غافل نۀ ؤ. د مثال پۀ توګه کله چې مرزا حکيم هغۀ ته اجازه ورکړه چې پېښور ته لاړ شي، د دې د پسه دۀ خپل تحريک پۀ مهمند زو )هشنغر( کښې شروع کړو. هغوي چې د دۀ پۀ کار کښې کومه تن دهي او کوم اخلاص ښکاره کړو، د هغې نه دى دومره متاثره شو چې خپله ئې هم وادۀ وکړو، زامنو ته ئې هم هلته ودونه وکړل او يوه لور ئې هم پۀ دوي کښې وادۀ کړه.”

مولانا محمد شفيع، پښتو مجله، مخ 24

محمد شفيع پۀ خپله مشهوره رساله کښې د مستندو متونو پۀ حواله د دې ذکر هم کوي چې کله پير بابا او د )هغۀ پۀ متابعت کښې( اخوند دروېزه صاحب دا وليدل چې دا يو لوى قسم پير دى چې د کبرويه، چشتيه، سهرورديه، شطاريه، حلاجيه وغېرهم مشهورو سلسلو سره تعلق او ربط نۀ لري، ښځو ته هم خلافت ورسپاري او سماع او د مزاميرو نه هم پرهېز نۀ کوي نو د دې رقم پير متابعت ئې پۀ دين کښې خلل وګڼلو.”

عبدالقدوس قاسمي، مقاله، پښتو مجله، مخ 67

پۀ دې ډول مولانا عبدالقدوس قاسمي د اخوند دروېزه تومتونه چې پر بايزيد ئې لګولي وو، پۀ ترتيب سره شماري او د کفر او الحاد د اوږدۀ فهرست پۀ لسم پېراګراف کښې بيا هم د دې ټکي يادونه کوي:

“د دۀ پۀ مريدانو او خلفاو کښې ښځې هم شاملې وې او د ښځو د شمولېت نه ئې مقصد صرف دا ؤ چې عوامو ته يوه تماشه جوړه کړي او د دې تماشې پۀ ذريعه ئې ځان ته را غونډ کړي.”

مولانا عبدالقدوس قاسمي، مخ 75

خو څۀ چې ووئيل شول، دا د سکې يو مخ دى. بل واقعيت دا دى چې د روښانيانو پۀ سياسي، مذهبي او فرهنګي جريان کښې ډېرې سترې ښځينه څهرې لکه بي بي شمسو، بي بي علائي او بي بي کمال خاتون، بسۍ، روښاني او نورې هم وينو چې هېڅ کله پۀ دغه جريان کښې د هغو لۀ نقش څخه سترګې نۀ شو پټولې. پۀ لنډ ډول د څو مشهورو روښاني مېرمنو يادونه کوو:

بي بي شمسو روښانۍ:

د بايزيد روښان مېرمن وه. کوم وخت چې پير روښان لۀ ګورګاني دولت سره خپلې مبارزې پېل کړې، بي بي شمسو لۀ بايزيد روښان سره پۀ ټولو مبارزو کښې ملګرې وه. د هغې زياته استوګنه د هشنغر او ټوټې پۀ سيمه کښې وه.

د بايزيد روښان تر مرګ وروسته کله چې د اباسين پۀ غاړه د بي بي شمسو د زامنو او مغلي دولت د پلويانو تر منځ سختې جګړې وشوې، پۀ دغو جګړو کښې د هغې درې زامن شېخ عمر، خېر الدين او نور الدين ووژل شول؛ نو دښمنانو د هغو سرونه او لاسونه پرې کړل او بي بي شمسو ته ئې راوړل چې د هغو اکر او معنويات پرې بدل کړي او د خلقو لۀ لمسونو لاس پر سر شي. بې بې شمسو هغه درې سره مچ او ښکول کړل او وې وئيل:

“پۀ تاسو دې رحمت وي چې ثابت قدم پاتې شوئ او د حق پۀ لاره کښې مو سرونه ورکړل” – د زامنو مړينې د هغې د مبارزې عزم کمزورى نۀ کړو بلکې څۀ وخت چې جلال الدين روښاني تېراه ته راغى نو بي بي شمسو ئې هم لۀ ځانه سره راوستله او د هند د ګورګاني دولت پر ضد به ئې خلق مبارزې ته را بلل.

علائي روښانۍ:

مېرمن علائي روښانۍ د جلال الدين روښاني لور او د پير روښان لمسۍ او د احداد چې د جلال الدين د مشر ورور شېخ عمر زوى ؤ، مېرمن وه. دې هم د روښانيانو پۀ لښکرو کښې د هند لۀ ګورګاني دولت سره ډېرې جګړې کړې وې او وروسته تر هغه چې احداد مړ شو اوجګړه ختمه شوه نو د هندوستان ګورګاني باچا دا مېرمن د هغې لۀ ورور او نورو خپلوانو سره هندوستان ته بوتله. وائي چې مېرمن علائي وصيت کړى و چې “کۀ زۀ مړه شوم نو زما مړى تيراه ته يوسئ او د احداد تر څنګه مې ښخه کړئ.”

حالنامه ليکي چې:

“مېرمن علائي ډېره پوهه او عالمه ښځه وه. د “خېر البيان” او “مقصود المؤمنين” کتابونه ئې پۀ معنٰي لوستلي وو. علائي پۀ سخيٰ هم مشهوره وه او پر غريبو خلقو ئې ډېره مهرباني درلوده.

علائي د جګړې او مبارزې پۀ وخت کښې خپل مېړۀ احداد او خپل زوي عبدالقادر ته ګټورې مشورې ورکولې.

دغه راز د روښاني مېرمنو پېروانو او د هغو د نقش پۀ باب حالنامې او نورو اصلي متونو زيات واقعيتونه ثبت کړي دي. وائي چې کله د روښاني غورځنګ مخالفينو د احداد کور محاصره کړو، پۀ قلعه کښې يواځې د احداد يوه لور پاتې وه، هغه د دې لپاره چې دښمنانو ته ژوندۍ تسليمه نۀ شي، ځان ئې لۀ ديوال نه وغورځاوۀ او مړه شوه.

پر روښاني اعتقاد باندې د ټينګار يوه څرګنده نمونه د نورو زياتو پۀ لړ کښې يوه هم “بسۍ” نومې روښاني مېرمن ده. چې کله د روښانيانو لوى لښکر د جلال الدين اکبر پۀ لاس کښېوت، يوه ورځ ئې ټول راوويستل او لۀ هر يوۀ ئې پوښتنه کوله چې څوک یې؟ اخر بسۍ ته وار ورغى –

“اخير زنى بود از قبيله خليل بسۍ نام داشت او را پرسيد که شما از کدام قبيله آيد؟ بسۍ جواب داد که من روشاني ام. بادشاه فرمود که من ميدانم که تو روشاني هستي اما مي پرسم که از کدام قبيله آيد؟ گفت: قبيله من روشاني اند، ديگر قوم و قبيله ندارم. بادشاه از ګفته او بسيار خوشحال شد. گفت قوم تو روشاني باشد.”

مخلص، حالنامه، مخ 438

روښاني مېرمنو لۀ نارينو سره يو ځاى پۀ مذهبي غونډو او مجلسونو کښې برخه اخسته، د خېر البيان او مقصود المؤمنين اورېدو ته ئې غوږ ايښودۀ او خپله ئې هم پۀ وعظ او تبليغ کښې برخه درلوده.

لۀ پورتنيو توضيحاتو څخه جوتېږي چې روښاني غورځنګ پۀ خپل جريان کښې د ښځو د ونډې پۀ باب اصلاحي او نسبتاً ريفور مستيک چلند کاوۀ. دغه چلند د تېر پۀ نسبت او د ټولنې د لاسبرې فضا، عنعني قوانينو پر ضد يو سر غړاوى ؤ.

لکه چې تر مخه مو ورته ګوته ونيوله، د روښانيانو پۀ غورځنګ کښې د ښځو د مذهبي دريځ لۀ مخې د تحرک او بدلون پۀ حال کښې وې. ښځې د خليفه مقام تر لاسي کوی شو او نور ئې هم دعوت کولى شول. پر دې اساس د اخوند دروېزه تومتونه کېدی شي. د هغۀ ډوګماتيک اوتنګ نظرانه مذهبي چلند پۀ توګه وګڼل شي او د روښانيانو چلند دښځو د حقوقو د تساوي پۀ برخه کښې د وخت د موجوده نظام پر ضد يو سر غړاوى او عکس العمل وګڼل شي.

 

دا هم ولولئ

پاکستان ګروتهـ رېټ 2020 د اېشین ډولپمنټ بېنک لۀ خواراتلونکي کال د پاره پېشن ګوئي – لطیف اورکزے

  پاکستان، بې د څۀ مبالغې، دا وخت د خپل تاریخ پۀ یو داسې پړاو …