الف جان خټکه:یو تاریخ ساز شخصیت – ډ. سید وقار علي شاه کاکاخېل

پۀ څوارلسم ستمبر کال 2019 پۀ سوشل میډیا باندې د ډاکټر سهېل خان لۀ خوا یو خبر خپور کړے شو چې پکښې ئې لیکلي وو چې د پښتو نامتو لیکواله خدائي خدمتګاره الف جان خټکه پۀ حق ورسېده.

د دې خبر پۀ کتو ډېر خفه شوم. یو خوا کۀ مې ورته د بخښنې دعاګانې وغوښتې نو ورسره پینځویشت کاله پخواني واقعات را پۀ زړۀ شول او غواړم چې د “پښتون” لوستونکو سره ئې هم شریک کړم.

کله چې زۀ اکسفورډ یونیورسټۍ ته پي اېچ ډي کولو ته لاړم او پۀ خدائي خدمتګارو او د پښتونخوا د هغه وخت پۀ سیاست مې کار شروع کړو نو پۀ تحریک کښې د مېرمنو برخه را ته هم ډېره زیاته ښکاره شوه. باچا خان او د هغۀ ملګرو پۀ دې لړ کښې ډېر زیات کړاوونه کړي دي او هغوي خو عملي خلق وو نو پښتنو مېرمنو ته ئې خواستونه هم کړي دي او موقعې ئې ورته هم فراهم کړې دي چې دوي د ژوند پۀ هر مېدان کښې را وړاندې شي او د خپلو نارینو سره څنګ پۀ څنګ د ازادۍ پۀ جنګ کښې برخه واخلي. زۀ څو ځله بي بي سي لندن ته لاړم، هلته به مې دوو کسانو سره هر وخت پۀ دې موضوع خبرې کولې – یو عبېد الله مهک ؤ او بله صفیه حلیم خور وه. بیا د بي بي سي لندن نه مو یو څو پروګرامونه پۀ “پښتون” باندې هم وکړل. دې سره مې پۀ دې حقله تلوسه زیاته شوه او چې کله هم د پي اېچ ډي پۀ منځ کښې څو میاشتو د پاره هندوستان او بیا پاکستان ته راغلم نو د نورو موادو سره سره مو د “پښتون” غونډولو تابیا هم نوره زیاته کړه.

هم پۀ دې لړ کښې ما دا غوښتل چې د قبائیلي سیمو یو لنډ غوندې چکر هم ووهم. جواهر لعل نهرو پۀ اکتوبر (1946) کښې د قبائیلي علاقو پۀ سرکاري دوره راغلے ؤ. هغۀ د پېښور نه ځان سره پۀ دې موقع باچا خان او ډاکټر خان صاحب هم بوتلل غوښتل. اولف کېرو هغه وخت د دې صوبې ګورنر ؤ خو د اپرېل 1930 راهسې پرې خدائي خدمتګار او کانګرس ښۀ نۀ لګېدل. دے د مسلم لیګیانو پۀ طرف ؤ. هغۀ پوره پوره کوشش وکړو چې وائسراے لارډ وېول ته ووائي چې نهرو د دې دورې نه منع کړي او کۀ دوره کوي هم نو بیا چې د کانګرس د لیډرانو او خدائي خدمتګارو سره سره د مسلم لیګ مشران هم ځان سره بوځي. نهرو پۀ دې وخت کښې پۀ مرکز کښې د جوړ شوي حکومت نائب صدر ؤ او دا قبائل د هغۀ پۀ ذمه وارۍ کښې شامل وو. وېول ګورنر ته ووئيل چې زۀ پۀ هېڅ صورت نهرو نۀ شم مجبورولے ځکه چې دا د هغۀ خپله فېصله ده چې څوک بوځي او کوم ځایونه ویني. کېرو بیا دا کوشش وکړو چې پۀ هر صورت دا دوره ناکامه کړي. دلته ئې ماجب خوارۀ قبائیلي ملکان پوهه کړل چې دوي دې مظاهرې وکړي او نهرو دې بې عزته کړي.

ما دا غوښتل چې دا ټول ځایونه زۀ پۀ خپله وګورم او خلق انټرویو کړم ځکه چې د نهرو استقبال پۀ ځینې ځایونو کښې پۀ تورو جنډو سره شوے ؤ. دا تورې جنډې خو د اروپائي قامونو د احتجاج طریقه ده؛ نو ما ځان سره خپل خوږ ملګرے اېمل خان خټک هم کړو ځکه چې هغۀ ته دا علاقې معلومې وې او مونږ پۀ 29 اکتوبر کال 1994 د پېښور نه د بنو پۀ لار روان شو، ځکه چې وړومبۍ شپه مو پۀ بنو کښې وه. د کرایې موټر مو کړے ؤ. پۀ لاره مو ګپ شپ لګولو. چې د کوهاټ د غاښي نه واوړېدو نو ډرائیور ووئيل چې د بنو نه مخکښې به پۀ ګاډي کښې پټرول اچوو ځکه چې هسې نۀ هلته د پټرولو کمے وي. پۀ لاره روان وو چې دې کښې مو د احمدي بانډې بورډ پۀ نظر راغلو. سړک پۀ بازار تېرېدو. د بازار نه وړاندې زمونږ ښي لاس ته یو پټرول پمپ راغے. ډرائیور ته مو ووئیل چې دلته ګاډے ډک کړه. زۀ ور کوز شوم او کوم بنده چې د پېسو غونډېدو د پاره ولاړ ؤ، هغۀ سره مې خبرې پۀ دې طور وکړې:

زۀ: مشره! تاسو د دې کلي یئ؟

ځواب: هو! هم د دې کلي یم.

زۀ: مشره! کۀ خفه کېږې نۀ نو یو تپوس کول غواړم.

ځواب: سل تپوسونه خو وکړه، دې کښې د خفګان څۀ خبره ده؟

زۀ: مشره! پۀ دې کلي کښې ډېره موده وړاندې د پاکستان د جوړېدو پۀ وخت یوه مېرمنه اوسېده؛ هغې ډېر زیات لیکل پۀ پښتو ژبه کړي دي او د هغه وخت یوه رساله “پښتون” کښې ئې چاپ کړي دي. د دې ښځې تعلق د باچا خان د خدائي خدمتګار تحریک سره ؤ او نوم ئې الف جان خټکه ؤ. دا مېرمن تاسو پېژنئ؟ دا ژوندۍ ده کۀ پۀ حق رسېدلې ده؟ کۀ چرې پۀ حق رسېدلې وي نو تاسو ما ته دا وئيلے شئ چې د هغې څوک خپل خپلوان شته او مونږ ورسره لیدل کتل کولے شو؟

ځواب: تاسو څوک یئ او دا ټول معلومات ولې کول غواړئ؟

زۀ: زۀ د کاکا صاحب اوسېدونکے یم، نن سبا پۀ انګلېنډ کښې پۀ باچا خان او خدائي خدمتګارو پي اېچ ډي کول غواړم. دا معلومات زما پۀ دې لړ کښې پکار دي.

ځواب: ځوانه! الف جان خټکه زما مشره خور ده، بالکل ژوندۍ ده، پۀ صحت روغه رمټه ده. د بده مرغه ورسره نن ملاقات ځکه نۀ شې کولے چې هغه زما د بل ورور او ورېرونو کره لاړه ده. هغوي پۀ کوهاټ ټاون شپ کښې اوسېږي. د ماشومانو سنتونه دي. څو ورځې به هلته کښې وي او بیا به کلي ته واپس راځي.

د خوشحالۍ اختر را باندې راغلو، ځکه چې مونږ خو ورپسې ګرځېدو او ما د خپلو ډېرو مشرانو او لیکوالو نه تپوسونه کړي وو چې دا مېرمنه ژوندۍ ده کۀ نۀ؟ هېڅ چا سره ئې نۀ رابطه وه او نۀ معلومات.

د واپس راتلو لوظ مو ورسره وکړو، لاړو بنو ته. بیا لاړم د وزیرستان هغه ټول ځایونه مې وکتل کومو ځایونو ته چې جواهر لعل نهرو پۀ اکتوبر 1946 کښې تللے ؤ، بلکې د یوۀ ملګري غفور شاه چې هم پۀ قائد اعظم يونیورسټۍ کښې ئې سبق وئیلے ؤ او بیا نائب تحصیلدار ؤ او پۀ رزمک کښې ؤ؛ د هغۀ پۀ برکت مو هم پۀ هغه سرکاري رېسټ هاوس کښې شپې هم وکړې چې پۀ کوم کښې جواهر لعل نهرو پاتې شوے ؤ. یقیناً چې دا ډېر اوږد خو خوندور داستان دے او د “پښتون” لوستونکو سره به ئې پۀ بل وخت شریک کړم. اوس راځم بیا د الف جانې خبرې ته.

د “پښتون” د اجراء نه پس کۀ وکتے شي نو )د هندوستان د تقسیم نه مخکښې( پۀ څلور دوره کښې تقسیم شوے دے. وړومبے دور د “میاشتۍ” پۀ حېث د مۍ 1928 نه واخله تر اپرېل 1930 پورې دے – د قیصه خوانۍ د خونړۍ پېښېې نه پس پۀ خدائي خدمتګارۍ باندې پابندي ولګېده، باچا خان او ملګري ئې د جېل د تورو تمبو پۀ شا بندیوان شول او پۀ “پښتون” هم پابندي ولګېده. دا پابندي د اپرېل 1931 پورې جاري وه. کله چې باچا خان د ګاندهي – ارون معاهدې د لاندې لۀ بنده راخلاص شو نو د مۍ کال 1931 نه “پښتون” بیا راوتل شروع شول. دا هم “میاشتیزه” وه. څو میاشتې وچلېده. پۀ دسمبر 1931 کښې پېرنګي بیا پۀ خدائي خدمتګارانو او پۀ باچا خان ګزار وکړو او هر څۀ بیا بند شول. د “پښتون” درېم دور د کانګرس پۀ وزارت کښې شروع کېږي. دا ځل پۀ میاشت کښې به درې رسالې راوتلې. دا درېم دور د اپرېل کال 1938 نه واخله تر دسمبر کال 1940 پورې ؤ. حکومت پرې بیا پابندي ولګوله. د “پښتون” څلورم دور د مۍ 1945 نه واخله تر اګست 1947 پورې دے. دې دوران کښې به پۀ میاشت کښې څلور رسالې راوتې. د پاکستان د جوړېدو نه اګاهو دا د “پښتون” څلور دوره وو چې مې بیان کړل.

الف جان خټکه پۀ وړومبو درې دورونو کښې نشته. هغه وخت چې څوک د ټولو نه زیات لیکل کوي او ډېرې اېغې نېغې ترخې او سختې خبرې کوي، هغه سیده بشريٰ بېګم ده چې د زیارت کاکا صاحب اوسېدونکې وه او د “س ب ب” پۀ نوم ئې شهرت لرلو. زما کليواله ده، مشره مو ده، پۀ عزیز ولۍ کښې مو هم ده. ښې بدې ورسره وې، مړي ژوندي ته تګ راتګ هم ؤ خو د کاکاخېلو مېرمنو ستر او پړده خو مثالي وه – ما کوشش وکړو چې ورته ورسم او انټرویو ترې نه واخلم خو ملاقات مې ورسره و نۀ شو او سوالونه مې ورته واستول چې ځواب ئې پۀ اتۀ ویشتمه جنورۍ 1985 راکړو. دا عالمه مېرمن پۀ شپاړسم اګست 2002 پۀ حق ورسېده.

د “پښتون” پۀ څلورم دور کښې د الف جان خټکې هومره لیکل بل چا نۀ دي کړي. لیکل ئې هم ډېر پۀ مدللـه طریقه او د پښتون قام د لار ښوونې د پاره داسې کړي دي چې پۀ تاریخ کښې ئې ځان ته یو خاص مقام پېدا کړے دے. د خداے تعاليٰ شکر ګزار یم چې دا معلومات مو تر لاسه کړل.

د بده مرغه پۀ وزیرستان کښې مو ډېرې ورځې تېرې کړې او واپس چې پېښور ته راتلو نو احمدي بانډه کښې مو د الف جان تپوس و نۀ کړے شو. کله چې واپس راغلم نو خپل یو خوږ ملګرے چې لکه د مشر ورور راباندې ګران دے، ډاکټر فضل الرحیم مروت ته مې ذکر وکړو چې الف جان ژوندۍ ده او پۀ صحت هم ښه روغه جوړه ده.

زمانې بیا تېرې شوې. زۀ خو لاړم انګلېنډ ته او واپس چې راغلم نو پۀ قائد اعظم یونیورسټۍ کښې مې غوښتل چې باچا خان او پۀ خدائي خدمتګارۍ درس ورکول شروع کړم خو د هغه وخت د حاکمانو پۀ سبب د یونیورسټۍ مشران هم وېرېدل او هر چا راته دا ووئیل چې تۀ اجازه نۀ لرې چې پۀ دې موضوعاتو دلته درس ورکړې. څو کاله پس الله تعاليٰ راباندې خپل فضل او خصوصي کرم وکړو؛ د دې جوګه شوم چې خپله دا فېصلې وکړې شم او پۀ یونیورسټۍ کښې پۀ واکدارانو دا ومنم. باچا خان مو هم پۀ باقاعده طریقې سره پۀ کورس کښې راوستو او خدائي خدمتګار هم پۀ کورس کښې شامل شول. هغه د اجمل خټک صاحب خبره چې:

نن ټول وطن د هغې محبوبا سندرې وائي
خټک چې به د ځان سره ژړله کله کله

کله چې پۀ صوبه کښې د عوامي نېشنل پارټۍ حکومت راغلو نو هغوي خپل مشران پۀ ښۀ طور سره د یادولو اراده وکړه. زمونږ یو بل دروند مشر افراسیاب خټک او د صوبې وزیر اعليٰ امیر حېدر خان هوتي یو داسې د ډېرې ستائینې کار وکړو چې د هغې علاقې د جینکو د پاره ئې کالج د الف جان خټکې پۀ نوم جوړ کړو او نور ئې هم ډېر درناوے ورکړو. فضل الرحیم مروت چې هغه وخت پۀ باچا خان مرکز کښې ؤ، د هغۀ پۀ وېنا د الف جان انټرویوګانې رېکارډ کړې شوې او پۀ دې طور دا تاریخي ورثه د ضائع کېدو نه بچ شوه.

د الف جان پۀ ژوند او ادبي خدماتو خو پي اېچ ډي ګانې کېدې شي. د هغې شاعري خو ځان له یوه ډېره اوږده موضوع ده. زۀ به دلته صرف د هغې دوه نظمونه را واخلم او د لوستونکو سره به ئې شریک کړم. دا دواړه زما ډېر زیات خوښ دي. یو خو د تاریخ سره اېغ پۀ نېغه تعلق لري او بل د هغه وخت د پښتنو مېرمنو د ژوند عکاسي کوي. هغه وخت څۀ چې نن هم د پښتنو مېرمنو اکثریت هم پۀ دې حال دے او بویه چې پۀ راتلونکو لس شل کلونو کښې پۀ دې کښې څۀ بدلون راشي.

د فرورۍ د اوولسم تاریخ 1946 پۀ “پښتون” کښې نظم “پښتنې جلې ته خطاب” پۀ نوم د الف جان خټکې دا شعرونه شائع شوي دي:

راشه راشه د سرحد پښتنې جلې!
پۀ ايمان وايه پۀ کوم ډېران اودۀ وې؟
د يورپ ښځې پۀ شيش محل کښې اوسي
د عالم جونه د شنو باغونو سېل کړي
مټې نغښتې پۀ دېوال تپې سپياکې
نۀ دې نمونځ نۀ دې اودس نۀ دې عمل شته
لنډه دا چې نۀ دې دين نۀ دې دنيا شوه
دا ذلت دې پۀ سبب د جهالت دے
د دوزخ ژوندون خو تا پۀ ځان قبول کړو
خداے د پاره د تعليم زيرمه ئې وکړه
ښۀ کالے د جينکو ښۀ تربيت دے
طوق، بېړۍ او هتکړۍ دې ورله ساز کړل
ماشومانو له دې پوزه غوږ سوري کړل
پۀ واړۀ عمر کۀ تۀ وې خاورو لاندې
د قرېشو جينکۍ لۀ تا نه ښې وې
پاک رسول چې د اُحد پۀ سر نعرې کړې
هغه زوړ سبق در ياد فخر افغان کړو
غلامي د خداے لعنت دے پۀ مونږ باندې
راشه وشلوه د غاړې زنځيرونه
کۀ پاڅې لۀ خوبه پاڅه او کۀ نۀ وي
قافلې درځنې ډېرې وړاندې لاړې
نېغه لار د شريعت ده، روانېږه!
ظاهري حسن چې تا له خداے درکړے
پۀ ايرو کښې د سرۀ لعل پۀ شان ښکاره وې
هۍ افسوس چې باطني حسن دې هم وے
چې د غم خبرې وکړو يو تر بلې
د ازل پۀ ورځ چې برخې وېشېدلې
تۀ نازېږې د غوايانو پۀ غوجلې
هر سحر ته چلوې خپلې خځلې
پۀ غوشيانو دې لړلې وي څنګلې
د قراٰن حديث پۀ ځاے وائې بدلې
د جوګي پۀ شان لۀ دواړو ووتلې
مور و پلار چې تۀ مکتب ته نۀ لېږلې
خپلې لوڼه جهنم ته بيايې ولې؟
کۀ پۀ لور د ژوندانۀ مزې اخَلې
نۀ اوږۍ ده، نۀ کړۍ ده، نۀ پايلې
خداے خبر پۀ کوم قصور دې ونېولې
داسې ظلم، داسې جبر – ولې ولې؟
پۀ ځوانۍ کښې به چا ولې خرڅولې
پۀ ژوندوني به پلارانو ښخولې
د عربو زولنۍ ئې وشلولې
شوې اوده پۀ غړولو سترګو ولې؟
پښتنې ئې د سيالۍ نه وويستلې
کۀ دنيا کښې د عزت برخه اخَلې
تر قيامته به پۀ خاورو کښې څملې
رسېدل به دې هله شي چې تۀ ځغلې
د الله پۀ رسۍ ښخې کړه منګولې
پۀ عالم کښې به موندلے نۀ وي بلې
خالده اديب خانم چې ولېدلې
نمر پۀ شان بيا پۀ عالم کښې ځلېدلې

الف جان چې خپل تصوير ورله ښکاره کړو
پښتنې جونه ئې څنګ وژړولې[1]

د څلیریشتم جون 1946 پۀ “پښتون” کښې د الف جان خټکې شعرونه “د پښتون لیډر څوک پکار دے؟” د سرخط لاندې چاپ شوي دي. وائي چې:

کۀ مرکز ئې پاکستان کښې هندوستان وي
چې د غېرو لیډري شي پۀ سر حد کښې
ستا لیډر کله عیسٰي کله موسٰي شي
پنجابے هندوستان دې چې لیډر وي
د پښتون جدا تهذیب بېل تمدن دے
کوم ائین چې د اغیار لۀ لاسه جوړ شي
خو لیډر دې د سرحد “فخرِ افغان” وي
نا پسنده به د هر پښتون پۀ ځان وي
دې نه زیات به د پښتون څۀ کسرِ شان وي
یاد لره چې سرا سر به د تا زیان وي
هم هغه به پرې پوهېږي چې “افغان” وي
د پښتون به یقیناً پۀ کښې تاوان وي

پۀ افغان به بې افغان څوک امیر مۀ شه
د کشمیر کۀ د پنجاب کۀ د ایران وي[2]

کله چې د هندوستان د تقسیم د فېصلې د پاره د وزارتي مشن د وفد (Cabinet Mission Delegation) درې غړي هندوستان ته راغلل او اول د څو ورځو د پاره ملاقاتونه ئې د هندوستان د سیاسي ګوندونو سره وکړل خو څۀ نتیجه ئې و نۀ وتله، بیا ئې خپل پلان را وړاندې کړو؛ د هغوي پۀ دې منصوبه نن هم ډېر خلق بحثونه کوي خو پوهېږي پرې نۀ – زۀ خو حق حېران د الف جان عقل، پوهې او فکر ته یم چې دا مېرمنه پرې څومره زر پوهه شوه چې پېرنګیانو د دهوکې د پاره وخت ورکړو، خو بیا ئې پۀ هندوستان خپله رایې لازمه کړه. هغه وائي:

نادان هندوستان پېرنګي بیا وغولول
درې کسه مداریان لۀ ولایت نه وو راغلي
خلاف ئې د مذهب پۀ نوم پېدا کړو هندوستان کښې
دا دوه به سره خپل وے کۀ دریم پۀ منځ کښې نۀ وے
یورپ او امریکې سترګو ته واچولې خاورې
راعي او رعایا کښې ئې نفرت سره پېدا کړو
د کور دننه ځاے ئې یو فریق ته هم ورنۀ کړو
سکړک د هندوستان ئې ورته درې څلو رټکړې کړو
کېکونه او پېسټرۍ ئې ولایت د پاره کېښوې
روسي کاکا خبره مې پۀ زړۀ ولګېدله
ما ټوقه وه ګڼلې دۀ رښتیا وغولول
هندو سکهـ مسلمان ئې د انډیا وغولول
نن دېر و حرم دواړه کلیسا وغولول
پۀ پټو مشورو کښې ئې بیا بیا وغولول
کم عقل “ساده خېل” ئې د اېشیاء وغولول
راجګان ئې د کشمیر او پټوډیا وغولول
کانګرس او مسلم لیګ ئې پۀ بېدیا وغولول
بې صبره ماشومان پرې زړې نیا وغولول
غریب هندوستانیان ئې پۀ دلیا وغولول
وې پټ ئې پۀ ترو کښې پۀ سنکهیا وغولول

د خلقو تېریستل دې د وړوکي کرشمه ده
زما او ستا پۀ شان ئې سل اویا وغولول[3]

لکه چې مې وړاندې ووئيل، الف جان خټکه ځان له یو تاریخ ساز شخصیت ؤ. پۀ هغې باندې خو ډېرې څېړنې کېدې شي. الله دې وکړي چې کورنۍ ئې د شاعرۍ کلام محفوظ ساتلے وي. پۀ “پښتون” کښې خو ډېر زیات کلام موجود دے خو بیا هم نور به زما پۀ خیال ګڼ شمېر داسې موضوعاتو باندې دې لیکوالې شاعري کړې وي چې “پښتون” کښې به چاپ نۀ وي. دا به پۀ راتلونکو نسلونو ډېر غټ او لوے احسان وي کۀ چرې د کورنۍ غړو ئې باچا خان مرکز سره تعاون وکړو او د هغې چاپي او ناچاپي اثار کوم چې )کۀ( دوي سره موجود وي، باچا خان مرکز ته ورکړي چې هلته پۀ ښه طریقه سره محفوظ پاتې شي.

  1. ډاکټر سید وقار علي شاه، پښتنې ښځې او د قام خدمت، پېښور، باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر، 2012، مخونه 222-220
  2. هم دغه اثر، مخونه 243-242
  3. ډاکټر سید وقار علي شاه، پښتنې ښځې او د قام خدمت، پېښور، باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر، 2012، مخونه 257-256

 

دا هم ولولئ

پاکستان ګروتهـ رېټ 2020 د اېشین ډولپمنټ بېنک لۀ خواراتلونکي کال د پاره پېشن ګوئي – لطیف اورکزے

  پاکستان، بې د څۀ مبالغې، دا وخت د خپل تاریخ پۀ یو داسې پړاو …