د ګاندهي جي او وائسرای خط کتابت، دسمبر 1931 لوی قهرمان باچاخان بمقابله وائسرای هند ولنګټن – عبدالکریم بریالی

پس منظر:

د لومړي جهاني جنګ وروسته انګرېز استعمار پۀ کال 1919ز کښې د پېښور ښار کښې د پښتنو د مظاهرو او اشتعال خلاف پۀ خصوصي ډول او پۀ هند کښې د جليانواله د خونړۍ سره پۀ عمومي ډول يو قانون د ‘رولټ ايکټ’ (RowaltAct) پۀ نامه جاري کړی ؤ. باچاخان پۀ هغه وخت د خپل ازاد سکولونو د خلاصولو سره اولسي تړون داسې مضبوط کړی ؤ چې د Settled ابادۍ علاقې ټول کلي، بانډې خلق د دوي پۀ تاثير کښې راغلي وو. دا وخت انګرېز استعمار چې دا قانون نافذ کړی ؤ نو د هغۀ خلاف باچاخان وړومبی مزاحمت کړی ؤ. يو انګرېز سکالر Aurther Swinson پۀ 1967ز کښې ليکي:

A stupid measure designed to retain in peace time power taken in great war to deal with anarchical crimes. Skillfully he had mis-represented the clauses of the Act (which incidentally were never used on a single occasion), alleging that no one would be able to marry without the consent of the government, and meetings of three or more people could be fired on by the police without warning.1

ژباړه: يوه ډېر احمق او ناوړه طريقه ئې د امن پۀ وختو کښې پۀ کار اچولې وه چې د لوی جهاني جنګ وروسته د واک پۀ لاس کښې اخستلو سره هغوي د اٰمرانه جرائمو پۀ خلاف د معاملاتو سمولو د پاره پۀ کار اچول وو. پۀ ډېر کلک مهارت سره د دې قانون ذيلي مادې پۀ هېڅ توګه صحيح نۀ وې او نۀ ئې د قانون ترجماني کوله )چې هغه پۀ واقعاتي ډول يو ځلې هم کله استعمال شوې نۀ وه( چې الزام به دا ؤ چې هېڅ څوک به د دې وړ ونۀ ګرځي چې د حکومت د اجازت بغېر وادۀ هم وکړی شي او د درېو يا زياتو خلقو پۀ يو ځای کېدولو باندې به پوليس بغېر لۀ څۀ خبردارۍ د ګولۍ فائر کولی شي.

د دې ډول غېرانساني قانون خلاف باچا خان اواز پورته کړی ؤ او پۀ خپله او د ملګرو سره ئې مزاحمت کړی ؤ.

پۀ هندوستان کښې کۀ څۀ داسې پېښې شوې وي، د هغې يادونه پۀ کتابونو او اخبارونو کښې نۀ دي راغلې. باچاخان د پېښور ډي سي دفتر ته راوغوښتلو او هم هلته ورسره دست درازي شوې وه چې تېر مضمون کښې د دې ذکر شوی دی.

د کال 1919ز د باچاخان ګرفتاري او درې کلونه سزا او بيا د هغوي راخوشي کېدل، حج کول، کعبة الله او د مسجد اقصٰي دواړو زيارت کول، د خپلې کور ودانې پۀ مسافرت د حج کښې رحلت او بېرته کورته ستنېدل او بيا پۀ سياسي هلوځلو پسې لس کاله ژوند د سختو خواريو سره تېرول يو ډېر ستومانوونکی دور ؤ خو هغه يو عظيم انسان ؤ او د جابر حکومت د جېل زور زياتي او د هغوي د حکمرانۍ او قانون د ماتولو جرأت ئې پۀ داسې ډول کړی ؤ چې انګرېز واکداران پۀ پرېشانۍ کښې لوېدلي وو. تر دې حده چې د ماليې او سرکاري ټېکس ورکولو څخه ئې انکار کړی ؤ. دا لس کلنه دوره د خلافت تحريک او د اتلسو زرو مهاجرينو هندوستان څخه افغانستان ته تګ، کور، کلي، دوکانونه پرېښودلو يوه عجیبه فضا جوړه کړې وه چې د پېښور ښار کښې ورته خدمتونه شوي وو. خو د انګرېزانو بهرني پاليسۍ چې د انګرېز او فرانس پۀ زور ئې سلطنت عثمانيه مات کړی ؤ او د امير امان الله خان استقلال او د انګرېز سره جنګ کول هم داسې تماشه وه. کۀ څۀ هم افغانان ئې استقلال ګڼي خو پۀ واقعاتي ډول انګرېز د لسو کلونو د پاره د افغانستان څخه بې غمه پاتې شوی ؤ ولې چې دوي پۀ راولپنډۍ کښې د سردار علي احمد خان پۀ نمائندګۍ د انګرېزانو سره داسې لوظنامه ليک کړې وه چې پۀ هغو پينځو مادو پۀ خپله د افغانستان دربار شرمېدلو. يو ځلې خو ئې علي احمد خان وژلو چې دا تاسو څۀ شرموونکی کار کړی دی. ارواښاد محمد ابراهيم عطائي پۀ خپل معاصر تاريخ کښې پۀ مخ 181 د هغې تفصيل ورکړی دی چې د بحث وړ نۀ دی. 2

پۀ درې محاذه د جنګ سالارانو هم غلطۍ کړې وې خو بيا د دربار د رشته دارۍ پۀ وجه لۀ سزا څخه پاتې شوي وو او بيا د ګوډ باغي ملا سره بې شمېر خلق وژل داسې کار ؤ چې عبدالهادي داوي ورته وئيلي وو چې محکمې يا قانون امر ورباندې اخستی شوی وی. امان الله خان پۀ تمسخر کښې ځواب ورکړی ؤ، اٰيا تۀ خبر نۀ ئې زۀ د عبدالرحمان خان لمسی هم يم.3

د قانون مشاور ارواښاد عبدالحئ حبیبي اکا مولوي عبدالواسع کاکړ کندهاري د داخله او معارف لۀ وزيرانو څخه د خلقو د شکايت غږ وکړو. پۀ دغه وخت کښې باچا پۀ طبعيت ځواب ورکړو چې دا زما وزيران دي، ما ته مسئول دي، پۀ بل چا اړه نۀ لري. دلته ئې پۀ ټول افغانستان کښې خپل عزيزان رشته داران ګورنران ولګول او پۀ خپله د يوولسو وزيرانو او دوو ترجمانانو سره د شپږو مياشتو د پاره د يورپ پۀ دوره روان شوی ؤ.

د دې باچا سره زمونږ فقير باچاخان ليدلي وو او د کلهم وطن د ښېګړې طمع ئې درلوده او د اولس د يو والي او ازادۍ يو قلمرو ئې ورته څرګند کولو. انګرېز د افغانستان څخه بې غمه ناست ؤ خو دلته د خېبر نه تر اټکه بيا قبائيلو لوري د باچاخان د اصلاحي او سياسي بېدارۍ، قېد و بند سلسله روانه وه تر څو چې هغوي خپل لښکر د ‘خدائي خدمتګار’ پۀ نامه پۀ کال 1928ز کښې اعلان کړی ؤ. د دې سياسي هلوځلو او اصلاحي کارونو سره د انګرېز تشدد، ضبطې د مال او قېد و بند سلسله روانه وه چې پۀ يوه درنه غونډه ئې پۀ کال 1929ز کښې پۀ لاهور کښې راغوښتلې وه او هلته د باچاخان د کانګرس او نورو سياسي ګوندونو سره درې ورځنۍ ناسته شوې وه او دلته ئې د بلوچستان د سيمې د عبدالصمدخان اڅکزئ سره وړومبی ملاقات شوی ؤ.4

د دې اوږد تمهيد څخه مطلب دا ؤ چې باچاخان د پښتونخوا سيمه ښارونه او بانډې او ټول وګړي د انګرېز استعمار پۀ خلاف پۀ داسې ډول راپورته کړي وو چې لارډ هيلي فيکس د هغې ظلمونو داستان ليکلی دی چې نمونه ئې د لندن لۀ کتابخانو څخه زما لاس ته تر اوسه نۀ ده رسيدلې. د باچاخان د دې سياسي مزاحمت پۀ باب ارتهر سرنسن ليکي:

Sir William Barton has given it as his view that, if the Afghan had not been dealt with so decisively, Gaffar Khan would have been succeeded in raising the whole of the Peshawar district.5

ژباړه:

سرويليم بارټن خپله دا رايه ورکړې وه کۀ چرې د افغانستان جنګ پۀ نتيجه خېز ډول ترلاسه شوی نۀ وی نو غفار خان خو به ټوله د پېښور ضلع پۀ خپل لاس کښې پۀ اخستلو کاميابه شوی وی.

او حقېقت د دوي لۀ اعتراف څخه څرګند دی چې د پېښور ضلع او د پښتونخوا ټوله سيمه پۀ يوه عجيبه والهانه ډول د انګرېز پۀ خلاف راپورته شوې وه چې پوځ او پوليس د خپلې غلط حکمت عملۍ لۀ وجې د 23 اپرېل 1930ز د پېښور قيصه خوانۍ خونړۍ پېښه د خوف لۀ وجې شوې وه چې بل وخت به پرې بحث وشي.

تر ټولو لوی قوت د خدائي خدمتګار تحريک غړو سره د ازادۍ جذبه وه چې هر يو به خپل قمېص پۀ سور رنګ ککړ کړو، پوځ او پوليس باندې داسې هېبت راغلو لکه دا “Red menace” سْره چې د هندوکش لۀ خوا نازله شوې وي.6

د 1919ز نه تر 23 اپريل 1930ز پورې يو وحشت ناک حالت د انګرېز واکدارانو راوستلی ؤ چې يو پۀ کښې راس کيپل ؤ. ټول عمر پۀ خېبر کښې پولټيکل ؤ او بل وار برټن ؤ او ورپسې د وائسرای پۀ توګه ايرون )هيلي فکس( ؤ چې د پښتنو ژوند ئې تباه کړی ؤ. اولف کېرو هم هغه وخت افسر ؤ، بيا ګورنر شو او پۀ بې شرمانه رېفرنډم ئې لاس ککړ شوی ؤ.

هغه دېرش کلونه وروسته پۀ خپل کتاب پټهان (1958) کښې ليکي )دا نوم ئې هم د غني خان دکتاب پټهان (1946) نه اخستی ؤ(.

There was to be no franchise for Pathan, no election, no legislature, no ministry; not even election to local bodies.7

ژباړه:

د پښتنو د پاره هېڅ چوڼ او هېڅ اليکشن نشته، نۀ هېڅ قانون، نۀ هېڅ وزارت اونۀ د مقامي ابادۍ څخه ممبري؛ څۀ د انتخاب ډول نشته.

راس کيپل د دوي نظام ګډوډ ښودلی ؤ خو ارتهر سونسن پنځوس کاله وروسته هغۀ ټول انګرېزان غلط بللي وو او ليکلي ئې دي کۀ کوم لوړ تعليم پۀ دې سيمه کښې خپور شوی وی لکه د دوي بابا غفار خان چې وئيلي وو:

Gaffar Khan however understood the situation perfectly and preached that Pathan were being insuted by discrimination over the dyarchic experience. They must rise and fight for their rights. They must oppose the British with every means in this Power.”8

ژباړه:

باچاخان بيا هم پۀ مکمل توګه پۀ دې حالاتو پوره ادراک درلود او دوي ته ئې تبليغ کړی ؤ چې د پښتنو سره دوغله پن او د دهوکې د نظام تجربه شوې ده. دوي بايد جنګ ته راپورته شي او خپل حقوق وغواړي. دوي ته پکار دي چې ارومرو د انګرېز طاقت خلاف هر قوت استعمال کړي.

لۀ دې تحليل څخه څوک دا ګمان نۀ کوي چې هغوي د تشدد طاقت استعمال کول غوښتل. د دې وېنا پنځوس کلونه وړاندې عدم تشدد او خدائي خدمتګاري باچاخان پۀ پښتنو قبوله کړې وه چې ګاندهي جي د عدم تعاون تحريک (Non-Cooperation) شروع کولو نو ورسره باچا خان د non-violence عدم تشدد د خدائي خدمتګارۍ پېل کړی ؤ چې ګاندهي جي ځنې زيات متاثره شوی ؤ او لس ورځې ئې پۀ چارسده کښې ورسره تېرې کړې وې.

د شلمې صدۍ درېمه لسیزه پۀ پښتونخوا او افغانستان کښې د انګرېزانو د پاره زيات اهميت درلود. د هغۀ اصل هدف د روس سره د امو د غاړې سرحد او پۀ افغانستان کښې د خپل اثر لاندې يو بې طرفه حکومت غوښتل وو ځکه ئې د سازشونو او د هندو دوکاندارانو او نوکر پېشه جاسوسانو لۀ لارې د امان الله خان خلاف سازش کړی ؤ خو د جنګ څخه ئې ډډه کړې وه. د بچه سقاو نهه مياشتې يو ناوړه کس چې حبيب الله کلکاني نومېدلو، هغوي ته واک ورکړی ؤ. ځيني امريکائي ليکونکي لکه يو دا اشاره هم کړې وه چې هغه پۀ جنګ کښې زخمي شوی هم ؤ او پۀ مزار شريف کښې ئې علاج شوی ؤ.9 اصل مسئله هغه وخت راپورته شوې وه چې خدائي خدمتګارانو پۀ قبائيلو کښې نفوذ کړی ؤ او انګرېز دلته عسکري سړکونه هم جوړول غوښتل ځکه کال 1930ز او وروسته دور ډېر د سياسي اشتعال ؤ او د باچاخان خدمتګارانو پۀ ډېره تونده جذبه پۀ پښتونخوا کښې خپل اتحاد ټينګ کړی ؤ. فریزر ټائټلر انګرېز ليکوال ليکي چې پوځ د انګرېزانو پۀ قبائيلي سيمو ننوتل د خدائي خدمتګارانو اصل عکس العمل ؤ.10

د افغانستان باچا نادر شاه د پښتنو قبائيلو پۀ کومک ورسېدلو خو هغه دومره کمزوری ؤ چې د انګرېز قهر راپارول ئې مناسب نۀ ګڼل او سست موقف ئې ښکاره کړو11 او د پښتنو قبائيلو او د ډېورنډ دې خوا سيمه ترې ناراضه شوه او انګرېز ئې پۀ بې طرفۍ خوشحاله شو. پۀ دې عوض کښې برطانيه ورته يو سل اتيا زره پونډه نغد او لس زره ټوپکونه ورکړي وو. دا وړومبی خارجي امداد ؤ.12

پۀ دې حالاتو کښې د کال 1930ز څخه ترکال 1932ز پورې يو سخت مزاحمتي تحريک پښتونخوا کښې د باچاخان خدائي خدمتګار ؤ. د دې دور چې کوم تاريخي حالات دي، د هغوي يادونه پۀ سرکاري رپورټونوکښې شوې وه. دوهم د سرکاري انګرېز افسرانو کتابونه دي او اصل سترګو ليدلی حال د باچاخان د ملګرو ؤ چې هغوي خپل ژوند ليک کښې څۀ ليدلي، څۀ ورباندې تېر شوي او څۀ اورېدلي حال ليکلی دی. د باچاخان ژوند ليک، د احمد کاکا ژوند ليک او د عبدالخالق خليق شعري تاريخ، د محمد وارث خان ژوند ليک، د ټنډولکر او موهن لال ليکنې، د رام سرن نګینه ‘اټک پار کی يادين’، د ‘پښتون’ رساله او د پوليسو خفيه رپورټونه دي. د دې باوجود ډېر داسې واقعات او ياداشتونه پاتې شوي دي چې نوره بشپړتيا غواړي. اکادیميسن پوهاند عبدالشکور رشاد د قيصه خوانۍ پۀ خونړۍ پېښه يوه رساله ليکلې دي.13

ډېر وروسته اولف کېرو، ارتهر سرنسن او جېمز ډبليو سپېن نه علاوه يو درځن نور انګرېز ياداشتونه هم شته. د سپېن تحليل ډېر مثبت او پۀ رښتيا باندې ولاړ دی چې پۀ 1963ز کښې ليکل شوی ؤ. ارتهر سرنسن خو د باچاخان پۀ قد قامت معلولولو هم اختلاف لري . سپېن وائي شپږ فټه او شپږ انچه جګ ؤ او ارتهر وائي شپږ فټه څلورانچه جګ ؤ.14

يو بل امريکائي پروفېسر لولي دوپري دېرش کاله د “افغانستان” نومې کتاب وليکلو لېکن د باچاخان نوم قدرې ذکر کول هم نشته. د دې درېو کلونو د مزاحمت وروسته باچاخان او د هغۀ ورور ډاکټر خان صاحب او کورنۍ د بنګال ريګولېشن 1818ز لاندې ګرفتار شوي وو او خپل وطن څخه هند ته بې وطنه کړی شوي وو.

د ګاندهي جي او د لارډ لنګټن خط کتابت:

د باچاخان د ګرفتارۍ او قیصه خوانۍ د خونړۍ پېښې وروسته ګاندهي جي وائسرای ولنګټن ته تارونه لېږلي وو. دا وخت هغوي د لندن ګول مېز کانفرنس نه راستون شوي وو خو انګرېز پۀ خدائي خدمتګارانو د ګولیو ورولو حکم کړی ؤ او ډېر بې ګناه سياسي کارکوونکي شهيدان شوي وو. د سرحد ارډيننس پۀ حقله ګاندهي جي دا ټيلى ګرام وائسرای ته لېږلی ؤ.

I was unprepared on landing yesterday (28th December 1931) to find Frontier and UP ordinances shooting in Frontier and arrest of values comrades in both in the top of Bengal ordinance awaiting me. I do not know whether I am to regard these as an indication that friendly relations between us are closed or whether you expect me still to see you and receive guidance from you as to the course I am to pursue advising the Congress. I would esteem a wire is reply.

)مهاتما ګاندهي د کانګرس د ملګرو سره پۀ 29 دسمبر 1931 مشوره وکړه او د وائسرای ولنګټن څخه ئې باندې رهنمائي او رڼا اچول غوښتي وو(

ژباړه:

پرون چې زۀ پۀ 28 دسمبر 1931 کوزېدلم نو دې خبرې ته هډو تيار نۀ وم چې دا مې وموندل چې پۀ سرحد او یوپي کښې داسې ارډيننسونه جاري شوي دي چې پۀ سرحد کښې ګولۍ چلېدلي دي او ډېر قدرمن ملګرو باندې او هم ګرفتار شوي دي او برڅېره پۀ دې د بنګال ارډيننس زما انتظار کوي . زۀ نۀ يم پوهه پۀ دې چې ايا د داسې اشارو مقصد زما او ستاسو ترمنځ د دوستۍ تړون ختم شوی دی يا تاسو لۀ ما نه تر اوسه توقع لرئ چې زۀ لۀ تاسو سره ووينم او څۀ رهنمائي درنه تر لاسه کړم. لکه څنګه چې زۀ پۀ هغه باندې د کانګرس ته د مشورې ورکولو لاره برابره کړم. زۀ به قدر او مننه کوم چې ما ته جواب راکړئ.

د ګاندهي دې نرمې لهجې او سليقې ته چې څوک ځير شي نو مهاتماجي د درېو مياشتو د لندن د سفر وروسته د انګرېز سره دومره نرمه تابعدارانه رويه پۀ حېرت کښې ضرور اچوي. يو ځل د دې واقعې نه دوه کاله وروسته چې باچاخان جلاوطن شوی ؤ او د ګاندهي سره پۀ واردها او بمبۍ کښې اخته ؤ، مهاتما ته ئې غېرت وروستلی ؤ او هغۀ ورته خندلي وو او يو غاښ ورته څرګند کړی ؤ. ‘ښه نو بيا ستا غوندې د پټهان يا پښتانۀ پۀ څیر خبره وکړم.’16

د هند وائسرای لارډ ولنګټن پۀ 31 دسمبر 1931ز تار ورلېږلی ؤ:

His Excellency desires me to thank you for your telegram of 29 instant in which you refer to Bengal and United Provinces and the N.W.F.P ordinances.

ژباړه:

)اعليٰ حضرت لۀ ما څخه خواهش څرګند کړی ؤ چې ستاسو شکريه ادا کړم د اوسني 29 تاريخ د تار چې د بنګال، يو پي او صوبه سرحد د ارډيننسونو پۀ باره کښې ؤ.

اعليٰ حضرت وائسرای خواهش ښکاره کړو چې زۀ درته ووايم چې حکومت د ټولو سياسي پارټيانو سره دوستانه تعلقات غواړي او د ټولو خلقو نه پۀ خصوصي توګه چې ستاسو مرسته د هغه لوی قانوني اصلاحي کار د پاره پۀ مخ زر تر زره بوځي او بيخي لږ تعطل پۀ کښې نۀ وي . دا تعاون بايد چې د دواړو طرفه وي نو اعليٰ حضرت او د هغۀ حکومت د کانګرس پۀ يو پي او سرحد کارروايانې پۀ ښکاره د هندوستان د ښېګړې او د دوي د مطالباتو سره سمون نۀ خوري.

تر کومه حده چې د يو پي تړون دی نو تاسو بې شکه خبر يئ چې د قامي لوکل حکومت سره رابطه شوې وه چې داسې ممکنه مرسته او فوري ضرورت کار پۀ اوسني صورت حال کښې راولي. صوبائي کانګرس کمېټۍ اوس ماليه/کرايه نۀ ورکولو مهم شروع کړی دی چې کانګرس هغه پۀ ټوله صوبه کښې پۀ عمل کښې راوستلی دی. دا کارروائي د کانګرس حکومت پۀ دې مجبوره کړی دی چې داسې عمومي بدحالي او لاقانونيت د مخنیوي د پاره لارې چارې وکړي چې پۀ اولس کښې د نفرت او فرقه واريت مهم ته لاره ونيسي. کۀ چرې دغسې جاري پاتې وي نو هم لامحاله دغسې کېدلی شي چې پکښې ملوث شي )لومړي انګرېزى عبارت(

In N.W.F.P Abdul Ghaffer Khan and bodies he controlled have continuously engaged in activities against government and infomenting racial hatred. He and his friends have persistently refused all over tures by the chief commissioner to secure their co-operation and rejecting the declaration of the Prime Minister & have declared in favour of complete independence.

ژباړه:

صوبه سرحد کښې عبدالغفار خان او د هغۀ ملګري چې د دوي پۀ واک کښې دي، هغوي پۀ مسلسل توګه د حکومت پۀ خلاف د نسلي نفرت خپرولو پۀ کارونو لاس اچولی دی. هغه او د هغۀ خدائي خدمتګارانو پۀ ارادي ډول د چيف کمشنر سره د خبرو اترو او روغې جوړې کولو څخه انکار کړی دی چې هغوي امن لاس ته راوړي او د دوي مرسته واخلي او دوي د وزيراعظم هغه اعلاميه رد کړې ده او پۀ خپله ئې د مکمل ازادۍ اعلان کړی دی.

عبدالغفارخان پۀ ډېرو موقعو زيات او ښکاره تقريرونه کړي دي چې هغه نور هېڅ تعميري اړخ نۀ لري لۀ دې چې خلق پۀ انقلاب باندې وګماري او مقصد ئې هم دا دی چې پۀ قبائيلي علاقو د تکليف او فساد پېدا کولو د پاره زيار وباسي.

چيف کمشنر د وائسرای د حکومت منظوري زيات حوصله او برداشت ښکاره کړی دی او تر اخري لمحې پورې ئې خپل صلاحيت جاري ساتلی دی چې د عبدالغفارخان مرسته او د دوي زيار د دې کار د پاره لاس ته راوړي چې هېڅ ځنډ او معطلي به پۀ کښې نۀ وي؛ ولې چې د برطانيه عظميٰ حکومت پۀ صوبه سرحد د ائيني اصلاحاتو د پاره پخه اراده لري. حکومت لۀ داسې هېڅ خصوصي اقداماتو څخه لاس اخلي، تر څو پورې د عبدالغفارخان او د هغۀ د ملګرو د کارروایۍ او پۀ خصوصي توګه پۀ ښکاره او ژوره تياري وکړي چې د دې تصادم د حکومت سره چې کوم حالات پېدا کړي دي، زر تر زره د دې فساد پۀ صوبه کښې پۀ امن بدل کړي او پۀ قبائيلي سيمه کښې هم داسې وضع سمدستي چې دا ناممکنه وګرځي چې پۀ دې ائيني اصلاحاتو کښې تعطل يا ځنډ پېدا نۀ شي.

اعليٰ حضرت وائسرای پۀ دې خبر دی چې عبدالغفارخان پۀ تېر اګست مياشت کښې د دې ذمه وار ؤ چې د کانګرس د تحريک مشري ئې کوله او هغه رضاکارانه تنظيم خدائي خدمتګار چې د دوي پۀ کنټرول کښې دی، هغه پۀ خصوصي ډول د اٰل انډيا کانګرس کمېټي د خپل تنظيم او پارټۍ برخه ګرځولې ده. اعليٰ حضرت خواهش لري لۀ ما نه چې دا خبره ښکاره کړم چې د دوي ذمه واري د امن او حالات سمولو د پاره دا ناممکنه ګرځولې ده چې هغوي د اولسي خلقو يا تنظيمونو سره خبرې وکړي او پۀ دوي باندې هغه ټوله ذمه واري د دې کاروايانو راځي د کوم ذکر چې پورته وکړی شو. تاسو )ګاندهي( پۀ خپله د هند نه د ګول مېز کانفرنس د چارو د پاره بهر تلي وئ او د هغۀ د سلوک پۀ رڼا کښې چې تاسو هم هلته مشاهده کړې وه او درسره څۀ رويه وه؟

جلالتماب پۀ دې راضي نۀ دی چې باور پرې وکړي چې تاسو پۀ ذاتي ډول د دې ذمه وارۍ يو څۀ هم برخه لرلې ده يا ستاسو لۀ خوا د کانګرس پۀ دې اوسني حرکاتو پۀ يو پي او سرحد کښې څۀ منظوري ورکړې وه. کۀ چرې هم داسې وي نو وائسرای پۀ دې راضي دی چې لۀ تاسو سره وويني او خپل خيالات درته ښکاره کړي چې تاسو پۀ کوم ډول خپل اثر رسوخ د تعاون د فضا راوستلو د پاره لاره هواره کړئ چې کوم څۀ تاسو پۀ ګول مېز کانفرنس پۀ کارروایۍ کښې ښکاره ليدلي وو، لېکن وائسرای هاغه باچا محترم د حکومت د بنګال، يو پي او سرحد د پاره منظور شوي قانون باندې د عمل کولو پابند دی. پۀ دې باندې به خبرې نۀ کيږي.17

مهاتما ګاندهي د دې جواب پۀ هم هغه ورځ داسې ورکړی ؤ چې خلاصه ئې داسې ده،

‘جلالتماب د تار د جواب شکريه ادا کوم او دا خواشيني څرګندوم چې پۀ دومره لوړ ځای ناست حضرت پۀ داسې ډول جواب د نۀ منلو راکړو چې د ښې دوستۍ د جوړولو د حالاتو سره برابري به ګرانه کېږي . ما د حکومت نه پۀ دې د رڼا اچولو وئيلي وو خو د حکومت د يوې کارروایۍ کولو يوه حواله وه. زما د خبرې د ستائنې پۀ ځای ستاسو جواب زما د قدرمنو ملګرو د رد کولو باندې لمخنې وه. کۀ چرې زۀ د دې غېر معزز يا قابل د بې قدره سلوک ملزم هم وائي چې ليدل مې ورسره غوښتل، ما به د دې لویې واقعې حال قوم ته وئيلی هم نۀ وی.

زما پۀ خيال دا ائيني معامله پۀ دې نافذه کړو او ارډيننسونو باندې الوندانده ده او هغه کارروائي چې ضروري وه کۀ چرې پۀ سخته توګه د مزاحمت مخنيوی نۀ وی شوی نو پاې ته پۀ سخت غېر اخلاقي حالت باندې قوم ته مخامخ شو.

زۀ هيله کوم چې هېڅ څوک هندوستانی چې خپل عزت نفس لري او هغه د قامي روح د وژلو د پاره پۀ مشکوک پوځي عملياتو يا اقداماتو ذمه واري نۀ اخلي چې قام ته ائيني کار وکړي او د هېڅ قوم قوت د برداشت هم نۀ شي پاتې کېدلې. ما ته اجازه راکړه چې زۀ د سرحد د صوبې د تار پۀ ذريعه حقائق تاسو ته بيان کړم چې د هغوي پۀ مخ کښې هېڅ ډول د ګرفتارۍ وارنټ هغه لوی مشهور او مقبول ليډر د ګرفتارۍ مخ ته نۀ ؤ ښودل شوي يا نۀ ؤ جاري شوی چې تر قانون بالا داسې ارډيننس د خلقو د ژوند او مال تحفظ هېڅ کله نۀ شي کولی او دوي پۀ غېر مسلح او امن پسنده جلسه او مجمع باندې فائرنګ کوي چې دومره جرأت کول هم چې د دوي ډېر قدرمن او اعتباري مشرانو ګرفتاري دې کېږي.

کۀ چرې خان صاحب عبدالغفار خان د خپلې مکمل ازادۍ د حق اعلان کړی وی نو دا يو قدرتي حق او مطالبه وه او دا حق او مطالبه د کانګرس د لاهور کال 1929ز د ازادۍ د غوښتلو او تحفظ د مواخذې تر قرارداد لاندې وه چې هغه ما پۀ ډېر قوت سره د برطانيې سرکار ته پۀ لندن کښې ايښې وه. پۀ دې برڅېره زۀ وائسرای ته دا يادګېرنه کوم چې حکومت ته د کانګرس لۀ خوا د دې سياسي واک تر شا دا مطالبه موجوده وه. زۀ لندن ته د کانفرنس د ګډون د پاره دعوت شوی وم چې د کانګرس پۀ نمائندګۍ وم او نۀ زۀ د دې وړ وم چې محض د دربار غوښتلو ته مې انکار کړی ؤ او د دې جرم ته سم ځای پۀ ځای د جېل ورکولو حکم صادر شوی دی.

کۀ چرې پۀ دربار کښې د شرکت نه انکار کولو باندې خان صاحب پۀ نسلي نفرت باندې تورن کېږي نو دا بې لۀ څۀ شکه قابل د پښېمانۍ او معافۍ ده . لۀ ما سره د هغوي خپل حلفي بيان دی چې د هغۀ پۀ رد کښې ئې کړی دی. مګر دا ګمان کول چې دوي پۀ نسلي نفرت کولو باندې تورن کول دي، نو هغه دې ته تيار دی او حق لري چې پۀ خلاص عدالت کښې دې مقدمه باندې وچلېږي او هغوي به د ځان پۀ خلاف د الزاماتو څخه د ځان دفاع وکړي.18

د ګاندهي جي دا خط و کتابت د سرحد ارډيننس او باچا خان پۀ باره کښې د وائسرای لارډ ولنګټن تر منځ شوی ؤ . د دوي تر منځ د دې د خپرولو موافقه هم شوې وه. پۀ دې کښې مهاتماجي د باچاخان د مکمل ازادۍ غوښتلو د موقف موافقه کړې وه19 او پۀ سياسي او قانوني استدلال سره ئې د انګرېز د ناوړه قانون رد کړی ؤ. د هغوي پۀ لومړي بيانيه کښې نرمي او تابعدارانه لهجه پۀ لومړي خط کښې څرګندېږي ولې باچاخان مهاتماجي ته د سخت جواب ورکولو ترغيب ورکولو لکه څنګه چې پۀ شمله کښې د فارن سکرټري او نورو سره د هغوي ملاقاتونه شوي وو او باچاخان پۀ خپل ژوند ليک کښې ليکلي دي،

‘د هوم سیکرټري اېمرسن سره د ټيلي فون د خبرو پۀ وخت هغۀ د مهاتما خبره نۀ وه منلې او ګاندهي جي پۀ قهر شوی ؤ او د ګول مېز کانفرنس د ګډون نه ئې انکار کړی ؤ. ګاندهي جي وئيلي وو کۀ حکومت غواړي نو زما د شرکت انتظام دې خپله وکړي.’

باچاخان ليکي،

ګاندهي جي ته ما ووې چې تۀ دغه شان حکومت ته لږ کلک شه او کلکې خبرې ورته وکړه نو تۀ به وګورې چې بيا به حکومت د هر څۀ د پاره تيار شي. ولې چې دا يو ډېر عجيبه حکومت دی. مهاتماجي وخندل او وې وئيل چې اوس خدائي خدمتګار کېږم.

ما چې څۀ رنګې وې هغه شان وشو. چې سبا له حکومت هغه ټولې خپرې منظورې کړې.

د ګاندهي جې او وائسرای يو بل اخري خط و جواب سره د بلې موقعې د پاره پرېږدم.

حوالې:

  1. Arther Swinson, North West Frontier: People and events, Hitchinlin of London, 1967, P.308
  2. کاندیداکادیمیسن ابراهیم عطائي، د افغانستان پۀ معاصره تاریخ یوه لنډه کتنه، پېښور، مرکز نشراتي میوند، سبا کتاب خانه ډهکي نعل بندي، قیصه خوانۍ، 1981، ص 181
  3. عبدالصمد خان اڅکزئ، زما ژوند او ژوندون، کوئټه، 2007
  4. James W. Spain,The Pathan Border Line, The Hogue Netherland, 1963, P.165
  5. هم دغه اثر
  6. هم دغه اثر
  7. Olaf Caroe, Pathan, London, 1958
  8. North West Frontier: People and evenets
  9. Lean B. Poullada, Reform and Rebellion, London, 1973
  10. Fraser Tytler, Afghanistan, P.231
  11. Lean B. Poullada, Reform and Rebellion
  12. Abdul Samad Ghous, The Fall of Afghanistan, (ژباړه)

ډاکټر شېرزمان طائزی، پېښور، 1999، ص 63-62

  1. اکادیمیسن پوهاند رشاد، د قیصه خوانۍ خونړۍ پېښه، رشاد اکادمي اٰف سائنسز، افغانستان، 1988
  2. د ارتهر او سپېن پلور نه یاد شوي کتابونه
  3. Speeches and Writings of Mahatma Gandhi, Madras
  4. عبدالغفار، زما ژوند او جدوجهد
  5. Speeches and writings of Mahatma Gandhi, Madras
  6. Do, P. 914-915
  7. Do, P. 920
  8. عبدالغفار، زما ژوند او جدوجهد، ص 477