پښتون منصور، ډاکټر نجيب الله شهيد – اياز ايسپزے

هغه سر د ازادۍ طلبګار نۀ دے

چې پۀ هر قدم سجدو ته ښکته کېږي

د پښتنو خاوره د معلوم تاريخ نه د بېلا بېلو يرغلګرو تر يرغل لاندې راغلې ده . دغه يرغلونو او يرغلګرو هر ځل دا وطن وران کړے دے او د دې قام او وطن پۀ ننګ ولاړ د پښتنې خاورې حلالي بچي ئې وژلي، ترټلي او رټلي دي. د دغه يرغلګرو مخې ته چې څوک هم ودرېدلي دي، مقاومت او مزاحمت ئې کړے دے، يا ئې د غليم يرغل او ناروا ته روا او سم نۀ دي وئيلي، يا ئې د دې قام او خاورې د امن، پرمختګ، سوکالۍ او خوشحالۍ خبره کړې ده او يا ئې پۀ دې وطن کښې د پوهې، شعور او بېدارۍ غږ پورته کړے دے؛ هغه ټول وګړي همېشه سامراج نېغ پۀ نېغه او يا ئې پۀ دې اولس کښې دننه د خپلو ساتل شوو لاسپوڅو پۀ لاس وهلي ټکولي، سپک کړي او وژلي دي. پۀ قام، وطن او خپل راتلونکي د ننګ کونکيو او ځان قربانونکيو دا نوملړ ډېر اوږد دے . پۀ دغه ښاغليو کښې يؤ ستر او روښانه نوم د پښتون منصور ښاغلي ډاکټر نجيب هم دے، چا چې خپل سر ورکړو، خپل او د خپل کشر ورور شاه پور احمدزي ژوند ئې قربان کړو، خپل بچي او کورنۍ ئې د قام او وطن پۀ سر يتيمان او بې څوکه پاتې کړل خو د پښتون وطن او افغان اولس دښمن ته ئې سنګر ورنۀ کړو، پۀ پښتنه خاوره ئې هېڅ معامله ونۀ کړه او خپل نوم ئې د افغانانو پۀ تاريخ کښې د تل لپاره پۀ زرينو تورو خوندي کړو. لکه څنګه چې مې وړاندې يادونه وکړه چې د افغانستان سياسي تاريخ د بلها ډېرو خونړيو پېښو نه ډک دے او يوه خونړۍ پېښه پکښې د ډاکټر نجيب الله وژنه هم ده، چې پۀ ظاهره ئې تور د طالبانو پۀ غاړه دے خو د افغانستان او ګڼ شمېر نړيوال څېړنکاران او سياستمدار د هغۀ د وژنې تور پۀ بهرنيو استخباراتو لګوي.

ډاکټر محمد نجيب الله د 1947م ميلادي کال د فرورۍ او د ځينې پۀ وېنا د اګست پۀ مياشت کښې د افغانستان د سر ښار کابل پۀ مراد خانيو کښې د احمدزيو پښتنو پۀ يوه ډېره دينداره کورنۍ کښې وزېږېدو. د پلار نوم ئې اختر محمد احمدزے ؤ. لومړنۍ زدکړې ئې د کابل د حبيبي لېسې نه ترلاسه کړې، يؤ څۀ موده ئې د پېښور پۀ اېډورډز کالج کښې هم زدکړې کړې دي او بيا ئې د کابل پوهنتون نه پۀ 1975م ميلادي کښې پۀ طب کښې دکتورا ترلاسه کړه . ورپسې ئې د قرغې د احتياطو ضابطانو پۀ غونډ کښې شپږ مياشتې عسکري خدمات هم ترسره کړل.ډاکټرنجيب د خپل وخت يو بې ساري او خوږ ژبے وياند، پۀ قام او وطن ورک مئين، پوهه او ځيرک سياستمدار، د خپل وطن او اولس زړۀ ور سپاهي، مهربان او صبر کونکے مشر، د پېش بين او نوښتګر شخصيت څښتن، مثبت او جمهوري فکر لرونکے، ملت پاله، هېوادپاله او باصلاحيته پښتون ؤ.

هغۀ د پوهنتون له وخته پۀ عملي سياست کښې برخه اخستل پېل کړل او پۀ 1965م ميلادي کال کښې پۀ باقاعده توګه د افغانستان د پرچم ګوند او پۀ 1977م ميلادي کال کښې ئې د خلق ډيموکراټيک ګوند د مرکزي کمېټۍ غړيتوب ترلاسه کړو او د کابل ښار د ښاري ګوندي کمېټۍ مشر وټاکل شو. د 1978م ميلادي کال پۀ اپرېل کښې د ثور د کودتا نه پس چې کله د افغانستان د خلق ډيموکريټک ګوند واک ترلاسه کړو نو ډاکټر نجيب ئې ايران ته د سفير پۀ توګه واستولو خو وروستو ئې د دغه رژيم سره اختلافات ډېر زيات شول چې پۀ پايله کښې ئې هغه له دندې ګوښه کړے شو. لومړے يوګوسلاويه ته، له هغه ځاے نه فرانس ته او له فرانس نه يو ځل بيا يوګوسلاويه ته لاړ خو د 1980م ميلادي کال د جنورۍ پۀ مياشت کښې وطن ته راستون شو او د دولتي خدماتو د اطلاعاتو د رئيس پۀ توګه وټاکل شو او ورسره ئې د قبائيلي چارو د سمون د کميسون مسئوليت هم پۀ غاړه واخستو. پۀ 1982م ميلادي کال کښې ئې د افغانستان د خلق ډيموکراتيک ګوند د سياسي دفتر غړيتوب ترلاسه کړو.

د ثور د انقلاب د پرله پسې ناکاميو او داخلي بغاوتونو او خارجي لاسوهنې د هېواد حالات ورځ تر بلې خرابول؛ مرګ، ژوبله، جنګ او بې امني هرې خوا ته خوره وه. لومړے د نور محمد تره کے، بيا د حفيظ الله امين او پۀ اخره کښې د سويت يونين پۀ ټانکونو د راغلي ببرک کارمل خلاف اولس راولاړ شو او انقلاب ئې د ناکاميو سره مخ کړو، د دغه اولسي پاڅون تر شا د ګاونډي هېوادونو او نړيوالو طاقتونو لوے لاس ؤ . دغه پاڅون د افغانانو وينه لکه سېلاب توې کړه،ډاکټر نجيب د وينو پۀ دغه سېلاب کښې راولاړ شو او د خپل اولس او وطن د ژغورلو هڅه ئې وکړه. هغۀ که يؤ اړخ ته خپل اولس ته لارښودنه کوله نو بل اړخ ته ئې د خلقو او حالاتو نه زدکړه هم کوله، پۀ وطن کښې روان ناورين ئې پۀ ډېر ژور نظر څارلو او پۀ هېواد کښې دننه او له هېواد نه بهر د ورځ پۀ ورځ بدلېدونکو سياسي او زمکني حالاتو څېړنه او شننه ئې هم کوله. د همدغه زدکړې او څارنې پۀ پايله کښې ئې په وطن کښې د روان ناورين د حل لپاره يوه بشپړه تګلاره او يوه کوټلې نظريه وټاکله. د ايډيالوژيکي چوکاټونو نه فاصله نيول او پۀ عمل کښې د تېرو تپل شوو ايډيالوژيکي چوکاټونو طردول، پۀ سوله ايز ډول د افغانستان د لانجې حل، پۀ جګړه کښې د ښکېلو ډلو ترمنځه د ډائيلاګ او خبرو اترو لاره پرانستل، د افغانستان نه د روسي لښکرو د وتلو لاره برابرول او د سياسي پلورالېزم پۀ اساس پۀ هېواد کښې د ډيموکراسۍ رواج او پۀ عمل کښې پلي کول د دغه نوې سياسي نظريې غټ غټ او مهم ټکي وو. د ملي روغې جوړې او سولې دا نظريه پۀ 1986م ميلادي کال کښې د ډاکټر نجيب لۀ خوا پۀ يوه ګوندي غونډه کښې رسماً اعلان او د يؤ ستراتيژک هدف پۀ توګه وړاندې شوه چې د غونډې د ګډونوالو له خوا پۀ متفقه توګه ومنل شوه.دغه سياسي نظريه پۀ لاندينيو څلورو ستنو ولاړه وه:

1. له فوځي پلوه پۀ ټول افغانستان کښې د سولې راوستل، د عادي خلقو نه وسله راټولول او يؤ مرکزي افغاني مرجع ته ورسپارل.

2. پۀ سياسي ډګر کښې د بېلا بېلو سياسي قوتونو اتحاد جوړول، سياسي پلوراليزم رامنځته کول، ډيموکراسي او پراخه بنيادي حقوقي ادارې جوړول.

3. لۀ اقتصادي او اجتماعي پلوه د اقتصاد ټولو ډولونو له وده او پراختيا ورکول او د يو ازاد بازار د يو پياوړي اقتصادي سيسټم رامنځته کول.

4. د ملي روغې جوړې پۀ پلان کښې درې مهمې مسئلې د لومړي عملي اقدام پۀ توګه پلي کول، يعنې:

الف: شپږ مياشتنے يو اړخيز اوربند.

ب: د وسله وال اپوزيشن پۀ ګډون د ملي وحدت حکومت تشکيلول او

ج: پۀ ايران او پاکستان کښې مېشتۀ شا و خوا پنځه مليونه افغان کډوالان وطن ته راستنول.

پۀ هم دغه کال د ډاکټر نجيب له خوا د يو اړخيز اوربند ترڅنګ د سياسي بنديانو د خوشي کولو او عمومي بخښنې فرمان هم صادر شو چې پۀ پايله کښې ئې پۀ زرګونو بنديان خوشي شول. د ډاکټر نجيب د دغه ټول سياست نچوړ همدا ؤ چې پۀ افغانستان کښې د بېن المللي طاقتونو د مفاداتو لګېدلے اور مړ شي. د قدرت او واکمنۍ د يو اړخيز انحصار پۀ ځاے يوه پراخ بنسټه ملي اداره جوړه شي او ټول افغانان د ازادو انتخاباتو پۀ نتيجه کښې د خپل سرنوشت د ټاکلو جوګه شي. د هغۀ د دغه سياست پۀ پايله کښې پۀ 1986م ميلادي کال کښې د افغانستان د نوي اساسي قانون مسوده د عمومي بحث لپاره وړاندې شوه او د مخالفينو پۀ شمول د ټول اولس نه غوښتنه وشوه چې پۀ دغه مسوده کښې د ضروري بدلون او تغير لپاره د اساسي قانون د کميسون له لارې خپل نظرونه وړاندې کړي. څو مياشتې وروستو پۀ 1987م ميلادي کال کښې پۀ دغه مسوده د بحث لپاره يوه هر اړخيزه لويه جرګه را وغوښتل شوه چې پکښې پۀ متفقه توګه د دغه مسودې د منظورولو ترڅنګ ډاکټر نجيب هم، چې هغه وخت د افغانستان د استخباراتي ادارې خاد مشر ؤ، د هېواد د نوي اولس مشر پۀ توګه وټاکلے شو. دا هغه وخت ؤ چې روسي او افغاني ځواکونه پۀ افغانستان کښې د هغه اولسي پاڅون پۀ ضد پۀ جنګ کښې بوخت وو چې پېسې به ورله امريکې او د عربو شېخانو ورکولې او وينه به پکښې د افغانانو توئېدله.

د ملي روغې جوړې د سياست پۀ پايله کښې د 1989م ميلادي کال د فرورۍ پۀ شپاړسمه نېټه د جنيوا د تاريخي لؤظنامې ترمخه د روسي ځواکونو پۀ بشپړه توګه د بېرته ستنېدلو لپاره لاره هواره شوه او د 1992م ميلادي کال پورې شا و خوا ټول روسي ځواکونه لۀ افغانستان نه لاړل. دا د ډاکتر نجيب لۀ خوا د افغانستان د جنګ د ختمولو او د روسيې د نېغ پۀ نېغه مرستې او مداخلت نه بغېر د افغانانو ترمنځه د ټولو شخړو د هواري شعوري ګام ؤ خو لۀ بده مرغه د خپلو او پرديو د ناوړه سازشونو ښکار شو او نۀ يوازې دا چې د هغۀ د سولې راوستو،د وطن د بيا رغولو او د افغانانو د وينخړ د روان بهير د خاتمې ټول ارمانونه نيمګړي پاتې شول بلکې هغۀ پکښې خپل او د خپلې کورنۍ د غړو ژوند هم قربان کړو.

د روسي ځواکونو د افغانستان نه د وتلو وروسته کۀ هر څو دا باور کېدو چې د کابل حکومت به پۀ يو څو ورځو او يا مياشتو کښې سقوط وکړي خو ډاکټر نجيب پۀ ډېرو لږو وسائيلو او خپل لوے استعداد دغه اټکلونه غلط ثابت کړل.پۀ دغه وخت کښې ډاکټر نجيب خپل اولس ته دوه وينه تودوونکي شعارونه ورکړل؛ يو ئې “وطن يا کفن” او بل ئې “سر ورکوو خو سنګر نۀ ورکوو”.د روسي ځواکونو لۀ وتلو وروستو مجاهدينو پۀ جلال اباد غټه حمله وکړه خو د افغان ځواکونو د سخت مقاومت سره مخ شول او ماتې ئې وخوړه. مجاهدينو پۀ لومړيو څو ورځو کښې د بريا دعوېٰ وکړې خو اخر دغه جنګ د افغان ځواکونو پۀ ګټه تمام شو. “وطن يا کفن” او “سر ورکوو خو سنګر نۀ ورکوو” شعارونو د جلال اباد پۀ جنګ کښې مهم رول ولوبولو.د پاکستان د فوځي استخباراتي څانګې ائي ايس ائي پخواني مشر جنرل حميد ګل، چې د جلال اباد د جنګ قومانداني ئې کوله، د پاکستان يو شخصي ټيليويژن سره پۀ يوه مرکه کښې دا منلي وو چې د جلال اباد پۀ جنګ کښې ئې ماتې خوړلې وه،هغۀ دا هم وئيلي وو چې جنګ ئې د پاکستان د هغه وخت د وزيراعظمې مېرمن بېنظير بهټو پۀ حکم پېل کړے ؤ.

ډاکټر نجيب چا او ولې مړ کړو او ګناه ئې څه وه؟ پۀ دې کښې شک نشته چې هغه د پښتون اولس او پښتون وطن دښمنانو وژلے دے، د هغۀ ستره ګُناه دا وه چې هغۀ د افغانستان روان ناورين، ورور وژنې، د بهرنيو لاس وهنې، د پښتون وطن پۀ سينه د پرديو مفاداتو پۀ خاطر لګېدلے سور اور، بد امنۍ او بدبختۍ ته د پاې د ټکے ايښودلو هڅه کوله، نن هم د ډاکټر نجيب د امن او سولې لار داسې مفکوره ده چې نۀ يوازې پۀ افغانستان بلکې پۀ دې ټوله سيمه کښې امن راوستلے شي. ډاکټر نجيب لوے ملي او مترقي شخصيت ؤ خو د افغانستان دُښمنانو دې ته نۀ پرېښودلو چې جنګ ځپلي افغانستان ته سوله راوړي. نن هم پۀ افغانستان کښې د هغه وخت حالاتو ته ورته حالات دي، د قام او وطن خېرخواهان د سولې راوستلو لپاره يو اړخيزه هڅې کوي خو د کور دننه او بهر دښمنان نن هم د دغه هڅو د شنډولو لپاره شپه او ورځ منډې ترړې وهي او نۀ غواړي چې پۀ پښتون وطن روان د پردیو مفاداتو جنګ پاے ته ورسي.

ډاکټر نجيب د وطن د سولې پۀ خاطر هرې قربانۍ ته غاړه ايښې وه، د مخالفينو د غوښتنې او د سولې د پلان سره سم ئې د خپلې څوکۍ نه استعفا ورکړه، حالانکې څېړونکي وائي چې دغه پرېکړه د ډاکټر نجيب لويه تېروتنه وه، ځکه چې کله هغه د واک نه ګوښه شو نو پۀ ټول هېواد کښې حالات ډېر کړکېچن شول، د کورنۍ جګړې د اور لمبو ټول هېواد لتاړ کړو او د مرګ ژوبلې هغه نۀ ختمېدونکې لړۍ پېل شوه کومه چې لا تر نن ورځې روانه ده. ډاکټر نجيب د مړينې نه وړاندې پۀ کابل کښې د ملګرو ملتونو پۀ ودانۍ کښې پناه اخستې وه او لکه د يؤ قېدي ئې ژوند کولو.کابل ته د طالبانو د ورتګ نه وړاندې، داسې وئيل کېږي، چې هغۀ ته د ښار نه د وتلو لپاره وئيل شوي وو خو هغۀ دغه وړانديز ځکه نۀ ؤ منلے چې وائي هغۀ دا نۀ ګڼل چې طالبان به ئې ووژني. د 1996م ميلادي کال د ستمبر پۀ 27مه نېټه ډاکټر نجيب پۀ زور د ملګرو ملتونو د ودانۍ نه راوويستل شو، د ډېر تشدد او وهلو ټکولو نه پس ووژل شو او د مړي ئې سپکاوے وشو. پۀ سبا ورځ ئې د کابل پۀ اريانه څلور لارې کښې، د صدارتي ماڼۍ مخې ته د کشر ورور شاه پور احمدزي د مړي سره مړی راوځړول شو،دا هغه ځاے ؤ چې ډاکټر نجيب پکښې پۀ خپله يوه اولسي وېنا کښې د جلال اباد پۀ جګړه کښې د پاکستان پۀ ښکېلتيا سختې نيوکې کړې وي، طالبانو خلقو ته ووئيل چې بايد نۀ د هغۀ جنازه وکړي او نه ئې مړے ښخ کړي، څو ورځې وروستو د دواړه وروڼو مړي د پکتيا ولايت مرکز ګردېز ته يؤړل شول او پۀ خپل پلارني کلي کښې خاورو ته وسپارل شول.

وخت او تاريخ داسې منصفان دي چې د چا مخ ملازه نۀ کوي، د ډاکټر نجيب قاتلانو کۀ پرون د خپل جبر پۀ زور خپل تور مخونه پټ کړي او سپين کړي وو خو وخت ئې نن ناولي او تور مخونه راڅرګند کړل او تر څو چې دا نړۍ ودانه وي، د ډاکټر نجيب قاتلان به مختورن وي او هغه به لکه د ايلم، سپين غر، تاترې، هندوکش، ملاکنډ او ماهيپر د غرۀ غوندې هسکه غړۍ او جيګه شمله پۀ وياړ د هر پښتون پۀ زړۀ کښې دېره وي، نن د ډاکټر نجيب څلے هم معلوم دے او د قام ګڼ شمېر وګړي ئې خپل اتل هم ګڼي خو برعکس د هغۀ مخالفين تر ننه پټ ګرځي او چې ووژل شي نو نه ئې څوک د جنازو د مراسمو نه خبرېږي او نه ئې څلي معلوم وي.

حقیقت دهندوکش پۀ څېر ولاړ دے

عقیدت لکه د واورې ویلي کېږي

اروا ئې ښاده او ياد ئې تلپاتې

نوټ: شعرونه د عبدالسلام دي

حوالې:

1. وطن يا کفن، مولف: نورالبشر نويد

2. د ښاغلي بهروز خان مقاله

3. بېلا بېلې مقالې او مجلې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *