اتلسم ائیني ترمیم ولې د سترګو ازغے دے؟ – ډاکټر خادم حسېن

 

Twitter: @khadimhussain4

 

دوه کاله مخکښې چې د پاکستان د امنيت ادارې يو مشر اتلسم ترميم باندې پۀ ښکاره نيوکې وکړې نو دا خبره جوته شوه چې پاکستان کښې د خلقو د حکمرانۍ او امنيتي ادارو تر منځه د رياستي پاليسیو پۀ حواله لوے تفاوت دے. دغه تفاوت د پاکستاني رياست پۀ بنيادي بيانيه، مفکوره او ليد لور کښي بيا بيا څرګندېږي. دغسې د نوي راتپلے شوي حکومت راتلو سره د تعليم د يو شان کولو د پاره د مرکز پۀ سطح د نصاب يوه کمېټي جوړه شوه ـــ دا خبره ځان له د بحث جوګه ده چې د نصاب يو شان والے د علمي تحقيق تر مخه د تعليم د معيار کچ لوړوالي ته بوځي او کۀ نه، او دا چې د تعليم يو شان والے د تعليم رسایۍ کښې ناانصافۍ څومره ختموي؟ خو د مرکز پۀ سطح د نصاب کمېټي جوړېدل غېر ائيني او غېر قانوني دي. د اتلسم ائیني ترميم تر مخه د تعليم پاليسي جوړول، نصاب تيارول او انتظام کول د صوبائي حکومتونو اختيار کښې راځي ـــ وفاقي حکومت د مشترکه مفاداتو کونسل کښې خپل تجويزونه صوبو ته وړاندې کولے شي. دغسې وفاقي وزارت د کلتور پاليسۍ باندې کار کوي کوم چې د صوبو اختيار کښې راځي؟ سوال دا پېدا کېږي چې اتلسم ائیني ترميم د سترګو ازغے ولې دے؟

اتلسم ائیني ترميم ته پۀ اسانه ‘ائيني انقلاب’ وئيلے کېدے شي. عمراني معاهده کښې د بنيادي حقونو تفصيل، د وفاقي اکائيو د شناختونو خوندي کېدل او وسيلو کښي برخه، پۀ پاليسیو کښي د اولس اختيار او د وفاقي پارلېماني جمهوريت پۀ بابله چې کوم ابهامات يا کج روي موندلې کېده، هغه د يو داسې سياسي جمهوري عمل پۀ وساطت لرې کړے شول چې دغه بذات خود د پاکستان د سياسي قيادت او د اولس د ټاکلے شوو استازو يوه لويه کارنامه ګڼلې کېدې شي. پۀ پارلېمان کښې هغه وخت موجود د ټولو سياسي ګوندونو پۀ نمائندګانو مشتمله د ائيني اصلاحاتو يوې کمېټۍ دغه کارنامه تر سره کړه. هم دغې ته اجتماعي دانش وئيلے کېږي. د دغه اجتماعي دانش پۀ سوب پۀ اتفاق رایې سره د ائين کم و زيات نيمو شقونو يا مادو کښې ترميم وکړے شو. اوولس وزارتونه صوبو ته منتقل شو او د شلګونو محکمو د انتظام اختيار وفاقي اکائيو ته حواله کړے شو. دې سره سره د مرکز او صوبو تر منځه د وسيلو او پېداوار سر دوباره تقسيم وشو. ټول ملکي پېداوارکښي د صوبو برخه پۀ بشپړه توګه زياته کړې شوه. د نوې پريکړې تر مخه د صوبو برخه 57.50 فيصده مقرر شوه او د مرکز برخه 42.50 فيصده پاتې شوه. د دې اثر پۀ اسانه داسې معلومېدے شي چې پۀ 2009 کښي د پښتونخوا صوبې ټول بجټ 90 ارب روپۍ ؤ او د دې پرېکړې نه پس 2010 کښې د پښتونخوا بجټ 330 ارب روپیو ته ورسېدو. د پښتونخوا د تعليم، صحت او مواصلاتو انفراسټرکچر کښې چې کومه اضافه د 2010 نه واخله تر 2013 شوې وه، دا دغه ملکي پېداوار کښې د صوبو د برخې د زياتوالي د وجې ممکن شوې وه.

د اتلسم ائیني ترميم تر مخه ائين کښې يوه بله اصلاح دا وشوه چې د کرنسۍ، خارجه پاليسۍ، دفاع او مواصلاتو نه علاوه د د هغه ټولو محکمو او وزارتونو کوم چې پېداوار، وسيلو او اختيار سره تعلق ساتي؛ د هغو د پاره د مشترکه مفاداتو کونسل فعال کړے شو. د څلورو صوبو وزراء اعليٰ د دې کونسل غړي وګرځېدل او د ائين تر مخه هرې درې مياشتې پس د دې اجلاس راغوښتل لازمي کړے شو. د دې نه علاوه هر وزير اعليٰ د دې اختيار مند کړے شو چې د فوري اجلاس د پاره وزير اعظم ته وئيلے شي. د مشترکه مفاداتو د فعاليت پۀ سوب پۀ ائيني توګه وفاقي پارلېماني نظام کښې نا همواري ختمه کړې شوه او اولس اختيارمند کړے شو.

اتلسم ائیني ترميم کښې دوه نور مهم اقدامات وکړے شول، پۀ ائين کښې ورکړے شوے د بشري حقونو فريم ورک پراخه کړے شو ـــ د مثال پۀ طور د پینځو کالو نه واخله تر شپاړسو کالو ماشومانو د پاره د مفت او لازمي تعليم د شق اضافه وکړې شوه چې ورته 25-A وئيلے کېږي او د اطلاعاتو حصول بنيادي حق وګرځېدو. د منتخب حکومت او د ائين د ماتولو د سزا شق نور سخت کړے شو او د مارشل لاء نافذولو ټولې لارې ګودرې بندې کړې شوې. دغه اقداماتو سره کۀ يوې غاړې ته رياست د سماجي ښېګړې رياستي ساخت ته جوت کړے شو نو بلې غاړې ته د اولس پۀ ځان پۀ خپله اراده او خوښه د حکمرانۍ اصول خپل کړے شو. دې سره پاکستان کښې اوسېدونکي قامونه، د بېلابېلو مذهبي عقيدو خلق او د بېلابېلو ژبو ويونکي وګړي اختيار مند هم شو او د وسيلو خاوندان هم شول.

د اتلسم ترميم دې ائيني انقلاب سره پاکستان کښې وفاقي پارلېماني نظام مضبوط شو. قامونه او صوبې تر ډېره حده اختيار مندې شوې، د وسيلو او پېداوار تر څۀ حده منصفانه تقسيم وشو او رياستي پاليسیو کښې پۀ ائيني توګه وګړي شراکت دار شول. دغه تقسيم او د اولس شراکت دارۍ د ژور يا مستقل رياست د کوم رياست مشري چې د پاکستان د پوځ جرنېلان کوي، د دې ژور رياست پۀ وسيلو او اختيار مرکزيت، اشرافيت او پۀ مهمو پاليسیو د اجاره دارۍ د ختمولو غاړې ته لار سمه کړه ـــ ځکه دغه ائيني انقلاب د ژور رياست پۀ سترګو کښې لکه د ازغي غړېدو. دا خبره پۀ يو مثال پۀ ښۀ توګه واضحه کېږي.

څۀ موده مخکښې د پاکستان د نګران حکومت د خزانې وزير ډاکټر شمشاد اختر پۀ پاکستان راتپلے شوي نوي حکومت ته يوه اخباري مرکه کښې دا تجويز ورکړو چې د صوبو د پېداوار برخه کښې دې اتۀ فيصده کټوتي وکړي چې د دفاع د پاره او ترقياتي سکيمونو د پاره مرکز سره رقم پاتې شي ـــ خو د دې تجويز عملي کولو کښي تر ټولو لوے خنډ دا دے چې د ائين تر مخه د صوبو ټاکلې شوې برخه کښې کموت ممکن نۀ دے.

حال دا دے چې د دفاع د پاره پاکستان کښې پۀ مختص بجټ کښې هر کال 25% اضافه کېږي. د تېر شوو اتۀ کالو نه د دفاع بجټ کښې 200% اضافه شوې ده او دا بجټ پۀ 2010-2009 کښې د 350 اربه روپیو نه پۀ 2018-19 بجټ کښې 101 کهرب روپیو ته رسېدلے دے. دې بجټ کښې هغه 164 اربه روپۍ نۀ دي شاملې کومې چې هر کال د پوځ د ملازمينو پۀ پنشن خرچ کېږي. د دغه رقم لګښت د بل يو بجټ هيډ نه کېږي.

پوځ ته د دې رقم نه علاوه 165 بليون روپۍ د هنګامي بجټ تر مخه جدا ورکړې کېږي. پۀ دې حساب کښې د پوځ بلاواسطه او بالواسطه رقم د ټول بجټ 36% فيصده جوړېږي چې د قرضو او انتظامي بجټ نه وروستو تر ټولو زيات بجټ جوړېږي. دې نه علاوه د پوځ د سيوري لاندې چلېدونکي پۀ شلګونو تجارتي کمپنۍ، زمکې او صنعتونه هم پوځ د پاره لوے منفعت راوړي. د پوځ د سيوري لاندې روان تجارت د پاکستان د ټول مارکيټ د حجم د نيم نه زياته برخه لري.

د ژور رياست د وسيلو دغه زياتوالے دوي ته هغه طاقت ورکوي د کوم پۀ زور چې ژور رياست د خارجه پاليسۍاو د دفاع پاليسۍ باندې اجاره داري بر قرار ساتي. د دې لازمي نتيجه دا راوتې ده چې ګاونډي هېوادونو سره د تاو تريخوالي پاليسیو ته د شخصي ملائشود استعمال پاليسیو ته او د انتهاګرې مفکورې د بيانيې پۀ مخکښې د وړو پاليسۍ ته دوام ورکړے کېږي. دې سره د خلقو ائيني اختيار، جمهوري حقونه، د قامونو شناختونه، د اولسي پرمختګ لارې ګودرې، ملکي اقتصاد، روزګار، تجارت، صنعت، تخليق، ايجاد، کلچر او د تعليم عمل پۀ شا ځي. دا ټوله خبره وسيلو کښې د قامونو او صوبو منصفانه برخې او پاليسیو کښې د اولس شراکت دارۍ نه چاپېره چورلي. اتلسم ائیني ترميم دغه دواړه عملونو ته لارې ګودرې اسانوي نو ځکه ژور رياست وسيلې د خپل طاقت د بشپړه کولو نه علاوه بل څۀ ته پرېښودل نۀ غواړي او نۀ پاليسیو باندې خپلې اجاره دارۍ ختمېدو ته تيار دے.

پاکستان کښې د موجوده حکومت د راتپلو يو علت دا هم کېدے شي چې د اتلسم ائیني ترميم ائيني انقلاب پۀ شا کړي او نخښې نخښانې داسې ښکاري چې دوي پۀ دغه رجعت پسندانه، ملک دښمنه، قام دښمنه او وطن دښمنه پاليسۍ باندې سمدستي کار روان کړے دے. د پاکستان موجوده دور کښې د اولسي ډلو او سياسي ګوندونو د مبارزې بنيادي نکته بايد وفاقي پارلېماني جمهوريت ساتل او د اتلسم ائیني ترميم پۀ شا کولو ټولې هڅې او سازشونه شنډول وګرځي.

 

دا هم ولولئ

د عوامي نېشنل پارټۍ پښتونخوا ثقافتي سرګرميانې – خادم حسېن

۱. د ملګري ليکوالانو تنظيم ‎ ا- شاعران او ليکوالان د پارټۍ د یو ذيلي …