The News on Sunday, March 09, 2014
عسکريت پسندي او “پښتونولي”
د پوهانو تر مخه د اولس د يو ځانګړي ټولګي (group) پېژندګلو )شناخت(، نړيوال نظر، پۀ تخليقي او تصويري هنرونو (Arts) کښې راوړې شوې ځائي پوهه (wisdom)، د پېداواري صلاحيت تسلسل او د ټولنې خپل منځ کښې د اړيکو/ رابطو تعامل ته “کلتور” وئيلے شي. د يوې ټولنې د چاپېرچل (Ecology)، دغه ټولنه کښې د واقع کېدونکو بدلونونو (Demography)، تاريخي ارتقاء او معاشي تعلقاتو پۀ کلتور اغېز څرګند ښکاري.
دغسې ‘توکم’ (Ethnicity) هم “د يو ټولګي پۀ کلتوري ځانګړتيا اډاڼه پېژندګلو ده چې دغه ‘ټولګي’ نه ‘اولس’ (people) جوړوي. د انسائيکلوپېډيا برېټانيکا تر مخه، کلتوري ځانګړتيا د ژبې، سندرې/ موسيقۍ، کړو وړو، فنون، ډول ډال، ادب، کورني ژوند، مذهب، رسم، خوراک څښاک، نامې ايښودو، اولسي ژوند او د مادي کلتور پۀ هنداره کښې څرګنډېږي.”
يوه بله اصطلاح چې د ‘نسل’ (race) پۀ معنٰي کارولې کېږي، انسائيکلوپېډيا برېټانيکا وائي، “هغه ځانګړتياوې چې انساني نوغي د جسماني/طبيعي، خوي بوي او کړو وړو د توپيرونو پۀ سبب لۀ يو بل ځانګړو ټولګو کښې بېلوي، ‘نسل’ بلل کېږي.” خو پۀ يويشتمه پېړۍ کښې جينياتي څېړنو (genetic studies) پۀ حياتياتي لاملونه د نسلونو د ځانګړتيا امکان رد کړے دے او پوهان پۀ دې باوري دي چې ‘نسلونه’ پۀ پينځلسمه پېړۍ کښې د شروع شوو يورپي يلغارونو لۀ خوا پۀ کلتورونو اړولو منځ ته راغلي دي، چا چې پۀ خپلو مقبوضه قامونو مختلفې رويې او عقيدې ور تپولې وې.
کۀ چرې مونږ پورتني تعريفونه پۀ پام کښې وساتو نو بيا د سياسي او سماجي ارتقاء د مفکورې او دې سره د تړلو نورو عواملو پۀ اساس د يوې ځانګړې ټولنې د کلتوري ځانګړتياو مونډونه موندلے او خبرې پرې کولې شو. د سياست بيانيه پۀ هر صورت کښې د حکومت/ واک، د اقتدار دعوې او د اولس نه اختيار تروړلو سره تړلې ده. دې حال کښې، بايد وګڼلے شي چې ټولنې د څېلمې ځانګړې دي، پۀ هره ټولنه د “بل” چا اغېز خامخا وي او دغسې مونږ کله هم يوې ټولنې ته “سوچه” (pure) نۀ شو وئيلے. مونږ يو کلتور، يو نسل او يو توکم هم د بل نه بايد غوره و نۀ ګڼو – دا ځانګړتياوې بايد د چاپېرچل، واقع کېدونکو بدلونونو، تاريخي ارتقاء او معاشي تعلقاتو ورکړه ومنو.
پۀ يوه ټاکلې موده کښې د ټولنيزو رويو خصوصي حالت، معاشي تعلقات او اختيار ته د تسليمېدو روايت ته “تهذيب” وئيلے شي. نو مونږ دا وئيلے شو چې مختلف کلتورونه وجود لري او دا کلتورونه د انساني تاريخ پۀ مختلفو پړاوونو کښې مختلف تهذيبونه زېږوي، تخليقوي او بيا ئې د وخت تېرېدو سره د نوي سره تشريحوي.
پښتانۀ هم لکه د نورو نسلونو او کلتورونو د سياسي، تاريخي، ايکالوژيکل او اقتصادي عنصرونو تر اثر لاندې خپل ځانګړتياوې لري. مؤرخين او بشر پوهان د پښتني کلتور دغه ځانګړتياو ته “پښتونولي/ پښتونواله” وائي. “پښتونولي” د خپل تشکيل پۀ عمل کښې د ګندهارا تهذيب رغولو د پاره پۀ نمرخاتۀ د اباسين )درياے سندهـ( او پۀ نمرپرېواتۀ د پارس تهذيب نه رنګونه واخستل. د پښتون نسل جرړې مونږ د پخوانيو زمانو څخه د تاريخي ارتقاء پام کښې ساتلو سره د پښتونولۍ پۀ جوړښت او ترکيب کښې د شوې ارتقاء نه د درېو پړاوونو جاج پۀ جاج اخستو مخې ته راوړې شو –
د بايزيد انصاري (1585/1581-1525) “روښاني تحريک” پښتونولي د سياسي واک هڅې (political aspiration) سره وتړله او دې د پاره ئې يو فکري چوکاټ جوړ کړو. د پښتو تر ټولو وړومبنے نثري کتاب “خېر البيان” بايزيد انصاري ليکلے دے. دا تحريک چې د پښتونخوا جنوب کښې ئې سر پورته کړے ؤ، وخت تېرېدو سره زور ونيولو او منځنو سيمو ته خورېدو سره د پېښور دامانونو او د سوات ورشوګانو ته ورسېدو. تر دغې مودې مغل سلطنت جرړې نيولې وې. تاريخي شهادتونه دا حقيقت مخې ته راوړي چې د دې تحریک مونډ ويستلو د پاره مغلو د بايزيد انصاري د کلتوري او جمالياتي بيانيې مختورۍ او عسکريت پسندۍ نه کار اخستے ؤ.
د “پښتونولۍ” دوېم پړاو د پوهان، شاعر او سردار خوشحال خان خټک (1689-1613) نه پېل کېږي. هغۀ د يو نابغه پۀ حېث د پښتونولۍ سماجي-کلتوري (socio-cultural) او سماجي-اقتصادي (socio-economical) ځانګړتياوې د سياسي اقتصاد سره وتړلې. د هغۀ “دستارنامه” تر ټولو زيات لوستے شوے کتاب دے. د پښتنو مختلفو قبيلو سره پراخه مکالمې او مشاورت د قبائيلي ذهنيت پۀ قامولۍ اړولو کښې کردار ادا کړے دے. هغه د پښتنو د اجتماعي سياسي-اقتصادي (politico-economics) ګټو د پاره د لارې سپړدلو جوګه ؤ چې پۀ منطقي توګه نېغ پۀ نېغه د مغل سلطنت سره متصادم وو. هغه د دې جوګه ؤ چې د پښتنو د ټولنې، اجتماعي نفسياتو، جغرافيې او کلتور نور اړخونه را وسپړي. مغل زورواکي اورنګزېب عالمګير هغه ونيولو او رنتهمبور کښې ئې بندي کړو.
خان عبدالغفار خان (1988-1890)، چې د “باچا خان” پۀ نامه پېژندلے شي، د اجتماعي هلوځلو د پاره پۀ 1921 کښې جوړ “انجمن اصلاح الافاغنه” له لا پراختيا ورکړه او پۀ 1928 کښې ئې د “خدائي خدمتګار تحريک” بنياد کېښودلو. دې تحريک يو اړخ ته د خوشحال خان خټک د مفکورې سره سم د پښتنو کلتوري ځانګړتياوې د ګندهارا تهذيب د ځائي حکمت او شناخت سره وتړلې، بل اړخ ته ئې دا د جديد تهذيب سره مربوط کړو.
دغه وخت برېطانوي ښکېلاک/ استعمار د افغانستان لۀ لوري د سر اوچتوونکي کوم ګواښ، چې وړومبے ئې د “زارِ روس” او بيا د “متحده سوشلسټ سويت رپبلک” (USSR) نه اندېښنه کېدله، د تمبولو د پاره د پښتونخوا يوه برخه د “فاټا” (FATA) پۀ نامه شوکولې وه.
د نوابادياتي ليکوالانو لۀ خوا پښتانۀ د غېر مهذبه، وحشي، قانون نۀ منونکي او “جنګيالي نسل” پۀ توګه دنيا سره د معرفي کولو کار شروع شوے ؤ. د پښتنو پۀ اړه د دغه مغالطو پۀ مؤثره توګه منځ ته راوړلو کښې د اولف کېرو ليکلي کتاب “دي پټهان” (The Pathan, Olaf Caroe) لوے لاس لرلے دے. وروستو چې د يوې نسلي او کلتوري ډلې پۀ حېث د پښتنو ټولنه، کلتور او بشرپوهنه باندې پۀ ملکي او نړيوال کچ څومره کار هم شوے دے، د کېرو دغه خورې کړې مغالطې ئې “بنيادي مأخذ” ګرځولے شوے دے.
خدائي خدمتګار تحريک )د کېرو ډوله ليکوالانو د مغالطو برعکس( د ټولنيز-سياسي، ټولنيز-کلتوري او ټولنيز-اقتصادي بدلون د پاره
خپله بيانيه پۀ انساني وقار، تکثيريت زغمونکې اولسواکۍ، ځائي دانش )پوهه( او شناخت اډاڼه کړه. دې تحريک “پښتونولي” پۀ تېرو څو لسيزو کښې د ژوند پۀ هر اړخ د انساني تهذيب د کړې ارتقاء د يو پراخه او ګڼ اړخيز کوډ (code) پۀ توګه خپله کړه.
خدائي خدمتګار تحريک دې ته ځانګړې پاملرنه وکړه چې شاعري، زېبا هنرونه، ادب، فنِ تعمير، موسيقي او نڅا )رقص( نن هم د “پښتونولۍ” نۀ شکېدونکي اجزاء دي؛ لکه څنګه چې پۀ تېرو څو پېړيو کښې ئې مونږ څرګند شتون وينو – هغوي دا خبره هم مخې ته راوړه چې کله هم پۀ نړيوال کچ پۀ “پښتونولۍ” اکېډيميا او رسنيو )ميډيا( کښې خبرې کېږي نو د دې ګڼ محرکاتو/ اړخونو (dynamic aspects) باندې سترګې پټولې شي.
خدائي خدمتګار تحريک د عدم تشدد پۀ بنياد د خپلواکۍ او د هغه وخت د شمال مغربي سرحدي صوبې (NWFP) د پاره د سياسي اصلاحاتو لاس ته راوړلو پۀ غرض د زدکړې )تعليم(، کلتوري احياء او د ځائي ژبو، ادب او فنون د پرمختګ پۀ لار د سياسي اختيار حاصلولو د مرام د پاره د يو جديد تحريک ټول لوازمات خپل کړي وو.
وروستو دې تحريک د شريک وفاقيت، داخلي خپلواکه اقتصادي چوکاټ او د اختيار او وسيلو غېر مرکزيت (decentralization) د پاره مبارزه وکړه.
خدائي خدمتګارانو د پښتونخوا بېلابېلو سيمو کښې پۀ شلګونو ټولنپال (community-based) “ازاد” سکولونه پرانستل. هغوي کسب ګرو، هنرمندو او ښځو له پرېوانه نمائندګي ورکولو سره د خوي بوي، مذهبونو، حېثيتونو او ژبو تنوع ته هم ځاے ورکړو. خدائي خدمتګار تحريک پۀ پښتونخوا کښې د صنعت او تجارت پراختيا د پاره ځينې کسبونه او هنرونه هم معارفي کړل. دې سره هغوي پۀ ټولنيزو رويو کښې د مثبت بدلون راوړو سره د پښتونولۍ د نوابادياتۍ تشريح رد هم وکړو او قبائيلي انانيت له ئې هم پۀ جرړو ګزار وکړو.
کله چې مونږ پاکستان او پښتنو سيمو کښې مذهبي عسکريت پسندي د پښتونولۍ سره پرتله کوو نو وينو چې د عسکريت پسندۍ د بيانیې هېڅ رګ د “پښتونولۍ” نه راوتلے نۀ دے – د مذهبي عسکريت پسندۍ بيانيه، ستراتيژي او د واردات کولو طريقه د پښتونولۍ او خدائي خدمتګارۍ د مفکورې، تګلارې او لائحې سکوټ مخالف او متضاد دي. د پښتونولۍ او خدائي خدمتګار تحريک مخالفت کښې د انتها پسندۍ بيانيه تسلسل سره د انساني وقار، تکثيريت او ځائي بيانيې او جديد انساني تهذيب رد د اخلاقي، مذهبي، فرقه ايز او قام پرست جذباتو د تورن کولو تر لارې کوي.
عسکريت پسنده بيانيه د علم، تحقيق او تخليق نه د کرکې جذبات لري. د دغې بيانيې پۀ نتيجه کښې د تکثيريت ردوونکي، جدت ته سپک کتونکي او د اظهار رايې د ازادۍ مخه نيوونکي ذهنيتونه زېږوي – دې تناظر کښې دا خبره هډو پټه پناه نۀ ده چې مذهبي عسکريت پسندو ذهنونو د پښتنو تاريخي حوالې او ورثې )د بدها مجسمې، مزارونه او اثار( ړنګې کړې، پښتانۀ سماجي مشران ئې پۀ نخښه کړل، پښتانۀ شاعران او سندرغاړي ئې وځغلول، پښتانۀ هنر مند ئې ووژل، ځائي رقص او هنرونه ئې بند کړل، پۀ زور ئې د اولس ځائي ژوند ژواک بدل کړو او هر چا چې د خدائي خدمتګار تحريک سره تړون لرلے دے، هغوي ئې ختم کړل.
عسکريت خوښې شبکې هڅه کوي چې پښتانۀ د دوي تاريخ، ځائي قامي بيانيې نه وشوکوي او نړۍ نه ئې ځان له کړي.
روښانفکره سیاست، مکالمه او سیاسي لهجه
روښانفکره سیاست د خپلواکۍ او اولسواکۍ غاړې ته قدمونه اخستل وي. د دې قسمه سیاست د پاره مفکوره، اصول، تړون، تنظیم او ابلاغ یا رسنۍ د بنیادي شرائطو حېثیت لري.
روښان فکره سیاست پۀ عقل، دلیل او مباحثه ولاړ وي؛ پۀ جبلت او جذباتیت نۀ. دا سیاست یو اوږد سفر دے او کله کله پۀ پیړیو پېړیو جریان لري، نو ځکه داسې قسمه سیاست کښې د مایوسۍ او زړۀ ماتي د پاره ځاے نۀ وي. زغم، صبر او حوصلې سره سره پۀ مستقله توګه د مکالمې د پاره ګنجائش پېدا کول د داسې قسمه سیاست مهم اړخونه دي.
دداسې قسمه سیاست ابلاغ او ژبه نۀ سپکه وي او نۀ پېغورژنه؛ ځکه چې پېغور او سپکاوے د مکالمې ګنجائش ختموي. البته مزاح او طنز کله کله د یوې نکتې د وضاحت د پاره کارولے شي. سپکه سپوره او پېغور د جبلت او د جذباتیت د سرچشمې نه راوځي. د دې نه راوتي لفظیات، محاوره او لهجه نوره هر څۀ کېدې شي خو سیاسي ژبه نۀ شي کېدې.
د اٰرمي چیف د توسیع معامله د سویلین او پوځ د اختیار پۀ وسیع تناظر کښې کتل ضروري دي. فوج د ریاست اداره نۀ ده بلکې د انتظامیې لاندې د دفاع د وزارت یوه محکمه ده خو دغه محکمې د تېرو اویایو کالو راهسې د ریاست ادارې، پارلېمان او پالیسۍ خپله ولقه کښې راوستې دي. عن تر دې چې د ریاست اقتصاد او مارکیټ هم د فوج ولقه کښې دي. سیاسي ګوندونه ئې د شکست و رېخت ښکار کړي دي. د داسې قسمه قبضه ګر پنجو نه د خلاصون د پاره د سیاسي ګوندونو پۀ ذریعه د اولس منظم کېدل بنیادي شرط دے. د سیاسي ګوندونو منظم کېدل او مضبوطېدل ضروري دي.
توسیع د دې نه مخکښې هم ورکړې شوې ده – د پيپلز پارټۍ مرکزي حکومت )چې هغه وخت ورسره خېبر پښتونخوا کښې د اے اېن پي اتحاد هم ؤ( کښې د اشفاق پروېز کیاني توسیع د اتلسم ترمیم د پاره د مکالمې ګنجائش پېدا کړے ؤ. ممکن ده چې دا توسیع د غېر اعلانیه مارشل لاء او کنټرولډ ډېموکراسۍ د ختمولو او د شفاف انتخاباتو لار هواره کړي. کۀ داسې و نۀ شي هم، نو د پيپلز پارټۍ او مسلم لیګ )ن( د حمایت کولو نه وروستو د اے این پي مزاحمت یو جذباتي ردعمل خو کېدے شي خو د سیاسي ګټې یو تدبیر هم د دغه مزاحمت نه پۀ عقلي توګه ممکن نۀ ښکاري.
د یو روښانفکره سیاسي تحریک د کارکن پۀ حېث مونږ ته پۀ دې خبره غور کول پکار دي چې سیاسي عمل کښې مشرتابې ته د پېغورونو پۀ ځایې مونږ د ګوند او تحریک د مظبوطولو او پراخه کولو د پاره څۀ کولے شو؟ دا فکر پکار دے چې د تړون او تنظیم د مضبوطولو او د مکالمې بشپړه کولو د پاره مونږ څۀ او څنګه سرګرمیانې کولې شو؟
چرته داسې خو نۀ ده چې مونږ پۀ دغه پېغورژنه لهجه خپلو ذمه واريو نه مخ اړول غواړو؟ چرته داسې خو نۀ ده چې مونږه پۀ نفسیاتي توګه د عام اولس نه د علمي برترۍ رنځ کښې اخته شوي یو؟ چرته داسې خو نۀ ده چې مونږ د مبارزې د ستړیا ښکار شو نو ځکه غصه، پېغور او سپکې سپورې وئيل پېل کړو؟
خادم حسېن