اداريه – اکتوبر 2018

روان حالات او د عوامي نېشنل پارټۍ دریځ

دا وخت ملک کښې جوډیشل مارشل لاء نافذ ده او عملاً بالواسطه فوج او بلاواسطه ‘غېر ریاستي عناصر’ ته د قابلِ قبول اتحاد حکومت دے، روان حالات هم ځکه ډېر کړکېچن او بې باوره دي. یو خوا کۀ د بېن الاقوام لۀ خوا د ترهګرۍ پۀ ضد روان جنګ کښې د پاکستان کردار ته د شک پۀ سترګه د کتلو پۀ وجه مخې ته راتلونکو حالاتو کښې د پاکستان ردعمل مجموعي طور غېر سنجیده دے او د ملل متحده جنرل اسمبلۍ کښې د یو منظم پروګرام پۀ ځاے هند ته د پښو دربولو ملنډه وکړې شوه نو بل خوا د ملک دننه د نوي ‘عسکریتي’ حکومت وړاندې کړے بجټ او مالي بندوبست د پاره د چندې د اعلانونو روایت هم مضحکه خېزه حب الوطني ده. د مرکزي حکومت لۀ خوا وړاندې شوي بجټ کښې درې نیم سوه (350) اربه روپۍ ترقیاتي برخه وشوکولې شوه او دا رقم هغه تورې کندې ته پرېوتۀ چې نۀ څۀ کتاب لري او نۀ ئې څوک د حساب کولو شته!!! مختلفو ډېمونو د پاره چندې هم لکه د تورې کندې خوراک دے.

لۀ بلې خوا پۀ ظاهره د امن ډنګه ډنګه پۀ خپل ځاے خو د انتخاباتو نه څو ورځې وړاندې پۀ اکرم خان دراني شوې حملې او د هارون بلور او اکرام الله ګنډاپور شهادتونه، او د انتخاباتو نه وروستو میا افتخار حسېن ته د ‘غېر ریاستي عناصر’ لۀ خوا د راپېښې خطرې پس منظر کښې د ‘ریاستي عناصر’ جاري کړي تهرېټ الرټونه؛ بیا هم پۀ دغه فارموله د ملک عسکري وزیراعظم ته جاري کړے تهرېټ الرټ د یو خونخوار صورت حال غمازي کوي. پۀ ټولنیزو رسنیو دا خبره لا زور نیسي چې ‘ریاست احسان الله احسان، راو انوار او حسنېن اپریدي ته مساوي حقونه ورکړي دي’؛ لکه چې د ریاستي چارواکو پۀ نظر کښې د اٰرمي پبلک سکول د ماشومانو، د نقیب مسید او د میا افتخار هېڅ حېثیت، وقعت او قیمت نۀ وي. د جېل خانه جاتو وزیر زوار حسېن ‘کوټ لکهـ پت’ جېل کښې دهشت ګردو سره پۀ رڼا ورځ ملاقات کوي او څوک ورته ګوته قدرې هم نۀ نیسي!!! محرم د پاره خو د پنجاب حکومت لۀ خوا پۀ ټي وي د اګاهۍ اشتهار کښې پښتانۀ دهشت ګرد ښودلے کېږي خو د پنجاب حکومت او د پنجاب حکومت نه تپوس نۀ کوونکي د زوار حسېن د دغه دورې اغراض هم نۀ ښائي!!! د پنجاب حکومت دا جرأت لري چې د دنیا لۀ خوا د ډکلئیر شوو پنجابي دهشت ګرد تنظیمونو نامه قدرې د دغه نوعیت اشتهارونو کښې واخلي؟ عوامي نېشنل پارټي پۀ نسلي/ قامي بنیادونو د داسې غېر ذمه واره پراپېګنډې غندنه کوي، دا یوه ذهني ناروغي بولي او پۀ هر پلېټ فارم د داسې ډول پېښو مخنیوي د پاره غږ او قدم اوچتول خپله قامي ذمه واري ګڼي.

اعليٰ عدلیه دا وخت د تاریخ شرمناک ترینې بلندۍ ته غورځېدلې ده. د عامو انتخاباتو نه وړاندې د ‘پري پول رېګنګ’ د پاره د اعليٰ عدلیې او نېب د یو tool پۀ حېث استعمال اوس زیات رڼېږي. د پخواني وزیر اعظم میا نواز شریف او د هغۀ د لور او زوم د سزا ځنډولو سره څرګند شول چې ټوله استغاثه د دفاع لۀ خوا پۀ جرح کښې ټالۍ خوري او داسې ښکاري لکه چې نزدې ورځو کښې د اعليٰ عدلیې او نېب د ټولو فېصلو ستر مات شي. بېلا بېلو اخلاقي او مالي بدعنوانیو کښې ‘عسکریتي وزیر اعظم’ عمران خان د پاره د استثنٰي اعلان او دغه مقدمو کښې د جوړ شوو عدالتي بنچونو د جوړولو ماتولو اقدامات ښائي چې ریاست پۀ څلورو ستنو نۀ بلکې د یو موګي پۀ زور ولاړ دے. د پارلېماني روایت پۀ ضد پۀ ځاے د دې چې د ‘پبلک اکاونټ کمېټي’ مشري اپوزیشن ته سپارلې شوې وه، د شفافیت نعره وهونکي سیاسي وِنګ (PTI) د پوندو زور لګولے دے چې حساب او احتساب دواړه خپل موټي کښې وساتي. دې کښې دوه رایې نشته چې د عدلیې او فوج د دغه پارلېماني پرکټي تحریک انصاف د ټول حساب او احتساب انجام به هم د ‘پښتونخوا احتساب کمېشن’ غوندې وي چې پینځۀ کاله ډنګولو نه پس به ئې د صفر نتیجې او اربونو خرچې سره د ‘با وقاره’ خاتمې اعلان کېږي. پۀ سرل المېډا د غدارۍ مقدمه او د هغۀ نوم پۀ اي سي اېل کښې د اچولو پچموزه یو خوا، د ماما قدیر خلاف د ملک د بدنامولو باعث د مقدمې چلولو شوشه بل خوا، او د ډېمونو پۀ مخالفت کولو، هغه کۀ هر څو پۀ تکنیکي او منطقي بنیادونو ولې نۀ وي، د ارټیکل شپږم د لګولو دباوونه بل خوا ــــ خو نۀ پۀ ‘نېشنل اېکشن پلان’ د عمل درامد نۀ کېدو نوټس اخستے شي او نۀ د کالاباغ ډېم یا نورو متنازعه منصوبو خلاف د منتخب شوو اسمبلیو قراردادونو ته کتلے کېږي. عوامي نېشنل پارټي به داسې معاملاتو کښې چې هغې کښې د پښتنو یا د بل کوم قامیت حق وهلے کېږي، پۀ ټول زور سره د دغه بد نیته منصوبو مخه نیسي او دې اقدام کښې به نۀ د چا د تور پرواه لري، نۀ د پېغور او نۀ د کوم ارټیکل او نۀ به د کوم بل ازمېښت د بلا نه پۀ شا کېږي.

د اولس سترګې پۀ ډېره ټګیژنه لار کله د خاتونِ اول د سابقه شوهر د توهین مقدمه کښې پاکپتن ته اړولې شي، کله د یو ارب (1,000,000,000) ګاډي پۀ شل کروړه (200,000,000) خرڅولو ته کږې کړي، کله د پینځۀ پنځوس روپۍ کلومیټر د هیليکاپټر سورلۍ ته وپسخولې شي، کله افغانانو او بنګالیانو ته د شهریت ورکولو اعلان او بیا ردِ اعلان ته راکښلې شي، کله د مېښو نیلامۍ له بوتلې شي، کله د مصلې نه د سپي پۀ شړلو د سپي سترګو کښې اوښکو ته غمژنې کړې شي او کله نور داسې اولړ پولړ ورته کېښودے شي چې د ملک اصل مسئلو او د ‘عسکري وزیر اعظم’ لۀ خوا د سلو ورځو پروګرام نه ئې پام اوړېدلے وساتلے شي.

عوامي نېشنل پارټي پۀ عدم تشدد او سیاسي عمل نۀ ماتېدونکے باور لري او روانو حالاتو کښې هم د خپلې مفکورې رڼا کښې د عوامي نېشنل پارټۍ دریځ )موقف( ډېر روڼ دے.

عوامي نېشنل پارټي غواړي چې پۀ بېن الاقوام کښې پاکستان د یو سنجیده ملک پۀ حېث خپل کردار ډېر سنجیده وساتي. د افغانستان پۀ حواله د ټولو نه وړومبۍ ذمه واري دا جوړېږي چې د امن د پاره روان جنګ کښې ‘نتیجه خېز’ کردار ادا کړے شي او دې نه پس بیا د تعلیم او روزګار بشپړه کولو او د نوو اقتصادي لارو چارو پرانستلو د پاره منصوبه بندي وکړې شي. د مېښو خرڅولو، د ګاډو لېلامولو او قطري بټوې پۀ زور معیشت دې حد پورې نۀ شي تلے چې د ملک مسئلې حل کړي.

پۀ وړومبو ورځو کښې د عسکریتي وزیراعظم سره د بهر ملکونو د نمائندګانو د ټیليفون رابطو نه یوه ملنډه جوړه کړې شوه. د ملل متحد د جنرل اسمبلۍ اجلاس نه پس د کشمیر پۀ حواله د ستر سېکتر ‘انتونیو ګوتریس’ رسمي روایتي بیان هېڅ عظیم الشانه کامیابي نۀ ده، پاکستان د ترهګرۍ پۀ ضد جنګ کښې د خپل کردار پۀ حواله دغه پلېټ فارم باندې نړۍ ته څۀ باور ورکړو؟ پاکستان د ګرے لسټ نه د خپلو وتلو د پاره کوم وکالت وکړو؟ پاکستان د خپل ملک نازک حالات باندې د دنیا زړونه ځان ته تر کومه حده پاستۀ راڼۀ کړل؟ د مسئلو دا حل کله هم نۀ دے!!! اتۀ اتۀ ګېنټې جي.اېچ.کیو کښې تېرولو نه پس هر څو کۀ مونږ دا توقع نۀ شو لرلې، بیا هم غوښتنه کوو چې د ملک داخله او خارجه پالیسۍ باندې دې نظرثاني وکړې شي او پاکستان دې پۀ زمکني حقیقتونو د مبني رپورټ رڼا کښې خپله تګلاره وټاکي. کۀ پاکستان پۀ مختلفو مسئلو د پېدا شوي ابهام لرې کولو سنجیده ګام وانۀ خلي نو زر ده چې ملک د لا نورو ستونزو سره مخ شي. دا مغالطه چې پۀ دومره پراخه عالمګیریت کښې یواځې د چین یا د سعودي عرب یا د ترکي لمن نیول به پوره وي، دا د خود فرېبۍ نه پرته هېڅ نۀ دي!!! د افغانستان دننه پۀ ترهګرۍ کښې راتلونکي شدت ته توجه نۀ ورکول داسې دي لکه چې پاکستان کښې د زور او زر خاوندان یو ځل بیا د زمکني حقائقو نه خپلې سترګې پۀ شګو کښې پۀ ټومبلو پټوي.

د ملک سیاسي قوتونه د یوې اوږدې سیاسي مبارزې نه پس د اتلسم ائیني ترمیم منظورۍ ته رسېدلي دي. د موجوده حکومت لۀ خوا د تعلیمي او کلتوري ‘مرکزیت’ بابولالې وئیلو سره د وزیر اعظم لۀ خوا د صوبو منصوبه بندۍ او فېصله سازۍ کښې د عملاً ډیفیوز کولو قدم هم لوے جنجال، تشویش او غېر یقیني صورت حال پېدا کړے دے. د ریاست د بېلابېلو ادارو او څانګو د پاره چې ائیني طور د صوبو اختیار کښې دي، د نوو نوو کمېټیو جوړولو، د نوو نوو پالیسیو راوړلو او نوو نوو تجربو کولو اعلانونه کېږي؛ بیا د دې ټولو کمېټیو، پالیسیو او تجربو د پاره د مرکز نه مشران چاڼېږي او دغسې پۀ ډېرې چالاکۍ سره د صوبو نه د اتلسم ائیني ترمیم هغه حقونه تروړلے کېږي چې دې ملک کښې د یوې اوږدې سیاسي مبارزې نه پس لاس ته راوړے شوي دي. د عسکریتي وزیر اعظم لۀ خوا د دغه کمېټیو مشري کول ښائي چې صوبې د خپلو مسائلو او وسائلو پۀ حواله بېخي شلې، بې لشې او بې اثره کړې شي. عوامي نېشنل پارټي به د هرې داسې کمېټۍ، پالیسۍ او تجربې مخه نیسي چې هغه د صوبې اختیارات وفاق ته د واپس کولو د پاره امکانات پېدا کوي او یا پکښې د صوبې اختیارات وفاق ته د واپس کولو اندېښنه وي.

کالاباغ ډېم

خبرې ډېر او د ملي مشر اسفندیار ولي خان هغه خبره ئې سر چې کسی کا باپ بھی کالا باغ ڈیم نہیں بنا سکتا او بس!!!

__________

انټرا پارټي انتخابات

د عوامي نېشنل پارټۍ د مرکزي جرګې غونډې نه پس پرېس کانفرنس کښېې ملي مشر اسفندیار ولي خان د انټرا پارټي انتخاباتو د پاره اعلان سره سره د دې انتخاباتو جدول هم جاري کړو.

ښاغلے میا افتخار حسېن د الېکشن کمېشن چئیرمېن ټاکلے شوے دے او هغۀ سره ښاغلي سید عاقل شاه )خېبر پښتونخوا(، یونس بونېرے )سندهـ(، سنېټر داود خان )بلوچستان( او ډاکټر اکرم )سرائیکي یونټ( غړي ټاکلے شوي دي.

انټرا پارټي انتخابات به د دې جدول سره سم تر سره کېدے شي:

1 اکتوبر 2018 نه تر 30 اکتوبر 2018 د صوبائي/ضلعي کمېشنونو جوړول

1 نومبر 2018 نه تر 3 جنوري 2019 ممبر سازي

1 فروري 2019 نه تر 30 مارچ 2019 د تپو، تحصیلونو او ضلعو تنظیمونه

1 اپرېل 2019 نه تر 30 اپرېل 2019 صوبائي الېکشن کمېشن او د صوبائي

یونټونو تکمیل

د وړومبۍ مۍ نه دېرشمې مۍ پورې د ټولې ذیلي تنظیم سازۍ تکمیل نه کومه ورځ هم الېکشن کمېشن وټاکله، پۀ هغه ورځ به د مرکزي الېکشن د پاره انتخابات کېږي.

کارکنانو ته خواست دے چې د ممبر سازۍ نه د تنظیم سازۍ پورې دې ټول انتخابي عمل کښې پۀ باچاخانۍ مینه او ننګ برخه واخلي او خپل تاریخي فرض او کردار ادا کړي.

 

دا هم ولولئ

د باچاخان او ولي خان کليزه

پۀ باچاخان او ولي خان ډېر زيات کار شوے دے، ډېر پرې روان دے کېږي …