اداريه – دسمبر 2021

پۀ دې کښې هېڅ شک و شبه نشته چې پۀ کومه ټولنه او ملک کښې انصاف وي نو هلته د ژوند هر يو اړخ روان، متحرک او سوکاله وي او کوم ځاے کښې چې انصاف نۀ وي نو هلته د ژوند هر اړخ بې طرفه او ځپلے وي. دا يو قدرتي امر دے چې چرته انصاف کېږي نو هلته سياست، معيشت، سماجي اړخونه، تعليم، بشري حقونه، د رايه د اظهار ازادي او مساوات وي او چې چرته انصاف نۀ کېږي نو هلته سياست، معيشت، تعليم، سماجي ژوند، بشري حقونه او د رايه د اظهار ازادي نۀ وي. کۀ وګورو نو انصاف نۀ صرف د يو انسان او فرد لپاره ضروري دے بلکې د ټولنې د چلند لپاره هم مهم دے، هم دغه شان انصاف نۀ صرف د انسان د ترقۍ لپاره مهم دے بلکې د يو ملک او قام د اجتماعي هوار ژوند، پرمختګ او سوکالۍ لپاره هم اړين دے. اوس کۀ پۀ دې تناظر کښې پاکستان ته وګورو نو لۀ بده مرغه دلته به يو انسان هر څۀ وويني خو انصاف به تر سترګو نۀ کړي. ناروا کارونه پۀ زرګونو، ظلمونه بې شمېره، بې انصافۍ لۀ شمېره وتې، د بشري حقونو څخه سرغړونې لا زياتې، سياسي، سماجي او معاشي ټګۍ برګۍ لۀ حده وتې، د اولس حقونه د پښو لاندې، حکومتي او رياستي جبر پۀ زياتېدو، د دروغو دعوې تر اسمانه، د کونډو چغې او د يتيمانو کوکې اسمان شلوي، د غريب اه و زاري زړۀ څيرے کوي، ګراني، دوېم نمبري، منافقت، چل ول، سرکاري ادارو کښې بډې رشوتونه، د مېرټ قتل عام، د محکمو نااهلي، د بابوګانو او افسرانو بدمعاشي، د ټېکسونو باران او د سود انتهائي شرح او داسې نور ډېر د ظلم، جبر، بې حسۍ او بې شرمې کارونه پۀ دې ملک کښې لۀ شمېره وتلي دي او بچے بچے ترې متاثره دے خو يو شے کوم چې پۀ نظر نۀ راځي هغه انصاف دے. د انصاف پۀ نامه لويه اداره ولاړه ده، ججان صېبان دي، عدالتونه دي، ائين دے، دفعات دي، قوانين دي، شقونه دي، وکيلان دي، تاريخونه دي، پېشۍ دي، ژړاګانې او فريادونه دي، کېسونه دي، فائلونه دي او د عوام خوارې ورځې دي. هر څۀ شته خو انصاف نشته. پۀ دې ملک کښې د انصاف د لوې ادارې، پۀ سلګونو عدالتونو، بېنچونو، ججانو صېبانو او وکيلانو باجود پۀ لکهونو کېسونه د سماعت او انصاف لارې څاري. انصاف به څنګه ترلاسه شي چې د انصاف دعوي ګير خپله دنده پرېږدي او سياست کښې لاس وهل شروع کړي، انصاف به څنګه پۀ لاس راشي چې د انصاف بابا خپله کرسۍ پرېږدي او پۀ هسپتالونو چاپې وهي، انصاف به څنګه پۀ نظر راشي چې بابائے انصاف غريب اولس او د دوي مسئلو او کېسونو ته شا کړي او د غټانو غټ کېسونو ته مخه کړي. انصاف به څنګه څوک وويني چې د انصاف پۀ لويه کرسۍ ناست دغه لوے سړے د انصاف د تقاضو پۀ ځاے پټې پټې مشورې کوي او د يو څو کسانو پۀ نخښه کولو او هغوي ته د ناجائزه سزا ورکولو لپاره لارې چارې لټوي. داسې ټولنو کښې انصاف ملاوېدل نه بلکې د انصاف قتل عام کېږي او ښۀ سرعام کېږي. خو د ظلم يوه پېمانه وي او چې لۀ هغې واوړي نو بيا د قدرت لاس پۀ حرکت کښې راځي او انصاف پۀ خپله د خپلې بې انصافۍ بدل اخلي. د کال دوه زره اتلس عام ټاکڼې چې پۀ نتيجه کښې ئې عمران خان وزيراعظم جوړ کړے شوے او پۀ ملک د تحريک انصاف حکومت مسلط کړے شوے دے، ټولو ته پته وه چې دا حکومت چا او څنګه راوستے. کړۍ ورو ورو پرانستې کېږي. د دې خبرو ځنې خلکو ته څو کلونه وړاندي نه پته وه خو پۀ ملک کښې د کرپشن، نېب او عالمګير دعوو پۀ شکل کښې داسې يوه هوا جوړه کړې شوې وه چې څوک د چا خبرې اورېدو ته تيار نۀ وو. بس سحر ماښام به کپتان، وزيرانو صېبانو، سرکاري مشيرانو، د حکومت چمچه صحافيانو دا ورد کولو چې تېر حکومتونه غلۀ وو، ملک ئې لوټ کړے دے وغېره وغېره. ميډيا هم د تابعدار خان تابع وه او چا هم د کلمه حق وئيلو جرات نۀ کولو ځکه چې چا رښتيا وئيل نو هغوي يا خو د چېنل او اخبار نه شړلے شول او يا پۀ دړکه او وهلو ټکولو خاموشه کېدل. د دې سره بلخوا حکومت هم د وخت سره سره پۀ ناکامه کېدو ؤ ځکه چې معيشت ډوبېدو، روزګارونه کښېناستل، کارخانې بندېدې او غربت پۀ زياتېدو ؤ. ورو ورو خلکو د سوشل ميډيا لۀ لارې غږونه پورته کړل او اوس دا حال دے چې پۀ بلدياتي ټاکنو کښې د حکمران جماعت پۀ انتخابي نخښه څوک د جنرل کونسلرۍ سيټ ته ودرېدو ته تيار نۀ دي. د دې سره سره چې کومه لويه پېښه رامخې ته شوه چې د ملک سياست سره سره ئې د ملک د انصاف نظام هم وجړقولو هغه د پخواني چيف جسټس ثاقب نثار يو مبينه اډيو ده چې د “فېکټ فوکس” لۀ خوا جارې کړې شوې ده. پۀ دې اډيو کښې ټول ملک واورېدل چې څنګه د انصاف پۀ لويه کرسۍ ناست يو لوے سړے يو بل سړي ته هدايات ورکوي چې څنګه پۀ هر حال نواز شريف او د هغۀ لور ته سزا اورول دي او هغوي پابند سلاسل ساتل دي. کۀ څۀ هم پخواني چيف جسټس دا اډيو رد کړې ده او اول ئې وئيلي وو چې دا زما غږ نۀ دے خو بيا وروستو ئې ومنل چې غږ د دۀ دے خو د يو ځاے بل ځاے تقريرونو نه راغونډ کړے شوے دے. هر څۀ چې وي دې يوې پېښې بلها مهم سوالونه پورته کړي دي. اول خو مهمه دا ده چې پخوانے چيف جسټس اول اول بېخي انکاري ؤ چې دا د دۀ اواز نۀ دے خو بيا وروستو ئې ومنل چې اواز د دۀ دے خو جوړ کړے شوے دے. د ملک د يو پخواني قاضي القضاه پۀ خبرو کښې دومره تضاد ولې دے، دا خو څۀ عام يا وړوکے سړے نۀ دے بلکې د دې ملک د يوې لويې ادارې چيف پاتې شوے دے. بله دا چې کۀ اډيو غلطه وي، ټيک نۀ وي يا د حکومت او پخواني چيف جسټس پۀ وېنا “ډاکټرډ” شوې وي نو دوي عدالت ته ولې نۀ ځي، کېس ولې نۀ کوي، د عزت د سپکاوي دعوي ولې نۀ کوي؟ د دې اډيو راتلو سره يوه لويه غوغا جوړه ده؛ ټولې نورې خبرې وروستو پاتې دي. هر ځاے هم دا خبرې کېږي چې اډيو ټيک ده کۀ غلطه بلکې زياتره دا چې دا پۀ دې ملک کښې څۀ روان دي او د دې نه هم اهم او لوے سوال دا دے چې لا نور به څۀ څۀ شوے وي، څۀ څۀ بي کېږي او لا نور به څۀ څۀ ډرامې مخې ته راځي. بهر حال اوس ضرورت د دې خبرې دے چې د دې معاملې سپيناوے وشي. لۀ بده مرغه څوک هم يعنې يو فريق هم مخې ته راتلو او عدالت ته تللو ته تيار نۀ دے. دومره لويه اډيو راغله او پخواني چيف جستس بس پۀ دې وئيلو اکتفا وکړه چې دا دروغ دي. بلخوا د حېرانۍ خبره دا ده چې د تحريک انصاف حکومت پۀ کښې پۀ زور ځان فريق کړو او د پخواني چيف جسټس ترجماني کوي خو بيا هم دا حکومت د کوټلي حقيقتونو معلومولو لپاره دا معامله عدالت ته نۀ وړي. دغه شان اپوزيشن يعنې پي ډي اېم پرې شخوند وهي خو تر عدالته د تګ کوشش نۀ کوي. د ټولو نه مهمه او چې کوم فريق ته ئې ظاهري ګټه رسېږي يعنې ن ليګ هغوي هم تشې خبرې کوي او صرف ميډيا او د عوام پۀ مېنځ کښې دې خبرې ته د هوا ورکولو پۀ کوشش کښې دي. يعنې يوه عجيبه لوبه روانه ده. هر سړے خبره کول غواړي خو خبره سپينېدو ته د ورتللو نه ډډه کوي، هر فريق غواړي چې څۀ ووائي خو دا ئې کوشش دے چې بل څوک ئې ووائي. اصل کښې کۀ دا اډيو ټيک وي نو دا صرف د يوې ادارې، حکومت، اپوزيشن، يو ګوند يا يو فرد خبره نۀ ده بلکې پۀ بادي النظر کښې د دې خبرې پۀ شا د ټول قام او ملک مستقبل ولاړ دے ځکه چې کۀ دا خبره صحيح ومنو نو دا خو د دوه زره اتلس پۀ ټاکنو کښې د ټول ملک پۀ حق ډاکه ده. ځکه نو ضرورت پۀ دې وخت کښې د دې خبرې دے چې دا معامله د وخت پۀ جولۍ کښې زړېدو ته پرې نۀ ښودے شي، پۀ دې خبره دې دوړې وا نۀ چولې شي، دا خبره دې د سياست ښکار نۀ کړے شي. بلکې وړومبے خو اعلي عدالت له پۀ کار ده چې د دې نوټس واخلي، پلټنې وکړي، فريقېن راوغواړي، کېس وچلوي او تور او سپين او دروغ رښتيا رامعلوم کړي. او چې د چا ګناه وي نو بايد هغه پۀ ګوته هم کړے شي او سزا هم ورکړې شي. ځکه چې مونږ څنګه مخکښې ووئيل چې دا اوس د يو ګوند، حکومت، فرد يا اپوزيشن خبره نۀ ده بلکې دا اوس د ټول قام د حق خبره ده. بيا دا خبره د يو عام سړي يا سياستدان نۀ ده بلکې نېغ پۀ نېغ تور او الزام پۀ يو داسې تن دے څوک چې د سپريم کورټ اف پاکستان پخوانے چيف جسټس پاتې شوے دے. اوس نو کۀ د دې باوجود هم دا خبره داسې پرېښودې شي او عدالت پرې هم څۀ ونۀ وائي نو دا به د انصاف د انصاف سره ډېر لوے زياتے او بې انصافي وي. مونږ دا هم اورو چې د قانون او انصاف لپاره لوے وړوکے، مالدار او غريب، سرکاري او غېر سرکاري، تور او سپين ټول يو برابر وي؛ کۀ هم داسې وي نو پۀ ملک کښې د انصاف د لوے کور مخې ته د انصاف لوے سوال پروت دے. بايد انصاف وکړے شي.

شهزره

پۀ ميا افتخار حسېن ګواښ ولې؟ پلټنې دې وکړې شي!

ميا افتخار حسېن د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جنرل سېکرتړي دے. د دې صوبې د اطلاعاتو وزير پاتې شوے دے. د طالبعلمۍ د وخت نه پۀ سياست کښې دے او د باچاخان بابا د لارې يو سپېځلے، منلے، بللے خدائي خدمتګار دے. ميا افتخار حسېن پۀ پښتنو او پښتون وطن مئين دے. کله چې يو وخت کښې پۀ دې صوبه کښې د ترهه ګرۍ ناسور پۀ جوبن کښې ؤ نو ميا صېب د اطلاعاتو وزير ؤ او د حق، اولس او خپل قام خبره به ئې ښۀ پۀ نره او کلکه کوله او هر ځاے ته به ئې ځان رسولو. خپل سياست ئې هم کولو او د خپل اولس خدمت هم. پۀ دې خاوره، پۀ دې قام او خپل سياست دومره مئين دے چې د بدن نه تر روح پورې صرف او صرف سياستدان دے او د سياست لۀ لارې د خپل قام او ملک خدمت ته لکه د غر ولاړ دے. د حق خبره ئې هر ځاے او هر وخت پۀ جار کړې ده او لۀ چا هم ډارېدلے نۀ دے. هم د دې خپل اولس پۀ خدمت کښې او حق خبره کولو لۀ وجې ترې ايکي يو او د ګل پۀ شان زوے هم ترهګرو تروړلے او خپل راشد حسېن ئې د قام د سره قربان کړے دے خو بيا هم د خپل منشور، د خپلې عدم تشدد نظريې، د خپل سياست او د خپلې خدائي خدمتګارۍ د لارې نه اوړېدلے نۀ دے او نن هم د خپل اولس لپاره د لوے بابا فخر افغان باچاخان پۀ لار د پښتنو کوڅې کوڅې او کور کور ته ځان رسوي او د خدائي خدمتګارۍ او عوامي نېشنل ګوند غږ او اواز رسوي. د پارټۍ د هداياتو پۀ رڼا کښې د تېرو څو مياشتو راهسې ميا صېب د ملاکنډ ډويژن پۀ تنظيمي دوره او د خپلو پښتنو وروڼو سره پۀ جرګه دے. ميا صېب ذاتي توګه انتهائي خوږ، پوست ژبے او نرم خو انسان دے او لکه بېخي د بابا د عدم تشدد نظريې يو ژوندے تصوير دے. کۀ يو خوا د سياست لۀ لارې د پښتنو خدمت کوي نو بل خوا د دنيا لپاره د عزم، صبر او عدم تشدد هم يو لوے مثال دے. ميا صېب چې کله هم خبره کوي نو داسې ښکاري چې يا خو د خپل اولس سره پۀ جرګه دے او يا د خپل اولس پۀ سياسي او معروضي حالاتو د پوهه کولو کوشش کوي. داسې ښکاري چې ميا صېب د قام غم او فکر پېدائشي د ځان سره راوړے دے. کوم غم دے چې ميا صېب ونۀ ليدلو او کوم درد دے چې ميا صېب ئې ونۀ دردولو خو دا د بابا رښتينے ترجمان نن هم پۀ مېدان لکه د غر کلک ولاړ دے. داسې خلک د يوې سيمې يا قام لپاره نه بلکې د ټولې نړۍ لپاره يو مثال وي خو لۀ بده مرغه مونږ پۀ قامي او ملکي دواړه سطحو د داسې لويو خلکو هډو قدر نۀ کوو. کۀ اولس ورسره مينه کوي هم خو د حکومت او انتظاميې لۀ خوا تل د داسې عظيم خلکو سره د سرد مهرۍ رويه ساتلې شي. اشاره مو د ميا صېب سره پۀ سخاکوټ کښې د يوې غونډې دوران رامخې ته شوې پېښې پله ده چې څنګه يو مجذوب هلک پۀ غونډه کښې د ميا افتخار حسېن د تقرير دوران پاڅېدو او د طمانچې پۀ زور ئې د ميا صېب خاموشه کولو هڅه وکړه. د خداے ډېر زيات شکرونه چې خېر شو او د ګوند کارمندانو او د ميا صېب سېکيورټي عملې دغه ځوان قابو کړو او انتظاميې ته ئې حواله کړو. کۀ څۀ هم سوالونه ډېر ګڼ دي او کۀ دا ومنو چې دغه ځوان مجذوب دے خو بيا هم سوال دا دے چې دا چا راوستلو، دۀ له طمانچه چا ورکړله، دۀ صرف پۀ ميا صېب پسې ګواښ ولې وکړو او داسې نور خو لکه د ګيلې او خفګان خبره دا ده چې پۀ يو دومره لوے سياستدان، پخواني وزير او هغه انسان چې ايکي يو زوے ئې ترهګرۍ شوکولے، د هغۀ پۀ دومره حساس کېس کښې هم انتظاميه د ليت و لعل نه کار اخلي، کله يو څۀ او کله بل څۀ وائي. بلکې د ميا صېب د دعوې ترمخه انتظاميه دا هم يو بل ته وائي چې دا هلک مجذوب ؤ او خبرې له دې هوا ورنۀ کړے شي. محترمو، خبره د هوا ورکولو نۀ ده، خبره ستاسو د ډيوټۍ ده، خبره ستاسو ميا صېب ته د تحفظ ورکولو ده. کۀ خداے مۀ کړه پۀ ميا صېب څۀ شوي وو نو بيا به څۀ وو؟ څوک به ذمه وار وو؟ د وخت او حالاتو غوښتنه ده چې د دې کېس دې پوره پوره پلټنې وکړې شي. د دې نه د چا مقصد څۀ ؤ؟ د دې پۀ شا د چا لاس ؤ او څوک پۀ دې مذموم فعل کښې ککړ دي. کۀ داسې ونۀ شي نو دا به پۀ سياست او يو جمهوري غږ نېغ پۀ نېغ يو ترهګر بريد وي.

شهزره

ملک د ائي اېم اېف پۀ جولۍ کښې

کۀ دا ووايو چې وزيراعظم عمران خان ملک د ائي اېم اېف جولۍ ته غورځولے دے نو غلط به نۀ وي ځکه چې اوس به پۀ ملک کښې د يو شمېر بنيادي څيزونو د نرخونو فېصلې هم د ائي اېم اېف پۀ خوښه او وېنا کېږي. يعنې حکومت خو د پي ټي ائي او عمران خان دے خو د حکومت واګې اوس د ائي اېم اېف پۀ لاس کښې دي. څومره د حېرانۍ او ورسره د فکر خبره ده چې يوا خو هغه عمران خان ؤ چې وئيل به ئې چې خودکشي به وکړم خو ائي اېم اېف ته به لاړ نۀ شم او يا اوس هغه عمران خان دے چې عوام ته اوس د ائي اېم اېف د قرضونو برکات شمېري خو افسوس چې قوم ته د ائي اېم اېف شرطونه نۀ بيانوي. يا خو هغه کپتان ؤ چې تېر حکومتونه به ئې پۀ دې لتاړول چې د ائي اېم اېف نه قرضې اخلي او يا اوس هغه عمران خان دے چې د وزيرانو ئې سحر ماښام دا ډيوټي لګيدلې وي چې قوم ته دا ووائي چې ائي اېم اېف سره نشست وشو، ائي اېم اېف رضا شو، ائي اېم اېف دا ووئيل او ائي اېم اېف هغه ووئيل. يا خو هغه عمران خان ؤ چې وئيل به ئې چې ورسره د دوه سوه سقراطانو ټيم دے او يا هغه عمران خان دے چې تپوس ترې کوې نو بس صرف دغه ورد کوي چې ملک پخوانيو حکمرانانو لوټ کړے دے او کۀ دا تپوس ترې کوې چې ستاسو خو هم څلورم کال دے څۀ مو وکړل نو بيا وائي اواز پخ پخے دے. دا کومه لوبه روانه ده، خلک حېران او پرېشان دي. کۀ هم د ائي اېم اېف پۀ دې ناروا شرطونو ملک چلول وو او ملک داسې وېړيا د ائي اېم اېف جولۍ ته غورځول وو نو بيا ئې د عوام سره دا دومره وعدې ولې کړې وې، دومره دعوې ئې ولې کړې وې، دومره شنۀ باغونه ئې ورته ولې ښودلي وو. نن عوام نۀ د يو کروړ نوکريانو تپوس کوي، نۀ د پنځوس لکه کورونو تپوس کوي او نۀ د دوه سوه اربه ډالرو ملک ته د راوړو خبره کوي خو دا ضرور تپوس کوي چې اخر کومه داسې کړمه او مجبوري شوه چې کپتان صېب د ائي اېم اېف ټول شرطونه ومنل او ملک ئې ورته جولۍ کښې پېش کړو. کۀ يو خوا د ائي اېم اېف ړنده قيصه ده او حکومت ړوند کوڼ دے نو بلخوا دومره اور اوبۀ راخستے دے چې پۀ يوه ورځ د پارلېمان مشترکه اجلاس کښې پۀ چل ول درې دېرش قوانين او اېکټونه پاس کوي چې پۀ کښې د سټېټ بېنک، اوورسيز پاکستانيانو ته د ووټ ورکولو حق او الېکټرانک ووټنګ مشين (اي وي اېم) تراميم او اېکټس ډېر زيات معني خېز دي. سوال دا پېدا کېږي چې اخر ولې پۀ دې قوانين راوړلو کښې دومره تادي وشوه. بيا اوورسيز لپاره دا حکومت دومره لېواله ولې دے. اوورسيز منو چې د دې ملک لپاره ډېر زيات اهم خلک دي، زرمبادله رالېږي خو شکر دے هغوي ژوند هم هلته کوي او ووټ هم هلته استعمالوي نو بيا د هغوي دلته د ووټ تک څۀ جوړېږي. څۀ به ووايو خو د کپتان کاتې دي او د دې ملک د غريب اولس پرې سر دے. پۀ اوورسيز او اي وي اېم باندې ئې شپه او ورځ يوه کړې وه خو دې ته نۀ ګوري چې د کپتان پۀ حکومت کښې اوړۀ، چيني، غوړي، ګېس او د ضرورت هر شے د غريب د وس نه بهر شوے دے. مخکښې به تېل مياشت پۀ مياشت ګرانيدل خو اوس هره هفته ګرانېږي. مخکښې د ګېس شپاړس کلو کېن چې ډېر به ګران شو نو اتلس سوه ته به رسېدلو خو اوس پۀ ګرمۍ کښې درې زره ته رسېدلے ؤ او اوس چې به يخنۍ کښې چرته رسي. مخکښې به د ګېس قلت هډو ؤ نه خو اوس د انصاف صداکاران وائي چې ګېس به د کور د استعمال لپاره پۀ ټوله ورځ کښې صرف درې وخته ملاوېږي. خو د دې خبرو د کپتان سره هېڅ فکر نشته ځکه چې د هغۀ مقصد ووټ دے او ووټ لپاره اوورسيز او اي اوي اېم هغۀ ته فائده رسوي. بيا دا څنګه د انصاف حکومت دے چې سعد رضوي سره خبرې هم کېږي، د هغۀ د کارکنانو د لاسه د اتۀ پوليس اهکارو شهادت هم شا ته غورځولے شي خو بل خوا علي وزير پته نۀ لګي چې کومه داسې ګناه کړې چې د جېل د تورو تمبو شا ته پروت دے. کپتان صېب! انصاف داسې نۀ وي، جمهوري نظام هم داسې نۀ وي؛ کۀ هم داسې ملک چلول وي نو دا خو هر سړے ستا نه ښۀ کولے شي. کۀ نور څۀ کوې کۀ نه خو قوم ته دومره ووايه چې ملک دې ائي اېم اېف ته پۀ کومو شرطونو حواله کړے دے.

دا هم ولولئ

د باچاخان او ولي خان کليزه

پۀ باچاخان او ولي خان ډېر زيات کار شوے دے، ډېر پرې روان دے کېږي …