خان عبدالغفار خان باچا خان له الله پاک داسې يو سنجيده خوي ورکړے ؤ چې پۀ هېڅ يو محفل کښې به ترې څۀ غېر سنجيده حرکت نۀ کېدو. کله به ئې هم ډېر خندل. خو کله کله به چې پۀ ډېر سُر کښې راغلو نو داسې خبرې به ئې وکړې چې د لطيفو نه به کمې نۀ وې خو پۀ هغې کښې به هم د قام د اصلاح غرض ډېر ښکاره وه.
دلته مونږ د باچا خان بابا دغسې لطيفې ګرانو لوستونکو ته وړاندې کوو:
باچا خان بابا خپله فرمائي چې کله پۀ 1937 کښې زۀ د شپږ کاله نظربندۍ او جلاوطنۍ نه پس وطن ته راغلم نو نور خو پرېږده اکثر خدائي خدمتګار به هم راتلل او ما نه به ئې تپوسونه کول. يوه ورځ يو تن راغے او ما نه ئې تپوس وکړو
“چې بابا دا رښتيا دي چې تاسو غوا نۀ حلالوئ؟ نو ما ورته ووې چې او. وې چې ولې؟ ما ورته جواب ورکړو ځکه چې زما پلار قصاب نۀ ؤ”.
باچا خان حج کړے ؤ. يوه ورځ ورته يو دوست پۀ خبرو خبرو کښې ووې چې تاسو خو حج ادا کړے دے نو بيا د خپل نوم سره حاجي ولې نۀ ليکئ؟ نو باچا خان جواب ورکړو چې الله پاک پۀ ما حج فرض کړے دے څنګه چې ئې راباندې مونځ او روژه فرض کړي دي نو بيا دې خوښه نۀ ده چې د نوم سره مونځ ګوزار او روژه دار ليکل هم شروع کړم”.
دغه ورځو کښې خواجه ناظم الدين چې د نوم سره به ئې باقاعده الحاج ليکلو. د خپلې عهدې نه لرې کړے شو او اخبارونو د هغۀ د نوم سره الحاج ليکل پرېښودل. نو باچا خان هغې دوست ته ووې و دې ليدو د خپل الحاج حشر. اوس غريب تش خواجه ناظم الدين پاتې شو او کېدے شي څو ورځې پس ترې دا خواجګي هم واخلي.
باچا خان د خپلې يوې ګرفتارۍ خبره کوي چې د اټک د پُل نه پورې وتم او د پنجاب پوليس پۀ حراست کښې واخستم نو ما د يوې ونې لاندې بستره واچوله او کښېناستم. پۀ دې کښې يو سيکهـ کانسټېبل راغے او راته ئې ووې چې زۀ ډېر خوش نصيب يم چې ستاسو ديدن مې وکړو. نو ما ورته ووې چې سردار صېب زۀ هم خپل ځان څۀ کم خوش قسمته نۀ ګڼم.
باچا خان يو بل ځاے وائي چې کله پۀ سرحد کښې د کانګرس وزارت جوړ شو نو يو خدائي خدمتګار به راغے او وې به ئې چې زما وظيفه ونۀ شوه. بل به راغے وې به ئې زۀ خو ئې د سړک جمعدار جوړ نۀ کړم. نو ما به ورته ووې چې کۀ تۀ د سړک جمعدار جوړ نۀ کړے شوې نو ولې زۀ ئې جمعدار کړے يم څۀ؟
يو ځل ئې د تقرير پۀ دوران کښې دا خبره هم کړې وه چې ځنې خلق د دې د پاره جېل ته ځي چې راشه دوه درې کاله به تېر کړو نو د قامي خدمت او قربانۍ سند به راته حاصل شي او چې دا سند راسره وي نو سبا به د ډسټرکټ بورډ، ميونسپلټۍ، اسمبلۍ يا نورو ادارو ممبرۍ ته د ودرېدو جوګه يو.
باچا خان بابا پۀ خپل کتاب کښې يو ځاے ليکي چې زۀ پۀ جومات کښې يوې کوټڼۍ کښې چېله شوم، تش مانځۀ اوداسۀ او قضائے حاجت ته به راوتلم، هغه به مې هم مخ پټ ؤ، نور به مې پۀ کوټڼۍ کښې وظيفه کوله، تزکيه نفس به مې کوله. ما د شېخ الهند محمود الحسن صاحب نه لاس نيوه هم کړې وه، زما د چېلې پۀ دې خلقو ډېر لوے اثر وشو، د هغوى دا خيال ؤ، چې زۀ ګوندې زبرګ يم، راتلل به دم، دعا او تعويذونه به ئې رانه غوښتل. يوه ورځې يوه ښځه راغله، زوے ئې پۀ غېږ کښې ؤ، وئيل ئې چې زما دې زوي ته دعا وکړه چې خداے ئې د تي نه زړۀ صبر کړي. د درې کالو شو او تے نۀ پرېږدي چې تے نۀ ورکوم ژاړي، بده ورځ جوړه کړي. ما ورته ووې چې سُور مرچکے ښۀ مېده کړه او د تي پۀ غوټۍ ئې پورې کړه، امېد دے چې زوے به دې تے پرېږدي. ښځه لاړه او دا چل ئې کړے ؤ، سبا له راغله ډېره خوشحاله وه، د شاتو نه ډک کنډول ئې پۀ لاس کښې ؤ، راته ئې ووې چې ستا دعا خداے قبوله کړه. زوي مې تے پرېښودۀ، زۀ اوس پۀ زور تے ورکوم دے ئې نۀ اخلي، هلک به څنګه تے اخستے وے چې ورپورې مرچکے ؤ، د هغه خُلۀ ئې ترخه کړې وه.
دوى دا زما کرامت ګڼلو حال دا چې کرامت نۀ ؤ خو پښتانۀ ډېر خوش اعتقاده خلق دي او خلقو ورته دا څيزونه پۀ ذهن کښې کښېنولي دي. بس د خلقو تګ را تګ ماته زيات شو. دغسې چې دوي ته هر چا خلقه يا جونګه جاړه پۀ سر اچولې ده دوى ورته راغونډ شوي دي. شکرانې ئې ورکړې دي، خدمتونه ئې ورله کړي دي، منډې ئې ورله وهلې دي، خو باباګانو خپل مطلب پۀ دوي کړے دے. دوى له ئې څۀ نۀ دي کړي د دوي غم ئې نۀ دے کړے.
با چا خان بابا ليکي يو سړي کره سمسره عادت شوې وه، د دوي پۍ به ئې څښل. ښځې دۀ ته ووې چې دې سمسرې خو ډېر ورانے راخستے دے څۀ ورسره وکړم؟ دے پۀ خپله سمسرې وېرولے ؤ، ورته ئې ووئيل چې ښځې دا خو زبرګه ده، هېڅ ورته مۀ وايه. ښځه پۀ پيو مئينه وي. يوه ورځ دې سمسرې پۍ پۀ کټوۍ کښې څښل، د ښځې صبر ونۀ شو پۀ سوباړي ئې ووهله او مړه شوه. دې ښځې فکر وکړو چې دا خو مې د خاوند زبرګه وه اوس به ما سره څۀ کوي؟ چې خاوند ئې راغے نو ورته ئې ووې چې زما د لاسه نن ډېره غلطي شوې ده ستا نه د هغې معافي غواړم، خاوند ورته ووې چې ووايه، دې ورته ووې چې هغه زبرګه زما د لاسه مړه شوې ده، وې کوم ده؟
دې ورته وښودله. دۀ پرې راباندې کړل. مړه سمسره ئې ټوټې ټوتې کړه او ښځې ته ئې ووې چې زبرګه مرګه نۀ وه خو زۀ ترې وېرېدم.
يوه ورځ زۀ پۀ حجره کښې ناست وم چې زمونږ د امام صاحب زوے راغے. ما ته ئې ووې چې زۀ وادۀ کوم ما سره څۀ امداد وکړه. ما ورته ووې زۀ همېشه وينم چې د مړي پۀ سخات کښې تۀ د ډېر مال مالک شې کۀ تا ته ضرورت وي نو بل ته ئې ولې بخښې؟ هغۀ راته پۀ جواب کښې ووې چې دومره مال هېڅوک د زړۀ نه نۀ بخښي، مونږ ئې لۀ وېرې يو بل ته بخښو او بله دا چې زمونږ يقين وي چې مونږ ته ئې څوک نۀ راکوي. راکول خو پرېږده وبه مو وهي. ما ورته ووې چې وهل هم پۀ کښې نۀ وي او مال هم ستا شي نو بيا؟ دۀ راته ووئيل نو بيا خو به ئې زۀ هېچا ته ور نۀ کړم، ما وې رښتيا وائې تۀ تيار يې؟ هغۀ ووې چې بالکل رښتيا وايم او بالکل تيار يم، نو ما ورته ووئيل چې نن زما د ترۀ لور مړه ده، ډېر سخات ئې دے، ستا وادۀ پرې ښۀ کېږي، پۀ دائره کښې کښېنه چې ستا وار شي او سخات دې ځان ته قبول کړې نو بل ته ئې مۀ بخښه، ووايه چي زما ضرورت دے بل ته ئې نۀ شم بخښلے. دۀ ووې دا خو به زۀ وکړم ماته به ئې څوک راکړي؟ د شموزو خان دے هسې نه چې بې عزته مې کړي. ما ورته ووې چې زۀ به دې شاته ولاړ يم، څوک دې بې عزته کولے نۀ شي. وې چې ستا امداد راسره وي نو بيا خو زۀ د چا پروا نۀ کوم. زما او د دۀ پۀ هم دې فېصله وشوه، چې روانېدو ما ورته ووې چې پام کوه دا خبره دې چا ته له خُلې نه ونۀ وځي. چې جنازه وشوه او سخات ته ملايان پۀ دائره کښې کښېناستل، دۀ اخوا دېخوا وکتل چې زۀ ئې وليدم نو لاړو پۀ دائره کښې کښېناست. کله چې د سخات بخښنه اخستنه شروع شوه. زۀ ورو غوندې راغلم د دۀ شا ته ودرېدم، چې څۀ وخت دۀ ته سخات وبخښلے شو او دۀ واخست نو د دۀ رنګ تک زيړ شو او ماته ئې وروستو وکتل او وې وئيل چې ماته د دې مال ضرورت دے، زۀ ئې بل چا ته نۀ بخښم. د ملايانو د هلې ګولې څۀ اراده وه خو زۀ ور مخکښې شوم او د هغوي نه مې تپوس وکړو چې ملايانو صاحبانو شريعت پۀ دې باره کښې څۀ وائي؟ دوى ووئيل چې شريعت دۀ ته حق ورکوي چې بل ته ئې بخښي او کۀ پۀ خپله ئې اخلي. نو ما هغۀ ته اشاره وکړه چې(( مولانا اوچتوه يې)) د ګوړو د بوجو د پاسه نغدې روپۍ پرتې وې هغه مې را واخستې او ور مې کړې او ما وې دا ګوړه هم اوچته کړه. ګوړه ئې هم اوچته کړه، قران شريفونه او پټکي پاتې شو. هغه ملايانو تالا کړل، ملايان هک پک پاتې شول، وروستو ئې بيا د مړي خاوند ته وئيل چې د مړي سره احسان ونۀ شو. هغه ملا چې بله ورځ ګوړه منډهۍ ته وړې ده چې خرڅه ئې کړي د شموزوخان صاحب ورپسې ورغلے دے او ګوړه ئې پۀ زور ورنه بېرته اخستې ده.
باچا خان پۀ خپل کتاب کښې ليکي چې:
بابا به مې د چايو يوه عجيبه قصه راته کوله چې مدرسې ته يو افسر راغلے ؤ، شاه بازخان (زمونږ د کلي لوے خان ؤ) چائے راوړه يوه پياله ئې ماته هم راکړه. هغه وخت شنې چاے رواج وې، پۀ بلغمي پيالو کښې به څښلې شوې. ما سره مير افضل خان (زمونږ يو مېرنے ترۀ ؤ) ناست ؤ، ما خپله پياله هغۀ له ورکړه، ورته مې ووئيل چې توده ده، هغه زما پۀ خبره پوه نۀ شو يو ځل ئې پۀ سر واړوله ټوله خُلۀ ئې وسوزېده ولې چې هغه وخت چا چاے نۀ پېژنده او رواج ئې ډېر لږ ؤ.
باچا خان ليکي چې ما ته مې خپل پلار چې د سوات صاحب مريد ؤ، قصه کوله چې د سوات صاحب يو شېخ وئيل چې يوه شپه راته دا سودا را پېدا شوه چې دا د لنګر خرڅ به لۀ کومه ځايه پوره کېږي؟ سحر چې له خوبه پاڅېدم سوات صاحب پاڅېدلے ؤ، اوداسۀ ته ئې ځان جوړولو چې اودس ماتي ته روان شو، زۀ هم ورسره روان شوم. ماته ئې ووئيل د اودس وچولو د پاره لُوټه راواخله ما چې لُوټه راواخسته هغه (سنګ پارس) ؤ. بله مې راواخسته هغه هم (سنګ پارس) ؤ. بله مې را واخسته هغه هم سنګ پارس ؤ، اخر پوه شوم چې دا زما د بېګانۍ خبرې جواب دے. نو د صاحب پۀ پښو پرېوتم او عفوه مې ورنه وغوښته. زما د پلار هم پۀ دې پوره باور ؤ چې دا خبره رښتيا ده او ماته به ئې وئيل د اولياؤ کرامت حق دے. دغسې مې د پير پيران کرامات هم اورېدلي وو چې د دولسو کالو ډوبه بېړۍ ئې راوښکلې وه چې نۀ د خداے له قوله سره سمون خوري او نۀ د رسول صلى الله عليه وسلم د قول سره او ملايانو کښې دومره جرات نۀ ؤ چې خلق پۀ دې پوه کړې چې دا هسې خبرې دي. زما د دې قسم قيصو سره اتفاق نۀ ؤ، خپل پلار ته به مې وئيل سوات صاحب چې دومره کرامت لري بيا د خلقو نه شکرانې ولې اخلي؟ او ملکانې ولې ټولوي؟
دغسې يو ځاے پۀ خپل کتاب کښې ليکي چې زمونږ د کلي د خپلې کورنۍ يو مشر د خپل ورارۀ د لاسه د خپل کلي پۀ جومات کښې د مانځۀ د پاسه پۀ سجده قتل کړے شوے ؤ. تفتيش له پوليس راغے، پوليس کپتان پېرنګے ؤ، هغه جومات ته بوټانو سره ننوتو، هلته ولاړ يو سړي ورته ووئيل ((صاحب! بوټان وباسه، جومات دے)) پېرنګي ورته ووې چې ستاسو پۀ زړۀ کښې د خداے د کور صرف دومره احترام دے چې پېزار سره پۀ کښې نۀ ګرځئ او د هغه خداے پېدا کړے مخلوق پۀ کښې هم د هغۀ د وړاندې پۀ سجده کښې پروت وژنئ؟ دا ستاسو عجيبه مذهب دے او عجيبه تعليم دے.
باچا خان “زما ژوند او جدوجهد” کښې ليکي چې زما د جېلخانې استاذ ؤ او يو لوے وکيل ؤ، ماسټر ګورودت مل نومېدۀ او هر وخت به ئې سياسي کتابونه لوستل، ډېر عالم او پوهه سړے ؤ لېکن چې يو ځل به کوم پېرنګي ورسره ښې خبرې وکړې نو بيا به پرې دے پتنګ ؤ. هغۀ يوه ورځ ما ته د خپل قېد د لائلپور د جېلخانې قيصه کوله چې زۀ به ئې پۀ اورېدو باندې حېران شوم، ما به پۀ زړۀ کښې وې چې د هندوستان څومره ښۀ خلق دي او د دوى د پېرنګيانو سره څومره ښۀ محبت دے، د هغوي زور او ظلم او بد سلوک ورته هډو مخې ته ودرېږي نه او نۀ ئې محسوسوي. هغه غريب، بې ګناه ډپټي کمشنر دوه کاله قېد کړے ؤ لېکن بيا هم دے د هغۀ نه خوشحاله ؤ. د هغۀ برخلاف ئې پۀ زړۀ کښې څۀ نۀ وو بلکې همېشه به ئې ماته د هغۀ صفت کولو چې هغه بېچاره ډېر ښۀ سړے دے او د دې ښۀ سړيتوب وجه دا وه چې څۀ وخت ئې دے قېد کړو نو هغه يوه ورځ جېلخانې ته راغلے ؤ او د دۀ پوښتنه ئې کړې وه او د دۀ پۀ مخکښې ئې دومره وئيلي وو چې د وکيل صاحب چکۍ مو سپينه کړې ولې نۀ ده؟ پۀ دې دومره خبره دے خوشحاله ؤ بلکې د هغۀ احسان مند ؤ او چې څومره دۀ سره ظلم او زياتے شوے ؤ، هغه ترې هېر ؤ. هغۀ به کله نا کله پۀ فخر دا قصه ماته کوله چې ډپټي کمشنر جېلخانې له راغے نو زما پوښتنه ئې وکړه چې هغه کوم ځاے دے؟ بيا ما له راغے جېل واله ته ئې ووئيل چې د دۀ چکۍ مو سپينه کړي نۀ ده؟ دا سپينه کړئ. ما به ورته وئيل چې ماسټر صاحب تۀ ئې بې ګناه دوه کاله قېد کړے يې او د ډېره غازي خان غوندې ګنده جېل ته ئې رالېږلے يې او مالي نقصان پرې علاوه، دې ته فکر نۀ کوې او چکۍ سپينول درته ياد دي.
زمونږ پۀ علاقه کښې ملايانو، ډولکے او سُرنا بند کړي وو. د ډمانو يو مشر ؤ هغۀ خپلو کشرانو ته وئيلي وو چې بچو! دا ډول ډبلي د کوټې پۀ تير کښې کېږدئ. اخر به خداے مسلماني راولي. نو ډمانو ته مو ووئيل چې هغه خپل ډول ډبلي راواخلئ، هغوى ډېر خوشحاله شول. هغوي هم مونږ سره خدائي خدمتګار شول.
باچا خان يو ځل د کانګرس د ورکنګ کمېټۍ د اجلاس نه واپس راروان ؤ چې د لاهور پۀ سټېشن ترې يو څو پنجابيانو تپوس وکړو چې زمونږ د قسمت مو څۀ فېصله وکړه؟ نو باچا خان ورته ووې چې هر قسم فېصله کول خو ستاسو پۀ لاس کښې دي. بل پوښتنه وکړه چې ستاسو د ګاندهي جي سره دومره دوستانه ده نو د مسلمانانو د پاره ترې ګارنټي ولې نۀ اخلئ؟ باچا خان جواب ورکړو د څۀ ګارنټي او د چا نه ئې واخلم؟ هندوان، مسلمانان او سکهـان ټول د انګرېزانو غلامان دي، وړومبے ازادي حاصلول پکار دي او کۀ بيا هندوانو د رښتياو نه مخ واړولو نو بيا به د خپل حق د پاره هغوي سره جنګېږو. ګارنټي غوښتل زما اصول نۀ دي. زۀ خو د خپل حق د پاره جدوجهد کوم.
د کانګرس د ورکنګ کمېټۍ د يو ميټنګ پۀ دوران کښې د يو قرارداد متعلق بحث اخبارونو ته ورسېدو. نو ټول ډېر فکرمند شو چې دا خبر اخبار ته څنګه ورسېدو؟ باچا خان سمدستي ووې چې عجيبه خبره ده د ديارلسو تنو کمېټي يو راز هم د ځان سره نۀ شي ساتلے کۀ سبا ازاد شُو او ملک راکړے شي نو بيا به څۀ کوو. هغه وخت خو به ډېرو ضروري خبرو باندې بحثونه کولے شي.
باچا خان بابا پۀ خپل کتاب کښې يو ځاے ليکي چې ما پۀ يوه جلسه کښې پښتنو ته ووې چې اے پښتنو وروڼو! تاسو باندې د هغه زمري ټوقه شوې ده چې کوم پۀ ګډو کښې لوے شوے ؤ او د ګډو عادتونه ئې اخستي وو. قصه داسې وه چې يو زمرے د مور پۀ ګېډه ؤ چې مور ئې د ګډو پۀ يو کنډک حمله وکړه د ورټوپ کولوسره ئې بچے پېدا شو او مور ئې مړه شوه او بچے ترې پاتې شو. دا بچے ګډو سره لوے شو او څۀ وخت چې لوے شو نو دۀ کښې اکثر عادتونه د ګډو وو. يوه ورځ يو زمرے پۀ دې ګډو را پېښ شو، د دۀ پۀ ليدو ګډې د دې خپل زمرکټي سره تس نس شوې او يو خوا بل خوا وتښتېدې. د ځنګلي زمري پۀ دې زمري نظر شو چې د دۀ پۀ ليدو لکه څنګه چې دا ګډې تښتي او بېن بېن کوي، دغه شان د دې زمري بېن بېن کول او تښتېدل ورته ډېر عجيبه ښکاره شو. دۀ ګډې پرېښودې او ځان ئې دغه زمري ته ورسولو او هغه ئې راونيولو او ځان سره ئې هلته يو نزدې د اوبو تالاب ته راوستو. د تالاب پۀ غاړه ئې ودروو، چې پۀ هغې کښې خپل شکل وويني او خپل ځان وپېژني، چې تۀ هم زما پۀ شان زمرے يې، بېن بېن مۀ کوه او وغړمبېږه! زمري چې خپل شکل وليدو نو ورته معلومه شوه چې زۀ خو زمرے يم او هغه وخت ئې د بېن بېن پۀ ځاے غړمبېدل شروع کړل. نو ما دې پښتنو ته ووې اے پښتنو وروڼو! تاسو هم زمري يئ، نور بېن بېن مۀ کوئ، وغړمبېږئ، د غلامۍ دا زنځير وشلوئ، پاڅئ، ملا وتړئ او خپل ملک او قوم د غېر د غلامۍ نه ازاد کړئ! .
باچا خان پۀ خپل کتاب کښې يو ځاے د بلوچستان د دورې خبره کوي ليکي چې جلسه شروع شوه نو د بلوڅو يو رئيس راغے، د جلسې پۀ خوا کښې تېر شو او جلسې ته ئې ښۀ وکتل، د هغۀ نه لږ ساعت پس د بلوڅو يو ټولے تبرونه پۀ لاس جلسې ته را ګډ شول او بغېر د تپوس نه ئې پۀ خلقو راباندې کړل چې سړي ته به ئې درز ورکولو د علي علي چغې به ئې ورسره وهلې ډېر ناترسه وو. بې د سر نه ئې پۀ بل ځاے ګوزار نۀ کوو، پۀ يو ساعت کښې مېدان خالي شو. زما يوې خوا ته ډاکټر چت رام او بلې خوا ته محمد امين کوسو پۀ کرسو ناست وو، څۀ وخت چې د جلسې ټول خلق وتښتېدل، زۀ يواځې پاتې شوم نو زما نه چاپېره شول، سره ورځ ئې راباندې جوړه کړه او دا کوشش ئې کولو چې زۀ هم وتښتم خو زۀ ونۀ تښتېدم. پۀ هغه ورځ ما خپل سر خرئيلے ؤ او پۀ کرسۍ سرتور سر ناست وم، زۀ پوهه وم چې ښۀ ګوزار به اخلي خو تښتېدم نه، کتل مې چې دوي څۀ کوي. زما نه ښي طرف ته محمد امين کوسو ؤ هغه ئې پۀ سر ووهلو او بې هوشه شو او د کرسۍ نه راپرېوت، بل طرف ته ډاکټر چت رام ؤ پۀ هغۀ ئې هم سر مات کړے ؤ هغه هم د کرسۍ نه پۀ خاورو کښې را پرېوتے ؤ، زما نه چاپېره ډېر وګرځېدل چې دے به هم د نورو خلقو پۀ شان وتښتي، پوهـه شُو، چې دے نۀ تښتي او مونږ خپل کار وکړو نو پۀ خپله وتښتېدل، زۀ پاڅېدم چې ومې کتل نو د کوسو او ډاکټر د سر نه وينو دارې وهلې بل څوک نۀ وو.
نوټ: دا ليکنه څو کلونه وړاندې ارواښاد مشتاق مجروح صېب “پښتون” لپاره برابر کړې وه چې مونږ ئې يو ځل بيا ستاسو پۀ خدمت کښې پېش کوو.