پښتون: د قامي خپلواکۍ صحيفه – حیات خان حیات

د "پښتون" مجلې 89م کليزه پۀ لورالائي ښار کښې

"پښتون" مجله پۀ پښتو ژبه اولنۍ مجله ده چې سږ کال ئې نهه اتیا (89) کاله پوره شول. پۀ دې سلسله کښې د لورالائي پۀ ښار کښې "پښتون: د قامي خپلواکۍ صحيفه" پۀ نامه د یوې دستورې تابیا وشوه چې د باچا خان مرکز نه ښاغلي حيات روغاني، چې د پښتون مجلې اوسنے چيف ايډيټر دے، اورنګ زېب خان او طلال بېدار اصلزي ګډون درلود.

لۀ صوبې نه، صوبائي صدر ښاغلي اصغر خان اڅکزي، صوبائي جوائنټ سېکرټري جمال الدين رښتيا، د مرکزي کمېټۍ ممبر جاويد کاکړ او د لورالائي ضلعې د اے اېن پي ضلعي صدر بسم الله جان لوڼي سره د ټولې کابينې ګډون وکړ.

د ګوند د ملګرو سره سره د لورالائي "پښتو ادبي ملګري" ادبي ټولنې صدر رشيد حقمل، يونس نورزئ او نورو پوهانو، اديبانو او د سياسي ګوندونو ملګرو هم پۀ پراخه توګه ګډون وکړ.

د سټېج ذمه واري حيات خان حيات ته او د غونډې صدارت حيات روغاني صاحب ته وسپارل شو. 

پۀ غونډه کښې د پښتون مجلې پۀ اجرا، ستونځو، او پرمختګ باندې پۀ زړۀ پورې خبرې وشوې. 

غونډې ته پۀ خپلې صدارتي وېنا کښې ښاغلي حيات روغاني ووئيل چې دا نن دستوره د "پښتون" مجلې پۀ حواله ده او دې د پاره سرلیک "پښتون د قامي خپلواکۍ صحیفه" ټاکل د دې مجلې د تاریخي حېثیت د شعوري ادراک علامت دے. دا سرلیک چې چا هم ټاکلے دے، د پښتون مجلې د تاریخ ارزښت نه خبر دے. پښتون یواځې یوه مجله نۀ ده بلکې دا مونږ سره د فخرِ افغان باچاخان او د خدائي خدمتګارانو یو سپېځلے امانت دے. د پېرنګي پۀ دور کښې شروع شوې دا مجله د مختلفو پړاوونو، ستونزو او خنډونو نه پس تر مونږ رارسېدلې ده. د فخرِ افغان باچاخان، عبدالخالق خلیق، ناظم سرفراز خان، رهبرِ تحریک ولي خان او میر مهدي شاه مهدي نه رحمت شاه سائل پورې دا امانت د ټول تاریخي او قامي شعور سره تر مونږ را رسېدلے دے او زۀ کۀ یو خوا خپل ځان، فېصل فاران او زمونږ نورو ملګرو د پاره یو ستر ویاړ ګڼم نو د دې لویې ذمه وارۍ سر ته د رسولو احساس هم راسره مل دے.

مونږ دلته راغلي یو چې "پښتون" د پاره یو شمېر غړیتوب وکړو او د "پښتون" پرمختګ د پاره ضروري ده چې ملګري دې لړ کښې خپل اشتراک او مرستې له تنظیمي صورت ورکړي او دې لړ کښې مونږ له لاس راکړي.

"پښتون" د فکر، نظریې او تاریخ تشریح کوونکے او ساتندویه دے. مونږ دلته ځان سره صرف یوه دعويٰ نۀ بلکې استحقاق راوړے دے او ستاسو د فکري او قلمي مرستو هیله هم لرو. پۀ "پښتون" کښې تاسو د خپلو سیاسي، سماجي، تاریخي، علمي او ادبي لیکونو ترلارې خپلې شل پاڼې هم ډکې کړئ او مونږ سره "پښتون" تر اولسه رسولو کښې هم خپل رول ولوبوئ.

دا سلسله مونږ لورالائي نه شروع کړه او مختلفو ځایونو کښې د ملګرو نه د داسې دستورو د تابیا هیله لرو.

غونډې ته صوبائي صدر ښاغلي اصغر خان اڅکزي پۀ خپله وېنا کښې داسې ووئيل چې "پښتون" مجله يواځې يو ادبي يا فرهنګي مجله نۀ ده بلکې دا د پښتنو پۀ قامي تحريک کښې فعاله برخه لري، د پښتنو فکري روزنه ئې کړې او کوي ئې. دۀ پۀ خپله وېنا کښې ووئيل چې لۀ بده مرغه رياست و پښتو ژبې ته پۀ نصاب، دفتر او عدالت کښې هغه ځاے نۀ دے ورکړے کوم چې پکار ؤ، خو اے اېن پي پۀ خپل تېر حکومت کښې پښتو د نصاب برخه کړه او تر دولسم ټولګي پورې ئې پښتو د نصاب لازمي برخه وګرځوله. پښتو ژبي او ادب د پرمختګ د پاره ئې د پام وړ ګامونه واخستل او پښتانۀ اتلانو ته ئې پۀ نصاب کښې ځاے ورکړو چې پښتانۀ پۀ خپل تاريخ پوهه کړي، خو اوسنے حکومت هڅه کوي چې دا اتلان د پښتونخوا لۀ نصاب څخه وباسي. دا داسې ساده خبره نۀ ده، دوي غواړي چې پښتانۀ لۀ تاريخي شعور څخه بې برخې کړي او د څۀ ناپوهانو پۀ لاس کښې ئې لکه ګوډاګي و نڅوي.

ښاغلي اصغر خان اڅکزي زیاته کړه چې پښتون قامي سیاست د پښتنو پۀ منځ کښې راکښلې شوې غېر فطري کرښې د منځ نه وړلو د پاره پۀ خپل تاریخي او اصولي دریځ کلک ولاړ دے او د خېبر پښتونخوا سره د فاټا انضمام نه پس به مونږ د سهیلي پښتونخوا او خېبر پښتونخوا د جغرافیائي وحدت مرحلې ته ځو. هغۀ ووئیل چې زما سر پۀ دې خبره نۀ خلاصېږي چې څوک د "چترال نه تر بولانه" د یو پښتون وطن خبره کوي، هغوي پۀ کوم دلیل د انګرېز د راکښلې کرښې وکالت کوي. مونږ د دې خاورې د اولس د ستونزو او نیمګړتیاو خبره کوو او هغوي د انګرېزانو د تاریخونو او دفعه جاتو ذکر شروع کړي. مونږ خو دې خبرې ته هم فکر وړي یو چې کۀ څوک د پښتنو د وحدت د پاره ائیني او پارلېماني لاره نۀ خپلوي نو بیا دې د خپل هدف وضاحت وکړي چې دوي خپلې دغه نعرې د پاره څۀ لاره لري؟

ښاغلي اصغر خان اڅکزي خپلو خبرو کښې ووئیل چې کۀ یو خوا د جغرافیائي وحدت د پاره مونږ د قام پرستۍ د دعوې کوونکو مزاحمت سره مخ یو نو بل خوا د اسلام پۀ نوم سیاست کوونکي هم د دې قام د وحدت او پرمختګ دښمنۍ کښې لۀ چا وروستو نۀ دي. هغۀ پۀ پېښور کښې پۀ شپږویشتم اکتوبر روانو ضمني انتخاباتو ته پۀ اشاره کولو ووئیل چې کوم خلق د مذهب پۀ نوم زمونږ مخې ته ولاړ دي، اولس د هغوي پۀ سیاست پوهه شوي دي. پېښور کښې د جمعیت علماء اسلام فضل الرحمان ډله د مسلم لیګ نون سره د کوم اسلام د پاره اتحاد کوي او هم د دغه جمعیت سمیع الحق ډله د پي ټي اٰئي سره د کوم اسلام د پاره اتحاد کوي؟ دوي خپلو کښې ولې یو نۀ شول؟ دا ځکه یو نۀ شول چې د دوي اسلام سره هېڅ کار نشته ـــ د دوي کار اقتدار او حکومت سره دے ـــ کۀ خپلو کښې یو کېدلو سره اقتدار ته رسد اسان شي نو خپلو کښې به یو شي خو صرف د اقتدار د مودې پورې او دې نه پس به ئې بیا یو بل پسې فتوې راخستې وي.

ښاغلي اصغر خان اڅکزي د خپلو خبرو پایله کښې ووئیل چې قامي کارکنان دې پۀ خپل سیاست او خپلو مشرانو باوري وي او دا ځکه چې زمونږ سیاست د دې خاورې د حقونو او د دې قام د پرمختګ او ترقۍ پۀ بنیاد دے. هغۀ زیاته کړه چې د "پښتون" مجلې کوم همکاران د حیات روغاني سره دلته راغلي دي، د هغوي مننه کوم چې دا تاریخي سفر ئې وکړو ـــ دوي چې "پښتون د پاره د غړیتوب کومه سلسله روانه کړې ده نو مونږ ورسره ژمنه کوو چې مونږ به د دوه زره نه تر درې زره پورې دا رسالې دلته راغواړو. ښاغلي اصغر خان اڅکزي د دې ویاړمنې دستورې پۀ تابیا حیات خان حیات او د عوامي نېشنل پارټۍ د ضلعي تنظیم سره سره د ګډون کوونکو مننه هم وکړه.

جمال الدين رښتيا، صوبائي جوائنټ سېکرټري پۀ خپله وېنا کښې ووئيل چې "پښتون" مجله فخر افغان بابا پۀ ډېرو سختو حالاتو کښې د پښتنو د قامي بېداري د پاره خپره کړه او د هغه وخت عالمانو او پوهانو پکښې ليکل کول. نن هم دا مجله زمونږ د قامي تحریک یو اواز دے.

بسم الله جان لوڼي خپله وېنا کښې د کوربه پۀ حېث و راغلو مېلمنوته ښۀ راغلاست ووئيل او پۀ ځانګړې توګه ئې د حيات روغاني صاحب او حيات خان حيات مننه وکړه چې دوي د "پښتون" رسالې د لا پرمختګ د پاره دا زيار کړے. دۀ ووئيل چې د پښتنو ادبي، علمي او سياسي سنګرونه بايد چې داسي اباد وساتل شي. 

پۀ غونډه کښې يونس نورزئ د "پښتون" مجلې پۀ تاريخ د باچا خان بابا د ژوند ليک پۀ رڼا کښې خبره وکړه. دۀ د مجلې پۀ ارزښت او د خپلواکۍ پۀ ملي غورځنګ کښې د پښتنو د قامي شعور، ملي پاڅون پۀ حقله د مجلې پۀ رول پۀ زړۀ پورې خبرې وکړې.

د غونډې پۀ پاي کښې حيات خان حيات و صوبائي صدر ته دا وړانديز وکړ چې د هري ضلعې صدر او ضلعي صدور دي يونټان د دې پابنده کړي چې دوی دي "پښتون" مجله اخلي، لوستل دې کوي او بيا دي پۀ خپلو کښې پۀ دې بحث مباحثه کوي چې پۀ مطالب ئې ښه ځان پوه کړي.

غونډي او صوبائي صدر د دې وړانديز تائيد وکړ.

د غونډې پایله کښې د اېمل ولي خان لۀ خوا د دې کلیزې تابیا کوونکو د پاره مننلیک د صوبائي صدر اصغر خان اڅکزي پۀ لاس حیات خان حیات ناصر ته وسپارلے شو.