د پاکستان تصور د علامه اقبال د خوب نه د بشريٰ مانیکا خوب پورې – حیات روغانے

د پاکستان پۀ حواله د سر علامه محمد اقبال لاهوري خوب باندې د هغۀ د خپل زوي رېټائرډ جسټس جاوېد اقبال د راغلي بیان نه پس سوالونه نور هم ګڼ شوي دي او هغه ټول تاریخ پوهان چې د پاکستان د تصور او د علامه اقبال د خوب پۀ اړه ئې د ‘مطالعه پاکستان’ پۀ ټولو معلوماتو اعتراضونه کول؛ د مذکوره رېټائرډ جسټس د بیان نه پس لا ګران شول.

د پاکستان د تصور پۀ حقله تر ټولو جامع، واضح او راجح تفسیر د رهبرِ تحریک خان عبدالولي خان کتاب “باچاخان او خدائي خدمتګاري” )څلورم ټوک( مخ یو سل شپېتم نه پېل کېږي ـــ

د پاکستان نظریه

‘مونږ به د دې بحث شروع د پاکستان د ټکي نه کوو. د پاکستان ټکے د ټولو نه اول د برطانیې پۀ ښار کېمبرج کښې چودهري رحمت علي، د پاکستان د قامي تحریک باني، د یو پمفلټ کتابچې “اوس یا بیا کله هم نۀ” مطبوعه 1933ز کښې پۀ نظر راغے او پۀ دې کښې تجویز کړے شوے ؤ،

“د پنجاب قطبي قبلئیزه سرحدي صوبه “افغانیه”، کشمیر، سندهـ او بلوچستان ـ ـ ـ ـ ـ پاکستان ته پۀ مذهبي، معاشرتي او تاریخي بنیادونو باندې یو ځان له وفاقي ائین ملاو شي.”

د پاکستان د تصور د ټولو نه وړومبے او اصلي جوړوونکے څوک دے؟ پۀ دې حقله څۀ ذهني پېچیدګۍ دي. دا تاثر ورکولے شي چې دا ډاکټر اقبال ؤ چا چې د ټولو نه اول دا تصور وړاندې کړو.

ډاکټر سر محمد اقبال پۀ 1935ز ک پۀ الٰه اباد کښې د یو متحده قطبي قبلئیز انډین )هندوستان( مسلمان ریاست د جوړولو تجویز وکړو.

د ډاکټر اقبال پۀ تقریر کښې د پاکستان ټکے استعمال شوے نۀ ؤ. د هغۀ دا تجویز د چودهري رحمت علي د تجویز نه پۀ دوه اړخه مختلف ؤ ـــ یو خو دا چې د علامه اقبال پۀ غوښتنه کښې کشمیر د دې وحدت نه بهر دے او دوېم دا چې پۀ دې کښې د اٰل انډیا فیډرېشن تصور وړاندې کړے شوے ؤ پۀ کوم کښې چې دا څلور واړه صوبې یو وحدت جوړوي. ډېره عجیبه خبره ده چې د پاکستان نمرختیځه حصه پۀ دې کښې تر اوسه شامله نۀ ده.

  1. لېکن د پاکستان جوړولو مطالبه د اٰل انډیا مسلم لګ د 1940 د لاهور پۀ قرارداد کښې داسې وړاندې کړې شوه:

دا چې د جغرافیائي لحاظ نه د نزدې وحدتونو داسې بېلې علاقې جوړې کړې شي او دا شان د علاقائي رد و بدل کولو سره کوم چې ضروري وي، د دوي داسې جوړول پکار دي چې هغه علاقې پۀ کوم کښې چې مسلمانان د شمېر پۀ لحاظ زیات وي، لکه د هندوستان د قطبي قبلئیزې او نمرختیځې علاقې ـــ دې یو ځاے کولو سره ‘ازاد ریاستونه’ جوړ شي پۀ کومو کښې چې شامل وحدتونه خپلواکه او ازاد وي.

  1. د 1940 پۀ قرارداد لاهور کښې وروستو د مرکزي او صوبائي اسمبلیو د مسلمانانو غړو پۀ کنونشن کښې چې پۀ ډیلي کښې پۀ اپرېل 1946 کښې شوے ؤ، دا بدلون وکړو؛

“دا چې هغه علاقې کومې چې د هندوستان پۀ قطبي نمرخاتۀ کښې بنګال او اسام باندې او قطبي نمر پرېواتۀ کښې پنجاب، قطبي قبلئیزه سرحدي صوبه، سندهـ او بلوچستان باندې ـــ یعني دا پاکستان علاقې کوم ځاے چې مسلمانان پۀ غټ اکثریت کښې دي، د دې ټولو یو ځاے کولو سره دې یو ازاد او خپلواک مملکت جوړ کړے شي.”

  1. پۀ مۍ 1946 کښې د برطانوي کابینې مشن پلان وړاندې شو پۀ کوم کښې چې د هندوستان د وفاقي حکومت تجویز وړاندې شوے ؤ. پۀ دې کښې درې ګروپونه یا حصې جوړې شوې وې. ګروپ بي کښې پنجاب، صوبه سرحد، سندهـ او بلوچستان شامل وو. اے ګروپ کښې د هندوستان پاتې شپږ صوبې وې او پۀ سي ګروپ کښې بنګال او اسام شامل وو. دا درې واړه ګروپونه د انډین یونین یا هندوستان پۀ وفاقي حکومت کښې یو ځاے اوسېدل، د چا پۀ لاس کښې چې دفاع، بهرنۍ چارې او مواصلات درې محکمې پاتې وې. د برطانوي کابینې مشن دا پلان مسلم لیګیانو منلے ؤ.
  2. او اخر چې کله پۀ عملي توګه هندوستان ووېشلے شو نو د دې پۀ نتیجه کښې د مسلمان اکثریت دوه صوبو بنګال او پنجاب تقسیم هم وشو او د اسام صرف د سلهټ ضلع د پاکستان پۀ مشرقي حصه کښې شامل کړې شوه.

د پاکستان پۀ پوره تحریک نظر اچولو سره او د چودهري رحمت علي او علامه اقبال د پاکستان یا برعظیم کښې د مسلمانانو د پاره د یو ځان له وطن تصور یو طرف ته پۀ کېښودلو او د نظر نه پۀ اخوا کېدلو مونږ دا وینو چې د 1940 نه واخلې تر 1947 پورې پۀ دې اووۀ کاله موده کښې د زیاتو نه زیات څلور مختلفو پاکستانونه تجویز کړے شول او وخت پۀ وخت د دې غوښتنه وشوه. د 1940 د قرارداد دلاهور تر مخه د پاکستان ابتدائي او اصلي مطالبه ‘د ازاد او خپلواکه ریاستونو’ وه. د دې نه پس پۀ 1946 کښې پۀ دې کښې بدلون وشو او د ازادو او خپلواکه ریاستونو پۀ ځاے ‘ازاد او خپلواکه ریاست’ واخستو. بیا پۀ کال 1946 کښې د پاکستان نه مطلب د هندوستان یونین “دننه” د وفاق یو وحدت یا د یو نه زیات وحدتونه واخستلے شول او اخر پۀ 1947 کښې د مسلم لیګ د ډډې پۀ قطعي توګه باندې یو داسې پاکستان ومنلے شو پۀ کوم کښې چې وېشلے شوے پنجاب او بنګال شامل وو او د اسام صوبې صرف د سلهټ صوبې یوه ضلع وه.

غرض دا چې پۀ برعظیم کښې پۀ عملي توګه د ازادۍ د راتلو نه مخکښې زمونږ سره د پاکستان څلور تصورونه وو. د پاکستان د جوړېدو او د دې د مختلف عناصرو پۀ نظر کښې د ساتلو نه پس پۀ 1955 کښې د پاکستان یو بل تصور پېدا شو کله چې د پاکستان یو یونټ جوړ کړے شو او مشرقي پاکستان ئې د خپل شمېر د اکثریت نه محروم کړو او اخر 1971 د فوځي کاروایۍ پۀ نتیجه کښې پۀ پاکستان کښې یوه بله ډېره لویه بدلي راغله؛ د پاکستان اکثریت د پاکستان سره د تعلقاتو پرېکولو فېصله وکړه او ‘مشرقي پاکستان’ ته ئې د ‘بنګله دېش’ نوم ورکړو. دا شان پۀ پاکستان کښې چې څۀ بچ شو، د دې نه د ښاغلي بهټو نوے پاکستان جوړ شو.

مونږ وینو چې د ازادۍ نه مخکښې د پاکستان څلور تصورونه وو او د ازادۍ نه پس دوه ـــ دې د پاره څۀ وخت چې مونږ د پاکستان د نظریې پۀ لړ کښې د دې وړاندې نقطې ته راځو نو پۀ دې لړ کښې چې کوم بنیادي او اساسي سوال پوښتلے شي، هغه دا دے چې ‘د کوم پاکستان نظریه؟’، ولې چې د مختلفو تصورونو به یقیناً چې مختلفې نظریې وي ـــ د 1940 د قرارداد تر مخه ‘ازاد او خپلواکه ریاستونه’ وو پۀ کوم کښې چې شامل وحدتونه به خپلواکه او ازاد وي. د دې پۀ مقابله کښې تاسو پۀ 1955 کښې د مشرقي او مغربي پاکستان برابره نمائندګي او د مغربي پاکستان یو وحدت ته وګورئ نو یقیناً د جون 1946 د برطانوي کابینې مشن د باکستان تصور پۀ کوم کښې چې ګروپي سسټم تجویز کړے شوے ؤ او د کومې د مخه چې باکستان د هندوستان یونین د یو یونټ یا د یو نه زیاتو یونټونو باندې مشتمل ؤ. د دې موجوده پاکستان نه کوم چې مونږ ته پۀ 1947 کښې ملاو شو، پۀ بنیادي لحاظ سره مختلف ؤ. پۀ دې کښې وېشلے شوے پنجاب او بنګال وو. پۀ اسام کښې صرف یوه ضلع وه. تر دې چې پۀ دې کښې کشمیر هم نۀ ؤ ـــ لېکن او د قائداعظم د پاکستان پۀ مقابله کښې د ښاغلي د بهټو د پاکستان څۀ حال دے؟

خان عبدالولي خان، باچاخان او خدائي خدمتګاري، څلورم ټوک، مخونه 172-168

د پاکستان تصور پسې بدلېدونکي تصور وخت پۀ وخت نظریې هم لکه د جامو بدلې کړې. د ستوري سپوږمۍ ټوپۍ سره کله پرتوګ شین قمیص سپین او کله قمیص شین او پرتوګ سپین ــــ ټوپۍ پۀ هر حالت کښې د ستوري سپوږمۍ وساتلې شوه.

د ‘ون یونټ’ سره ټولې صوبې د خپلو وسائلو نه محرومه کړې شوې. هغه امدن چې د خپلو وسیلو او وسائلو نه صوبو ته د پېرنګي حکومت کښې هم ترلاسه کېدلو، د پاکستان د نوي تصور ‘مشرقي پاکستان’ او ‘مغربي پاکستان’ سره وتروړلے شول. ‘ون یونټ’ چې تلو نو ځان سره ئې د رهبرِ تحریک د بیان شوو د هندوستان د وېش نه وړاندې څلور تصورونه او د پاکستان د وېش سره دوه تصورونه هم لۀ منځه یوړل. خو افرین شه چې مارشل لاء ته یو ‘سِول اېډمنسټرېټر’ پۀ لاس ورغلو.

د سِول مارشل لاء اېډمنسټرېټر پۀ ذهانت دې یو ځل بیا افرین وي چې د ‘مسلم او غېر مسلم’ هندوستانیانو، ‘مشرقي او مغربي’ پاکستانیانو پۀ ځاے ئې ‘محبِ وطن او غدار’ پاکستانیان پېمانه متعارف کړه. چا چې د پېرنګي پۀ ضد د ازادۍ مبارزه کړې وه، هغه خلق د پاکستان اردو ډکشنرۍ کښې غدار وګرځولے شول او بیا بهټو دغه غدارۍ له ائیني ستن هم ووهله.

‘پۀ 1971 کښې پۀ شپاړسم دسمبر د جوړ شوي پاکستان’ دننه روس تودو اوبو ته د لارې د پاره پاکستان ته لاس ورکړو. دا لاره پۀ پېښور وه نو پېښور د پاره د روس لۀ خوا ډالۍ کړے شوے ‘سټیل مِل’ د پاکستان تر ټولو وفادار سپوت ذوالفقار علي بهټو کراچۍ ته وځغلوۀ. هغه زمانه کښې زلمے بهټو د خارجه امورو وزیر ؤ. کله چې هغه د ‘نوي پاکستان’ باباے قوم شو نو هم د روس لۀ خوا د جمرود سیمه کښې جوړېدونکے د بجلۍ یو دروند کمپلکس، د پولېنډ پۀ مرسته دیر کښې د عمارتي لرګي د کارخانو کمپلکس، د صوبائي حکومت لۀ خوا دیر کښې د سېلګرۍ د صنعت د پاره پراخه منصوبه، د جرمني پۀ مرسته سوات کښې د چیني خاورې د صنعتونو د کمپلکس منصوبه او د ډېره اسماعیل خان د پاره د ګومل زام سکیم ئې د صوبه سرحد )اوس خېبر پښتونخوا( نه وتروړل. د روس سکیمونه د ماهرانو د رایې باوجود ‘واه’ ته منتقل شول، د سوات د لوښو صنعت ئې ګجرات ته یوړو چې خاوره ورله هم د سوات نه وړلې کېده، د دیر د صنعتي کمپلکس د پاره مشینري راغله خو د وفاق لۀ خوا پۀ پالیسۍ کښې د بدلون نه پس پۀ صندوقونو کښې زنګ ورېژوله، د ګومل زام سکیم پۀ وړومبي سر کښې کروړونو راکښل او بیا بند کړے شو. د صوبې د ګورنر ارباب سکندر خان خلیل لۀ خوا د ملک غټ صنعت کار او تاجران چې صوبه کښې انوسټمنټ ته تیار کړے شول نو وفاقي حکومت داسې پالیسۍ خپلې کړې چې دغه صنعت کار او تاجران ئې پۀ پښتونخوا او بلوچستان کښې د سرمایې لګولو نه توبه ګار کړل.

دغه نوي باباے قوم چې د خپل بائیللي ‘مشرقي پاکستان’ د پاره ئې زر کاله د جنګ خبره کوله، د ملل متحد دننه ئې وړاندې شوے قرارداد پۀ هوا کښې نوستلو، زر پۀ لاهور کښې د ‘اسلامي سربراهي کانفرنس’ غونډۍ ته وختلو او د عظیم اسلام د پاره د عظیم تر مفادات پۀ بیسکاټن شېخ مجیب ته غاړې وتۀ ـــ د ‘روټي کپړا مکان’ بین ته ځنګېدونکو خپل نوي کلین شوېډ امیرالمؤمنین ته د مرحبا حبیبي حیّا حيّا نعرو سُورو کښې د نوي پاکستان قراقول کوږ پۀ سر کېښودۀ ـــ د کلین شېوډ امیر المؤمنین ټوله پارټي، د پارټۍ منشور، د پارټۍ د بېرغ رنګ ـــ تر دې چې د اسلام زمونږ دین، جمهوریت زمونږ سیاست او سوشلزم زمونږ معیشت غوندې ‘کنفیوزډ’ سلوګن ئې هم د افغانستان څخه هم د دغه ډول یو سیاسي ګوند د مشر هاشم مېوندوال پۀ تاثر کښې راوړي وو ـــ دا خداے خبر کوم ‘مرشد’ پکښې ورته د ‘شهادت هماري اٰرزو’ نوې ټپه نتي کړې وه؟

د علامه اقبال د خوب نه شروع شوے پاکستان چې اصل کښې د کېمبرج د چودهري رحمت علي او هغۀ نه هم زیات د کېبنټ مشن فارموله باندې جوړ شوے ؤ، پۀ څوارلسم اکتوبر 1955 د ‘ون یونټ’ قیام سره ختم کړے شو. پۀ وړومبۍ جولائي 1970 چې کله د ‘ون یونټ’ د خاتمې اعلان وکړے شو، ورسره مشرقي پاکستان هم ‘بنګله دېش’ شو او دغه رنګ ‘د بهټو نوے پاکستان’ معرض وجود کښې آګیا.

د څوارلسم اګست 1947 نه شپږم اکتوبر 1958 پورې د مسلم لیګ اشرافیه واکمني وه. د اووم اکتوبر 1958 نه اوولسم اګست 1988 پورې مارشل لاء وه. دې دوره کښې د ائین جوړولو د پاره د غېر فوځي مارشل لاء اېډمنسټرېټر ذوالفقار علي بهټو لۀ خوا جمهوري قوتونه هم عارضي طور accommodate کړے شوي وو. جمهوري قوتونو جمهوري رویه غوښته او غېر فوځي مارشل لاء اېډمنسټرېټر خپل مارشلائي اپروچ نۀ پرېښودلو ــــ سیاسي مشرتابه د څېلمې جېلونو کښې واچولې شوه او د غدارۍ سنګین کېسونه پرې جوړ کړے شول. د اسلامي سربراهي کانفرنس انعقاد او د ‘اسلامي بم’ جوړولو اعلان دومره مسحورکن ؤ چې کۀ یو خوا ‘چرته غېر متعین مستقبل کښې’ د پاکستان د سرحدونو بدلولو د پاره یو من ګهړت الزام کښې خان عبدالولي خان د غدارۍ مقدمې زغملې نو بل خوا د پاکستان د یو ‘جرنېل صدر’ ایوب خان پۀ دور کښې ایران سره د حدبندۍ د یوې سمجهوتې ـــــــ دا خبره به زۀ نۀ کوم، پۀ ډېره ښکلې پېرایه کښې خان عبدالولي خان داسې کړې ده؛

‘ښاغلي بهټو ته د پاکستان د بهرنو چارو د وزیر پۀ حېث پۀ څلیریشتمه جولائي 1963ز کښې پۀ قومي اسمبلۍ کښې دننه د ایران سره د حدبندۍ د یوې سمجهوتې دفاع کول وو. هغۀ پۀ دې باره کښې د تقریر پۀ وخت ووې،

“دا ټهیک نۀ ده چې پاکستان ایران ته درې زره مربع میل علاقه ورکړې ده؛ مونږ ایران ته درې سوه مربع میله علاقې ورکولو باندې رضا شوي یو پۀ کومې چې برطانیې پۀ زور قبضه کړې وه کله چې هغوي پۀ برصغیر باندې حکومت کولو ـــ د ایران حکومت پۀ زبردستۍ پۀ دغه قبضې باندې همېشه احتجاج کولو. 1871، 1896 او 1955 کښې برطانیې ایران د حدبندۍ پۀ معاهدو کولو باندې مجبور کړے ؤ لېکن د ایران حکومت د دې معاهدو پۀ بناء د حدود مقررولو نه همېشه انکار وکړو. د پاکستان جوړېدو او ایران سره د دۀ د دوستانه او ورورولۍ د تعلقاتو تر مخه د سرحدونو د دې مسئلې حل، کوم چې تاریخ حل کولو ته نۀ پرېښود، ممکن شوے دے.”

Reshaping Foreign Policy: 1948-1961, Pages 196-197

د ښاغلي بهټو د پالیسۍ د اعلان پۀ رڼا کښې کوم چې د پاکستان د قومي اسمبلۍ پۀ ایوان کښې شوے ؤ او دې د بحث لاندې مسئلې [د خان عبدالولي خان اشاره پۀ هغۀ د ډیورنډ لائن پۀ حواله الزام ته ده] ته وکتے شي نو د دې حدبندۍ د معاهدې پۀ کومه کښې چې افغانستان د خپلې علاقې یوه حصه برطانیې ته ورکولو باندې مجبور کړے شوے ؤ، څۀ حېثیت پاتې کېږي؟’

باچاخان او خدائي خدمتګاري، څلورم ټوک، مخونه 144-143

د سوړ جنګ تودولو د پاره دا ذوالفقار علي بهټو ؤ چې پۀ اول ځل ئې د افغانستان نه خونړي ‘جهادیان’ راوغوښتل او پاکستان کښې ئې ورله ځاے او اسره دواړه ورکړل. لکه څنګه چې سختو فېصلو د پاره د ټولو نه مهم وړومبے ګام د حزب اختلاف منځ نه لرې کول وي، بهټو د ملک ټول سیاست پۀ جېلونو کښې بندي کړے ؤ. وروستو چې بهټو دغه منصوبه نوره مخکښې نۀ شوه بوتلې نو یو ورک مړے پرې شته کړے شو او دافغانستان کښې د هاشم مېوندوال نه نقل شوې ‘ اسلام زمونږ دین، جمهوریت زمونږ سیاست او سوشلزم زمونږ معیشت’ غوندې کنفیوزډ سلوګن سره د کوم مرشد لۀ خوا نتي شوې ‘شهادت هماري اٰرزو’ د پهانسۍ پۀ صورت کښې پوره کړې شوه.

د علامه اقبال د خوب پاکستان یو ځل بیا د غېر فوځي مارشل لاء نه فوځي مارشل لاء ته لاړو او د جالندهر لوے لوے برېت د جالندهر د ترانې پۀ سیوري امیر المؤمنین شو.

جنرل ضیاء هر څۀ دومره ‘اسلامي’ کړل چې ټول پاکستان جماعت اسلامي شو ــــ د غدارۍ او کفر ‘ټاپې’ باقاعده فتوې کړې شوې او اسلامي جمهوریۀ پاکستان د کومې نظریې پۀ ځاے جنګي معیشت او امریکې باندې اډاڼه شو. دې ټوله موده کښې هم د کافرۍ او غدارۍ فتوې پۀ زور سره وې. د دې مارشل لاء پۀ مخ یو وخت د جونېجو جمهوري پوزه هم ولګولې شوه خو پۀ سیاست پوهېدونکي خبر ؤ چې د جونېجو د جمهوري پوزې ژبه نۀ وه ــــ فېصلې ټولې د امیر المؤمنین د برېتو لاندې نه راتلې.

افغانستان کښې امریکا د پاره د ډالرو پۀ بدل د مقدس جهاد کولو پۀ نوم د پلیت فساد اور بلولو نه پس، چې نن څلوېښت کاله پس ورته خواجه اٰصف، سراج الحق، جنرل باجوه او ټول هغه خلق چې د دې فساد مخنیوي د پاره ئې باچاخان، خان عبدالولي خان او د سرې جنډې خلقو ته کافران او غداران وئیل، پۀ ښکاره تاریخي تېر وائي، پۀ وړومبي ځل پاکستان د اٰئي اېم اېف سره ګاڼه کولو نه پس، دې ملک له د فوځ ‘مذهبي ونګ’ جماعت اسلامي او ‘غنډه ګروه’ اېم کیو اېم ورکولو نه پس، ټول ملک کلاشنکوف کلچر سره مخ کولو نه پس پۀ اګست 1988 کښې جنرل ضیاء پۀ یوه الوتکه کښې د چاودنې نه پس اٰنجهاني شو.

شپاړسم نومبر 1988 نه ملک یو ځل بیا د داسې جمهوریت کندې او چقوړو ته سم کړے شو چې نواز شریف، د جنرل ضیاء سیاسي ډبنګي او بې نظیر بهټو، د سِول جنرل بهټو سیاسي وارثې د یو بل پۀ ضد د ایجنسیو د لاسپوسي او ګوډاګي کردارونه مکمل پارلېماني بې شرمۍ سره ادا کول. پۀ دې ټوله دوره کښې یو داسې سیاست د اولس ذهن کښې نقش کېدو چې کرپټ، زاني، غدار، بې اخلاقه او پرېوتے وي. دې ټوله موده کښې ‘غېر ریاستي عناصر’ او ‘جهادي ګروپونه’ بوجوه د نواز شریف وروڼه وو او د سِول جنرل لُور ورته خپل ‘بچي’ وئیل. پۀ 1995 کښې پۀ وړومبي ځل د ‘نفاذ شریعت محمدي’ پۀ نامه دې قوتونو ته پۀ دیر کښې د ښکاره کېدو موقع ورکړې شوه، مذاکرات وشول او دوڼه بې د ځواب نه دوڼه پرېښودې شوه. د مرکزي حکومت او خفیه ایجنیسیو لۀ خوا دا ‘غېر’ ریاستي عناصر د موزون وخت د پاره د محفوظ ساتلو پالیسي جاري وساتلې شوه.

د علامه اقبال یا چودهري رحمت علي یا کېبنټ مشن پۀ تصور جوړ شوي پاکستان کښې چې د اسلامي جمهوریۀ پاکستان باباے قوم جناح صاحب کوم غېر جمهوري، غېر ائیني او غېر اخلاقي روایت د خدائي خدمتګارانو د حکومت ماتولو سره پۀ دوویشتم اګست 1947 قائم کړے ؤ، د یوولسم اکتوبر 1999 اېډونچر دغه روایت ژوندي ساتلو سره د جناح صاحب روح ته تسلي ورکړه چې د پاکستان مقدس ائین د مضبوطو بوټانو لاندې دے او د هغۀ روح دې هېڅ قسم زړۀ نۀ خوري.

پۀ دولسم اکتوبر جنرل پروېز مشرف د نواز شریف منتخب حکومت مات کړو. لیګل فرېم ورک اٰرډر، اوولسم ائیني ترمیم او داسې نورې مسلم لیګۍ ګوتې کولو سره سره د اېم کیو اېم، متحده مجلس عمل )جماعت اسلامي، جمعیت علماء اسلام [ف]، جمعیت علماء اسلام [س] او نورو مذهبي ګوندونو چې د هر مذهب نمائندګي ئې لرله او ځکه ئې د اتحاد د نوم نه هم ‘اسلام’ ویستلے ؤ(، د پیپلیانو نه ‘پېټریاټ’ او لیګیانو نه ‘ق’ راشوکولو سره بیا د مارشل لاء پۀ سیوري کښې د جمهوریت انګۍ له وده ورکړې شوه.

د جنرل پروېز مشرف ریژیم چې د پیپلیانو پېټریاټ، د لیګیانو قاف، اېم کیو اېم او ټول مذهبي ګوندونه ئې برخه وه، د ورلډ ټرېډ سنټر د پېښې نه پس د پاکستان دننه ټول مطلوبه هوائي مرکزونه د امریکا او نېټو د فوځونو د استعمال د پاره وسپارل. د ترهګرۍ پۀ ضد جنګ کښې پاکستان د افغانستان پۀ شمول د کشمیر ‘جهاد’ نه هم خلع واخستله خو د جنګي معیشت برقرار ساتلو د پاره د ملک دننه ترهګر تنظیمونو ته محفوظې ځالې او ځایونه ورکړے شول. وزیرستان کښې د طالبانو مشرانو سره د مټهیانو وېشلو نه ډرون حملو او پۀ ډمه ډوله شوي برید نه، چې د هغه وخت د داخله چارو وزیر مېجر رېټائرډ افتاب احمد خان شېرپاو ئې ذمه واري اخستې وه، تر ‘لال مسجد’ او جامعه خفصه، پۀ یوه مرحله هم د سنجیدګۍ مظاهره ونۀ کړې شوه. کمال دا دے چې د دغه اقداماتو پۀ ضد احتجاجونه کوونکي مذهبي ګوندونه د جنرل مشرف سره کلک ولاړ وو. جماعت اسلامي چې نن د کومې ‘دخترِ ملت’ عافیه صدیقي د پاره خپل احتجاجي روایت برقرار ساتي، هم د دغه اتحاد موده کښې حواله کړې شوې وه.

پۀ 2008 کښې چې یو ځل بیا د عام انتخاباتو اعلان کېدلو نو دا ملک ټول پۀ ټوله د ترهګرۍ ضد کښې ؤ. د چترال او ګلګت بلتستان نه واخله د قبائیلي سیمو او پۀ دې لاره د کراچۍ پورې ټول ملک کښې د انتهاپسندۍ او ترهګرۍ ځُول ؤ. دې موده کښې د جمهوریت خبره کوونکي ګوندونه هم د جدې پۀ لار لندن کښې د ‘میثاقِ جمهوریت’ پۀ تار پئیلے شوي وو. کۀ د پاکستان پارلېماني تاریخ وکتلے شي نو د 2008 انتخاباتو د پاره سیاسي ګوندونه پۀ جمهوریت پوره باور سره مېدان ته راغلي وو.

منتخب جمهوري حکومت ته بمونه، ټارګټ کلنګز، ځانمرګي حملې، قبائیلي سیمي او سوات یرغمال صورت کښې پاتې وو. د دې هر څۀ سره د ترهګرۍ پۀ ضد جنګ کښې د بېن الاقوام پۀ ملک بائیللے شوے اعتماد هم پۀ ځاے کول وو. د مشرف رژیم لۀ خوا د ډالر freeze کولو پۀ وجه د اووۀ کلونو اقتصادي پېټے هم وړل وو او د ترهګرۍ پۀ ضد راتلونکې نړیوالې مرستې سره د بېروني قرضو سلسله هم روانه پاتې شوې وه.

دې موده کښې د پاکستان ټولو سیاسي قوتونو کښې یو قوت د عوامي نېشنل پارټۍ هم ؤ چې پۀ مرکز کښې د اکثریت لرونکې پاکستان پیپلز پارټۍ سره شریک حکومت ئې پۀ ‘صوبه سرحد’ کښې جوړ کړو.

د عوامي نېشنل پارټۍ ځېلې پۀ وړومبي اپرېل 1921ز تاده شوي د پښتنو وړومبي منظم سیاسي تحریک ‘انجمن اصلاح الافاغنه’ سره غوټه دي. د روانې مۍ میاشت کښې چې تاسو ‘پښتون’ پۀ خپلو لاسو کښې نیولے لولۍ نو د دې تحریک به درې کم سل کاله (97) پوره شوي وي او نن هم د عوامي نېشنل پارټۍ صورت کښې دغه تحریک د عدم تشدد فلسفې سره خپلې قام پرسته سیاسي نظریې د پاره پارلېماني مبارزه جاري ساتلې ده.

عوامي نېشنل پارټي د خپل سل کلن سیاسي تحریک د منشور پۀ مختلفو برخو عمل درامد د پاره ماضۍ کښې هم د حکومتي اتحادونو برخه وه او دا ځل ئې هم د صوبې تاریخي پېژندګلو چې پېرنګیانو تروړلې وه، د ‘پښتونخوا’ صورت کښې بحالۍ سره سره د صوبائي خودمختارۍ خپل اصولي موقف مخې ته راوړو او پۀ متنازعه او مهلک کالاباغ ډېم غوڅه فېصله اخستو د پاره پاکستان پیپلز پارټۍ سره اتحاد وکړو. یو خوا کۀ ملک د خارج او داخل نه د خطرو سره مخ ؤ نو بل خوا د پاکستان د سیاسي او غېر سیاسي قوتونو ترمنځه کبډۍ کښې د مېموګېټ سکېنډل او رېنټل پاور کېسونو غوندې وارننګونه هم مخې ته راتلل. دې اتحاد کښې څو تاریخي لاس ته راوړنې وشوې چې پکښې د دهشتګردۍ پۀ ضد جنګ پۀ وړومبي ځل د پاکستان د ټولو نه د اهم نکتې پۀ طور ومنلے شو. دې پینځۀ کلن دور کښې پۀ وړومبي ځل داسې وشول چې د اسلام او شریعت پۀ نوم د دهشتګردۍ کوونکو اصل مخونه د اولس وړاندې بې نقاب کړے شول او پۀ وړومبي ځل دې فسادي ګروپونو سره اولس د خپلې همدردۍ رشته وشوکوله.

د ترهګرۍ پۀ ضد دې جنګ کښې پۀ وړومبي ځل هغه ریاستي عناصر چې کۀ ‘غېر ریاستي عناصر’ سره ئې سیاسي، اداراتي یا مالي او اخلاقي مرستې کولې، د اولس وړاندې خپل موقف نه پۀ شا کېدو ته مجبور کړے شول. هغه رېټائرډ فوځي افسران چې د غېر ریاستي عناصر د تربیت او روزنې د پاره به ئې پۀ هسکه غړۍ اعتراف کولو، ټیټې سترګې او تته ژبه پاتې ودرېدل.

د وفاقیت د تصور تر مخه، پۀ وړومبي ځل د اتلسم ائیني ترمیم صورت کښې پاکستان کښې مېشته ټول وحدتونه یو ځاے ائین او جمهوریت د پاره ودرېدل. دې ائیني ترمیم کښې صوبو ته پۀ وسیلو او وسائلو کښې برخه ورکولو سره هغوي ته د قانون سازۍ نه نصاب سازۍ او صنعت سازۍ پورې حقونه ورکړے شول. د ‘صوبه سرحد’ نامه ‘خېبرپښتونخوا’ کېښودې شوه، کالا باغ ډېم رد کړے شو او مستقبل کښې د ائین د پائمالۍ مخنیوي د پاره د شپږم ارټیکل دننه د عدالتي توثیق مخنیوے هم وکړے شو چې دا د جمهوري قوتونو لوے بریالیتوب ؤ.

باچاخان مرکز کښې د ‘جشن پښتونخوا 2018 پرمهال د اېمل ولي خان دا خبره د پام وړ ده چې پۀ پاکستان کښې ټول سیاسي قوتونه د خپل مکافاتِ عمل نتیجه کښې د جمهوریت او ائین استحکام د پاره هغه نقطې ته راټول شول پۀ کومه نقطه چې د باچاخان نه اسفندیار ولي خان پورې د عوامي نېشنل پارټۍ مشران د فتوو، فتنو، تشدد او جېلونو ښکار کړے شوي وو. د 2008 او 2013 تر منځه شوے ټول ائیني او جمهوري بدلون د ANP د سیاسي منشور برخه وه او مونږ د جمهوریت پسنده هر یو ګوند مننه کوو چې زمونږ اصولي او ائیني مطالبو سره ودرېدلي دي.

د کال 2013 پۀ انتخاباتو کښې عوامي نېشنل پارټي د دومره سنجیده تاریخي ائیني او جمهوري کردار ادا کولو باوجود د څۀ قوتونو لۀ لاسه د انتخاباتي عمل نه بهر وساتلې شوه. انتخاباتو نه پس د ملي مشر اسفندیار ولي خان دا بیان چې ‘د دهشتګردۍ پۀ زور تروړلے شوے مېنډېټ به بیا اخلو؛ ریفري فخرالدین نۀ حکیم الله محسود ؤ’، پۀ پاکستان کښې انتخاباتي سیاست باندې اثر انداز کېدونکو قوتونو ته یو تاریخي پېغور ؤ. یو خوا کۀ عوامي نېشنل پارټي د خپلو ورکرانو سره کارنر میټنګز ته هم پرېنښودلې شوه نو بل خوا د ګوند مرکزي مشرتابه او انتخابي امیدواران هم خپل انتخابي مهم نه ونیولے شول. میډیا پینځۀ کاله د ملک او قام د پاره د ځانمرګي بریدونو، بمونو او اهدافي قتلونو وړاندې د ډال شوو عوامي نېشنل پارټۍ د مشرانو او ورکرانو پۀ ضد یو کردار کش مهم وچلولو. د پښتنو وینه بهیولو د پاره پۀ عوامي نېشنل پارټۍ د هغه ډالرونو الزام ولګولے شو چې د کېري لوګر بِل نه د ترهګرۍ پۀ ضد جنګ کښې د ملک د تور او سپینو واکدارانو ته ملاو شوي وو.

د جناح صاحب او اٰنجهاني بهټو د پاکستانونو نه پس دې ټول خور وور سیاسي اړي ګړي کښې د کرکټ یو لوبغاړي عمران خان د یو بل نوي نوزي پاکستان اعلان وکړو. د کرکټ دغه لوبغاړي برطانیه کښې د مالداره ترین ګولډسمتهـ لور جمائما ګولډسمتهـ سره وادۀ کړے ؤ. هم د دې جمائما ورور زېک ګولډسمتهـ، د چا د پاره چې د لندن انتخاباتو کښې عمران خان د ذاکر خان پۀ ضد کېمپېن کولو، هغه بله ورځ د مسلمانانو ملکونو او عالمي دباو باوجود د امریکې سفارتخانه تل ابیب نه یروشلم ته اوړېدو باندې د عمران خان پخواني اووښي او اوسني سیاسي خېرخواه زېک ګولډسمتهـ لۀ هر چا زیاته خوشحالي وکړه او پۀ جار ئې ووئیل چې یروشلم ته د امریکې سفارتخانه نقل کېدو ثابته کړه چې یهودیان پۀ دنیا کښې شته شوي دي.

د عمران خان د پخواني اووښي او اوسني سیاسي خېرخواه نه قطع نظر، کومه خبره چې ډېره د فکر ده، هغه د چودهري رحمت علي، علامه اقبال، کېبنټ مشن، ون یونټ او بهټو د پاکستاني نه علاوه د یو بل نوي پاکستان تصور ؤ چې د کال 2013 ټولټاکنو د پاره عمران خان وړاندې کړے ؤ. د عمران خان د دې درېم ‘نیا پاکستان’ د پاره نعره هم د چودهري رحمت علي د 1933 د پمفلټ ‘اب نہیں تو کبهی نہیں’ نه اخستې شوې وه. عمران خان پۀ لس کم سل ورځو کښې هر څۀ پۀ بله د اړولو اعلان وکړو او دې ته ئې د ‘تبدیلی’ نامه ورکړه. عمران خان پۀ مرکز کښې د د دوېم لوے ګوند او خېبرپښتونخوا کښې د وړومبي لوے ګوند پۀ حېث مخکښې راغلو. د عمران خان پۀ دې انتخابي کامیابۍ کښې د هغۀ سره د پاکستان ټوله میډیا، ‘اېمپائر’ او طالبان چې عرفِ عام کښې ورته ‘غېر ریاستي عناصر’ وئیلے کېدل، ولاړ وو. میډیا د عمران یوه یوه خبره اولس ته رسولو د پاره خپل ټول وسائل پۀ کار راوستل. اېمپائر د ‘پېټریاټ’ او ‘ق لیګ’ کردارونه راشوکولو او هغوي له بېټ لاس کښې ورکولو کښې خپل کردار ولوبوۀ ـــ غېر ریاستي عناصرو د عمران خان سره د ایجاب و قبول پۀ نتیجه کښې د خپلې کارکردګۍ پۀ بنیاد هغۀ ته د دې کامیابۍ لار کښې خنډ کېدونکي قوتونه انتخابي مهم نه ایسار کړل او دغه رنګ پۀ ‘نوے دن مین شاندار تبدیلی کا ڈٹرجنٹ’ سفر پۀ یوولسمه مۍ 2013 پېل کړے شو.

عمران خان یو کال تېر کړو او کال پس هغۀ د ‘څلور پنکچرونو’ پۀ بنیاد اسلام اباد کښې ‘دهرنا’ شروع کړه. دې تاریخي دهرنا کښې د ملک ائین، جمهوریت، عدالت، الېکشن کمېشن، نېب او هرې ادارې پسې سپکې سپورې ووئیلې شوې. کۀ د دهرنې پۀ نتیجه کښې به یو ځاے الېکشن کمېشن ‘ن لیګ’ له وېکټه وغورځوله نو سپریم کورټ به ‘تحریک انصاف’ پۀ بال ټمپرنګ کښې راونیولو. تر دې دمه پۀ دې ټول څلور کلن جنګ کښې بس یو نواز شریف او یو خواجه اٰصف قرباني کړے شول. دا دواړه د نوي پاکستان د نوي جوړوونکي د الزامونو پۀ ځاے د ‘پانامه’ پړي کښې راونیولے شول او د ‘اقامه’ پۀ نوکتراش ‘فارغ’ کړے شول. کمال دا دے چې دې ټول غوېمنډ کښې د اتلسم ائیني ترمیم پۀ نتیجه کښې صوبې ته حاصلېدونکې منافعې نه صوبه محرومه وساتلې شوه. د تحریک انصاف حکومت وفاق سره د یو اېن اېف سي اېوارډ پۀ انعقاد کولو کښې هم کامیاب نۀ شو.

د مالي اعداد و شمار نه وړاندې به د ملک د ټولو نه لویه مسئله امنیت باندې خبره وکړو.

عمران خان او د هغۀ وزیراعليٰ پروېز خټک د جماعت اسلامي او مولانا سمیع الحق نه زیات طالبانو له د دفترونو ورکولو او د مذاکرات کولو ډولکے غږول شروع کړي وو. عمران خان خو دفتر نه هم د زیاتې ورکړې لاپې کړې وې. پۀ تېر حکومت کښې چې د ترهګرۍ پۀ ضد کومې لاس ته راوړنې شوې وې، د کنسپائرېسي تهیوري پۀ ډال دغه لاس ته راوړنې پرېښودې شوې او څنګه چې د متحده مجلس عمل پۀ حکومت کښې طالبانو ته د تیارۍ کولو او سوات غوندې سیمه کښې د وسلې جمع کولو اسانتیاوې ورکړې شوې وې، دغه رنګ د مرکزي حکومت پۀ ډاډ تحریک انصاف یو ځل بیا انتهاپسندۍ او ترهګرۍ له د دمې کولو او خپل مات شوے زور بحال کولو د پاره موقع ورکړه. یو وخت ؤ چې کله د عوامي نېشنل پارټۍ دور کښې د بېن الاقوامي پرېشر باوجود طالبانو سره مذاکرات کېدل نو د مولانا صوفي محمد او د هغۀ د طالبانو کمېټۍ سره افراسیاب خټک او میا افتخار حسېن مذاکرات کول ـــ یو وخت راغے چې کله تحریک انصاف او مرکزي حکومت طالبانو سره مذاکرات کول نو طالبانو د خپل اړخه مذاکراتي کمېټۍ د پاره د عمران خان، مولانا سمیع الحق )د چا مدرسې ته چې عمران خان د خېبر پښتونخوا د خزانې نه د اصلاحاتو پۀ نوم پنځوس کروړه روپۍ دوه قسطونو کښې ورکړې او دفاعي تجزیه نګار دا رقم د عارضي امن د پاره مولانا ته ورکړے شوے قلنګ بولي(، د لال مسجد مولانا عبدالعزیز، د جماعت اسلامي پروفېسر ابراهیم او مفتي کفایت نومونه تجویز کړي وو. دا خو وروستو عمران خان د خپل روشن خیال او مغرب ته قابلِ قبول رېپوټېشن د پاره شخصي توګه پۀ کمېټۍ کښې شامل نۀ شو او پۀ خپل ځاے ئې رستم مومند دغه کمېټۍ د پاره منتخب کړو. پۀ پېښور کښې د اٰرمي پبلک سکول اووۀ شلې جنازې او دې خونړۍ حملې نه پس ئې د سکولونو ماشومان د سیکېورټي پۀ نوم ‘جېلونو’ کښې بند کړل. د ماشومانو زړونو کښې ئې وېره کښېنوله او د سکولونو استاذانو او هېډماسټرانو باندې ئې بې د څۀ نر ښځې د فرق نه زرګونه کېسونه جوړ کړل. د اٰرمي پبلک سکول د حملې نه پس د ټول ملک سیاسي ګوندونه د اولس پۀ حقیقي ترجمانۍ د ترهګرۍ پۀ ضد د ‘نېشنل اېکشن پلان’ پۀ یوه منصوبه یو غږ شول. دې منصوبه کښې مهمه نکته دا وه چې صوبائي حکومت پۀ خپله برخه کښې د ترهګرۍ پۀ ضد کومې کاروایۍ د پاره پوځ ته هم خواست کولے شي. د ملک اولس به دې حقیقت ته رسېدلے وي چې څنګه د خېبر پښتونخوا مالي حقونه د بجټونو د لېپس کېدو صورت او د اېن اېف سي اېوارډ انعقاد کښې دلچسپي نۀ اخستو سره د تحریک انصاف حکومت د نواز شریف مرکزي حکومت سره دا پینځۀ کاله یو ځاے ولاړ پاتې شو، دغسې د نېشنل اېکشن پلان هر حالت کښې بې اثره او مړ ساتلو کښې هم دواړه سیاسي پارټۍ همکارې پاتې شوې. د ترهګرۍ پۀ ضد کومه سنجیده رویه ښودلو نه دا غوره وګڼلې شوه چې د ترهګر قوتونو سره د ‘عارضي جنګ بندۍ’ معاهده د پېسو او رعایتونو صورت کښې مخ پۀ وړاندې بوځي.

د تحریک انصاف صوبائي حکومت حلف اخستو سره پۀ صوبه کښې د تعلیم، صحت او توانایۍ مد کښې د اېمرجنسي اعلان د درې سوه څلور څلوېښت (334) اربه روپیو بجټ سره وکړے شو. حال دا چې یو ځاے د شلو او بل ځاے د درې نیم سوه ډېمونو د جوړولو لاپه هم وویشتې شوه خو د کال راتلو سره صرف د تعلیم پۀ مد کښې مختص بجټ نه یو پنځوس نیم (51.42) اربه روپۍ د حکومت د ناقص منصوبه بندۍ، غېر تجربه کار مالياتي ټیم او واضح اهداف نۀ لرلو پۀ وجه لېپس شوې. د صوبې د فنډونو د لېپس کېدو سلسله د تحریک انصاف د حکومت پۀ دې ټولو کلونو کښې جاري وه او اوس د دې کرښې لیکلو پورې د تحریک انصاف د انتهائي نا اهلیت ثبوت دا دے چې صوبائي حکومت د خپل اخري بجټ وړاندې کولو کښې چورلټ ناکامه شو. تحریک انصاف د خپلو شلو صوبائي غړو د سېنټ پۀ ټاکنو کښې د مبینه خرڅېدلو پۀ سبب نااهلۍ باندې برېت تاوهي خو خپله دا نااهلي نۀ ویني چې پۀ ټولو درې شپېتۀ )یو پنځوس منتخب او دولس مخصوص( غړو کښې ئې شل یعني هر درېم ‘پلاټ براے فروخت’ پاللے ؤ.

وې ئې دا پېښور به تک شین کړم؟ وې اتۀ څلوېښت کروړه روپۍ پۀ ‘ګرین پشاور پراجېکټ’ ګوم. وې لګولې ـــ پلېسټکي ګملې او پلېسټګي ګلونه، څۀ چوکي پوکي بوټي موټي، د دوه ملي میټر تامړې نه څو بورډونه او پۀ هغې فلېکسونه، څو رنګا رنګ بلبونه او اتۀ څلوېښت کروړه صاف چلے شفاف چلے. چا ورته ووې چې اوس ګرین پشاور پراجېکټ؟ وې ئې جې بي اٰر ټي جوړوو. وې تاسو خو دې ته ‘جنګله بس’ وې؟ وې نه، جنګله بس خو د لاهور هغه دے چې زمکې نه اوچت ځي، زمونږ دا خو به پۀ زمکه ګرځي، هسې خو به پرې اتۀ ویشت اربه نۀ لګي!!! بیا ئې یو څلوېښت اربه کړې، بیا دوه پنځوس اربه کړې، دوه پنځوس نه ئې اووۀ پنځوس، اوونۀ پنځوس نه درې شپېتۀ ــ اوس اتۀ ویشت (41,000,000,000) نه شروع شوے ‘جنګله بس’ د تحریک انصاف د شفافیت پۀ وجه اووۀ اویا اربو (77,000,000,000) ته خولۀ اچولې ده او لا روان دے!!!! وې ئې پۀ لسم اپرېل به ئې افتتاح کوو، بیا ئې وې پۀ اوویشتم اپرېل کوو، بیا ئې وې پۀ لسمه مۍ ئې کوو ــــ اوس وائي مونږ خو پېښور د له بي اٰر ټي ورکړه ـــ وه بې انصافه! ټوله پښتونخوا ‘تبدیلی زده کهنډرات’ دي.

وې ئې، ‘تعليمي اېمرجنسي’ ـــ د ټولو پینځۀ کلونو کارکردګي د لسم بورډ امتحان کښې پۀ ډاګه پرته وه. بس د سپیکر صاحب او د وزیر خزانه صاحب سکولونه زنده باد، نور ټول ‘تبدیلي کا شکار هو گئے’. ‘یونیورسټیز اېکټ’ ئې راوړو، معیار ئې داسې کېښودو چې بیا ئې سر ته نۀ شو رسولے نو پلانکے خان پکښې هم وائس چانسلر شو. وئیل ئې، نوې یونیورسټۍ جوړوم ــــ لکه د درې نیم سوه ډېمونو هر څۀ پۀ باران کښې پۀ سړک د پاسه ښکاره شي. وې ئې ‘صحت اېمرجنسي’ ـــ پۀ لاهور کښې ئې هوښیارو لاهوریانو له د ‘شوکت خانم هسپتال’ مثال ورکوۀ، پۀ لېډي ریډنګ ئې ژبه نۀ راوړېده، ولې نۀ راوړېده؟ صاحبه نو اخبار ګوره کنه! د لېډي ریډنګ ښۀ کولو د پاره ئې پۀ کروړونه امریکه کښې ناست خپل ترورزي صاحب برکي صاحب له ورکړې او هسپتال کښې ورځ تېره نۀ وي چې کله د مریضانو احتجاجونه، کله د مریضانو د خپلوانو احتجاجونه، کله د نرسانو احتجاجونه، کله د ینګ ډاکټرانو احتجاجونه او کله کله خو وزارتِ صحت ‘وزارتِ احتجاج’ ښکاري، بس صرف سیګرټ زنده باد! نور هر څۀ ‘تبدیلي کا شکار هو گئے’.

وې ئې ‘بابِ پشاور’ جوړوم. وې ئې پۀ نېشنل لاجسټک کمپني (NLC) به ئې پۀ یو ارب دوه اویا کروړه جوړوو ـــ جوړ ئې کړو. پۀ افتتاح ئې لکهونه ولګېدل، بله ورځ ئې پرې د پاسه تخته ولګوله، ‘یه روډ هېوي ټرېفک کے لئے بند هے’ ــــ وه د خداے نېکبخته! ولې؟ وې دا مونږ اویا ټن د پاره جوړ کړے ؤ او اوس پرې لوډ اتیا نه زیات دے!!!

د اتلسم ائیني ترمیم د شق نه ‘مجبور’ تحریک انصاف ‘ چې کله ‘معلومات تک رسائی کا قانون’ متعارف کولو نو دې ته ئې خپله کارنامه ووئیله ـــ اوس چې دغه قانون معطل دے نو څوک به وپوښتي چې ولې؟ ځکه چې ‘تبدیلی زده’ شو. ‘لوکل ګورنمنټ سسټم د پاره ئې د عوامي نېشنل پارټۍ ټول تصور راواخستو، د ‘تبدیلي’ چوب ئې ورته راوبغولو او کوم اختیارات چې مالي او انتظامي مقامي حکومتونو ته د ورکولو د پاره د کروړونو اشتهاراتي مهم چلولے شوے ؤ، د مۍ دې میاشت کښې ئې ترې د زېږون او مړینې د سرټیفیکېټ هغه اختیار هم واپس کړو. د پروېز خټک وزارت اعليٰ کښې د ضلعي حکومتونو د حلف اخستو نه هغه بله ورځ د پروېز خټک د حکومت ختمېدو پورې دا ټول کلونه ضلعي حکومتونو او نمائنده ګانو احتجاجونو کښې تېر کړل ـــ ټول ‘تبدیلي سیرپ’ وځپل.

د پاکستان سیاست د پاکستان د تصور غوندې متنوع او وخت پۀ وخت بدلېدونکے مزاج لري. هندوستان کښې د یو پاکستان جوړولو د پاره شوې مبارزې نه پس پۀ ‘یو پاکستان کښې دننه دوه پاکستانونه’ جوړ کړے شول چې د جغرافیائي حد بندۍ د پاره ئې مشرقي او مغربي اصطلاح وکارولې شوه او نظریاتي یا ‘د ریاست د تعامل پۀ لحاظ سره’ د ‘محب وطن’ او ‘غدارِ وطن’ اصطلاحات وضع کړے شول. کمال دا ؤ چې کله د پېرنګي خلاف جنګ کوونکي ټول د غدارۍ د ټاپې لاندې راغلل او د پېرنګیانو کمشنران او نوکران د ملک واکمنان شول. یوه ورځ د پاکستان نه یو څانګ وشوکولے شو او د هغه وخت یو ‘انقلابي’ لیډر پۀ دې حال کښې چې د لکهونو وینې بهېدلې وې او لاکهـ شاوخوا فوجیان سلامي شوي وو، ووئیل، ‘شکر هے پاکستان بچ گیا’. بیا د اسلامي سربراهي کانفرنس پۀ شوشه تود پاکستان، بیا جهادي پاکستان، بیا بېنظیر پاکستان، بیا د یئلو کېب پاکستان، بیا سب سے پهلے پاکستان، بیا ‘نیا پاکستان’. پۀ دیاړۍ پردي جنګونه فسادونه کوونکو جرنېلانو او د مسلم لیګي اجداد وارثانو نه چا تپوس ونۀ کړو چې د قام وینه پۀ څۀ قیمت او څومره قیمت وبهیولې شوه. زرګا خلق کۀ ووژلے شول نو زرګا ورک کړے شول. چا هم تپوس ونۀ کړو چې د جنرل مشرف رژیم کښې د مېجر رېټائرډ افتاب احمد خان شېرپاو پۀ لاس د څلور نیم زره خلق امریکې ته سپارلو تپوس به څوک کوي؟ د انتهاپسندۍ بیانیه د ‘فاطمه اٰپا’ زوي احسن اقبال ته هم ورسېده ـــ لکه د خېره سره مسلم لیګیان هم شهادت د پاره کوالیفائي شول!!!

د نوي پاکستان د پاره د سل ورځو منصوبه وړاندې کېدل عجیبه ټوقه ده ــــ کۀ چا وژن لرلو نو د یو ‘غېر معقول واهیاتي خوب’ پۀ اورېدو به پکښې د عدت نه مخکښې نکاح ولې کېده؟ پنجاب، سندهـ او بلوچستان )بلوچستان ته تل دا استثنيٰ حاصله ده ځکه چې بلوچستان کښې حکومت د پېنډۍ نه کېږي( پۀ امان پاتې شول او خېبر پښتونخوا د تبدیلۍ جاکړ داسې وځپله چې صوبه پۀ تاریخ کښې پۀ وړومبي ځل درې کهربه پينځۀ شپېتۀ اربه اتۀ دېرش کروړه (365,380,000,000) روپۍ قرضدارې پرېښوده. دا قرضې به پښتانۀ څلوېښت کالو پورې ادا کولو کښې تېروي. یعني تحریک انصاف ټول پښتانۀ د ملکي او بېن الاقوامي بېنکونو سره د څلوېښتو کالو د پاره ګاڼه کړل. مختلفو منصوبو د پاره د مختلفو ادارو نه قرضې واخستې شوې خو پۀ دهرنا دهرنا لوبه کښې د وفاق نه د صوبې حق اخستلو او اېن اېف سي اېوارډ منظورولو د پاره هېڅ سنجیده ګام پورته نۀ کړے شو. بې لشې احتساب بېنک باندې کروړونه لوګے شول، ادېله ئې بوده نۀ کړه. پۀ تلو تلو کښې امجد افریدے او کهوسه د تحریک انصاف اخري دوه ‘سرکاري’ یوټرنې وې ـــــــــــــ

یوې ښځې دعويٰ وکړه چې ما پۀ خوب کښې پېغمبر د خداے لیدلے چې کۀ عمران خان ما سره وادۀ وکړي نو وزیراعظم به شي او یو ځل به بیا پاکستان ‘نوے’ شي.

د چا پۀ شخصي ژوند خبره نۀ کوم، د مجموعي رویې پۀ المیه دومره وایه چې د سل ورځني پروګرام ورکوونکي د دومره توهم پرستۍ او ذهني پسماندګۍ سیوري کښې نوے پاکستان جوړوي؟؟؟ ریاست پاکستان کښې د دې توهم پرستۍ او ذهني پسماندګۍ ودې د پاره د تاریخ وژنې، نصاب سازۍ، جنګي کلتور اهتمام نه واخله تر هر حده ریاستي کوششونه شوي دي.

 

دا هم ولولئ

“Gregorio Lope) – “A Letter to God)، د خداے پۀ نوم چيټۍ – ژباړن: حيات روغانے

چرته ډېره پخوا مو دا لنډه قصه لوستلې وه – اوس چې د کرونا نړوبا …