د هارون بلور د روح سره مرکه – حیات روغانے

*د دې خیالې مرکې هر سوال او ځواب د مرکیال )حیات روغاني( اندونه دي. دا دې د شهید هارون بلور شخصي رایې ونۀ ګڼلې شي.

مرکیال:

هارون:

مرکیال:

هارون:

مرکیال:

هارون:

مرکیال:

هارون

سیاست ولې؟ وکالت ښۀ نۀ ؤ؟

وکالت ما د خېټې د پاره نۀ کوۀ. خداے پۀ بلور کورنۍ لوے فضل کړے دے. سیاست مې هم د نامې جامې د پاره نۀ کوۀ، سیاست پۀ مونږ د قام حق دے. پېښور د مشرۍ پټکے زمونږ کور ته پۀ سر تړلے دے او مونږ خپل فرض پېژنو. مونږ د دې قیمت نه هم خبر یو او قیمت ورکولو ته مو خپله سینه هم ډال نیولې ده. )لږ غلي کېدو نه پس هغه موسکے شي او ووائي( دلته یوه اصطلاح عام کړې شوې ده چې ‘موروثي سیاست’ ـــــ بالکل! خلقو ته د پېرنګي د وختونو نه د هغوي پلرونو نیکونو ته ورکړې شوې خان بهادرۍ، جاګیرونه، ماجبونه، لویې لویې نوکرۍ، ضمانتونه او د وفادارۍ تمغې پۀ وراثتونو کښې پاتې دي؛ خپلې دغه اثاثې ساتلو د پاره کله د یو بچي شي او کله د بل سره سیاسي عقد کښې ځان ‘کاربند’ کړي.. زمونږ سیاست سره هغه د غدارۍ الزامونه، د کفر فتوې، بهتانونه، جېلونه او ځان مرګي بریدونه چې زمونږ د مشرانو برخه وه، مونږ ئې پۀ ډېر فخر سره قبلوو. پۀ خپلو وراثانو او د هغوي پۀ وراثت ویاړو.

مقتول درته ووایم کۀ شهید؟

کۀ خاني مې کړې وي، کۀ زمکې مې نیولې وي، کۀ جاګیرونه مې جوړ کړي وي، کۀ مارکیټونه او پلازې مې ودرولې وي، کۀ پۀ ټهېکه دارۍ پسې لوند خوشت شوے یم، کۀ د فرقې، مذهب، وطن یا بل څۀ نوم باندې مې د سرونو سوداګانېکړې وي، کۀ د خلقو غېر سیاسي کولو د پاره مې ریاست ته پۀ کنځلو د ریاست د کار ویستلو مداریتوب کړے وي او چا وژلے یم نو بیا به ‘مقتول’ یم او کۀ پۀ خپله خاوره د امن راوستو، د خپل قام حقونه اخستو، پۀ خپله زمکه او خپلو وسائلو د ملکیت دعويٰ کولو پۀ وجه پۀ نخښه کړے شوے یم نو بیا پۀ هره معنيٰ او هره حواله ‘شهید’ یم.

اخر بلور کورنۍ ولې؟

سوال دا نۀ دے چې بلور کورنۍ ولې ــــ سوال دا دے چې دا قام ولې؟ سوال دا دے چې دا ګوند ولې؟ سوال دا دے چې د دې ګوند د مشرانو نه د ورکرانو پورې ولې؟ او د ټولو نه مهم سوال دا دے چې دومره تسلسل سره ولې؟

دا ځل خو نور ګوندونه هم )هغۀ زما خبره نیمه کښې واخسته(.

د عوامي نېشنل پارټۍ او څو مترقي قوتونو نه علاوه کۀ د دغه نورو ټولو ګوندونو موقف د ترهګرۍ پۀ ضد وګورئ نو تاسو ته به دوه مرحلې ښکاره شي ـــــ دا د تاریخ برخه ده چې کله ذوالفقارعلي بهټو د سِول مارشل لاء اېډمنسټرېټر پۀ طور افغانستان ته ګوتې اوږدې کړې وې نو زمونږ قیادت هغه وخت وئیلي وو چې پردے اور څوک خپل کور ته نۀ راوړي. کله چې د بهټو رژیم ختمولو نه پس ضیاء رژیم راغلو او د اسلام پۀ نامه افغانستان کښې د جنګ نغاره وغږېدله نو هم زمونږ مشرانو د دې مخالفت کولو. نن هم زمونږ مشران او زمونږ ګوند د هر ډول تشدد، فرقه پرستۍ، بنیاد پرستۍ او جنګ خلاف دي. د بل د کور کښې د مداخلت مخالف مونږ پرون هم وو او نن هم یو. د عدم تشدد پۀ مرسته دا نظریاتي وراثت مونږ خپلو راتلونکو نسلونو ته هم ډېر پۀ فخر سره منتقل کړے دے او منتقل کوو ئې ــــ کومه خبره چې به زمونږ مشرانو کوم دلیل او فکري ژورتیا سره کوله، چا هم هغسې نۀ هاغه وخت کولې شوه او نۀ اوس دغه جرأت لري.

د ډیورنډ کرښې سره زمونږ پرتې سیمې، د سوات غوندې جنت او دا ټوله پښتونخوا د نائن الېون نه وړاندې د ‘اهلِ کتاب’

مرکیال:

هارون:

مرکیال:

هارون:

مرکیال:

هارون:

امریکې او د هغې د اتحادیانو ملکونو پۀ مرسته د بارودو پۀ ګودام کښې بدله کړې شوه او د نائن الېون نه پس د امریکې پۀ ‘کافر’ کېدو لوخړه لوخړه، تیکه تیکه، تزنه تزنه او پرهر پرهر کړې شوه. د دې خلقو موقف کښې کۀ څۀ وقتي بدلون راغلو نو پۀ اٰرمي پبلک سکول کښې د شوې خونړۍ پېښې نه پس راغلو. د نېشنل اېکشن پلان مخې ته راتلل یوه لویه فېصله وه او کۀ پۀ دې بِلا امتیاز عمل درامد شوے ؤ نو د امن راتلل یقیني وو )هغه ساه واخلي( کېدے شي یکه توت کښې هم دا چاودنه نۀ وه شوې، مستونګ او ډېرو کښې هم نۀ وه شوې. 2013 پورې چې د ترهګرۍ پۀ ضد کوم جنګ شوے ؤ، د 2013 عامو انتخاباتو د پاره شوي ‘سیاسي انجینئیرنګ’ هغه هر څۀ پۀ سیند لاهو کړل. پۀ مونږ یو شمېر الزامونه ولګولے شول. دا ووئیلے شول چې مونږ د پښتنو د وینو سودا کړې وه، دا ووئیلے شول چې مونږ کرپشن کښې ککړ وو ـــــ حال دا دے چې مونږ سره کوم صوبائي حکومت ؤ، هغه هم د پیپلز پارټۍ پۀ اتحاد سره جوړ شوے ؤ چې حالاتو او د هغوي د ماضۍ فېصلو د بېنظیر بهټو شهادت نه پس زمونږ موقف ته راوستي وو. داسې لکه هغه وخت چې یا هغوي د خپلې ماضۍ کفاره ورکوله او یا د بېنظیر بهټو د وینې انتقام اخستو. )هغه د خندېدو تر حده موسکے شي، د خپل کفن پلو سم کړي( نۀ ئې پۀ مونږ کرپشن ثابت کړے شو، نۀ د وینې خرڅ ـــ خو بس استثنٰي ورته حاصله ده ــــ د نورو ګوندونو پۀ خلقو چې حملې شوې دي، د هغوي د کورنیو درد به زمونږ نه زیات څوک محسوس کړي خو زما دا خیال دے چې هغوي پۀ نخښه نۀ دي. کېدې شي څوک زما وینه بېلنس کول غواړي!!!

د ریاست لۀ خوا د دهشتګردانو د ملا ماتولو د اعلانونو باوجود وخت پۀ وخت د دهشتګردۍ واقعات کېدل، بلکې یو وخت کښې خو یوه سلسله شروع شوه چې د شهباز قلندر روضه ئې هم پرېښې نۀ وه، د دې باوجود د الېکشن مهم دوران کښې تاسو لږ غېر محتاطه نۀ وئ؟

روضې خو ئې د رحمان بابا او اجمل خټک هم پرېښې نۀ وې، تر دې چې د حمزه شینواري به قبر هم حمله شوې وه؛ بهرحال مونږ غېر محتاطه نۀ وو، البته د ادارو یو بل کښې سر ننویستلو انتظامي ډهانچه متاثره کړې ضرور وه. بل زمونږ یقین ؤ چې دا ځل به لکه د تېر ځل مونږ تړلے شوي نۀ یو او مونږ ته به د انتخابي مهم چلولو موقع راکړې شي.

ستاسو یقین ؤ کۀ تاسو ته یقین دهاني شوې وه؟

مونږ کۀ یقین دهانۍ اخستې، مونږ کۀ مفاهمتونه کول، مونږ کۀ د چا ګوتې ته سترګې نیولې نو جنازې به مو اوچتولې؟ ازادانه کېمپېن به مو چلولو، جلسې به راته راغونډولې کېدې او مونږ به ورته تقریرونه کول. زمونږ یقین د یو څو زمیني حقائقو پۀ وجه ؤ. یو خو دا چې پینځۀ کاله مرکز او خېبر پښتونخوا کښې کوم ‘پرو- طالبان’ حکومتونه وو، هغوي هم الېکشن کولو او بل دا چې څومره جنګیالي تنظیمونه وو چې د جهاد نامه به ئې استعمالوله، هغوي ته د نېشنل اېکشن پلان او د کومې نئے قومي بیانیے خبره چې کېدله، نه باوجود باقاعده د پارلېمان لاره پرانستې شوه. دې معروض کښې مونږ د فاټا مرجر حقیقت هم د پام نه نۀ شو غورځولے؛ د دهشتګردۍ پۀ خلاف دا فېصله هم یو لوے اقدام ؤ. داسې څو نخښې وې چې مونږ د هغې پۀ ډاډ یقین کړے ؤ چې دا ځل به پۀ فیلډ ایکویلټي وي.

اسفندیار ولي خان پۀ بلور هاوس کښې وئیل چې درې ورځې سوګ نه پس به بیا انتخابي مهم شروع کېږي. څۀ خلق وائي چې پکار وه چې د هارون بلور جنازه ئې اسلام اباد ته وړې وه او تر هغې هلته ناست وو چې تر څو ستا قاتلان ونۀ نیولے شي. تاسو څۀ پۀ دې حقله وایئ؟

زۀ تاسو نه هم او څوک چې دغه جرأتمندانه توده خبره کوي، د هغوي نه یوه سړه پوښتنه کوم ـــــ انتخابي مهم کښې یو څوک ولې مونږ نۀ برداشت کوي او پۀ هر قیمت زمونږ لاره نیول غواړي؟ )هغۀ پۀ بې ځمبه سترګو ما ته کتل او لکه د تپوس کولو نه پس د ځواب د پاره غلے شوے ؤ. ما څۀ نۀ وئیل خو چې وئیل مې وغوښتل نو هغۀ خپله د خپل تپوس ځواب راکړو( هغوي ځکه مونږ انتخابي مهم کښې نۀ برداشت کوي او پۀ هر قیمت زمونږ لاره نیول غواړي چې مونږ د هغوي د جنګیالۍ بیانیې خلاف یو؛ مونږ د عقیدې، صنف او حېثیت پۀ بنیاد د فرق، تفرّق، تفریق او فرقه بازۍ خلاف یو؛ مونږ قامونو له د هغوي پۀ وسائلو حق ګټلے دے او مونږ د هغوي مسائل ختمولو د پاره دغه وسائل پۀ کار راوستلو د پاره ذریعې او منصوبې لرو؛ مونږ پۀ هېڅ صورت هم د انسانانو د بنیادي حقونو د غصب کولو اجازت چا له نۀ ورکوو؛ مونږ د پارلېمان د بالادستۍ د پاره ولاړ یو؛ مونږ

مرکیال:

هارون:

د ریاست د فلاحي تصور قائمولو وکالت کوو؛ مونږ د ګاونډو هېوادونو سره د ورورولۍ او دوستۍ تعلق غواړو؛ مونږ کله هم دا اجازت نۀ ورکوو چې زمونږ خاوره، زمونږ اولس دې د نورو د جنګونو د پاره استعمال شي. دا هر څۀ د پارلېمان تر لارې امکانات لري ــــ اسفندیار ولي خان زمونږ ملي مشر او لارښود دے، زما پۀ ژوند زما د پلار شهید بشیر احمد بلور پۀ جنازه مونږ د خپل موقف نه دستبردار نۀ شو، مېدان مو پرې نۀ ښودو نو زما خو څۀ چې د چا پۀ وینه به هم مونږ هغوي ته مېدان خالي نۀ پرې ږدو. زمونږ د عزم ننداره د ملي مشر دې بیان کښې وګورئ چې ‘کۀ زۀ هم شهید کړے شم خو مېدان به خالي نۀ پرېږدئ!!!’

څوک چې جنازې اسلام اباد ته د وړلو خبرې کوي؛ هغوي ولې اسلام اباد ته نۀ ځي؟ هلته ولې نۀ کښیني؟ ګورئ! اسلام اباد ته تلل او هلته دوه ورځې تېرول او بیا راتلل حل نۀ دے ـــ د حل لاره پۀ استقامت سره د خپلو نظریاتو عملي کولو د پاره د پارلېمان پۀ توسط ممکن دي. هغوي به هره لاره خپلوي، هغوي به پېسې لګوي، هغوي به تهمتونه لګوي، هغوي به مقدمې درج کوي، هغوي به فتوې جاري کوي، هغوي به هر کاڼے پۀ ډډه اړوي، هرې ماڼۍ کښې به رکوع کوي، پۀ هره روضه به سجیده کوي او پۀ هر درشل به پاڅتر څملي، هر پېزار به پالش کوي چې زمونږ لاره ونیسي خو مونږ به لاره نۀ ورکوو ـــــ پۀ دوه ګامه مړي کېږي، د دوکان مخې ته ولاړې ګاډۍ واله سره سر ماتے غاښ ماتے کېږي، پۀ وړه وړه خبره اوږدۀ اوږدۀ جنګونه کېږي خو چې د قام د پاره جنګ دے نو دې کښې به مړے نۀ کېږي؟ مونږ به د نظام پۀ بدلون بدل اخلو، مونږ به د خپلو راتلونکو نسلونو پۀ سباوون بدل اخلو، مونږ به پۀ امن راوستو بدل اخلو ـــــ مونږ به د پارلېمان تر لارې بدل اخلو.

د دې موجوده حالاتو تناظر کښې به عوامي نېشنل پارټي خپل موقف کښې څۀ بدلون راولي؟

دا جنګ پردے جنګ ؤ ــــ د اسلام پۀ نوم د روس او امریکې جنګ کښې زمونږ د بچو د سرونو او مستقبل سودا وکړې شوه. چې چا نۀ شول وئیلے نو زمونږ مشرانو به وئیل چې دا پردے جنګ دے، دا د اسلام جنګ نۀ دے، کۀ دا جنګ پۀ طورخم راواوړېدو نو بیا به ورته اټک هم څۀ نۀ وي ــــ چا دا خبرې اورېدلې؟ ـــــ جنګ پۀ طورخم راواوړېدو. مونږ دغه جنګ ته پردے جنګ وئیلو باندې د دغه جنګ خونړو اثراتو نه بچ پاتې نۀ شو او خپل جنګ مو ورته ووې. څلوېښت کاله پس ورته جهاد څوک هم نۀ وائي خو لا خپل جنګ ئې ورته هم نۀ دے وئیلے ـــ مونږ د ټول سوخت باوجود دا ښېرې هم نۀ شو کولې چې د اټک نه دې هم واوړي. مونږ چې کوم اور خپلو بچو د پاره نۀ زغمو نو د نورو بچو د پاره ئې هم نۀ غواړو. څوک چې ورته خپل جنګ نۀ وائي، هغوي ئې د ‘خپلو’ جنګ ګڼي. مونږ به د خپلو وینو پۀ قیمت خپلو راتلونکو نسلونو د پاره د دغه جنګ مخه نیسو.

پۀ حافظه درله ډېر زور نۀ راوړم ــــ د تېرو شوو نزدې وختونو عکس تر نن وخت کښې ښایم ــــ زمونږ مشران د باچاخان بابا نه تر دې دمه یو ازمېښت، یوې سزا او یو جبر هم د خپلې نظریې نه دستبردار نۀ کړل. زما د پلار شهید بشیر احمد بلور پۀ مرګ زۀ د خپلې نظریې، خپل قیادت او خپلې پارټۍ نه پۀ شا شوے یم؟ )هغۀ ما ته کتل او زما سترګو هغۀ ته وئیل ‘نه'( ــــ یو تصویر به دې لیدلے وي چې میا افتخار حسېن د خپل یواځیني زوي شهید راشد حسېن تابوت سره اېمبولنس کښې ناست وي؟ )هغۀ ما ته کتل او زما سترګو هغۀ ته وئیل ‘جي'( ـــ اٰیا دغه لوے غم میا افتخار حسېن د خپلې نظریې، خپل قیادت او خپلې پارټۍ نه دستبردار یا یو قدم پۀ شا کړو؟ )هغۀ ما ته کتل او زما سترګو هغۀ ته وئیل ‘نه'( ــــ

)هغه خپل ځاے نه پاڅېدو، سترګو کښې ئې عجیبه رڼا وه، زما پۀ اوږه ئې لاس کېښودلو او روان شو. پۀ تلو تلو کښې ئې وئیل(، هغه ورځ چې ئې زما تابوت اېمبولنس کښې راوړو نو دانیال بلور بې حوصلې شوے ؤ؟ )ما د رڼا هغه پرېوانه بهیر ته کتل چې هارون بلور ئې غېږه کښې تحلیل کېدو او زړۀ پۀ زوره زوره وئیل ‘نه’ـــــ د رڼا پرېوانه بهیر نه د هغۀ وروستے غږ ؤ چې (

زۀ هارون بلور نۀ یم، زۀ عوامي نېشنل پارټي یم!!! زمونږ نظریه زمونږ ساه ده!!!

هغوي چې مونږه څومره ډېر وژني، مونږ دومره زیات ژوندي کېږو!!!

)د رڼا پرېوانه بهیر نه ‘هغوي چې مونږ څومره وژني، مونږ دومره زیات ژوندي کېږو’ پۀ زیاتو ګڼو غږونو راتلل شروع شول. ما لیدل چې د هارون بلور زوي ته د هغۀ ملي مشر اسفندیار ولي خان د هغوي د کورنۍ د ویاړ ټوپۍ پۀ سر ږدي، مشر غلام احمد بلور د اسفندیار ولي خان غېږه کښې سر ایښے او لکه چې پۀ زرګونو راغلي باچاخانیان چغې وهي،

‘هغوي چې مونږه څومره ډېر وژني، مونږ دومره زیات ژوندي کېږو.(

 

دا هم ولولئ

“Gregorio Lope) – “A Letter to God)، د خداے پۀ نوم چيټۍ – ژباړن: حيات روغانے

چرته ډېره پخوا مو دا لنډه قصه لوستلې وه – اوس چې د کرونا نړوبا …