د شمر د خوني فوج مقابلې کښې د باچا خان د حُسېني لښکر خدائي خدمتګار افتخاره!
زۀ منم چې تۀ پۀ شجره ‘ميا’ يې! – تۀ ډېر پۀ مينه پۀ خوږه خوږه د خپل مياتوب يادګيرنه کوې. مونږ پۀ دې پوهه يو چې مذهب پلوورونکو د ‘واک’ او ‘اختيار’ پۀ سياسي جنګ کښې خلک مېرني کړل او د مياګانو سېدانو شجرې هم مېرنۍ يادې شوې. مذهبي تقدس د واک او اختيار پۀ سياسي جنګ کښې د رياست تله کښې پرېوتلو. وړومبے پېرنګي او بيا د پېرنګي ‘ميراث خورو’ دغه تقدس استعمال کړو او اوس ئې هم استعمالوي. خو حلالي زامن د خپلې خاورې مور نه نۀ پۀ عهدو مېرني کېږي، نۀ پۀ کرسيو او نۀ پۀ جاګيرونو.
]څوک به نهه سوه کاله پۀ دې خاوره پۀ ژوند کولو، د دې خاورې ژبه وئيلو، د دې خاورې کلتور خپلولو، د دې خاورې د تاريخ برخه ګرځېدلو او د دې خاورې رنګ اخستلو باندې هم د دې خاورې نۀ وي؟ يا به د دې خاورې کېږي نۀ؟ دا د تاريخ پۀ نوم ټګي ده.[
تا يوه ورځ وئيلي وو چې اجمل خټک وئيل، “ميا افتخاره! تۀ اعزازي خټک يې!”
تۀ اعزازي خټک نۀ يې! دا د خټکنامې د پاره اعزاز دے چې د خوشحال خان خټک نمسو کښې ‘د باچا خان بچے’، ‘د ولي خان لالے’، ‘د اجمل خټک ګُل’ او د درست پښتون لۀ قندهاره تر اټکه اتل ميا افتخار حسېن ژوند کوي. يواځې خټکنامه نۀ، درست پښتون قام وياړي چې د قامي جنګ د پاره د قامي لښکر پۀ وړومبي صف کښې ئې ميا افتخار حسېن ولاړ دے. تا خو د هغه مياګانو او سېدانو غاړې هم خلاصې کړې چې د ساداتو شجره ئې عهدو او مراعاتو د پاره پۀ لارډانو، خان بهادرانو، شيروانيو، ورديو، تومنونو، دينارونو او ريالونو خرڅه کړې ده او د پارلېمان د ازادۍ د جنګ د حصې جوړېدو پۀ ځاے د جي اېچ کيو قصې ته ناست دي.
تا د باچا خان پۀ جوړه کړې ازاده مدرسه کښې سبق وئيلے او هم هلته نه د قامي درد بزغلے تا کښې زرغون شوے دے. پۀ شنه شونډه دې د پښتون اېس اېف لاره نيولې ده او نن تر دې ځايه راغلې!!!
څو څو ځله ستړے شوے به يې!
څو څو پېرې ستومانه کړے شوے به يې!
څو څو کرته مات کړے شوے به يې!
څو څو واره ژوبل کړے شوے به يې!
ستړے شوے به يې خو يو ځل هم پښېمانه شوے نۀ يې، ستومانه کړے شوے به يې خو يوه پېره هم ستون شوے نۀ يې، مات کړے شوے به يې خو يو کرت هم ملامته شوے نۀ يې، ژوبل کړے شوے به يې خو يو ځل هم ژړېدلے نۀ يې، ټيټ شوے نۀ يې، وروستو شوے نۀ يې!!!
هغه هم وخت ؤ چې پۀ بونېر کښې د پیر بابا استانه کښې د دېوالونو چاوندو کښې د ‘پېريانو’ د ټوپکونو شپېلۍ د ‘پيري دارو’ موجودګۍ کښې راوتلې وې او تا ليدلې – هغه هم ورځ وه چې د سوات د رياستي والي صوفي محمد مولوي سره مذاکرات کېدل او تۀ د دغه جرګې برخه وې – هغه هم ورځې وې چې چاپېره به بمونه خلاصېدل او تۀ به د خپل ورور بشير بلور سره سپړدې سينه ولاړ وې!!! اٰه! څۀ ورځې وې کنه!!! بشير بلور دې هغو ورځو کښې د مورچې ورور ؤ او ميا سرير دې د حلقې ورور ؤ – اٰه! څۀ ورځې وې کنه!!! تۀ خو چې څوک نۀ وي، دغه يادونو ته به لږ لږ ژاړې؟
د ميا سرير غم زۀ تا ته پۀ دلاسه وړوکے کولے نۀ شم!!! غمونه کله هم پهــ دلاسه واړهــ کېږي نهــ، بس حوصله ورته لږه زياته شي. د ميا سرير ځاے لږ اوچت ځکه دے چې مورچه مورچه، پاټک پاټک، سنګر سنګر وطن کښې تۀ خپل مرګ ته ولاړ وې او ستا د مورچې ورور بشير بلور خپل مرګ ته ولاړ ؤ. د قامي بقاء دغه جنګ کښې مونږ ټول د خپلې خاورې دعوې د پاره خپلو خپلو مرګونو ته د ودرېدو غرور لرو. دا غرور زمونږ نه هېڅ څوک تروړلے نۀ شي!!! خو هغه وخت کښې ميا سرير ستا پۀ ځاے مرګ ته ولاړ ؤ. چې تۀ به پۀ پېښور کښې وې نو ستا د حلقې سياست، غم ښادۍ، راشه درشه، مړي ژوندي ته ميا سرير لکه ستا ولاړ ؤ. ما دوه ځله ليدلے ؤ او هم ستا شان مينه، هم ستا شان شفقت، هم ستا شان خواږۀ مې پۀ کښې ليدلي وو. ما وې، “ميا افتخار حسېن دوه ځايه ژوند کوي – يو ځاے د ميا افتخار او بل ځاے د ميا سرير شکل کښې.” – لکه موسٰي او هارون.
ميا سرير تۀ يواځې پرېښودې خو زۀ درته د ميا سرير د اړخه قسم قران کوم چې دا د هغۀ خپله خوښه نۀ وه، دا د ازل ليکلي وو او د ازل ليکلي څوک ورانولے شي؟ هغۀ به ساه پۀ اسانه نۀ وي ورکړې، هغۀ به مزاحمت کړے وي، هغۀ به تۀ يواځې نۀ پرېښودې.
مقبرې ته د ميا محمد سرير جنازه راغله او تۀ پرېوتې!!! اسمان کښې د دې منظر پۀ ليدو به د باچا خان د سترګو نه درد څڅېدلے وي، هغۀ به فدا عبدالمالک ته کتلي وي او فدا استاذ به د بابړې ګواښيزه زمزمه کړې وي،
“مرګيه مۀ راځه! درځمه.”
حاجي زرعلي، حوالدار بهار، بهټو ناظم، افتخار حاجي، عباس، تنوير، ميا نويد، حمدالله، سلېمان ايسپزي، ميا طاهر او اورنګزېب چې تۀ غېږ کښې پاڅولے يې نو غني خان به ولي خان ته پۀ لېونو سترګو ډاډ ورکړے وي چې:
“زبرګه!
دا هغه مستي ده چې ئې مرګ نۀ شي وژلې.”
د اسفنديار ولي خان جانان افتخاره! د غلام احمد بلور د سترګو تور افتخاره!
نېشنلي افتخاره!
زمونږ ‘افتخار’ افتخاره!
ستا د کورونا ټسټ نتيجه او د ميا سرير د مرګ خبر چې زمونږ او ستا ملي سالار اسفنديار ولي خان له راغلے ؤ نو هغۀ وئيلي وو،
“ميا افتخار نور هم ډېر غټ غټ غر غر غمونه وليدل، دا هم وړوکے غم نۀ دے خو زۀ د ميا افتخار حسېن پۀ حوصله باور لرم. هغه به وباء له هم ماتې ورکړي او يو ځل به بيا د قام خدمت د پاره مېدان کښې ودرېږي.”
زۀ هاغه منظر نۀ شم هېرولے – زۀ څۀ او څوک؟ بل څوک څۀ او څوک؟ تاريخ به هم کله هاغه منظر هېر نۀ کړے شي چې د دې قام پۀ جنګ کښې تا د تنکي شهيد راشد حسېن غلبېل غلبېل وجود د خپل وطن خاورې ته سپارلو!!!
تۀ راشد حسېن شهيد سره هغه قبر ته نۀ يې کوز شوے، هغۀ سره هلته ملاست نۀ يې!!! تا خپل پاتې ژوند د راشد حسېن شهيد فاونډېشن پۀ نوم ناستې ته محدود کړے نۀ دے؛ د قامي سياست عملي لار دې خپل اصل مرام برقرار ساتلے او د پښتون قام د راشدانو، حسېنيانو شهيدانو د پاره دې د باچا خان بېرغ هسک او کلک نيولے. تۀ به د ميا سرير قبر ته هم نۀ کوزيږې، د هغۀ قبر کښې به هم نۀ څملې!!!
ميا سرير به جنت نه تا ته ګوري!!! هم هغسې به خاندي لکه څنګه چې هغه خندنے ؤ. هغه به د باچا خان پۀ څنګ کښې ناست وي او د خدائي خدمتګارانو مقدسو روحونو ته به د هاغه جنګ قصې کوي چې هغوي شروع کړے ؤ او تۀ ئې د لښکر مرکزي جنرل سېکرټري يې.
ميا افتخاره! دا څو شعرونه ستا او زمونږ د ميا سرير د پاره:
زمونږ دي نصيبونه حسنيان، باچا خانيان يو
او مونږ پۀ کربلا لارو روان، باچا خانيان يو
ستړې مو د زمکې حادثې کړلې، مات نۀ شو
سيال مو پښتونخوا کړه د اسمان، باچا خانیان يو
مرګ هم چې نامه زمونږه اوري، و بوږنېږي
ژوند مو داسې برند کړو پۀ جهان، باچا خانيان يو
کوم درد دے د قام چې مونږه ځاے نۀ کړو پۀ ځان کښې؟
کوم زور مو اوبۀ نۀ کړو پۀ ځان، باچا خانيان يو
هغه، هره ساه چې ئې خدائي خدمتګاري ده
مونږ يو هم هغه سرۀ نېشنليان، باچا خانيان يو