Twitter: @khanzamankakar
د پاکستان د پوليسو د يو لوړ پوړي پښتانۀ چارواکي طاهر خان داوړ قتل پۀ پاکستان کښې د پښتنو د پرديتوب پۀ احساس کښې ډېره ژوره اضافه وکړه او دوي ئې پر دې حقيقت سوچ کولو ته مجبوره کړل چې پۀ پاکستان کښې د پښتنو ژوند چرته هم محفوظ نۀ دی، عن د دې ملک پۀ پلازمېنه اسلام اباد کښې هم نۀ.
پښتانۀ دې چرته لاړ شي؟ د “وسيع تر قومي مفادو” خړپوښي ساتندويان بايد دوي ته د کوم محفوظ استوګنځای د تجويز کولو پۀ لړ کښې يو بحث منځ ته راوړي ګنې پښتانۀ به پۀ خپله دا بحث مطرحه کړي او د هغه بحث چې به څۀ ډول نتائج رابرسېره کېږي، پۀ تاريخ کښې ئې بېلګې خورا ډېرې دي.
د دې تر څنګ يو بل د پام وړ ټکی دا دی چې هغه پښتانۀ چې د جنګ لۀ کبله يا لۀ جنګ څخه د لاتعلقۍ ښوولو او د يو ارام ژوند تېرولو پۀ خاطر ئې خپل وطن پرېښی ؤ او اصلي پاکستان يعني راولپنډۍ او اسلام اباد ته ئې کډې وړې وې، د طاهر داوړ لۀ شهادته وروسته پر دې خبره سوچ ته مجبوره شوي دي چې پۀ پښتونخوا کښې لۀ روانه جنګه داسې پۀ اسانه تېښته او خلاصی نشته ځکه چې د جنګ د دې پاليسۍ يوه موخه پۀ دې ملک کښې د پښتنو د ټولنيز خوځښت عمل منجمد يا هم محدود ساتل دي. پۀ هم دې لړ کښې د پښتنو دا اندېښنه هم مخ پر زياتېدو ده چې پۀ متوسطه طبقه کښې چې څنګه تعليم او سرکاري نوکري د ژوند د خونديتوب ضمانت ګڼل کېدو، خو پۀ تېرو څو کلونو کښې داسې څرګنده شوې چې د پښتنو د ژوند د خونديتوب پۀ برخه کښې يوازې تعليمونه او سرکاري نوکريانې کومه مرسته نۀ شي کولې.
نوکري چې هر څومره لويه شي نو دومره به شي لکه د طاهر داوړ نوکري، چې اخري سلوک هم د هغې نسل پرستۍ پر بنياد ورسره وشو کومه نسل پرستي چې د ټول پښتون قام خلاف روا ساتل شوې ده او د يوې منظمې پاليسۍ بڼه ئې اخستې ده.
نو، پښتانۀ بايد څۀ وکړي؟ دوي ته د خپل راتلونکي پۀ حقله د پاکستان د حب الوطنۍ نظامي اجاره داران ښائي کومه سپارښتنه ولري خو پښتانۀ پۀ خپله هم څۀ سپارښتنې لري او دا سپارښتنې ئې اوس تر يوۀ حده پۀ ډېره جمهوري او ائيني لاره د پاکستان رياستي واکدارانو ته هم رسولې دي.
دا خام خيالي نۀ بلکې يوه څرګنده بې شرمي او بدمعاشي وه چې يو لوړ پوړی پوليس چارواکی د ملک لۀ پلازمېنې پورته کېږي او پر زنځير زنځير، مورچه مورچه او څوکۍ څوکۍ لارو ژوندی يا مړ د افغانستان تر ننګرهار صوبې پورې رسول کېږي ــــ رياست پر دې ټوله لاره غېر حاضر يا پۀ دې ټول کار کښې مصروف پاتېږي او تر شپاړسو ورځو پورې يوه ډوبه چوپتيا اختيارېږي او د مړي لۀ موندل کېدلو وروسته يواځې او يواځې د افغانستان د تورنولو او د لر و بر تر منځ د کرکې خورولو پر کار ټوله رياستي انرژي مصرفېږي خو څۀ برياليتوب ئې ځکه نۀ پۀ برخه کېږي چې پښتانۀ اوس دې حقيقت ته رسېدلي دي چې د ډېورينډ د کرښې پۀ دواړو غاړو د پښتنو د نسل وژنې منبع يوه ده او دا منبع پر کرښه پۀ غزول شوي اغزن تار ايساره نۀ ده بلکې دا اغزن تار هم د پښتنو د خوارولو د پلان يوه برخه ده ځکه خو پښتانۀ د خپل شهيد د لاش اوچتولو دپاره پر طورخم بغېر پاسپورټه واوښتول، هلته ئې د ازاد وطن پښتنو ته غاړه ورکړه او پر خپل شريک شهيد ئې پۀ شريکه وژړل. پاکستاني رياست پۀ دې لمحاتو کښې يواځې د يو بې وسه تماشګير پۀ توګه ولاړ پاتې شو.
طاهر داوړ د پاکستان د ستراتيژيکي ژورتيا د پاليسۍ د اوس مهال لۀ اخري شهيدانو دی. د دې پاليسۍ پۀ نتيجه کښې لر و بر افغان نۀ يواځې د خپل تاريخ تر بدترين خونړي پړاو تېرېږي بلکې د ټولې دنيا پۀ تاريخ کښې د افغانانو پر خاوره روان جنګ يو تر ټولو لۀ اوږد مهاله جنګونو ثابتېږي.
د پاکستان د ستراتيژيکې ژورتيا پاليسي پۀ اصل کښې پۀ مرکزي اسياء کښې د برطانوي استعمار د پراختيا غوښتنې د سياست د تسلسل د يو مهم جز پۀ توګه مخ پۀ وړاندې وړل کېږي. د دې پاليسۍ څو مهمې موخې پۀ دې ډول دي:
.1 د مرکزي اسياء، جنوبي اسياء او منځني ختيځ د ربط پۀ ساحه کښې پاکستان غواړي چې ځان د يوې سيمه ايزې امپراطورۍ پۀ توګه ودروي او د ټولې نړۍ پر سفارتي، سياسي او تجارتي اړيکو باندې د خپل نفوذ ساتلو يوه ستراتيژيکي وړتيا تر لاسه کړي.
.2 د ستراتيژيکي ژورتيا د پاليسۍ لۀ لارې پاکستان د افغانستان داخلي او خارجي سياست تر خپل اغېز پۀ داسې توګه لاندې راوستل غواړي چې پۀ نتيجه کښې ئې د افغانستان دننه د رياست رغونې عمل لۀ بحران سره مخامخ کړي او پۀ دې توګه د ډېورينډ د کرښې انتهائي مهمه مسئله پسِ منظر ته ولېږدوي.
.3 د ستراتيژيکي ژورتيا د پاليسۍ يوه بله ډېره مهمه برخه د جنګي اقتصاد رغونه ده؛ دې اقتصاد اوس د پاکستان د پاره د يوې سترې ادارې بڼه خپله کړې ده. د ژونديو انسانانو لۀ قتلِ عام او خرڅلاو څخه واخلې د لاشونو تر کاروبار پورې، د وسلې لۀ تجارته تر اغوارکاريو او بدمعاشيو پورې، د خلقو پر زمکو او وسائلو لۀ قبضې څخه د لويو لويو چهاوڼيو، پاټکونو او څوکيو تر قيام پورې او د سياسي ګوندونو لۀ ډبولو تر علاقائي بالادستۍ ساتلو پورې هر څۀ د جنګي اقتصاد دغه اداره د پښتنو پۀ وطن کښې تر سره کوي او دا اداره پۀ بشپړه توګه د پاکستان د پوځ پۀ اختيار کښې ده.
.4 پۀ ملک کښې د جمهوري نظام د واک د ساحې د تنګولو کار هم تر ډېره حده د ستراتيژيکي ژورتيا لۀ پاليسي څخه اخستل کېږي. لۀ ګاونډيو هېوادونو سره د جنګ او دښمنۍ پر ځای د ښو سفارتي او تجارتي تعلقاتو غوښتونکي سياسي ګوندونه د يو منظم پوځي پلان تحت لۀ پارلېمان څخه يو پۀ بل پسې وغورځول شول او د اقتدار واګې ئې د داسې چا پۀ لاس ورکړې چې د باجوه پۀ نيت ئې نيت دی.
.5 د ستراتيژيکي ژورتيا د پاليسۍ لۀ لارې د مذهبي توندروۍ او منافرت يو داسې چاپېريال ته وده ورکول کېږي چې د پاکستان نظرياتي او عسکري مشين پکښې همېشه فنکشنل پاته کېدلی شي. مذهبي جنونيت د رياست پۀ لاس کښې د کنټرول يوه ډېره خطرناکه ټيکنالوژي ده. د دې ټيکنالوژۍ پۀ مرسته رياست هر هغه څوک او هر هغه سوچ ډېر پۀ اسانه پۀ نخښه کولی شي چې د پوځ د کاروبار پۀ مخ کښې خنډ جوړېږي.
.6 د يادې پاليسۍ يوه تر ټولو مهمه موخه پۀ محکوم افغان وطن کښې د پښتون قامي تحريک زور ماتول دي. د يو خوارځواکي پښتون قامي تحريک پۀ صورت کښې نۀ يواځې پۀ پاکستان کښې دننه د پوځ غېر مشروع واکمني لۀ يو تر ټولو قوي چېلنج څخه ځان پۀ امان ساتلی شي بلکې پۀ ملک کښې دننه د نورو محکومو قامونو قضيې هم لۀ انحطاط سره مخامخ کېدلې شي او هم داسې د نورې نړۍ د جمهوري رويو او روايتونو لېږدونه دې ټولې سيمې ته مشکله ګرځېدلې شي. پۀ دې لړ کښې اساسي لامل دا دی چې د پښتون قامي تحريک ټول پسِ منظر لۀ يوې رڼې او توانمنې ضدِ استعماري مبارزې څخه رغېدلی دی. لۀ دې علاوه يو بل مهم ټکی دا هم دی چې پۀ افغانستان کښې د روان جنګ او پۀ افغانستان کښې د پاکستان د لاس وهنې پۀ ضد يواځې او يواځې د محکومې پښتونخوا قامي تحريک لۀ لومړۍ ورځې يو ډېر څرګند او فعال رول لوبولی دی، د عدمِ تشدد او سولې نفسيات ئې پۀ افغاني ټولنه کښې رغولي او تقويه کړي دي، د جنګي کاروبار رازونه او جنايتونه ئې اولس ته افشا کړي دي او اولس ته ئې خپل قامي دښمن پۀ ډېر جرأت سره معارفي کړی دی. د ستراتيژيکي ژورتيا سياست ته د دوام بخښنې پۀ لړ کښې د پښتنو پر قامي تحريک منظم ګوزارونه، يلغار او تشدد پۀ منظم پلان سره جاري وساتل شو. پۀ نورو ټکو، د ستراتيژيکي ژورتيا پاليسي او د پښتون قامي تحريک تګلاره دومره د يو او بل پۀ ضد پاته شول څومره چې “لمبر ون” او امن د يو او بل پۀ ضد حقيقتونه دي.
پۀ هم دې حواله هم دا د دسمبر مياشت د دوو پښتنو شهيدانو اتلانو د تلين مياشت هم ده. لومړی شهيد فضل حميد داوړ دی. د شمالي وزيرستان د عوامي نېشنل ګوند دا ننګيالی صدر پۀ خپله پنځوس کلنۍ کښې د ستراتيژيکي ژورتيا د مزدورانو طالبانو پۀ مخ کښې لکه غر درېدلی ؤ او پۀ خپل وطن کښې ئې د هغوي د وحشتناک او غېرمشروع واک لۀ منلو څخه برملا انکار کړی ؤ. د 2010ز کال د اکتوبر پۀ مياشت کښې طالبانو اغوا کړی ؤ او د باوري سرچينو لۀ مخې طالبانو هغۀ ته يواځې يو شرط ايښی ؤ چې سره جنډه وغورځوي او بېرته دې خپلو بچيانو ته ستون شي. فضل حميد داوړ ورته وئيلي وو ، “دوه کارونه به پۀ هېڅ يو قيمت ونۀ کړم، يو اسلام نۀ شم پرېښوولی او بل عوامي نېشنل ګوند نۀ شم پرېښوولی.” دوه مياشتې پس، پر شپږم دسمبر د فضل حميد داوړ بدن پۀ ګوليو سوري سوري کړل شو. فضل حميد داوړ د خپل قام او خپل ګوند دپاره د ځوانۍ بهترين کلونه پۀ زندانونو او بې کوريو کښې تېر کړي وو او بيا پۀ سپين ږيري ځان د منظمو او نظامي ترهګرو خلاف لکه د خپلو لوړو غرونو هسک سر درېدلی ؤ. شهيد داوړ نۀ د پوځ اٰمرانه رژيمونه منلي وو او نۀ ئې هم د پوځ د ستراتيژيکي ژورتيا پاليسي ومنله. اګرچې د ستراتيژيکي ژورتيا پالونکو د هغۀ لۀ شهادته وروسته وزيرستان ټول ونړاوۀ، د مېرانشا او ميرعلي بازارونه ئې ولوټل او بيا ئې لۀ خاورو سره خاورې کړل، د هغه ځای ټول پښتانۀ ئې پۀ يو کډوال نفوس بدل کړل خو د فضل حميد داوړ د وينې رنګ اوس هم پۀ هغه ټوله غصه کښې ښکاري چې د پاکستاني رياست سپېږمو ته لکه د اور يوه توده لمبه ور رسېږي، زما د يوه نظم يو شعر دی:
ماتې ماتې خښتې مېرانشا پښتون ته وائي
ژوند شته د داوړ فضل حميد پۀ وينو سرو کښې لا
د فضل حميد داوړ لۀ شهادت څخه دوه کاله وروسته بيا د دسمبر پۀ مياشت کښې د هغۀ د ګوند يو بل ننګيالی مشر او د هغه وخت د صوبائي حکومت سينئیر وزير بشير احمد بلور پۀ هم هغه لاره شهادت ته ورغاړه وت کومه لاره چې د استعماري واکدارانو پۀ لاس د باچاخان د تحريک ملګرو ته ټاکل شوې ده. د بشير بلور شهادت نۀ يواځې د پاکستاني رياست او پښتنو د تعلق يو جامع وضاحت وړاندې کړ بلکې عوامي نېشنل ګوند ئې هم پر خپل سياست يوې داسې نظر ثاني ته مجبوره کړ چې تر اوسه لا تکميل شوې نۀ ده. پۀ ناورين پسې ناورين او پۀ بحران پسې بحران به ښائي د پښتون قام نوره هم ډېره انرژي وخوري خو یوه خبره حتمي ده چې دا روان عمل به لۀ ځانه سره پاکستاني رياست هم د بدمعاشۍ لۀ توانه پۀ داسې توګه واچوي چې د بيا پر پښو درېدلو صلاحيت به بېخي ونۀ لري. د پښتنو پۀ ټولنه کښې د اوس مهاله پرمختګونو يوه تر ټولو وروستۍ او لويه ننداره به ښائي دې رياست د طاهر داوړ پۀ جنازه کښې کړې وي او تر اوسه به ئې هم پۀ غوږونو کښې د غمځپلو او راپارېدلو زرګونو پښتنو نعره بازي ازانګې کوي. د طاهر داوړ د جنازې او تدفين پۀ ټوله مرحله کښې پښتنو يواځې او يواځې رياست ته دا پېغام ورکړ چې نور دې د پښتنو لۀ قتلِ عام څخه لاس واخستل شي او يا دې خطرناکو نتائجو ته ځان تيار وساتل شي. نور به د پښتنو لاشونه پۀ خاموشۍ سره خاورو ته نۀ سپارل کېږي بلکې د پښتنو د وينې د يوۀ يوۀ څاڅکي حساب به کېږي.
پاکستاني رياست بايد د ستراتيژيکي ژورتيا پۀ نوم د پښتون وژنې دا ژوره کنده لۀ منځه يوسي ګنې دې ژورې کندې پۀ خپل ځان کښې اوس يوه داسې ژوره غصه هم اېشولې ده چې کله راوځي نو نېغ پۀ نېغه به د رياست پر سر د يوې درنې ډبرې پۀ توګه پرېوځي.
پۀ اخر کښې يوه خبره دا هم د يادونې وړ ده چې نړېواله ټولنه بايد هغه تېروتنه بيا ونۀ کړي کومه چې ئې پۀ افغانستان کښې د نولس سوم کال پۀ اتيايمه لسيزه کښې کړې وه چې د ډاکټر صاحب نجيب الله د ملي روغې جوړې او سيمه ايزې همکارۍ د طرحې پر ځای ئې افغانستان د نيژدې ګاونډيانو پرديو لېونيو لېوانو ته وغورځاوۀ او بيا ئې نتيجه ټولې دنيا وليده. دا ټوله سيمه لا لۀ هغه اوره راوتلې نۀ ده، بيا بايد اور ته ونۀ غورځول شي. د افغانستان د استقلال تحفظ دې يقيني کړل شي، د افغانستان پر سر دې کله پۀ يوۀ ملک او کله پۀ بل ملک کښې لۀ طالبانو سره د مذاکراتو پۀ نامه معامله نۀ کېږي، د جمهوري حکومت د دريځ پراخ او پوخ ملاتړ دې وشي او د افغانستان لېونيو ګاونډيانو ته دې مهار واچول شي، کۀ داسې ونۀ شي نو دا ځل به اولسونه يوۀ حتمي مقاومت ته راوځي. پښتانۀ دا ځل بېداره دي او يو سخت قدم اخستلو ته د تياري نيولو پۀ حالت کښې دي. د پاکستاني رياست واکداران دې لۀ خدايه ووېرېږي او د پښتنو لۀ قهره دې ووېرېږي. د امن او انصاف هېڅ نعم البدل نشته؛ نۀ د پنجابي د پاره شته او نۀ د پښتانۀ د پاره شته؛ نۀ د کفارو د پاره شته، نۀ د مسلمانانو د پاره شته او نۀ هم د هغه چا د پاره شته چې نۀ ئې لۀ کفر سره څۀ کار شته او نۀ ئې لۀ اسلام سره، بلکې نور ضروريات، نظريات او مصروفيات ئې دي.