نېشنل اېکشن پلان:یو بې ګټې بحث – خان زمان کاکړ

 

 

 

پېښور چې د ګلونو ښار بلل کېدۀ، پۀ شپاړسم دسمبر 2014 کښې د ګلونو پۀ ګورستان بدل کړل شو. پر اٰرمي پبلک سکول باندې د ترهګرو يو بريد هلته موجود تر يو نيم سل زيات پښتني ګلونه لۀ خاورو سره خاورې کړل. ددې قيامت پاروونکې پېښې پۀ ورځ پۀ اسلام اباد کښې د نوازشريف د حکومت خلاف د تحريکِ انصاف ګوند د روان پرلت يو سل شپږ ويشت ورځې پوره کېدې. پرلت پای ته “ورسول” شو. د پرلت پۀ پای ته رسېدلو سره سياسي ګوندونو لږ ارام تنفس واخست چې ګواکۀ لۀ دې اعصاب ماتوونکې پېښې وروسته به اوس پوځي اسټېبلشمنټ د جمهوري حکومت د راغورځولو لۀ سوچ څخه تر څۀ وخته پورې تېر شوی وي.

د سياسي ګوندونو او ټولنيزو ډلو خوشبيني هغه وخت نوره هم زياته شوه چې کله لۀ پېښې څو ورځې وروسته وزيراعظم نوازشريف يو ټولګونديز کنفرانس راوغوښت او د پوځ مشرتابه هم پکښې ګډون وکړ او يوه شريکه اعلاميه ئې دا خوره کړه چې نور به هېڅ ډول ترهګري نۀ زغمل کېږي او د ټولو ترهګرو خلاف به بې توپيره عمليات کېږي. ټول “ملکي قيات” پر “يوه پاڼه” وليدل شو. يوه خبره خوره کړل شوه چې د تشهير د پاره ئې بيا سياسي ګوندونو او لبرالو کړيو شپه او ورځ پر ځان يوه کړه. د حېرانتيا خبره دا وه چې سياسي ګوندونو او لبرالو دانشورانو څنګه د يوې داسې ادارې پر ژبه دومره پۀ اسانۍ باور وکړ د چا لۀ لاسه چې دوي لۀ لسيزو وهل خوړلي دي؟ پۀ شعوري يا لاشعوري توګه د سياسي ډلو لۀ خوا يو داسې تاثر خور کړل شو چې د رياست پۀ تګلاره کښې يو ډرامائي بدلون راغلی دی. هغه فوج چې د ترهګرو پنځوونکی او پالونکی ؤ، اوس ئې د ترهګرو د ختمولو د پاره تياری نيولی ؤ؟ دې نوې رامنځته شوې بيانيې ته د نېشنل اېکشن پلان يا شل نکاتي ايجنډې نوم ورکول شو. پۀ دې “متفقه دستاوېز” کښې چې کومې نعره وزمې خبرې اچول شوې وې، پۀ هېڅ لحاظ ئې پۀ پاليسۍ کښې د بدلون کومه اشاره نۀ ورکوله.

زۀ يوه ساده خبره کوم، کومو خلقو )ادارې( چې د يوې ورځې د پاره د ملک ائين نۀ دی منلی، هغوي به څنګه پر کوم پلان باندې پۀ عمل کولو پابند ګرځول کېدل؟ پۀ نورو ټکو، پر دې پلان به چا عمل کاوۀ؟ ايا د حکومت دومره وس ؤ چې فوج به ئې پر کوم پلان د عمل کولو د پاره پابند ګرځاوۀ؟ ایا لۀ حکومت سره دا واک ؤ چې پۀ هغو چارو کښې ئې مداخله کړې وی کومې چې لۀ څلورو لسيزو د پوځ پۀ ولقه کښې پاته دي؟ تر دې هم اساسي پوښتنه دا ده چې د خپلو جوړو کړو ترهګرو د ختمولو د پاره د کوم پلان اړتيا وه؟ ټولټال خارجه پاليسي د چا پۀ لاس کښې وه چې د نېشنل اېکشن پلان پر منظورۍ اتڼونه واچول شول؟ د ترهګرۍ ختمول موخه وه خو د دې د پاره چې کوم پلان جوړ کړل شو، پۀ هغه کښې د ترهګرۍ د بنياد لۀ سره ذکر هم نۀ ؤ.

د ترهګرۍ بنياد څۀ دی؟ د ترهګرۍ بنياد دی د پاکستان افغان پاليسي او د ستراتيژيکي ژورتيا پاليسي. د ترهګرۍ بنياد دی د جنګي اقتصاد يو پراخ سلطنت. د ترهګرۍ بنياد دی پر خارجه پاليسۍ د پوځ اجاره داري. د ترهګرۍ بنياد دی پۀ سياسي چارو کښې د پوځ او استخباراتي ادارو مداخله. د ترهګرۍ بنياد دی د ائين پامالي او د ترهګرۍ بنياد دی د قامونو بلواکي.

پۀ سختۍ سره د ترهګرو د وهلو او هغوي ته د رسېدونکو مرستو د بندولو جمله کوم پلان دی؟ دا جمله خو لۀ هغه وخته مقبوليت لري، لۀ کله چې پاکستان د ترهګرۍ خلاف جنګ برخه جوړ شوی دی. د ديني مدرسو د رجسټر کولو او “قومي چوکاټ” ته د داخلولو او پر کرکه خوروونکو موادو د بندېز لګولو نعره د فوجي دکتاتور پروېز مشرف د “روشن خيالۍ” د پروژې برخه هم وه. د ملک پۀ بېلابېلو سيمو کښې د روانو پوځي عملياتو خپل خپل منطقي انجام ته د رسولو خبره خو د هر پوځي عمل د غېر منطقي اغاز پۀ ورځ اورېدل شوې وه او بيا به هغه منطقي انجام و هم ليدل شو. د هر هر فوجي عمل د هر هر منطقي انجام پۀ توګه پښتنو ته پر خپل ژوند او خاوره لۀ اختياره لاس مينځل رسېدلي دي.

پۀ پلان کښې د فاټا د اصلاحاتو ټکی هم شامل ؤ. دا ټکی هم هلته د دنيا جهان د ترهګرو لۀ راوړلو سره مخ ته راغلی ؤ. د سياسي پخلاينې د پاره د بلوچستان حکومت د اختياراتو د سېوا کولو ټکی هم د پلان برخه وه خو هلته به د اېف سي د پراختيا غوښتونکې امپراتورۍ پۀ مخ کښې د کوم ځای پخلاينه او د کوم ځای حکومت ټينګېدو؟ د نېشنل اېکشن پلان لۀ راتللو وروسته پۀ عملي توګه وليدل شول چې پۀ بلوچستان کښې اېف سي ته پر سياسي چارو د خپل کنټرول د لا زياتولو يو ډېر ښۀ چانس پۀ لاس ورغلی چې يو تر ټولو لوی مثال ئې د پلان لۀ جوړېدلو وروسته پۀ يوه کال کښې دننه د بلوچستان د هوم سېکرټري اکبر حسېن دراني لۀ قوله پۀ هغه صوبه کښې تر نهه زره د زياتو خلقو نيول دي. دا خلق څوک وو او هغوی کومه ترهګري کوله؟ پۀ دې موږ و نه پوهېدو. ماما قدير بلوڅ لۀ څو کلونو د زرګونو ورکو بلوڅانو دپاره يو احتجاجي کېمپ چلوي، هغه ته وئيل شوي دي چې کېمپ دي “رجسټر” کړي ګنې پر خلاف به يې کاروايي وشي.

په دې پلان کښې يوازې يو د کار ټکی وو چې عمل به ورباندې کېده او چې عمل ورباندې و هم شو. د هغه يو ټکی د قابلِ عمل ګرځولو دپاره دا ټوله ډرامه تر سره کړل شوه. د هغه يوه ټکي دپاره چې کوم پوښ پکار وو هغه ته د نېشنل اېکشن پلان نوم ورکول شو. هغه ټکی وو د پوځي عدالتونو جوړول. پوځي عدالتونه نه يوازې جوړ کړل شول بلکې فعال هم کړل شول او تر دې پورې چې پۀ موده کښې د پراختيا دپاره يې يو بل آئيني ترميم هم وکړل شو. دا کار پۀ پوره “ايماندارۍ” تر سره کړل شو. څوک ترهګر وګرځول شول؟ چا چا ته سزا ورکول شوه او پۀ کومه ترهګري کښې کومه کمي راوستل شوه؟ ددې سوالونو جواب چې به چا ورکاوه هغوی چا ته جوابده نه وو. څوک چې د چا پۀ آئيني توګه د جوابده ګرځولو مجاز وو هغوی خپل ځان هم و نه ژغوره. د پوځ د ناجايزو غوښتونو پۀ مخ کښې پۀ ګونډو کېدلو برسېره د نېب پۀ ولقه کښې راغلو. لۀ خپلې لور او د خپل ګوند لۀ دويم قيادت سره زندانونو ته ورسېدل. بيا د پوځ پۀ څارنه کښې انتخابات وشول بلکې د پوځ پۀ څارنه کښې د انتخاباتو نتايج د هغه چا پۀ حق کښې غلا کړل شول چا چې طالبانو ته د دفتر ورکولو مطالبه کوله او چا ته چې د “طالبان خان” لقب ورکول شوی وو. د عوامي نېشنل ګوند د ميا افتخار حسېن پۀ قول دا سليکټډ ريجکټډ وزيراعظم د شګو د بوجۍ پۀ مثال دی چې شاته يې بل څوک ناست او وار کوي خو د حېرانتيا خبره دا ده چې د شګو ددې بوجۍ پۀ حکومت کښې هم پر نېشنل اېکشن پلان د عمل کولو هيله مړه شوې نۀ ده. پرله پسې او پُر زور مطالبې کېږي. لۀ بې مثاله سادګۍ او بې مثاله بې وسۍ سره پۀ يو وخت د لاس و ګرېوان کېدلو نوم شايد جمهوريت پسندي، امن پسندي او مفاهمت پسندي وي. “يوه ناپسنديده پسندي”.

د نېشنل اېکشن پلان لۀ جوړېدلو سره سمدستي د ترهګرۍ تور د افغانستان او هند پر لمنو د لګولو کار پېل شو. لۀ افغانستان او هند څخه به ترهګر راتلل او پۀ پاکستان کښې به ئې خپل “اېجنټان” پۀ نخښه کول. خپلو باطني، پنجابي او مذهبي دښمنانو ته ئې هېڅ هم نۀ وئيل. حفيظ سعيد او جماعت اسلامي ته ئې هېڅ هم نۀ وئيل. لۀ هند او افغانستان سره د دوستۍ اوږد تاريخ لرونکي ګوند عوامي نېشنل پارټۍ باندې حملې کېدې. د نېشنل اېکشن پلان د عملي کولو مطالبه کېده.

ترهګر څوک دی؟ نېشنل اېکشن پلان ئې هېڅ تعريف و نۀ کړ. د ترهګرۍ پر ډسکورس د فوج اجاره داري وه، اجاري داري ئې پاته شوه. د تحريکِ طالبان پاکستان ترجمان او د ای پي اېس د پېښي پړه پر غاړه اخستونکی څوک احسان الله احسان د رياست “دروند مېلمه” وګرځول شو. لۀ جنوبي وزيرستان څخه د قامي اسمبلۍ غړی او يو قام پرست سياسي کارکن علي وزير چې د کورنۍ ئې تر يو درځن زيات غړي د ترهګرو پۀ لاس وژل شوي دي، نن پۀ هري پور زندان کښې د فوج پۀ څارنه کښې بندي دی او د ترهګرۍ مقدمې ورباندې اچول شوې دي.

پۀ پلان کښې پر کرکه پاروونکو موادو باندې د بندېز خبره هم شامله ده. کرکه پاروونکي مواد څۀ دي؟ د دې تعريف تر ننه زمونږ لاس ته رانۀ غلو. يو وخت ئې څو لبرال بلاګ ليکونکي پورته کړي وو، ښائي هم هغوي دغه مواد خورول. پۀ يوه انګرېزي ورځپاڼه “ډېلي ټائمز” کښې د يو سپين ږيري بلوڅ قام پرست دانشور محمد علي تالپور او يو پښتون دانشور ډاکټر محمد تقي پر ليکنو بندېز ښائي د “کرکه خوروونکو موادو” د مخنيوي د پاليسۍ لاندې لګول شوي وو. د “ډېلي ټائمز” مالک د پنجاب د پخواني ګورنر سلمان تاثير خاندان دی. د سلمان تاثير د قاتل جنازه پاکستان ته پۀ يوۀ نوي اتل ورکولو کښې بې مثاله پاته شوه. پۀ لياقت پارک راولپنډۍ کښې تر يو لکهـ زيات خلق د دې قاتل پۀ وروستيو رسوماتو کښې شريک شول خو پۀ بله خوا د دې ليکنې ليکوال، منظور پښتين، علي وزير، محسن داوړ او نور پښتانۀ ځوانان د خپل يو شهيد ملګري، يو ملتپال پښتون او يو شاعر ارمان لوڼي پۀ جنازه کښې د ګډون د پاره لۀ اسلام اباد څخه کلا سېف الله ته روان وو، پر ټوله لار راته د بدمعاش رېجمنټ ټوپکسالار او برېتور سړي ولاړ وو او د تګ اجازه ئې نۀ راکوله. د مې د مياشتې پر شپږ ويشتمه پۀ شمالي وزيرستان کښې پر خړ کمر چېک پوسټ باندې فوج پر سوله ايزو او بې وسلې پښتنو ګولۍ وچلولې؛ شايد د چا جنازې، فاتحې يا پوښتنې ته څوک ورپرېښوول شوی وي. نېشنل اېکشن پلان وزيرستان ته د يوې مسلسل کرفيو پۀ بڼه رسېدلی دی.

د پښتونخوا او پنجاب لۀ دې توپير سره د نېشنل اېکشن پلان يو بل ټکی رايادېږي او هغه دی پۀ پنجاب کښې د توند روۍ د پاره زيرو ټالرنس. د دې د پاره ئې دا طريقه خپله کړه چې پر کوم کالعدم او جهادي تنظيم هم زياته ګوته پورته کېږي، هغه به “مېن سټريم” کېږي او پۀ انتخاباتو کښې به برخې اخستلو ته رامېداني کېږي. نور کار به پۀ بدل نامه سره جاري ساتل کېږي. “په نامه کښې هېڅ نشته”، دا به ښائي شېکسپېر وئيلي وي. خپل کار جاري ساتل دي او د کار پۀ خلاصولو سره د لفافې د تر لاسه کولو ژمنه پخه ده.

د نېشنل اېکشن پلان يو بل مهم ټکی د مدرسو ريګولېشن دی. د دې تر ټولو غوره مثال د طالبانو پلارنۍ درسګاه دارالعلومِ حقانيه ته پۀ درېم ځل درې سوه ميليونه روپۍ ورکول دي.

پېښور هائي کورټ د فوجي عدالتونو پر سزاو باندې د 173 پاڼو يو رپورټ جاری کړی دی چې پکښې د پینځۀ اويا کسانو خلاف ئې د فوجي عدالتونو سزاوې پر بدنيتۍ ولاړې ګرځولې دي او ورسره ئې د ائين او قانون پۀ رڼا کښې د استبداد او زياتوب د هغې ټولې ډهانچې خلاف تنقيدي ريمارکس هم ورکړي دي چې فوجي عدالتونو لۀ ځان سره راوړې ده. نن هم پۀ پښتونخوا کښې د فوج عقوبت خانې موجودې دي چې پکښې پۀ زرګونو خلق، د پښتنو زامن پراتۀ دي او کړېږي.

د فوجي عدالتونو لۀ مودې پوره کېدلو وروسته وئيل کېږي چې دغه انټرنمنټ سنټرز به پۀ بحالۍ کېمپونو بدلوي. د فوج پۀ نګراني کښې انټرنمنټ سنټر او بحالي کېمپ دوه مختلف څيزونه نۀ شي کېدی بلکې دا د پښتونخوا پۀ لوېديځو ضلعو کښې د سياسي عمل د مخنيوي او د امنيتي امپراتورۍ د ټينګښت د تګلارې دوه نومونه دي.

د پاکستان د فوج لۀ وياند څخه څو مياشتې مخکښې د بې درکو خلقو پۀ حقله پوښتل شوي وو او هغۀ پۀ ځواب کښې وئيلي وو چې پۀ مينه او جنګ کښې هر څۀ روا وي.

ايا د نېشنل اېکشن پلان د منظورولو پۀ وخت د هېڅ يوۀ سياسي مشر ذهن ته دا نۀ وه راغلې چې د فوج لۀ خوا پۀ تپل شوي جنګ کښې د هر څۀ روا ګرځولو د پاره يو بد ترين پلان تيار شوی دی؟

]دا لیکنه د “شهباز” ورځپاڼې د اوولسم اګست 2019 پۀ ګڼه کښې خپره شوې ده.[

 

دا هم ولولئ

پۀ افغانستان کښې د ملي پخلاينې او ټولنيز تداوي هيلې

د افغانستان د څلوېښت کلنې غميزې او د ترهګرۍ خلاف روان اتلس کلن جنګ پۀ …