د قومي او صوبائي اسمبلو د انتخاب د پاره د اميدوارانو اعلان
اګر چې عام انتخابانو ته لا کافي موده پاتې ده خو عوامي نېشنل پارټۍ دې لړ کښې د اميدوارانو د اعلان سلسله شروع کړې ده. د عوامي نېشنل پارټۍ د رواياتو پۀ خلاف دا ځل د يوې خصوصي تګلارې پۀ بنياد دا طريقه خپله کړې شوې ده. نورې سياسي پارټۍ لا دې لړ کښې غلې دي البته جمعيت العلماء اسلام د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ قدم د قدم کېښودو اشاره کړې ده خو دا ګوند پۀ يو سياسي او انتخابي اتحاد کښې د شاملېدو پۀ هڅه کښې دے نو شايد چې د دي کبله د اميدوارانو اعلان کښې لم لېټ وشي. پۀ پښتونخوا کښې يوه سياسي پارټي هم دومره مقبوليت نۀ لري چې صرف د پارټۍ پۀ بنياد يوه صوبائي يا قومي څوکۍ تر لاسه کړي نو ځکه د انتخاباتو ګټلو د پاره انتخابي بورډونه داسې اميدواران انتخابي مېدان ته راکوزوي چې هغوي نۀ صرف خپل ګوند کښې مقبوليت ولري بلکې د ګوند وفادار وي او ورسره ورسره پۀ عام اولس کښې دومره اثر رسوخ ولري چې د خلقو ووټونه ترلاسه کړي. دا هم يو حقيقت دے چې ځینې خلق د اسمبلۍ د ممبرۍ او وزارتونو شوقيان وي. د داسې خلقو هېڅ څۀ سياسي نظريه نۀ وي صرف عهده او اختيار ترلاسه کولو د پاره انتخاباتو کښې برخه اخلي.
د سیاسي ګوندونو اعليٰ قيادت باندې هم دا ذمه واري پرېوځي چې د اسمبلیو د پاره د اميدوارانو پۀ انتخاب کښې د انصاف نه کار واخلي کۀ داسې نۀ وي نو پارټي نقصان موندلے شي. بايد چې ټول سياسي ګوندونه صفا ستره او سياسي توګه باندې پوهه اميدواران انتخابي مېدان ته راکوز کړي. عوامي نېشنل پارټي چونکې يو قومي عوامي او جمهوري ګوند دے او د فخر افغان باچا خان د تحريک تسلسل دے او ځکه مونږ وینو چې د نور کله پۀ نسبت دا ځل د ټکټونو ورکولو فېصله کښې د ګوند لۀ خوا ټاکلې پینځ کسیزه کمېټۍ سره د تپو پۀ سطح تنظیمي عهدېداران هم شامل کړے شوي دي.
د اسمبلو د پاره نوې حلقه بندي
زمونږ ملک کښې اسمبلیو کښې نمائندګي د ابادۍ پۀ تناسب وي. د کومې صوبې ابادي چې څومره وي، د هغې پۀ تناسب هغې صوبې ته قومي اسمبلۍ کښې نمائندګي ورکولې شي. دغه شان د صوبې دننه د ابادۍ پۀ تناسب دغه نشستونه وېشلے شي. د صوبائي اسمبلۍ د پاره د څلورو عامو نشستونو اضافه شوې ده. دا اضافي نشستونو به هغه علاقو ته ورکولے شي د کومو ابادي چې زياته وي. دلته دا حقيقت بايد چې څرګند کړے شي چې د کلونو ښارونو ته د ابادۍ انتقال يو داسې عمل دے چې ودرېدلے نۀ شي، پۀ دې اساس د ښاريو ابادي د کليوالو علاقو نه رو رو پۀ زياتېدو ده او هم دغه وجه ده چې اسمبلیو کښې نمائندګي به هم رو رو د ښاريو زياتېږي او د کليوالو علاقو به کمېږي. د هغه علاقو ابادي به ارومرو زياتېږي چرته چې تجارتي او صنعتي ترقي کېږي. د لرې پرتو علاقو صنعتي او تجارتي مرکزونو ته د خلقو انتقال يو فطري عمل دے. د دې پۀ نتيجه کښې د دې علاقو ابادي به ارومرو کمېږي. د دې اثر به اسمبليو او ملازمتونو کښې د دوي پۀ نمائندګۍ هم پرېوځي.
ياده دې وي چې اسمبلیو کښې نمائندګي د ضلعو پۀ بنياد نۀ وي بلکې د ابادۍ پۀ بنياد وي. چونکې د پښتونخوا د اسمبلۍ پۀ نشستونو کښې اضافه نۀ ده شوې او هم هغه 99 عام نشستونه پۀ ځاے دي، اوس دا نشستونه به کمېږي او د ځینې ضلعو به زياتېږي. دلته بايد چې دا حقيقت تر نظره وساتلے شي چې حلقه بندۍ کول نۀ د وفاقي حکومت کار دے او نۀ د صوبائي حکومت، دا د الېکشن کمېشن ذمه واري ده چې د اسمبلیو د پاره حلقه بندي وکړي. البته طاقتور خلق دې عمل کښې د خپل غرض د پاره خپل اثر و رسوخ استعمال کښې راوستے شي خو د دې مخنيوے کول د هر چا فرض دي.
اسلام اباد کښې شپږو هېوادونو د پارلېماني جرګو غونډه
پۀ څلیریشتم دسمبر اسلام اباد کښې د قومي اسمبلۍ سيکرټرېت کښې د شپږو هيوادونو د پالېماني سر مشرانو (سپيکرز) يوه غونډه وشوه. د دې غونډې مقصد ترهګري او بېن المللي رابطو د عنوان لاندې خپلو کښې د مرستې ملګرتيا پۀ موضوع د خيالاتو تبادله وه. دې غونډه کښې د پاکستان نه علاوه د افغانستان، ايران، ترکي، روس او چين د پارليمانونو سپيکرانو ګډون وکړو. د پاکستان اسسټنټ چئیرمېن محترم رضا رباني خپل تقرير کښې د امريکې او بهارت پۀ پالېسیو ټکونه وکړل. د قومي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق دا قسمه غونډه ګټوره وګرځوله او دې له ئې د يو مستقل تنظيم حېثيت ورکولو تجويز پېش کړو. د ترک پالېمان سپيکر د دې تجويز هرکلے وکړو. غونډې د بحث نه پس شريک اعلان جاري کړو. اعلان کښې وئېلے شوي چې ترهګري يو مذهب، قوميت، تهذيب يا انسان سره نۀ شي تړلې کېدې، داعش د سيمې د پاره غټه خطره ده او د دې د مخنيوي د پاره شريک کوششونه ضروري دي. پۀ سيمه کښې د جوختو رابطو پۀ ذريعه د ترهګرۍ ختمولو کښې يو بل سره مدد کېدے شي. اعلان کښې دا هم ووئېل شول چې د ملکونو ترمنځه د معلوماتو تبادلې سره او د يو بل د مهارتونو نه به استفاده کولې شي. د ذکر شوو شپږو هېوادونو سپيکران پۀ دې هم صلاح شول چې د کشمير او فلسطين مسئلې دې د ملګرو ملتونو د پرېکړه ليکونو پۀ اساس هوارې کړې شي. متعلقه هېوادونو د يو بل سره د تجارت، اقتصاد او سلامتيا پۀ مدونو کښې د مرستې ملګرتيا کولو سره سره پۀ سيمه کښې د امن، خوشحالۍ او استحکام د پاره ملګرتيا کولو ته وده ورکولو باندې زور ورکړو. غونډې د القدس شريف پۀ جغرافيائي پوزيشن کښې د بدلون راوستو کوششونه وغندل. کۀ چرې د دې غونډې جاج واخستے شي نو دا حقيقت به راڅرګند شي چې د دې کنفرانس ګډون کوونکي هېوادونه خپل خپل مقصد هم لري. ترهګري بې شکه چې يوه سنجيده عالمي مسئله ده چې قريباً هر يو هېواد ترې پۀ منفي توګه متاثره شوے دے خو پاکستان او افغانستان پۀ دې سيمه کښې د اثر نه بچ نۀ دي پاتې او ايران هم تر څۀ حده متاثر شوے دے. روس باندې د دې اثرات پرېوتے شي.
کومو هېوادونو چې دې کنفرانس کښې ګډون وکړو پۀ ظاهره د دوي د يو بل سره هېڅ څۀ جګړه نشته. پۀ عالمي کچ دا شپږ واړه هېوادونه ځان له ډله ټپله هم لري لکه د ترکي د امريکې سره رواياتي اړيکې دي، د دنيا يواځیني پوځي اتحاد نېټو کښې هم د امريکې او يورپي هېوادونو سره ملګرتيا لري. پۀ افغانستان کښې د نېټو پۀ ذريعه عسکري موجودګي هم لري او افغانستان سره نزدې سياسي اړيکې هم لري. د پاکستان او ترکي اړيکې هم ښې دي ولې ترکي تر اوسه د پاکستان او افغانستان ترمنځه ښو تعلقاتو جوړولو کښې بريالے شوے نۀ دے. د روس او چين تعلقات هم ډېر نازک دي. ايران هم د ګاونډي هېوادونو سره حساس تعلقات لري.
يو اهميت ئې دا دے چي دا کنفرانس پۀ امريکه او هند دواړو يو غټ فشار دے. امريکا ته به دا احساس شوے وي چې د ذکر شوې سيمې هېوادونه يو بل سوچ هم کولے شي خو هند کله هم پۀ قلاره نۀ کښېني. د هغۀ به ارومرو دا کوشش وي چې ددې کنفرانس اثرات کم کړي. د دې کانفرانس يو بل مثبت اثر پاکستان کښې د غېر جمهوري قوتونو هم دے. غېرجمهوري او پارلېمان دښمنه قوتونو ته دا پېغام دے چې پاکستان سره سره سيمه کښې د منتخب پالېمانونو څومره اهميت او ضرورت دے.