اکرام الله ګران: فکر او فن مينه لرو خو د الفاظو ژبې ګونګې مو دي “ګران” له ورځو چې لږ اظهار د محبت وښائي – م. ر. شفق

 

دا ستمبر کال 1966ز ؤ. زما د شعر شونډه ايله قدرې شنه شوې وه. “اندېش اقبال” سره يو ځاے زۀ هم د پښتو ادبي جرګې مردان پۀ کاروان کښې “بخشالي” ته روان شوم. هلته د شپې ناوخته پورې يوه درنه تاريخي مشاعره [1] وشوه چې صدارت ئې د پښتو د جمال او جلال شاعر اجمل خټک کوۀ. د سټېج سکتر فرائض ښاغلي فضل اکبر سېف ګجراتي ترسره کول. د پښتونخوا د ګڼو سيمو نامتو شاعرانو پۀ خپل راتګ د مشاعرې خوند رنګ سېوا کړے ؤ او د خواو شا علاقو خلق ورله لکه د ماشو مېږو راچلېدلي وو. د “ميرو کاکا” د وېنا مطابق زيات شمېر پۀ کښې د ” مخرورانو” هم ؤ. د دې مشاعرې يو خاص اهميت دا ؤ چې دا پۀ ملک کښې د مارشل لائي حکومت خلاف د فکر او دانش د خاوندانو لۀ طرفه د مزاحمت يوه عملي مظاهره وه. ما ته ياد شي، د اجمل صاحب او پۀ سټېج ناستو مشرانو پۀ خوښه درېو زلمو شاعرانو ته پۀ دوېم ځل د کلام پېرزو کولو بلنه ورکړې شوې وه. دغو کښې يو ډاکټر اسرار ؤ، دوېم اسرار د طورو او درېم اکرام الله ګران ؤ. د “ګران” د غزل درې شعرونه زما پۀ حافظه کښې اوس هم محفوظ دي.

ايله ئې سترګې دي ورغلې خلقه!

پام کوئ وېښ زما خوبونه نۀ شي

خدايه! پۀ ما خوشحالي مۀ راولې

چرته غمژن د يار غمونه نۀ شي

د ګران زړګيه! ټق چاودلے ښۀ يې

خو چې خفه د خلقو زړونه نۀ شي

د مشاعرې نه پس يوې حجرې ته بوتلے شو. ښاغلي مهتاب ضمير د هغۀ ورور قرېش ګل او نورو رفيقانو مېلمنو ته کټونه سم کړي وو. ما چې ځان له کوم کټ ومېرلو نو يو اړخ ته رانه د محمد اقبال اقبال او بل اړخ ته رانه د اکرام الله ګران کټ ؤ. د حجرې يو دېوال سره ساړۀ شوي دېګونه هم وو. د شېرعلي باچا وکالت د شاعرانو د زړۀ ترجماني وکړه نو کوربنو د وريژو يو سوړ شوے دېګ بيا تود کړو. مړه خېټه فارسي وائي او د شاعرانو خېټو ته چې تپ ورسېدو نو د اجمل خټک صاحب پۀ وېنا د شاعرانو غزل بيا غزونې وکړې او د ملاستې مشاعره پېل شوله.

اکرام الله ګران چې پۀ دغه موقع غزل اورولے ؤ، قافيه، رديف ئې داسې وو.

” بدنام زما غزل دے”

“ناکام زما غزل دے”

کۀ خطا کېږم نۀ نو د “جيندي” غاړه پۀ کښې هم ستائيلې شوې وه. د ګران دا غزل هم ښۀ وستائيلے شو. قمر راهي صاحب رو غوندې ووې، کۀ چرې ” غزل زما دے” رديف شي. نو مصرع کښې به رواني او ترنم زيات شي خو “ګران” يو بې نيازه، فقير، ملنګ او د خپل اسلوب شاعر ؤ. د غزل رديف ئې پۀ ځاے وساتلو. لکه چې الهام ورته شوے ؤ. هغۀ د خپلې شعري مجموعې له “غزل” نوم خوښ کړے ؤ خو د چاپ کېدو مرحله چې څو راتله نو دې مهال کښې د يو بل ياد غزل ګو شاعر “رحمت الله درد” شعري مجموعه پۀ دغه نوم خپره شوله ځکه بيا “ګران” خپلې شعري ټولګې له ” زما غزل” نوم کېښود. کۀ چرې ” غزل زما” دے نو خوند به ئې کم ؤ.

د بې وسۍ پۀ کرامت مې برخه وموندله

پۀ ډېرو زړونو کښې شوم ځاے جادو منتر نۀ راځي

البته څۀ موده پس د مردان کالج يوه درنه مشاعره کښې چې محترم قمر راهي صاحب د خپلې منفرد لهجې غزل اورولو نو ما ته پۀ کښې د “ګران” د غزل لږ څه تاثراتي اهنګ محسوس شوے ؤ. د راهي صاحب مرصع غزل مطلع وه.

ستا د زلفو پۀ سيالۍ کښې پرېشان غزل زما دے

ستا خبرې چې پۀ کښې دي ګل فشان غزل زما دے

او دې شعر خو ډېر شهرت موندلے دے،

سنګ باري ده خو مجبور يم، زۀ راهي چې پۀ کښې اوسم

کۀ مردان دے د بادارو، د مردان غزل زما دے

د بخشالي مشاعرې پۀ حقله محترم اسرار د طورو يو ادبي رپورتاژ ليکلے ؤ، “شيرعلي وې چې بخشالي ته به ځو”. دا ورځپاڼه “بانګ حرم” کښې پۀ دوو قسطونو کښې شائع شوے ؤ. د اکرام الله ګران باره کښې ئې څو کرښې ليکلي وې خو يوه جمله پۀ کښې زما پۀ خوښه شامله کړې شوه. هغه څۀ داسې چې “ګران” د کړۀ وړۀ نه شاعر فلسفي معلومېږي.

سور سپين، صفا سپېځلې څهره، خړې شنې بخنې ښکلې غټې غټې سترګې چې د سرخۍ عکس پۀ کښې هم خور ؤ، پياوړے جسامت، پۀ قد قامت لږ چيت او مندرے خو د شعر زمرے. عاصي هشنغري به ټوقه کوله چې ” ګران” له به پۀ هر شعر داد ورکوئ ګنې بيا به د اعصابي تناو لۀ کبله ګوتې پۀ غاښونو کښې چيچي.

زما چې ورسره پېژندګلو زياته شوه نو دوستانه مجلسونو کښې به ليده کاتۀ کېدل. خوش ماجي، حاضر جوابي، پۀ چپه خولۀ شوخي او ظرافت د اکرام الله ګران د شخصيت يو زړۀ راښکونکے اړخ ؤ. پۀ قلاره لهجه کښې ئې يو معصوميت ؤ. چې خبرې به ئې کولې نو د بنده به ورسره مينه پېدا شوه. سيد محمود ظفر صاحب د ښاغلي اشرف غمګين پۀ حواله وئيلي دي،

د ښۀ شعر او ښۀ خوي لۀ برکته

“ګران” يواځې پۀ ما نۀ پۀ هرچا ګران دے

د اسلام اباد “ستارو بازار” سره نزدې )د سيد نذيرالحق کريم کوارټر( 255.A کښې ئې ما سره يوه شپه کړې وه او د ناستې مشاعره هم. زۀ، افکار صاحب او کريم کوربانۀ وو. ګران، سعيدګوهر صاحب، اسرار د طورو او دروېش دراني صاحب خاص مېلمانۀ وو. سعيد ګوهرصاحب او د هغۀ ملګري چې کله رخصتېدل نو د ګران باچا نه ئې نزدې کلک لوظ واخستو چې سبا له به “کخېري” ما سره د غرمې پۀ ډوډۍ مېلمه يې، پس لۀ هغې به هشنغر ته کوچ کوې،. ګنې يارانه در پاتې. پۀ سبا له چې روانېدل نو “ګران” لکه د ماشومانو پۀ شان ما ته منت زاري شروع کړه. شفقه! زۀ نور نۀ شم ايسارېدے، زما لۀ طرفه به سعيد ګوهر صاحب ته څۀ عذر پېش کړې چې خفه نۀ شي. ما ورته ووئيل، ګران صاحب ! د ټولو پۀ مخکښې دې ورسره لوظ کړے دے، اوس چې تۀ وعده خلافي کوې نو پۀ ما هم دروغ وائې؟ ګران راته غورډبه ووئيل ” وه مسلمانه! هندو يار د پاره غوښه هم خوړلې ده.”

د پښتو جديد غزل ويونکو يو څو شاعرانو کښې اکرام الله ګران هم شامل دے. ځينې “ښکلي” ورته د خپلې ناپوهۍ پۀ سبب او ځينو “يارانو” به ورته د بې تکلفۍ پۀ وجه ” ګران بابا” وئيلو. زما پۀ خيال ګران د شروع نه تر اخره يو ځوان فکره شاعر ؤ. اخر کښې پۀ ږېره سکړ ؤ خو د هغۀ د تخليق او فن اونه ګوره او سمسوره وه. د نورو څو خاص جديد شاعرانو پۀ رنګ د اکرام الله ګران غزل د ژوندو، صحت مند روايتونو، د ژوند د ښائستونو، جدتونو، د خيال او نددت او د فن او مقصديت هنداره ده. د غزل توري پۀ ښکاره لکه ځلېدونکي ستوري خو باطن کښې دغه الفاظ د اور بڅري دي. د ګران د شعر پۀ مصرعو کښې د خاموشۍ او تنهايۍ شور هم محسوسېږي.

دا د احساس بل کړے اور ښکارېدو

ځکه سکون مې سوے سکور ښکارېدو

ستا تصور ؤ، تنهائي وه اشنا!

پۀ خاموشۍ کښې څومره شور ښکارېدو

د 1960 لسيزه کښې پښتونخوا کښې د مزاحمتي ادب او ترقي پسند ادب زور او شور زيات ؤ. خاموش طبع ګران يو حساس شاعر ؤ. دۀ پۀ خپل بصيرت عصري تقاضې پېژندلې او فني غوښتنې ئې پوره کولې. د شعر لمن ئې د نعرو سُورو او د چغو پروپېګنډو نه بچ ساتله او ادبي مزل ئې ښۀ پۀ استقامت جاري ساتلے ؤ.

ترقي پسندي او جدت پسندي د تېرو وختونو صحت مندو رواياتو ته دوام ورکولو او تاريخي شعور بېدارولو سره اړه لري. معياري شعر او ادب هغه وي چې ژوند ته د راپېښو حالاتو، سياسي، سماجي او جمهوري محروميتونو او د معاشي ناهموارۍ ستونزو پۀ بابله د قومي احساس او اجتماعي شعور خپرونه وکړي او د خپل عصر ترجماني وکړے شي.

د ژوندون پۀ کټورو کښې چا له قند شي چا له زهر

عجيبه غوندې وېش کېږي د دوران پۀ دروازه کښې

اے تذ بذبه! راته وايه د ژوند لاره څۀ ده؟

چې هر يقين مې پۀ صليب دے هر ګمان پۀ صليب

دغه تود دور کښې اجمل خټک صاحب د ترقي پسند ادب د قافلې سالار ؤ. هغوي د “ژوند او فن” پۀ موضوع يوې مقالې ته کتابي بڼه ورکړه نو کتاب کښې ئې ورسره د ځينو هم عصرو او متحرک شاعرانو کلامونه شامل کړي وو. دغو کښې د اکرام الله ګران د يو مثالي غزل نمائنده شعر دا ؤ.

د مساواتو اسرافيل شپېلۍ د حشر پوکي

پۀ هره لوږه د مرګ وېره پۀ هر غم وېره ده

د اکرام الله ګران د محبت رنځوران ډېر دي. ما هم د زړۀ درمان ګڼلو. زۀ پېښور کښې د اطلاعاتو محکمه کښې پۀ خپله خوښه بانډه شوے وم. د ” ګران غزل” پۀ مينه کښې ما يوه شپه پړانګو ته ورسوله. ښاغلي اشرف غمګين راته د ګران د کور لاره اسانه کړه. يو وړوکي غوندې بېټک کښې د ګران صاحب مشر ورور عنايت الله جان باچا سره ملاقات وشو. هغه زمونږ پۀ ليدو خوشحاله شو. بيا د هغوي پۀ خوښه درې تني مشاعره وشوه. عجيبه دا وه چې زيات پۀ کښې زۀ وغږېدم. زۀ د اشرف غمګين صاحب او ګران د سيالۍ نۀ وم او زما شاعري دغه وخت پۀ يو درځن غزلو مشتمله وه خو د ګران باذوقه سخن فهم ورور به بيا بيا غوښتنه کوله. ما به ورته وئيل چې زۀ خو د ” ګران غزل” اورېدو له راغلے يم. عنايت الله جان باچا به وخاندل چې “ګران” زما د کور سړے دے او تاسو ئې مشاعرو ادبي دستورو کښې هرکله اورېدے شئ. زما د پاره مشاعرو له تلل ګران دي او ستاسو غوندې پښتو مئينانو سره د ليدو کتو اورېدو موقع چرته خال خال پۀ لاس راشي.

ځار لۀ داسې عشقه! د معاش پۀ زولنوکښې هم

شړنګ چې ورته کېږي نو نغمه د ژوندانۀ غواړي

داسې سخن فهمه ورور دې الله پاک د هر شاعر نصيب کړي لکه څنګه چې عنايت الله جان ؤ. اکرام الله ګران دوېمه شعري ټولګه “ژوند د خيال پۀ ائينه کښې” د خپل دغه ورور پۀ نوم پۀ دې الفاظو نمانځلې ده،

“د خپل مشر ورور عنايت الله جان )مرحوم( پۀ نوم، یو ادبي شخصیت چې د هغۀ مینې او خلوص او تنقیدي نظر زما ادبي فکرونو له وده ورکړه.”

ګران صاحب نور وضاحت کړے دے چې د شعري مجموعې “د خيال پۀ ائينه کښې” تړون ئې پۀ څۀ خيال د خپل قدرمن ورور عنايت الله جان باچا پۀ نامه کړے دے. ليکي،

“واقعي خبره ده، کۀ د هغوي مرسته او مينه نۀ وے نو شايد چې زۀ د شاعرۍ نه پاتې شوے وم. هغۀ چې زما ادبي دوستانو سره کومه بې کچه مينه لرله، زما ادبي دوستانو ته پته ده.”

اکرام الله ګران د خپل پلار فضل الرحيم باچا (مرحوم) د ادبي لارښودنې ذکر هم کړے دے.

د نفسياتو ماهران او د جمالياتو پوهان پۀ دې حقيقت رسېدلي دي چې د يو شاعر تخليقي فنکار او اديب پۀ روزلو کښې او فني ادبي تخليقاتو کښې د هغۀ کورنے پس منظر او سماجي چاپېرچل هم پوره کردار ادا کوي. د ښاغلي “ګران” پۀ شعر کښې دغه احساس برڅېره دے.

“ګران” چې د اوسني دور غزل ګو شاعرانو کښې يو ښکاره نوم ؤ، پېژندلے او ستائيلے شي، د خپلې ټولنې او عصر ترجمان شاعر دے. د قام پرور شاعرانو پۀ صف کښې ولاړ ښکاري. قدرتي خبره ده چې د پښتونخوا پۀ خاوره ئې خړپوسې کړې دي. هغه شاعر، اديب او فنکار کۀ څوک هر سياسي او مذهبي مکتب فکر سره تړي او هغه کۀ هرې ستانې سره هم تعلق لري، ارومرو به د پښتو، پښتونولۍ او قامولۍ سندره وائي. “د غزل بابا” اميرحمزه خان شينواري پۀ دې حواله سکوټه فېصله اعلان کړې ده.

ژوند چې ئې ليلا نۀ وي مجنون نۀ شي کېدے

روح چې ئې پښتو نۀ وي پښتون نۀ شي کېدے

د اکرام الله ګران غزل فکر او فن د پښتو د روح پۀ خوشبويو او رنګونو شوخ ليدے شي. ګران د خپلې خاورې، خپل اولس، قومي رواياتو. ملي ارمانونو او هدفونو منونکے او ساتونکے شاعر فنکار ؤ. د هغۀ زيات شمېر شعرونه د مثال پۀ توګه پېش کېدلے شي خو د ګران پۀ شعرونو کښې انتخاب کول هم ګران دي. زۀ ژوند د خيال پۀ ائينه کښې” د کتلو هڅه کوم او دا څو شعرونه ترې تاسو ته ډالۍ کوم.

يه د کلي پېغلو! پۀ ساده سنګار مو څۀ وشو؟

شونډې دنداسې او ملالۍ سترګې رانجۀ غواړي

تاسو پۀ غفلت زۀ پۀ خوږو زهرو وژلے شم

ژبه پښتنه رانه پښتو او پښتانۀ غواړي

پۀ ظاهره وجودونه کۀ بېل بېل دي

يو دے بيا هم د باګرام او د کابل روح

اقدار بدل شو ګرانه ! دومره هم بدلون نۀ منم

زۀ پۀ خپل فن کښې روايات د هشنغر ساتمه

د غزل سمند دې ګرانه قابو نۀ شه

څرېدلے پۀ ورشو د هشنغر دے

  1. د مشاعرې بندوبست شېردل ادبي ټولنې کړے ؤ. شېردل کاکا د بخشالي يو مشهور خدائي خدمتګار ؤ. )شفق(

 

دا هم ولولئ

تشدد او عدم تشدد – ليکنه: خضر حيات خان – ژباړه: م.ر شفق

د هندوستان د ازادۍ د پاره دوه قسمه تحريکونه را پورته شوي وو. يو د …