کیتي بیتي – م. ر. شفق

 

د شاکر اورکزي د ځلک مخکتنه

کوهاټ پرېس کلب، اتوار، اتم اپرېل، 2018ز – یویشتم رجب 1439ل

کتاب کۀ د شعر وي او کۀ د نثر، د مخکتنې دستوره چې کولې شي نو ادب مئينانو ته يو شمېر ښېګړې ورسي، د کتاب دوستۍ جذبه وده وکړي، د کتاب ليکونکي ډاډګېرنه وشي، شريکوال د يو بل مخکتنه هم وکړي، د ژبې او ادب پۀ مسئلو هم د خيالاتو څرګندونه وکړې شي او د شعر او ادب پۀ حواله د ‘خپلې خاورې’ خوشبو هم محسوس کړي.

ستا شاعري ‘شاکره’ درد لري، درمان هم لري

ستا شاعري د خپلې خاورې ترجمانه هم ده

“ناوې” او “ودګون”

د يو کتاب د مخکتنې دستوره جوخته داسې وي لکه د وادۀ ښادۍ جنج او اورا. د خوشحالۍ پۀ دې هنګامه کښې شاکر اورکزے پۀ مثال د “ودګون” دے او د هغۀ شعري ټولګه “ځلک” لکه د “ناوې” چې پۀ خپل رنګين، لباس، ښائست، او جمال ئې د پښتو مئينان ځان ته متوجه کړي دي.

د کائنات ټول ښائستونه پۀ يو ځاے پنډ شوي

سپرلے، سپوږمۍ، شباب، رباب او انتخاب شاعري

“پۀ کتابونو دوړې”

خو دا بېله خبره ده چې زمونږ اولسي ژوند کښې “ناوې” له پۀ مخکتنه سلامي ورکولې شي چې نغدې چغدې روپۍ وي. کۀ يو”سل ګون” 100) روپۍ( ورکړي نو بل “زرګون” 1000) روپۍ(، خو د کتاب پۀ “ناوې” کېدو د خوشحالۍ اظهار تش د لاسونو پړقا وي، نور لکه زما څوک هم پېسې له سر نۀ خوږوي او دا څۀ ښۀ “صورت حال” نۀ دے.

هلته نايابه شي نسخې د محبت د مرض

چرته چې پرېوځي د ښائست پۀ کتابونو دوړې

تاثرات

ګران شاکر اورکزي د خپلو رنګ پۀ رنګ شعرونو، غزلو او نظمونو ټولګه ‘ځلک’ ما ته هم پۀ ډېره مينه ډالۍ کړې ده او هيله من دے چې د کتاب د مخکتنې د پاره خپل تاثرات وليکم. ولې زۀ پۀ يو دوه کښې نۀ، پينځو شپږو کښې حېران يم.

حېران يم چې زۀ څۀ له دې ګلشن ته يم راغلے؟

هر څوک د خپلې خوښې ګلاب وړي او زۀ ولاړ يم

“عجيبه صورت حال”

حېران دريان ځکه يم چې “د خپلې خوښې ګلابونه” خو ټول “ښکلو” وړي دي. قېصر اپريدي د “ځلک” تنقيدي کتنه کړې ده. دوو معتبرو پوهانو، جاويداحساس او سميع الدين ارمان پرې د سريزو پۀ توګه علمي انداز کښې تبصرې بلکې داسې ژورې مقالې ليکلې دي چې نور چا له ليکل پرې بې ادبي او هسې وخت تېري ده. پۀ تېره تېره د ښاغلي تاج انور اعجاز، پروفېسر ډاکتر نصرالله جان وزير او د ډاکټر وزيرشادان ليکنې پرې د پاسه.

عجيبه صورت حال دے، نۀ پوهېږم

محرومي ده، تنهائي ده، خوش فهمي ده

“طوفان” او “دهقان”

د سليم راز صاحب د خولې روايت دے؛ داسې عجيبه صورتحال يو ځل د “رحمان بابا” کليزه/ عرس/ مشاعرې پۀ موقع هغه وخت پېدا شو چې عوامي شاعر شمس الرحمان “باران” کلام واورولو نو ورپسې ولي محمد “طوفان” را وغوښتے شو. هغۀ چې انقلابي نظم پېرزو کړو نو اخر کښې رشيد علي “دهقان” صاحب ته بلنه ورکړې شوه. د هقان صاحب چې مائيک ته مخامخ شو نو وې وئيل:

هډو تاسو انصاف وکړئ، پۀ کوم پټي چې ‘باران’ او ‘طوفان’ تېر شي نو ‘دهقان’ غريب ته څۀ پاتې شي؟

زما ذهني کېفيت هم هغه دے کوم چې د رشيد علي دهقان صاحب ؤ. داسې ښکاري چې شاکر اورکزي ته زما د دې کېفيت د وړاندې نه پته لګېدلې وه؛ ګنې نو دا شعر به ئې څنګه وئيلو چې:

د حسن تماشې ته د چـينې پۀ سر ولاړ يم

شفق يم، د اسمان د کنارې پۀ سر ولاړ يم

د زړۀ خبرې

زۀ چې د ‘ځلک’ د حسن تماشې ته “لۀ حېرته ائينه شوم” نو يو زړۀ راته وې، د کتاب بيعه ايله بيله دوه سوه روپۍ ده، چې بازار کښې د دوو روپیو برابر دي. کتاب پۀ بيعه واخله، شاکر صاحب به دې شکر ګزار شي او بيا به پۀ ليکلو پړ هم نۀ یې او دا “عذر” به دې ومنلے شي چې د اسلام اباد غوندې “مصروف” ښار کښې بنده سر ګرولو ته نۀ وزګارېږي نو د ليکلو “بې مصرف” کار ته به څنګه غاړه کېښودې شي؟

د ښار ژوند دے څوک يو بل ته وزګار نۀ دي

هر سړے پۀ خپل خپل ذات کښې مقيد دے

بل زړۀ

خو بل زړۀ راته زورنه را کړه چې يو شاعر فنکار درله خپل تخليق پۀ تحفه کښې درکړے دے او د کتاب د مخکتنې د پاره لږ څۀ تاثرات غواړي، او ګوره! زۀ خو دې د هر چا نه ښۀ پېژنم، ټول عمر هم دغه “کيتي بيتي” ليکې. يارانو سره خداے ښۀ شه، تۀ ئې هم د املوکو پۀ تول کښې راوستے یې او د “اديب” نوم ئې در پورې کړے دے؛ اوس حقيقت هر څۀ چې دے، کۀ تۀ پرې سترګې پټوې نو دې زړۀ ته خو دې پته ده کنه!!! د قلم څۀ “شکرانه” ورکړه چې “شاکر” ته دې سترګې اوچتې شي.

زما د غزل توري او د ستا د سترګو توري

پۀ دواړو کښې څۀ شته چې خلق ځیر ځیر ورته ګوري

د مينې جام

د بونېرو خبره، “جو” قلم ته مې ګوتې کړې او پۀ “کيتو بيتو” ليکلو سر شوم او دا دے زۀ هم پۀ هغو “بختورو” کښې شامل شوم چې د ‘ځلک’ د مخکتنې خوشحالۍ کښې ګران شاکر اورکزي ته د مينې جامونه پېش کوي.

وايم پۀ واړه کائنات کښې بختور يمه زۀ

ساقي چې څښکمه ستا د لپو پۀ جامونو اوبۀ

لفظ. لهجه او “تلفظ”

پښتو کښې د مقامي لهجو او د لفظ د تلفظ کولو مسئله هم څۀ “عجيبه صورت حال” پېدا کړي. خېبر اپريدي به اسرار د طورو ته “اسرار د طورو” وئيل. د لاچۍ لاچي لونګ شاعر استاد سعادت سحر د اواز پۀ “زیر و بم” کښې “چل” وکړي او “چال” سره “چل” کوي. زمونږ د ‘ځلک’ شاعر، شاکر اورکزے، “شکور” او “تنُور” هم قافيه ګڼي. نو چا ته به حال نۀ وايئ، لږ ساعت پس به درته زۀ هم يوه رښتيا خبره وکړم او د زړۀ غلا به درته ښکاره کړم.

د کتاب نوم

ښاغلي مصنف لوستونکو ته د کتاب نوم پۀ “رومن املاء” کښې ‘ځلک’ (ZALK) ښودلے دے او پۀ يو شعر کښې ئې داسې ځاے کړے دے:

اوس دې پۀ سترګو کښې د مينې هغه ځلک نۀ ښکاري

پۀ تا هم وشۀ د بې کېفه محفلونو اثر

ګرائمر

کېدے شي د “ګرائمر” پۀ لحاظ ‘ځلک’ صحيح وي. اعتراف کوو چې شاکر اورکزے پۀ ځان پي اېچ ډي سکالر دے او ‘ځلک’ کښې ترې ګېر چاپېره پروفېسران او ډاکټران ناست دي. دا ټول سند يافته استاذان دي نو د ګرائمر او د ژبې د قواعدو پۀ “اونچ نيچ” لکه د عبدالکريم بريالي صاحب زيات پوهېږي. پوهاند قلندر مومند به د “معياري املاء” خبره کوله؛ وئيل به ئې، يوه د وئيلو ژبه وي، بله د ليکلو ژبه – د ليکلو ژبه بايد صحيح وليکلې شي لکه “مونځ” به “نمونځ” او “ماښام” به “نماښام” ليکلے شي. اوس چې هغه وفات دے نو دې معامله کښې به ترې لږ لږ نۀ وېرېږو خو دا هم عېن ممکن ده چې پۀ “تیراه” کښې ورته خلق “ځلک” وائي، نو بيا ورسره چېړ چاړ هډو پکار نۀ دے. خفګان به ترې جوړېږي. ما “دخبرونو څانګه” کښې د خپل استاد )نيوز سپروائزر شمس الدين خان( ښودلے دا سبق ښۀ زوت کړے دے چې “ټکي” )لفظ( يو “پوچے” )پوټے( غوندې څیز وي، د دې د پاره يو دروند خوږ بنيادم ولې خفه کړم؟ زۀ خوشحال لوستونکے يم. دومره معلومات راته شته چې څوک د “تيراه” اوبۀ وڅښکي نو خوي ئې نور شي او بيا د “اپريدو” پۀ شان خبرې د ولجو کړي، نو کار مې څۀ دے چې پۀ دې بې فضوله بحث کښې نښلم او د شاعر اورکزي “احساس” او “ارمان” مجروح کړم. رحيم خان ته اشاره نۀ کوم. الله دې پرې رحم وکړي، پۀ خپله ئې ځان “مجروح” کړے دے او ستاسو نه څۀ پرده، شاکر اورکزي هم راته يو “ځلک” وښودلو چې دومره “قړتو پړتو” ته ئې حاجت نشته. کۀ خپل صحت دې روغ سلامت پکار وي نو د ډاکټرانو پۀ نسخو عمل ضروري وګڼه او زما د پوهولو د پاره ئې شیرينه لهجه کښې ووې:

ما ته به نۀ وي دا منمه داظهار ضرورت

خو تا ته هم نشته جانانه د انکار ضرورت

‘ځلک’ (Zalk)کښې ‘ځلَک’ (Zalak)

د دې هر څۀ باوجود پښتنو يا “پښتو ويونکو” کښې د خوند رنګ خبره دا ده چې دوي کښې هر څوک خپله خپله ډنګوي. “باړه ګلۍ” کښې د پښتو ليکدود، معياري املاء وغېره پۀ حقله د پښتو اکادمۍ پېښور پوهنتون پوهانو او مېلمنو ژبپوهانو متفقه فېصلې وکړلې خو پۀ دې به کۀ خېر وي د چين ما چين، جاپان او کوريا خلق عمل کوي چې پښتو ژبه زده کول غواړي. پښتو ويونکو له خو پښتو پۀ خپله ورځي نو د تعليم ذريعه کۀ وګرځي يا و نۀ ګرځي، ضرورت څۀ دے چې پۀ مدرسو کښې دې ورته استاذان پښتو ښائي؟ زما هغه رښتيا وېنا او د زړۀ غلا درته اوس ښکاره کوم چې ژبه پۀ ‘ځلک’ (ZALK) نه اوړي او پۀ ‘ځلک’ (‌ZALAK) اموخته شوې ده. وشوه دا، زما ذاتي نفسيات دي خو د کتاب ‘ځلک’ پۀ مخ 85 د شپږو شعرونو يو غزل ته ورسېدم. د غزل هر شعر انتخاب دے. رديف ئې “ځلک” دے، ولې ما داسې محسوسه کړه لکه چې شاکر اورکزي زما د خيال مرسته کړې ده. يا ئې هسې لږ رعايت را کړے دے. دلته کۀ ‘ځلک’ (ZALAK) وايم نو ښۀ اسان او روان ئې وئيلے شم. د مثال پۀ توګه د دغه غزل يو دوه شعرونه :

توره تيارۀ ده، قدم اخلم د اسمان ځَلَک

لاره اوږده ده خو ډاډه يم د ايمان پۀ ځَلَک

زۀ د خپل خيال پۀ تورو غرونو کښې يواځې روان

کله نا کله ټپه وکړم د ارمان پۀ ځَلَک

تور او توري

شاعر دې د خپل خيال پۀ “تورو غرونو کښې” روان اوسي. پۀ ما د “بې کېفه محفلونو” اثر نۀ دے شوے لۀ خېره. ښۀ پۀ کېف او سرور کښې د غزل پۀ تورو کښې ‘ځلک’ سهي کوم. د ايمان پۀ ‘ځلک’ ډاډه ګرځم او د دغو شعرونو پۀ ‘اثر’ ما ته ‘ځلک’ سم ښکاره شو. کۀ څوک دا وائي چې پۀ غلطه يم او زما مؤقف درست نۀ دے نو د حافظ محمد ادريس )الله پاک دې وبخښي( يو دليل به ورته ‘ډال’ کړم. هغۀ يو مضمون )د شفق نه تر شفق( کښې ليکلي دي، “هغه ملا به هېڅ ملا نۀ وي چې پۀ ناحقه خبره ټينګ نۀ شي او تش دليلونه پرې تېر نۀ کړي.” زۀ ملا نۀ يم خو يو څو دليلونه پۀ ډا ډه زړۀ وړاندې کولے شم، د ښو او پر کېف محفلونو پۀ “اثر” وئيلے شم. لا زلمے هلک وم چې قاضي عبدالحليم اثر افغاني سره مې څو ځله پۀ يو تالي خوړلې ده. پۀ دې بناء زۀ م ر شفق چې د طورو )مردان( اوسېدونکے يم، د قياس نيلے ځغلولے شم چې دا ‘ځلک’ پۀ اصل کښې د پښتو ژبې هغه تورے دے چې د حالاتو د تقاضو پۀ سبب ئې د اردو ايوان ته تشريف يوړلو نو هلته ترې “جهلک” جوړ شو. تاسو کۀ د محقق اديب امتيازعلي عرش رامپوري کتاب “اردو مين پشتوکا حصه” لوستے وي، معلومه به شي چې د پښتو بلها شمېر الفاظ اردو ژبې داسې خپل کړي دي چې اوس د پښتو خپلو خلقو ته هم پردي ښکاري. خو د دې خلقو به څۀ وايو، پۀ ډنګ اريان دي؛ “خپل” نۀ پېژني او “پردیو” پسې منډې وهي، ځکه نو زۀ لکه د شاکر اورکزي “شاعره!” تا ته وايم او خلقو تاسو ئې واورئ.

کشمير او فلسطين خو دې ياد کړي بلها ډېر دي

د خپلې پښتونخوا سندرې ووايه شاعره!

د بسمل صاحب فرمان

دوېم دليل د حمدالله جان بسمل پۀ مننه وړاندې کوم. د دې ذهين ليکونکي شاعر او مزاح نګار د پېژندګلو معتبره حواله “رېډيو پاکستان” دے. لکه څنګه چې رېټائرډ فوجي د ژوند تر اخره پورې وخت پۀ “فوجي ډسپلن” کښې تېروي، دغسې بسمل صاحب کۀ هر څو د حج عمرې سعادتونه حاصل کړي دي خو د پښتو ژبې پۀ حواله اوس هم د رېډيو پاکستان د “پاليسۍ” تابع فرمان دے. دوي پۀ يو مضمون کښې )”تاتره جون 2007ز( د پښتو ژبې او ادب پۀ مسئله بحث کړے دے. دے وائي، “ټول شاعران اديبان ځينې الفاظ غلط استعمالوي لکه “مېږتون”، “بېلتون” او “پوهنتون”. بيا ئې د دوستۍ او ورورولۍ پۀ بنياد د م ر شفق، محترم اياز داودزي او ډاکټر صاحب شاه صابر د ليکونو پۀ ژبه ښۀ پۀ مينه او اخلاص خواږۀ خواږۀ ټکونه کړي دي. بسمل صاحب دغه درې واړه ښاغلي د طنز پۀ سومبه وهلي دي چې اخر پۀ دې يو ليکونکي څۀ بلا شوې ده چې “ځانګړے”، “پوهاند”، هېنداره”، “بڼه”، “خوږلت”، “لرغونې”، او “ټولنپوهنه” او دا قسمه نور زيات شمېر لفظونه او ترکيبونه استعمالوي او خلقو ته ئې اسانه پښتو ژبه برناحقه ګرانه کړې ده. حمدالله جان بسمل صاحب د پښتو ليکونکو د اسانۍ د پاره يو “دهمکي امېزه” فرمان هم جاري کړے دے، فرمائي:

“ژبه ادب يا ګرائمر پسې نۀ ځي، ګرائمر او ادب ژبې پسې ځي.”

د دې فرمان تر مخه “مسټر ګرائمر” لۀ پکار دي چې د پښتو ژبې د ګرېوان نه لاس وباسي او خپل غوا څخي دې د عربۍ، انګرېزۍ، اردو او فارسۍ پۀ ورشوګانو کښې څروي. پښتو ژبه د چا غلامه نۀ ده. پۀ خپل مخ سر روانه ښه ده. لۀ دې کبله کۀ څوک “ځلک” (ZALK) ته “ځلَک” ووائي نو پۀ دې څۀ قيامت نۀ راځي.

پښتو ده، تهمتونه دي، ماښام د هغه بام دے

ناکام دے چې لمبو ته د لمبې پۀ سر ولاړ يم

د کوهاټ خاوره

هو! دا خو ټول پاکستان مني چې د اردو نازولے شاعر احمد فراز د کوهاټ د خاورې پېداوار دے. د تلفظ پۀ حقله هغه هم خپله رايې “شر” ته برابر کړې ده او زما پۀ مرسته کښې يو ښکاره دليل دے.

لفظ تاثيرسے بنتا هے تلفظ سے نهين

اهل دل آج بهى هين اهل زبان سے آگے

پروف کتنه

د شاکر اورکزي او د هغۀ د کتاب ستائینې او مننې ټولې پۀ ځاے دي. لوستونکي له زياته مننه د پروف کتونکي ډاکټر وزير شادان صاحب پکار ده. د کتاب “ټائټل” او “مخ پاڼې” ځلا ښکلا کۀ د نامتو مصور لياقت علي خان او تخليق کار اديب “حيات روغاني” د هنر اثر دے، نو د ‘ځلک’ پۀ سپېځلتيا کښې د ډاکټر شادان “پروف کتنې” هم پوره اضافه کړې ده. پۀ ځينو کتابونو کښې د پروف کتونکو دوه دوه څلور نومونه ورکړے شوي وي. کله کله د کتاب مصنف پۀ کښې پۀ خپله هم شامل شي خو د پروف غلطۍ پۀ کښې دومره زياتې وي، څومره چې ستاسو خوا ته کېږي.

اصل کښې “پروف کتنه” او د غلطيو سمونه يو چينژن کار دے. “کۀ هر څومره ئې سمومه، کېږي.” تجربه ښائي چې کۀ هر څو خواري وکړې شي، د پروف “يوه نيمه” غلطي بيا هم پاتې شي. زما د نزدې نظر لږ زيات کمزورے دے، د دې باوجود مې ‘ځلک’ کښې هم يوه نيمه غلطي نظري کړله خو دا پۀ “نۀ” حساب ده. دعا به ورته کوو چې د کتاب پروف کتونکے دې “ودان” او “شادان” اوسي.

هغه ګل مې لا تر اوسه “زړۀ کښې نال” دے

چې پۀ رنګ او پۀ خوشبو کښې منفرد دے

د غزل تاج

د قېصر اپريدي د تنقيدي ليکنې سر خط دے، ” د اورکزو وار” – دې تناظر کښې ښاغلي تاج انور اعجاز خټک د قمر راهي صاحب د يو مشهور شعر نيمګړې مصرعې “د مردان غزل زما دے” پۀ حواله ليکي چې “پۀ نن وخت کښې د پښتو غزل د اورکزو دے”، زما پۀ خيال څۀ مغالطه غوندې پېدا کوي. پوره شعر داسې دے:

سنګباري ده خو مجبور يم، زۀ راهي چې پۀ کښې اوسم

کۀ مردان دے د بادارو، د مردان غزل زما دے

هوتي مردان د يوسفزو د ګدۍ ځاے دے. پۀ “مټورو” خانانو، نوابانو او سرمايه دارو پېژندلے شي خو د نادار اولس نمائنده شاعر )راهي( خپله پېژندګلو د علم او شعر و ادب پۀ حواله غوره ګڼي. د “غزل” لغوي معنٰي هر څۀ چې ده، راهي صاحب د علامت پۀ توګه د “بادارانو”،”زردارانو” پۀ ضد ودرولے دے. دا مضمون د حضرت علي کرم الله وجهه پۀ شعرونو کښې ښۀ واضحه دے.

رضينا قسمة الجبار فينا

فان المال يفني عن قريب

لنا علم وللجُهّال مال

و ان العلم باقٍ لا زوال

“زمونږ د الله “جبار” پۀ دې وېش راضي او خوشحاله يو چې علم پوهه زمونږ پۀ برخه ورسېده او د دنيا مال دولت جاهلانو ته ورکړے شو. بې شکه مال دولت خو به زر فنا او ختم شي او علم به همېشه باقي وي، زوال نۀ لري.”[1]

نور ګنې شاعران کۀ د مردان دي کۀ د پېښور، د ملاکنډ دي کۀ د هشنغر، د کوهاټ دي کۀ د لتمبر، د اورکزو دي او کۀ د خېبر؛ غزل پښتو کښې وائي او لکه څنګه چې پوهاند قلندر مومند “زمونږ عهد او د حمزه مقام” د سرخط لاندې ليکلي دي، “د حمزه صاحب شاعري صرف د هغوي يواځې ځان له شاعري نۀ ده بلکې د ټولو موجوده غزل ګو شاعرانو شاعري ده” )غزونې(، دغه رنګ د قمر راهي غزل دے او کۀ شاکر اورکزي، دا صرف د “مردان” يا “اورکزو” غزل نۀ دے، د ټولې پښتو شريکه ادبي پنګه ده. د دوي شاعري زمونږ د دور او خاورې ترجمانه شاعري ده. نو خوښه مو نۀ ده چې د پښتو د غزل تاج کله يوې او کله بلې سيمې ته د پۀ سرولو پۀ ځاے ټولې “پښتونخوا” ته پۀ سر کړو؟

د پښتونخوا منظر پۀ سترګو کښې خوندي کړم، څملم

چې سحر پاڅم، راته نۀ وي د اخبار ضرورت

پۀ لفظونو اذيت

معياري او بهترين شعرونو کښې د ښاغلي شاکر اورکزي يو شعر دا هم دے:

د وخت د نقادانو نفسيات راته معلوم دي

خو نۀ کوم شاکره! پۀ لفظونو اذيت

کۀ خپلو کښې خبره کوو، د شيطان غوږونه دې کاڼۀ وي، ما ته خو دا شعر د بريالي صاحب د پښتو ادب “حال او قال” خلاف يو شائسته رد عمل ښکاري. خو استاد سميع الدين ارمان صاحب عالم فاضل شخصيت دے، هغه ورپسې علمي ژورو ته تللے شي. ارمان صاحب د ګلځړۍ منځ ويشتے دے، ليکي:

“پۀ لفظونو د اذيت تاريخ کښې د نقادانو نۀ، د شاعرانو لاسونه زيات ککړ دي. ”

پۀ دې شعري ټولګه ‘ځلک’ کښې پۀ سلم مخ يو داسې غزل هم لوستونکو ته سترګې وهي چې زما پۀ نزد سل پۀ سل “پۀ لفظونو د اذيت” يوه نمونه ده. زۀ لۀ وېرې ګوتې نۀ شم ور وړلې، صرف د پښتو يو ښائسته لفظ ترې راشوکول غواړم.

لونګ

دا ښائسته لفظ د غزل مطلع کښې راغلے دے او يو “خطرناک صورتحال” ئې پېدا کړے دے. تاسو ئې پۀ خپله ولولئ:

د نازنينو پۀ سينو لکه لونګ ګرځه!

نيازبينه ياره! د خپل ناز اخله قلنګ، ګرځه!

“لونګ” يو مقبول عام بوټے دے. امروزه ژوند کښې د غم غصې او خوشحالۍ دواړو کېفيتونو د اظهار د پاره استعمالېږي. ښځه چې پۀ سوچه محاوره کښې سړي ته ښېره کوي نو وائي “پۀ ږېره دې لونګ ودوړېږه” )يعنې تۀ مړ شې( او د خوشحالۍ پۀ سندره کښې “لونګ” داسې ستائيلے شي:

لونګ کرمه، کۀ لو مې ګډ کړو

ياره تا به راولمه

لونګين

ښکاري داسې چې “لونګ” قافيه د شاعر پۀ ذهن کښې د وړاندې نه ګرځېده، ګنې نو د چا نازنينې پۀ سينه دګرځېدو نۀ، د ځنګېدو د پاره د “لونګ” پۀ ځاے “لونګين” زيات مناسب ؤ، د لونګو امېل ته وائي. “نازنينو سينو” سره د “لونګين” پۀ “تعلقات باهمي” خوش ذوق لوستونکي اعتراض نۀ شي کولے. “لونګين” د سکڼي حسن د پاره يوه استعاره هم ده لکه دلباز ثاني صاحب ته ټول ښکلي “ماما” وائي خو لۀ نظره مۀ شه، دغه “رميض اداس” ته مو خيال نۀ شي، زۀ به ورته د سپېلنو پۀ ځاے د پښتو دا ټپه “لوګے” کړم:

هلک چې تور شي لونګين شي

جينۍ چې توره شي بنګړي دې خرڅوينه

او د لونګين دا قيصۍ د “ګلنار بېګم” د اواز پۀ ترنم کښې کور کور ته رسېدلې ده.

يو پله مې يار لونګين دے

پۀ دا بل پله ….؟

د يوسف خان اورکزي خبره، “الله دې امن راکړي”، شاکر اورکزي ته پۀ خپله د دې “صورتحال” پوره پوره احساس دے چې لارې کوڅې د غمازانو “څخه” ډکې دي نو “محتاط” اوسېدل ښۀ دي.

لېونۍ! اوس پۀ اشارو کښې هم محتاطه اوسه!

تۀ به ئې نۀ منې خو شته د ديوالونو سترګې

د ايوب صابر هيله

د نوي کهول نمائنده شاعر شاکراورکزي خپله شاعرۍ کښې تر وسه وسه هغه هيله پوره کړې ده کومه چې محترم ايوب صابر پۀ “نقدِ حيات” کښې څرګنده کړې وه. ايوب صابر صاحب غوښتنه کړې ده چې نوي ليکونکي شاعران دې پۀ خپلو فنپارو کښې د پښتنو معاشرت، تاريخ، دود دستور، خوي بوي، مزاج او کردار هم ځاے کړي. مطلب دا چې زمونږ “قومي تشخص” ژوندے وساتلے شي. ښاغلے شاکر اورکزے دا وظيفه پۀ غوره ډول تر سره کولې شي. ډاکټر وزير شادان وائي چې “ښاغلے شاکر اورکزے د غزل شاعر دے” زۀ )شفق( ورسره زياتوم چې ښاغلي شاکر لکه د رحمان بابا غزل کښې “د نوي نوي اجتهاد کولو يو دوه کاميابې هڅې هم کړي دي خو د يو معلم پۀ حېث ئې د تعليمي نظام او پښتو ژبې پۀ حواله د تعليمي نصاب ښۀ خبر اخستے دے او ځان ئې بې خبرو کښې نۀ دے شامل کړے.

منم چې معتبر دے خوچې زۀ پرې نۀ پوهېږم

شاکره! دا نصاب د مدرسې بدلول غواړي

سمه اپوټه

د “ريګي” )پېښور( کلي “شهباز اکا” به هره خبره اپوټه کوله. د هغۀ پۀ مخکښې به چې يو ملګري د بل ښاغلي د ښو يا بدو صفت وکړو نو “شهباز اکا” به کړس کړس پۀ خندا شو. وئيل به ئې:

“والله تۀ هم ترې زيات نۀ یې!”

د شادان صاحب خبره پۀ ګل بدله چې شاکر اورکزے د غزل شاعر دے، خو والله چې پۀ نظم کښې هم ‘زيات نۀ دے’. دا “اپوټه” سمول غواړي ځکه چې سمې ته پۀ سوات کښې هم “سمه” وئيلې شي. داسې به ووايو چې غزل سره سره پۀ نظم وئيلو کښې هم د شاکر اورکزي طبع روانه ده. ‘ځلک’ کښې چې کوم نظمونه شامل دي، د ګوتې کېښودو ځاے پۀ کښې نشته. د ژوند د موضوعاتو او فن پۀ حواله ئې د اظهار رنګ پۀ رنګ پېرايه کښې د ستائيلو جوګه شاعري کړې ده.

زما غوږونو زما سترګو ته تسکين رابخښي

يو بې مثاله حسن ، بله لا جواب شاعري

  1. هسې دعا خولې له راغله چې اَللهمَّ ربّنَا اٰتنا في الدّنیا حسنة و في الاخرة حسنة. هو! علم هم ‘حسنة’ ده – ‘پښتون’

 

دا هم ولولئ

تشدد او عدم تشدد – ليکنه: خضر حيات خان – ژباړه: م.ر شفق

د هندوستان د ازادۍ د پاره دوه قسمه تحريکونه را پورته شوي وو. يو د …