اینٹ سے اینٹ بج رہا ہے نیا پاکستان – نهار خان تنګیوال

 

 

یو ځل بیا نوے پاکستان جوړ شو او دا ځل څۀ بل شان جوړ شو.

یو ځل چې جوړ شو نو ‘قائداعظم’ ئې ؤ، پۀ دوېمه پېره کښې ئې ‘قائد عوام’ پۀ نصیب ؤ او دا ځل چې بیخي تازه تازه نوے جوړ شو نو ‘وزیراعظم’ ئې پۀ غاړه شو.

هغه د سلیم صافي خبره چې څۀ پۀ زړه، ورسته او ریقړه لاره ئې ‘نیا پاکستان’ جوړ کړو ـــ

یو خوا عمران خان دا وئیل چې ما دوویشت کاله سیاسي مبارزه وکړه خو ځان د پاره ئې دوویشت کسان ‘خپل’ د اسمبلۍ د پاره تیار نۀ کړے شول. هغه مرغۍ چې د ایوب خان نه بهټو سره الوتې وې، بچي ئې د ضیاء نه نواز شریف ته او يحيٰ خان نه بېنظیرې ته پاتې شوي وو ـــ بیا ټول پۀ یو ‘پررررررر’ سره د مشرف پۀ څانګه ناست وو؛ دا ځل د ‘زوړ پاکستان’ نه نوي پاکستان ته اوړېدو د پاره پۀ سوباړي سوارۀ شول.

داسې چیت پیت شان جاج به ئې واخلو!!!

تېر ځل چې خداے انتخاباتو کښې ‘باقي’ پاکستان ته ‘خېر’ کړو او د چېنج قېنج صرف پۀ پښتنو وروتپلے شو نو د خېبر پښتونخوا د نوي کولو لوظ وکړے شو. د صوبې د زوړ حکومتي ګوند اے اېن پي پۀ ضد چې څومره پراپېګنډه د بدعنوانۍ او کرپشن شوې وه، ‘د عمران حکومت’ چې پۀ نورو ګوندونو هم د کرپشن کوم بې درېغه تورونه لګولي وو؛ هغه هر څۀ پۀ خپل ځاے پاتې شول. پوره پینځۀ کاله چغې سورې ووهلې شوې خو کوم دوه درې چنده ‘ازاد’ احتساب کمېشن چې صوبه کښې جوړ کړے شوے ؤ، تېر درې کلونو نه هغه صوبائي کمېشن ته تاله وهلې پرته وه. وجه ئې دا وه چې کمېشن کوم معلومات جمع کول، تېر حکومت کښې څۀ نۀ وو خو د نوي حکومت د وزیراعليٰ نه وزیرانو او وزیرانو نه مشیرانو پورې ټول لګیا ؤ د یو بل خلاف ئې د کرپشن ثبوتونه پېش کول. د دې ایماندارۍ نتیجه دا شوه چې احتساب بند کړے شو.

د ضیاء افریدي خبره به نۀ کوو، یو جسټس رېټائرډ چې د خپل ګوند دننه د بدعنوانۍ ‘تفتیش’ د پاره ورته عمران خان ذمه واري سپارلې وه، هغه جسټس وجیه الدین چې رپورټ پېش کړو نو د غل پۀ ځاے ئې هغه جج صاحب لکه د احتساب کمېشن د سربراه د هغۀ کور ته ولېږلو. نن هم د جسټس وجیه الدین سوخت د هغۀ پۀ بیانونو کښې ښکاري.

څومره ‘چېنج’ چې هم ؤ، د سوشل میډیا پۀ پېجونو خور ؤ. د تعلیم د ‘یکسان نظام’ پۀ نامه چې کوم نصاب د مخکښې نه تیار کړے شوے ؤ او د دهشتګردۍ، انتهاپسندۍ او فرقه واریت پۀ حواله ئې صفر مواد لرل؛ هغه نصاب ئې ټول پۀ ټول انګرېزۍ ژبې ته کړو او د تېر کال د جون پۀ میاشت کښې د شوې سروې تر مخه پکښې د شپږ سوه نه زیات داسې مواد شامل کړے شوي چېې هغه ټولنه کښې دهشتګردۍ، انتهاپسندۍ او فرقه واریت ته لمن وهي.

زۀ کۀ اوس تفصیل کښې ځم نو د پاڼو رېنج به ختم شي خو د چېنج ناهنجاري به ختمه نۀ شي ـــــ د تعلیمي او صحت اېمرجنسۍ سره سره ئې معلومات او خدمات ته د رسایۍ قوانینو پورې هم ملنډې وکړې چې د جمهوري قوتونو پۀ لاس د جوړ شوي اتلسم ائیني ترمیم لاندې ئې د صوبې د اولس قسمت بدلولے شو کۀ چرته صوبه کښې د تبدیلي پۀ ځاے د کوم سنجیده جمهوري ګوند حکومت جوړ شوے ؤ. ‘معلومات تک رسائی کا قانون’ کۀ بیا مکمل توګه باندې غېر فعال ؤ نو لوکل باډیز له د اختیاراتو ورکولو ډُوزې ویشتو نه پس اخره کښې ضلعي حکومتونو سره چې کوم دوه لوے اختیارات یعني د ‘برتهـ سرټیفیکېټ’ او ‘ډیتهـ سرټیفیکېټ’ جاري کولو کوم اختیار ؤ، هغه ئې ترې هم واخستو.

د ‘بیلیون ټري سونامي’ پۀ نامه چې د یو ارب شپاړس کروړه اونو لګولو کوم دغه باد کړے شوي وو، د هغۀ حساب کتاب دا نتیجه راوړه چې د یو ارب شپاړس کروړه پۀ ځاے صرف او صرف ‘دوه کروړه، شپږ اویا لکهه، نولس زره’ اونې لګولې شوې وې ـــــ هر څو کۀ دا عدد هم توثیق غواړي خو بیا هم کۀ مونږ دا تناسب وګورو نو دې نه به ثابت شي کوم ځاے ‘چېنج’ وئیل چې مونږ دوه څلوېښت اونې لګولې دي، هلته یوه اونه لګېدلې وه ــــ یعني 1:42. څوک دې پۀ ایمان ووائي چې د بې ایمانۍ دا تناسب خو کۀ د ملک پۀ دفاعي بجټ کښې وي، وي به؛ ځکه چې اٰډټ او پړتال ئې نۀ کله هم څوک نۀ شي کولے، نور خو قرانګو کۀ دا څوک هم ومني.

حیات اباد کښې ئې یو پُل جوړ کړو ــــ بیخي پرونۍ خبره ده او څۀ ضرورت هم نۀ لري چې سړے پۀ تېر شوي مار پسې هسې پۀ زمکه راکېږدي خو بیا هم، دغه پُل پۀ نظر کښې نۀ ؤ ساتلے شوے. کۀ پُل هډو ساتلے شوے نۀ ؤ نو ولې بي اٰر ټي ته هم د اولس پام نۀ ؤ؟ یوه داسې منصوبه چې د هغې د پاره اوس لګښت اویا اربه نه زیاتېږي او هغه هم پۀ بهرنیو قرضونو!!! یوه داسې منصوبه چې افتتاح د پاره ئې اپرېل کښې لوظ شوے ؤ نن هم ــــــ کۀ دغه ترې هم هېر وو نو دا وړومبي څلور کلونه چې ترې ترقیاتي فنډونه لېپس شوي وو او کۀ دغه وړومبي څلور کلونه ترې هېر وو نو دا نا اهلي څنګه د اولس نه هېرېدې شوه چې پینځم بجټ ئې هډو پېش نۀ کړے شو!!! مالیاتي انتظام داسې چې پۀ پینځۀ کاله کښې یوه ادېله هم مرکز نه وانۀ خستې شوه او صوبه تاریخ کښې پۀ وړومبي ځل پاو کم څلور اربه کهربه روپۍ قرضدارې کړې شوه. ولې؟

د امن و امان پۀ حوالې سره د ټول ملک د اولسونو پۀ نمائندګۍ پۀ وړومبي ځل د دهشتګردۍ مونډ ویستلو د پاره د اٰرمي پبلک سکول د یو سل څلور څلوېښت شهیدانو د وینې توئېدلو نه پس لکه سنجیدګي ښودلې شوه او د نېشنل اېکشن پلان پۀ نامه یوه کوټلې لاره خپله کړې شوې وه. پاکستان خپله ‘قومی دهارا’ کښې دغه پلان پۀ مبینه ‘قومی بیانیه’ جوړ کړے ؤ. چېنج کۀ څۀ بدلون راوستے ؤ نو دا چې دغه بیانیه ئې غوجل ته وویشتله. چېنج داسې کله هم نۀ شول کولې خو لۀ بده مرغه پۀ مرکز کښې ناست مسلم لیګ او اتحادیان پۀ پښتونخوا کښې ناست چېنج او د هغې ټول اتحادیان د طالبنائزېشن حامیان وو. هغوي د دېرش کروړه روپیو پۀ عوض د امن ‘اقدام’ پینځۀ کاله د پاره ګاڼه کړو. دې موده کښې کۀ د دهشتګردۍ خلاف څۀ جنګ شوے ؤ نو د هغې اثرات هم زائل کړے شول او پۀ یو نوي انداز کښې دهشتګردۍ ته د بیا منظم کېدلو موقع ورکړې شوه. تحریک انصاف د ترهګرۍ سره پۀ مرسته او کومک کښې د پخواني متحده مجلس عمل نه ډېر وړاندې لاړل. د اے پي اېس واقعې نه پس هغوي باچاخان پوهنتون باندې برید وکړو او ورپسې ئې پۀ بل کال زرعي پوهنتون کښې پښتانۀ ګلونه ورژول. اقدام؟ یوه سندره جوړه شوه او پۀ دولسمه ورځ عمران خان د نئے پاکستان تکل کښې نوے وادۀ وکړو چې بیا هغه نکاح هم د دهشتګردۍ پۀ ضد د ټوقانچو د اپرېشن انجام ته ورسېدله. دې دووسې پالیسۍ دهشتګرد داسې زړۀ ور کړل، دومره د تیارۍ وخت ئې ورکړو چې کۀ تاسو خپله حافظه لکه راوسپړئ نو د فرورۍ پۀ دیارلسمه پنجاب کښې د اسمبلۍ مخې ته خودکش برید نه دوه ورځې پس پېښور، مومند او شبقدر کښې پۀ یوه ورځ څلور خودکش حملې وشوې چې دې کښې د سلو نه زیات قیمتونه ساه ګانې ووژلې شوې. پۀ شپاړسمه سېهوان شریف او ورپسې چارسده کښې د کچهرو مخې ته درې خودکش ورسېدل. پۀ دوویشتم تاریخ ‘رد الفساد’ شروع کړے شو او بیا قیصه ګواټو له لاړه. اوس چې د انتخابي مهم دوران د شهید هارون بلور، ګنډاپور او رئیساني غوندې ککرۍ ښکار کړې شوې نو د دې پړه هم د مرکزي او صوبائي حکومتونو پۀ سر ده. دې موده کښې امنیتي ادارو د مخکښې نه د ګرفتار شوو مبینه دهشت ګردانو د پوځي عدالتونو د پهانسۍ سلسله وخت پۀ وخت د حملو نه پس کامیابۍ سره جاري ساتلې ده.

د ‘نیا پاکستان’ جوړولو کښې خفیه ادارو هم خپل بهرپور کردار ادا کړو. پۀ اسلام اباد کښې د عمران خان د وړومبۍ جعلي دهرنې او جنرل پاشا د تعلق نه پۀ فېض اباد کښې د لبېک د تحریک دهرنې پورې چې پۀ خاتمه ئې شرکت کوونکو غازیانانِ اسلام ته پۀ دیاړۍ ورکولو هم ثبوتونه موجود دي او نوره قیصه بیا ککړې مرغۍ د تحریک انصاف پنجرې کښې ټومبلو د پاره اوس د تاریخ حصه شوه. پۀ اتلسم ائیني ترمیم کښې د ارټیکل شپږم لاندې د نوي شق اضافې سره چې کله عدالتونو د ائین د ماتولو د اقدام هغه صلاحت بائیلو نو راغلې ‘جوډیشل مارشل لاء’ خپلې داړې او نُوکې تېرې کړې. دې سره الېکشن کمېشن پوره ذمه واري واخسته او د فارمونو بدلولو رابدلولو نه د امیداوارانو د اعلانونو پورې هره چاره پوره بې ایمانۍ سره وکړې شوه چې هر څنګه وي او جمهوریت خوښه قوتونه د انتخابي عمل نه وتمبولے شي. د عمران خان وزیر اعظم کولو د پاره او نوي پاکستان جوړولو د پاره کۀ یو خوا پۀ پاڅتر سپېړه د مېن سټریم سیاسي ګوندونو مخه ووهلې شوه نو بل طرف ته د یو هوښیار خبره چې د جهانګیر ترین ‘نا اهله’ کول هم د نیا پاکستان د پاره لاره سپړدل وو. جهانګیر ترین د انتخاباتو د جنجال نه لرې وساتلے شو چې بیا پۀ دمه ذهن د انجینئیرنګ پۀ څۀ نه څۀ ځاے کښې غلطے شوے وي نو چې پاتې کار ورله هغه خپل جهاز کښې وکړي. د دې یو غټ ثبوت دا هم دے چې هغه د اسفندیار خان خبره ‘کۀ چرته اګۍ هم ماته شي نو چیف جسټس پرې از خود نوټس اخلي خو د دۀ عدالت نا اهل کړے یو بد دیانته سړي د جهاز نه ټانګه جوړه کړې ده او دا ځوان ړق نۀ وهي!!!’ د خداے قدرت ته ګوره چې چیف جسټس د عدالتي ذمه واریو او خپل فرائضِ منصبي پۀ ځاے ډېمونه جوړول د خپل ژوند مقصد ټاکلے ؤ او چې اوس نیا پاکستان جوړ شو نو زر ئې ووئیل چې دا د ججانو کار نۀ دے. فنډونه به ئې هم قائمول.

الېکشن کمېشن نوي پاکستان جوړولو د پاره درې لکهه اویا زره سجیلے جوان غوښتي وو او د نهه اربه روپیو پۀ عوض دغه خدمات لاس ته کړے شول. ټوله خرچه 21 اربه روپۍ ـــــ د الېکشن کمېشن چاپ کړي ووټونه پولنګ د پاره سټېشنونو ته رسول او هلته نه بیا الېکشن کمېشن ته ‘محفوظ’ رسول د پوځ د ځوانانو ‘اٰفیشل’ کار ؤ. اګرچې پوځ یوه ذمه واره اداره ده او هر څۀ اٰفیشل کېږي، البته د قوم د وسیع ترین مفاداتو پۀ وجه غېر رسمي طور د نوي پاکستان جوړولو د پاره هغوي د تحریک انصاف د پاره نۀ صرف دا چې پۀ پولنګ سټېشنونو کښې ووټونه غوښتل بلکې د دې منزل ترلاسه کولو د پاره ئې د نورو سیاسي پارټیانو ټوپۍ، بېج یا بله څۀ نخښه لرونکي کارکنان هم پۀ هر لحاظ بهر او غېر مؤثر ساتلو کښې خپل کردار ادا کولو.

د پولنګ پوره کېدو نه پس چې کومو سیاسي ګوندونو ګټلې وه، ټولو وبائیلله!!! د سلو، د اویا، د پنځوسو کالو کُل وقتي سیاسي ګوندونه د مبیّنه دوویشت کلن سیاسي پلے بوائے مخې ته راوپرځولے شول. سیاسي ګوندونو نتیجې رد کړې. هغوي دې ته د تاریخ د ټولو نه پلیت انتخابات وائي. عالمي مبصر مهم هم وائي چې ـــــ خو کۀ څوک هر څۀ وائي، د انتخاباتو د غېر شفاف کېدو نه پس دې کښې د ټګۍ ټورۍ او دهاندلۍ دې نه لوے ثبوت څۀ کېدے شي چې کوم فارم 45 د ووټونو شمېرلو نه پس د انتخابي امیدوارانو مقرر کړو اېجنټانو ته ورکول وو، هغه فارم تر نن ورځې 30) جولائي( نۀ دے ورکړے شوے. د دې لغړې ټګۍ نور به څۀ لوے ثبوت وي چې پۀ یوه یوه حلقه کښې دوه دوه درې درې ځله اعلان کېږي چې پلانکے وګټي نه وبائیلي، نه وګټي، نه وبائیلي. د دې لغړې ټګۍ به نور څۀ ثبوت وي چې تر دې دمه کومه حلقه هم د نوي پاکستان راسپړدې شوې ده، لاندې ترې هم هاغه زوړ پاکستان پروت وي. د دې لغړې ټګۍ نور به څۀ لوے ثبوت وي چې د موسمیاتو د محکمې مطابق د اګست میاشت به هم د دې نتیجې اورولو راورولو کښې تېږېږي!!! د دې لغړې ټګۍ به نور څۀ لوے ثبوت وي چې پۀ 2002 کښې د مسترد شوو ووټونو د شمېر 75720، د 2008 د 93994 او د 2013 د 102717 پۀ مقابله کښې پۀ دې انتخاباتو کښې 5201384 ووټونه مسترد کړے شوي دي. پۀ یوه یوه حلقه پۀ زرګونو ووټونه مسترد کول او هغه هم د هرې هغه پارټۍ چې نخښه ئې سوباړے نۀ وي. کمال دا دے چې دا ووټونه چترال نه تر بولانه او طور خم نه تر واهګې یو ووټ باندې دوه دوه درې درې مهرونه وهلو باندې مسترد کړے شوي دي!!!

کومه حلقه چې هم پرانستې کېږي، د ‘بن رها هے نیا پاکستان’ د نعرې پۀ تناظر کښې، ‘اینټ سے اینټ بج رها هے نیا پاکستان’ نعره زیات شور سره مخې ته راځي. دا نیا پاکستان جوړولو د پاره هره غېر ائیني، غېر جمهوري او غېر ذمه وار حرکت کوونکي عدلیه، الېکشن کمېشن او پوځ هم پۀ دې پوهه شول چې ‘شمشتۍ غرۀ کښې ښکار نۀ شي کولے.’

سیاسي ګوندونه ټول یو غږ او ګام ولاړ دي. ټول ګوندیز کنفرانس شوے، بل هم وشو او بل به هم وشي. تر دې دمه دا پرېکړه شوې ده چې منتخب شوي ارکان به اسمبلیو ته ځي او حلف به اخلي. ایوان کښې دننه به هم د لغړې ټګۍ پۀ ضد احتجاج کېږي او ایوان نه بهر هم.

نوے پاکستان بس جوړېږي ـــــــ

د جهانګیر ترین جهاز او نېب یو شان لګیا دي، عدلیه هم لګیا ده. سبا بله ورځ به طلال چودهري هم خپل لیډر سره اډیاله کښې وي.

عمران خان به حلف اخلي ــــ مودي به راځي، عامر خان به راځي، کپېل دېو به راځي، سدهو به راځي، د عمران خان درې واړه بچي هم پکار ده چې راشي، خاتونِ اول به هم. )هغه نۀ راځي؟ ښه!(

یوه وړه غوندې تاریخي مسئله بس پاتې ده ــــ چې اوس به چوده اګست د چوده اګست پۀ ورځ کېږي کۀ نه، د شپاړسم دسمبر غوندې به پینځویشتم جولائي ته هم څۀ حېثیت حاصل نۀ وي.

د قائد اعظم پاکستان!

د قائد عوام پاکستان!

د وزیر اعظم پاکستان!

زنده باد دې وي عدلیه، الېکشن کمېشن او پاک فوج.

پائنده باد دې وي ریکاونټنګ!

 

دا هم ولولئ

ایماندارو! تش لاس مۀ تېرېږئ! – نهار خان تنګیوال

  ایماندارو! تش لاس مۀ تېرېږئ! یه هلکه! جو هغه چې مونږ واړۀ وو او …